د بالــفــور د اعلاميي 100 کاله او په منـځـني خـتـيځ کي د يـهـودو د دولت تأسـيـس :

ليکونکې امير محمد گران :
100 کاله مخکي د نوامبر د مياشتي په دويمه نيټه 1917 زيږديز کال د انګريزي ښکيلاک د خارجه چارو وزير جـيـمز ارتـور بالـفـور James Arthur Balfour د اسرائيلو د دولت د جوړيدو ، 8 جملي مکتوب وليکه او اعلاميه تصويب شوه چي له مخي ئي تر اوس مهاله په مـنـځـني ختيـځ کي جـګـړي ، سياسي بي ثباتي او قتل عام دوام لري .
د ډلـه ايزو رسنيو د رپوټونو په حواله ارتوربالفور په شدت سره د يــهـودو مخالف وو او هغه وخت چي په 1902 م کال
د انگلستان صدراعظم وو ، د خپل صلاحيت او اتوريتي په کارولو سره ئي د خارجيانو ضد قانون تصويب کړ چي له
مخي ئي هغه يهودان چي د شرقي اروپا په هيوادونو کي شکنجه ، ازار او اذيت کيږي انگلستان ته د داخـيـليدو اجازه نه لري ولي په 1903 کي د صدراعظم په حيث د بالفور وظيفوي صلاحيت وځنډول سو ، مګر د نړيوالي عمومي جګړي ( 1918-1914 ) په لسيزه کي يو ځل بيا د لـوئيد جيورج په جنګي کابينه 1919-1916 کي
د خارجه چارو د وزير په توګه وګمارل شو او د وظيفوي صلاحيت له مخي ئي په 02 د نوامبر 1917 زيږديز کال په
برتانيا کي د يـهـودو د ټولني يوه مشر او بانکوال لـيونل والـتر راتـشـيلد ( Lionel Walter Rathschild ) ته يو لنډ
اتــه جمله ئي مکتوب وليکه چي تــاريخ ئي د بالــفور د اعلاميي Balfour Declaration په نوم پيـژنـي ، اعلاميه په دغو الفاظو پيل کيږي ( د اعلحضرت حکومت له دي نظر سره موافقت لري چي په فلسـطين کي د يهودانو لپاره –
“ملي کــور”جوړ شي ، برتانيا به ددغه هـدف د حاصلولو او برياليتوب لپاره خپل ټول صلاحيت او امکانات په کار واچوي ) ، سږکال په لندن کي د بالفور د معاهدي د تجليل په مناسبت جشن نيول شوي وو ، د فلسطين د مـؤقتو تشکيلاتو رئيس محمود عباس د بالفور د اعلاميي د جشن په اړوند د انګلستان د گـاردين په اخبار کي وليکل چي :
( په داسي شرايطو کي چي په ميليونو فلسطينيان د نړۍ په ګوټ گوټ او اقصي کي اواره او په ډيرو ظالمانه شرايطو کي د اپارتايد نظام تر سيوري لاندي ژوند کوي ، د قدس ميشتو په ضد ظالمانه سياستونه عملي کيږي ترڅو هغوي په جبر او ظلم له ښار څخه شړلو ته مجبور کړي او هم د غـزي تراړه محاصره او د فلسطين خلکو ته ئي يو زندان جوړ کړي او ښار د بشـپـړي ويجاړۍ په حال کي ده ، په داسي غيرانساني مسلطو شرايطو کي ، بالفور اعلاميه هغه پيـښه يا برخليک نه ده چي هــيـره او جشن ئي ونيول سي ، محمودعباس زياتوي چي د يهودو لپاره د
ځانګړي هيواد د تشکيل طرح هغه پلان ده چي تطبيق ئي د نورو خلکو په تاوان او نابودۍ تمامه شوه ، زموږ خلکو خپل هيواد له لاسه ورکړ او له دايمي ظلم او وحشت سره مخامخ دي بايد وويل شي چي د دغو حوادثو او ځورونو ډير مسـؤليت انګريزي واکمنو کړيو ته مـتـوجه دي ، د بالـفور معاهده نوره له تاريخ سره تـړلي او په هغي کي تغير
نه شي راتلاي ولي دا امکان لري چي اصلاح سي او دا کار د زړه ورتيا تر څنګ په خپلو اشتباهاتو اعتراف او مـؤثر عملي ګامونه اخيستل په کار دي ، د ملګروملتو په سازمان کي 274 استاذو د فلسطين د دولت د رسميت پيږندلو لپاره رائي ورکړي دي او په زرهــاووکسانو ، غيردولتي سازمانونو او بنسټونو د لاريونونو ، مظاهرو اوعريضو په ترڅ کي د برتانيا له ذيدخله کړيو او حکومت څخه په کلکه غوښتي چي د بالفور د اعلاميي له امله دي عفو وغواړي او د فلسطين د خلکو له حقوقو څخه دي غوڅ ملاتړ اعلان کړي ، په تيره پيړۍ کي په فلسطينيانو غيرانساني ظلمونه وشول او خلک له مشکلاتو او دربدريو سره مخامخ سول ولي د جګړو او کړاوونو سره سره باثباته پاتي شول ، د دوو هيوادو د جوړيدو د طرحي موافقه چي د فلسطين خلکو ئي د 30 کلونو په موده کي ملاتړ کړي وو د عملي کولو چاري ئي ورو ورو ناشوني کيږي ، اسرائيل او دوستان ئي بايد درک کړي چي د دوو هيوادو د تشکيل د حل مکانيزم د نابودۍ په حال کي ده خو ددي مشکلاتو سره سره به د فلسطين خلک په همدغه حالت او مـؤقف پاتي سي ، موږ به د خپلي ازادۍ د ګټلو لپاره خپلو مبارزو ته ادامه ورکړو او د دوو هيوادو د تأسيس او د فلسطين په تاريخي خاوره کي هرچا ته د برابرو او مساوي حقوقو د بيا رغوني لپاره خپلو هـــڅــو ته دوام ورکړو ، په منځني ختيځ کي د فلسطينيانو د روا حقوقو د تامين او د بحران د عادلانه حل په لاره کي برتانيا ، امريکا او نور دولتونه بايد صادقانه مرسته وکړي ، همدارنګه د فلسطين په خاوره کي د نړيوال قانون او ميثاقونو د پريکړو خصوصآ د ملګروملتو د امنيت د شورا د 2334 قطعنامي پر بنسټ د اسرائيلو اشغال ته خاتمه ورکړه شي او د فلسطين هيواد د 1947 سرحــد له مخي په رسميت وپيژندل شي چي شرقي قدس ئي پلازميـنه وي ، دا په منځني ختيځ کي د فلسطينيانو ، يهودانو او نورو په ګټه يواځني د حل دوامـداره مکانيزم ده )
همدارنکه د انگلستان د ټــايم اخبار رپوټ ورکړي چي د صدراعظمي تيريزا مي ، لخوا د بالفور د سلمي کاليزي په مناسبت د جشن او ضيافت ترتيبات نيول شوي ول ، د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتانياهو د برتانيا د اپوزيسيون کارگر ګوند مشر جـرمي کوربين ته هم بلنه ورکړل شوي وه ، جـرمي کوربين چي د فلسطين د داعيي او د دوو دولتونو د تشکيل له ملاتړ کوونکو څخه شميرل کيږي په يوه اعلاميه کي د “بالفور ماښام” رد او ګډون ئي نه دي کړي چي د اسرائيلو د قهر او غصي سبب ګرځيدلي ، د يادولو وړ ده چي د نوامبر 1917 د بالفور د اعلاميي ، لارنقشي او عملي کولو له ميکانيزم څخه په هغه وخت کي د امريکا جمهور رئيس ويلسن او د فرانسي حکومت ملاتړ کړي وو .
اخـځـليکونه : د دي مقالي د ليکلو لپاره د ډان ، نيشن ، هندو اخبارونه او نوري ويب پاڼي کتل سوي .

