دسولی په اړوند د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا وړاندیز

55 min · 

کابل ـ افغانستان
د ۱۳۹۷ کال د لیندی ۱۱ مه

هېوادوال ، د ګوند د مشرتابه او شوراګانو غړي پوهېږي چې زموږ ولس د تپل شوو جګړو له امله ، په مقطعې توګه د لږې مودې له پاره په سوله کی ژوند کړیدی . زموږ زړور خلک ډیرئ وختونه د تیرې کوونکو او یرغلګرو په بیرته تمبولو او ماتولو اخته شوي چې په هېواد کې د ابادۍ او دموکراسۍ اوډموکراتیک نظام د راوستلو چارې ورڅخه نیمګړي پاتې شوي دي . دغه فکټور افغانان وروسته پاتې او بې وزله ساتلې او په تاریخې حساسو شیبو کې یې د هېواد او خلکو د ملي لوړو ګټو د خوندیتوب دایري ته په پوره ځیرتیا ، له پاملرنې محروم کړي دي . موږ پوهېږو چیرې چې سوله او‌ډموکراتیک نظام موجود وی نو هرومرو سوله او دموکراسې خوا په خوا یو پر بل د ودي او پیاوړتیا لامل ګرزی .
په تیرو ۴۰ کلونو کې جګړو افغانستان او د هغې خلک زپلې ، د سولي او دموکراسۍ د ټینګښت او خوندیتوب موسسې یې له منځه وړي . که څه هم چې نړیوالي ټولني د افغانستان په اقتصادي ، فرهنګي ، ټولنیزو او پوځي سکټورونو کې مرستې جاري ساتلې ، خو د ښې حکومتولۍ د نه شتون ، فساد ، زورواکۍ ، مافیا او د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو په تیره بیا د پاکستان او ایران د لاسوهنو د لاملونو له وجې ، ولس په بې وزلۍ کې ژوند کوي ، د خلکو په منځ کې د جګړه مارو او ترهګرو ټولنیز تکیه ځاي کمزوري او یا له منځه تللې نه دي . په کلیو او ښارونو کې د پردیو په اشاره غلچکې بریدونه کیږي ، ټولګټو موسسو ، د ښوونې روزنې او روغتیا مرکزونو او نورو فرهنګي جوړښتونو ته ستر تاوانونه اړول شوي . د حکومت او وسله والو مخالفینو په جګړو کې د انساني تلفاتو په تیره بیا د ملکې خلکو ، ښځو او کوچنیانو کچه د ملګرو ملتونو ( یونما ) د احصایو له مخې زړه بوګنونکې ده .
اوږدې جګړي وښودله چې که سوله او ارامې هېواد ته رانه شي ، د هېوادوالو بدمرغي به نوره هم زیاته شي ، د یو واحد ملت په توګه زموږ شتون به له لوي ګواښ سره مخامخ وي ، سیمه او نړۍ به هم د هغې له ناوړه عواقبو بچ پاتې نه شي .
له دې کبله د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند تل د جګړي په مخالفت کې ودریدلی او هر وخت یې د خپلو ګوندي اعلامیو او مصوبو په ترځ کې د روانې جګړي په غاړو او د هغوي په ملاتړو غږ کړی چې بې درنګه جګړه بنده کړي ، د هېواد ورانۍ او افغان وژنې ته د پاي ټکی کیږدي . اوس چې د جګړي خواوي د هېوادوالو او زموږ د ګوند د غوښتنو پولو ته نږدي شوي ، په خپلو کې د لمړنیو تماسونو د نیولو په ترځ کې هڅه کوي روانې اوږدې جګړي ته د حل یوه لار بیامومې . زموږ ګوند چې په افغانستان کې د سولي د راوستلو له پاره په هر ډول عادلانه هڅه خوښیږي او له هغې ملاتړ کوي د خپلو ګوندي شوراګانو او غړو وړاندیزونه د یوې طرحې په څیرد ګوند د دارالانشا له ادرسه په لاندي ډول وړاندي کوي :
ــ لکه څرنګه چې په افغانستان ، اندونیزیا ، سعودي عربستان او یو شمیر نورو ځایونو کې د اسلام د سپیڅلې دین د وتلو عالمانو بحثونو او فتواګانو وښودله چې په افغانستان کې روانه جګړه یوه سپیڅلې جګړه نه ، بلکه د ورور ، افغان او مسلمان وژنې جګړه ده او د هغې هر ډول ادامه نوره حرامه بلل ګیږي او بې له ځنډه ودرول شي ، د ګوند له خوا پر ځاي پریکړه بلل کیږي او د هغې د پلې کېدو له پاره باید ، په هغو هېوادونو او حلقاتو کلک زور واچول شي چې نور د خپلو ګټو په پار د القاعدي ، مجاهد ، طالب ، داعش او نورو ترهګریزو پروژو له جوړولو ، روزلو ، تجهیزولو او افرازولو څخه چې ان په خپلو تاکتیکې فعالیتونو کې انسانیت او اسلامیت ته سپکاوی کوي ،د بشر حقوق تر پښو لاندي کوي ، لاس واخلې او د سرغړونې په صورت کېترهګر پالې ملکونه او کړۍڅنډي ته ټیل وهل شي او سخت بندیزونه پرې ولګول شي .
ــد افغانستان له پاره سوله د یو بهیر په چوکاټ کې راوستل اړین بریښې . په دې بهیر کې باید ټولې هغه غاړي او خواوي ګډون ته وهڅول شي ، څوک چې جګړه مخته بیایې او څوک یې چې په ملاتړ کې ولاړ دي . خداي مه کړه که جګړه کوونکې ډلي وویشل شي ، یوه یا دوه خواوي د سولي د بهیر لار خپله کړي او ځینې خواوي د جګړي په مخته وړلو اصرار وکړي او د بیلا بیلو خواؤ ملاتړي هم ورته چلند وکړي ، پوره سوله نه راځې . همدا اوس د طالبانو په لیکو کې او د افغانستان دننه هغه سیاسي ډلې چې د سولي په راتلو کې خپل شرایط وړاندي کوي او یا هغه هېوادونه او کړۍ چې د افغانستان د سولي سره ځانونه په یو ډول تړاؤ کې وینې او هر یو د خپلې خوښې سولي له پاره کار کوي ، داسې چلندونه د سولي بهیر او د تازه پیل شوي دیالوګ په وړاندي یو ګواښ بلل کیږي . سوله باید د ټول افغانستان له پاره وشي ، نه د یو څو رقیبو ډلو د ګټو او موقعیتونو د خوندي کولو او یا د هغوي د نړیوالو ملاتړو د ګټو د تعین او ساتنې په موخه . ګوند د سولي بهیر په چوکاټ کې په جګړه کې د ښکېلو خواؤ او د هغوي د ملاتړو په ګډون چې سوله په کې ونه ویشل شي ، د سولي په کېدو ټینګار کوي .
ــد جګړي دواړو غاړو ( حکومت او طالبانو ) ښایې یو بل ته تر اوسه درانه تلفات رسولې وي ، خو کوم زیانونه چې د افغان وژونکې روانې جګړي له امله ولس ته اوښتې له تخمین وتلې دي . خلک د جګړي په ډګر کې بې دفاع پاتې شوي او ان هیڅ لوري ورباندي خیال نه دی ساتلی . له بلې خوا که د سولي په دیالوک کې د جګړي خواوي او د هغوي ملاتړي په خپلو شرایطو وړاندي کولو او منلو ټینګار وکړي او سوله رانه شي ، د عادي خلکو حقوق به نور هم تر پښو لاندي شي . ګوند د جګړي له غاړو او سیاسي کړیو څخه غواړي چې د سولي په خبرو کې ضرور د خلکو ریښتینو استازو ته د ګډون زمینه برابره کړي ، د هغوي خبرې او وړاندیزونه واوري او هغه د سولي بهیر د بریالیتوب په موخه له نظر ونه غورځوي . بری د هغه چا دی ، چې خلک یې پر خوا وي .
