د کابل ولايت سروبي ولسوالی ته سفر

received_1915333445166354

دافغانستان د ملي پرمختگ گوند محترم ريس عبدالحی مالک، محمداقا شيرزاد ، نور وهاب څپاند د سروبي ولسوالی گوندي منشي محترم الله محمد د پوښتنې له پاره تللي وو د محترم الله محمد او نورو گونديانو له خوا موږ ته تود هر کلی وشو .

وروسته محترم مالک د افغانساتن د اوسنيو ترينگلي حالت اود سياسي گوندونو د رول ، کار فعاليت په هکله اوږدي خبری وکړی ور پسی مور هر يوه کوچی او څپاند د هيواد داوسني حالاتو سياست او استونزو اوددی د حل پر لارو چارو خبری وکړی د گونديا پوښتنو ته ځوابونه ور کړل شوه محترمو ملگرو د گوندي سازمان د لا پېاوړ تېا او له پاره کله تغهد وسپارلو اود هيواد دسوکالی له پاره يې  د هيڅ نوعه کار پيکار نه دريغ نه کوو

م. کوچی

د خواخوږې پېغام

 

دافغانستان د ملي پرمختگ گوند دارالانشا

په خواشنې سره مو خبر ترلاسه کړې  چی د فراه ولايت د گوندي  ولايتي شورا مشر دگروال شيراحمد  ځوی اکمل نورزی چی د ۲۵ کلنو په عمر وو ددی وطن د کرغېړنو. قسم خوړلو  دښمانو له خوا په شهادت رسيدلی دافغانستان د ملي پرمختگ گوند دده شهادت دده محترمې کورنۍ . دافغانستان ولس ددی گوند غړو ته لويه ضايعه  ده د گوند د مشرتابه لخوا د اکلمل نورزي اودده ويرجنې کورنۍ ته د رب العزت په دربار کي د مغفرت لاسونه پورته کوي دده کورنې ته د جميل صبر غوښتنه کوي اوشهيد ته د جنت فردوس غوښتونکي يو

عبدالحی مالک دافغانستان د ملي پر مختگ گوند ريس

د خواشنې پېغام

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند
د دارالانشا د خواشینۍ پیغام
کابل – افغانستان

د ۱۳۹۷ کال د سرطان ۱۸ مه

په خواشینۍ سره مو خبرتیا تر لاسه کړه چې د ننګرهار د طب پوهنځي استاذ ، د عامي روغتیا وزارت پخوانی مرستیال ، د خلکو د نوي ګوند مرستیال پوهنمل ډاکټر خان میر غیور له دي فاني نړۍ سره وداع وکړه او ځان یي حق ته وسپارلو .
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد یو وتلی سیاست پوه ، په خلکو ، وطن او ملي ګټو ته ژمن شخصیت وو . هغه خپل خوږ عمر د سیاسي مبارزي تر څنګ د ولس د سوکالۍ په موخه علمي او ټولنیزو کارونو ته هم وقف کړی وو . ارواښاد ډیر کلونه د ننګرهار په طب پوهنځي کې د هېواد د ځوان نسل په روزلو کې بي دریغه هڅه او هاند کړی . همدارنګه خداي بښلې د خلکو تر منځ د روغي جوړي او یووالي له پاره پر له پسې هڅې کړي .
موږ د مرحوم استاذ ناببره مړینه د هېواد د طب ، سیاست او ټولنیز کار د ډګرونو له پاره ستره ضایعه بولو ، لوي خداي ته د دوعا لاس پورته کوو چې جنتونه یي نصیب کړي او د کورنۍ پاته غړو ته یي عاجل تسلیت او عوضونه ورکړي .
په درناوي

عبدالحی مالک د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ریس

دکوچنی اختر د رارسیدو په مناسبت دافغانستان دملی پرمختګ ګوند دارالانشا دمبارکی پیغام

