د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ م د وږې ( . ) مه

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د هېواد دسولي له هغه بهیر څخه چې نږدې ۹ میاشتې پيل شوی دی ملاتړ کړی او دسولي د وړاندیزونو یوه ټولګه یې هم چې د ګوند نظر څرګندوي ، هېوادوالو او نړیوالو ته وړاندي کړي . ګوند تل د نیابتې جګړي ، بهرنۍ مداخلې او د افغانانو په استازولۍ د ګاونډيو او نورو هېوادونو د رول لوبونې په برخه کې کلک مخالفت کړی .

د ملي ترقۍ ګوند له نظره څه د پاسه څلور لسیزې جګړه د افغانستان په ځمکه ادامه لري او اصلي قربانیان یې هم افغانان دي . له دې امله که د جګړي د بندیدو په موخه هر نوښت او خوځښت رامنځ ته کیږي جنګ زپلې هېوادوال یې باید کوربه توب وکړي ، نه کوم بل هېواد او یا نهاد !

د سولي روان بهیر چې د امریکایې مشرتابه په غوښتنه ځنډيدلی ، له لمړۍ ورځې ناسمه تګلاره خپله کړي وه ، يانې د افغانستان خلکو ، مدني سیاسي ټولنو او حکومت ته په کې ځاي نه ؤ ورکړل شوی ، د خلکو هغو نظریو ته درناوی ونه شو ، کوم چې د مشورتې لوي جرګې د معتبرې مرجع د سټيج څخه له حکومت او نړیوالو سره شریکې شوي وي .

ګوند په خپلو څو اعلامیو کې د سولي بهیر ناسمیو ته ګوته نیغه کړه ، چې ګواکې ګاونډيان د افغانانو په سوله کې خپلې موخې لټوي او سوله ویشي ، طالب او امریکا د شخړي ټولې او عمده خواوي نه دي ، حکومت ، خلک او افغان روڼ اندي کنج ته ټيل وهل کیږي ، د انتخابې او مشروع واکمنۍ پر ځاي موقتې میکانیزمونو رامنځ ته کېدو ته ترجیح ورکول کیږي ، هیڅ خوا د جګړي د بیا نښلولو او تودولو د مخنیوي تضمین نه ورکوي او نور ! خو د سولي بهیر نامشروع مرکچیانو په دې ټولو ناسمیو رابرسیره کولو غوږونه کاڼه کړل .

د سولي بهیر کې هڅه وشوه د نړۍ د ډيرې بې نرخه او ورستې جګړي ، چې زیان لېدونکې یې بې دفاع هېوادوال دي ، بریدګر او مخته بیونکې یوه مهمه خوا ، سیاسي خوځښت او امارتې مالکان تعریف کړي او د افغانستان د خلکو په زړونو کې ورته د اوسنیو ستونزو څخه د نجات د یو ډاډمن بدیل تمه راوټوکوي . خو وروستیو پيښو ثابته کړه چې د بل په اشاره د لوبیدونکو جګړه مارو او د هغوي بهرنې ملاتړو څخه ،  د بریدونو د بندولو او سولي ته د صادق پاتې کېدلو غوښتنه ، د تړلو دروازو تر شا د شخړي د اصلي خواؤ د نه شتون په صورت کې معامله ، د یخ پر سر لیکل دي او بس .

افغانان اوس هغه سوله نه غواړي چې د تیر په څير یې په بدل کې ټول ارزښتونه ضایع شي ، واکمنان یې د معاصر نړۍ لید څخه بې برخې وي ، په ملي مقیاس او د نړیوالو اړیکو په ټينګولوکې د مدنې اړتیا پر ځاي په ناپيژانده ایدیولوژيکو چلندونو تکیه ولګوي او د خپل هېواد د ملي ګټو د خوندي ساتلو پر ځاي د اجنبې ګټو خوندي کولو ته ژمنتیا ولري .

