د نيکه ونه
دلویو لويو درنو تیګو په منخ کي دیوه ښکلی ځړوب یا ابشار له څنګه دشتمنی،ښکلا اوهیلونښه وم .دشنو پاڼو په منخ کي به مي ښکلي غوټي په غوړیدو وي،سیل،سیل –
مرغان به می په میوو ماړه اود اوږدو منزلونو کاروانونه به می سیوری ته هوسیدل.
ما به دکاروانیانو ټولي ترخي ،خوږی کيسی دزړه په غوږو اوریدلي .خوښي وی،
دویر او ماتم نښی نه وي ،دکينی ،کرکی څپی می نه په ستر ګو کیدي .دخپلوڅانګود
غوړیدو په ننداره وم .په چم ګاونډ کی می د سیالی وزرونه په خوځیدووه .خپلوته نه
ښکاریدم خوپردوبه زما په غوړیدو رخه کوله ،په پټه ئی زما جرړوته داوربڅری –کرل .له دی بڅرو نه تندر ،طوفان جوړسو پرشنه اسمان موتوري وریځي راواوښتی Continue reading