د نړۍ اقتصاد ته د کرونا ویروس اقتصادي شاک یا ټکان

The Economic Shock of Coronavirus on the Global Economy

لیکوال: شفیق الله یوسفزی

د روغتیا نړیوالې ادارې د راپور له مخې کرونا ویروس په لومړي ځل د 2019 کال په ډیسمبر میاشت کې د چین په وهان ښار کې پیژندل شوی. د چین او روغتیا نړیوالې ادارې ازمېښتځیو کې په دې ویروس د اخته کسانو معاینې وشوې او پوهانو دا ویروس د “کرونا” ویروس د کورنۍ بللی دی. تراوسه د کرونا ویروس شپږ ډولونه موندل شوي او دا وروستی یې هم اووم دی. د دې ویروس د لېږدېدو ځای هم وهان ښار کې د سمندري خوړو بازار ښودل شوی دی.

د روغتیا نړیوالې ادارې د وروستیو مالوماتو له مخې د کرونا ویروس له چین څخه د نړۍ 122 هېوادونو ته په ډېرې چټکۍ خپور شوی او تر اوسه 1439516 تنه پرې ککړ دي او 85711 تنه یې وژلي دي.

دا چې د کرونا ویروس د نړۍ کوډ کوډ ته په ډېرې چټکتیا سره خپرېږي نو اکثرو هېوادونو ددې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د عامه روغتیا معیارونه عملي کوي لکه ګربنديز لګوي، ټولنیز واټن عملي کوي، ګڼې ګوڼې مخه نیسي او داسې نور چې دا معیارونه د انسانانو د ژوند د نورو برخو ترڅنګ اقتصاد ته هم سخت زیان اړولی دی. اقتصادي فعالیتونه یې په ټپه ودرولي، اقتصادي وده خورا را ټېټه شوې ده او د نړۍ د اقتصاد څرخ له حرکته لوېدلی دی. د کرونا ویروس د نړۍ اقتصاد ته اقتصادي شاک یا ټکان (Economic Shock) ورکړی او اکثرو هېوادونو خپلې ټولې چارې یوې څنډې ته پرېښي دي او د دې ویروس د خپرېدو مخینوي لپاره په هلو ځلو بوخت دي چې په افغانستان کې د دې ویروس له امله د افغانستان تلپاتې سولې مهم بحث هم څنډې ته شوی دی. څومره چې کرونا ویروس ژر خپرېږي په هماغه اندازه اقتصادي حالت مخ په ځوړ ځي.

د کرونا ویروس اقتصاد شاک (Economic Shock) له امله د نړۍ اقتصاد پدې ډول اغېزمن شوی دی:

