د افغانستان د ملي ترقۍګوند د دارالانشا د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې پيغام

کابل- افغانستان
دثور١٩نیټه ١٣٩٩م کال
په ‌‌‌‌‌‌ډيره خواشینۍ سره مو خبرتیا ترلاسه کړه ،دهیواد دمعارف ځلانده ستوری اودافغاستان دملي ترقۍ ګوند دمرکزی شوراغړی استاد یعقوب خان حبیبی له دی فانی نړۍ نه سترګی پتی کړی اووفات شو .
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاداستاذ یعقوب خان حبیبی د هیواد دمترقی نهضت یو مسلکي ، تکړه لاسپاکۍ سیاستوال ،ښوونکې، په هیواد ،خلکو مین اوملی ګټو ته ژمن مبارزشخصیت وو . هغه خپل ټول ژوند یی د وطن او خلکو په خدمت کې تیر کړ اودخلکو دهوساینه اوهیواد لپاره یی دمعارف په ډګر نه هیریدونکې خدمتونه ترسره کړی دی.
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشا د ارواښاد مړینه دهیواد مترقی نهضت اومعارف ته ستره ضایعه بولي ، دمرحوم استاذیعقوب خان حبیبی غمزپلي کورنۍ ته تسلیت وړاندی کوی اودغه سترغم کې ځانونه ورسره شریک ګڼي اود خدای ج څخه داروښاد درنې کورنۍ ،خپلوانو ،دوستانو ،ملګرواوهمسنګرو ته دزړه صبرجمیل غواړی . لوي خداي ته د دوعا لاس پورته کوي چې مرحوم استاذ یعقوب خان حبیبی ته مغفرت وکړي او د هغه فضیلتونه د ارواښاد د کورنۍ په غړو کیږدي روح یی ښاد اویاد یی تل پاتی . .
امین

عبدالحی مالک
د افغانستان د ملي ترقۍګوند ریس

Bilden kan innehålla: 2 personer

د افغانستان د ترقۍ ملي ګوند د دارالانشأ د ډاډګیرنې پيغام

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۹ کال د ثور ۱۳ م

د مرحوم عارف وزیر د شهادت اړوند:

د ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرتیا موندلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ( پې ټې ام ) د عادلانه مبارزې د بې پایه کاروان یو بل سالار مرحوم عارف وزیر چې د خپلې کورنۍ ۱۲م شهید دی، د انسانیت، پښتنو او مسلمانانو دوښمنانو ، د سیمې د اجیرو ملیشو له خوا په غلچکې ډول خو په بې رحمۍ شهېد کړل شو . ارواښاد د علي وزیر د تره ځوي او د منظور پښتین د سیاسي مبارزې د لیکو یو فولادي شخصیت ؤ . هغه د لنډ خو پتمن ژوند په اوږدو کې په سیمه کې د استعمار ، په پښتنو باندې د پنجابې نیواک د تیریو ، د پوځ او اي اس اي د توطيو او دسیسو په وړاندې زړوره هڅه او هاند کولو .

هغه پښتنو ته، په خپلو ذرایعو او وسایلو د واک لرلو ، په خپله جغرافیه کې د انساني مدني ژوند کولو ، د نورو قومونو په څير له ښارونډي حقوقو څخه د برخه من کېدلو او د خپل اصیل فرهنګ او ثقافت څخه د ګټي پورته کولو ، د حق د ورکړي له پاره هدفمنده مبارزه کوله.

ارواښاد عارف وزیر د ارمان لوڼې او نقیب په لاره د تګ تعهد په کابل کې په هغو ویناګانو کې تازه کړو چې ویل یي هغوئ چې د طالب په جامه لرو بر افغانان وژنې، افغانستان او پښتونخوا ویجاړوي، ترهګر دي او د پاکستان د پوځ او استخباراتو د کرایي ملیشو په رول کې لوبیږي.

د مرحوم سختو نیوکو ، فعال ولسي کار ، په خلکو کې پرله پسې زیاتیدونکې اغیز پنجابۍ استعمار ، کرایي ملیشي او ترهګري مذهبي کړۍ په عوصه کړي. له دې کبله یي په پوره ناځوانۍ د پې ټې ام د نیواک ضد خوځښت اتل عارف وزیر په شهادت ورساوه.

خداي بښلی عارف وزیر د افغانستان د خلکو ستر دوست ؤ ، هغه افغانستان خپل پلرنی انګړ باله او د هغې د ابادۍ او سوکالۍ سره یي مینه درلوده. تل به یي ویل چې د افغانستان د سوځيدو او د ټولي پښتونخوا د ویجاړیدو عامل پنجابی استعمار او په سر کې یي د پاکستان پوځ او استخبارات دي.

