وحدت پلوه گوندونو ، سازمانونو او خپلواکو ملګرو سره د یووالي په کاري بهیر کې د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د کړنو او تجربو په هکله

د وحدت پلوه گوندونو ، سازمانونو او خپلواکو ملګرو سره د یووالي په

کاري بهیر کې د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د کړنو او تجربو په هکله :

 

د ملي ګوند او یا هم د وطن د ترقۍ ملي ګوند په بڼو د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د هېواد د هغو سیاسي ګوندونو ، سازمانونو او خپلواکو ملګرو سره چې ورته فکري او تشکیلاتې موخې درلودلې د جبهو او یووالي د جوړولو یو لړ مهم فعالیتونه او تجربې کړي دي . له دي جملي یو شمیر فعالیتونه او تجربې ویاړمنې او ځینې یې خواشینونکې وي . د جبهې جوړولو او یووالي کولو په بهیر کې موږ زده کړل چې که د ګوندونو او سازمانونو تر منځ د برنامي ، اساسنامي او د ګوندي پالیسۍ د کرښو د مهمو سندونو په مسودو چې بیا وروسته د ګوندي لوي غونډي یا کنګري له خوا تصویب کیږي ، موافقه وشي د ګوندي کار او فعالیت راتلونکې کې سونزي لږوي او یا یې بیخي له منځه وړي . په همدي روحیه کله چې د حزب مردم سره د یووالي په بهیر کې له ګوندي فکري او تشکیلاتې موخو انحراف پیل شو ، زموږ د ګوند مشرتابه او غړو د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند جوړولو ته ودانګل او د خواشینونکو ضایعاتو د جبرانولو په خاطر مو د وحدت پلوي هغو ګوندونو ، سازمانونو او خپلواکو ملګرو سره د یووالي پیل شوي بهیر تعقیب کړ چې د خلکو د کور په دریواړو خونو کې ورته کار او فعالیت کېدلو او لا دمخه موږ ورسره مشورې او خبرې اترې درلودلي . هغه لمړنی غونډه چې په هغې کې وحدت پلوه ګوندونو ( د محترم شهنواز تڼې په مشرۍ د سولي غورځنګ ، د محترم عبدالرحیم سالارزي په مشرۍ د ملي یووالي ګوند ، د محترم شیرګل اوستا په مشرۍ د خلکو انقلابي ګوند او د محترم عبدالحې مالک په مشرۍ د ملي پرمختګ ګوند ) برخه اخستې وه ډیره امید بخښونکې وه . په دې غونډه کې د هر ګوند مشر د یووالي اړوند د خپل ګوند د موضع د روښانه کولو او په دې برخه کې د مخته پرتو ستونزو د ایسته کولو په هکله جوړونکې خبري درلودلي . په دویمه غونډه کې د یاد شوي څلورو ګوندونو د مشرانو د حضور تر څنګ د محترم عبدالله سرحدي په مشرۍ د کابل بې پري شورا هم برخه اخستې وه . په غونډه کې د بې پري شورا له خوا د ګوندونو تر منځ د هوکړه لیک د مسودي متن وړاندي شو او په څنګ کې د محترم عبدالرحیم سالارزي له خوا د هوکړه لیک د مسودي یو بل متن هم په ۶ کاپیو کې د غونډي برخه والو ته وویشل شو چې په مقابل کې محترم عبدالحې مالک وړاندیز وکړ چې لمړی باید د ګوند د برنامي ، اساسنامي او ګوندي پالیسۍ د کرښو په مسودو توافق وشي او بیا په عامه توګه د یوه داسې هوکړه لیک مسوده وړاندي شي چې د راتلونکې واحد ګوند د اسنادو د مسودو سره په ټکر کې واقع نه شي او له ټولو هغو ټکو څخه پاک متن ولري چې د ګوندونو تر منځ د اختلافونو د زیږیدو لامل کیږي . که څه هم چې دا وړاندیز د محترم شهنواز تڼې له خوا استقبال شو ، خو بیا هم زموږ او د کابل د بي پري شورا په غیاب کې هماغه متن چې د سالارزي صاحب له خوا وړاندي شوی ؤ ، د اختلاف وړ ټکو د شتون سره سره د سولي غورځنګ او د ملي یووالي د ګوندونو د مشرانو له خوا لاسلیک شو . زموږ ، د کابل د بې پري شورا او د خلکو کور په خونو کې د فعالو ملګرو د غبرګون ښودنې له امله د لاسلیک شوي هوکړه لیک په پلي کولو عمل ونه شو . د وحدت پلوه کوندونو ، سازمانونو او خپلواکو ملګرو د هڅو په ترځ کې د کابل د بې پري شورا په مشرۍ د ۴ ګوندونو او دوه سازمانونو واک لرونکو استازو د ګوندي اسنادو د توحید او سمون د کمیسیون له نامه د ګوند د برنامي ، اساسنامي او د پالیسۍ د کرښو په مسودو کښلو پیل وشو او په بري سره د جوړ شوي کمیسیون له خوا د کوندي اسنادو مسودي چې د ۳ ګوندونو او ۲ سازمانونو د استازو او مشرتابه او د کابل د بې پري شورا توافق پري حاصل شوی ؤ ، تیاري شوي . زموږ ګوند د وحدت پلوه ګوندونو ، سازمانونو او خپلواکو ملګرو د یووالي په پیل شوي بهیر کې د ګوندي اسنادو د مسودو کښل او تر یوي کچې پر هغې توافق کول د یووالي په لور مهم ګام بولي او له هغې ملاتړ کوي . د ملي پرمختګ ګوند په غوښتنه او د سولي غورځنګ په موافقه د کابل د بې پري شورا په منځګړتوب د درییم ځل له پاره د یوه لنډ هوکړه لیک د مسودي تیارولو هلې ځلې پیل شوي ، بې پري شورا د یوه هوکړه لیک مسوده وکښله ، خو محترم مالک وړاندیز وکړ چې که هوکړه لیک او میکانیزم سره جلا شي ، دې پیشنهاد ته له ځواب ویلو دمخه ، محترم شهنواز تڼې د هوکړه لیک یوه بله داسې مسوده غونډي ته واچوله چې په ۵ مخونو کې یي د هوکړه لیک ، فکري کرښو او میکانیزم یو ترکیب څرګندولو او ډیرئ داسې ټکې یي درلودل چې د ملي پرمختګ ګوند مشرتابه او غړو پري موافقه نه شوه کولئ ، خو محترم عبدالرحیم سالارزي وار دمخه د وړاندي شوي مسودي څخه د ملاتړ څرګندونه وکړه . خو په دې مسوده کې د ګوند د تیر تاریخ د اختلاف وړ ټکې ، د لیکنې سیاسي ادبیات او اصطلاحات او د هوکړه لیک له چوکاټ څخه بهر د یو شمیر اضافې توکو ځایول له ورایه ښکاریدل . د دې مسودي په کتلو د ملي پرمختګ ګوند مشرتابه د یوه بدیل هوکړه لیک مسوده چې د یو لړ تیریدنو په روحیه برابره شوي وه په دري واړو خونو کې خپره کړله او هم یې وړاندیز وکړ چې ، د وحدت پلوي ګوندونو او سازمانونو د استازو څخه جوړ د اسنادو د توحید او سمون کمیسیون دي ، د ګوندونو او بې پري شورا له خوا د لیکل شوي ټولو هوکړه لیکونو د مسودو د کتلو په ترځ کې د هوکړه لیک یوه داسې مسوده وکاږي چې ټولو خواؤ ته د منلو وړ وي . په خواشینۍ سره باید ووایو چې زموږ د وړاندیز په هکله نورو ګوندونو او سازمانونو لا تر اوسه کوم ځانګړۍ غبرګون نه دی ښودلی .