  1. په ټولیزه تقاضا کې کموالی (The Decrease in Aggregate Demand): د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ټولنیز واټن ساتل، په کور کې پاتې کېدل، په ګڼه ګوڼې کې نه ګرځېدل… او د روغتیا نړیوالې ادارې لخوا نورې لارښوونې او معیارونه چې د دې ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره شوي دي ددې سبب ګرځېدلی څو ښارونه وتړل شي، سوداګریز سکتورونه خپل فعالیتونه ودروي، خلک کار ته لاړ نشي، ښوونځي، پوهنتونونه او د زده کړو بنسټونه وتړل شي، دولتي او خصوصي ادارې رخصت شي، شخصي کاروبارونو باندې هم منفي اغېز وښندي. د خصوصي سکتور فعالیتونو په ټپه درېدل او په ټوله کې د ګربندیز پلي کېدا له امله په بازارونو کې عمومي تقاضا کمېږي، تولید کمېږي، بې روزګاري لوړېږي، عایداتي سرچینې وچیږي، د پيرلو توان کمېږي او خلک هڅه کوي څو راتلونکي نامعلوم حالت لپاره د تیاري په موخه یو څه سپما ولري او د یو څه سپما لپاره خپل لګښتونه کموي. په ټوله کې د لګښتونو کموالي سره په عمومي تقاضا کې د پام وړ کموالی راځي.
  2. په ټولیزې عرضې کې کموالی (The Decrease in Aggregate Supply): د ټولیزې تقاضا کموالي ترڅنګ ټولیزې عرضې کې هم کموالی راغلی. ګربندیز، د عایداتي سرچینو وچوالی، د کاروبارونو په ټپه ودرېدل، رسټورانټونو، هوټلونو، سیاحت ځایونو، الوتنو، ترانسپورټ سیستم… تړل کېدلو سره د توکو تولید او ویش هم تر ټولو تيټې کچې ته رسېدلی. یوازې د روغتیايي سامان الاتو، درملو او د نارنج جوسو تولید او عرضې کې ډېروالی راغلی دی چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په کارېږي. په یو داسې اقتصادي ناورین کې چې د توکو تولید او ویش کچه ټېټېږي، اړینو توکو ته د خلکو تقاضا لوړېږي او بازارونو ته د توکو ناوخته عرضه کېدلو له امله د توکو بیې لوړېږي.
  3. د صادراتو او وارداتو کمېدل (The Reduction in Export & Import): اکثرو هېوادونو د کرونا ویروس د انتقال مخنیوي لپاره خپلې پولې له نورو سره تړلي دي چې د عامو وګړو د تګ راتګ ترڅنګ یې سوداګري هم بنده کړې ده. د سوداګرۍ کچه ځکه خورا ټیټه شوې ده چې صادرات او واردات له نشت سره برابر دي او یوازې د اړینو خوراکي او طبي توکو سوداګري پر مخ ځي چې هغه هم د اړتیا له مخې تر سره کېږي.
  4. د عامه او خصوصي خدماتو ځنډېدل (The Postponed of Public & Private Services): د کرونا ویروس له امله اکثرو هېوادونو خپل فعالیتونه، خدمات او عملیاتي چارې ځنډولي چې د دولتي چارو ترڅنګ د خصوصي سکتور ټولې چارې ور سره هم ودرېدلي دي. عامه خدمات نشته او ځینې حکومتي چارې ډېر بسیط روان دي، فاریکې تولیدات نه لري، د خدماتو سکتور خدمات نه وړاندې کوي، سیاحت سکتور هم صفر دی، هوټلونو سکتور هم سخت اغېزمن شوی او د سپورت سکتور عایداتي فعالیتونه هم صفر دي. د خصوصي سکتور بندېدو سره د حکومتونو عواید او مالیات را کم شوي ځکه هغه فعالیتونه ډېرې ټیټې کچې ته راښکته شوي چې حکومت ته عایداتي سرچینې وې د مثال په ډول د پولو تړل کېدلو سره واردات نشته نو ګمرکي عواید هم نشته، د فضایي حریم له لارې الوتنې نشته نو مالیات یې هم نشته، دا چې فابریکې تولید نه کوي نو مالیات هم نه ورکوي. د افغانستان د ماليې وزارت وايي چې سږ کال په عوایدو کې به تقربیا 76 میلیارده افغانۍ کموالی راشي.
  5. د ناڅرګند حالت حاکمیت او د باور نشتون (Uncertainty & Lack of Trust): د ویروس له کبله رامنځته شوی اقتصادي ځوړ حالت د ژوروالي، اوږدوالي، سیمه ایزوالي په اړه ناڅرګند حالت او د وګړو د اطمنان نشتون ددې سبب ګرځېدلی څو خلک کره او دقیقه وړاندوینه ونشي کړی او پدې ډول دوی نشي کولای چې د اقتصادي فعالیتونو لپاره کوم ګام واخلي. عام وګړي پدې هم نه پوهېږي چې ایا حکومت به د رامنځته شوي اقتصادي ناورین مخه ونیسي او که به دا حالت اوږدې مودې ته وغځېږي او په خلکو به یې اغیز تر اوږدې مودې شندلې وي. په نړیوال اقتصاد د کرونا ویروس د اغیز له امله د ونډو سترو مارکیټونو کې د ونډو بیې راغورځولي دي. پانګوال ویره لري چې اقتصادي وده به ورو شي او په پانګونې به داسې منفي اغیز وښندي چې کنترولول به یې په لنډمهال کې له امکان څخه لرې وي. د 1987 کال څخه وروسته د ونډو بیې تر ټولو ټیټې کچې ته را ښکته شوي دي. د ونډو پیرونکي په دې ناڅرګند حالت کې د ګټې وړاندوینه نشي کولای او نه د لوړ ریسک یا ګواښ په منلو سره د لږې ګټې په طمعه کیني. اکثرو مرکزي بانکونو د پانګونې د تشویق لپاره د سود کچه ټېټه کړې څو پانګوال پانګونې ته وهڅوي او پدې ډول اقتصادي فعالیتونه خپل نورمال حالت ته راوګرځي او اقتصادي ثبات رامنځته شي.
  1. د بې روزګارۍ او بې وزلۍ کچې لوړېدل (The Increase in Poverty & Unemployment Rate): کله چې ښارونه، سوداګریز مارکیټونه، خدمات او هر څه وتړل شي نو تقربیا ټول وګړي بې روزګاره کېږي. هغوی چې دایمي دندې لري د اقتصادي شاک پدې موده کې به ورته تنخواوې ورسېږي خو پاتې نور ټول وګړي چې په غیرمستقیم ډول په روزګار بوخت وي، له بې روزګارۍ څخه رنځېږي. د ګارډین د راپور له مخې په متحده ایالاتو کې د تېرو دوه اونیو راهیسې لس میلیونه وګړي بې روزګاره شوي دي چې د بې روزګارۍ کچې لوړېدل په کې د 2007-8 کلونو مالي بحران پر مهال د بې روزګارۍ څخه هم چټک ارزول شوی دی. همدارنګه د ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د 25 میلیونه وګړو د دندو له لاسه ورکولو وړاندوینه کړې ده.

د کرونا ویروس بې وزلۍ ته هم لمن وهي. د لوړ عایدلرونکو عایدات وچېږي، د ټيټ عایدلرونکي به لا وځپل شي او د مطلقې بې وزلې تر کرښې لاندې وګړي د خپل ژوند په بیه به له اوسني ناورین سره مخته ځي. د بې روزګارۍ لوړېدل په بې وزلۍ مستقیم اغېز لري او د بې روزګارۍ لوړه کچه د عامه شتمنیو د ناانډولې ویش ښکارندوی دی. هر څومره چې شتمني په ناانډوله توکه ویشل کېږي په هماغه کچه په بې روزګارۍ او بې وزلۍ اغیز لري.

