ـــه ” شـــرقي پاکـســتانه ” تـــر بــنــگلــه ديــش :

ل

لـــه ” شـــرقي پاکـســتانه ” تـــر بــنــگلــه ديــش :
امـــيرګــران
په Dec,1970 کي د پاکستان په دواړو برخو کي پارلماني انتخابات ترسره شول ، انتخابات د شيخ مجيب الرحمن په مشرۍ عوامي ليگ ګوند په غوڅ اکثريت Absolut Majority وګټل او ” بنگه باندهو” ياني بنگالي وروڼو شيخ مجيب خپل نماينده او وياند وټاکه ، ټولو خلکو د عوامي ليګ له 6 مـــاده ايز دوکــتـوريــن څخه په کلکه دفاع وکړه ، ولي د پوځي او ملکي حاکم اشرافيت او مارشل لائي حکومت لخوا د خلکو اعتماد او منډيت وروسته د پايلو له څرگنديدا غلا او ونه منل سول ،
بيا په 07 د مارچ ، 1971ع کال د ډاکــي په ريس کورس ( Race Course ) ســتديوم کي د خلکو يوه ستر او عظيم الشانه لاريون ته په خپله تاريخي وينا کي شيخ مجيب وويل ، ( … اوس به موږ د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوو او جنګيږو به ) ،
بنگه باندهو او ټول خلک د پاکستاني مغرور پوځ او د دوي د مذهبي ډلــو ياني د جماعت اسلامي د البدر او الشمس ډيـــتـهـ سکواد ” د قاتيلينو ډلګۍ ” په وړاندي په ميړانه او سرښندني وجنګيدل ، د ازادۍ په جګړه کي هندي پوځي قواوي هم د مکتي بهاني ازادي غوښتونکو کومک ته داخل سول ، د پاکستاني پوځيانو قومانده د جنرال ټيکاخان ، جنرال عبدالحميدخان ، جنرال ګل حسن خان او په ډاکه کي د شرقي زون قوماندان جنرال عبدالله خان نيازي په لاس کي وه ، جګړه په شدت روانه او زيات انساني تلفات ئي لرل له هغي جملي د پاکستاني پوځيانو 9 زره مــړه او 4350 نفر زخمي ، د هندي ځواکونو تلفات ، 3843 سرتيري مړه او 9851 ئي زخمي رپوټونه نشر سوي دي ،
د چاپي رسنيو د رپوټونو له مخي د بنگال د ازادي غوښتونکو تلفات په لک هاوو ياد شوي ، په 2017ع کال د بنگله ديش د حکومت د اطلاعاتو وزير ، حسن الحق اينو وويل چي ( پاکستاني پوځيانو په بنگله ديش کي جينوسايد يا قتل عام کړي او له دي امله پاکستان له بنگله ديش څخه رسمآ عفو وغواړي ، پاکستاني پوځيان په بنگله ديش کي د ښځو سره په جنسي تجاوز او بي حرمتي هم متهم دي ،
پاکستاني بريگيډير R.A صديقي چي پخپله هم په جګړه کي وو په خپل کتاب ” ايسټ پاکستان دي اينډگيم ”کي ليکلي ( پاکستاني جنرالانو د بنگالي ښځو بي حرمتي د پوځيانو لخوا دفاع کوله او ويل به ئي چي تاسي د پوځ له يوه ځوان چي په شرقي پاکستان کي په جګړه بوخت ده ، د جنسي عمل لپاره جـــهـــلم ته لاړ سي … ) ،
د بنگله ديش د ازادۍ په جګړه کي د وخت زبرځواکونه ( امريکا او شوروي اتحاد ) هم بي برخي نه وو او جګړه ئي د سمندري ځواکونو په وسيله څـــارلــه ، هغه مهال چي جګړه د بنگالي او هندي ځواکونو په ګټه پرمخ روانه وه ، د امريکا جمهور رئيس ريچارنيکسن د کيسنجر په مشوره په بحرهند کي ميښت د سمندري ځواکونو، لوئي 7 لمبرطياره وړونکي کشتۍ ته چي انټرپرايز نوميده امر کړي وو چي د بنگال د خليج په لور په دي بهانه چي د جګړي له ساحي څخه امريکائي وګړي انتقالوي ، حرکت وکړي مگر د شوروي اتحاد بحري ځواکونو ئي مخه ونيوله ، د يادولو وړ ده ، په نوموړي کشتۍ کي د اتومي وسلو انتقال کوونکي طياري موجودي وي ،
جګړه دبنگالي او هندي ځواکونو لخواپه ډير مهارت او موفقيت پرمخ روانه وه ، پاکستاني ځواکونو د متارکي غوښتنه کوله ولي هندي قواوو د بي له قيد او شرط څخه د تسليمي غوښتونکي ول ، اگر که د هند پوځي ځواکونو ، پاکستاني قواوو ته د ديسمبر د مياشتي 4 نيټه ټاکلي وه ، ولي په پاي کي د ديسمبر د مياشتي په 16 نيټه د پاکستان له 93000 زيات پوځونه د اميرعبدالله خان نيازي په مشرۍ د هندي قواوو قوماندان جگجيت سنگهـ اروړا او د بنگال د ازادي غوښتونکو مبارزينو ته تسليم اود انګريزي امپريل استعمار د ” شرقي پاکستان ” فصل په همدي نيټه ختم او د بنگاليانو د سرښندنو او اتلوليو په نتيجه کي په جنوبي اسيا کي د بــنـــگــلـه ديـــش نوي هيواد هــســت شو ،
هغه تاريخي انځورونه چي په پورتنيو حوادثو کي دخيل ول دلته ورسره ضميمه کيږي .