په دې وروستیو وختونو کې د خپلواکو خلکیانو په پته د یوه هوکړه لیک مسوده د خلکو کور په خونو کې خپره شوي ده . که څه هم چې په کښل شوي مسوده کې د اختلاف وړ یو شمیر ټکې شته ، خو موږ وړاندیز کوو چې هغه هم د نورو هوکړه لیکونو د مسودو سره یو ځاي د اسنادو د توحید او سمون کمیسیون له خوا وکتل شي او د هوکړه لیک د واحدي مسودي د متن په تیارولو کې د هغې له مواردو څخه زیاته استفاده وشي او د خپلواکو خلکیانو یو یا دوه تنو ته د نوموړي کمیسیون په غړیتوب کې د منل کېدو زمینه برابره شي .

په دي ورستیو ورځو کې د خلکو د کور په خونو کې سوالونو ته د ځواب ویلو په بحثونو کې د یو شمیر مشرانو په تیره بیا د محترم عبدالرحیم سالارزي څرګندونو تر یوي کچې امېدواري رامنځته کړي ، یانې د هغه په لارښوونه ځینې ټکې چې فهرست یي د خلکو کور د خونو په ارشیف کې شته او زموږ له نظره د تیر تاریخ اختلاف زیږونکې برخه جوړوي د هوکړه لیک یا نورو اسنادو د مسودو څخه لیري کړل شوي . د ملي پرمختګ ګوند مشران دا ګام پورته کول ستایي او وړاندیز کوي چې د کابل بې پري شورا دي د ځنډ پرته د اسنادو د توحید او سمون کمیسیون د یوه نوي هوکړه لیک مسودي جوړولو ته وهڅوي او پر هغې دي د ګوندونو ، سازمانونو د مشرانو تائید واخلي . که د ګوندونو ، سازمانونو او خپلواکو ملګرو تر منځ داسې یوه موافقه وشي ، لیري نه ده چې ډیر ژر به موږ ټول د وحدت پلوه ګوندونو ، سازمانونو او خپلواکو ملګرو د یووالي او سرترسري ګوند د جوړولو شاهدان ؤ .