‎پیا م ملی    Milli-Payam‎s foto.
پیا م ملی Milli-Payam

دکوچنی اختر د رارسیدو په مناسبت دافغانستان دملی پرمختګ ګوند دارالانشا دمبارکی پیغام
د روژی میاشت چی په ځانګړی توګه د طاعتونو او عبادتونو میاشت ده مسلمانان اوله 

Visa mer

GillaVisa fler reaktioner

Kommentera

Zamarai Kamalpori har bjudit in dig att gå med i den här gruppen.
Gå med i gruppen

 ·
‎پیا م ملی    Milli-Payam‎s foto.
پیا م ملی Milli-Payam

د روژی میاشت چی په ځانګړی توګه د طاعتونو او عبادتونو میاشت ده مسلمانان اوله هغی جملی نه زمونږ دګران هیواد افغانستان مسلمان او خدای پرسته خلک دی مبارکی میاشتی ته په درنه سترګه ګوری اوپدی میاشت کی روژه نیسی،تراویح او ختمونه کوی همدارنګه زمونږ ګران او مسلمان هیواد وال سره له ټولو مشکلاتو اوکړاوونو خپل فرایض سرته رسوی. مګر دوطن اودین ددښمنانو سږ کال بیادتیر په څیر د روژی په مبارکه میاشت کی زمونږ په مسلمانو خلکو زړه ونه سوزلو او پدی مبارکه میاشت کی یوځل بیا به لس ګونه هیوادوال په شهادت ورسول اوسلګونوکورنی ئې په ویر اوما تم کښینو لی خو زمونږ مسلمانو هیواد والو دتیر په څیر سره لدی چی په هیواد کی دفقر،بی وزلی اوبیکاری کچه دیرلوړ ده او زمونږ زیار ایستونکو مسلمانو هیوادوالو حتی په یوه وچه ډوډی باند قناعت وکړ او خپل اسلامی فرایض ئی په ډیره ښه توګه سرته ورسول او دادی اوس دکوچنی اختر رارسیدوته انتظار باسی. دافغانستان دملی پرمختګ ګوند دارالانشا، دکوچنی اختر د رارسیدو په مناسبت ټولو وطنوالوته د زړه له کومی مبارکی وائی اوهیله لری چی کوچنی اختر دسولی دپیلامی زیری راوړی اوزمونږ په ګران هیواد کی سوله اوسوکالی منځ راشی او نورنو زمونږ ګران هیواد وال دخپلو عزیزانو په غم غمجن نشی او راتلونکی اخترونه په خوښی اوخوشالی سره ونمانځی.

یوځل بیاوایوچی اختر مومبارک شه

عبدالحی مالک

دافغانستان دملی پرمختګ ګوند رئیس

دافغانستان د ملي پرمختگ گونددکنفرانس پرېکړه ليک

کابل ـــ د ۱۳۹۷ م کال د غبرګولي received_1915333445166354۱۱

د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند کنفرانس چې  په هغې کې د افغانستان د ملي ګوند د مرکزي شورا قاطع اکثریت غړو ، د وطن د ترقۍ ګوند یو شمیر مشرانو ، د پوهنتونونو استادانو  ، ځوانو محصلانو ، ښځو ، د افغانستان دننه او بهر د ګوندي شوراګانو مسؤلینو او ګوندي کادرونو په حضوري او یا تیلفوني توګه د کنفرانس له دایریدو او په هغې کې د ګوند د مرکزي شورا دریس ملګري عبدالحي مالک او یو شمیر نورو مشرانو له وینا ګانو او څرګندونو څخه غوڅ ملاتړ څرګند کړ او هغه یي د ګوند د راتلونکي پراختیا او جګړي ځپلي افغانستان ته د سولي او ارامۍ په راوستلو کې د اهمیت وړ وبللي او هغه یي د ګوند د عملي اجراتو د پروګرام په توګه وګڼلی .