Bilden kan innehålla: 4 personer, personer som ler, personer som sitter
eye-crossed-out
Bilden kan innehålla: en eller flera personer och utomhus
Bilden kan innehålla: hav, himmel, utomhus och vatten
Bilden kan innehålla: 3 personer
Bilden kan innehålla: en eller flera personer och närbild

ايران ، پاکستان له افغانستان سره داوبو پر سر خبری کوي؟

درانه هيواد وال، سياسيت بازان ، مدني فعالان د جهاد پر نوم مشران دولتي کاڼه چار واکي   خبرشوي کنه ؟m agha (2)

پوره ۴۰ کاله زموږ گاونډېوهېواد (ايران، پاکستان ) زموږ ولس، زمو ږ خاوره ونی بوټي، معدنونه وسلی او په کل کي هر څه چور کړل ۴۰ کلونه مستقيمه لاسوهنه وکړه د تروريسټانو ځالی پټ ځايونه سنمبال کړل زموږ اوبه چي يوه طبعي سرمايه ده رايگان خپلو هېوادونو کي په مصرف ورسولی د هلمند درود د ۱۳۵۱ ل کال تړون يې پر زور او زياتي سره دوخت پر چارواکو لاس ليک کړ ددی تړون پر سر د ولس زياترو سياسي گوندونو د مخالفت جنډې ورپولی ولی بيا هم  د هغه وخت افغان چارواکو د کمزوري سياست له امله ايران رايگان د هلمند له اوبو څخه تر نن استفاده وکړه ددی تړون هغه تغهدونه چی ايراني چارواکو کړي وه يو هم سرته ونه ريسدلو اوس د ايران د حکومت د بهرنيو چارو وزير محمد ظريف جواد په ډاگه اعلان وکړ  چی ايراني لوری دافغانستان له دولت سره داوبو پر سر خبری کوي او افغان لوري ته دا حق نشته چی پر خپلو دريابونو او سيندونو بريښناکوټونه اباد کړي يا نهرونه او ويالی وباسي؟همدارنگه پاکستان چی تر او يا کلونو زيات عمر نه لري دافغان خاوره يي د خپل بادار د تحفی په توگه ورته ور کړی اوس داوبو دعوا هم لري؟

