Category Archives: مقالات
دافغانستان د خلق دموکراتيک گوند دريپنځوسمه کليزه
سياست او سياسي ژوند د ۱۳۴۳ل کال د مرغومي ۱۱ نېټه په پلازمېنه کابل کې د اروا ښاد شهيد نور محمد تره کي په کور کې يوه موسسه گوندي کنگره جوړه اود افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د بنسټ ډبره يې کېښودله اود خپلي تگلاری يې د خلق په جريده کې نشر کړه. دا وخت پر افغانستان کې شاهي نظام واکمن وو.نوموړي گوند د خپل هېواد، خلکو د سوکالی ،ښېرازی له پاره د خلکو د روا غوښتنو اود ولسونو د يوالي او ملي منافعو نه ددفاع ، د حق او عدالت دټول ملت د ورولی برابرو حقونو د هر ډول مفاسدوپر وړاندی مبارزه د يو دموکرات دولت جوړېدل د بيان ،قلم وينا ازادي د نا رينوو ښځنيو تر منځ د قانون په چوکاټ کې د توپري چلند مخنيوی او نور له پاره دمبارزی بيرغ د هيواد پر شنه اسمان ورپاوه.دا گوند د زده کړو په ټولو موسسو، بزگرانو، کارگرانو ملي اوردو، د روڼ اندو ، مستقلو شخصيتونو ، ملي شخصيتونو د منلو له پاره پوره پر مختگ وکړ، ددی گوند گوندي کړې تر کليو او بانډو ورسيدلو.
دی گوند د خلکو د سوکالۍ او ملي منافعو په خاطر د مبارزی په دوران کې سختی قربانی هم ور کړی کله چی ددی گوند کار فعاليت په ټول هيواد کې محسوس شو. دولت په اجله توگه د قانوني چلند پرته ددی گوند نشراتي ارگان (خلق » خپرېدل بند کړه،د شبرغان د نفتو گازو د موسسی د کارگرانو روا غوښتنې چی ددی گوند په لار ښونه په اعتصاب، مظاهرو، اود کابل پر لوري مارش کول دولت له خوا وځپل او مخکښان يې زنداني کړل ، د ننگرهار د کانال پروژی د کارگرو روا غوښتنې د ميټنگو، اعتصاب او مظاهرو سره پېل شول او گوندی لار ښونه کوله دولت له خوا وځپل شو او دری تنه مخکښان کار گران يي زنداني کړل د هلمند داوبو د خرڅلاو په اړوند په ټول هېواد کې د گوند له خوا مظاهری وشوی او په پار لمان کې د گوند پارلماني استازو ددی کار د مخنيوي او غندولو په اړوندی ددولت خلاف تندی ويناوی وکړی اود مخالفت اوازی اوچت کړ دا کار د وطن د پلورلو په ما نا خلکو ته وښود.
دی گوند د ټولو محکومو ملتونو د خپلواکې او ازادی ملاتړ او په خاصه توگه د پښتنو او بلوڅو ورونو د دسرنوشت له پاره تل د ازادي جنډې په شورو راوستلي اود ډيورنډ د منحوسې کرښې پر ضد ېې د نه منلو او د خپلو پښتنو او بلوچو ورونو د سرنوشت له پاره مبارزه کړی.
