د افغانستان د خلکو د ترقی ملی متحد ګوند د دارالانشا د داډګیرنی پیغام

Abdullah Bakhtani Khedmatgar (2)په ډیره خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړچی دپښتو ژبې تکړه او ستر لیکوال، محقق، شاعر او ملی شخصیت ارواښاد عبدالله بختاني – خدمتګار  په ۹۳ کلڼی عمر د ورپیښی ناروغی له کبله  وفات شوی او  له دی  نړی ئی سترګی پټی کړی.

انالله وانا الیه راجعون

ارواښاد سر محقق عبدالله بختاني – خدمتګار تکړه لیکوال، قلموال او قدرمن مشر و چې تل يې د پښتو ادب او کلتور د پياوړتیا او غنامندۍ لپاره، او د افغان ولس د بیدارۍ لپاره نه ستړي کیدونکي هڅي کړي دي او د پښتو ادب دیو ځلانده ستوري په توګه تل دخپلو خلکو په چوپړ کې پاتې شوای دی اوله  هغي څخه  د۱۱۰ په حدود کی ستر او ارزښتمن آثار په میراث پاتی ده.

دافغانستان د خلکو دترقی ملی متحد ګوند دارالانشا د ښاغلي ارواښاد سرمحقق بختاني – خدمتګار مړینه د افغان ولس او په خاص دول دهیواد ادبی تولنی لپاره یوه ستره تشه او ضایع ګڼي، ارواښاد ته دالله (ج ) له درباره ورته د فردوس د جنت غوښتنه او استدعا کوي، کورنۍ او دوستانو ته يې د زړه صبر او عظيم اجرغواړي. دغه ستر غم کې ځان شریک ګڼي.

په درنښت

پوهاند داکترمحمد داوود راوش

د افغانستان د خلکو د ترقی ملی متحد ګوند رئیس

سېاستpolitic

m agha (2)

:

پاليسي ( پوليتيک » سياسي چارې ، سياست ، په اروپايي ژبو کې دا سره ورته نومونه له اره د يونان د پاليس (polis ښار » نه اخیستل شوی دي . په عربي کې د السياسته مانا پوهه ده . دا اصطلاح د  فرانسوي له Politique نه راخستل شوې  چې حکومت کول ، اداره کول ، تدبير لرل او د واکمنۍ د چارو فن ته وايي . همدا ډول ترخې وينا او مجازات کولو ته هم وايي . خو په سياست کې دغه اړخ  په پام کې نه نيول کيږي . په سياست کې د دی نمونې پېژندل داسی شوي .

۱ـ په ټولنيزه  مانا کې هرډول لارې چارې او چال چلند ، چې د چارو د سمون او ښه والي په موخه سرته رسيږي سياست بلل کيږي . دا چارې که ځاني وي يا ټولنيزې لکه ، اقتصادي سياست ، پوځي سياست ، مالي سياست ، د ښونې او روزنې سياست او داسی نور.

۲ ـ په ځانگړې مانا کې هر هغه څه چې د دولت ادارې او د دولت د موخو د خوځښت او بڼو د څرنگوالي د ټاکلو پورې تړاو لري ، د سياسي چارو پخې خبرې دي . له دې امله سياست په ځانگړې مانا سره هغه چارو ته ويل کيږي چې دولت جوړونې ، په هېواد کې د چارو سمون ، د ټولنيزو پاړکو لارښوونې ، د واک پر سر د گوندونو او اعېزمنو ډلو ټپلو تر مينځ کشالو او داسې نورو ټولنيزو چارو پوری تړاو ولري . همدا ډول د ولسونو او هېوادونو تر مينځ اړيکي د بهرني سياست خبرې دي چې د هغو کتنه د سياست پوهنې سکالو جوړوي . د تاريخ په اوږدو کې هرې ټولنې خپل ځانگړې سياست درلود لکه د يونانيانو ، روميانو ، اروپايانو ، چینايانو ، روسانو ، جاپانيانو ، عربانو ، امريکايانو ، افغانانو سياست او داسی نور.

