کابل—افغانستان
د ۱۳۹۷ کال د غوايي۱۷ نيټه
د ګوندی يووالی بهير د غټو ستونزو او له هغې څخه د راوتلو پايلو په هکله :
ګران هيوادوال او د ګوند محترم غړی خبر دی چې د وطن د ترقی ملی ګوند او د افغانستان د خلکو د ګوند تر منځ د يووالی له پيل شوی بهير څخه شاوخوا دوه نيم کاله تيريږی .په دی موده کی ګوندي ګډ اسناد لکه تګلاره او کړنلاره ، ګوندی پاليسی ، د ګوندی سازمانونو د ادغام ميکانيزم ، يو شمېر مصوبې او يادداشتونه له زياتو بحثونو وروسته را منځته شول . د يادو شوو ګوندی اسنادو د پلی کيدو په برخه کی يو لړ ګامونه پورته شوی، خو د يو شمېر مهمو ګوندی دندو او فعاليتونو د اجراء په وړاندې د ځينو ګوندی مشرانو او کادرونو مقاومت او خنډ اچونې ددې لامل شوی چې د ګوندی يووالی بهير بشپړيدو ته پرې نږدی او په دې توګه د وطنپالونکی او دموکراتيک غورځنګ په چوکاټ کی د يوه آغيزمن واحد سياسی ګوند د تشکيل مخه ډب شوه . شايد مونږ هم په ځينو مواردو کې د ګوندی يووالی د بهير د بشپړتيا په برخه کی ناغيړی کړی وي ، خو د بهير د سالمی ودې له پاره ، زمونږ هلې ځلې او مقابل لورې ته زمونږ وړانديزونه او نظريات دا حقيقت په ډاګه کوی چې : مونږ خپلې دندی او مسؤليتونه په اړينه توګه درک کړی او د هغو پر بنسټ مو د بهير د بريا له پاره خپلې هڅې نه دی سپمولي .
په خواشينۍ سره بايد ووايو چې په هيواد کی د روانې خونړی غميزې سره سره سياسيون د خپلو محدودو ګروپي ګټو له چاپیرياله وتلای نه شی . عامه ګټې او لوړ ملی مصالح تر ننه د بد بينيو ، تعصب ، ځان غوښتنو ، ګروپ بازيو او له ګډ کار څخه د تيښتې له ګواښ سره مخ دي . له دې امله پر ځای بولو ، پر هغو ټکو رڼا واچوو چې د يووالی بهير يې ټکنۍ کړ :
– په داسی حال کې د کنګرې د دايريدو له پاره هلې ځلی کيږی ، خو تر دې دمه د ټولو ګوندی سازمانونو تر منځ د تشکيلاتی ادغام بهير لا نه دی بشپړ شوئ ، په ځينو ګوندی سازمانونو په ځانګړی توګه په بهرنيو هيوادونو کی د مقابل لوری ملګری مشترکو غونډو ته تر اوسه د تګ زړه نه کوي ، همدارنګه د ګوندی غړو لستونه لا هم نه دی تبادله شوی، ددې ګوندی سازمانونو غړی تر اوسه يو او بل نه سره پيژنی .
– دا او دې ته ورته نور عوامل ددې لامل شو، چې د ګونديانو تر منځ په ځانګړی توګه په ګوندی مقاماتو کی بې باوری را منځته شی .
– په ګوندی نشراتو، ليکنو او مقالو کی ګوندی پاليسيواو ګوندی لورليد ته درناوی نه کيږی . په دې توګه د ګوند ځينی غړی په لوی لاس د ګوند اعتبار ته زيان رسوي . د سرغړونو په هکله يادآوری په دی ځواب شی چې : « هغوی خو نازولی دی ، ياغی او باغی دی »
– د ګوندی غړو سره د يو شمېر ګوندی مسؤلينو ناوړه چلند ددې لامل شو چې يو شمېر ملګری مايوسه شی ، ځانونه ګوښه کړی او له مبارزې لاس واخلي .
– د تشکيلاتی ناوړه موخو له پاره د ځينوګوندی تشکيلاتی واحدونو ( لکه د کابل پوهنتون سازمان)ړنګول او له منځه وړل .