Amir Grans foto.
GillaVisa fler reaktioner

ټاکنۍ ولسواکي او سياسي گوندونه

m agha (2)

۱۳۹۷ ل کال د چنگاښ ۱۶مه  د ټاکنو وخت

په اوسني سياسي نظامي بد حا لات کې چې امنيتي ستونزی تر بل هر وخت زياتي دي داسی بريښي چې د ټاکنو دملي پروسی  له پاره  قوي اراده شتون نه لري د ټاکنو  کمزوري کميسون چی چندان خپلواک هم نه دی د مدريت کاری هم نيمگړئ دی  .د ولس او سياسي گوندونو ناهيلي مخ پر زياتيدو ده، په يوه هېواد کې چي د ترهگريزو فعاليتونو بهرنيو لاسوهنواو جنگونو د اور سری لمبی په زور او ځواک سره لمبي وهي د عامو ولسونو سري غوښي هری خواته سوځي د هرکور مخته د سرو وينو لښتي روان اود جنازو پر سر د خويندو ميندو زږيروي کړيکې، واويلاوی، ناری سوری، ساندی اوريدل کيږي. دسولی څرک نه ليدل کيږي .خو د ملي يوالي حکومت  چلونکي خلکو ته پېغام ورکوي چي په ټاکلي وخت ټاکنې کيږي؟ سياسي گوندونه هم د ټاکنو له پاره خپل دريځونه وړاندی کوي.