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيرو سختو ټکو د مرحوم عارف وزیر وژل غندي او دا عمل یو بشري ضد، پښتنې ضد او اسلامي ضد عمل بولې. په داسې حال کې چې شهید ته د لوي خدایه د مغفرت او دردمنې کورنۍ ته یي د زړه صبر او عوضونو د ورکړي دوعا کوي،  د افغانستان په ټولو هېوادنیو ډموکراتیکو سیاسي مدني ټولنو ، د بشر د حقوقو په سازمانونو او د ملګرو ملتونو په سازمان غږ کوي چې له ټولو لارو چارو د پاکستان په ترهګر حکومت او پوځ زور واچوي چې د مرحوم عارف وزیر قاتلین پيدا او د نړیوال عدالت منګولو ته د سزا لېدو په خاطر وسپاري او پاکستانۍ حکومت مجبور کړي چې د ارواښاد کورنۍ د نورو ټولو غړو امنیت خوندي کړي او د رسېدلي ظایعې له امله یي د کورنۍ غړو ته تاوان ورکړي. همدارنګه پاکستان مجبور کړي چې د پې ټې ام د مدني غورځنګ د فعالینو او غړو حفاظت وکړي، ټولو کړي نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او د پښتون ژغورنې غورځنګ عدالت غوښتونکې داعیي ته درناوی وکړي.

انا لله و انا الیه راجعون

عبدالحی  مالک  د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

پیام تسلیت دارالانشای حزب ملی ترقی افغانستان به مناسبت درگذشت عبدالرشید جانباز

جانباز

با تاسف فراوان اطلاع حاصل نمودیم که یکی از پیشکسوتان جنبش ترقی خواهی افغانستان، شخصیت مبارز، وسیاستمدار برجسته کشور، عبدالرشیدجانباز داعی اجل را لبیک گفته وبه ابدیت تاریخ پیوسته است.

انالله و انا الیه راجعون

دارالانشای حزب ملی ترقی افغانستان مراتب تسلیت عمیق خویش را به این مناسبت خدمت همه اعضای خانواده،رفقا،دوستان و همسنگران مرحومی ابراز نموده،خود را در این اندوه بزرگ شریک دانسته،به آنها صبر جمیل و به مرحوم جانبازبهشت برین آرزو می نماید.

روح شان شاد !

کمیسیون تبلیغ وفرهنګ
حزب ملی ترقی افغانستان

د کـــــــــــــــرونا نړيـــــــوال نـــــــــظـــم

:

لـــيــــکـــنــه : اميرګــــران

دويمه برخه 

امريکائي سياسي تحليلگر او پروفيسور نوام چامسکي خبرداري ورکړي چي د Covid-19 يا کرونا ويروس د بحران له پاي ته رسيدو به نړۍ احتمالآ له دوه غوراوي سره مخامخ شي ، يا به د مستبيدينو استثماري او ظالمانه نظامونو شمير زيات شي او يا به په بشري ټولنو کي د انساني شرايطو پر بنسټ تغيرات رامنځ ته شي او د ۸۰ ميلادي لسيزي يوطرفه ” نوي نړيوال نظم ” New World Order ته د پاي ټــــــــکي کيږدي ،

