آفتاب را با دو انگست نه ميتوان پنهان کرد

عصمت رسا
آفتاب را با دوانگشت نميتوان پنهان کرد
درین روز ها مطبوعات افغانستان ،حوادث المناک 24 حوت 1357 هرات را بگونه یکجانبه مورد تحلیل و ارزیابی قرار میدهد.
تاریخ هرات گواه بر انست که شهروندان هرات با براه اندازي کارهاي دواطلبانه، اشتراک در امر اعمار پل و پلچک ها، احداث راه هاي موتر رو در قرا و قصبات و راه اندازی مارش های ظفرنمون ، از تحول ثور 1357 حمایت و پشتبانی نمودند .درين جا سوال طرح مي گردد که چرا هرات آرام را نا آرامي ها فراگرفت.براي ارائه پاسخ به اين سوال نکات اتي را مي توان برجسته ساخت:
عوامل داخلي :
با قبول اين حقيقت که حرکت 24 حوت مردم هرات در نفس خويش يک عکس العمل طبيعي مردم در برابر اقدامات تند و تيز اجتماعي و نحوهء تطبيق ريفورم هاي عميق اقتصادي حاکميت آنزمان بود ، سؤ استفاده مخالفين سياسي حزب دموکراتيک خلق افغانستان از احساسات پاک مذهبي مردم و بحران درون حزبي در کل و کشيدگي هاي ناشي از ان در هرات در بروز حوادث خونين 24 حوت نقش مهم بازی کردند . درين حرکت مردم موقع انرا نيافتند که نگراني ها ، انتقادات، خواست ها و طرح هاي خود را بگونه مسالمت آميز طرح نمايند زيرا که در راس حرکت متذکره اکثرا افرا د با سوابق جرمي ،حلقات ماجراجو ي سياسي و مذهبي وابسته به بيگانکان قرار داشته و مردم را به خشونت سوق دادند. بگونه مثال، گل احمد تيزان مشهور به گلک کورکه در زمان جمهوري مرحوم محمد داود بجرم سرقت، زنداني بود بعد از ثور 1357 در نتيجه فرمان عفو رئيس دولت وقت ، عفو و آزارد گرديد و بعدا در آشوب هرات نقش کليدي داشت.
محترم محمد اسماعيل طي يک مصاحبهء خود با صداي المان، حرکت 24 حوت را ” یک قیام واقعاً جانانه وصادقانه” توصيف و با صراحت ابراز نمود که دراین قیام به داریی عامه مردم هیچ آسیبی نرسيده است. Continue reading