 په افغان هېواد کي اوسني سياسي گوندونه دوه ډوله موجوديت لري.

اوله کټگوري سياسي گوندونه چې ځانو ته ستر پېاوړي گوندونه وايي دا دي  جميعت اسلامي گوند، حزب اسلامي گوند، اتحاد اسلامي گوند، د وحدت اسلامي گوند ، افغان ملت گوند، عدالت گوند ، جنبش اسلامي گوند دا کټگوري گوندونه ځانته ستر او لوی سياسي گوندونه واي.په رښتېا دا گوندونه د تيرو ۱۷ کلونو را ديخوا په واک کې شريک او زياته پانگونه يې کړی که دولس پلوي نه لري خو زور ،زر او ټوپک لري مقامونه لري.د همدی له برکته يې زيات ثروتونه لاسته راوړل.

 بله ډله سياسي گوندونه ملي دموکرات گوندونه لکه دافغانستان دخلکو دپرمختگ ملي ترقي گوند،د وطن گوند چی لا په رسمي توگه نه دی راوتلی خو د موجوديت له پاره کار فعاليت کوي،د ملي يوالي گوند، دسولي غورځنگ گوند او يو شمېر نور. اوله کټه گوري گوندونه چی وسلوال پريمانه ډلی، پريمانه ډالر، او په اوسني حکومت کې پوره زور او واکمن گوندونه دي د گوندونو د قانون له مخې دوی قانوني اجازه نه لري خو د زور او ځواک له مخې ځان ته دا حق ورکوي، د راتلونکو ټاکنو له پاره همدا اوس منډې ترړی وهي او پر دی ټينگ باور لري چی ميدان زموږ دی هر څه لرو ښه بېلگه يې دا نژدی ورځو کې د مزار د واکمن والي عطامحمد نور سفر د هرات ولايت کي د تورن محمد اسماعيل سره گډه غونډه او خپل دريځ د حزب اسلامي مشر حکمتيار د ټاکنو کميسون سره ناسته او اعلان ، داستاد سياف مټيگونه او ويناوی او نور.

 ملي دموکرات گوندون:

دا کټگوري گوندونه د غوره تگلارو در لودونکي دي خوددوی ستونزی خپل مينځي مخالفتونه  اود پخوانيو روابطو او ضوابطو نه وتل ورته گران  کار ښکاري همدا ستر لامل دی چی دوی تراوسه د مخکنيو مشرانو که ژوندي دي او که مړه شوي د هغو د تيرو کار نامو اوتگلارو پلوي کوي، نوځکه ټول د يوی موخې له پاره د گډ ارمان ته درسيد له پاره مبارزه نه کوي، په څو کوچنيو او غټو ډلو ويشل شوي د باور مندی روحيه کمزوری بريښي يو بل ته د شک په سترگو گوري دا شمېر گوندونه په حکومت کې څوکې نه لري په مادي لحاظ هم کمزوري دي اوله کټگوري گوندونه خو دنن ورځی موډل مبارزه د څوکی  او پيسو او ټوپک په زور واکمن شوي اود همدغو فاکتورونو په واسطه په ټاکنو او مقامونو کې بر لاسي ته ځانونه رسوي، بل لامل يې د خلکو د پوهاوي د نه لرلو له امله دويمه کټگوري گوندونو ته نه ورځي ځکه دا ډول سياسي گوندونه د چا لاس نيوی نشي کولای د خلکو د مجبوريت نه زورواک او مالداره خلک سو استفاده کوي په ټاکنو کې رايه د پيسو په مټ تری اخلي که د ولسونو د پوهاوي سطحه لوړه شي خلک د هغه چا په کړنو او زور زياتی او فاسدو کارونو خبر شي چی دوی کړي هيڅکله به د فاسدو خلکو د رشوت خوړونکو ډلو ټپلو اوددوی اړونده استازو ته رايه ور نکړي.