ــ د افغانستان په جګړو کې چې چا ټوپک چلولی او د هېواد د یوي برخې کنترول یې په لاس کې دی ، نه شي کولی سوله یوازې د خپل ځان او یا خپلې ډلې میراث وګڼې . د سولي د راوستلو له پاره د هېواد د هغه سیاسي ګوندونو ، مدنې ټولنو ، ځوانانو ، ښځو او خپلواکو ملي شخصیتونو رول او ګډون ته زمینه برابرول اړین دی چې د جګړي په ټوله موده کې یې د هېوادنی سوليد راستنېدو او د دموکراسۍ د تامین له پاره هر اړخیز کار کړی دی . ګوند ټینګار کوي چې د پورته یاد شوي افغاني کتګوریو وړ استازي دې د سولي په بهیر کې شامل کړل شي او د هغوي نظریو او وړاندیزونو ته دې په اهمیت وکتل شي .
ــڅرنګه چې زموږ په خلکو تپل شوي جګړه نیابتې ده ، ښایې د هغې څخه د ځان ژغورنې واک هم دهېوادوالو په لاس کې نه وي . که چیرې جګړه په نوبت وي افغان ولس نږدې نیمه پیړۍ په جګړو کې ښکیل وساتل شو . نو ځکه د دې وخت راغلی چې د ملګرو ملتونو سازمان ، نړیواله ټولنه په تیره بیا غرب او د امریکا متحده ایالات د افغانستان په خاوره د نښلول شوي جګړيد ودریدو عملي هلې ځلې وکړي . موږ پوهیږو چې د نیابتې جګړي لوبغاړي غواړي چې د سولي بهیر په جریان کې هم په افغانانو خپله خاوره تنور وګرځوي او هم د هغوي نړیوال ملاتړې له ذهنې وارخطایۍ سره مخامخ کړي چې د سولي بهیر ټکنی وښېي . خو د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند په باور ، په يو وخت د وسله والو مخالفینو او نورو ترهګرو ډلو په لوژستیکې ، اوپراتیفې ، پلانګزارۍ او تبلیغاتې مرکزونو د زور راوړلو ، د هغوي بهرنې ملاتړې د مرسته کولو له ظرفیت څخه د غورځولو او د افغانستان د وسله والو ځواکونو د فعالیتونو دهمغږۍ او پیاوړتیا ، وړاندیزونو پلې کولو ته د حکومت او نړیوالي ټولني پاملرنه ورګرځول ، د سولي بهیر د وړاندي تګ په موخه اړین بلل کیږي .
ــلکه چې پاس ورته اشاره شوي ، د سولي بهیر د وړاندي تګ او بریالې کولو د څرنګوالي په اړوند ښایې د عادي افغانانو تر منځ د نظرتفاوتونه وي او ځینې به د خپلې خوښې سوله غواړي . خو په یوه عام چلند غوره ګولو هېوادوال مکلف کیږي . کله چې په دې برخه کې د سیاسي ګوندونو د چلند بحث را وړاندې کیږي ، وطنپالونکو او ډموکراټیکو ګوندونو ته په کار دي د سولي بهیر په هکله د نظر په یوه ورته اجماع ، چې د سولي د راستنېدو عملي چاره په کې له ورایه څرګنده شۍ ، ګډ کار وکړي . د ملي پرمختګ ګوند د مشرتابه هیئت تیار دی د علاقه لرونکو ګوندونو سره د داسې یوي اجماع د جوړولو په نوښت کې په شریکه کار وکړي ، څو د سولي بهیر په باب د خلکو او ګوندونو د نظر د اشتراک ټکې لا ډیر او د اوسنې نظریاتې نوسان څخه د وتلو وړ لاره پېدا کړي .
ــ په مشخص ډول د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند له لېدلورې څخه ویلی شو چې سوله باید د ټولو افغانانو وي ، د سولي په نامه په هېواد کې د واک نوي جزیري جوړي نه شي ، سوله باید ښاغلی او داغلی ونه لري . هغه شرطونه د سولي د راتګ له پاره ومنل شي چې د هېواد خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا ، دموکراسۍ ، د خلکو په ګټه قوانینو او رامنځته شوي ارزښتونو ته تاوان پیښ نه کړي . همدارنګه د هغو وسله والو مخالفینو عزت ، حقوقو ، امنیت او اهمیت ته جدې پاملرنه اړینه ده چې د سولي بهیر منې او په هغه کې د ځان ځایولو هڅه کوي . ټول هغه کوښښونه چې د سولي بهیر د غاړو تر منځ ناوړه سیالې زیږوي ، د امتیاز اخستو په ناوړه اندیښنه کې یې اچوي ، د باور د له منځه وړلو لامل کیږي په پوره مهارت بې اغیزي شي .
ــپه ټوله کې زموږ کوند د افغانستان د سولي د پیل شوي بهیر څخه ملاتړ کوي ، د هغه په پلې کولو کې ټوله ګوندي پوهه او مهارت په کار اچوي ، وړاندیز کوي چې سوله باید د افغانانو مال وي او د هغوي په وسیله وشي . نړیواله ټولنه د هېواد د سولي د بیلا بیلو خواو په اماده کولو کې لاس وکړي ، اجازه ورنه کړي چې د سیمې او نړۍ یو شمیر مغرضې کړۍ او هېوادونه د سولي بهیر په بې مانا نړیوالو غونډو او په هغې کې د خپلې خوښې غاړي ته د لابې کولو په سیاسي نندارو ، وویشي . افغانان باید هوښیار وي چې د خپل ملک د سولي بهیر د نړیوالو او سیمه ایزو ناوړه رقابتونو له کرغیړنو منګولو راوباسې ، د سولي په خاطر لمړۍ افغانان د نظر اجماع پېدا کړي ، هغوي چې د سولي بهیر سپر کوي او په اثر یې ګروپیکې ګټې خوندي کوي سولي ته په ریښتونې کار کولو کې وهڅول شي ، له دې وروسته افغانان په نړیواله ټولنه زور واچوي چې د افغانستان د سولي بهیر اړوند بین المللي اجماع داسې پیاوړي شي چې د سیمې هېوادونو ته د سولي په بدل کې د افغانستان د اوبو ، حساس جغرافیوي موقعیت،دمځکی لاندی کولو ، طبیعي زیرمو ، فرهنګي ټولنیزو امکاناتو څخه د سؤ استفادي امکانات په لاس ورنه شي .
د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د پورتنیو او دې ته ورته پیشنهادونو په وړاندي کولو سره غواړي یو وارې بیا د سولي د پیل شوي بهیر اړوند د خپل ګوندي موقف څرګندونه وکړي ، په داسې حال کې چې خپله هغې ته د کار کولو ډاډ وړاندي کوي ، له نورو سیاسي ، مدني ټولنو او د هېواد د بیلابیلوکتګوریو څخه هیله کوي چې د پورتنیو او دې ته ورته نورو وړاندیزونو په بډاینه او پلې کولو کې خپل فکر څرګند او د سولي په بهیر کې د فعال ورګډیدو ، د بهیر په هر موړ کې هغه له ناسمو کګلیچونو څخه د بچولو په وطنې کار کې ګړندۍ ونډه واخلي .

