Category Archives: ټولنیز
ګوند او انتخابات (دوهمه برخه)
دولتي واک د ګوند موخو ته د رسیدو او د ټولنې د خدمت له پاره تر ټولو اغیزمنه وسیله ده چې ټول سیاستوال د هغو د لاسته راوړو لیوال دي. هر سیاسی ګوند د سیاسی ځواک د ترلاسه کولو او په هغو کې د ګډون له پاره مبارزه کوي. په دموکراتیکو نظامونو کې دولتي واک د وسلو د استعمال او زور له لارې نه، بلکې د هغه تر لاسه کول او ساتل د انتخاباتو او په انتخاباتي بهیر کې د سنجول شوو تدبیرونو، ستراتیژیو او تکتیکونو له لارې عملی کیدلای شي. په انتخاباتو کې ګوند یوازې د خلکو د رایو په زور او د ولس په ملاتړ بریالی کیدای شی. نو ګوند هغه وخت د خلکو ملاتړ د ځان په لوري راجلبولای شي چې د برنامو د جوړولو، د پریکړو د نیولو او د خپلو کاندیدانو د وړاندې کولو په وخت کې له عمومي افکارو او د ولسونو له پراخه کتلو سره خپلې اړیکې وساتلای شی او په دې وخت کې نه یوازې چې په لیکل شویو اسنادو کې د خلکو غوښتنوته انعکاس ورکړي، بلکې په ټولو پریکړو کې په عملي توګه د ګوند ټولو غړو او د برخې اخیستو مینه والو سمپاتیزانتانو ته د ګډون امکان ورکړل شي. که حزب د خلکو له پراخه کتلو او په تیره بیا دهغو طبقو او ټولنیزو ګروپونو سره چې ګوند یې له ګټو دفاع کوي، ټینګې اړیکې ونه شی ساتلای، د انتخاباتو په سیالیو کې ماته خوري. Continue reading
په سیاه سنګ کې د بیوزلو ښوونکو ښارګوټی دغاضیبیونو په منګولو کی
ګرانو هیواد والو او ننګرهاریانو ته بهتره معلومه ده چی د حکومت لخوا د سره رود ولسوالی د سیاه سنګ په سیمه کښی د بیوزلو استاذانواو ښوونکو ښارګوټی لپاره چی کومه ساحه ځانګړی شوی ده هغه د زورواکانو او سیمیزو خلکو لخوا غضب شوی او بیوزلو استاذان بی سرنوشته لالهانده سرګردانه او در پر در ګرځی. ځوان لیکوال رفيع الله روشن د استاذانو او ښوونکو په اړه داسی لیکی(( دا چی وايو سليم عقل په سالم بدن کې وي،د سالم بدن جوړولو او دښې روزنې لپاره هم ښوونکي ته اړتيا شته ترڅو مو په دې وپوهوي چې څه مو د بدن لپاره اړين دی او له څه شي څخه بايد پرهيز وشي ترڅو مو له ستونزو سره مخ نکړي. داچې ښوونکی څوک دی راځئ په هکله يې پوه شو،ښوونکی د شاګرد يا زده کړيال معنوي پلار دی،ښوونکی هغه څوک دی چې زده کوونکی د علم او تعليم په ګاڼه سمبالوي،ښوونکی هغه څوک دی چې موږ له خپلې ټولنې،هېواد،جغرافيوی موقيت،اقليم ،دين ،مذهب،اسلام،کفر،نهي او منکر څخه خبروي او ښوونکی هغه څوک د Continue reading
خصوصی پوهنتونونو، انستیتيوتونواو ښوونځیو ته یوه لنډه کتنه
دڅو لسیزو جنګ جګړواوسیاسی بحرانونو څخه وروسته په ګران هیواد افغانستان کی دنوی باب په پیلی دو سره د مساعدي سیاسی فضا، دسولی،بیاجوړونې، پرمختګ ، د ښوونې او روزنې د دودی له پاره زمینه برابره شوه . دا زمونږ دهیواد دغم ځپلو اما په عین حال کې معارف پالونکوخلکو لپاره یو ښه شګون اوزیری دی چې ددولتی پوهنتونونو،انستیتېوتونو او ښوونځیو ترڅنګ ، خصوصی تعلیمې سکتورونه هم ایجاد شوی او په فعالیت یی پیل کړی دی اوپه زیات شمیـر خصوصي تعلیمي مـوسسې دهیـــواد په پلازمینه او ولایتونو کې پرانستل شوي دي چی په ټولنه او ځوانانو باندی یی مثبته اغیـزه کړی ده . Continue reading
ګوند او انتخابات – لمړی برخه
نن په نړۍ او زموږ په ګران هیواد افغانستان کې لږ تر لږه په ظاهره بڼه د دموکراسۍ او د هغې په لور د تلو خبرې روانې دي. زموږ په هیواد کې د دموکراسۍ سرسختو دښمنانو هم نن د بازار په نرخ د دموکراسۍ حجابونه اغوستي او د نړۍ دکتاتوران او دکتاتور نظامونه هم ځانونه دموکرات بولی او زیار باسي چې د دموکراسۍ نښې د خلکو په وړاندې ښکاره کړي. نو ځکه مې لازمه وبلله چې په دموکراتیکو نظامونو او ولسواکو پروسو په لړ کې په انتخاباتو کې د سیاسی ګوندونو په رول رڼا واچوم. Continue reading