کله چی شاهي رژيم د يوی کودتاه په کولو ړنگ شو زموږ گوند دا د ټولنۍ د پر مختگ يو لامل و گڼلو اود خلکو د سوکالی يوه هيله شوه خو په تاسف چی د جمهوريت پر وړاندی پاکستان واکمنو اودده استخباراتي اداره لاس په کار شوه اود رژيم پر وړاندی په وران کاريو لاس پوری کړ لو مړې هغه کسان چی ددوی سره په اړيکو کې وو او پاکستان ته فرار شول وود اي ايس اي له خوا وسلوال شول په يو شمېر لکه پنجشير، لغمان، ننگرهار کې وسلوال بريدونه سرته ورسول اود افغان نوري جمهوري نظام پر وړاندی په شومو پرپاگنو پېل وکړ. د جمهوريت مشرتابه هم د نړېوال سياست سره ځان اعيار نشو کړی او د ساړه جنگ قرباني شو.دافغانستان د خلکو دموکراتيک گوند تر ۱۳ کلنې مبارزی وروسته سياسي واک په وسلوال پوځ کې د خپلو گوندي ملگرو په زور تر لاسه کړگوند په يو لړ ټولنيزو اصلاحاتو او رفورمونو پېل وکړدا چې گوندي مشرتابه کې ستونزی وی په ډلو ټپلو ويشل شوی وو هری ډلی زيات مقامونه د خپلۍ ډلی له پاره غوښتل ستونزی نوری هم زياتی شوی .بهرنۍ لاسوهنی هم تر پخوا گړندی شوی گوندی يو شمېر غړو کاري تجربه هم نه در لوده په کارونو او برخورد کې زياتی نيمگړتياوی را مينځ ته شوی، په هېواد کې زياتره خلک نا لوستي وو د اعيارو په پروپاگنو و غوليدل شر فساد خپل کار کاوه، شوروي اتحاد مشر تابه هم دوه گونۍ دری گونۍ سياست چلولو رښتني مرسته يي نه کوله دوه مخې رول يي درلوده دا ټول ددی لامل شول چی زيات سپېڅلي خلک د غلطو راپورنو له مخی زنداني شول وزوريدل حتی زيات سپيڅلي گوندي کادرونه چی ددی واکمنو د سياست پلوي نه وو او نقادانه نظر يي درلوده زنداني شول، شکنجه شول او شهيدان شول.
د گوندي ستونزو له امله په مشرتابه کې فزيکي شخړی وشوی د گوند مشر په پوره بی رحمې شهيد شو. شورويانو هم په دی کې پوره لاس در لوده د خپلو سرو لښکرو سره زموږ هيواد ته را د ننه شول ولی ولس او گوندي غړو تلفات ور کړ هيواد کې سوله تامين نه شوه وراني او بربادي وشوه پاکستان د غرب او عربو په مرستو د گران هيواد د بربادی له پاره د ټولو چلوټېو کار واخستو او زمو ږ دهيواد هر څه يې نيست او نابود کړل اودا پروسه لا دوام لري،زه د يوه مخکني گوندي په توگه ټولو درنو سياست کونکو او روڼ اندو ته بلنه ورکوم چی تير هر څه چی شوي د تاريخ يوه برخه ده تاريخ به هر څه وليکي چی چا څه کړي؟ د ملامت او سلامت کړې به روښانه په زرينو کرښو وليکي خو پر موږ او تاسو دا هېواد او خلک گران وي او په رښتيا د خلکو د ملي منافعو له پاره مبارزه کوو نو را ځی يو شی تير هير کړی د پخوانيو نا خوالو را ژوندي کول پريدی د خپل وطن د ساتلو، پرمختگ، او تل پاته سولی له پاره سره په گډه د يوه پر مختللي نوي گوند په دموکراسی ولاړ گوندله پاره د يوالي لاسونه ور کړی د پرونۍ بابولالی د هېواد شته ستونزی درد نشي دوا کولای که يو گوند نه شي جوړولای جبهه يا ايتلاف ته خو کار کولای شی کنه د تور او سرو ښامارانو د لړم او تور مخو دا عشيانو اود پردو د گوډاگيانو له لاسه به د ژوند څکه ونه کړی.
م. کوچی
۲۰۱۸زکال د جنوري اول
زما قلم
استاد رضایی
دافغانستان دخلکو دترقی ملی متحدگوند دمرکزی شورا د اجرائیه بیرو غری او در کابل ښار ګوندی شورا رئیس
قلم می کله ناکله ګلی کوي چی په ما نه لیکی
نوآیا زما دقلم ګیله پرځای ده او که زما صبر اوحوصله ؟
که دقلم ګیلی ته ځیر شم څه ناڅه حق پجانب ښکاری داځګه چی دبیان اولیکلو دآزادی ډنډوره خوحتی د اوسنی دولت دافتخاراتو ورځنی شعار تشکیلوی.