زما په اند سياست کول او سياسي پوهه د هر چا حق دی خو بريالی  او مثبت سياست کول ځانگړې ميتود، پوهه او هنر ته اړتېا لري.دا په دی ما نا چی سياسي گوندونه اود هغې لوبغاړي ، تگلاره،که دخپل هيوادني ټولنيز جوړښت د خلکو د ستونزو د حل لاری چاری په علمي او سمه توگه وارزوي د عملي کولو له پاره د گوندي داسی لارښود ونکي وټاکل شي چی وړتېا يې ولري،په گوند کې باورمندي، قوي هوډ غښتلی ژمنتېا ځواکمنه اراده د گوندي غړو تر منځ ټينگ  نه ماتيدونکې يوالی ، رښتين ولي دپرگنو په را ټولولو کې مهم رول لوبولای شي.دوستانو يو بل اړينی سکالو ته غواړم دافغان سياست کونکو توجو راو گرځوم هغه دا چی په اوسني ستونزمن او بد حالت کې ولی ځوان نسل د سياست سره پوره علاقه نه ښيي زياتره سياسي گوندونه چی زه ور سره بلديت لرم د ځوانانو ليکې کم رنگه ښکاري. لاملونه يې په ډاگه شوي نه دي زما په اند اوسني سياست کونکي په زړاه پالنه او ځان غوښتنه کار کوي د نوي تکنولوژی سره بلديت نه لري او دموکراسی پر اصولو باندې پوره عقيده نه لري. زه فکر کوم مخکني سياستوال تراوسه په خپلو زړو خيالونو کې ډوب دی ته نه دي حاضر شوي  چی خپلې تيروتنې او نيمگړتياوی د ټولنۍ ځوان نسل ته په ډاگه کړي کله چی په گران هيواد افغانستان کې د کور د ننه يا بهر داوسيدونکو ځوانانو سره د سياست کولو په اړوند اړيکی نيول کيږي دوی په ځواب کې د سياست سره خپله علاقه نه ښيي وايي چی د سياست کولو سره مي علاقه نشته که پوښتنه ورته وړاندی کړې چی ولی د سياست پرته ټولنه پرمختگ نه شي کولاي ؟ په کار ده چی سياست وکړی دوی د تيرو ناخوالو او نيمگړ تياوو بېلگې درته په گوته کوي د کېڼو او راستو گوندونو د کړنو سر ټکوي وايي چی هيچا د ولسو له پاره سم او کارنده کار نه دی کړی زما په اند مخکنې مشران او سياسي رهبران بايد داومني چی په کړنو کې نيمگړتياوی وی ولسونو زيات کړاونه وليدل جبري مهاجرتونو ته مجبور شول زيات ځوانان د پرديو د کلتوري او ژبني تاثير لاندی راغلل يو شمير د خپلو خلکو پردي شول .ټولو سياست کونکو ته لازم او ملزوم ده چی د خپلو تيروتنو او کړنو باندی اعتراف وکړي ځوانان خپلو وطني او ملي دندو ته وهڅوي چی دا هيواد اوددی هيواد ټول دروند مسوليتونه ستاسو ځوانانو پر اوږو بار دی ځکه د نن وخت ځوان نسلونه د پخوا په پرتله په نوي تکنولوژی،  ډيرو ژبو، گلوباليزم په نړېوالو سياستو نو سره اشنايي  لري نو ټولو سياسي گوندونو، مدني فعالانو، کلتوري ټولنو ته لازم او اړينه ده چی خپلو گوندي ليکو ته دنوي نسل په جذبولو کې جدي رښتنې کار وکړي تر څو د هيوادني ستونزو د حل له پاره درست منل شوی سياست وکړي ټول سياسي گوندونه د نوي نسل دسياست کولو په اړه بايد دا چانس برابر کړي چی ځوانان د ټاکنو له لاری د سياست لارښونه پلاس کې واخلي اود خپلو ولسونو له پاره رښتنې، پاک او  کوټلي کارونه وکړي.