  1. د اومه تیلو بیې ټیټېدل (The Decrease in Crude Oil Prices): د صنعتي فابریکو په ټپه ودرېدل، په هوايي او ځمکني سفرونو بندیز، د عامه او خصوصي سکتور تړل او په ټوله کې د اقتصادي چارو ځنډني کېدل ددې سبب ګرځېدلی څو په نړیوال مارکیټ کې د تیلو تقاضا کمه او عرضه ډېره شي او پدې ډول د تیلو بیه له اتلس کلونو وروسته تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې ده. د بي بي سي د یو راپور له مخې د یو بیلر اومه تیلو بیه 23 ډالرو ته ښکته شوې چې دا د 2002 کال راهیسې تر ټولو ټیټه بیه ده. له سلو ډېرو هېوادونو په هوايي الوتنو بندېز لګولی. د اوپک سازمان او سعودي عربستان غوښتي چې د اومه تیلو په تولید کې به کموالی راوړي څو د مارکیټ عرضه او تقاضا ثبات ومومي او ترڅنګ به د تیلو بیه بیرته لوړه شي خو روسیې دا پرېکړه نده منلې او د تیلو تولید ته یې دوام ورکړی، چې له امله یې د سعودي عربستان او روسیې ترمنځ د نرخ جګړه (Price War) رامنځته شوی.
  2. پڅه اقتصادي وده (Low Economic Growth): د صنعت، ټکنالوژۍ، ترانسپورټ، تیل او ګاز، خدمات، الوتنې، سیاحت، هوټلونو، سپورټ او داسې نورو سکتورونو د فعالیت په ټپه درېدو سره به اقتصادي وده هم په ټپه ودرېږي. د کرونا ویروس له امله د 2019 کال د وړاندوینو خلاف د 2020 کال د هېوادونو اقتصادي وده به پڅه وي. په 2020 کال کې د ټولو هېوادونو اقتصادي وده د دوی د طمعې خلاف کمه ده. هېوادونه اړ دي چې د دومره اقتصادي فعالیتونو او عوایدو د کمېدو ترڅنګ خپله یوه برخه پرمختیايي بودیجه د ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړي کړي، چې دې سره به پرمختیايي کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ شي. پانګوال ویره لري چې د دې ویروس له امله به د هېوادونو اقتصادي وده له صفر څخه منفي رقم ته تقرب وکړي او دولتونه به ونه شي کولای چې د اقتصادي ودې مخ په ځوړ حالت مخه ژر ونیسي. د پیسو نړیوال صندوق د مشرې په وینا کېدای شي د کرونا ویروس له امله رامنځته شوی اقتصادي ناورین په 2021 کال کې بیرته ورغېږي.

د پیسو نړیوال صندوق یا IMF د راپور له مخې د کرونا ویروس سره د چین له مبارزې څخه لاندې ټکي زده کولای شو ځکه چې د کرونا له امله رامنځته شوی اقتصادي شاک د 007-82 کلونو اقتصادي بحران په نسبت ډېر ژور دی:

  1. چین وښوده چې د محدودیتونو په لګولو سره کولای شو د کرونا د خپرېدو مخه ونیسو خو په لوړ اقتصادي بیې
  2. د کرونا ویروس له امله رامنځته شوی اقتصادي شاک د 007-82 کلونو اقتصادي بحران څخه ډېر ژور او ګواښوونکی دی
  • پالیسي جوړونکي باید د زیانمن شويو کورنیو او واړو کاروبارونو ملاتړ وکړي څو د اقتصادي ناورین اغیز پرې کم شي

د کرونا ویروس د نړۍ په اقتصاد ژور اغیز لري او د چین پالیسي جوړونکو کامیابه تجربې څرګنده کړه چې د ګټورو پالیسیو له لارې ددې ویروس اغیز په اقتصاد راکمولی شو.

د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوي اقتصادي زیان د اغیز کمولو لپاره مهمه ده چې د اغیزمنو کورنیو سره مرستې وشي. چینايي پالیسي جوړونکو نوي پالیسي د بې وزله کورنیو او واړه کاروبارونو د ژغورولو لپاره وړاندې کړې چې په پایله کې د برېښنا بیلونه او مالیات ورته وبښل شول او همدارنګه د دوی مالي ملاتړ لپاره یې دوی ته مالي مرستې او پورونه ورکړي.

د اقتصادي بې ثباتۍ له امله د پيسو په نغدیګۍ کې کموالی راغلی و او مارکیټونو کې هم غیرمنظموالی رامنځته شوی چې اقتصادي شاک سره یې نوره هم مرسته کوله څو اقتصادي بې ثباتي ډېره کړي خو دوی بې ثباتي کنترول کړ. کارخونو او سترو شرکتونو ته یې مالیات وبښل او بانکي خدمات یې ورته مساعد کړل څو د پیسو د نغدیګۍ د کموالي مخه ونیسي، د چین مرکزي بانک د ځانګړي پروګرام له مخې د پور اسانتیاوې برابرې کړې او خصوصي او نیمه خصوصي بانکونو ته یې د پیسو د اړتیا وړ زیرمو کې کموالی راوست. سترو کمپنیو، کارخونو او دولتي شرکتونو پورونو ته لاسرسی پیدا کړ، همدې سره په چین کې د نورمال اقتصادي حالت نښې څرګندې شوې، سترې کمپنۍ او کارخونو خپل ورونه بیرته پرانیستل، ځايي کارکوونکي خپلو دندو ته ستانه شول، په کور دننه هوايي سفرونه بیرته پیل شول او اقتصادي وده مخ په ټوکېدو شوه.

چین پداسې حال کې د کرونا ویروس اقتصادي شاک څخه بیرته په رغېدو ده او اقتصادي چارې یې بیرته مخ په نورمال کېدو دي چې نوره نړۍ بیا د کرونا ویروس سره لاس او ګریوان ده او د نړۍ اقتصاد یې مخ په ځوړ روان کړی. یوه داسې نړۍ چې چینايي توکو ته تقاضا پکې د نشت برابر وي، د چین په زیان ده. نو چینايي پالیسي جوړونکي مجبور دي څو د نړیوال اقتصادي ثبات او ودې څخه ملاتړ وکړي او پدې برخه کې له نړۍ سره خپلې مرستې ونه سپموي. څو نړۍ له کرونا ویروس ځپنې وروسته بیرته لوړې اقتصادي ودې ته مخه کړي.

