دغمشریکی او تسلیت پیغام

 

دغمشریکی او تسلیت پیغام

کابل-  د میزان د میاشتې ۱۵ نېټه

 

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد تکړه شاعر، سیاستوال او ژورنالیست ډاکتر محمد حنیف بکتاش له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او په دې توګه زموږ د هیواد د علم او فرهنګ له آسمانه یوبل ستورئ هم ولوید.

 

عکس از آینده

انا لله و انا الیه راجعون

د افغانستان د (وطن د ترقۍ ملی ګوند) مشرتابه په داسې حال کې چې په دې ستر غم کې ځان شریک بولي، مرحوم ته د لوی څښتن تعالی له درباره د فردوس برین غوښتنه کوی، د هغه د کورنۍ ټولو غړو او په تیره بیا د هغې اولادونو، میرمنې او وروڼو او په ځانګړی توګه د (وطن د ترقۍ ملی ګوند) لومړی مرستیال ښاغلی ډاکتر محمد آصف بکتاش ته خپل د تسلیت مراسم وړاندې کوی.

عبدالحی مالک

د وطن د ترقۍ ملی ګوند رئیس

 

د خواشینۍ پیغام

                                    د خواشینۍ پیغام

                                   اکتوبر۲۰۱۲ م کال

                                         لندن

په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان وتلي ادبي فرهنګي او سیاسي څیره او د بې بې سې رادیو پخوانۍ همکار ډاکټرخنیف بکتاش د ورپېښي ناروغۍ له امله د ۵۱ کلونو په عمر وفات شو. د ښادروان مړینه د کډوالۍ په شرایطو کې د افغانانو له پاره او همدارنګه د ټول هېواد له پاره چې د ژور فرهنګي سیاسي بحران سره لاس او ګریوان دی ستره ضایعه بلل کیږي.ښادروان بکتاش پیاوړی شاعر ، فرهنګي او سیاستوال وو. هغه د ژوند په ټولو فعالو شیبو کې ځان د خلکو د خدمت له پاره وقف کړی وو. هغه په ټاکلو حسي نمونو کې په افغانستان کې ټولنیزي بي عدالتۍ د خپل پیاوړي قلم په څوکه ، د حاصل کړي فن په پرده او د فعال سیاسي سازماني کار په وسیله د افغانانو د راویښولو په موخه ډیري ښې انځورولي. هغه د زورواکۍ ، د انسان او افغان په وړاندي د هر ډول بي عدالتۍ مخالف وو. ښادروان د ازاد ، سرلوړي او ښیرازه افغانستان د شتون ارزو کوله. هغه ځوان وو ، که ژوند ورسره جفا نه وی کړي ، کولاي یي شول چې نور هم د خپلو خلکو په چوپړ کې ځان و ازمایي.

موږ د ښادروان بکتاش ناببره مړینه د هېواد خلکو ، افغان روڼ اندو په تیره بیا د مرحومي ویرجني کورنۍ له پاره نه ډکیدونکي تشه بولو. لوي خداي ( ج ) ته د دوعا لاسونه اوږدوو چې مرحوم بکتاش ته مغفرت وکړي او جنت الفردوس یی په نصیب کړي. د ښادروان ویرجني کورنۍ او د هغې  په سر کې د هغه مبارز ورور  (  د وطن د ترقۍ ملي ګوند ) لمړی مرستیال  محترممحمد اصف بکتاش ته تسلیت ، زړه صبرونه او عظیم اجر غواړو.

          انا لله وانا الیه راجعون

په برتانیا کې د وطن د ترقۍ ملي ګوند

              څانګه

دخواخوږی پیغام

 

په روسیه (ماسکو) کی دپوهندوی استاد بازمحمد ساپي د بی وخته مړینی                                                         له امله دنژدی ملګرو او دوستانو دخواخوږی پیغام

چی پیدا شوی تاژړل خلکو خندلی   — داسی مړشه چی ته خاندی خلک ژاړی

په ډیری خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی زمونږ ډیر ګران ملګری استاد بازمحمد ساپي د وطن څخه لیری د پردیسی په حالت کی د ۲۰۱۲ کال دجون دمیاشتی په ۱۱نیټه دبلجیم هیوادکی په حق رسیدلی دی    « قالو انا الله وانا الـــــیه راجعون »

که څه هم مړینه حق ده او زمونږ دټولو همدا لاره ده، لیکن داستاد بازمحمدساپي دمړینی زړه بګنوونکی خبر مونږ ټول په زړونو ټپیان کړو.