 محمد اقا  کوچی شيرزاد

سیمه او سوله ایز غبرګونونه

14054008_1265022086844435_9147298485601575233_n نوروهاب څپاند

په سیمه کې جنګ جګړو او د څرګندو کړیو لاسوهنو ، د خلکو په فرهنګ او ټولنیز ژوند ‌‌‌‌‌‌ډيره بده اغیزه کړي . ‌‌‌‌‌‌ډيري فرهنګپالي او انسان پالي پرګنې یي ، نړیوالو ته په ‌‌‌‌‌‌ډيره زیږه او بدرنګه بڼه ورپيژندلي دي . خو په کابل او اسلام اباد کې د سیمي د یو شمیر جګړي زپلو پرګنو سوله ایزو وروستیو غبرګونونو وښودله چې ، دا جګړه مار او دهغې ملاتړي دي چې ، ان تاریخ لرونکې لوي پرګنې هم په بدل ‌‌‌‌‌‌ډول معرفي کوي . جګړه نه یوازي مادي شتمني له منځه وړي بلکه د ټولني معنوي او فرهنګي ارزښتونه هم نابودوي. خلکو په سیمه کې د جګړي ترخه مزه لیدلي ، له دي کبله خپله بریا اوس په سوله ایزو غبرګونونو او خوځښتونو کې لټوي . هغه پرګني چې په خپلو منځوکې ټولنیز ، سیاسي او فرهنګي اختلافونه لري ، بیلا بیلو بنسټونو کې په فعالیتونو بوخت دي ، جلا جلا مشران لري او په جګړو کې یي ‌‌‌‌‌‌ډيرئ د سر خلک له لاسه ورکړي ، خو بیا هم په سوله ایزه توګه د غوښتنو د یوي واحدي اجندا له پاره تر شنه اسمان لاندي په سړو او ستونزو کې ، ورځې او اونی تیروي ، دا ریښتیا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کوي چې په سیمه کې د جګړي ، ترهګری ، د هغوي د مخته وړونکو او ملاتړو په وړاندي د سیمي د خلکو کرکه ‌‌‌‌‌‌ډيره زیاته شوي ده . د اسلام اباد او کابل سترو غوندو وښودله چې له دي وروسته په هیڅ بهانه حکومتونه او څرګندي کړی نه شي کولی د زیاتې مودي له پاره یو شمیر پرګنې د جګړي د ‌‌‌‌‌‌ډګر بندیوان پاتې کړي او د هغوي په سینه خپل جنګي افزار او مفرزي د جګړي تودو ‌‌‌‌‌‌ډګرونو ته ورسوي . سوله ایزو غبرګونونو د دي فرصت برابر کړ چې د خلکو بیلابیلي پرګني په خپلو کې د ستونزو په رابرسیره کولو او د هغوي د بیخې له منځه وړلو په اړه یو بل ته غوږ نږدي کړي او سلا مشوري وکړي . نو ځکه له اسلام اباد څخه د پښتنو د ژغورني د جرګي د غړو د خپریدو څخه وروسته په سیمه کې د ترهګری سره د مخالفت او د هغې د پوره له منځه تللو اواز لا زیات اوچت شو . په سیمه کې سوله ایزو غبرګون ښودنو زور اخستی افغانان او د سیمي نوري جګړه زپلي پرګني باید له موقې نه په ګټه اخستنې ، د همدي فعالیتونو په لړ کې نړی ته د خپلي انساني څيري د ورښوولو او د خپلو رنګارنګ دوښمنانو د ورپيژندلو اړوند ، کوټلي ګامونه پورته کړي .