همدا ډول چامسکي ، د امريکا په جمهور رئيس دونالډ ټرمپ په امريکا او نړۍ کي د کرونا بحران د خپريدو له امله په خپل وخت اقدام نه کول سخت انتقاد وکړ او هغه ( ټرمپ ) ئي له ټولني او بشريت سره د يوه نفرت کوونکي او مسخره په توګه ياد کړ ، هغه زياته کړه چي لکه د پوليو په څير د کرونا واکسين هم جوړيداي شواي مـــګر نيوليبرل طاعون ئي مخه ونيوله نوموړي په پاي کي وائي چي د دواجوړولو کمپنيو لپاره د باډي کريم Body cream په عوض د واکسين جوړول ډير ګټور دي ) ، د کرونا پانډيمي په اړوند د امريکا د دوو ولسمشرانو نيکسن او جيرالډ فورډ د خارجه وزير هنري کيسنجر ، سپيني ماڼۍ ته د خطرزنګ ته هم توجه په کار ده ، هغه ويلي چي ( امريکا بايد د کرونا بحران له امله ويشه شي ځکه وروسته له بحرانه به په نړيوال نظم کي په بشپړه توګه بدلون را منځ ته شي ، کيسنجر وړانـــدويــنه کوي د خپري شوي وبا له امله به سياسي او اقتصادي کړکيچ دومره پراخ او اوږد شي چي تر راتلونکو نسلونو به وغزيږي او د ويروس له کبله به د ملتونو خپلمنځي اړيکي ، ټولنيز ، سيمه ايز او نړيوال پيوندونه کمزوري او د زوال په لور ولاړ شي ، کيسنجر د امريکا د Wall Street Journal په مجله کي يادونه کوي چي نوي نړيوال نظم د جوړښت په حال کي ده او امريکا بايد ورته تياري ولري ، د کرونا بحران به جهاني سيستم ته د تــــــــل لپاره تغير ورکړي ) ، د نړۍ د سياسي او اقتصادي شنونکو په باور د کرونا پانډيمي يواځي انسانانو ته خطر نه پيښوي بلکه په نړيوال نظم کي ئي د عدم اطمنان او بي باورۍ دوره هم را منځ ته کړه ، په ديپلوماتيکو اړيکو به هم بي تاثيره نه وي ، په نړيوال اقتصاد ئي ناوړه اغيز کړي ، د کرونا ويروس د خپراوي له کبله همدا څو مياشتي ياني له ډيسمبر ۲۰۱۹ م څخه تر دا مهاله په ميليونو خلکو کارونه له لاسه ورکړي ، په نيويارک او نورو هيوادو کي د ونـــډو بازارونه له کمښت او بحران سره مخامخ دي ، د ډالرو ، نفتو … نرخونه راولويدل ، داسي راپورونه هم شته چي چيني کرنسۍ به د ونډو په بازارونو کي د ډالرو سره برابره تبادله کيږي ، نړۍ د ۹۱ کاله وړاندي بحران په څير له وحشت سره لاس او ګريوان ده ياني  په ۱۹۲۹تر ۱۹۳۳چي د نيويارک د ونډو په بازار کي داسي کړکيچ را پيدا شو چي اقتصادي مؤسسي ئي له سقوط سره مخامخ کړي او په ۱۰۰ ګونو زره کارگران او خلک بي کاره شول او هم د امريکا ځني بانکونه له ډيوالي کيدو او ماتي سره مخامخ شول ، کرونا وبا د يوه نړيوال جنګ د بديل په حيث بڼه خپلوي ، اقتصادي اغيز ئي خوارا پراخ ده ، د تيلو مارکيټ د لا خرابيدو په حال کي ده ، د تيلو د توليد په سر د اوپک OPEC ياني د تيلو د توليد د صادرونکو هيوادو او روسيي په منځ کي اختلا فات شته او د بي باورۍ فضا ئي ايجاد کړي ، او د دوي په منځ کي د جګړي او اختلاف نظر له امله د نوموړو توکو تقاضا او غوښتنه له تاريخي کمښت سره مخ ده په دغه هکله ډونالډ ټرمپ وويل ( د تيلو د مارکيټ د لا ډير خرابيدو د مخنيوي لپاره حکومت پلان لري چي 75 ميليونه بشکي تيل په ډير ټيټ نرخ وپيري او په ملي ستراتيژيکو زيرمو کي ئي وساتي ) ، حقيقت دا دي چي د کروناويروس

دنړيوال کيدو يا پانډيمي Pandemic اثر له کبله د نړۍ اقتصادي وضعيت له مرګوني ضربي سره مخامخ ده او د نړۍ اقتصادي کارپوهان او متخصصين وړاندوينه کوي چي که په راتلونکو هفتو کي د کرونا ويروس د خپراوي مخه ونه نيول شي او بحران مـــهـــار نه شي جهاني اقتصاد به له نفسه ولويږي ( په کانادا کي د نړۍ د سياسي او اقتصادي علومو د پروفيسور ، شوسودوفسکي له نظره هغه امريکائي – انگليسي نفتي کمپنۍ چي د يـــورو اسيا د سترو نفتي کمپنيو نل ليکي او دالان کنټرولوي د کرونا بحران له وجي به کمزوري شي ، همدا ډول د ملګرو ملتو د خوړو د نړيوالي اداري ( WFP ) د خبرداري له مخي ، نړۍ د کرونا وبا له امله د ” پراخي او تاريخي لوږي ” له خطر سره مخامخ ده او له امکانه ليري نه ده چي د دغه بحران له کبله به په نړۍ کي بي ساري قحطي را منځ ته شي او په حکومتونو ئي غږ کړي چي د مخنيوي لپاره ئي اړين ګامونه پورته کړي ، د WFP مخکښ اقتصاد پوه عارف حسين وائي ( د وبــا اقتصادي اغيز د هغو ميليونونو خلکو لپاره خوارا بوږنوونکي دي چي لا د مخه له ستوني نيول شوي دي ) ياني د هغو خلکو لپاره چي يواځي هغه وخت خوراک کولي شي چي ورځني کار وکړي ،