په درناوي

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

کابل — افغانستان ١١ /٩/ ۱۳۹۷
دملی ، سراسری ، دموکراتیک اغیزمن واحد ګوند دجوړښت لپاره د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ، د یو شمیر خلکې ریښه لرونکې ګوندونو او غیرتنظیم شوو ملګرو د ۹ میاشتو شاوخوا دیالوګ او خبرو اترو د نتیجو په هکله :

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا په مینه او هر اړخیزه توګه د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ، د خلکې ریښه لرونکو یو شمیر ګوندونو او سازمانونو هغه تودي خبرې اترې ، کمینټونه او سپارښتنې چې د ګوندي یووالي او یو سرترسري ‌‌‌‌‌‌ډموکراتیک او وطنپالونکې ګوند د تشکیل په هکله کړي ، جوړونکې ، لاره ایستونکې او پلې کیدونکې بولي . له هغې بشپړ ملاتړ کوي او د شوي بحث د عمومې مضمون په روحیه د یو سرترسرې ګوند په را اوچتیدو کې فعاله برخه اخلي .
د ګوند د دارالانشا غړي په مجموع کې د ۹ میاشتو شاوخوا شوئ بحث د یوه دموکراتیک او وطنپالونکې ګوند د جوړیدو له پاره ګټور بولې او په شوو خبرو اترو ، نظر څرګندونو او کمینتونو کې د نظریاتو د توپير مطرح کیدل او یا مخالفت د دموکراسۍ غوره ځانګړتیا بولې او هغې ته درناوی کوي.
دارالانشا د یووالي او جبهو جوړولو په برخه کې د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ، چې یو وخت د ملي ګوند ، د وطن د ترقۍ ملي ګوند په نومونو هم یاد شوی ، تجربه ، عملي کار او صداقت ستایي او د مردم له ګوند څخه چې د فکري او تشکیلاتي انحراف لار یې خپله کړي وه ، په زړورتیا واټن نیول یو اصولي اقدام بولي .
سربیره پر دې چې ملي پرمختګ ګوند ، د زیاتو تشکیلاتي مخته پرتو ستونزو سره مخامخ ‌ؤ او د انشعاب په ټپونو يې د ګوندي بیا رغاونې پټۍ لا نه وي ایښې چې ، د ګوندي مکلفیت له مخې د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا او د یو شمیر ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو د یووالي د پيل شوي بهیر څخه د ننګې او ملاتړ په فعالیت بوخت شو .
په خواشینۍ باید ووایو چې د ګوندونو ، سازمانونو یو شمیر استازو او ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو زموږ د عینې ستونزو له درک کولو پرته په ګوند او ځينو کادرونو ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول ټاپې ولګولې او د هغوي په وړاندي یې تحریک کوونکې ژبه او قلم وکارولو . هڅه یې وکړه چې خپل ځانونه د یووالي اصلي مدافعین او موږ د یووالي مخنیونکې وښيي .
څرنګه چې د ملي پرمختګ ګوند مشرتابه او غړو د ګوندي یووالي په هکله عملي کاري تجربه لرله ، په پوره حوصله مندۍ یې دیووالي د پيل شوي بهیر ‌‌‌‌‌‌ډله ایزو او انفرادي غړو ته ثابته کړه ، چې د ملي پرمختګ ګوند د عالې ګوندي سیاسي فرهنګ په درلودلو سره ، د یووالي بهیر ټولو خوا‌ؤ ته درناوی کوي او په سړه سینه او مغزو ، د نظر اختلاف او بیلا بیلو لیدلورو ته د معاصرې دموکراسۍ په هنداره کې ګوري او د هیڅ یوي خوا د نفې کولو موخه نه لري او د مینه والو لورو په اشتراک د ګوندي یووالي پلو ته په زړورتیا مخته ځې .
اوس چې د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ، د خلکې ریښه لرونکو یو شمیر ګوندونو ، سازمانونو او ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو له منځ څخه یوه اجماع راوتلې او د ګوندي یووالي په لور د اشتراک په ‌‌‌‌‌‌ډيرو ټکو یې موافقه او لاسلیک کړی ، دادی موږ یو ځاي مخته ځو او هغوي چې د ګوند او یا شخص له نامه یې په نورو پړي اچولي ، بې له کوم څرګند دلیل زموږ د راټولې شوي اجماع څخه وتلې او یایې خپلې اړیکې ورسره سړې کړي دي .
په داسې حال کې چې د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا د یووالي له اجماع څخه د وتلو چلند خواشینونکی بولې ، د ګوندي یووالي د بهیر په ټولو خوا‌ؤ ، د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ، ګوندونو ، سازمانونو او ګوندي تړاو نه لرونکو ملګرو غږ کوي چې رامنځ ته شوي اجماع وساتې او د یوه دموکراتیک او وطنپالونکې ګوند د جوړیدو کار ژر پيل کړي .
د ګوند دارالانشا په داسې حال کې چې د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا او د ګوند د غړو له پلې شوي کار او فعالیت څخه مننه کوي ، د ملي پرمختګ ګونددارالا نشا خپلو شوراګانو او ګوندي غړو ته دنده سپاری چی دلاندی مواردو په عملی کولو کی چټک ګامونه پورته کړی او پورته یاد شوو ، دیووالی اجماع ټولو شاملو ګوندونو او خوځښتونو ته وړاندیز کیږی چی په دی هکله زمو ږدګوند سره همغږی شی .