سیمه د بدلون په حال کې

3-6 نوروهاب څپاند

لیدل کیږي چې د افغانستان شاوخوا سیمه د سترو بدلونونو سره مخامخ ده . جګړه د خپل زور وروستی کچې ته ننوزي ، د جګړه مارو د ملي او نړیوالو خوا‌ؤ ټلوالي نوي کیږي ، پاکستان د کنج ته کېدو په لور درومې او د ایران په خصمانه فعالیتونو پاملرنه زیاتیږي . د روانې لوبي په ژييو کې د اقتصادي سیالی څرکونه هم په لګیدو دي . د غفلت له درانده خوبه د سیمي لوي پرګني راویښيږي او د خپلو حقونو د غوښتلو په ترځ کې ، په منطقه کې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول افراطيت ، په تیره بیا د طالبي او داعشي ترهګری په وړاندي د خلکو ذهني تیاري پخیږي او په سیمه کې عیني شرایط ، د نړیوال چاپيریال د برابریدو له امله ، د یوه مثبت خوځښت د راټوکېدو په موخه ، هم اماده کیږي . څرنګه چې زموږ په هېواد کې نښتې جګړه د سیمي او نړی د سیالی جګړه ده ، له دي کبله افغانانو ته په کار دي چې په افغانستان کې د جګړي د بندیدو او د سر تر سري سولي د بسیا کېدو په امید ، د هېواد د روڼ اندو او د سیمي د روښانفکره کړیو او ځواکونو هڅې ، سره غوټه کړي . که ترهګر په افغانستان او سیمه کې یو له بل سره په همغږی ، ورانکاریو ته ادامه ورکولی شي ، د دوي مخه یوازي د سیمي د روڼ اندو کتلو د مشترکو هڅو ، په هماهنګ کولو کې ، نیول کېدلی شي ! کله چې د ترهګری په وړاندي ملي او نړیواله اراده په یوه لیکه واقع کیږي ، د هېواد د ننه او بهر ترهګري ‌‌‌‌‌‌ډلي او ملاتړي يي ، زموږ په خلکو وطن تنور کوي . د داسې شومي پدیدي یانې ترهګری څخه د خلاصون لاره د هېواد او سیمي د ټولو وطنپالونکو او ترقي غوښتونکو ځوانانو ، بنسټونو او حرکتونو نږدي کېدل دي چې ، د یوي عالي همغږی په رامنځته کولو سره ، د ترهګری ټولي فکري او فزیکي لاري وتړي . ترهګري اوس سیمه ایز او نړیوال خطر جوړ شوی او د هغې له منځه وړل سیمه ایزه او نړیواله مشترکه هڅه غواړي. له دي کبله په هر افغان غږ کیږي چې د سیمي او نړی اوسنیو پرمختیا‌ؤ او بدلونونو ته په غور سره په کتو ، په خپلو کې د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمنې همغږی د رامنځته کولو له لاري له اوسنې تیار شوي ، سیمه ایز او نړیوال چاپيریال څخه په ګټه پورته کووني ، په افغانسنان کې د جګړي د بندولو او د تلپاته سولي د راتلو له پاره زمینه برابره کړي .

ترور افغانان نه شي مغلوبولی

نوروهاب څپاند27782947_10210933887445484_971422224_n

د کابل ، ننګرهار ، غزنې او نورو ولایتونو وحشیانه حملي چې د سیمي او نړی د تروریستي کړیو ناځوانه ، انساني ضد ، افغاني ضد او اسلامي ضد عمل دی نه شي کولی د افغانستان خلک مغلوب کړي . کومه تروریستي جګړه چې د افغانستان په خاوره کیږي ‌‌‌‌‌‌ډيره وحشي او کرغیړنه ده . د جګړي په مخته بیونکو او تمویلونکو د انسان نوم ایښودل ، انساني کرامت ته سپکاوئ دی . که د ملي ګټې له پاره وي یا د مذهبي سپيڅلتیا په موخه دا جګړه ستر بشري جنایت دی . سیمه او نړی که نور هم د روان جنایت ننداره کوي او د بندیدو تدبیر یي نه نیسي ، مانا دا شوه چې د ورته جنایت لیدونکي وجداني راحت نه پيژني . زه افغانانو ته حوصله غواړم ، تاسو په خپلو کې یو له بل سره د یو موټی کېدو پرته ، له روان ناورین څخه د وتلو بله چاره نه لري . راشئ اګاه افغانانو سره نږدي شئ ، د پردي پالو سره پریکړون وکړی ، دا وحشي جګړه سني او شیعه ، بیلابیل قومونه سره یو ځاي خوري . یوازي د واحد وطن د اوسیدونکي افغان په نامه له دي بلا ځان خلاصولی شئ . یو ځلې جګړه قابو کړئ ، بیا د خپلو لاینحلو مسالو اړوند سره د سلا مشورو له لاري حل لاره پېدا کړی .واورئ چې روانه جګړه بیساري تروریستي جګړه ده . الله دي شهېدانو ته جنت ورکړي او خداي دي د افغانانو قاتلین په سخته سزا ورسوي.