د کنفرانس ګډون کوونکو چې د ګوند په نامه کې بدلون راوست او هغه یي ( د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند  ) په نامه یاد کړ ، مرکزي شورا او ګوندي لوړ ارګانونه یي ورغول ، د ګوندي مهمو اسنادو لکه برنامي ، اساسنامي او ګوندي پالیسۍ د نوي کولو هدایت یي ورکړ ، د ګوندي کار او فعالیت د لا وړاندي تګ په موخه لاندي برخې په خپلو پریکړو کې  برجسته کوي :

۱ ـ  د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند هغې برخو چې تر اوسه د افغانستان د خلکو له ګوند سره د یووالي په یوه ناکام بهیر ، اخته وو په دي برخه کې یي د د دوه نیمو کلونو څخه زیاته موده په بي نتیجې هڅو تیره کړه د ګوند د ثورد۱۷  نیټې د اعلامیي او د اوسني کنفرانس له دایرولو سره سم له هغې سره پریکړون اعلانوي او د نوي یووالي او جبهو جوړولو له پاره چې هلته په کې د ریښتونې هېوادنې ِغورځنګ په موخه د کار اراده موجوده وي تازه هڅې پیل کوي او په دي لاره کې د هېواد ټولو وطنپالونکو او ډموکراتیکو ځواکونو ته بلنه ورکوي چې په ریښتونې توګه له شرط پرته په خپلو کې یو موټی شي . ګوند خپله هم د یوه داسي غورځنګ له راوتلو او پیاوړي کېدلو کلک ملاتړ کوي او ورته عملي کار پیلوي .

۲ ـ د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند د مرکزي شورا او د نورو لوړو ګوندي ارګانونو ( دارالانشا او اجرائیه شورا ) د غړو فهرست چې د کنفرانس د ګډون کوونکو له خوا تاييد شو سر له نن د اعتبار وړ بولي .

۳ ـ  د ګوند دارالانشا ته دنده سپاري چې د ګوندي کار د پیاوړي پلي کولو په منظور ګوندي څانګي ورغوي او په دي اړوند له بدلونونو څخه د هېواد دننه او بهر ګوندي شوراګاني خبري کړي . همدارنګه ګوندي شورا ګاني و هڅوي چې د لاندنیو شوراګانو د رغولو ، د غونډو د جوړولو ، ګوند ته دنوي غړو په تیره بیا د ښځو او ځوانانو د ډیرو تکړه استازو جذبولو ته عملي تدبیرونه ونیسي ، د ګوندي ونډي او بسپني د سمي راغونډولو او د تبلیغاتي چارو د بهتره سازمان ورکولو کار ته کلکه پاملرنه وکړي .

۴ ـ  ګوندي شوراګاني ګمارل کیږي چې د ګوندي برنامي ، اساسنامي ، ګوندي پالیسۍ او نورو ګوندي اسنادو منځپانګې د ګوندي غړو او خلکو د خبرتیا په خاطر د ټولو ممکنو رسنیزو وسایلو له لاري خپري کړي او خلک په دي باوري کړي چې د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند یو ډموکراسۍ پلوه ګوند دی چې د نړیوالو سره د ښو اړیکو د لرلو پر بنسټ له جګړي ، بي وزلۍ او ټولنیزو نابرابریو څخه د خلاصي او ډموکراتیکي افغاني ټولني د جوړولو په موخه هڅه او هاند کوي .

۵ ـ  د ګوند اجرائیه شورا ، دارالانشا دنده اخلي چې د ګوند نړیوالو اړیکو پیاوړي کولو او اغیزمن کولو ته زیاته پاملرنه وکړي . له دي لاري باید ګوندي غړي د معاصري ډموکراسۍ له مفکورو سره پوره بلدتیا ومومي او د ګوند له ډموکراسۍ پلوه مفکورو او پالیسۍ څخه د نړۍ ملي او ډموکراتیک ګوندونه خبر کړي . همدا رنګه هغوي وهڅوي چې په خپلو حکومتونو د اغیز اچولو له لاري په افغانستان کې د ترهګرۍ او جګړي د بندولو په انساني کار کې مرسته وکړي او ګوند په نړیوالو مسآلو کې تل روښانه دریځ ولري .

