د يووالی کنفرانس ته
د افغانستان ملی ګوند او وطن د ترقی ګوند
د يووالی د تدارک کميسيون
رپوټ
کابل – افغانستان
د ۱۳۹۱ کال د ميزان ۱۴ نيټه
د يوالی د کنفرانس درنو ګډون کوونکو ، ګرانو ميلمنو !
آغلو او شاغلو !
زمونږ ګران هيواد افغانستان د اوږده تاريخی لرغونتوب سره داسې يو هېواد دی چې د بدليدونکو او پيچلو اوضاعو سره د پېښو او غوغاؤ څخه ډک بېسارۍ تاريخ لری ، د بهرنيانو د تيري کوونکو ځواکونو د پرلپسې خونړيو بريدونو سربېره د کورنۍ زورځواکۍ د راز ، راز څېرو او ډولونو سره مخامخ شوی دی .
ددې ټاټوبي غيرتي او مېړنيو باتورانو په بېسارو سرښندنو او قربانيو سره د خپل هېواد له سپيڅلی انګړ څخه د تېري کوونکو پر وړاندې ساتنه کړی او د خپلو وينو په تويولو سره يې تلپاتې اونه هېريدونکې حماسې په تاريخ کې ثبت کړی دی . بې شمېره « نه ماتيدونکی » بريدګر ، د واک لېونيان او پراختياغوښتونکی يې د مختلفو قومونو د يووالی او پيوستون په برکت په ګونډو کړي دي . له دې امله نړيوال په حقه سره افغانستان د امپراطوريو هديره بولي . د هېواد د وروڼو قومونو ملی يووالی ، زړه ورتوب او مېړانه ، اوسپنيزه اراده او سرښندنه ددې لامل شوي چې د مورنی هېواد د آزادی ، ناموس او عزت څخه د ساتنې په نامه په نابرابرو امکاناتو له خونړيو نښتو بريالی او سرلوړی راووځي . د آزادۍ ستر آرمان تل د افغانانو د هيلو په آسمان کې ځليږي . په خواشينۍ سره چې مونږ د آزادۍ لپاره د پيړيو په اوږدو کې د خپلو وينو ويالې و بهولې ، خو د آزادۍ څخه مو نه په رښتيني توګه ګټه پورته کړي ده او نه د آزادۍ په آرمان په رښتيني ډول پوهيږو . افسوس چې د افغانانو په وړاندې آزادي يو محدود مفهوم او مانا لري او آزادي يواځې د بهرنيو يرغلګرو شړلو ته وايي .له همدې امله د بېسارو سرښندنو او قربانيو او خارجی بريدګرو له شړلو وروسته مو په دې بسنه کړی ، مونږ د رښتيني آزادۍ څخه بې برخې شوي يو او زمونږ د وينو او ربړونو حاصلات کورنيو زورواکو د بهرنيو دښمنانو سره په جوړجاړی کې چور او تالان کړی دی . خو مونږ هغه وخت رښتينې آزادۍ ته رسيدلای شو چې مونږ د آزادی په رښتيني مانا پوه شو . د پيړيو په اوږدو کې زمونږ په غاړو کې د ناپوهۍ ، بېسوادۍ ، لوږې ، بې کورۍ ، بېکارۍ ، تنګون او بې وسۍ ، ډول ډول رنځونو ، احتياج ، زورواکۍ ، بې حقوقۍ او بې عدالتۍ رسۍ ځوړند ده . مونږ ونه شو کولای چې د ښکيلاکګرو څخه آزادۍ ته د خپلواکو ملی دولتونو د جوړولو ، د سياسی ټيکاؤ د ټينګښت ، اقتصادی پرمختګ او ټولنيزې بسيا تر کچې وده ورکړو . زمونږ د خلکو نږدې ټول آزادي غوښتونکی غورځنګونه خپلسري وو ، داسې يو ځواکمن پوه په خلکو کې د خلل نه منونکی باور درلودونکی ،او پخې تجربې لرونکي سياسی سازمان نه وو چې د استقلال تر ګټلو وروسته د يوې ټاکلی ملی اجنداء له مخې د خلکو غورځنګ د سترو ملی موخو په لور رهبري کړي Continue reading