د مينې کعبه

نور محمد غفوریUntitled

څوک به وایی چې شل نه ئې ته شپیته یې                           که هـر څه ئې ته ملهم زمـا د زړه یې

هره ورځ مې د خـوښۍ د آسمان لـمر یې                            هره شپه کې مې د لارې څراغ ته یې

که په سپینه ګیره بیـــا بیا انتــخاب کـــړم                            بیا له ټولو ښکلو، ښکلې راته ښـه یې

تــه د ګلو امــیـل نه یې چې شـیـتـــه شې             د سـرو زرو غاړکۍ یې تل تــازه یې

زمـــا عـشق کلـــه تـابع د زمــــانې شی                ها اول چې معشوقه مې وې هـغه یې

پــه لـیـدو د زمـا هـر ســلول رڼــــا شی                ته زما د ژوند شیبو ته لـــمرخاته یې

د هــیچــا مې بندګی قــــــبوله نــــکړه                 خو زما د عشق معبود ته مې کعبه یې

کابل- افغانستان

30.01.2018

غوره هیله

نوروهاب څپاند
په دي ورځو کې ‌‌‌‌‌‌ډيرئ هغه افغانان چې د ګوندي سیاست سره سروکار لري ، د یوي غوره هیلي په توګه ، د ‌‌‌‌‌‌ډموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو تر منځ د یووالي اړوند تودي او ژوري څرګندونې کوي . هغوي له خپلو تجربو ، په سیاسي مبارزه کې د یووالي د خوشالونکو بریا‌ؤ او زړه ماتونکو ناکامیو په هکله په زړه پوري او کمیابه مالومات وړاندي کوي . له دي جملي یو شمیر د ګوندونو تر منځ د یووالي د ماتیدو لوي لامل ، له اصولو او معیارونو څخه د یو ځاي شوي خوا‌ؤ ، سر غړول بولي . هغوي وایي د سیاسي هېواد پالو ګوندونو تر منځ پایښت نه لرونکو وحدتونو ، د افغانستان وطنې غورځنګ ودي او اعتبار ته ستر زیان رسولی دی . هغوي زیاتوي چې په هېواد کې د جنګسالارانو د اوسنې غوبل او د افغانستان د هر اړخیزي ودي او پرمختګ په وړاندي د نړیوالي ټولني د بي پروایئ لوي لامل ، د هېوانې غورځنګ کمزورتیا او مړژواندي حالت دی . دغه مرګونې شیبې په وطنوالو ژوند تنور کړی او نړیوالو استخباراتې لوبو ته یي د افغان په خاوره په لوي لاس د سیالی ‌‌‌‌‌‌ډګر جوړ کړی دی . زیات لیکونکې او نظر ورکوونکي ، د هېواد ‌‌‌‌‌‌ډموکراټيکو او وطنپالونکو ګوندونو ته مشوره ورکوي چې په خپلو کې د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌‌ډمنو وحدتونو د کولو په لور مخه کړي . دوي له یاد شوي ګوندونو غواړي چې د معاصري ‌‌‌‌‌‌ډموکراسی په شرایطو کې په داسې ‌‌‌‌‌‌ډموکراټيکو ټاکنو تکیه وکړي ، چې اساس یي له لاندي څخه پورته ته د ټولو ګوندي ارګانونو او د مشرتابه د غړو انتخاب وي . ‌‌‌‌‌‌ډيرئ مشوره ورکوونکې په دي عقیده دي ، چې د یو شمیر ګوندونو بدنې هغو ناوړه تیریدنو او مصلحتونو کمزوري کړي دي چې د ګوندي ژوندانه او ‌‌‌‌‌‌ډموکراسی سره هیڅ اړخ نه لګوي . هغوي همدارنګه دي ټکې ته ګوته نیسي چې د ګوندي ټاکنو له صندوق څخه ویره او په ‌‌‌‌‌‌ډيرو زړو میتودونو د ‌‌‌‌‌‌ډموکراټيکو ګوندونو فعالیتونو ته لوری ورکول ، له یوي خوا ګوندونه کمزوري کوي او له بلي خوا د وحدت او یووالي په بهیر کې د شاملو ګوندونو تر منځ باور ته نه جبیره کیدونکی زیان رسوي . هغوي یو بل ټکې ته زموږ پاملرنه را اړوي چې ، د رسنیو او مالوماتې تکنالوژی د انکشاف په اوسنې عصر کې به ګوندونو ته دا ګرانه وي چې هغه څه د ګوندي غړو د پاملرنې له دایري بل خوا ته کړي چې د ګوندي یو شمیر کړیو په تاوان وي . په پایله کې هغوي په دي باور دی چې :
د هېوادنیو ګوندونو له خوا په ګوندي ژوندانه کې پورتنیو او ورته نورو ټکو ته هر اړخیزه پاملرنه غوره هیله ده .