په درنښت

قانون د لنډغرۍ پر وړاندې

حکيم روان

نږدې درې لسيزې جهادی ايله جاريو ، د غلو غديو ، وطن پلورونکو جاسوسانو او لنډغرو هېواد او هېوادوال د اسلام ، قوم ، ژبې او سمت په نوم ګروګان کړی دي . څوک يې په ايران ، روس ، ترکيه خرڅوي او څوک يې په پاکستان امريکا او عربو . پلورونکو او پيريدونکو د بيو بازار تود ساتلی دی .افغانستان د ټولو شتمنيو او اوسيدونکو سره ددې بازار متاع ده .

جهادی وطن پلورونکي د رنګا رنګ اختلافاتو سره سره ، وطن پلورنې کار ته متحد او د وطن او وطنوالو بربادۍ ته متفق دي . دوی په ګډه سره کابل وران کړ او په شريکه يې له هرې خوا د کابليانو پر قتل عام پيل وکړ . دوی ټولو په کابل کې پاټکونه واچول او ټولو افغانان بې له توپيره ولوټل . ټولو بيلې توپيره افغانستان په ملوک الطوايفيو د دې له پاره وويشلو چې چورګر لومړی بايد ځانته منسوب قومونه چور او چپاول کړي . ګلبدين ، خالص ، حقانی او محمدی په پښتنو ، ربانی ، مسعود او اسماعيل خان په تاجيکو ، محمد محقق او خليلی په هزاره ګانو چور ګډ کړ . دوی لکه د ځنګله وحشيان په خپلو کې هم سره وخوړل . جهادی ليوانو ، وحشت او بربريت تر دې بريده ورساوه چې خلکو طالبی جلادانو ته هرکلی ووايه . بی قانونی ، بی عدالتی ، زور او جبر ، تعصب او کرکه ، ويره او ترهه ، وطن او خلکو ته خيانت ، د پاکستانی او ايرانی آته سرو ښامارانو تر ټولو مهمې او شريکې ځانګړنې دي .

طالبانو د يوه عربی تروريست ( اسامه بن لادن ) له پاره افغانستان د هغه په پښو کې قربانی کړ او نن يې د امريکا سره د القاعدې پر ضد د جګړې ژمنه لاسليک کړه، د ټرامپ په خبره امريکايي « احمقان » په دې نه پوهيږي ، کله چې طالب دومره په القاعده مين وو چې ټول هېواد يې د هغه قربانی کړ ، څنګه به د القاعدې پر ضد د امريکايي احمق ملګری شي . طالب ځناور له ځانه پوښتنه نه کوي چې څه چل وشو؟ خدای بدل شو ؟ اسلام بدل شو؟ طالبان بدل شول ؟ القاعده بدله شوه او که امريکا بدله شوه ؟ چې طالب او امريکا سره غاړه غړۍ شول ؟ بس طالبان ګډې (پسونه ) او وزې دی، د شاعر له قوله : دا د ګډو بزو وطن دی ، دلته پوهه تميز نه شته

                         که قصاب دی که شپونکی دی په کوتک يې ټولوی شي .

اوس د دوکتور غنی پر ضد پاکستان – ايران – روس ، امريکا  حکمتيار – عبدالله عبدالله – محقق – خليلی – کرزی او طالبان ټول سره يو شوی دي . ولسمشر غنی او د جنايت کارانو د جګړو له لاسه په سينه پروت افغانستان د عدالت او قانون د واکمنۍ غوښتنه کوي . د وطن پلورونکو د غدۍ سردمدار عبدالله عبدالله هر جنايت منی قانون او د قانون واکمنی نه مني . « سياسيون » !؟!؟ څه وايي ؟ « سياسی مشران » !؟!؟ « نخبه های سياسی »!؟!؟ هغوی چې سياست يې وشرمولو ، هغوی چې سياسی جنايتکاران او معامله ګران دی ، هغوی چې بايد قومی ټيکه داران وبلل شی او هغه خونخواره چې له خپلو قومونو يې حيا او قومی وقار واخيست او اوس يې د شرارت او جناياتو ټولې کرښې له منځه وړی دي . افغانان بوڅ غوږونه منتظر ناست دی چې کله به ددې جنايتکارانو د محاکمې غږ آوري . تر عبدالله مخکې محقق ، خليلی ، دوستم ، کرزی او نور قانون نه منی . قانون يانې د دوی پای ! ځکه يې عبدالله عبدالله چپه په خره کېنولی دی او نه منم ، نه منم ورباندې وايي .

يو وار يې د کرزی سره په رقابت کې ماتې نه منله ، خو په امريکايي ډالرو يې خوله وربنده کړه . بيا يې په ۲۰۱۴ کال کې د دوکتور غنی سره په رقابت کې ماتې نه منله ، په اجرائيه رياست يې خوله ور بنده کړه . اوس يې لومړی ټاکنې نه منلې او د سولې په نوم يې غوښتل له طالبانو قلنګ واخلي . کله چې غنی د امريکا – پاکستان – طالبانو، عبدالله عبدالله او کرزی د بيا بيا مخالفت سره سره ټاکنې دايرې کړې ، اوس د ټاکنو هغه کميسيون نه مني چې خپله يې ټاکلی وو ، د ټاکنو د کميسيون پرېکړې نه مني ، لکه ماشوم ځان په خپله رئيس جمهور بولی ، خارجی او داخلی شيطانان يې هم په شا ټپوي . طالبی کرونا هره ورځ قربانی آخلی . جهادی کرونا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د قانون او نظام د واکمنۍ سره په جګړه کې ده . طبيعی کرونا هم ورځ تر بلې سيورۍ پراخوي . افغان ملت د مرګ او ژوند په پوله ولاړ دی . لندغرو ته د هېواد او ملت برخليک هېڅ ډول اهميت نه لري . د هېواد بقاء د قانون د واکمنۍ او ټولنيز عدالت د چارې سره غوټه شوی ده . ولسمشر دوکتور اشرف غنی د قانون د واکمنۍ او لنډغرو وطن پلورونکو او وينې چښونکو پردي پالو سره د حساب او کتاب غوښتونکی دی . راځئ چې په يوه غږ د جګړې او جګړه مارو پر ضد د عادلانه سولې او امن د تأمين له پاره د خپل منتخب ولسمشر، اتل وسله وال پوځ او مرکزی واکمنی تر شا ودريږو !