زه د يوه متغهد ازاد افغان په حيث وايم که دافغانستان اوسيدونکي، سياسيون، چارواکي، د خپلو گاونډيانو ته د خپل هيواد د ارضي تماميت او خپلو حقونو ځواب نه وايي او کاڼه ناست وي دا د شرم او خجالت وړ خبره ده. که يو شمېر چارواکي دهمدغو هيوادو نو داستخباراتو سره تړاو نه لري نو د خپل ملي هويت خپلو منابعو، خپلی خاوری ساتنه او پوښتنه بايد وکړي.هغه متل مو هېر نه شي چی واي خلک پورغواړي گاونډي نور غواړي،پر ډيورنډ اغزن تار وزغلول شو چپ ناست، د خيبر پښتون خوا ولس ته ويزه اړينه شوه چپ ناست، اوبه په زور بايي چپ ناست، ځنگل او معدن چور او قاچاق شولو چوپ ناست ،په کورنيو چارو کې لاسه وهنه او لاسوندونه شته چوپ ناست،ليکن دلته بيا کور د ننه جگړه پر دی چی زما برخه کمه شوه د هغه بل زياته، دافغان له نوم نه منکر د ملي هويت نه منکرد يوالي له پروسی سره ستونزه په مقامونو جگړه په غلاوو کولو کې ماهر د وطن ورانولو اود خلکو زورونو او وژلو کې اتل د قوم پرستی، مليت پرستی ژبپرستی، پردي پالنه کې مخکښ دا څنگه افغانيت شو دا څنگه سياست شو، دا څنگه مشرتوب په خپل گريوان کې سرکښته او فکر زکر پکار دی او بس.

م اقا کوچی

20180829

 

د هېواد د خپلواکې 99کليزه

m agha (2)د هېواد د خپلواکې  99کليزه

زموږ وېاړلی هېواد افغانستان پوره 99 ل کلونه وړاندې د نړې د لوی ځبر ځواک ښکېلاکگر انگريزي حکومت پر وړاندې ستری سرښندنې وکړې د خپل هېواد خپلواکي تر لاسه کړه.

مکار او ذبون دښمن زموږ له ولسونو څخه د غچ  اخستلو په اړوند له همغه وخته تر نن پوری ارام ندی ناست تل يي کوښښ کړې چی په ډول ډول چلوټېو ددی اتل ولس پر وړاندی پر پټو او ښکاره توطېو لاسوهنو کې پوره ونډه ولري ، پوره ۴۰ کلونه ددی هېواد دخلکو د وينو د تويدو سيلابونه جاري ساتلي ښکيلاکگر و تل په گران هېواد افغانستان کي د سياسي نهضتونو، جنبشونو سياسي وتلو څېرو پر وړاندي د مختلفو نوو پروژو اساسي پلانونه عملي کړي او کوي.

د  ملي اتل شاه امان الله خان ازادي خوښونکي جوړښت ددی مکارو ښکېلاکگرو لخوا دخپلو جا سوسانو او تالي څټو لخوا و ځپل شو، د هيواد ټول ترقي غوښتونکو  سياسي گوندونو او ولسونو د ښېرازی موخه يې  ډپ ساتلی  ددوی د لاس وهنو په پاېله کې دافغان ملت د جوړونې پر ځای ميليت پالنه،ژبپالنه، قوم پالنه اونور دافغانانو تر مينځ زور اخستی دی،هغه باتور ملت چی د خپل ښکېلاکگر دشمن پر وړاندې تل تر يوه بيرغ لاندی د هيواد دښمانان له خپل هيواد څخه په تشو لاسونو شړلي په گونډو کړي خو په تاسف چی اوس يو شمېر د پردي پاللو او مليت پاللو ته لمن وهي خو افغان مېٍړنۍ ولس په خپل هيواد مين او ټينگ هوډ لري چی ددی هيواد رنگارنگ دشمنان به خپل شومو موخو ته ونه رسي بلکې دا هيواد او ولسونه به د ورنو په شان خپل هېواد افغانستان  يو موټی وساتي .

زه د يوه سياسي شنونکي په توگه وايم چی ددی خاوری اصيل بچيان ولسي پر گنې هيچا هيڅ زبر ځواک ته ايجازه نه ورکوي چی دا هېواد ټوی ټوټی کړي يا د ډيورنډ توره کرښه ددی ملت ولسونه سره جلا کاندي نن وي که سبا دا ولسونه او سياسي ملي مبارزين به په يوه اوچت اواز دا ناره پورته کړي چی لر وبر افغان يو دی لکه چی د همدې کال په اوږدو کې د پښتنو له خوا د پاکستاني پوځيانو او دولتي ستمگرو پر وړاندی د کويټی نه تر کراچی لاهور، کوهاټ پښاور، اسلام اباد، باجوړ ،صوات په ميلونونه پښتنو په يوه سوليزلاريونونو خپل د حق اواز پورته کړ اود هيواد نه بهر هم داواز په کلک عظم اواراده بدرگه شو. ديوه واحد ملت جلا والی ممکن نه دی . سره له دی چی د افغانستان په ورانولو اود ولسونو په وژلو کې هيچا صرفه نه ده کړی په تيرو ۴۰ کلونو کې په ميلونونو هيواد وال ووژل ، کډوالی ته اړ شول هر څه چور تالا والا شول، خو ولسونو مکار دشمن ته تسليم نه شول دازادی جنډه يې اوچت ساتلی اودا جنډه به د برېاليتوب  تر سرحده حده پوری رپانده ساتي .