د قدرت جزیرې او نا مقدس ايتلافونه

sapand

 

نصیراحمد څپاند

څرنګه چې ټولو هېوادوالو ته بهتره معلومه ده چې د افغانستان د دیموکراتیک نظام د له منځه تلو نه چې د یوې نړیوالې سیاسي توطیې سره له منځه ولاړ، ملي اردو ویجاړه شوه او تجهیزات یې ګاونډیو هېوادونو ته یو وړل شول او د هېواد ټول دولتي تاسیسات او زیربنایي بنسټونه له خاورو سره خاورې شول او همدارنګه په هېواد کې وحشت، انارشېزم او د پردیپالو له خوا پردیو او د قدرت د لېونیو په ذریعه د سیاسي مداخلې زمینه برابره شوه، هر ځای کې خپلي واکمنۍ او حکومتونه جوړ شول، قانون تر پښو لاندې شو، هېوادوال هېواد پرېښودو ته اړ شول، د مغزونو او کادرونو فرار ته زمینه برابره شوه او په هېواد کې د قدرت او خپلسریو جزیرې رامنځته شوې، چې تر اوسه پورې زموږ په هېواد کې د قدرت موجوده جزیرې چې د بهرنیانو، اجنبیانو او د منطقې د استخباراتو تر سرپرستۍ لاندې او په مالي امکاناتو او مرستو جوړې شوې او تغذیه کېږي، باید له منځه یو وړل شي؛ ځکه چې له ملې ګټو سره په ټکر کې دي. Continue reading

مشکلات زنان مهاجر در خارج از کشور (چالش ها ودشواری های زنان افغانستان در مهاجرت)

zarghona.waliزرغونه ولی

جنگ و بی ثباتی ، فساد سیاسی و فساد اداری و مالی در نظام حاکم سیاسی افغانستان ، بنود امنيت شهروندى ،بيكارى  خشونت عليه زنان وغيره عامل مهم مهاجرت مردم إز افغانستان و  باعث مهاجرت جمعی از نخبگان و تحصیل یافتگان ما بسوی کشورها و سرزمین های دیگر شده است
سالهاست كه در كشورما  جنگ ادامه دارد در اثر اين جنگ تحميل شده از جانب كشورهاى امپريالستى در كشور مردم ما روز تا روز نا توان  تر شده و مى شوند
هموطنان مهاجر ما در غربت هم إز چالش هاى  مهاجرت بدور نمانده و با مشكلات دست وگريبان استند
موضوع بحث ما در اينجا زنان است كه مختصرابا تجربه و داشته ها از برنامه هاى كارى كار با مهاجران در اروپا توضيحات لازم ارايه مى گردد.
مهاجرت كه خود  انعطاف پذيرى فردى ،  فراگيرى زبان ، تطابقت به محيط زيست ، كاريابى در سطوح پايين ، اختلافات فرهنگى و  قبول اطفال وجوانان با دو كلتور ، ويزه أقامت ، اشناى با قوانين محيط زيست جديد  بخصوص در مورد زنان ،   وبالا خره قوانين خانه و خانواده وووووو را در بر مى گيرد