• د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند لارښوونکې ارګانونو ، شوراګانو ، غړو دنده سپارل کیږي چې د تیر په څير د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ،‌ خلکې ریښه لرونکو سازمانونو او ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو سره د ګوندي یووالي بهیر په چټکتیا او بریالیتوب کې لا نوره مرسته وکړي او د یوه سرترسري دموکراتیک او وطنپالونکې ګوند جوړیدل په حقیقت بدل کړي .
• د خلکو کور له خونو ، د کابل بې پري شورا ، د یووالي بهیر کې د شاملو سازمانونو او ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو څخه په درناوي هیله کیږي چې د رامنځ ته شوي اجماع د هغو موافقو پر بنست چې د یووالي خوا‌ؤ پرې لاسلیک کړی ، د یوه دموکراتيک او وطنپالونکې ګوند د جوړیدو کار چټک کاندي او اجازه ورنه کړي تشکیل شوي اجماع د پاشل کېدو په لور رهې شي .
• د دې له پاره چې د ګوندي یووالي کار او د ګوند جوړیدل یقینې شي ، وړاندیز کیږي چې د ګوندونو او سازمانونو له اوسنیو نومونو څخه ماسیوا ، په جلا نوم نوی ګوند جوړ کړل شي او د ګوندونو او سازمانونو هیڅ اوسنی مشر دې د موقتې ګوندي دوري مشرتوب په غاړه نه اخلي .
• څرنګه چې په هیواد کې څلور لسیزي افغان وژونکې جګړه ادامه لري ، ټولنه د نفاق په اور کې سوځې ، د ګوندي یووالي لورو ته وړاندیز کیږي چې ګوندي اسناد د پخلاینې او منځلارېتوب پر اصل جوړ کړل شي چې ګوند د ټولني په بیلا بیلو قشرونو کې د ننوتلو او اعتبار واک او اغیز تر لاسه کړي .
• خلکې مخینې او تیر ته په پوره درناوي ، د هغې دورې د کار او فعالیت مثبتو ټکو ته په راتلونکو فعالیتونو کې د ځاي ورکولو تر څنګ ، وړاندیز کیږي ګوند د معاصرې دموکراسۍ په نوي بنسټ جوړ او د خلکو رایه د افغاني ټولني په ټولو کچو کې د واک د لیږد وسیله شي او په هر ‌‌‌‌‌‌ډول اصلاحاتو راوستلو کې خلک وپوښتل شي .
• راتلونکی ګوند باید د هر ‌‌‌‌‌‌ډول افراط څخه خلاص ګوند وي ، د جګړې زپلې افغانستان د هر هیوادوال د غږ د اوریدو مرکز او د خلکو د هرې کتګورۍ د ستونزي د اوریدو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمنه مرجع وي . ګوند کې باید د کیڼ او ښې افراط له پاره د ودي یوانچ ځاي نه وي ، هر څوک باید ‌‌‌‌‌‌باور وکړي چې د جګړي د هر مصیبت په هکله خبرې زموږ د ګوند له خوا ښې اوریدل کیږي او هلته یې د حل لارو اړوند ښه مشوره ورکول کیږي .
• ګوندي یووالی اوجوړښت ، باید د دموکراسۍ اصولو پر بنسټ وشي . له لاندې څخه پورته ته د ګوندي ټولو شوراګانو ، ارګانونو او د هغې د مسولینو انتخابې کیدل ، دود وګرځې او د هغوي په وړاندي تل مقاومت وهڅيږي څوک چې د ټاکنو اصل معاملې ته ږدي .
• افغانستان او د هغې خلک د ښې او چپ افراط ، د بې سارې چلندونو قربانې ګرځید لی ، خلک له دې غبرګو چلندونو سخت ستړې شوي . خو افراطيون لا تر اوسه خپلې ناکامې نسخې له جګړي څخه د افغاني ټولني د ژغورنې په موخه مشورې ته وړاندې کوي . اما زموږ ګوند د حالاتو د ژورې څيړنې په پایله کې ، د خلاصون او د جګړي د ټپونو رغولو امکان دښی او چپو افراطی کړنو پرته په یو دموکراتیک وطنپالونکې ګوندي چلند کې ګورې او له ټولو سوله خوښوونکو او ترقې غوښتونکو ځواکونو څخه د ورته چلند د غوره کولو ارزو کوي .
• د ګوند دارالانشا ، د پورتنیو ټکو په نظر کې نیولو سره ، د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ، خلکې ریښه لرونکو ګوندونو ، سازمانونو او ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو څخه چې د ملي فکتور په توګه د یوه سرترسرې دموکراتیک او وطنپالونکې ګوند ، د جوړیدو غوښتونکې دي غواړي په خپلو کې یو موټی شي او د منځ ته راغلې اجماع له بطنه ، پياوړی ګوند راوباسې .
عبدالحی مالک
دافغانستان دملی پرمختګ ګوند ریس

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا اعلامیه

اعلاميه حزب ترقی ملی افغانستان

مؤرخ ۲۸/۱۱/۲۰۱۸

کابل ــ افغانستان

ساطور جنگ چهل ساله به استخوان ملت افغان رسيده است . اين تراژيدی  لعنتی همه هستی های مادی و معنوی کشور ما را طعمه حريق ساخت و کشورهای همسايه بالخاصه پاکستان و ايران هنوز هم  برای رسيدن به اهداف شوم خويش از طريق مزدوران طالبی و جهادی خويش به اين جنگ دامن ميزنند .

تلاشهای جامعه جهانی به سرگردگی ايالات متحده امريکا عليه تروريسم و بنيادگرايي به علت از نظر انداختن پناهگاههای تروريستان ، مراکزتربيت و پرورش و منابع نيرومند بالقوه و بالفعل حمايت تروريستان در پاکستان به نتائج مطلوب خويش نيانجاميد . ترور در وجود طالب خلاصه گرديد ، در حاليکه پديده طالب حيثيت کف روی جريان نيرومند تروريسم پاکستان را دارد .

اکنون که برای اعاده صلح تلاشهای جهانی براه افتاده است ، ما از همه تلاشهای راستين درين راستا  خاصتا از تلاشها وفعاليت آقای خليلزاد حمايت می نمائيم و بمنظور مؤثريت اين تلاشها خواستار وضع تعزيرات اقتصادی و نظامی همه جانبه بر پاکستان وايران بمثابه حاميان تروريسم جهانی می باشيم . اين امر پاکستان و ايران را وادار خواهند کرد ، تا از حمايت طالبان و مداخله در امور افغانستان دست بردارند .