د ښځو دنړیوالې ورځې نمانځنه

نورمحمد غفوري
د ښځو دنړیوالې ورځې نمانځنه
 د مارچ د میاشتې په شپږمه نېټه د کابل په ښار کې د وطن د ترقۍ د ملي ګوند لخوا د مارچ اتمه نېټه، د ښځو نړیواله ورځ، و نمانځل شوه.
په دې پرتمینه غونډه کې چې د وطن د ترقۍ د ملي ګوند د تبلیغ او فرهنګ د کمیسیون په نوښت جوړه شوې وه، د ګوند د ښځینه غړو سربیره د بیلو بیلو سیاسی ګوندونو، ټولنیزو سازمانونو، د هیواد د پوهنتونونو استادانو، د ښوونځیو معلمینو او د ښځو د حقوقو مبارزو پیغلو او میرمنو پکښې برخه اخیسته وه. په غونډه کې د ښځو د حقوقوملاتړو نارینه شخصیتونو هم ونډه درلوده.
غونډه د آغلې خاطرې لخوا د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په لوستلو سره پیل شوه او وروسته بیا د وطن د ترقۍ د ملي ګوند لومړی مرستیال ډاکتر محمد آصف بکتاش د ګوند درهبرۍ په استازیتوب ارزښتناکې خبرې وکړې. ده د ګوند لخوا په غونډه کې حاضرو میرمنو، د افغانستان او نړۍ ښځو ته ددې نړیوالې ورځې مبارکي وویله او دوی ته یې په نږدې راتلونکی کې د حق او عدالت په لارکې د سترو بریاوو هیله څرګنده کړه.  د وطن د ترقۍ د ملی ګوند لومړی مرستیال، ډاکتر محمد آصف بکتاش، د ښځو په اړوند د حامد کرزی د حکومت په سیاست نیوکې وکړی او د هیواد سیاسی چارواکې یې د ښځو د حقوقو د پلي کولو په اړوند د صداقت په نشتوالی تورن کړل او دولت یې د هغو د مدنی او حقه حقوقو په دفاع کې ناکام وباله.  نوموړي د میرمنو د مدنی حقوقو د ترلاسه کولو له پاره پخپله د ښځو پراخه هلې ځلې او منظمه سازمانی مبارزه لومړنی اړین شرط وباله. په داسې حال کې چې ښځې یې د مدني او سوله ایزې لارې د خپلو حقوقو د اخیستلو لپاره وهڅولې، په دې لاره کې یې د نارینه وو ملاتړ هم ضروری او ګټور وارزاوه. ده په ډاګه کړه چې د وطن د ترقۍ ملي ګوند د هیواد پرمختګ، ټولنیز عدالت او د ښځو مدنی حقوقو ته ژمن دی او په دې لاره کې به له هر ډول هاند او هڅو دریغ ونه کړي. د وطن د ترقۍ ملي ګوند د ښځو له مدني سازمانونو او صنفی اتحادیو په ټینګه ملاتړ کوی او ښځې کولای شی چې د خپلې مبارزې په بهیر کې د دې ګوند په ځواک او امکاناتوتکیه او باور وکړي. Continue reading