دافغانستان د خلق دموکراتيک گوند دريپنځوسمه کليزه

m agha (2)

سياست او سياسي ژوند د ۱۳۴۳ل کال د مرغومي ۱۱ نېټه په پلازمېنه کابل کې د اروا ښاد شهيد نور محمد تره کي په کور کې يوه موسسه گوندي کنگره جوړه اود افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د بنسټ ډبره يې کېښودله اود خپلي تگلاری يې د خلق په جريده کې نشر کړه. دا وخت پر افغانستان کې شاهي نظام واکمن وو.نوموړي گوند د خپل هېواد، خلکو د سوکالی ،ښېرازی  له پاره د خلکو د روا غوښتنو اود ولسونو د يوالي او ملي منافعو نه ددفاع ، د حق او عدالت دټول ملت د ورولی برابرو حقونو د هر ډول مفاسدوپر وړاندی مبارزه د يو دموکرات دولت جوړېدل د بيان ،قلم  وينا  ازادي د نا رينوو ښځنيو تر منځ د قانون په چوکاټ کې د توپري چلند مخنيوی او نور له پاره دمبارزی بيرغ د هيواد پر شنه اسمان ورپاوه.دا گوند د زده کړو په ټولو موسسو، بزگرانو، کارگرانو ملي اوردو، د روڼ اندو ، مستقلو شخصيتونو ، ملي شخصيتونو د منلو له پاره پوره پر مختگ وکړ، ددی گوند گوندي کړې تر کليو او بانډو ورسيدلو.

دی گوند د خلکو د سوکالۍ او ملي منافعو په  خاطر د مبارزی په دوران کې سختی قربانی هم ور کړی کله چی ددی گوند کار فعاليت په ټول هيواد کې محسوس شو. دولت په اجله توگه د قانوني چلند پرته ددی گوند نشراتي ارگان  (خلق » خپرېدل بند کړه،د شبرغان د نفتو گازو د موسسی د کارگرانو روا  غوښتنې چی ددی گوند په لار ښونه په اعتصاب، مظاهرو، اود کابل پر لوري مارش کول  دولت له خوا  وځپل او مخکښان يې زنداني کړل ، د ننگرهار د کانال پروژی د کارگرو روا غوښتنې د ميټنگو، اعتصاب او مظاهرو سره پېل شول او گوندی لار ښونه کوله دولت له خوا وځپل شو او دری تنه مخکښان کار گران يي زنداني کړل د هلمند داوبو د خرڅلاو په اړوند په ټول هېواد کې د گوند له خوا مظاهری وشوی او په پار لمان کې د گوند پارلماني استازو ددی کار د مخنيوي او غندولو په اړوندی ددولت خلاف تندی ويناوی وکړی اود مخالفت اوازی اوچت کړ دا کار د وطن د پلورلو په ما نا خلکو ته وښود.

دی گوند د ټولو محکومو ملتونو د خپلواکې او ازادی ملاتړ او په خاصه توگه د پښتنو او بلوڅو ورونو د دسرنوشت له پاره تل د ازادي جنډې په شورو راوستلي اود ډيورنډ د منحوسې کرښې پر ضد ېې  د نه منلو او د خپلو پښتنو او بلوچو  ورونو د سرنوشت له پاره مبارزه کړی.