حزب ترقی ملی افغانستان در کنار سپاسگذاری نسبت حمايت دوامدار جامعه بين المللی از ملت افغان قاطبه هموطنان و نيروهای وطنپرست را فرا ميخواند تا باهم متحد شوند و بخاطر پیروزی صلح واقعی از شرايط و پيشنهادات رئيس جمهور افغانستان که در ژنيو مطرح ساخت حمايت و پشتيبانی نمايند .

ما صلحی را که بر پايه اين شرايط و پيشنهادات متکی نباشد ، آغاز جنگ خونين ديگر ميدانيم .

زنده باد صلح واقعی !

عبدالحی مالک

رئيس حزب ترقی ملی افغانستان

ورکه دې شي وينځه چې د وينځې کالي مينځي

حکيم روان

۲۲/۱۱/۲۰۱۸

دا يو څو کرښې د داسې يو چا په ځواب کې ليکم چې په شرافت او وطنپالنه کې يې هيڅ شک نه لرم راته ګران دی او ځانګړی درناوی ورته لرم .

په خواشينۍ سره بايد ووايم چې زما د هيواد «روشنفکر» د نړۍ له روشنفکرانو سره ډېر توپير لري

افغان «روشنفکر» ايديولوژيک فکر کوي ، مانا دا چې د خپلو ايديولوژيو اسيران او په پټو سترګو يې بندګی او پيروي کوي ، په نوو شرايطو کې يې ګټه او زيان نشي سنجولاي . ايديولوژيک تفکر په دې اصولو ولاړ دی چې :« زه او زما ګوند يواځينۍ وطنپالونکۍ ګوند او يواځينۍ سم تفکر لري »،  «يا زما سره يا زما د دښمن سره »، «چيرې چې مونږ نه يو ، هلته دښمن دی» . ډېرو به دا اوريدلي وي چې : «بې طرفه يانې بې شرفه ». يا دا چې : «هر څه دې زما وي ، که زما نه وي د هيچا دې هم نه وي» ، يا «هر څه ايديال يا هيڅ !» افغان «روشنفکر» د ملا نصرالدين په شان شل کاله وروسته هم هماغه شل کاله مخکې ۴۰ کلن ملا دی . د « سړي يوه خبره وي » . افغان «روشنفکر» په خپله يوه خبره کې بند دی . د افغان «روشنفکر» له پاره سياسي اصول د قرآن نه بدليدونکي آياتونه دي . پاپوليسم ، عوامفريبي ، ايګوئيسم ، ماجراجويی ، تظاهر،  لفاظي، يکډنډګی ، انجماد او دګم د افغان «روشنفکر» ځانګړنې دي .

افغان «روشنفکر» د دموکراسۍ له لسيزې ( ۱۳۴۳کال ) را په دې خوا د سياسي مخالفينو سره د دې د پاره سياسی بحثونه کوي چې مخالف توهين ، تحقير ، پړ، ملامت ، منزوي او بې اعتباره کړي او ځان «اتل» ثابت کړي . دا «اتلان» د آزادۍ ، دموکراسی او انسان د حقوقو په نوم توغونه او شعارونه ليږدوي ، خو خپله د ځان غوښتنې ، تکبر ، کرکې ، کينې او سياسی جهالت اسيران دي . ايا اسير چاته نجات ورکولای شی ؟

افغان «روشنفکران» په يوه ګوند کې سل ګوندونه جوړوي او دوه «روشنفکره» په يوه لار سره نه ځي . هغه د ولي خان خبره چې : « نفاق ته يې اتفاق دی » .

 په داسې حال کې چې آی-اس-آی د ستراتژيک عمق او کشمير د پاره پر افغانستان تر ټولو خونړۍ جنګ تحميل کړی دی ، افغان «روشنفکر» دې تراژيدۍ متحد نه کړ . زما يار ليکی : « هغه لعنتی جنګ چې هره ورځ د سلهاؤ افغانانو ژوند ورڅخه آخلي » خو خپل مسؤليت (يووالی او پيوستون ) يې ددې جنګ په وړاندې د خپل اسارت له امله هېر کړی دی . لعنتی جنګ د سلهاؤ ژوند «روشنفکر» متحد نه کړ. که افغانانو د خپل وطن سره رښتيني مينه درلودلای ، د پاکستان له خوا د نيابتي جګړې په وړاندې به يې ټول اختلافات شاته کړي وای او د پاکستان او طالب په وړاندې به په يوه صف کې ولاړ وای .  بر سېره پر دې ، ددې جنګ پر عقبی جبهه په اصطلاح خاشه اچوي او پاکستان تر دې عنوان لاندې چې د پاکستان تر شا امريکا ولاړه ده ، د جګړې اصل عامل نه بولي . معمولا کله چې د قاضي پر وړاندې يو بې ګناه کس د يوې ګناه مسؤليت ومني ، قاضي د هغه ګناه په اصلي مجرم پسې نه ګرځي او د ګناه منونکي ته جزا ورکوي .د پاکستان واکدارانو په ډاګه په مختلفو فرصتونو کې د دې جګړې مسؤليت منلی دی . پاکستان طالب ته پناه ورکړيده ، د بريدونو پلانونه يې جوړوي ، انتحاريان ورته روزي ، زخميان يې معالجه کوي ، خو زمونږ د قاضی «روشنفکر» پرنسيپ د معمولو پرنسيپونو سره توپير لري .

ښه ! «ذهنی غلام » د آی-اس-آی د ملی مقاومت له پيرو څخه پوښتنه کوي چې امريکا افغانستان اشغال کړ، په افغانستان کې د نړی له څلويښتو د زياتو هيوادونو نظامی حضور د څه د پاره دی ؟ د نړۍ ټول آزاد هيوادونه له افغانستانه څه غواړي ؟ که افغانستان اشغال او حکومت يې مزدور وي ، نو بيا ولې د امريکا دښمنان او دوستان د افغانستان دولت په رسميت پيژني ؟ راواخله ، روس ، ايران ، چين او بل هر کيفی هيواد . دا ټوله نړی احمقان دي ، يواځې ته د نړۍ نوی نابغه پیدا شوی يې ؟ زما انقلابی يار خو دې د نړۍ په مخ د يوه هيواد نوم واخلي چې د افغانستان دولت مزدور وبولي او په رسميت يې و نه پيژني . نو دا ټوله نړۍ د ليونتوب باد وهلی ده يو افغان انقلابی «روشنفکر» هوښيار پاتې شوی دی ؟ زما همدا يار لاړې پورته غورځوي او پر ځان يې رالويږي .  ايا د يوه مستقل هيواد پرضد جنګ چې پاکستاني نظامي جنايتکاران يې د طالبي تالي څټو په مټ پر مخ بيايي جنايت نه دی

راځو «اشغال» ته : داسې به يې فرض کړو چې «اشغال» د آی-اس-آی ، پاکستانی ملايانو ، طالب او «روشنفکر» په فرمايش ووت . افغان امنيتی ارګانونه څو مياشتی وروسته منحل شول ، مرکزی اداره تس نس شوه . تر اوسه خو د «روشنفکر» په شان ، د «اشغال» په سوسيال هر څه چليدل ، «روشنفکر» هم تر هر بل وخت زيات ويش دی ، تر دې حده چې ځينې يې په ډاګه د افغان او افغانستان دښمني هم کوي ، پايلې به څه وي ؟ «روشنفکر» ددې انجام نه شي سنجولای.