تل دې وي افغانستان !

 

افغانستان او سيمه کي د ” لوئي لوبي ” د امريکائي پړاو پيچلتيا

ليکنه : اميرګران

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وروسته د کابل له سفر ، قطر ته ورسيد او په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر رئيس ملا برادر ئي خپل حضور ته طلب کړ ، او د خپل سفر په هکله ئي هغه ته معلومات ورکړل ، خارجه وزير پومپيو واشنګټن ته له رسيدو سره سمدلاسه او په بيړه د سټيټ ډيپارټمنټ اعلاميه نشر کړه چي په هغي کي ئي افغانستان ته په روان ميلادي کال کي په مشروط ډول د يو ميليارد ډالرو مالي کومکونو د کمښت او هم ئي تهديد کړي چي په ۲۰۲۱ کال کي به هم يو ميليارد ډالر کم شي ، ولي که ۵۰۰۰ طالب زندانيان ژر خوشي او د دري سري حکومت لپاره په جوړجاړي باندي توافق وشي ، بيا به په کومکونو کي کمښت نه راځي ، داسي معلوميږي چي دا فيصله به مخکي له مخکي شوي وي ، او پومپيو په عجله اعلان کړه ، ټرمپ او سپيني ماڼۍ د جنوبي اسيا لپاره په خپله ستراتيژۍ د بطلان کرښه کش کړه او د تير په څير ئي يوځل بيا U-Turn يا ۱۸۰ درجي تغير وکړ ، د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت له اعلاميي وروسته د افغانستان جمهور رئيس ډاکتر اشرف غني ملت ته په خطاب کي وويل او ډاډ ئي ورکړ چي ( د امريکا له اقتصادي مرستو مننه کوو ، او که دا مرستي چي مشروطي دي ، بندي هم شي ، په افغانستان به کوم اغيز ونه لري ځکه د افغانستان حکومت ئي بديلي لاري وار د مخه لټولي دي )

بايد زياته شي چي د Global ويب پاڼي د پوځي مصارفو په يوه مقاله کي راغلي چي ( … له دي سره سره چي امريکا ۲۲ تريليون ډالره قرضداره ده ، بياهم په خارج کي د ۸۰۰ نظامي اډو لګښتونه ورکوي ، او پنتاګون رپوټ ورکړ چي په ۲۰۱۸ کال کي ئي د افغانستان په جګړه کي ۴۵ ميليارده ډالر مصرف کړي چي ۱۳ميليارده ئي د خپلو پوځيانو ، ۵ ميليارده د افغانستان د وسله والو ځواکونو او متباقي اقتصادي کومکونه دي ، همدا ډول د CNBC د ۲۰۱۸ کال د رپوټ له مخي امريکا له ۲۰۰۱ م کال را پديخوا 5,9 تريليون ډالره د منځني ختيځ او افغانستان په جګړو کي مصرف کړي ) ،

د تورنتو سن د ورځپاڼي شنونکي اريک مارګوليس ليکي : ( حقيقت د جګړي لومړني قرباني ده ، هغه پټ حقايق چي د افغانستان جګړه ولي او څنګه پيل شوه بايد روښانه شي ) امريکا په نيويارک کي د ۹/۱۱ له پيښي وروسته د اکتوبر د مياشتي په ۷ مه ۲۰۰۱ م کال پر ستړي اوستومانه افغانستان يرغل وکړ او د ب ـ ۵۲ الوتکو په استعمالولو له هوا د بمونو په اچولو ځمکنيو ځانګړيو قطعاتو ته لاره هواره کړه ، او د شمالي ټلوالي سره ئي اړيکي ټينګي کړي وي لکه څنګه چي د واشنګټن پوست د ورځپاڼي مدير باب وډ وارډ په خپل مشهور کتاب Bush at War کي ليکلي ( د زامه ماتوونکي ټيم مشر ګيري د سپتمبر د مياشتي پر ۲۷ نيټه د شپي په درو بجو د افغانستان د پنجشير په دره کي د شمالي ائتلاف له جنرال فهيم او خارجه وزير ډاکتر عبدالله سره وکتل ، ګيري هغوي ته په ميليونو ډالر پر ميز کېښودل او څرګنده ئي کړه چي څنګه ئي لازمه بولئ دا ډالر مصرف کړئ ، او زياته ئي کړه چي جمهور رئيس زموږ له دي ماموريت سره ډيره مينه لري ، امريکائي ځواکونه رارسيدونکي دي او موږ ستاسو ګډه مرسته غواړو ) فهيم ورته وويل چي ( موږ تاسي ته هرکلي وايو ، موږ به هرڅه چي په وس کي مو وي درته وکړو ) ،

