دافغانستان ملي پرمختک ګوند دهوکړه لیک متن

پيشنهادي طرحه:1

دافغانستان ملي پرمختک ګوند دهوکړه لیک متن

       زمونږ هیواد د لرغوني تاریخ، حساس سیاسي او اقتصادي ستراتيژیک موقعیت په لرلو سره تل د سیمې اونړۍ د زبرځواکونو د زیاتې پاملرنې وړګرځیدلی دی. له دې کبله د دې خاورې اوسیدونکي د بهرینو نظامي یرغلونو په وړاندې دخپل ټاټوبي کلکې دفاع ته اړ اېستل شوي دي او هرډول بهرنى پوځي حضور او تیری په کلکه غندل شوی او دفاع شوی دی. د بهرنۍ لاسوهنې، اوږدمهاله وروسته پاتېوالي د له منځه وړلو او خلکو ته د ډيموکراټیکو ازادیو د حاصلولو په موخه دا هېواد او د هغې تپانده زړه کابل، تل د ملي ازادي بخښونکو غورځنګونو لکه د ویښ زلمیانو، ډيموکراټیک خلق او نورو وطنپالو ،  ټولنیزو سیاسي خوځښتونو د زانګو په ټوګه څرګند شوی دی۔

    دپخوانۍ سړې جګړې او اوسنۍ نیابتي جګړې په را منځ ته کېدو سره ډېرئ دا غورځنګونه په تیره بیا د ډيموکراټیک خلق جنبش پلوي ړون اندي په ځانګړې توګه خلکیان پاشل کېدو، هېواد پرېښودو ته اړشول .

     له نیکه مرغه د پورته یاد شوو روڼ اندو د پرله پسي هلوځلو له امله دهېواد د ډیموکراټیک او وطنپالونکي غورځنګ د خوندي ساتلو په موخه په بېلابېلو نومونو د یوشمېر هېوادنیو سیاسی ګوندونو او سازمانونو د بیا تشکل لړۍ پیل شوه او په افغانستان کې د اوسني دولت د رامنځ ته کېدو په موخه ، په یوه ډيموکراټیک او وطنپالونکي سیاسي سراسري ګوند او یا جبهه کې د دغو روڼ اندو د را منځته شويو جوړښتونو، سیاسی بنسټونو، ګروپونو او خپلواکو شخصیتونو د را ټولېدلو له پاره عملي هڅو سرعت وموند . دغه حالت په ټوله کې په تیره بیا د خلکي پرګنو په ټولو سیاسي نهادونو، ګروپونو او خپلواکو شخصیتونو دا اغیز وښیندلو چی د یوه سراسري، پراخ بنسټه، دموکراتیک او وطنپالونکي ګوند له شتون پرته نه شي کیدلی د افغانستان روان ناورین ته چې د بهرنيو لاسوهنو او استخباراتي لوبو مستقیمه پایله ده، د حل سیخه او عادلانه لار پیداشي، هېواد ته سوله راستنه شي، د بیا ابادۍ بهیر پیل شي، د فساد او مافیایی کړیو په قابو کولو کې برلاسي حاصله شي او دهېواد وسله وال ځواکونه تردي کچې پیاوړي شي چې د هیواد د خلکو ډاډمن امنیت او هوساینه تامین کړي۔

        موږ په هېواد کې د بهرنیانو له هرډول نظامي حضورسره مخالف یو، خو په افغانستان کې د روانې نباتي جګړې د پای ته رسولو، د سراسري سولې د رامنځته کېدو؛ د وطن د سیاسي، اقتصادي او پوځي بنیادونو تر پیاوړي کېدلو چی دهېواد خپلواکي تضمین کړی شي، د نړېوالي ټولنې بې قید او شرطه مرستو ته اړتیا لرو. له دې کبله موږ خلکي مخینه لرونکي ډيموکراسی پلوو سیاسي ګوندونو او سازمانونو عزم کړی چې دپورتنیو او ځینې نورو ملي وطنپالونکو موخو د پلی کولو په خاطر په خپلوکې بریالى، سیاسي او سازماني یووالى پیل کړو او د ملي فکټور په ټوګه، پراخ ډيموکراټیک او وطنپالونکی ګوند چې د ډیموکراټیکې برنامې، اساسنامې، د تشکیلاتی وحدت میکانیزم او د ګوند دسیاسي پالیسۍ درلودونکې وي جوړ کړو.

        موږ له ټولو ګوندیانو څخه چې د داسې یوې سترې موخې پلوي دي غواړو، څو د تېرو ترخو او زړه بوږنوونکو حوادثو له یادولو تېرشي، په یو بل باندې د باورکولو له لارې مطرح هدف، پراخ سراسري ګوند جوړولوته چې خلکي ډيموکراټې پرګنې سره یوځاى کړي،ځانونه ورسوي. د وحدت پلوه سیاسي ګوندونو او سازمانونو او د کابل د بې پرې شورا استازي په مقدماتي ډول د راتلونکي واحد ګوند د اسنادو په مسؤده لکه: مرامنامه، اساسنامه، د ګوند پالیسۍ ،اساسي کرښو او د تشکیلاتي یووالي پر میکانیزم موافقې ته رسېدلي وو، چې نهایي کېدل یې د راتلونکي ګوند د کنګرې او یا سراسري کنفرانس دنده ده. یواځې د وحدت د اعلامیې د متن په اړوند ځینې ملاحظات شته چې هغه هم د ټولو وحدت پلوو ګوندونو په مسؤلانه دریځ نیولو سره حل لاره مومي . د یووالي د بهیر د پیل اعلامیه او د یووالي د بهیر د وړاندې بیولو کار د موقت لارښوونکي ارګان (د وحدت سیاسی کمیته) بشپړوي.

        په درناوي

            دافغانستان د ملي پرمختګ ګوند

                          دارالانشأ

 

Comments are closed.