سیمه او سوله ایز غبرګونونه

14054008_1265022086844435_9147298485601575233_n نوروهاب څپاند

په سیمه کې جنګ جګړو او د څرګندو کړیو لاسوهنو ، د خلکو په فرهنګ او ټولنیز ژوند ‌‌‌‌‌‌ډيره بده اغیزه کړي . ‌‌‌‌‌‌ډيري فرهنګپالي او انسان پالي پرګنې یي ، نړیوالو ته په ‌‌‌‌‌‌ډيره زیږه او بدرنګه بڼه ورپيژندلي دي . خو په کابل او اسلام اباد کې د سیمي د یو شمیر جګړي زپلو پرګنو سوله ایزو وروستیو غبرګونونو وښودله چې ، دا جګړه مار او دهغې ملاتړي دي چې ، ان تاریخ لرونکې لوي پرګنې هم په بدل ‌‌‌‌‌‌ډول معرفي کوي . جګړه نه یوازي مادي شتمني له منځه وړي بلکه د ټولني معنوي او فرهنګي ارزښتونه هم نابودوي. خلکو په سیمه کې د جګړي ترخه مزه لیدلي ، له دي کبله خپله بریا اوس په سوله ایزو غبرګونونو او خوځښتونو کې لټوي . هغه پرګني چې په خپلو منځوکې ټولنیز ، سیاسي او فرهنګي اختلافونه لري ، بیلا بیلو بنسټونو کې په فعالیتونو بوخت دي ، جلا جلا مشران لري او په جګړو کې یي ‌‌‌‌‌‌ډيرئ د سر خلک له لاسه ورکړي ، خو بیا هم په سوله ایزه توګه د غوښتنو د یوي واحدي اجندا له پاره تر شنه اسمان لاندي په سړو او ستونزو کې ، ورځې او اونی تیروي ، دا ریښتیا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کوي چې په سیمه کې د جګړي ، ترهګری ، د هغوي د مخته وړونکو او ملاتړو په وړاندي د سیمي د خلکو کرکه ‌‌‌‌‌‌ډيره زیاته شوي ده . د اسلام اباد او کابل سترو غوندو وښودله چې له دي وروسته په هیڅ بهانه حکومتونه او څرګندي کړی نه شي کولی د زیاتې مودي له پاره یو شمیر پرګنې د جګړي د ‌‌‌‌‌‌ډګر بندیوان پاتې کړي او د هغوي په سینه خپل جنګي افزار او مفرزي د جګړي تودو ‌‌‌‌‌‌ډګرونو ته ورسوي . سوله ایزو غبرګونونو د دي فرصت برابر کړ چې د خلکو بیلابیلي پرګني په خپلو کې د ستونزو په رابرسیره کولو او د هغوي د بیخې له منځه وړلو په اړه یو بل ته غوږ نږدي کړي او سلا مشوري وکړي . نو ځکه له اسلام اباد څخه د پښتنو د ژغورني د جرګي د غړو د خپریدو څخه وروسته په سیمه کې د ترهګری سره د مخالفت او د هغې د پوره له منځه تللو اواز لا زیات اوچت شو . په سیمه کې سوله ایزو غبرګون ښودنو زور اخستی افغانان او د سیمي نوري جګړه زپلي پرګني باید له موقې نه په ګټه اخستنې ، د همدي فعالیتونو په لړ کې نړی ته د خپلي انساني څيري د ورښوولو او د خپلو رنګارنګ دوښمنانو د ورپيژندلو اړوند ، کوټلي ګامونه پورته کړي .

