د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند د مسودې
بشپړ متن
افغان او امریکايي چارواکي وايي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د مسودې پرمتن سلا شوې دي او نن به همدا متن په مشورتي لویه جرګه کې د جرګې غړیو ته وویشل شي .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن په واشینګټن کې خبریالانو ته وویل چې د چارشنبې په ورځ یې له ولسمشر حامد کرزي سره ټیلفوني خبرې کړې ، دواړه خواوې د امنیتي او دفاعي تړون په مسودې سلا شوې او اوس باید دافغانستان لویه جرګه دا متن تصویب کړي .
د امنتي او دفاعي تړون دا لومړنۍ متن چې افغان حکومت خپور کړی په لاندې توګه دی
———-
د افغانستان اسلامي جمهوریت
او امریــــــکا متحده ایالاتو
تر منځ
د امنیتي او دفاعي همکاریو قرارداد
سریزه
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت (چې له دې وروسته د “افغانستان” په نوم) او د امریکا متحده ایالات (چې له دې وروسته د ” متحدو ایالاتو “په نوم) په ګډه “دواړه لوري” او په انفرادي توګه “لوری” یادیږي؛
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اوږد– مهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې (د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه) په تائید چې د ۲۰۱۲ کال د مۍ په ۲ مه لاسلیک شوه، د همدې موافقتنامې پر مواردو په بیا ټینګار سره دواړه لوري ژمن دي چې د ګډو ګټو پر بنسټ اوږدمهاله ستراتیژیکې همکارۍ پیاوړې کړي، لکه: د سولې، امنیت او ثبات پراختیا؛ د دولتي ادارو پیاوړتیا؛ د افغانستان اوږدمهاله اقتصادي او اجتماعي انکشاف او د سیمه ییزو همکاریو هڅول؛
د ستراتیژیکو همکاریو په موافقتنامه کې د دې اصل په تائیدولو سره چې د– دواړو لوریو ترمنځ همکاري د دوه اړخیز احترام او ګډو ګټو پر بنا باندې ولاړه ده؛
همدارنګه د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې د هغه اصل پر بياټينګار– سره چې دواړه لوري به خپلې همکارۍ ته په ډاډمنه توګه دوام ورکوي، ځکه دوی د افغانستان د خلکو لپاره د يوې عادلانه، سوله یيزې، امنې او له فرصتونو څخه ډکې راتلونکې د تحقق لپاره تعهد لري او همداراز د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي وحدت ته د دواړو لوريو په ټینګې ژمنې باندې بیا ټینګار کوي؛
د افغانستان او متحدو ایالاتو ترمنځ دوامداره مشارکت ته په پام او د– دې قرارداد پر اساس د دفاعي او امنیتي همکاریو د پراختیا، ودې، پیاوړتیا او لا ارتقا لپاره د دواړو لوريو پر ګډې ارادې باندې په ټینګار سره؛
په دې هیله چې د دفاعي او امنیتي تدابیرو په برخو کې نږدې همکارۍ دوام– ومومي ترڅو په افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګ کړي، د سیمي او نړۍ د سولې او ثبات په تامینولو کې ونډه واخلي، له تروریزم سره مبارزه وکړي او داسې یوه سیمه رامنځته کړي ترڅو د القاعدې او ورپورې تړلیو ډلو لپاره مصؤون پټنځای نه وي، د افغانستان وړتیاوې پیاوړې کړي ترڅو د خپلې ملي واکمنۍ، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې ګواښونه دفع کړي؛ او دې ته په اشارې سره چې متحده ایالات په افغانستان کې د دایمي نظامي تأسیساتو په لټه کې نه دی او د داسې حضور په لټه کې هم نه دی چې د افغانستان ګاونډیانو ته ګواښ وي؛ او ژمن دی چې د افغانستان له خاورې او تأسیساتو څخه د هېڅ بل هېواد پر وړاندې د بریدونو لپاره استفاده و نه کړي؛
د افغانستان په اړه د شیکاګو د سرمشریزې اعلامیې ته په اشارې چې د– ۲۰۱۲ کال د مۍ په ۲۱ مه د دولتونو د مشرانو، د افغانستان د حکومت او ناټو تر مشرۍ لاندې د آیساف د غړو هېوادونو له خوا صادره شوه، په خاص ډول ګډون کوونکو د یو حاکمیت لرونکي، با امنه او دموکراتیک افغانستان لپاره پر خپلو ټینګو ژمنو یو وار بیا ټینګار وکړ او د دې په تائیدولو سره چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه په افغانستان کې د آیساف ماموریت پای ته رسیږي او د انتقال د بهیر له پای ته رسېدو څخه وروسته د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې، مشورې او همکارۍ په هدف د ناټو ترمشرۍ لاندې د یو نوي ماموریت د رامنځته کولو لپاره د ناټو او افغانستان ګډو ژمنو په شمول د افغانستان او آیساف ترمنځ نږدې همکارۍ دوام مومي؛ پر دې باندې په ټینګار سره چې داسې ماموریت باید لازم صلاحیتونه، د حضور د څرنګوالي ترتیبات او حقوقي مبنا ولري؛
د اړیکو ترینګلتیاوو، ابهام او سوء تفاهم د کمولو له لارې د امنیت او– ثبات د پیاوړتیا په هدف د سیمه ییزو همکاریو او همغږیو د میکانیزمونو لپاره د دواړو لوریو پر دوامداره ملاتړ باندې په بیا ټینګار سره؛
د 1392 کال د لویې جرګې د تائید په یادونې سره چې د افغانستان او– متحده ایالاتو ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو قرارداد د افغانستان د امنیت لپاره اهمیت لري؛
د یو بل خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د بشپړ درناوي او د– یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصولو ته په پاملرنه، په سیمه کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا او تروریزم پر وړاندې د مبارزې په منظور؛ د دواړو لوریو ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو د زمینو د لا زیاتې پراختیا په هیله؛
د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر اهمیت د– موافقې په لرلو سره چې د متقابل درناوي، نه لاسوهنې او برابرۍ پر بنسټ وي او له ټولو ملتونو څخه په غوښتنې چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام وکړي او د افغانستان په کورنيو چارو او دموکراتیکو بهیرونو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي؛
همدارنګه په دې باندې په ټینګار سره چې د دواړو لوریو ترمنځ همکاري د– یو بل ملي حاکمیت ته د بشپړ درناوي، د ملګرو ملتونو د منشور اهدافو او د هغې ګډې علاقې پر بنسټ ولاړه ده چې د دواړو لوریو ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو یو چوکاټ رامنځته کوي او دغه راز د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته د دوی پر ټینګه ژمنه او د افغانستان قوانینو، دودونو او عنعناتو ته پر احترام باندې په بیا ټینګار سره؛
دواړه لوري په لاندې ډول موافقه کوي