د سياسي متغهدو گوندونو له پاره اړينه ده چی پخواني رابطې هيری کړي د ملت او ولسونو د د سوکالی او ښېرازی له پاره بايد سره يو موټی شي اود ټاکنو له لاری خپل  وړ استازي ولسي جرگی او ولسواليو شورا گانو ته کانديد او بريالي کړي.

 م .کوچی

گردهمآیی اعتراضی

روز چهار شنبه مورخ ۱۳۹۶.۸.۱۰ ساعت سه بعد از ظهر ، گردهم آیی مردمی با شرکت متنفذین قومی ، روشنفکران ، اهل خبره و حدود ۳۰ تن از اعضای حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان، در تالار کنفرانس های ولایت غزنی راه اندازی شد.
مردم از وضع اسفبار امنیتی و عدم توجه حکومت مرکزی ، بخصوص به ولایت سرحدی غزنی شکایت داشته و طی سخنرانی ها مشکلات مردم ، نیرو های امنیتی و مداخلات اجانب را بر ملا ساخته و راه های حل آنرا پیشنهاد و توجه حکومت مرکزی خواستار شدند.

23032534_1717668418266192_2217899775750638218_n
درین گردهم آیی محترم خلیل هو تک رئیس شورای مردمی ولایت ، داکتر علی جان جمال رئیس شورای تحکیم وحدت و سید رضی سادات علوی رئیس شورای ولایتی غزنی حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان، سخنرانان اصلی بودند‌ .
گردهم آیی حوالی ساعت چهار عصر اختتام یافت.

کمیسیون تبلیغ و فرهنگ

گزارش ورزشی

نهمین دور مسابقات جوجیتسو که از ۱۹ ولایت کشور در آن اشتراک ورزیده بودند، به موفقیت به پایان رسید. این مسابقات که در کمیته‌ ملی المپیک در کابل برگزار شد. ورزشکاران، یکی پس از دیگری، پس از پیروزی، به مقام بالاتری، راه می‌یافتند.


ورزشکاران ولایت بلخ درین مسابقات خوش درخشیده ، مقام اول و چانس مسابقات بیرون مرزی را بدست آوردند .
رفیق استاد محمد حسن خیرخواه یکی از مدال آوران این دور مسابقات بود . حین برگشت به ولایت بلخ ، به استقبال شایان شهریان بلخ ، جوانان ورزشکار ، رهبری ورزش ولایت و شورای ولایتی قرار گرفتند.
پیروزی رفیق خیر خواه را به خودش ، فامیل محترمش ، شهروندان بلخ و شورای حزبی ولایتی بلخ تبریک میگویم .

کمیسیون تبلیغ و فرهنگ

با زمان بايد جنبيد و بن بست را شكست!

S.Karmand

پس از رویدادهای سال ٩٢ نیروهای ملی، مترقی و ديموكرات پراگنده و در حالت سكوت و شكست تشكيلاتی بسر بردند، اين وضعيت سالهای زيادی ادامه يافت و عملن جايگاه آنها در روند سياسي و اجتماعی افغانستان خالی شد، با تأسف اين همه در كنار دهها موارد ديگر زمينه شد برای حضور و رشد نیروهای عقبگرا، بنيادگرا و گرايش جامعه بهطرف خشونت، جهالت و افراطگرایی.

 پس از سالهای دراز باز هم اولين حرکتها در داخل و خارج كشور نمايان شد، رویدادهای پس از٢٠٠١به ايجاد سازمانها، احزاب و حلقههای ترقیخواهانه و وطنپرستانه تحرك بيشتر بخشيد.

 بقايای دموکراتیک خلق باوجودی كه به دهها سازمان، حزب، گروپ و فراکسیونها تقسیم شده بودند اما با آنهم در اين حرکتهاي سياسی شريك و گاه گاهی پيش قدم شدند.

 با آنهم اين حرکتها بيشتر خود محور، محدود، دور از عملکردهای كلان سياسی و با شعارهای كهنه همراه بود كه نتوانستند نقش فعال در تغيير و بهبود روند سياسی، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی افغانستان داشته باشند.

 با در نظر داشت خواست زمان و چالشهای موجود كشور ضرورت اتحاد و كنار آمدن اين احزاب زير چتر يك حزب واحد و ياجبهه واحدهر روز بر جستهتر میگردد. Continue reading