نازو ، زرغونه او ملالئ ، ژان دارک، مور تیریزا، روزالکزامبورګ،سوزان . ب . آنتونی، الیس پاول ،لوسی برن ، الجزایری جمیله او په زرګونو نوری ښځې او دهغو له ویاړه ډکې او نه هيریدونکې کارنامې د انسانی تاریخ ستره او پرتمینه برخه جوړه کړی ده .
ښځې د انسانی ټولنې پوره کونکی نیمائی ده . انسان او انسانیت د ښځې د خلاق او جوړوونکی رول زېږنده دی په داسې ح Continue reading
Category Archives: مقالات
دکب اتلسمه دمارس اتمه دښځو نړېواله ورځ
۱۳۹۵کال 2017زکال
مالمو سويډن
ليکونکې محمداقا شيرزاد
د ملگرو ملتونو داعلامېه چی په ۱۸ ديسامبر ۱۹۷۸زکال تر دی عنوان لاندی چی د ښځو پر وړاندی د هر ډول تيری او تجاوز مخه ونيول شي
دا ورځ ياني ۸ د مارس ۱۸۷۵زکال د نيويارک په شهر کې د لومړي ځل لپاره سوليز اعتصاب وشو چی ددوی غوښتنې خورا ساده وی ياني د لسو ساعتو څخه بايد کار کم شي يا را ټيټ شي د معاش اندازه يي لوړه شي خودا غوښتنې دامريکايي اسبدادگرو ،اثتثمار کونکولخوا په قهرجنه توگو ځواب شوی ددی بهير ملاتړ په مختلفو هېوادو کې وشو اودا د امريکايي ژاندارم او قهرجن عمل وغندل شو .تر څو چی د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د يوی اعلاميي او مصوبه په وړاندی کولوسره داورځ د ښځو د نړېوالۍ ورځې په توگه اعلان شوه اود ښځو روا غؤښتنې ومنل شوی.
زه غواړم د خپل هېواد دښځو پر اوسني حال اوددوی روا حقونو او پېښو باندی رڼا واچوم.
ډیر ځله دا خبره له میرمنو او هم نارینه وو نه اوریدل کیږی چې حق نه غوښتل کیږی، باید واخیستل شی. زما په اند، د ښځو حقونه د نارینه وو لاس ته ورکړل شویدی او دا حتی خپله د ښځو لخوا هم. دا پروسه ډيرې لرغونې جرړې لری چې د یوه قانون په صادرولو او په یو دوه کنفرانسونو د دغو جرړو را ایستل ممکن نه دی. نو څرنګه کیدای شی د ښځو حقونه بیرته ورکړل شی؟ یا د نورو په خوله، څرنګه بیرته Continue reading
مورنۍ ژبه
پرون د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ وه .
لومړې خو ټولو هغه ليکوالانو ،ژورنالستانو ،ښونکو او ټولو هغه ليکونکو ته چی د مورنۍ ژبې د ژوندي ساتلو په خاطر يې هلې ځلې کړي مبارکي وايم دوی ته لابريا غواړم.
پرون مې په يوه افغاني تلويزون کې د يوی درنۍ کورنۍ خبری واوريدلی دوی له نورستان ولايت څخه د بی امنيتی لا امله مزار شريف ښار ته کډه شوي وو ، دوی ويل چی موږ په نورستان کې زده کړی په پشتو ژبه کولی دلته په مزار شريف کې زده کړی په دري ژبه دي موږ ته ستونزمنه ده ددوی وړانديز دا وو چی پښتو اودري د هيواد رسمي ژبی دي خو موږ وايو چی که په ښونځيو کې د نورستان ژبه په نصاب کې ورداخل شي،زه بيا وايم چی د اوسني اساسي قانون له مخی د زده کړو چاری بايد د ښونځېو ژبه شي دا په دی ما نا چی دهر ولايت او ياد هري ولسوالی خلک چی په کومه ژبه حاکميت لري بايد درسي مواد ددوی په مورنۍ ژبه تهيه شي. په دی اړوند قانون کې دا مسله حل شوی خو متاسفانه دعمل جامه يي نه ده اوغوستی بېلگې په پلازمينه کابل کې تر نيمايي زيات اوسيدوکي خلک پښتانه دي ولی درسی مواد په دري دي همدا لامل دی چی اکثره پښتانه دري وايي يا په جوزجان او مزار،فارياب کې پښتانه دري درسونه وايي چی ستونزی لري يا په نورستان کې درسونه په پښتو وايي په نورستان ژبه مواد نشته .
که مورنۍ ژبې لپاره حکومت کار کوي بايد ژبه د ښونځي ژبه وي . حکومت په ادارو کې رسمي ژبي وکاروي ولی اوس سل فيصده دري کارول کيږي د ميډيا ژبه هم په رسمي ژبو وکارول شي د ورستيو وختو کې د ليکوالانو هلې لې د تاييد وړ دي دوی زيات کتابونه مجلی، مقالی،شعرونه او تاريخي ليکنی په مورنې ژبه په خاصه توگه په پښتو زياتی کړي خو بسنه نه کوي بايد زيات علمي اثار په پښتو وژباړل شي يا وليکل شي.
محمداقا شيرزاد کوچی
د گران ملگری میرصاحب کاروال د مرینی له کبله د ملگری نیاز محمد مومند د خواشینۍ پیغام
د سیاست د ډګر یوه تکړه لوبغاړی له دی نړی سترګی پټی کړی
نن د هیواد د سولی، ازادی، دموکراسی، ټولنیز عدالت او پرمختګ د لاری یو مبارز سیاستوال، د سیاست د ډګر یو وتلی لوبغاړی او زما ډیر نیږدی همسنګره میر صاحب کاروال له دی نړی سترګی پټی کړلی. اروا دي یی ښاده وی.
ارواښاد میر صاحب کاروال د خپل اګاهانه سیاسی ژوند ډیره برخه د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند په چوکاټ کی د هیواد د ترقی او د خلکو د سوکالی په هیله په نه ستړیکیدونکی توګه په مخفی او علنی شکل مبارزه Continue reading
د خواخوږې پېغام
نن موږ دسولی عدالت د لاری ستر پلوی اوددی هېواد افغانستان پخوانې گوندي مشر دافغانستان دخلک دموکراتيک گوند د سياسي بيرو او دارانشا مخکښ غړی مير صاحب کاروال له دی نيمگړې دنېا رخصت شو
انا لله وانا اليه راجعون
درنو دوستانو ما اوزما په شان په زرگونو پخوانيو گونيانو د مرحوم کاروال سره له نژدی ناسته او پېړنگلوي درلوده ځکه هغه د گوند په مختلفو لويو مهمو څوکيو کار په پوره ايمانداری کړی وو ډير زړه ور تحليگر پر هيواد او ولسونو مين انسان وو کاروال دخوست ولايت اوسيدونکې په ۱۹۴۹زکال دخوست په متون کې زيږدلی وو دپوليتخنيک له فراغت وروسته داوبو او برښنا په وزارت کي د اينجنر په توگه دنده سرته رسولی د گوندی رهبری سره د مخالفت له امله په ۱۳۵۷ کال کی د کابل په پوليتخنیک کی استاد شوی وو د کابل پوليتخنيک استاد د کابل ولايتي کمټې منشي دکابل دزون Continue reading