کله چی شاهي رژيم د يوی کودتاه په کولو ړنگ شو زموږ گوند دا د ټولنۍ د پر مختگ يو لامل و گڼلو اود خلکو د سوکالی يوه هيله شوه خو په تاسف چی د جمهوريت پر وړاندی پاکستان واکمنو  اودده استخباراتي اداره  لاس په کار شوه اود رژيم پر وړاندی په وران کاريو لاس پوری کړ لو مړې هغه کسان چی ددوی سره په اړيکو کې وو او پاکستان ته فرار شول وود اي ايس اي له خوا وسلوال شول په يو شمېر لکه پنجشير، لغمان، ننگرهار کې وسلوال بريدونه سرته ورسول اود افغان نوري جمهوري نظام پر وړاندی په شومو پرپاگنو پېل وکړ. د جمهوريت مشرتابه هم د نړېوال سياست سره ځان اعيار نشو کړی او د ساړه جنگ قرباني شو.دافغانستان د خلکو دموکراتيک گوند تر ۱۳ کلنې مبارزی وروسته سياسي واک په وسلوال پوځ کې د خپلو گوندي ملگرو په زور تر لاسه کړگوند په يو لړ ټولنيزو اصلاحاتو او رفورمونو پېل وکړدا چې گوندي مشرتابه کې ستونزی وی په ډلو ټپلو ويشل شوی وو هری ډلی زيات مقامونه د خپلۍ ډلی له پاره غوښتل ستونزی نوری هم زياتی شوی .بهرنۍ لاسوهنی هم تر پخوا گړندی شوی گوندی يو شمېر غړو کاري تجربه هم نه در لوده په کارونو او برخورد کې زياتی نيمگړتياوی را مينځ ته شوی، په هېواد کې زياتره خلک نا لوستي وو د اعيارو په پروپاگنو و غوليدل شر فساد خپل کار کاوه، شوروي اتحاد مشر تابه هم دوه گونۍ دری گونۍ سياست چلولو رښتني مرسته يي نه کوله دوه مخې رول يي درلوده دا ټول ددی لامل شول چی زيات سپېڅلي خلک د غلطو راپورنو له مخی زنداني شول وزوريدل حتی زيات سپيڅلي گوندي کادرونه چی ددی واکمنو د سياست پلوي نه وو  او نقادانه نظر يي  درلوده زنداني شول، شکنجه شول او شهيدان شول.

د گوندي ستونزو له امله په مشرتابه کې فزيکي شخړی وشوی د گوند مشر په پوره بی رحمې شهيد شو. شورويانو هم په دی کې پوره لاس در لوده د خپلو سرو لښکرو سره زموږ هيواد ته را د ننه شول ولی ولس او گوندي غړو تلفات ور کړ هيواد کې سوله تامين نه شوه وراني او بربادي وشوه پاکستان د غرب او عربو په مرستو د گران هيواد د بربادی له پاره د ټولو چلوټېو کار واخستو او زمو ږ دهيواد هر څه  يې نيست او نابود کړل اودا پروسه لا دوام لري،زه د يوه  مخکني گوندي په توگه ټولو درنو سياست کونکو او روڼ اندو ته بلنه ورکوم چی تير هر څه چی شوي د تاريخ يوه برخه ده تاريخ به هر څه وليکي چی چا څه کړي؟ د ملامت او سلامت کړې به روښانه په زرينو کرښو وليکي خو پر موږ او تاسو دا هېواد او خلک گران وي او په رښتيا د خلکو د ملي منافعو له پاره مبارزه کوو نو را ځی يو شی تير هير کړی د پخوانيو نا خوالو را ژوندي کول پريدی د خپل وطن د ساتلو، پرمختگ، او تل پاته سولی له پاره سره  په گډه  د يوه پر مختللي نوي گوند په دموکراسی ولاړ گوندله پاره د يوالي لاسونه ور کړی د پرونۍ بابولالی د هېواد شته ستونزی درد نشي دوا کولای که يو گوند نه شي جوړولای جبهه يا ايتلاف ته خو کار کولای شی کنه د تور او سرو ښامارانو د لړم او تور مخو دا عشيانو اود پردو د گوډاگيانو له لاسه به د ژوند څکه ونه کړی.

م. کوچی

۲۰۱۸زکال د جنوري اول