استاد بازمحمد ډیر بادرده، با احساسه، په وطن مین او مهربان انسان ؤ. هغه خپل هیواد ته دسولۍ او پرمختګ په خاطر نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړیدی. دده مړینه نه یواځی دهغه درنی کورنۍ ته، مونږ ته، بلکی وطن ته یوه لویه ضایعه ده. په مسکو کی میشت ټول ملګری په دغه غمیزه کی نه یواځی داچی خپل ځانونه شریک بولو بلکی په رښتینی توګه شریک یاستو. خدای (ج) دی زمونږ ډیر ګران استاد ته فردوس جنت نصیب او دده کورنۍ ، خپلوانو ملګرو او دوستانو ته یی جمیل صبر ورپه برخه کړی.

استاد به دتل له پاره زمونږ په زړونو کی ځای ولری او هروخت به دپاک الله له دربار څخه ده ته دبښنی غوښتنی لپاره لاس په دعا یو.

روح دی ښاد وی.

داستاد نژدی ملګری هریو: عبدالمجید ساپي ، عبدالهادی بابرزی، جلات خان ساپي ، استاد میرزا محمد تره کی ، رحمت الله ساپي ، محمد داود میرخیل، عبدالوکیل ، ګوهر وردګ، داکتر غلام سخی عطایی، مطیع الله امرخیل، داکترفیض محمد ویال، انجینرصالح خان، داکتر حکمت، داکترمحمدحنیف روان، کوهاټ بدرخیل، نجم الدین شیرزاد ….. او نور دوستان

دخوا شینی پــــــــــــــیــــــــــغــــام

 

دخوا شینی
پــــــــــــــیــــــــــغــــام
په ډیره خواشینی سره مو دوطن پالونکی، زړه ورمبارز،فرهنګی اومهربان استاد پوهندوی بازمحمد ساپی د افغانستان د ملی ګوند دمرکزی شورا دغړی د ورپیښی ناروغی له امله د بی وخته مړینی خبر ترلاسه کړ. «انا الله وانا الــــــیه راجعون »
استاد بازمحمدساپی دخپل عمرزیاته برخه په ګران هیواد افغانستان کی دټولنیز عدالت دټینګښت، تلپاتی سولی اودهیواد ابادی له پاره وقف کړی وه. استاد په هیوادمین،فرهنګی اوسیاسی شخصیت ؤ اوپه دی یی باور درلود چی په افغانستان کی د ورستیو دری لسیزو جګړو او ناخوالو دحل لاره یواځی او یواځی د سولۍ او سیاسی تشی د ډکیدو دلاری ممکنه ده په همدی موخه یی په افغانستان کی د ملی، دموکراتیکو او وطن پالو ځواکونو دیووالی پخاطر یی دافغانستان ملی ګوند د پراخ سیاسی ډیالوګ له لاری په افغانستان کی د یوداسی سیاسی ځواک درامینځ ته کیدو چی وکولای شی د هیواد اوسنیو ناخوالو ته د پای ټکی کښیږدی په سیاسی مبارزه او هلو ځلو بوخت ؤ.زه عبالکریم فائق اوزمادکورنئ ټول غړی او دالمان داتحادی جمهوریت دهامبورګ اودهامبورګ په شاوخوا ښارونوکی دافغانستان دملی ګوندغړی اوعلاقمندان اودهغوی دکورنیو غړی د استاد بازمحمدساپی بی وخته مړینه د افغانستان په دی حساسو شرایطو کی دملی ګوند، هیواد او په ځانګړی توګه داستاد کورنی ته ستره ضایعه بولی .
موږ ټول د استاد درنی کورنۍ، خپلوانو،ملګرو اود افغانستان ملی ګوند مشرتابه ته د زړه له تله د ډاډګیرنی مراتب وړاندی کوؤ او جمیل صبر ورته غواړو اود استاد روح ته د دوعاګانو لاسونه پورته کوو اود لوی او بخښونکی خدای(ج) څخه ورته دجنت غوښتنه کوو . روح دی ښاد وی.