 د ملت هوډ دا دی چی په گران هېواد کې د تل پاته سولی سپينه کوتره ډېرژر په خپل مرورين اسمان کي په الوتنو او نوو زيرو سره پروازونه وکړي .

په همدې ور ځ  ۲۸ د زمري چی د هېواد مېړنو ولسونو خپلواکي لاسته راوړی په ۱۳۹۷ ل کال د هېواد په گوټ گوټ کې د ولسي جر گې د وړ او منلو شو افغانانو له خوا د ولسي جر گې اود ولسواليو شورا گانو ته خپل استازي په رڼو شفافو رايو سره وټاکي  د ټول ولس هيله همداده او وه چی نور پارلمان ته داسی کسان لار پيدا نه کړي چی قاتلين،  غا صبين، مفسدين، اختېطافگران ، د ملي يوالي ضد کړنو کې لاس لري پارلمان ته وټاکل شي .

د سياسي ملي گوندونو ولس او په خاصه توگه ځوانان بايد داسی نوماندانو ته خپله رايه واچوي چی هغوی په پوره صداقت ملي هوډ ، ژمنتېا سره د خدمت ملاتړلي وي ولسونه اوس  پر دی پوره پوه شوي چی يو شمېر مالوملحاله څېرو چی په ماضي کې د ولسونو په هر ډول ناوړه عمالو کې پوره ونډه درلوده د خپلو ځانونو پر ځای خپل نور څوک نوماندان کړي خو ولسونه هم دتير په پرتله اوس پوره اگاهي لري او هغه چاته به رايه ور کوي چی لياقت وړتېا او ژمنتېا يې لري

محمد اقا کوچی

دسولی کاروان :

د

دسياست کونکو، سياسي گوندونو د توجو وړ ټول افغان ولس پوره پوره خبردي چی د هلمند اتلانو ۷۰۰ کليومتره منزل د روژی په مبارکه مياشت کې په پښو تر پلازمېني کابله سرته  ورساوه :

m agha (2)پوښتنه ؟ دا ولسونو د کومې موخې له پاره دا لوی منزل پلان کړ ؟

ددی اتلانو سره په لار کې پراته ولسونو ددی ستر هدف د پېلی کولو ملاتړ وکړ؟

بی له شکه دا هدف پوره انساني، ملي وطني دی  نو په لار کې پرتو خلکو ددوی هرکلی وکړ حتی د غزني ولايت نجونو په ترانو ددوی د کاروان بدرگه سرته ورسوله.رنو دوستانو داسی بېلگې په نړې کې هم سرته رسيدلي د چين په ولسي جمهوريت کې چی ديکتاتور رژيم په واکې وو هم دا ډول لاريون شوی چی په انقلاب بدل شو ،په اروپايي هېوادو کې دا ډول بېلگې شته چی مثبتی پاېلی در لودی .

 زموږ په گران هېواد کې چی   د شاهي  رژيم واکمني وه د شبرغان د گازو ،نفتو  تفاحوساتو کار گرانو ، د ننگر هار د ناوی پراختېا کارگرانو تر کابله د روا او صنفي غوښتنو له پاره لاريون وکړ خو په تاسف چی دوخت رژيم د لاريون مشران وځپل زنداني کړل.

 دا دسولی کاروان موخه د ټول ولس او سياسي ملي مترقي گوندونو ملاتړ ته اړتېا لري دا ځکه چی ۴۰ کاله اوږدې جگړی نور ولسونه دی ته اړ باسلي چی د جنگ په ټولو اړ خونو غږ کړې چی جگړه ودروي سوله غوره کړي د پرديو لاس وهنه بنده شي بين الافغاني خبری پېل او جنگ ته د پای ټکې کېښودل شي. اوس چی دسولی کاروان تر کابله رارسيدلی ټول ولسونه، سياسي گوندونه بايد له خوبه را ويښ اوددوی ملاتړ وکړي .

