همدا نن مې د مېډېا پر مخ دافغانستان د ولسمشر داکتر محمداشرف غني لخوا يومهم مطلب چې د ګاونډيانو سره داوبو مسله راپورته کړی اود ايران سره د موسی شفيق رول ته په کې گوته نېول شوی زه غواړم پر همدې مسله تم شم تير څپرکي ته لږ شانته اشاره وکړم.
درنو دوستانو!
دا منو چی زموږ هېواد په وچه کې راگير دی دا هم د لوی ستر ځبرځواک انگريزي يرغل گر لخوا زموږ د جغرافيی هغه برخه چی د بحر سره وصل وه بل ته په زور چلوټې ورکړه، ننيې گاونډۍ د خپل ملکيت دعوا کوي، يو پښتو متل دی چی وايي سړې خپل پور غواړي گاونډې نور غواړي.
له بحري اوبو څخه خو لوی دشمن پرنگي بی برخی کړو خو د نورو خوږو اوبو دعوای هم پاکستان ايران او نور لري .زه د اتم ټولگي زده ک11 ټولگي زده کونکی وم چی د هلمند داوبو دويش مسله دافغانستان او ايران تر مينځ کښته پورته کيدله اشرف غني وايي چې له ګاونډيو هېوادونو سره د وخت د صدراعظم محمد موسی شفیق د معاهدو تطبیق د ده یو مهم کار دی، کله چې دا مغاهده د وخت د وزيرانو دشورا د مشر موسی شفيق لخوا د تاييد لپاره پارلمان ته راوړه زه زده کونکې وم دا په جرت وايم چی د هغه وخت پارلمان د څو تنو نه علاوه نور ټول د شاه په مرسته او فرمايش ټاکل کيدل يانی اکثريت نماينده گان د شاه پلوي وو..
د افغانستان د ډموکراسۍ د لسیزې وروستی صدراعظم وو چې په ۱۳۵۱ کال کې دا مسوليت موسی ور ته وسپارل شو. کله چی پارلمان ته تړون يا مغاهده وړاندی شوه . Continue reading