سیمه د بدلون په حال کې

3-6 نوروهاب څپاند

لیدل کیږي چې د افغانستان شاوخوا سیمه د سترو بدلونونو سره مخامخ ده . جګړه د خپل زور وروستی کچې ته ننوزي ، د جګړه مارو د ملي او نړیوالو خوا‌ؤ ټلوالي نوي کیږي ، پاکستان د کنج ته کېدو په لور درومې او د ایران په خصمانه فعالیتونو پاملرنه زیاتیږي . د روانې لوبي په ژييو کې د اقتصادي سیالی څرکونه هم په لګیدو دي . د غفلت له درانده خوبه د سیمي لوي پرګني راویښيږي او د خپلو حقونو د غوښتلو په ترځ کې ، په منطقه کې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول افراطيت ، په تیره بیا د طالبي او داعشي ترهګری په وړاندي د خلکو ذهني تیاري پخیږي او په سیمه کې عیني شرایط ، د نړیوال چاپيریال د برابریدو له امله ، د یوه مثبت خوځښت د راټوکېدو په موخه ، هم اماده کیږي . څرنګه چې زموږ په هېواد کې نښتې جګړه د سیمي او نړی د سیالی جګړه ده ، له دي کبله افغانانو ته په کار دي چې په افغانستان کې د جګړي د بندیدو او د سر تر سري سولي د بسیا کېدو په امید ، د هېواد د روڼ اندو او د سیمي د روښانفکره کړیو او ځواکونو هڅې ، سره غوټه کړي . که ترهګر په افغانستان او سیمه کې یو له بل سره په همغږی ، ورانکاریو ته ادامه ورکولی شي ، د دوي مخه یوازي د سیمي د روڼ اندو کتلو د مشترکو هڅو ، په هماهنګ کولو کې ، نیول کېدلی شي ! کله چې د ترهګری په وړاندي ملي او نړیواله اراده په یوه لیکه واقع کیږي ، د هېواد د ننه او بهر ترهګري ‌‌‌‌‌‌ډلي او ملاتړي يي ، زموږ په خلکو وطن تنور کوي . د داسې شومي پدیدي یانې ترهګری څخه د خلاصون لاره د هېواد او سیمي د ټولو وطنپالونکو او ترقي غوښتونکو ځوانانو ، بنسټونو او حرکتونو نږدي کېدل دي چې ، د یوي عالي همغږی په رامنځته کولو سره ، د ترهګری ټولي فکري او فزیکي لاري وتړي . ترهګري اوس سیمه ایز او نړیوال خطر جوړ شوی او د هغې له منځه وړل سیمه ایزه او نړیواله مشترکه هڅه غواړي. له دي کبله په هر افغان غږ کیږي چې د سیمي او نړی اوسنیو پرمختیا‌ؤ او بدلونونو ته په غور سره په کتو ، په خپلو کې د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمنې همغږی د رامنځته کولو له لاري له اوسنې تیار شوي ، سیمه ایز او نړیوال چاپيریال څخه په ګټه پورته کووني ، په افغانسنان کې د جګړي د بندولو او د تلپاته سولي د راتلو له پاره زمینه برابره کړي .

د مينې کعبه

نور محمد غفوریUntitled

څوک به وایی چې شل نه ئې ته شپیته یې                           که هـر څه ئې ته ملهم زمـا د زړه یې

هره ورځ مې د خـوښۍ د آسمان لـمر یې                            هره شپه کې مې د لارې څراغ ته یې

که په سپینه ګیره بیـــا بیا انتــخاب کـــړم                            بیا له ټولو ښکلو، ښکلې راته ښـه یې

تــه د ګلو امــیـل نه یې چې شـیـتـــه شې             د سـرو زرو غاړکۍ یې تل تــازه یې

زمـــا عـشق کلـــه تـابع د زمــــانې شی                ها اول چې معشوقه مې وې هـغه یې

پــه لـیـدو د زمـا هـر ســلول رڼــــا شی                ته زما د ژوند شیبو ته لـــمرخاته یې

د هــیچــا مې بندګی قــــــبوله نــــکړه                 خو زما د عشق معبود ته مې کعبه یې