د خوړو د نړيوال پروگرام له نظره ، د افغانستان په ګډون هغه لس هيوادونه چي له جګړي ، اقتصادي بحران او اقليمي بدلون څخه اغيزمن دي له خوارا ډير خطر سره مخ کيداي شي ، ځکه دا له دويمي نړيوالي جګړي تر ټولو بد انساني ناورين ده ،

په پاي کي تر ننۍ نيټي ۲۳ـ۴ـ۲۰۲۰ پوري په ټوله نړۍ کي : 2,697,316 خلک په کرونا وبا مصاب شوي ،188,857 مړه او 739,945 خلکو روغتيا موندلي ،

پــــــــــــــــــــــه ګران هيواد افغانستان او ټوله نړۍ کي د کرونا نړيوالي وبا او نورو ويروسونو د بشپړي نابودۍ په هيله .

ياددونه : د پورتنۍ مقالي لپاره :

=> د دي ديپلوماتيک ويب پاڼه

=> د فرنټير اخبار ويب پاڼه

=> د لوموند ديپلوماتيک سايټ

=> د تاند ، VOA ، جنګ سايټونه ، مطالعه شوي دي .

 

د خوشنی او ډاډگېرنې پېغام

m agha (2)

نن موږ د هېواد يو سپېڅلې  مبارزشخصيت اينجنر عبدالرحيم شيرزاد له لاسه ور کړ. زه دده د نژدی ملگرو او کليوالو څخه يم اينجنر عبدالرحيم د يوه خوار مظلوم بزگر ځوی وو د همدې مظلومېت پر بنا ده دوه لاری غوره کړی يوه دا چی بايد په هر قيمت وي زده کړی وکړي.دويم دده خوار او نادار ملت د ولسونو د ترقي او ښېرازی له پاره دسياست ملا وتړي .

زده کړی د کابل فوليتخنيک کې په خورا غوره علمي درجه زده کړی پای ته ورسولی د زده کړو وروسته د ټول گټو وزرات  دسپين غر ساختماني رياست کې د اينجنر په توگه دنده اجراکوله ،د سياست په ډگر کې تل د مثبت بدلون پلوي د خلکو دوست او ملگری وو ده هيڅکله د هغه سياسي گوند چی ده يې غړيتوب درلوده  کله چی په ۱۳۵۷ زل کال کې همدا گوند واکمن شو خو اينجنر عبدالرحيم ته نه چا کوم لوی پوست ور کړ او نه ده دمقام غوښتنه درلوده د خپل مسلک له مخی رښتنی خد مت سرته رسولو.

اينجنر عبدالريم کله چی واکمني په اصطلاح مجاهدينو ته ورسيدو دی په مختلفو افغاني اينجوگانو کې داينجنر په توگه دنده اجرا کوله يو وخت د ترهگرو له خوا وتښتول شو او زيات وهل يې ور کړ د خلکو په واسطه را خلاص شو ځکه چی دی د خلکو د زړونو پاچا وو خو دی  دومره وهل شوی وو چی بيا د روغ صحت خاوند نه شو له همدی امله له دی نړې سترگې د تل له پاره پټی کړی . په ۲۰۱۳ کال کې زه کابل ته تللی وم ده ما سره وليدل د خپلی بی وزلی او بيکاری نه را ته وويل دده يو لوی عادت داوه چی د چا نه گيله نه کوله اونه يې چاته ويل چی مرسته ورسره وشي په کار او زحمت وېاړ کاوه.

داوخت ما يو دوست حاجي صاحب محمد نصيب احمدي چی افغاني اينجو د ودان افغانستان په نوم درلوده  داينجنر په هکله وويل که کار ورته ور کړي د هغه يې زر ځله کور ودان اجل يې کار ور کړ تر دی دمه په اينجو کې داينجنر په توگه کار کاوه ددی موسسی ټول کارمندان خپله حاجي صاحب او ټول خلک دده په پاکې سپيڅل توب وطنپرستی ټينگ باور درلوده دده په مړينه دده ملگري دوستان او علاقمندان ټول خفه دي ده ته دالله په دربار کې ددوعا لاسونه پورته کوي اودده درنۍ کورنۍ ته د زړه صبر غوښتونکي دي انالله وانا اليه راجعون امين ثمه امين.

محمداقا شيرزاد

20200416