له دې کبله د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ، يو وارې بیا د تیرو وړاندیزونو په تعقیب له نړیوالي ټولني ، د ملګرو ملتونو له سازمان ، له خیر غوښتونکې بشریت څخه په پوره درناوي کلکه غوښتنه کوي چې :

  • د امریکا په متحده ایالاتو ، اروپایې ټولني ، ګاونډيانو او نورو اغیز لرونکو هېوادونو زور واچوي چې له ټولو معقولو لارو چارو څخه په استفاده د افغانستان جګړي ته د پاي ټکی کیږدي .
  •  تپل شوي جګړه په افغانانو نښتې نو ځکه سوله به هم هېوادوال کوي . هغه سوله چې جګړه زپلې وطنوال ، د هغوي مدني سیاسي ټولني او حکومت په کې د یو عمده لورې په توګه شریک او ونه پوښتل شي با عزته سوله نه ده . وړاندیز کوو چې له دې وروسته د سولي په هره هڅه کې لمړی د افغانستان د خلکو ، مدني سیاسي ټولنو او حکومت رایه واخستل شي او بیا د وسله والو مخالفینو او د هغوي له ملاتړو سره د سولي بهیر پيل شي .
  • اجازه ورنه کړل شي چې ګاونډيان او ځينې زبر ځواکونه د افغانستان له سولي په سؤ استفادي ، افغانان په خپلو کې یو پر بل بې باوره کړي ، ملي يووالی لا نور زیانمن کاندي ، له زوره لویدلي زور واکان او جنګسالاران په واک کې د ورګډولو په موخه په شا وټپوي او د روان ناورین ابعاد تر دې زیات وغزوي .
  • د حکومت هغه برخه چې د مشورتې لوي جرګې مشورو پلې کولو ته ژمنه ده او هر وخت یې د باعزته سولي په تطبیق ټينګار کړی ، فرصت لري چې اوس د قطر خبرو د ځنډيدو نه وروسته ژر تر ژره د سولي بهیر په هغه نظریه او میکانیزم مشخص کار وکړي چې د هغې په پایله کې د افغانانو په قسمت کې د باعزته سولي د راتلو چانس زیاتیږي .
  • حکومت ، هېوادنیو مدني سیاسي ټولنو ، ځانګړیو شخصیتونو او خلکو ته په کار دي چې د بیلا بیلو لارو چارو د کارولو په ترځ کې د افغانستان د سولي د سالمي سمت نیونې په موخه ، د ټولو هغو ناوړه فعالیتونو ، پلانونو او هلو ځلو په وړاندې يو موټی ودریږي چې د سولي په نوم هېواد او خلکو ته د غلامۍ لومه ږدي ، په ډير مهارت د هېواد سلامت ریژوي ، سیمه د یو داسې تاریخې ملت څخه بې برخې کوي چې ټوله هستې یې د پردیو د جغ ایسته غورځولو په هدف په خپل ورغوي کې نیولي او د یو لړ جدي تیروتنو تر څنګ یې بې ساري تاریخي اتلولۍ کړي دي .

د افغانستان د ترقۍ ملي ګوند د هېوادنې پياوړي موقف په درلودلو سره ، نه شي منلی چې د تیرې پيړۍ د نویمو کلونو په څير د سولي په نامه لاسته راغلې ارزښتونه یو ځلې بیا وبایلل شي . همدارنګه ګوند نه غواړي سوله د واک د ویش په موخه وشي . هغه سوله چې موږ یې غواړو باید د وینې بهېدل ودروي او د افغان زمین د سوځېدو داستان ته د تل له پاره د پاي ټکی کیږدي . د وسله والو مخالفینو په شمول ټول افغانان په کې ځانونه وګوري . په سوله کې زور واک ، جنګسالار او د سیمې حریصو کړیو ته د بیا امید بښلو فورمول زموږ د ګوند د نظریاتې اساس سره اړخ نه لګوي . له دې کبله ګوند او د هغې غړي به په ټول قوت د یوي داسې افغاني سولي د تامین له پاره مبارزه کوي چې د جګړي ټغر ټول ګړي او ملک د دایمې ثبات خاوند شي .

عبدالحی مالک    د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

Comments are closed.