د پورتنیو اندونو په وړاندي کولو سره غواړو د وحدت پلوه ګوندونو ، سازمانونو ، خپلواکو ملګرو او د خلکو کور د خونو قدرمنو ګډون کوونکو ته عرض کړو چې زموږ ګوند او ملګرو د جبهې جوړولو ، ګوندي یووالي ته د تللو او د حزب مردم له خوا د فکري او تشکیلاتې انحراف د تحمیل کېدو له وجې د واټن نیولو په بهیر کې زیاتې هلې ځلې کړي او د لېدو وړ ضایعات لېدلې دي . خو د ګوندي سیاسي کار له یوه بهیر څخه بل بهیر ته د ننوتلو په پړاونو کې د طبیعي ځنډ پيښېدو له امله د خلکو کور په دري واړو خونو کې زموږ مشران او کدرونه د یو شمیر ملګرو د باور نه کوونکو خبرو ، کنایو او لیکنو سره مخامخ شول . خو موږ د پیاوړي استدلال ، ژبې او قلم په درلودلو سره سره ونه غوښتل چې د خلکیانو تر منځ د یووالي نوي پیل شوي بهیر ، په لمړیو شیبو کې په غیر ضروري بحثونو له ستونزو او ګواښونو سره مخامخ کړو . موږ د یووالي په هیله پر ځانونو د یووالي ضد تورونه او ټاپې وزغملي او د یووالي له پاره مو د مذاکراتو پر دوام او وروستۍ موخې ته د رسیدو تر بریده ، د بهیر په غزیدو ټینګار وکړ . موږ باور لرو چې په ستونزو د بري لار د تهمتونو او تورونو تر باران لاندي تیریږي ، خو یو ځل بیا د یووالي د حیاتې اهمیت په نظر کې نیولو او د خپل ملي او وطنی مسؤلیت او رسالت په درک سره ، په دې وسیله په ټولو دوستانو او ملګرو غږ کوو ، چې د یووالي له پاره د نفې کوونکو او کنایه امیزه خبرو پر ځاي ، جوړونکو بحثونو ته لار پرانیزي .

جبهو او وحدتونو ته د تللو په برخه کې زموږ د ګوند او ملګرو کړنې او تجربې موږ ته ارزښت لري . موږ په دې اړوند د نورو وحدت پلوي ګوندونو او د هغوي د غړو تجربو ته د قدر په سترګه ګورو او د وحدت پلوه ګوندونو ، سازمانونو او خپلواکو ملګرو د پیل کړي یووالي بهیر ته د پورتنیو څرګندونو په چوکاټ کې د امیدوارۍ په سترګه ګورو .

همدارنګه د خلکو کور په دري واړو خونو کې د شته ملګرو د خبرتیا په موخه عرض کوو چې د یووالي بهیر د شاته پاتیدو لامل زموږ ګوند او ملګري نه دي ، ځکه تر دي دمه د وحدت پلوه ګوندونو ، سازمانونو او خپلواکو ملګرو د یووالي په برخه کې موږ تر هر چا مشخص او عملي چلند کړی او هر ډول یووالي ته چې په افغانستان کې هېوادنی  او ډموکراټیک غورځنګ یو موټی او پیاوړی کړي ، معاصري ډموکراسۍ ته وده ورکړي ، ژمن پاتې کیږو او لاندي وړاندیزونه کوو :

ــ د خلکو کور دري واړو خونو د فعال ساتلو په برخه کې د اډمین ملګرو کار او فعالیت ستایو او له هغوي سره د اړتیا تر وخته د خونو په فعال ساتلو کې د مرستې ژمنه کوو او په خونو کې له شته ملګرو څخه ارزو لرو چې د هغه لیکنو او کمنتونو څخه ډډه وکړي چې د یووالي په روان بهیر ، وحدت پلوي ګوندونه ، سازمانونه او خپلواک ملګري بې باوره کوي .

ــ له وحدت پلوي ګوندونو ، سازمانونو او خپلواک ملګرو په درناوي غوښتنه کوو چې د اسنادو د توحید او سمون په کمیسیون کې د خپلو استازو له لاري د کابل د بې پري شورا تر څارنې لاندي د راتلونکې واحد ګوند د مرامنامي ، اساسنامي او پالیسۍ د کرښو د مسودو د کښلو په څیر د ټولو هوکړه لیکونو د مسودو له منځه د یوه واحد هوکړه لیک داسې مسوده وکاږي چې مشران یې تائید کړي او ټولو خواؤ ته د منلو وړ وي .

ــ د اسنادو د توحید او سمون کمیسیون دي د کابل د بې پري شورا تر څارنې لاندي ، د وحدت پلوه ګوندونو ، سازمانونو او خپلواکو ملکرو تر منځ د یووالي بهیر د عملي کار  پیل کولو میکانیزم طرح برابره کړي .

ــ د یووالي د میکانیزم له مخې د یووالي بهیر په پلې کېدو دې عملي کار پیل شي .

په درناوي

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا

 

 

 

Comments are closed.