سورغر

سور غر د خپلواکی سمبول ۱
د جګو غرونو په لړ کې ، په برم پروت يم ، آسمان ته وتلی څوکې مې سړی د اريانتياپه نړۍ کې ډوبوي .طبيعی زېرمې ، ثمرلرونکی ونې ، ښکلي ژوي زما د غاړې هار جوړوي . زرغونې درې لکه د ونو څانګې هر لور ته کږې وږې ، شنې ونې تر رنګارنګ ميوولاندې په ځنګيدا ، د مرغانو سيلونه په هواکې دورې دورې ځي . دا نغمې ګړيږي :
هر پلورڼې ولې بهانده خاندي له خوښيه سر وهي په کنګرونو
په شاو خوا درو کې درنده چوپتيا فرمان چلوي ، ته به وايي ټول د لوي څښتن په ستاينه کې ډوب دي . چغالان او نور هر يو ځانله دسپلين او نظم لري . ددوي د لارښود دنده ده چې دوي له راتلونکو پيښو څخه خبر کاندي . د مچيو ، ميږيانو څخه مننه چې د لوړ تشکيلاتي جوړښت ازمايښت يې وړاندې کړ .
مرغان په مښوکو ، منګلو کې خپلو بچيانو ته دانې راچلوي ، هوسی په زرغونو وښو پسې تاوويږي ، مږان هم شنې پاڼې ، واښه لټوي ، کله کله دوه مږان يو له بله سره ښکر په ښکر شی ،لوبې کوي .ګيدړان مړه ژوي لټوي ، کله په اوبو کې پر کبانو ور غوټه شی ، يوه لپه اوبه ځنې تېرې ، خېټه يې ډکه خو کبان ځنې وتښتي .هر څوک خپل کار کوي . ځناور کار نه کوي ، د بل غوښې خوري ، دوي بېلې چوره په بل څه نه پوهيږي ، مست مست کيږي . پر هر چا چې ورټوپ کړي ژوندي ئې له ستونې تېر کړي ، يو خوري نور په رډ رډ ورته ګوري .
يوه ورځ يوه ډله کليوال ژوي د هوساينې د پاره غره ته راغلل، پړانګ په ورټوپ کړ ، د غوئي او پړانګ جګړه شوه ، غوئي چې له وګړو سره ژوند کړي بلکل بل څوک وه، جګړه يو په يو روانه وه ، په پای کې يې پړانګ و يو لوي کمر ته ټينګ تخته کړ . بله ورځ دژويو خاوند راغی وئې ليدل چې غوائي او پړانګ يو بل ټينګ سره نيولی خو دواړه مړه دي . ټول ژوي هېښ پاته شول چې مونږ يې په ټولو ځواب نه شو ويلاي ، هغه په يواځې سر مړ کړ . هی هی جوړ شو ، جرګې مرکې پيل شوې ، مونږ ولې پاته شو ؟ اخېر به څه کيږي ؟ له اوږدوعملی او نظري څېړنو وروسته ټول سره ټول شول ، ګډه پرېکړه وشوه :
که مونږ يو موټئ شو ، خپلې ټولې هلې ځلې د يوه هدف له پاره سره يو کړو ، دندې وويشل شی ، هر څه د آزادو ټاکنو پر بنسټ غوره شی ، مشرتابه د دوو دورو له پاره ، هره دوره د درو يا څلورو کالو په موده ،مشرتابه ته ځان ونوموي . تر غوره شوی مشرتابه او ټاکلي دورې وروسته ، نوي مشر وټاکل شی او تېرې څيرې په ټول ځواک د نوي غوره شوي مشرتابه شاته ودريږي ، هر څه به سم شی .
ستا په اننګو کې ګوره زما د وينو سره دی ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم .
که دا اصل عملی شی چې مشرتابه ټولنې ته مسؤل وي او ټولنه پر هر څه واکمنه وي نو ټولنه به په بيړه سره د پرمختګ پړاؤونه ووهي . داسې نه چې مشرتابه توره بلا شی .
د سره غره ټولو درو په يوه اواز دغه سندره غبرګه کړه :
زمونږ د پا کې خاورې دښمنان دې مرده باد وي
وطن دې زنده بادوي ، وطن دې زنده باد وي
سور غر ۱
د زابل ولايت مرکز قلات سهيل ته د سيورې او شنکی ولسواليو تر منځ ختيځ ، لويديځ لور ته غزيدلی ده ، په لويديځه برخه کې له بآري غره سره يو ځای کيږي ، دا غر بيا د شنکی او اتغر تر منځ لويديځ او ختيځ لور ته غزيدلئ ، ددې ولسوالی د پياوړي جنرال سيدال ناصر د زيږد ټاټوبی دي . د درې واړو ولسواليو اوسيدونکی هوتک دي . د سره غره نوم د بابا هوتک د خپلواکۍ په دې سندره ملی ادب ته ننوت :
په سره غره بل راته نن اور دی وګړيه جوړ را ته پيغور دی
په کلی کور باندې مغل راغی هم په غزنی هم په کابل راغی
نن د سره غره وياړلی نوم زمونږ په تاريخ کې د خپلواکۍ سمبول دی .

ولې په ښځو کې پيغمبر نه پيدا کيږي
څارګري لوبه
خزانو ورونه پرانستل:
احمد باديب يو څه وخت د سعودی عربستان د ښوونې او روزنې د څانګې ښوونکی وو . دده د زده کوونکو په منځ کې يو هم اسامه بن لادن وه ، دوی دواړه له يمن څخه سعودی عربستان ته راغلي وو . په دې وروستيو کې هغه د سعودی عربستان د ټولواکۍ د څارګرۍ د څانګې لوی درستيز ټاکل شوی وو . ده به ويل چې پر اسامه مين يم . باديب د ۱۹۸۰ کال په سر کې د سعودی عربستان د څارګرۍ مشر ترکی الفيصل په ډالرو بار پاکستان ته واستاوه . سعودي عربستان تر سي-آي-اې زيات د پاکستانی څارګرو ملاتړکاوه . باديب له امريکا څخه د لرګی په صندوخانو کې راوړل شوی ۱۸ لکه ډالر په تجارتي الوتکه کې کراچی ته بار کړل . اخترد هغه وخت د پاکستان د نظامی استخباراتو مشر احمد باديب په راولپنډی کې له جمهور رئيس ضياالحق سره يوې غونډې ته بوت .