نوموړي پېښي موږ ته را زده کوي چي له څلورو لسيزو په زياته موده کي افغانستان د پرديو او نيابتي جګړو ډګر ګرځيدلي ، امريکا د سړي جګړي تر ګټلو وروسته د نوي نړيوال نظم د جوړولو په منظور کلونه وړاندي له تروريزم سره د مبارزي په نامه او د خپلو نړيوالو او سيمه ايزو ستراتيژيکو او اقتصادي ګټو په موخه د لوبي د نوي پړاو د تطبيق لپاره لومړي ګوزار په افغانستان وکړ او د بن د کنفرانس له لياري ئي په غيرقانوني او غير حقوقي توګه مافيائي کړيو او جګړه مارو ته قدرت وسپاره ، د امريکا لخوا هغو جګړه مارو ډلو ته چي کلونه کلونه ئي د خپل هيواد د ملي ګټو او دموکراسۍ د ارزښتونو په وړاندي د پرديو استخباراتي کړيو په لمسون هيواد په کنډواله بدل کړي وي واک سپارل د افغانستان له خلکو ، ملي ګټو او سياسي خپلواکي سره خيانت دي  ،

سوال دا دي چي د امريکا په مشرۍ د خارجي ځواکونو ائتلاف ياني د تروريسم سره د مبارزي ائتلاف چي تقريبآ دوه لسيزي وړاندي افغانستان ته د دايمي سولي ، بيا رغوني ، ملت او دولت جوړوني لپاره راغلل ، آيا دا اهداف ترسره شول ؟ آيا په سيمه کي افغانستان د دموکراسۍ په بيلګي بدل شو ؟ او آيا د افغانستان د خلکو عمده دشمن اخوان ، طالب او نوري جګړه ماري مافيائي ډلي وځپل شوي ؟

د لوموند ديپلوماتيک د ويب پاڼي مبصر آلــــن گــــرش د ( افغانستان ، د ” اسلامي توتاليتاريزم ” ضد جګړي ناکامي ) تر عنوان لاندي ليکي چي د افغانستان د مسئلي د حل نه به غير د واشنګټن او طالبانو توافق په حقيقت کي د ” تروريزم سره د جګړي ” د ماتــــــي په مانا ده ، موافقتنامه چي د امريکا د دولت او طالبانو ترمنځ د فبروري د مياشتي په ۲۹ نيټه ـ ۲۰۲۰ م کال په قطر کي امضاء شوه ، په معاصره دوره کي لومړنۍ موافقتنامه ده چي د يوه دولت او يوه ” تروريستي سازمان ” ترمنځ وروسته له کلونو مستقيمو مذاکراتو توافق پري راغلي ، او په کار دا وه چي د اوږدي جګړي د پاي ټـــکي واي ، ولي تر اوسه ليري ده چي د موافقتنامي عملي بڼي ته هيله من شو ، موافقتنامه په امريکا او اروپا کي تر انتقاد لاندي راغلي او مهم دليل دادي چي امضاء شوي توافق د هغي ادعا په خلاف ده چي ويل شوي ” هيڅ وخت له تروريست سره مذاکره ونه شي ” او دا احتمال هم شته چي د امريکائي ځواکونو له شاتګ څخه افغانستان يوځل بيا د طالبي امارت په اختيار کي ولويږي چي جمهور رئيس ټــــــــرمپ هم اشاره ورته کړي ،  او هيواد به د سپتمبر د ۱۱ حادثي مخکي جګړه ايز حالت او ژور بحران ته ټيله کړي )

له بده مرغه افغانستان په اوسنيو شرايطو کي د تاريخي کشمکش په دوه لاري کي قرار لري ، جګړه چي له ۱۹۷۳کال ياني د افغانستان د لومړني جمهوريت د اعلان وروسته د پاکستان د مـــلا ـ مليټري ـ استخباراتو د مثلث لخوا د مذهبي توندلارو او اجيرو ډلو په استخدامولو روانه ده د وخت په تيريدو پيچلي او ژور ابعاد خپلوي ، په ۱۹۷۹ کي د شوروي اتحاد د سرو پوځونو د لوڅ يرغل په نتيجه کي ، امريکا او ديکتاتور ضياء الحق د خپلو ستراتيژيکو او جيوپوليټيکو ګټو لپاره د جهادي ارتجاع منظم کول چي نوښت ئي د بريژنسکي ، چارلي ويلسن سره وو او وروسته د يونوکال لخوا د طالبانو د پروژي په کار اچول د افغانستان د ورانولو او ويشلو خائنانه پلانونه او پروژي وي ،

څو کاله مخکي د امريکا جمهور رئيس د جنوبي اسيا د ستراتيژي په اعلانولو د پاکستان په هکله وويل ( پاکستان د امريکا واکداران وغولول او موږ ئي احمق را ګير کړي وو ، امريکا ۳۳ ميليارده ډالر کومکونه ورکړل ولي له تروريزم سره په جګړه کي ئي کومک ونه کړ ) په ځواب کي ئي د پاکستان د دفاع او بيا وروسته خارجه وزير خواجه محمد اصف داسي څرګندوني وکړي ،

( ـ د افغانستان جهاد يو جعلي جهاد وو ،

  ــ د افغانستان د تنظيمونو مشران د ، سي آي اي  او آي اس آي  په اشارو نڅيدل ،

  ــ د افغانستان جهاد د نبراسکا جوړه شوي پروژه وه ،

  ــ زه او د پاکستان ولس د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت په وړاندي جګړه ، خپل تاريخي او سياسي نه بخشيدونکي عمل ګڼو ، د خواجه اصف څرګندوني د Express News له تلويزوني چينل سره ، ۲۰۱۸ کال ،

