محمدآقا کوچی
اعليحضرت امان الله خان او دافغانستان خپلواکي
اعليحضرت امان الله خان او دافغانستان خپلواکي دشاه امان الله خان مقبره په ننګرهار کې امان الله خان په ۱۲ کلنۍ کې په عین الدوله ونومول شواو په ۱۹۱۳ز کال کې یې د محمودطرزي له لور ثریا سره د شهرآراء په ماڼۍ کې واده وکړ او په ۲۷کلنۍ د ۱۲۹۷ل کال (د۱۹۱۹ کال دفبروري ۲۸) د جمعې په ورځ د افغانستان پاچاهۍ ته غوره شو. هغه له لس کلنۍ پاچاهۍ وروسته د۱۹۲۹زکال د مې دمېاشتې په ۲۴ نېټې دې ته اړایستل شو چې هېواد پریږدي او ایتالیا ته ولاړ او وروسته له ۳۱ کالود بې وزلۍ ژوند له تیرولو د۱۹۶۰زکال د اپریل دمیاشتې په ۲۵ چې د ۱۳۳۹ل کال د غوایي د مېاشتې له ۵ سره سمون خوري دسویس په هېواد کې دسترگې دسرطان دناروغۍ له امله سترگې له نړۍ وتړلې او دهغه دوصیت پربنسټ، جنازه یې افغانستان ته راولېږدول شوه او په جلال آباد کې دپلار ترڅنگ خاورو ته وسپارل شوه
داوه پوره لنډمالومات.
درنو دوستانودا ورځ د مامول په توګه را زي افغان ولس ددی وياړلې ورځی په ياد لمانځغونډې جوړوي خو په دی تيرو اونويمو کلونو کې زموږ په هېواد کې خورا زيات سياسي اونظامي ادلون بدلون رامينځ ته شود لويديز نه تر ختيځ پوری زبرځواکونه دی هېواد ته راغلل او خپلې وسلی په بی دفاع افغان ولسونو وچلولی په ميلونونو خلک شهيدان ، معيوب، بی کوره او کډوالۍ ته اړباسل شوه. Continue reading