افغانستان به بيا د طالبی-جهادي دوران په شان په هديره بدل شي او طالب به ددې هديرې ساتونکی وي . د آی-اس-آی پاکستاني غړي به زمونږ د ولايتونو واليان وي . طالبي افغانستان به درې تروريست پلوه رژيمونه پاکستان ، سعودی او امارات  په رسميت پيژني او په نړۍ کې به د شمالی کوريا په شان يو منزوي هيواد وي . ښوونځي به وتړل شي او که کوم نيم د نمايش د پاره خلاص وو افغان ماشومانو ته به د آی-اس- آی د درسي نصاب له مخې دا  ور زده کوي چې : دوه کلاشنيکوفه + درې کلاشنيکوفه = په پنځه کلاشنيکوفه .  په وياړلي او تاريخي افغانستان کې به زمونږ ماشومان د مردار او شيطان پاکستان د ناولو موخو له پاره تروريست روزل کيږي .

د نورې نړۍ روشنفکران د خپلو هيوادونو د ستونزو د حل له پاره د خپل ولس او بشريت له تجاربو د نوي تفکر او په سياست کې د غوره او دموکراتيکو دودونو د ايجاد له پاره عاقلانه استفاده کوي . ما په يوه بله ليکنه کې د څو هيوادونو نوم اخيستی وو، خو له نېکه مرغه د داسې هيوادونه نومونه ډېر دي چې روشنفکران او سياسيون يې په مسؤليت سره پر ځاني ، ګوندي او قومي ګټو ، عامو هيوادنيو او انسانی ګټو ته ترجيح ورکوي او له رنګارنګ اسارتونو نه خلاص دي . ددې هيوادو روشنفکران يو له بل سره مخالفت لري ، خو يو بل تحقير او تعجيزوي نه ، بلکې يو بل ته درناوی کوي او پر ګډو ستونزو د بري د پاره ګډ پلانونه جوړوي او ګډ کار کوي .

زما يار ليکي : « خو دا ښاغلی په حقيقت کې په ړندو سترګو غونډاري غورځوي او غوږونه هم کڼوي يانې چې نه څه ويني او نه يې آوري، ايا هره ټولنه خپل اقتصادی ، ديني ، کلتوري او ټولنيز مشخصات نه لري ؟» .

که زما يار د خپلې ټولنې «مشخصات» پيژندلای ، نو به يې ټولنه له يوه کړکېچه بل کړکېچ ته نه ليږدولای ! ها رښتيا ، «څو چې امپرياليزم موجود وي ، عدالت ، پرمختګ او انسانيت به د مځکې پر مخ نه وي» . خو ددې عبث خبرې پر خلاف د ټولنې رهبر بايد د نړۍ د ښو او بدو واقعيتونو په نظر کې نيولو سره د خپلې ټولنې د خلاصون او نېکمرغۍ لاره پيدا کړي . خو تا دا کار ونه کولای شو . د ژوند لاره قير سرک نه دی ، بلکې له  کږليچونو ، خنډونو ، غرونو ، ځنګلونو ، جبه زارو ډکه ده ، يواځې عاقل او مدبر لارښوونکي خپل ملت د ستونزو له توپانه روغ رمټ باسي . ناکام او په خپلو موخو کې پاتې رهبران بيلې توجيهاتو د سياست له صحنې نه لکه ګولۍ وځي . دا معمول هره ورځ ژوند په اثبات رسوي .

که زما يار دې «مشخصاتو» ته داسې درناوی درلودلای ، بيا به يې په کنړ او خوست … کې سره بيرغونه نه ګرځولای ! او « مشخصات» به يې په نظر کې نيولي وای .

دا «مشخصات» چې زما يار نوی پر هغه عاشق شوی دی ، آمانی نهضت يې په وينو ډوب کړی دی او دې «مشخصاتو» زما د يار د پاره د ثور انقلاب او د نورو د پاره د ثور بدمرغه کودتا هم په وينو ډوب کړ . دادی اوس بيا دا « مشخصات » غواړي د هيواد دموکراتيک اساسي قانون  او دموکراتيک نظام په وينو ډوب او ختم کړي او پر ځای يې د منځنيو پيړيو « امارتي اسلامی نظام » ټينګ کړي ، چيرې به چې ښوونځي په پاکستاني ډوله مدرسو او سپورتي ميدانونه په مسلخ بدل شي .

يار مې ډیر بې انصافه دی ، خپله په لندن کې د « اشغال » سوسيال په مزه مزه خوري ، خو خپل په وينو لړلی ملت ته د سميع الحق او ملا فضلو په شان طالبي واکمني غواړي ، نه د جاپان او آلمان په شان مزدورې واکمنۍ .

«روشنفکر» پر افغان ولس حواله ورکوي چې د «اشغال» پر ضد جنګيږي .

لومړی دا چې دا افغان ولس نه دی چې د افغان دولت او خارجيانو پر ضد جنګيږي ، بلکې د آی-اس-آی ايله جاری طالبان ( افغان طالبان ، پنجابيان ، د پاکستان د اردو او مليشې افسران ) دي چې د افغان دولت او د هغه د خارجي ملاتړو پر ضد جنګيږي . دلته د سوات څخه د يوه عادی سړي کيسه را آخلم ، د سړي نوم مې په حافظه کې نه دی پاتې (بښنه غواړم ) داسې ليکي : « له پېښوره د کور پر خوا په ګاډي کی روان وم او د خپل کلی د هديرې سره می د خپلو کليوالو ډيری کسان له ګاډي وپيژندل ، وارخطا شوم چې خدايه خير ! بيا څه پيښه شوي ده ؟ سهار د تګ په وخت خو خير ، خيرت وو . له ګاډي کوز شوم ، زمونږ د کلی دوه افسران چې ويل يې نور يې په اردو کې کار پرېښود او ږيرې يې اوږدې کړې ، ناڅاپه له کلي ورک شول ، چا به ويل چې اختطاف شوي دي ، چا به ويل چې ممکن آی-اس-آی د ځانه سره د معمول مطابق وړي وي ، خو هيڅوک دقيق نه پوهيدل چې څه پېښ شول . دا افسران افغانستان ته د جهاد د پاره تللي وو ، ځکه چې کوم افسر د افغانستان جهاد ته ولاړ شی ، پاکستان بيا فوق العاده ترفيع ګانې ورکوي . اوس يې ددې افسرانو جسدونه راوړي دي او د کلی خلک يې ښخوي . نو ولی افغانانو په افغانستان کې زمونږ وروڼه ووژل ؟ »