په پاي کي بايد زياته شي چي په افغانستان کي د قدرت ډراماتيکي لوبي دوام لري ، د ترهګرۍ په وړاندي د جګړي له نامه څخه د يوي پلمي په توګه کار اخيستل کيږي ، افغانستان له څلورو لسيزو په زياته موده کي د نړيوالو ، سيمه ايزو او په دوي پوري د تړليو مافيائي او جګړه مارو ډلو د جګړي تود ډګر ګرځيدلي ، انديښني دا دي چي د افغانستان په هکله د سپيني ماڼۍ په پاليسي کي د پاکستاني استبلشمنټ او ترهګرو ډلو په ګټه بدلون ، او لکه څرنګه چي د امريکا د کولمبيا د يونيورسيټي پروفيسور بارنت روبين چي د افغانستان د چارو کارپوه او د څو کتابونو مؤلف هم دي په خپله مقاله کي اشاره کړي چي د امريکا اقتصاد به د کرونا د پانډيمي په وجه ضعيفه او ويره ده چي افغانستان يو ځل بيا د ۱۹۹۲ ، لسيزي په څير هير او يوه ناکامه دولت Failed State ته ولويږي ، او بيا د پنجابي ښکيلاک د نيابتي ابزارو ( Shadow State ) په اختيار کي ورکړل شي ، ټول ملت په تيره بيا روڼ اندي او د افغانستان د ملي ګټو مبارزين خپل هيوادني مسؤليت او ملي وجيبي ته متوجه او الرټ و اوسي ،

پايله ، هغه ” لويه لوبه ” چي په ۱۸۴۰ م کال په افغانستان او د برتانوي هند په شمال کي د انګريزي استعمار او تزاري روسيي د نظامي او جاسوسي فعاليتونو د توضيح لپاره په مخ روانه وه ، يو ځل بيا ئي زموږ هيواد ډګر ګرځيدلي او لا روانه ده ، پاي .

د مرستو بندیدل

 

14054008_1265022086844435_9147298485601575233_n

نورهاب څپاند

وتلې امریکایي افغانستان پيژندونکې بارنت روبین په دې وروستیو کې زموږ د هېواد سره د امریکایي مرستو دبندیدو وړاندوینه کړي ده . هغه یو شمیر دلایل او پرتلې وړاندي کړي چې له امله ښایي د افغانستان اوسنی دولت نسکور شي .

روبین وایي چې د چین او نورو هېوادونو په پرتله د کورونا ویروس په چټکۍ په امریکا کې خوریږي او اقتصادي ستر زیانونه ممکن واړوي . په دې صورت کې به شونې نه وي امریکا د افغانستان مرستو ته د تیر په څير ادامه ورکړي . نو دا خطر شته چې د افغانستان حکومت ړنګ او د وخت د شوروي اتحاد تجربه چې په افغان دولت یي مرستې بندې کړي يو وارې بیا تکرار شي . روبین له ستونزې څخه د وتلو لار په دې کې وینې چې که غنې او عبدالله په خپل منځ کې پیښه سیاسي لانجه هواره کړي او د حل د کیلۍ په توګه د امریکا او طالبانو د سیاسي هوکړه لیک د پلې کېدو له لارې سیاسي حل ته زور ورکړي ، اوربند رامنځته شي ، ښایي مرستې جارې وساتل شي او د دولت د نسکوریدو مخنیوی به وشي .

زما په نظر بارنت روبین چې پيژندل شوی سیاسي څيړونکی دی ، په پورته تحلیل کې په زیات مقدار د امریکا د متحده ایالاتو د رسمې سیاست په مدار کې څرخیږې ، هغه ټکې یي ټينګ کړي چې تر ډيره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دمسؤلینو او مامورینو په څرګندونو کې ورباندې ټينګار کیږي .

بلې ، د امان الله خان ، ډاکټر نجیب الله او اشرف غنې ستونزې لږ تر لږه یو ډول ښکارې ، یانې ” کله چې له یادو مشرانو هر یوه په خپلو زیرمو د متکې افغانستان د جوړولو هڅه او هوډ کړی ، د ډيرو بهرنیو فشارونو سره مخ شوي چې په پایله کې يا باید ورته تسلیم شوي وی ، یا یي وطن پریښی وی او یا یي مرګ منلی وی”

د غنې عبدالله تر منځ کشاله که هواره هم شي او د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک پر بنیاد سیاسي حل رامنځته شي ، له پخوا به ډير افغانستان په بهرنیو مرستو تکیه وکړي . ځکه عبدالله او طالبان دواړه په خپلو زیرمو د افغانستان د اتکا کوم پلان نه لري او نه غواړې چې د ایران او پاکستان لاس د هیواد د طبیعي زیرمو له لوټولو څخه لنډ شي او يا افغاني اصیل محصولات د یاد شوي ملکونو د بې کیفیته تولیداتو په مقابل کې تقویه شي .

که په تیرو څه د پاسه پنځو کلونو کې د هېواد د مشرتابه هغو طرحو ته چې عملې کېدل یي شروع شوي په ځيرتیا او جدیت وکتل شي ، تر کار لاندې طرحو د پلې کېدو د لارې خنډونه لیرې کړل شي افغانستان په خپلو امکاناتو د تکیه کېدو اساس مومې او زموږ د دولت د نسکوریدو خطر له مینځه ځې .

