د وطن د ترقی ملی ګوند اعلاميه

د وطن د ترقۍ ملي ګوند اعلامیه

د ۱۳۹۲ کال د غوایی د میاشتې ۱۲ مه نېټه

کابل

«د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له ټولو هیوادو نو سره په سوله کې د ګډ ژوند، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملی واکمنۍ او ملی ګټو ته د متقابل احترام او د یوبل په کورنیو چارو کې د نه لاس وهنې د اصولو پر بنسټ د ښو او دوستانه اړیکو ټینګول» په بهرنی سیاست کې د وطن د ترقۍ ملی ګوند لومړنی او اساسی مرامي ټکی دی. ددې اصولو پر بنسټ د وطن د ترقۍ ملی ګوند له ګاونډیو هیوادونو سره دوستانه اړیکو پلوی کوی او په دې نظر دی چې د نړیوالو ستونزو په حل کې بايد دیپلوماتیکې هلې ځلې غوره رول ولوبوی.

له بده مرغه د ډیرو کالونو راهیسې زموږ ګاونډی هیواد (پاکستان) په مختلفو ډولونو د افغانستان په داخلی چارو کې لاس وهنې کوي، د افغانانو تر منځ د سولې او پوهاوی مخه نیسي، په خپله خاوره کې یې د تروریستانو د ځالو د جوړولو لپاره شرایط چمتو کړی، او دادي اوس یې زموږ د هیواد خاوره هم لاندې کړې او افغانان یې د خپل هیواد دفاع او سرښندنې ته مجبوره کړی دی.

د وطن د ترقۍ ملی ګوند په داسې حال کې چې د خپل هیواد په چارو کې د پردیو هیوادونو لاسوهنې په کلکه غندی، له ګاونډی هیواد- پاکستان څخه غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې او زموږ پر ځمکني حریم باندې له تیري څخه په کلکه ډډه وکړی، ځکه چې جنګ او جګړه د هیڅ هیواد په ګټه نه ده.

موږ د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو په لار کې د افغانستان د وسله والو ځواکونو وروستی آقدام ستایو، د ملی نوامیسو څخه د دفاع په لارکې د هغوی له فعالیتونو ټینګ ملاتړ کوو او د ګوشتې د شهیدانو سرښندنو اوپه ځانګړي توګه د اتل شهيد قاسم اونورو قهرمانانو زړورتیا ته د قدر په سترګه ګورو.

د وطن د ترقی ملی ګوند په خپلو جنګياليو ليکو د هيواد په وياړلو بچيانو او ټولو وطندوستانو غږ کوی چې د تيري کوونکو په وړاندې د خپل تاريخی او لرغونی هېواد د دفاع او ساتنې له پاره د خپلو اتلو پلرونو او نيکونو په څېر تل متحد يو موټۍ ، تيار او چمتو اوسی .

د وطن د ترقۍ ملی ګوند دارالانشأ

قيوم : د څلورو پوښتنو د ځواب په لټه

دڅلورو پوښتنو دځواب په لټه

دوستانودجهان په ښادیوښاد اوسۍ ما رأی وواهه دغه لاندي څلور پوښتني چي ټول افغانان په خاصه سیاسیون او ځوان نسل يې دجواب موندلو سره علاقه لری،د ورځي  تودې خبري دي ،نوضرورده چي  ګران  باخبره او پاک ضمیره صاحب نظره افغانان (چپ اوراست) بیله دې چي طرف وښئي یا تهمتونه وتړي،  يا کوم شخص ،ګروپ، ډلي اوحزب ته توهین پکښي  وکړي خپل سکه معلومات دواقیعتونوپر بنیاد ،په ښو ادبي الفاظو،ښایسته منطق اومستندو اسنادو سره  له افغا نانوسره شریک کړي. پرنظریاتوقضاوت وخلګوته پریږدو. زما مقصد اوهدف دټولني د ځوان نسل دذهنیتونو روښانتیا ده، چي هغوئ ستاسي دوستانودعلمي ،مستندو اومعقولوجوابوپه رڼا کي د وطن دآبادۍ په خیرخپله لاره پيدا کړی Continue reading

محمد آصف خواتی

محمدآصف خواتي
خپلواک که بلواک افغانستان
پدې وروستیو کې ځینې لیکوالان پدې اړه چې افغانستان اشغال شوی یا خپلواک هیواد دۍ بحثونه اولیکنې کوي۰ دې ښاغلوته پکاروه چې دوولس کاله مخکې کله چې د۲۰۰۱ کال داکتوبر په اوومه انګریزي – امریکایي تیري کونکوپرافغانستان راکټي اوهوایي بریدونه پیل کړل اوزرګونو پوځيانو یې دپاکستان له لارې پرافغانستان یرغل وکړ پدې اړه بحثونه اولیکنې کړې وای چې آیا دافغانستان داشغال هڅې پیل شوې یا کومه بله لوبه پیل شوه۰ کله مې چې دالیکنې ترسترګوشوي دیوه دوست یوه خبره مې را یاده شوه چې د دکټورنجیب الله دواکمنې پرمهال یې په نیمروز کې دنده لرله ۰ هغه ویل چې یوه ورځ دنیمروز ښارڅیرمه کلي کې دیوه کلیوال سپین ږیري سره مخامخ شوم ۰ هغه دکابل په هکله Continue reading

د فاتحې اعلان

د فاتحې اعلان
نوروهاب څپاند ورور ، وحدت څپاند ـ هېواد څپاند او اتل څپاند وریرونه ، ډاکټر کامران وزیري او نجیب شیرزاد زومان ، زلمۍ شیرزاد او جمال ناصر شیرزاد خوریونه. د مرحوم انجینیر محمد جمیل څپاند د مړینې له کبله چې جنازه یي پخوا افغانستان ـ جلال اباد کې خاورو ته سپارل شوي ، دوستانو ته خبر ورکول کیږي ، چې د خداي بخښلي فاتحه ، د یکشنبې ورځ ـ د مۍ په ۵ مه نیټه ، د افغانانو په جومات کې د سهر د ۱۱ بجو نه د غرمې تر ۱ بجې پوري اخستل کیږی. دوستان دې خبر وي.
پته:
212-214 Church Road, Neasden, London NW10 9NP

تدوير سيمينار در مورد انتخابات

اطلاعیه:

بتاریخ 12 ثور روز پنجشنبه ساعت 9:30 صبح بخش دوم سیمینار (نظام های انتخاباتی و ضرورت تغیر نظام انتخاباتی افغانستان) در سالون کنفرانسهای دفتر حزب ملی ترقی وطن، واقع دهمزنگ کابل دایر میگردد. اشتراک همه علاقمندان مجانی و آزاد است. این سیمینار از طرف محترم معاون سرمحقق عبدالصمد عزیزی پیش برده میشود. شما میتوانید اعضای محترم فامیل و سایر دوستان تان را نیز از موضوع مطلع سازید.
.
عنوان سیمینار: نظامهای انتخاباتی و ضرورت تغیر نظام انتخاباتی افغانستان
تاریخ تدویر: روز ّپنجشنبه، مؤرخ 12 ثور 1352
محل تدویر: دفتر حزب ملی ترقی وطن، صالون کنفرانس ها ؛ واقع بریکوت دهمزنگ کابل؛ بهلوی شفاخانۀ چشم امید
سیمینار دهنده: معاون سرمحقق عبدالصمد عزیزی، عضو شورای اجرائیۀ حزب ملی ترقی وطن
سازماندهنده: کمیسیون تبلیغ و فرهنگ حزب ملی ترقی وطن