 درنو دوستانو د قلم او خبرو شننونکو څخه  په درنښت هېله کوم چی که غواړی سوله راشي ټول ولس ارام شي وطن ښېرازی خواته گامونه واخلي همدا گز او همدا ميدان .

 محمد اقا کوچی

دفاټاپه هکله په زړه پوری لیکنه او ژور تحلیل

Abdul Ghafor Lewal 27.5.2018
هوښیار اوسئ، چې په دغه وخت کې له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو ( فاټا) بېړنی ورګډون تصادفي او یا هم د زړه سوي کار نه دی. د دې پرېکړې ترشا ځانګړې اجنداوې شته، چې وروسته ورته اشاره کیږي، خو تر دې وړاندې باید ټینګار وکړم، چې د قبایلي اېجنسیو د اوسېدونکیو روان حقوقي – سیاسي وضعیت د زغملو وړ نه دی. زاړه او وراسته قوانین، وروسته پاتې وضعیت او د انساني ژوند تر ټولو بد شرایط یې باید او خامخا بدل شي.
خو پر دغه حساس و تاریخي مهال، په داسې بېړه، دا بدلون څه نورې کیسې له ځانه سره لري:

۱– ترهرڅه وړاندې د پښتون ژغورنې د پیاوړي او تاریخي خوځښت وېشل او ترمنځ یې اختلافات جوړول.

۲ـ د سیمې د استخباراتو او نړیوال ښکېلاک له لوري د افغانانو له روانې ټولوژنې (Genocide) څخه پام په بله اړول،

۳ـ د پښتنو ملتپالو ګوندونو ترمنځ د شخړو او اختلافاتو لویول او ان ټکرونو ته لاره هوارول،

۴ـ د افغان ملي بنسټونو په وړاندې د ولس راپارول،

۵ ـ د خپلواکو قبایلي سیمو پوځي کول او تر بشپړو نظامي شرایطو لاندې هلته د نړیوالو ترهګرو ډلو ځای پرځای کول.
دې ته ورته ګڼ نور اهداف هم شته، چې پریوه غشي د څو مرغیو ښکار ته لارهواروي او د انګریزي ښکېلاک ( بېل یې کړه، اېل یې کړه) سیاست یوځل بیا تداعي کوي.

سپارښتنې :

۱– پر دې مسئله د نظر اختلافات او د سیاسي لیدلوري توپیر، یوازې په سیاسي خبرو اترو او منطق وڅېړئ، وشنئ او د نظر توپیر دوښمنۍ ته مه باسئ.

۲– د پښتون ژغورنې پیاوړی ولسي لښکر له منځ څخه پاشل کېدو ته مه پریږدئ او له دې استخباراتي چل ول څخه یې بېل وساتئ، ویې ژغورئ !

۳ـ تاریخي څېرې او د پښتون ملتپال بهیر مشران مه کنځئ، په دې کې هغوی هېڅ ملامت نه دي؛ پاچاخان، خان شهید او نور شخصیتونه وو، واکمن اوس د تاریخ ځلنده څېرې دي، د دوی سپکاوی هېڅ ستونزه نه شي هوارولای .

۴ـ د پښتنو مسئله تر دې اداري بدلونونو ډېره لویه ده، چې تر دې پراخ ملي شعور او سترې تاریخي پرېکړې یې حل لارې دي. پښتانه باید خپلې تاریخي جغرافیې ته ځان ورسوي او هغه له بنسټه د لوی افغانستان پیوستون دی.

۵– د پښتنو لپاره لومړیتوب باید د روان قتل عام په وړاندې په یوه غږ پاڅون وي، موږ باید ژوندي پاتې شو. خپلواکي او واکمني ژوندیو ولسونو ته بویه، نه مړوته.

لنډه یې دا، چې که دا ځل د پښتون په وړاندې د ( بېل یې کړه، اېل یې کړه !) دسیسه ناکامه شوه، نو بیا یې هیڅکله او هیڅوک په سیمه او نړۍ کې د یوه ستر قومي زبرځواک جوړېدو څخه نه شي راګرځولای.