افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ د خواشینۍ پيغام

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۹ کال د ثور ۲۴ مه

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرتیا تر لاسه کړه چې د هېواد وتلي فرهنګي او سیاسي څيره مرحوم علي ګل پيوند د ورپيښې ناروغۍ له امله له فانې نړۍ سره وداع کړي ده.

انا لله و انا الیه راجعون

روح یي ښاد اوسه!

ارواښاد علي ګل پيوند د افغانستان د خلکو داسې څيره وه چې د هغه د شعرونو انګازو د افغانانو د ویښتابه لوي خوځښتونه په حرکت راوستې، هغوي ته یي روح او د فعالیت ځواک بښلی. د هېوادوالو زیاتې مظاهري او اعتصابونه د مرحوم پيوند په شعرونو په جوش راغلې او تر اوسه هم د هغه د نسل هر مبارز او سیاسي فعال په غوږ کې د مرحوم د شعرونو د انګازو شور غلی شوی نه دی.

د ګوندي او دولتي مهمو او وتلې رسنیو د کار او خپراوي په مدیریت کې خداي بښلې پيوند جوړونکې برخه درلودله. ښه سیاستوال او د ژوند په ټولو ډګرونو کې د معتدل سیاست او نرمښت پلوي ؤ . فرهنګي فعالیتونه یي د مسلک او د خلکو د بیدارۍ په روحیه کول او په دې اړوند یي کومه اقتصادي موخه نه لرله. د خپلو ازادۍ خوښوونکو نظریو له امله زیاته موده زندانې شو . د ترهګرو د غلچکیو بریدونو او ګواښونو له وجې وطن پریښودو ته اړ شو او په جلاوطنۍ کې یي هم د وطن په مینه لیکل کول او شعر یي ویلو .

ناځوانه مرګې له وخت څخه مخکې له موږ بیل کړو . روح یي ښاد اوسه.

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د مرحوم علي ګل پيوند مړینه د افغانستان د فرهنګ او سیاست ډګرونو ته ستره ضایعه بولي او ارواښاد ته له لوي خداي پاک څخه د جنت او د هغه د کورنۍ غړو ته د زړه صبر او عوض غوښتنه کوي.

ګوند او د هغه غړي به د ارواښاد پيوند خدمتونه او یاد هیر نه کړي!

عبدالحی مالک

  د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

Comments are closed.