– د کنګرې د تدارک کميټې د غړو د ټاکلو پر موکه په يو اړخيزه توګه د يوه اړخ له رئيس نه نيولی د مشرتابه تر نورو غړو پورې په جانبدارانه ټاکنو لجوجانه ټينګار.
– د دموکراسی د ابتدائي اصولو پر خلاف د مرکزی شورا غړی بيله دی چې د ګوندی سازمانونو لخوا وټاکل شی کنګرې ته د استازیتوب نورمونونه د باندې د غير منتخبو استازو په توګه ليږل ، کنګرې ته څه پيام د ځانه سره لرلای شی ؟
– د اساسنامی او يووالی د کنفرانس د پريکړو پر خلاف په مصلحتی او سازشی توګه د کنګری پر صلاحيتونو يرغل او د اصولو خلاف توافقاتو پر بنسټ، تر کنګری د مخه د ټولو ګوندی مقاماتوانتصابول څه مانا رسوي ؟
د ډيرکی کيدو ( اکثريت جوړونې ) له پاره په چټکی سره په اصطلاح د ګوندی سازمانونو جوړول او همدارنګه د هر ډول تشکيلاتي سابقې او منطق پرته د خيالی ارقامو وړاندې کول.
– د ځانګړو موخو د پاره پر داسی يوه ميکانيزم ټينګار چې صريحا د اساسنامی سره په ټکر کی دی او هغو کسانو ته، کنګرې ته لاره پرانيزی ، چې يواځې په ګوندی غونډه کې يې ګډون کړی وي ، د اساسنامی خلاف د ګوندی غړيتوب د نورو شرايطو له نظره غورځول .
– د کنګرې د تدارک د کميسيون د رئيس له خبرتيا او لاسليک پرته د کنګری د زمانی جدول خپرول .
– د ګوند په دارالانشاء کی د ستونزو له حل پرته د يو اړخيزه ټاکنو د هدايت صادرول .
د يادونې وړ ده چې نوموړی ستونزې له هغه وروسته پیل شوې ، کله چې د ملی متحد ګوند سره د يووالی بهير په ټپه ودريد . له دې سره جوخت يو شمېر لوړ پوړی ګوندی غړی ، د ټولو ګوندی اصولو او موازينو پر خلاف د اکثريت جوړونې په هڅه کی شول . ددې پر ځای چې د وحدت او يووالی د بهير د لا بشپړتيا له پاره ګوندی غړی وهڅوی ، د ځان غوښتنې او محدودو ګروپي ګټو له پاره يې په ناروا هڅو ، دروغژنو او خيالی سازمانونو او ارقامو په ارایه کولو ګوندی فضاء مکدره کړه . د ګوند دارالانشاء ، د جوړونکو او يو کوونکو ګوندی فعاليتونو پر ځای پوره يو کال دغو د ګوند ضد او يووالی ضد توطئو ته وقف کړ .
مونږ وياړ لرو چې د خلکو د ګوند سره د يووالی په ټول بهير کی د يوه دموکراتيک ګوند او يوې دموکراتيکې کنګرې د دايريدو زغرده پلويان پاتې شوی يو .
د دې تلاشونو تر څنګ مو د ستونزو د نورمال او دموکراتيک حل له پاره د ګوندی کادرونو ، د مرکزی شورا او اجرائیه شورا له غړو سره مشورو ته مراجعه کړی ده . ددې مشورو پايله دا شوه چې د ستونزو د حل له پاره بايد يو نهه ماده ايزه وړانديز مقابل لوری ته وسپارل شی .
خو په خواشينۍ سره چې دا جوړوونکی وړانديزونه هم د تير په شان نه يوازې بابيزه وګڼل شول ، بلکې يادو تيروتنو نور هم زور واخيست او د وړانديزونو په وړاندې غبرګون هم منفی وو . رښتينۍ يووالی زمونږ برخليک دی . مونږ د يووالی تر نوم او عنوان لاندی نفاق او بيلتون ته هڅې نشو زغملای اوپریکړه کووچی سر له ننی نیټی دیووالی دروان منحرف بهیر سره خپل پریکړوڼ اعلان کړو .