 افغان ولس د پاکستانی مدرسو د ځانمرګو له لاسه او د طالبي تالي څټو د بريدونو د لاسه آزاده سا نه شی ايستلی او څلويښت کلن ناورين يې شمزۍ کږه کړي ده . افغان ولس د قرون وسطايي طالب واکمنی نه غواړي ، بلکې خپلو بچيانو ته نېکمرغه راتلونکي ، ښوونځی ، اوبه ، خواړه ، کور ، کالی او کار غواړي . افغان ولس د يوې منتخبې واکمنۍ وړ دي نه د خونخوارې آی –اس-آی د مزدورانو حقانی – هيبت الله د طالبی مذهبی انګيزيسيون  ! هغوی چې د انسانانو سرونه ريبي او د انسانانو په سرونو فوټبال کوي او هغوی چې ښځې سنګساروي .

 د ايدئولوژيک تفکر دا خوارکۍ اسير د پيړيو ، پيړيو اپين خورو او مزدورو تروريستانو کرم ته په هيله ناست دی او د طالبانو او آی-اس-آی ګډو پلتنو ته د « ملی مقاومت » نوم ورکوي او په هغې پورې يې د خپل نجات او خلاصون هيلې تړلي دي . نااميدي تر کومه بريده ؟ د هغو خوبونو عملي کوونکي چې سلګونه کالونه وروسته يې عملي کول په شک کې دي ، په يوويشتمه پيړۍ کې، بيرته منځنيو پيړيو ته لويږي . دې ته وايي لويدل او ذلت او دې ته وايي انحطاط !  فکری انحطاط د عملی انحطاط لامل ګرځي . ځکه دا فکر دی چې عمل رهبری کوي او عمل د فکر عينی تجسم دی . د يارانو طالبي موقف او له پاکستانی وينې تويوونکي ارتجاع او آی-اس-آی څخه په څنګ تيريدل د همدې فکري انحطاط محصول دي . نه پوهيږم چې دا ياران د تروريست طالب سره د کومې مکې پر خوا ځي ؟ خو دا جوته ده چې وژونکی طالب به خپلې مطلوبې مکې ته ورسي ، خو د طالب سره د يارانو د تګ لاره په يقيني ډول ترکستان ته تللی ده .

زما د ځوانۍ يار تر اوسه د ځوانی د خامو فکرونو اسير دی . د هماغه پنځو تاريخی دورو له چوکاټه د باندې ړوند ، کوڼ او ګونګ دی . زه د خپل يار له پاره غمجن او متأسف يم . کاشکې له پنځو تاريخی دورو يې لازم درسونه زده کړي وای ، زمونږ ټولې بدمرغۍ د خپلې ناپوهۍ د لاسه دي او بيا خپله ناپوهي پر علمي نړی ليد ور تاوان کوو . زه متأسف يم د هغو پاکو او ژمنو يارانو له پاره چې د خپل هيواد له پاره ګټه او زيان نه شي سنجولاي .

 طالب په يوويشتمه پيړۍ کې پر افغانستان د منځنيو پيړيو سياسی نظام تحميلوي . په کوم کې چې صحرايي محاکمې ، سنګسار ، په عام محضر کې په درو باندې د ښځو وهل د لاسونو او پښو پرې کول ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ډله ايز قرون وسطايي وحشت او د عقايدو تفتيش يوه عادي چاره ده .

امريکايي « اشغال » د پرمختللی پانګوالی نظام استازيتوب کوي . همدغو طالب ډنډورچيانو او زما انتقاد کوونکو له جهادی-طالبی استبداد څخه ، د اشغالګرو امپرياليستی رژيمونو عدالت ته پناه راوړي ده . ځانونو، کورنيو او بچيانو ته امپرياليستی عدالت خوښوي ، خو خپل افغان بدمرغه ملت ته طالبی عدالت غواړي .

که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي    خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې

ددې مظلوم ملت د بزګرانو له چاودو پښو ، خولو او تڼاکو له برکته په اشغالګر او امپرياليستی يوروپ کې ناست «روشنفکر» د اروپا له خلوته د مولانا سميع الحق په شان د طالبي جهاد ، مقاومت او پاڅون فتواګانې صادروي. همدارنګه غواړي په افغان غميزه کې د پاکستان او آی-اس-آی نقش دوهمې ، دريمې درجې ته راټيټ کړي او پر ځای يې امريکا له دې امله د افغان غميزې اصلی لامل وبولي چې ګويا امريکا خپل پاکستاني مرئې ته امر کوي او پاکستاني مرئې هغه اجراء کوي . فرض محال که داسې وي ، نو بيا خو تر پاکستاني اشغاله امريکايي اشغال ښه دی . وايي : « ورکه دې شی وينځه چې د وينځې کالي مينځي » . نو ولې مونږ د آی-اس-آی او د طالب تر جغ لاندې د مرئې مرئيتوب وکړو ؟ هيڅ مرئيتوب هيڅ ډول توجيه نه لري ، خو د مريې مرئيتوب بيا دوه چنده توجيه نه لري .

همدارنګه په هيواد کې د ننه پر مطبوعاتو بريد کوي . د هيواد مطبوعات چې د طالبي ناتار تر زوال وروسته د نوي نظام له غوره لاس ته راوړنو څخه بلل کيږي ، نه د طالب-مجاهد د پاره د منلو وړ دي او نه د چپ نما يارانو له پاره . ځکه دا دواړه کتګورۍ د فکری تنوع او پلوراليزم دښمنان دي او د خپلو واکمنيو په مهال يې د مطبوعاتو ، فکر او بيان آزادۍ د آزادی غوښتونکو سره يو ځای په دار خيږولي وې .

 همدا تاسو اخته نه ياست ، څو خپل ملګري بيرته سره را ټول کړئ او په افغانستان کې له سره نوی سياسی ګوند جوړ کړئ ؟ ايا ستاسو نوی سياسی احتمالي ګوند به د هيواد د ننه د قوانينو په چوکاټ کې قانوني فعاليت کوي او که ستاسو په اصطلاح د « طالبانو د ملی مقاومت » ملاتړی او برخه به وي . که په رسمي ډول فعاليت کوي ، نو دا دولت او قوانين خو ستاسو په اصطلاح د «اشغال» محصول دي ، بيا نو ستاسو نوی ګوند هم ګوډاکۍ شو او ستاسو د نوي ګوند جوړونکي برخې هم رسمي ګوندونه دي ، دا نو تاسو د «اشغال له ذهنی غلامانو» سياسی ګوند جوړوئ که څنګه ؟ په هيواد کې دوه بهيره روان دي .