خودی ته ئی پام ندی چی دلسګونو لیکوالو، ژورنالیستانو اوخبرنګارانو دوهلو،زورولو او ګواښونو عرایض اودوسی په څارنوالیو اومحاکمو او حقوقی مراجعو کښی دډیری مودی را پدیخوا پرتی دی او نالاینحل ژوند تیروی هان تردی سرحده پوری چی دجمهور رئیس دوم مرستیال به ئی هم نشی حلولای ځکه چی دلومړی شخص لخوا ورته دنده سپارله شویده
خیر دی زما قلمه – حوصله ولره – پدی تولنه کی دومره بدبختی ګانی وجود لری چی په لیګلولو کی ئی دنورو قلمونه ستړی شول اوپه لستولو کی ئی ډیر خلک ستړی شوی او یا ئي په ویولوئی دیړستړی شوی – خو دکاڼه غوږونو دپاره ویل Continue reading
دمرحوم شبرنګ په یاد کښی
استاد رضائی دافغانستان دخلکو دترقی ملی متحدگوند دمرکزی شورا داجرائیه بیرو غری او دکابل ښار دگوندی شورا رئیس لیکنه
د ارواح ښاد ملګری محمدداوود شبرنګ په یاد
خلک جوپه جوپه راتللې هدیری نه تاویدلې
خرې وریځې خوزیدلی په شیبوئی ورولې
آسمانونو به ژړلـــــــــــــــې
دمرحوم شبرنګ په ویادکښي
په ملکوکښی غوغــاوه دادچالخواســـــزاوه
په جنیاتوکښی ماتم وو ښاپیریوباندی غم وو
ملایکوهــــــــم ژړلـــــــــی
دمرحوم شبرنګ په یادکښي
دلـرم میاشتــی غم وو داددی کال لوی ماتم وو
د داود ـ شبرنګ په ویرکښی په دوستانوجوړماتم وو
ټول ملــــګری ئی ژړلــــې
دمرحوم شبرنګ په یادکښی
خاطری په یادیدلې هاقصی به موکولې
خپل لاسونه مومروړلې آه افسوس به موکولې
درودونه مــــو ویلــــــــې
دمرحوم شبرنګ په یادکښی
چابه وی ښه سخندان وو به منطق کښی پهلوان وو
چابه وی تینګ مبارزوو چابه وی مرد مــــیدان وو
تبصری به موکـــــــولې
دمرحوم شبرنګ یادکښی
په دوستانوکښی تل یادوو له ملګروســــره ښاد وو
دی دګونددبڼ یوګل وو شخصیت کښی لوړ تربل وو
تیروخــــــــــتونه یاددیدلـــې
دمرحوم شبرنګ په یادکښی
په یارانوکښـــی منلئ په ګوندی چارو غښتلئ
په دوستانوکښی یوګل وو هم په مونږاوهم په بل وو
دابه هـــر یــــــوه ویلــــــې
دمرحوم شبرنګ په یادکښی
دنیا پاتی له هر چا ده دادنیا خو بی وفاده
ژوند نامرد دی وفا نکړی که دشـــاه که دګداده
اوســــــــــیلی سړې راتللې
دمرحوم شبرنګ په یادکښي
ای مرګی ! دیر ناځوان ئی نه په زوړاونه په ځوان ئی
ته دهرکــــــاله مـــــیلمه ئی یـوه ناڅــــاپه په پلمه ئی
(رضائی) به داویلـــــــــــــې
دمرحوم شبرنګ په یادکښی
زمادسنګر ملګریه !
محمد عیان عیان
زمادسنګر ملګریه!
********************
ستاپه سره سنګرباندی به سره کلان کتارشی
واړه سره تیري به دې خپل وطن نه جارشي
لاره چی دې غوره وه له ستونځنې ډکه وه
ډیریې ځورولې، هراشغال، که سوریاشین و
ګرده دوشمنان به دې اخیر دلته سنګ سارشي
*********************
اوزمونږ دسنګر ملګریه!
*********
پام چې وارخطا شې مرګی دژوندپایله ده
ستاغوندې سرتیروبه ګورتل ګل اوګلزارشي
تاوه قربان کړې ښه ځوانې دولس لارکې
بیشکه چې لانورډیربه قربان په دغه لارشي
کلک لکه پولادوې چی څووارې ویلي شوی بیا کلک شوی
ژونددې بیاهم وقف ؤکه هره ورځ په دارشي
*********************
ویره ترهه نه وه ستا مغروکې له آزل ځنې
ستازړورتوب به دې ملګروته معیارشي
ته هوښیارمؤرخ ،تکړه شاعر، کیسه لیکونکی وې
ډیرزیات فرهنګیان به دې مصروف په دغه کارشی
ته خوبختوروې خپله خاوره کې دې کور شو
وایه اوس زمونږه چی مو قبر بل دیار شی
دلیکلونیټه یی : دهالیند په وخت دسهار پنځه بجی 26/7/1396 – 18/10/2017چی همدانن په یې ځناځه په خپل وطن کې خاوروته وسپارل شی
اروادې ښاده وي