مونږ د ملی او دموکراتيکو ځواکونو د يووالی او پيوستون چاری ته خپله ژمنتيا په بيا او بيا اعلانوو ، اوخپلې جوړوونکی هڅې به د يوه آغيزمن ، پراخ سياسی او ټولنيز غورځنګ د را منځته کيدو له پاره جاری وساتو . په درنښت
ژوندی او بريالی دې وی د وطن د ترقی ملی ګوند
د وطن د ترقی ملی ګوند رئيس
عبدالحی مالک
دسويډن د ترقي ملي گوند گوند ي سازمان ملگري ددی اعلاميي څخه په کله ملاتړ اعلانوي اود ټولو ملي روښان اندو د يوالي له پاره خپلې هلې ځلې نه سپموي
جلسه دارالانشای حزب ملی ترقی مردم افغانستان به روز پنجشنبه مورخ ۱۳ ثور سال ۱۳۹۷ تحت ریاست رفیق پوهاند دوکتور محمد داوود راوش رئیس حزب، در دفتر مرکزی واقع شهر کابل دایر گردید. در جلسه مسوولین و معاونین شعبات و کمیسیونهای مرکزی نیز شرکت داشتند.
برای جلسه اجندای ذیل پیشنهاد و مورد تصویب قرار گرفت :
۱.حث روی یا داشت عده یی از رفقا در مورد چگونگی تدویر کنگره حزب.
۲.بحث روی اشتراک حزب در پروسه انتخابات پارلمانی و شورا های ولسوالی.
در آغاز جلسه رفیق راوش روی سلسله مسائل صحبت نموده و گفتند: شورا های ولایتی حزب فعالانه کار مینمایند، تماس هاو مذاکرات با احزاب و سازمانهای سیاسی ، اجتماعی و کنکوری های مختلف مردم وجود دارد. شعبات و کمیسیونهای مرکزی حزب فعالانه کار مینمایند. ماهنامه حزب چاپ و به شورا های ولایتی فرستاده شد. مصاحبه های تلویزیونی و رادیویی صورت گرفته و اهداف حزب وسیعا توضیح شده است. کنفرانس های شورا های ولایتی طبق مصوبه دارالانشای حزب دایر گردیده و برای تدویر کنگره کار صورت گرفته است. با تاسف وضع امنیتی در کشور رو به وخامت میرود. اما ما وظایف مان را طبق برنامه حزب در برابر مردم و کشور ادامه میدهیم و صادقانه در خدمت مردم و کشور خود قرار داریم. طبق ماده اول روی یا داشت و سلسله اجر ات صورت گرفته توضیحات لازم ارائه گردید . پیرامون آن عده زیاد رفقا ابراز نظر نموده ، نظریات خود را ارائه کردند . در مورد مصوبه دارالانشا به اتفاق آرا تصویب و مطابق آن کمیسیون موظف گردید تا روی یا داشت رسیده ، بحث و با دقت یا داشت را تحلیل و تجزیه نموده ، گزارش خود را به جلسه بعدی دارالانشاء ارائه بدارند.
طبق ماده دوم رفیق صبور ثابت رئیس کمیسیون تفاهم و روابط سیاسی حزب ، طرح های کمیسیون را قرار ذیل به جلسه ارائه نمود:
۱.طرح رهنمود پیرامون انتخابات ولسی جرگه و شورا های ولسوالی
. ۲چگونگی سازماندهی جریان انتخابات و کاندیدان مطرح سال ۱۳۹۷.
۳.طرزالعمل ایجاد شورای همکاری نیرو های ملی و دموکراتیک افغانستان پیرامون انتخابات.
شماری از رفقا به ارتباط طرح های یاد شده ابراز نظر نموده و هم کاندیدان حزب برای انتخابات ولسی جرگه از ولایت کابل و سایر ولایات مشخص شدند. سه طرح ارائه شده در پرنسیپ مورد تایید قرار گرفت و فیصله بعمل آمد تا رفقا نظریات تکمیلی خود را به کمیسیون بسپارند. در مورد طرح های ارائه شده مصوبه دارالانشاصادر گردید. جلسه که حوالی ساعت ۹ صبح به کار خود آغاز نموده بود به آرزوی تامین صلح و ثبات دائمی در کشور حوالی ساعت یک بعد از ظهر پایان یافت.