۱- طالبان د هغه تر شا پاکستان ، ايران ، روس ، تر يو حده ممکن چين ، داعش ، غير مسؤلې وسله والې ډلې او د هغو داخلی ملاتړي

۲- افغان دولت د هغه ملاتړي امريکا ، ناټو او د نړۍ نورلسګونه هيوادونه چې د تروريسم ، بنسټ پالنې ضد جګړه پر مخ بيايي .

په ژوره خواشينۍ سره ظاهرا داسې مالوميږي چې زما دغه ياران د لومړي بهير سره خواخوږي لري . افسوس! هزار افسوس ! تاسو ته خو د طالبانو ماهيت مالوم دی ، هيله لرم چې دريځ مو آګاهانه نه وي او د دقت او سمون چانس له لاسه وتلی نه وي .

که تاسو ته په هيواد کې ددې موکه وي چې د افغان قوانينو په چوکاټ کې قانونی مسالمت آميزه مبارزه وکړئ ، بيا خو نو له پاکستانی – طالبي اشغال نه امريکايي «اشغال» ښه دی که څه واياست ؟

ستاسو په خبره چې که انګريز او امريکا نه وي ، پاکستان به نه وي . نو چې پاکستان د امريکا غلام دی او طالب د پاکستان غلام دی او تاسو بيا د طالب غلامي کوئ له غلام په طاقت د درو نه خو عادی غلام  ښه دی . ښه يې ويلي دي چې « ورکه دې شي وينځه چې د وينخې کالي مينځي » .

زه خپل يار ته دومره وايم چې نه کورنی تربيت او نه سياسي اخلاق دا اجازه راکوي چې تاسو ته د چا د غلام نسبت وکړم ، خو ذهني غلام را ته هغه څوک ښکاري چې ذهنی استقلال نه لري خپل ګټه اوزيان نه شي سنجولای ، د ټاکلو چوکاټونو د باندې د تفکر قدرت ونه لري او لکه د قرآن حافظان يا روبات هغه څه وايي چې پر ذهن يې تحميل شوي وي . خو ستاسو د ډاډ او تسکين د پاره دومره وايم چې زه آپين خور نه يم . او هيڅکله به د هغو سره په لار ولاړ نه شم چې د جهاد په نوم يې د افغانانو ښځې غنيمت کړې او ماشومان يې مرئيان د ځانه سره بوتلل . هيڅکله به د هغو چا سره ولاړ نه شم چې آماني نهضت يې په وينو ډوب کړ او هيڅکله به د هغو چا سره ولاړ نه شم چې دا څلويښت کاله زما د ملت وينې د خدای ، پيغامبر او اسلام په نوم تويوي .  که څوک په دې پوهيږي او که نه پوهيږي ته بايد په دې پوه شې .زه نه د سميع الحق د طالبانو د پلار د شيطانی تفکر ذهنی غلام يم ، نه د عربي قاتلانو او نه د امريکا د امپرياليزم .

زه په ډاګه په منځني ختيځ کې د امريکا بی شرمه او بی حيا سياستونه چې د اسرائيلي سپين سترګي تېري تر شا ولاړ دي غندم . زه امريکا له دې امله غندم چې د خپلو اقتصادی موخو له پاره د نړی پر مخ د يوه بی ساري مذهبي فاشيستي سعودي رژيم تر څنګ ولاړه ده . زه امريکا له دې امله غندم چې د تروريست پاکستان سره تر اوسه د مدارا سياستونه تعقيبوي او زما مظلوم ملت ته وينو په قيمت تماميږي . زه د لاتيني امريکا د هيوادونو په داخلی چارو کې امريکا د بی شرمه مداخلو له امله په سختو ټکو غندم . همدارنګه د امريکا او ټولې نړي بې پروايي د يمن د مظلوم ملت په وړاندې چې سعودی ، پاکستانی او اماراتی تروريستانو د وينو حمام جوړ کړی دی په کلکه غندم . زه په نړۍ کې د ژوند د چاپيريال د ساتلو د اصولو څخه د امريکا سرغړاوي په سختو ټکو محکوموم . خو په افغانستان کې د طالب تروريستانو او نورو وحشيانو په وړاندې د امريکا دريځ ستايم او تر هغو به د امريکا د نظامي حضور تر شا ودريږم ، تر څو د آپين خورو وحشيانو غاښونه مات شوي نه وي او له داړلو عاجز شوي نه وي . ددې چارې په تر سره کيدو سره به زه که ژوندی وم  د په خپلو پښو ولاړ او په ځان بسيا  افغان ملت د ارادې سره بی چون و چرا د آخرين خارجی سرباز تر وتلو پورې ولاړ وم .

پای

میه حزب ملی ترقی افغانستان

در باره حادثه خونبار و الم ناک حملۀ تروریستی برمراسم تجلیل ازمیلادالنبی درهوتل اورانوس

29/عقرب /1397

   حملات ننگین، جبون تروریستی و انتحاری فاجعه باری که موجب قتل و کشتار جمعی هموطنان بیگناه،اعم از علما جید ،پیر و جوان را فراهم میسازد،مدت ها است که از جانب اهریمنان و دشمنان سوگند خورده مردم بلا کشیده کشور مان بطور وحشتناک و سخت بیرحمانه انجام میدهند .

    به سلسله تداوم وحشتناک عمل قبیح انتحاری، ما شاهد یک فاجعه دیگری درهوتل اورانوس درشهرکابل هستیم که از اثر آن حمله خونبار بیش از (40)تن از هموطنان بیگناه ما زخمی و به تعداد (60)تن کشته بجا گذاشته است که عمدتا افراد بیدفاع ملکی قربانی این عمل شنیع گردیده اند . حزب ملی ترقی افغانستان حمله خونبار و فاجعه آمیز انتحاری و تروریستی هوتل اورانوس را به شدت تقبیح و نکوهش نموده،آنرا به سود دشمنان وطن و به زیان مردم زجر کشیده کشور میداند و به این باور است که این اعمال وحشیانه در این مرزو بوم را هیچ گاه مردم و تاریخ کشور ما به یاد فراموشی نخواهد سپرد  ودست اندر کاران حلقات تروریستی از پنجه خشم و نفرت مردم در امان نخواهند ماند و بهای قیمت خون بیگناهان را خواهند پرداخت .

     حزب ملی ترقی افغانستان با تآثرات عمیق به بازمانده گان عزیزان قربانی این حادثه از صمیم قلب تسلیت عرض نموده و به شهدای این حادثه  جنت برین و به زخمیان این حادثه شفای عاجل از خداوند بی نیاز آرزو مینماید .

دارالانشای حزب ملی ترقی افغانستان