د افغانستان د خلکو دترقی ملی متحدګوند د کندهار ولایتی شورا غونډه

دافغانستان دخلکو دترقی ملی متحد ګوند محترم مقام ته!

د افغانستان د خلکو دترقی ملی متحدګوند د کندهار ولایتی شورا غونډه

نیټه:۱۹ – جوزا- ۱۳۹۶

دافغانستان دخلکو دترقی ملی متحدګوند د کندهار  دولایتی شورا اجرائیه بیرو په خپله نوبتی غونډه کی دافغانستان دخلکو دترقی ملی متحدګوند در دارالانشاء ۹/۳/۱۳۹۶ نیټی د غونډی جریان قرائت کړ اوفیصله ئی وکړه چه په۱۹/۳/۱۳۹۶ نیټه د جمعی په ورځ دی دولایتی شورا اوشهری شورا غړی او دیو شمیر ګوندی فعالینو سره راټول د ګوند دمرکزی شورا د دارالانشا‌ء ۹/۳/۱۳۹ نیټی دغوڼدی جریان دی سره قرائت او توضیح کړل شی.

نوموړی غونډه دایره دغونډی اجندا قرائت شول.

اجندا: د دارالانشاء ۹/۳/۱۳۹۶ نیټی د غونډی جریا ن قرائت او په هغه خبری.

  • د ګوند د دارالانشاء ۹/۳/۱۳۹۶ نیټی د غونډی جریان ټکی په ټکی ملګړو ته قرائت شول او اکثریت ملګرو خپل نظرونه بیان کړل.

د کندهار د ګوندی غړو فعالینو غونډه فیصله کوي:

  • موږ د ګوندی فعالینو د غونډی ګډون کوونکی دهمنظره ګروپو،دلو او ګوندو سره د ګوندی یووالی جدی طرفداره یو،ولی د یووالی لپاره باید د اساس نامی اوبرنامی بر بنست ګوندی اصول ولرو،داصولو څخه تیریدل او په مصلحتو اوښتل ګوند په بی لاری روانوی او د دیموکراتیکو اصولو پر ضدئی دروی،موږ ئی مخالف یو.
  • دوحدت کنفرانس څخه زیات وخت تیر شویدی د اساس نامی مطابق باید یوکال وروسته ګوندی کنګره دایره شوی وای،داچه ندی دایره سوی مونږ د ګوندی مقامو څخه هیله کوو چه د وخت دضایع کیدو پرته هرڅه ژر د اساس نامی مطابق کنګره دایره سی.
  • په هیواد کی د حوادثو،پیښو او خاصو مسایلو په هکله باید د ګونډ نظر په وخت ،دقیق او جانبداره وی.
  • زمونږ هیله ده چی کندهار ته ګوندی اسناد په پښتو او دری ژبو راولیږل شی او هم په ګوندی ویپ پاڼه (پیام ملی) کی ګوندی اسناد په پښتو او دری ژبه خپاره سی.

 

په درنښت

انجینر عبدالباقی همدرد

دکندهار د ګوندی ولایتی شورا  رئیس

Comments are closed.