کمیسیون تبلیغ و فرهنگ
جلسه دارالانشای حزب ملی ترقی مردم افغانستان روز پنجشنبه مورخ ۲۳ حمل ۱۳۹۷ حوالی ساعت ۹:۳۰ صبح تحت ریاست رفیق پوهاند دوکتور محمد داوود راوش رئیس حزب در دفتر مرکزی دایر گردید. در جلسه روسای شعبات و کمیسیون های مرکزی نیز اشتراک داشتند.
جلسه تحت اجندای ذیل دایر گردید:
۱.بحث روی یا داشت عده یی از رفقا در مورد چگونگی تدویر کنگره حزب .
۲.بحث روی اشتراک حزب در پروسه انتخابات ولسی جرگه و شورا های ولسوالی های کشور.
طبق ماده اول اجندا، رفیق راوش روی یاداشت آمده، جلسات متعدد و جلسه مشورتی روشنی انداخته ، نتایج ملاقات ها را به جلسه ارائه کرد. پیرامون موضوع رفقا ویار ،احمدی، رفیعی ، صالحی ، قیام ، صمدی ، خاوری ، زرین ، کا مجو، آرین و راوش صحبت نموده ، نظریات خود را مطرح نمودند، در نتیجه به اتفاق آرا فیصله بعمل آمد تا طبق مصوبات قبلی دارالانشا کار برای تدویر کنگره در زمان پیشبینی شده ادامه یابد و هم پروسه مذاکره با رفقا ادامه یابد.
طبق ماده دوم ، رفیق نجات عضو کمیسیون تفاهم و روابط سیاسی طرح رهنمود دارالانشا در مورد اشتراک شورا های حزبی در انتخابات ولسی جرگه و شورا های ولسوالی را به جلسه ارائه کرد . پیرامون طرح رفقا نورستانی، جانباز ، خاوری ، کا مجو، ذهین ، زرین و راوش صحبت نموده ، نظریات سازنده مطرح کردند که در نتیجه با تعدیلات وارد شده ، رهنمود به اتفاق آرا تصویب و هم در زمینه مصوبه دارالانشا صادر گردید.
جلسه حوالی ساعت ۱۱:۳۰ به امید تامین صلح و فعالیت هدفمند شورا های حزبی در امر تحقق وظایف بزرگ که در مقابل حزب قرار دارد ، اختتام یافت.
کمیسیون تبلیغ و فرهنگ
روز پنجشنبه مورخ ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۹:۰۰ صبح جلسه فوق العاده بیروی اجراییه شورای شهر کابل حزب ملی ترقی مردم افغانستان، تحت ریاست رفیق جیلانی رئیس شورای شهر کابل حزب، در دفتر مرکزی تحت اجندای ذیل که به اتفاق آرا تصویب گردید، دایر شد:
۱.بحث ، گفتگو و اتخاذ تصامیم روی پلان تدوین شده ، تدابیر و اقدامات شعبات و کمیسیون های شورای شهر کابل حزب برای سال ۱۳۹۷.
۲.تصویب پلان کار و جدول زمانی تدویر جلسات بیروی اجراییه شورای شهر کابل حزب برای سال ۱۳۹۷.
در آغاز رفیق جیلانی روی کار کرد شعبات شهر بعد از کنفرانس حزبی شهر کابل به جلسه گذارش ارائه نمود .بعدا” طبق مواد اجندا به ترتیب پلان تدابیر شعبات و جدول زمانی جلسات بیروی اجراییه شهر کابل را ارائه کرد. پیرامون آن رفقا ابراز نظر نموده ، غرض غنامندی آن نظریات ارائه کردند که بعد از تعدیلات هر دو ماده اجندا به اتفاق آرا تصویب گردید.
جلسه حوالی ساعت ۱۱:۰۰ به امید رشد و انکشاف هرچه بیشتر سازمانهای حزبی شهر کابل اختتام یافت .
کمیسیون تبلیغ و فرهنگ