د افغانستان خلک او مشران يو وارې بیا د تاریخ د سخت ازمیښت سره مخامخ شوي . د جګړي د بیخي ودریدو چانس نه تر سترګو کیږي ، يوازې د جنګ د ورو کېدو یو لړ هڅې چې هېوادوالو ته په لوړه بیه د تمامېدو وړاندوینه یي کیږي رواني دي . زموږ هېوادوالو په تیره بیا روڼ اندې قشر ته ښایي چې د جګړي د ورو کېدو او د هغې د بیخي بندیدو د ټولو وریانتونو په بریالې کولو کې پوره برخه واخلې . ولس وهڅوي څو له خپلو مشرانو وغواړي چې په خپلو امکاناتو د بسیا شوي هېواد له لرلو پرته په بهرنیو مرستو پاییدل نیکمرغه او ویاړمنه راتلونکې نه لري او اجازه ورنه کړي چې یو ځلې بیا د ۱۹۹۲ کال ترخې تجربې تکرار شي

 

 

شهر خربوزه

دا زموږ هغه وتلې ولسي خبره ده،چې خلکو به هله کاره وله ؛ کله به چې په کوم ځای کې، د قاتل او مقتول ، مفسد ا

مخلص ، خادم او خائين ، غله او کور والا ، کيسه بور او کيسه ولا …؛ تر منځ توپېر نه کېده او دواړه به په يوه تله ، تلل کېدل . نو خلکو به ويل : شهر خربوزه است ؛ شهر ناپرسان است …! په خواشينۍ سره چې دا د خربوزې او ناپرسانه ښار کرغېړنه فضا اوس زموږ په يو شمېر فيس بوکي يارانو ؛ هلته په کابل او افغانستان کې ، په ګن شمېر رسنيو او په اصطلاح کار شناسانو ، شنونکو او کار پوهانو …او حتی د ولسي جرګې په تالار کې هم خوره ده. هيڅوک واضحه او څرګنده خبره نه کوي او يا هم د پسونو په شان يې کولي نه شي . د عبداله ناکام ټيم هم په ټول قوت هڅه او هاند کوي ، چې دا کرغېړن ماحول نوره هم عامه کړې ! د هغه خدا بيا موز خبره تکرارېږي : ( در ديګی که سهيم نيستم ؛ بګذار بعوض غذا مواد غايطه پخته شود ) . عبداله او ټيم يې په دې ښه پوهېږي ، چې په ملي ، منطقوي او نړۍ واله کچه ناکام او له صحنې وتلي دي . اوس نو هغه د چسپک ټوکه شوه ( چسبکه خو چسبانديم ؛ اګر خدا بچسپاند ) . د دوئ کسان په خاص مهارت دا تبليغات کوي ، چې ګنې دواړه خائينان دي …!! د دوئ تر څنګ بيا يو شمېر بې عقله او بې شعوره ، تش په نامه سياستوال هم په غير اګاهانه او په توله مانا ساده لوحانه؛ د هغو سازونو ته نڅېږي . له دې دوستانو په خاص درنښت هيله کېږي ، چې نور نو ونه نڅېږي . ځکه غني د ټاکنو او شکاياتو د کميسيونو له لوري بريالی اعلان شوی . د افغانستان د ټولو قانوني بنسټونو ، 35 هېوادونو ، ملګرو ملتو ، ناټو ، اروپايي ټولنې او د امريکې د متحده ايالاتو د باوري استازو په ګډون تحليف ( لوړه ) هم تر سره او رسمآ د قانوني منتخب ولسمشر په توګه وپېژندل شو … داچې عبداله هم د يوه معلوم الحاله جاسوس ، شرمېدلي فلمي ( قاضي القضاد ) په تپل شوي رول کې ، د څو تنو جنګسالارانو ، غاصيبينو غلو ،قاتلينو ، مافيايي کړيو او څرګندو جاسوسانو په شتون کې ، هم په پوره سپين سترګۍ ، ځان ولسمشر اعلان کړ ؛ دا نو کومه نوې خبره نه وه او نه ده …!! ځکه تر دې وړاندې صديق متين په امريکا کې ، هاشم لوګري په لوګر او تر هغو وروسته کوم کس د کابل په اتمه ناحيه کې ، هم ځانونه ولسمشران اعلان کړي وه …!! په خاصه توګه ده او ټيم يې ځکه دا کار وکړ، چې په قانون سالاره ټولنه کې ، نه يوازې دوئ د دوه پېسو بازار هم نه لري، بلکې د خپلو ښکاره جناياتو په تور به محاکمه کېږي هم . ځکه نو ددوئ تر ټولو مشر جنايتکاره کرزي، شرمګا ته بړستينې نه ټينګېږي …!! بنآ اوس به نو څومره له انصافه ليرې او حتی احمقانه وي ، چې دا او هغه نور ؛ هغه شان قانوني ولسمشر سره په يوه تله ، وتلل شي چې د خپل هېواد د ملي ګټو ، ملي ارزښتونو ، ملي هويت ، ارزي تماميت ، قانونيت ، عدالت او رښتني دموکراسي له پاره د خپل سر په قيمت ډغرې وهي او د فوادين سپر. په شان ولاړ دی …!! لطفآ ، لطفآ؛ پليس ، پليس له جوشه راکوز شئ ، په هوش او عقل د خپل هېواد او خپلو خلکو په حال ورحمېږي او فکر وکړئ…!! نه چې خدای ج مه بيا د مچان په شان خپلو سرونو ته ټک ورکړو . عبداله يو خدمت وکړ ؛ صرف نظر له ژبې ، قوم او محل … د خائين او خادم ، مخلص او مفسد ، وطنپال او وطن پلورنکو تر منځ يې کرښه جوړه کړه . راځئ ددې کرښې بر بنياد د خپل قانوني ولسمشر تر شا

 اسماعيل غرنی ودرېږو او ځانونه د خپلو سيالانو سره سيال کړو …