ټاکني د جهادي ټېکدارانو مقام غوښتنې

 

m agha (2)د ۱۳۹۷ ل کال پر ۱۵ نېټه :

داوږده ځنډ وروسته دافغان حکومت او بهرنيو نړېوالو په ملتېا د ولسي جرگې او ولسواليوشورا گانو له پاره د د نوم لېکنې بهير پېل شو د ټاکنو د کميسون د رپوټ له مخې تر اوسه نه ميلونو تنو نوم لېکنه کړي، اوس د جهاد مشرانوته  اندېښنه راپورته شوه داسی مالوميږي چی په نوم لړ کي ددوی پلويانو فيصدي کمه ده يا دوی ته د تقلب کولو چانس کم دی  فورا يې په ناستو کې د ټاکنو پر بهير نيوکې پېل کړې اودا ټوله پروسه ددوی له نظره باطل وگڼل شوه اود باي ميتريک غوښتنه ېي وکړه.

اوله پوښتنه د برښنايي تذکرو له پاره همدغه ښاغلو خنډونه نه دي اچولي دافغان اواسلام د کلېمې سره جوت مخالفتونه نه دي شوي؟

دويمه پوښتنه :ايا دا ممکين ده چی دوی هر څه له سره بيا غواړي؟

 دريم : داسی گوندونه چی ځانونه د هر څه خاوندان واکمنان بولي  سياسي گوندونو نوم پر ځانو ږدي ايا واقعا دوی داساسي قانون مطابق سياسي رسمي سياسي  گوندونه دي؟

۴: په رښتېا دا گوندونه ددموکراسی پر اصولو ولاړ سياست کوي؟

زما له انده دا پورته ټولې پوښتنې چی سمې ځواب شي دا کټگوري گوندونه د قانون اواوسني نظامي سياسي حالت سره سمون نه لري دا په دی ما نا چی دوی تر اوسه نظامي پراخه وسلوالی ډلگې لري دوی د ملي منافعو خلاف د خلکو زورونه کوي، دوی تل د خپلو ځانونو، ډلو تنظيمونو له  پاره ځانگړي  امتيازات غواړي ،څوکې غواړي او هر څه د ځان له پاره روا اودبل حقونو پايمالوي.

دديموکراسی اصول خودادي چی دوی په ارامه فضا کې دخلکو سره ليدنې وکړی د زور او زر په واسطه نه بلکې د ازادو رايو په واسطه خپل استازي ولسي جرگې او ولسواليو شورا گانو ته وټاکي.

شته په هېواد کې سياسي ملي مطرح گوندونه چی نه پوځي ځواک نه زور او نه زر لري په دموکراسی او ولسونو ټينگ باور لري که د همدغو ټوپکسالارانو د زور او زرو ويره نه وي دوی به خپل استازي په مېړانه بريالي او پارلمان ته راولي مستقل شخصيتونه ملي هوډمن پر هيواد او خلک مين نوماندان هم شته چی تر تنظيمي کړيو سل ځله بهتر ه دي.داسی نوماندان پکې شته  ولسونو ته يې خپله تگلوري وړاندې کړي ولی ولسونه نور د چا په زور او زر باور مند نه دي دا ځل هغه چا ته رايه ور کوي چی ملي ژمنتېا ولري اود ولس له پاره د يو خادم او رښتني چوپړ هوډی يې کړی دا ځل چانس او بری د ملي وطنپرستو نوماندانو له پاره زيات ليدل کيږي .

م کوچی

فغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې پيغام

افغانستان د ملي پرمختګ ګوند
د دارالانشا د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې پيغام

کابل _ افغانستان
د چنګاښ۲۴ مه ۱۳۹۷ م کال

په ‌‌‌‌‌‌ډيره خواشینۍ مو خبرتیا تر لاسه کړه چې د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د ریس مرستیال محترم جانان میرخیل ورور ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ستري محکمي پخوانی کارکوونکی مل پاسوال ګلان میرخیل ، د هغې اوږدي ناروغۍ له امله چې ورپيښه وه نن وفات وکړ .
انا لله و انا الیه راجعون
مرحوم ګلان میرخیل د هېواد د قضائيه قوي یو مسلکي ، تکړه او لاسپاکۍ مامور وو . هغه خپل ټول ژوند د وطن او خلکو په خدمت کې تیر کړ او زیاتو خلکو ته یي عدالت رسولی .
د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا د ارواښاد مړینه ستره ضایعه بولي ، محترم جانان میرخیل او د میرخیل غمزپلي کورنۍ ته د زړه صبر او عاجل تسلیت غواړي . لوي خداي ته د دوعا لاس پورته کوي چې مرحوم میرخیل ته مغفرت وکړي او د هغه فضیلتونه د ارواښاد د کورنۍ په غړو کیږدي .
امین

عبدالحی مالک د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ریس

د فاتحي خبرتیا

 

انا لله وانا الیه راجعون

جانان میرخیل ورور او د میرخیل کورنۍ ، د ارواښاد مل پاسوال ګلان میرخیل ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ستري محکمي د پخواني غړي د مړیني له امله دوستانو ته خبر ورکوي چې ، دمرحوم فاتحه سبا د سرطان د میاشتي په ۲۵ مه د ماسپښين د ۱:۳۰ څخه تر ۳:۳۰ بجو پوري ، په لاندي پته اخستل کیږي :

خوشال مینه
د سپين کلي څلور لاري
د امام اعظم جومات

جانان میرخیل او کورنې

د کابل ولايت سروبي ولسوالی ته سفر

received_1915333445166354

دافغانستان د ملي پرمختگ گوند محترم ريس عبدالحی مالک، محمداقا شيرزاد ، نور وهاب څپاند د سروبي ولسوالی گوندي منشي محترم الله محمد د پوښتنې له پاره تللي وو د محترم الله محمد او نورو گونديانو له خوا موږ ته تود هر کلی وشو .

وروسته محترم مالک د افغانساتن د اوسنيو ترينگلي حالت اود سياسي گوندونو د رول ، کار فعاليت په هکله اوږدي خبری وکړی ور پسی مور هر يوه کوچی او څپاند د هيواد داوسني حالاتو سياست او استونزو اوددی د حل پر لارو چارو خبری وکړی د گونديا پوښتنو ته ځوابونه ور کړل شوه محترمو ملگرو د گوندي سازمان د لا پېاوړ تېا او له پاره کله تغهد وسپارلو اود هيواد دسوکالی له پاره يې  د هيڅ نوعه کار پيکار نه دريغ نه کوو

م. کوچی

د خواخوږې پېغام

 

دافغانستان د ملي پرمختگ گوند دارالانشا

په خواشنې سره مو خبر ترلاسه کړې  چی د فراه ولايت د گوندي  ولايتي شورا مشر دگروال شيراحمد  ځوی اکمل نورزی چی د ۲۵ کلنو په عمر وو ددی وطن د کرغېړنو. قسم خوړلو  دښمانو له خوا په شهادت رسيدلی دافغانستان د ملي پرمختگ گوند دده شهادت دده محترمې کورنۍ . دافغانستان ولس ددی گوند غړو ته لويه ضايعه  ده د گوند د مشرتابه لخوا د اکلمل نورزي اودده ويرجنې کورنۍ ته د رب العزت په دربار کي د مغفرت لاسونه پورته کوي دده کورنې ته د جميل صبر غوښتنه کوي اوشهيد ته د جنت فردوس غوښتونکي يو

عبدالحی مالک دافغانستان د ملي پر مختگ گوند ريس