۶ ـ د افغانستان له ډموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو ، ګروپونو او خپلواکو شخصیتونو سره چې د جګړي ، ترهکرۍ ، فساد ، ټولنیزو نابرابریو ، مافیا او نورو منفي مظاهرو او اعمالو ضد دي او په ډموکراسۍ او اجتماعي عدالت باور لري په لمړي ګام کې د جبهو جوړولو او په یو بل د باوري کېدو څخه وروسته ، د یووالي په لور له هغوي سره د رهي کېدو پراخې او هر اړخیزي هڅې وشي .

۷ ـ  د ګوند اجرائیه شورا او دارالانشا ته دنده سپارل کیږي چې په لمړي سر ګې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیي په وزارت کې په نوي نامه د ګوند د راجستر کېدو له پاره ټولي اړیني لاري چاري ولټوي . د هغې سره سم د کنفرانس د ګډون کوونکو وړاندیزونو ته په پام ،  په برنامه ، اساسنامه او د ګوندي پالیسۍ په لیکو کې د اړینو بدلونونو د راوستلو طرحي جوړي او ژر تر ژره د ګوندي کنګري د جوړولو له پاره تیارئ بشپړي شي .

۹ ـ ګوند دنده اخلي چې د ګوندي اسنادو له مخې په هېواد کې د ډموکراسۍ د تامین په موخه ، د هېواد په ټولو ټاکنیزو فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي ، چیري چې امکان شته ګوندي وړ نوماندان په ګوته او هغوي د ولسوالیو ، ښاري ، ولایتي شوراګانو او د ملي شورا جرګو ته په ټاکنیزو سیالیو کې بریالي کړي . چیري چې دا امکان نشته د نورو وړ استازو له بریالي کولو ملاتړ وشي .

۱۰ ـ  کنفرانس د ګوند ټولو  څانګو ته چې د هېواد په دننه او بهر کې فعالیت کوي دنده سپاري چې د کنفرانس د پریکړو د پلي کولو له پاره اړین تدبیرونه ونیسې ، کاري پلانونه جوړ کړي او د هغوي د اجرا تو رپوټ د ګوند دارالانشا ته وړاندي کړي .

۱۱ ـ کنفرانس د هغه نیابتي جګړي کلکه غندنه کوي چې د افغانستان په مځکه نښتې او د افغانانو زیاتي ځاني ، مالي او معنوي هستئ یي له منځه وړي . په سیمه او نړۍ کې په ټولو ډموکراټیکو  سازمانونو  ، نهادونو او خپلواکو شخصیتونو غږ کوي چې د جګړي په مخنیوي کې له افغانانو سره مرسته وکړي . له نړیوالي ټولني په کلکه غواړي چې د افغانستان د سوځونکې جګړي په قابو کولو کې عملي مرسته وکړي او همدارنګه د افغانستان د ملي یووالي په حکومت غږ کوي چې په دي اړوند خپلو بي تفاوتیو ته د پاي ټکی کیږدي او د کړو وعدو سره سم خلکو ته امنیت ، هوساینه ، کار او روزګار تامین کړي .

۱۲ ـ د افغانانو د زیاتو وینو تویدني تر څنګ اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د خلکو ژوند په کلیو او ښارونو کې تریخ کړی . په دي اړوند په دولتي ادارو کې زیات فساد ، زورواکې او مافیا د یادو شوو ستونزو د شتون اساسي پشتیوانه ده . د ملي یووالي په حکومت غږ کیږي چې بي له ځنډه دغې خوړینونکي وضعي ته بدلون ورکړی ، د پیل شوي اقتصادي او ټولنیزو پروژو د بشپړولو او د نوي نوښتونو د کولو په ترځ کې د ولس ژوند ته نوي سا ورکړي

عبدالحی مالک

دافغانستان ملی پرمختګ ګوند رئیس ګوند رئیس