کابل- افغانستان

30.01.2018

غوره هیله

نوروهاب څپاند
په دي ورځو کې ‌‌‌‌‌‌ډيرئ هغه افغانان چې د ګوندي سیاست سره سروکار لري ، د یوي غوره هیلي په توګه ، د ‌‌‌‌‌‌ډموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو تر منځ د یووالي اړوند تودي او ژوري څرګندونې کوي . هغوي له خپلو تجربو ، په سیاسي مبارزه کې د یووالي د خوشالونکو بریا‌ؤ او زړه ماتونکو ناکامیو په هکله په زړه پوري او کمیابه مالومات وړاندي کوي . له دي جملي یو شمیر د ګوندونو تر منځ د یووالي د ماتیدو لوي لامل ، له اصولو او معیارونو څخه د یو ځاي شوي خوا‌ؤ ، سر غړول بولي . هغوي وایي د سیاسي هېواد پالو ګوندونو تر منځ پایښت نه لرونکو وحدتونو ، د افغانستان وطنې غورځنګ ودي او اعتبار ته ستر زیان رسولی دی . هغوي زیاتوي چې په هېواد کې د جنګسالارانو د اوسنې غوبل او د افغانستان د هر اړخیزي ودي او پرمختګ په وړاندي د نړیوالي ټولني د بي پروایئ لوي لامل ، د هېوانې غورځنګ کمزورتیا او مړژواندي حالت دی . دغه مرګونې شیبې په وطنوالو ژوند تنور کړی او نړیوالو استخباراتې لوبو ته یي د افغان په خاوره په لوي لاس د سیالی ‌‌‌‌‌‌ډګر جوړ کړی دی . زیات لیکونکې او نظر ورکوونکي ، د هېواد ‌‌‌‌‌‌ډموکراټيکو او وطنپالونکو ګوندونو ته مشوره ورکوي چې په خپلو کې د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌‌ډمنو وحدتونو د کولو په لور مخه کړي . دوي له یاد شوي ګوندونو غواړي چې د معاصري ‌‌‌‌‌‌ډموکراسی په شرایطو کې په داسې ‌‌‌‌‌‌ډموکراټيکو ټاکنو تکیه وکړي ، چې اساس یي له لاندي څخه پورته ته د ټولو ګوندي ارګانونو او د مشرتابه د غړو انتخاب وي . ‌‌‌‌‌‌ډيرئ مشوره ورکوونکې په دي عقیده دي ، چې د یو شمیر ګوندونو بدنې هغو ناوړه تیریدنو او مصلحتونو کمزوري کړي دي چې د ګوندي ژوندانه او ‌‌‌‌‌‌ډموکراسی سره هیڅ اړخ نه لګوي . هغوي همدارنګه دي ټکې ته ګوته نیسي چې د ګوندي ټاکنو له صندوق څخه ویره او په ‌‌‌‌‌‌ډيرو زړو میتودونو د ‌‌‌‌‌‌ډموکراټيکو ګوندونو فعالیتونو ته لوری ورکول ، له یوي خوا ګوندونه کمزوري کوي او له بلي خوا د وحدت او یووالي په بهیر کې د شاملو ګوندونو تر منځ باور ته نه جبیره کیدونکی زیان رسوي . هغوي یو بل ټکې ته زموږ پاملرنه را اړوي چې ، د رسنیو او مالوماتې تکنالوژی د انکشاف په اوسنې عصر کې به ګوندونو ته دا ګرانه وي چې هغه څه د ګوندي غړو د پاملرنې له دایري بل خوا ته کړي چې د ګوندي یو شمیر کړیو په تاوان وي . په پایله کې هغوي په دي باور دی چې :
د هېوادنیو ګوندونو له خوا په ګوندي ژوندانه کې پورتنیو او ورته نورو ټکو ته هر اړخیزه پاملرنه غوره هیله ده .

د قدرت جزیرې او نا مقدس ايتلافونه

sapand

 

نصیراحمد څپاند

څرنګه چې ټولو هېوادوالو ته بهتره معلومه ده چې د افغانستان د دیموکراتیک نظام د له منځه تلو نه چې د یوې نړیوالې سیاسي توطیې سره له منځه ولاړ، ملي اردو ویجاړه شوه او تجهیزات یې ګاونډیو هېوادونو ته یو وړل شول او د هېواد ټول دولتي تاسیسات او زیربنایي بنسټونه له خاورو سره خاورې شول او همدارنګه په هېواد کې وحشت، انارشېزم او د پردیپالو له خوا پردیو او د قدرت د لېونیو په ذریعه د سیاسي مداخلې زمینه برابره شوه، هر ځای کې خپلي واکمنۍ او حکومتونه جوړ شول، قانون تر پښو لاندې شو، هېوادوال هېواد پرېښودو ته اړ شول، د مغزونو او کادرونو فرار ته زمینه برابره شوه او په هېواد کې د قدرت او خپلسریو جزیرې رامنځته شوې، چې تر اوسه پورې زموږ په هېواد کې د قدرت موجوده جزیرې چې د بهرنیانو، اجنبیانو او د منطقې د استخباراتو تر سرپرستۍ لاندې او په مالي امکاناتو او مرستو جوړې شوې او تغذیه کېږي، باید له منځه یو وړل شي؛ ځکه چې له ملې ګټو سره په ټکر کې دي. Continue reading