تدویر سیمینار

نورمحمد غفوری
تدویر سیمینار
در بارۀ «نظام انتخاباتی افغانستان و ضرورت تغیر آن»
نظام انتخاباتی رکن اساسی و محوری نظام های دموکراسی بوده که سایر ارزشهای دموکراتیک در کشور به ماحول آن دور میخورد. انتخابات در کشورهای دموکراتیک تعداد کثیری از نخبه گان سیاسی و کتله های وسیع مردم را به تحرک میآورد. فعالین سیاسی به پست های مختلف انتخابی مانند کرسی های شوراهای محلی، شوراهای ولسوالی ها، شوراهای ناحیوی، شاروالی ها، شوراهای ولایتی، پارلمان و ریاست جمهوری خویشتن را کاندید مینماید و در بین مردم جامعه به فعالیت سیاسی بخاطر جلب آرای شان فعالیت مینمایند. احزاب سیاسی نیز در دوره های انتخابی به فعالیت های سیاسی و اقناعی خویش شدت میدهد و جلسات اعضای خویش و محافل مردمی را به انواع مختلف سازماندهی مینماید. این فعالیتهای فعالین سیاسی و احزاب برای بدست آوردن آرای مردم، تحرک قوی را در بین مردم ایجاد نموده، باعث بیداری، علاقمندی و آگاهی سیاسی افراد جامعه گردیده و در تشکل ارادۀ عمومی ملی نقش بسزای را بازی مینماید. اهمیت انتخابات از این هم هویدا میگردد که در مورد آن هزارها عنوان مقالات و صدها جلد کتابهای تحقیقاتی، تحلیلی علمی و معلوماتی به رشتۀ تحریر درآمده است.
در دنیای امروزی صد ها نوع نظامهای انتخاباتی وجود دار که یکی از آن هم نظام انتخاباتی جوان کشور ما میباشد. این نظام انتخاباتی جوان علی الرغم اساسات دموکراتیک دارای خلاها، کمبودیها و نواقص زیاد میباشد که تغیر و تکمیل آن بخاطر نهادینه شدن و رشد دموکراسی جوان افغانستان ضروری پنداشته میشود.
حزب ملی ترقی وطن، بخاطر توضیح نظام موجود انتخاباتی افغانستان ـ محتوی قانون اساسی، نقش نحوۀ تعین حوزه های انتخاباتی، نوعیت و شیوه های رای دهی، نظارت بر پروسۀ رای دهی و غیره اجزای آن و همچنین ضرورت تغیرسیستم موجود انتخاباتی کشورسیمینار را بتاریخ 3/12/1391 مطابق با 21 فبرواری سال 2013 تحت عنوان «نظام انتخاباتی افغانستان و ضرورت تغیر آن» دایر نمود. در این سیمینار که اعضای شورای اجرائیه، اعضای شورای مرکزی و اعضای حزب ملی ترقی وطن یکجا با فعالین مستقل سیاسی و اجتماعی در شهر کابل اشتراک نموده بودند، مورد علاقۀ همۀ اشتراک کنندگان واقع گردید و خواهان ادامۀ چنین سیمینار ها به مقیاس های بزرگ شدند. سیمینار از ساعت نه بجه قبل از ظهر الی دوازده بجه دوام داشت. موضوعات این سیمینار که از طرف کمیسیون تبلیغ و فرهنگ حزب ملی ترقی وطن سازماندهی شده بود، توسط محترم معاون سرمحقق عبدالصمد عزیزی، استاد اسبق پوهنتون کابل، عضو اکادمی علوم افغانستان و عضو شورای اجرائیۀ حزب ملی ترقی وطن تهیه و به حاضرین پیشکش گردید.

