د افغانستان د خلکو ترقی ملی متحد گوند د ننگرهار ولایت ولایتی شورا علامیه ‌1396/3/15

که د هیواد ستونزو او مشکلاتو ته ښه زیر شو گورو چی د ورځی په تیریدو سره زمونږ امنیتی وضعه د خرابیدو په حال کی دی بی گناه هیوادوال مو شهیدان او ټپیان کیږی.اداری مالی فرهنگی او سیاسی فساد خپل اوج ته رسیدلی. دقانون حاکمیت نشته او نه پلی کیږی د بشر حقوق په خاصه توگه د ښځو حقوق تر پښو لاندی کیږی. روابط د ضوابطو ځای نیولی دی دولت د زور واکانو په انحصار کی دی زیاتره ځوانان مو د کار موندنی او امنیتی وضعی له کبله بهرنیو هیوادونو ته په قاچاقی توگه روان دی.چی یو زیات تعداد یی په لارو کی د مشکلاتو او مړینی سره مخامخ کیږی.
د دغو ټولو ستونزو او ناخوالو د لمنځه وړلو لپاره سیاسی،اصولی او فعاله مبارزه ضرور ده او هغه هم د یووالی،اعتماد او باور په درلودلو سره بریالیتوب ته رسیدلی شی
د ننگرهار ولایت خلک او گوندی سازمان د تاریخ په اوږدو کی له ځانه میړانه او صداقت ښودلی او خپل د شرف بیرغ یی لوړ ساتلی نور مونږ نه غواړو چی د سیاسی تجارت قربانیان شو د ننگرهار ولایت د ولایتی شورا اجرایه بیرو وروسته د زیاتو خبرو او بحثونو څخه لاندی اعلامیه صادروی:
۱:زمونږ گوندی سازمان د جوزا د میاشتی ۶ نیټه مصوبه چی په ۱۳۹۵ کال کی د دواړو اجرایه بیرو گانو لخوا تصویب شوی وو او د ننگرهار ولایتی سازمان په 1395/8/8 کال خپل د فعالینو غونډه کی چی ۲۰۴ تنو پکی برخه درلوده تاٸید کړی او اوس هم د هغی فیصلی ملاتړ کوی
۲:اته میاشتی کیږی چی زمونږ د ولایتی شورا سازمان واحده رهبری،واحد دفتر،مشترک حق العضویتونه او اعانی ټولی کړی او منظمی غونډی او جلسی د ملگرتیا په روحیه روانی دی هر هغه څوک چی د یووالی او اتحاد طرفدار وی رمونږ د سترگو تور دی او هغه کسان چی په یووالی کی خنډ او ځنډ راولی او د یووالی مخالف وی مونږ یی نه منو او ورسره نه ځو
۳:مونږ د اوصولو طرفدار یو مصلحتی تصامیم په موجوده حالاتو کی نه منو کنگری ته په مساویانه توگه ۵۰جمع ۵۰ فیصد د اساس نامی مخالف دی او صلیقوی شکل ځانته نیسی د راتلونکی لپاره په ضرر تمامیږی مونږ د خپل مرام مطابق محوری مبارزه کوو تشکیلاتی ادغام صورت نیولی باید کنگری ته منتخب استازﻱ وټاکو
۴:زمونږ سازمان د گوند د اساس نامی په ړنا کی د کنگری د دایریدو غوښتونکی دی د افغانستان د خلکو ترقی ملی متحد گوند اجرایه شورا دی پدی برخه کی زیاته توجو وکړی
۵:د گوند د لوړو مقاماتو څخه غوښتونکی یو چی خپلی اړیکی د نورو سیاسی گوندونو او مدنی ټولنو سره ښه وساتی د یووالی او اتحاد لپاره نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی په درنښت

حاجی غلام فاروق دهقانزاده د ننگرهار د گوندی ولایتی شورا مسٸول
اختر محمد خان د ننگرهار د گوندی دولایتی شورا مرستیال.

Comments are closed.