په امريکا او کاناډا کې د وطن د ترقی ملی ګوند د شورا له خوا

دوطن دترقی ملي ګوند

دامریکا او کاناډاشورأ

په متحده ایالاتواوکاناډا کي میشت دوطن دترقی ملي ګوند ټولو غړيوته دګوند داجرائیه شورأ-26-11-1391تاریخ پریکړه لیک چي داعلاميي په شکل را ليږل سوی وو را ورسیدی. ټولو په یوه خوله ستاسي د دغه مثبت ګام څخه ( دوطن دترقی د ملي حزب  سره دافغانستان دخلګو دترقی سازمان ) یوځاي والي نه داچي یوازي زموږ دتائید وړوګرځیدئ بلکي موږ دغه عمل نیک ،غښتلي ،دوخت اوزمان  سره برابراقدام ګڼو.پد همدې توګه موږدپخواني (دخلګو دترقي دسازمان)  له مشرتابه او وطنپالونکو غړو څخه چي دوطن دترقی ملي  حزب يې دخپلوارزوګانو دپوره کولو له پاره غوره مننه کوو. مونږ ددی دوستانو سره یوځایوالۍ ته هرکلی وایوو.

ملګرو ! دوطن دترقی ملي ګوند سره ستاسي یووالي دا ثابته کړه چي د افغا ن طنپالونکو ځوانانو دهیلو دپوره کیدو ځای همدا حزب دئ. ځکه چي داحزب علاوه پرزیاتونوروښیګڼوچي لريې دا په افغانستان کي یوازنی اولمړنی حزب دئ چي دخپل حزب د مشرتابه دپاره يې په اساسنامه کي معین وخت قید سویدئ. دګوند دپاره دیوه شخص همیشه ،دوامداره او ابدي مشرتوب چي  دسلطنت مفهوم يې لاره ، هغه مردود ګڼل سویدئ.دګوندسره ستاسوځوانانو یوځایوالي موږ نوره امید واره کوي چي نورځوان کدرونوبه هم دغه  ستاسي لاره تعقیب کړي،داحزب ستاسي دئ اوزموږهیله همداده چي ګوند یوه ځوانه ، ایمانداره ،صادقه ،فعاله،په نوې عصري  تفکر اوتیکنالوژی سمباله رهبري ولري. زموږدګوندي مشرتابه دې اقدام ثابته کړل چي زموږ اوسني ګوندي مشرتابه په کامله  توګه ددې چوګه ده چي ځوان کدرونه جلب کړی اوهغه وړتياوې پکې وروزی چې کرار کرار زموږ دګوند او بلأخیره دټولني په تجریبه لرونکو او با تدبيره  مشرانو واوړي . مونږ باور لرو چې زمونږ ګوند به د افغانی ټولنې د عينی اړتياؤ په نظر کې نيولو سره د خپلو ټاکل شوو موخو سره سم د ټول افغان ولس د يووالی او اتحاد په لور کې لا اوچت ګامونه پورته کړي . مونږ پوهيږو چې زمونږ د ولس په مخکې دپرتوستونزو حل زمونږ د ټولوخلکو له خلل نه منونکی او  اوسپنيز يووالی پرته امکان نه لري . مونږ د خپل ګوند د عاقلانه سياستونو په رڼا کې د هېواد په ټولو وطنپالونکو ، سوله دوستو او عدالت غوښتونکو ګوندونو ، سازمانونو ، سياسی کړيو ، مدنی ټولنو،علمی او سياسی شخصيتونو غږ کوو چې دهېواد د برخليک  ، د خونړيو تپل شوو جګړو د پای ته رسيدو او د روان بحران او کړکيچ څخه د هيواد او هيوادوالو د خلاصون ، سولې او عدالت په خااطر بېلې ځنډه زمونږ د ګوند بلنو ته هرکلی ووايي او د خپل هېواد او ولس پر وړاندې خپل ايمانی او وجدانی ، وطني او ملی دين اجرا کړي .

په پای کې يو څل بيا د وطن د ترقی ملی ګوند مشرتابه هيأت او ددې ګوند ټولوغړو او همدارنګه د هېواد ټولو وطنپالونکو ته ددې ستر بري او زيري ورکوونکی ګام له امله د زړه له کومې مبارکی وړاندې کوو . 2013،03،08

مخ پر وړاندې د ټول افغان ولس د نه ماتيدونکی سراسری او ملی يووالی په لور!

په امریکا اوکاناډا کې دوطن د ترقی ملی ګوند دشورأ مشرتابه.