پي تي ام

42492224_1812862165503252_6497167933997842432_n

نوروهاب څپاند

نن سبا پې ټې ام د سیمې په کچه یوازینی غورځنګ دی چې د استبداد ، ښکیلاک او د افغان نسل وژنې خلاف د اواز پورته کولو په برخه کې ‌‌‌‌‌‌ډير لوي او سرتر سري لاریونونه او غبرګونونه ښيې او اساسي هدف نښانه کوي ، چې هغه د پاکستان پوځ او استخبارات دي .

څرنګه چې تیرو څلورو لسیزو کې افغانستان ته هم د پاکستان پوځي او استخباراتي کړیو اور ورته کړی او په ورو ورو سوځيدو یې خوشالې کوي ، اړینه بلل کیږي د دغه سیمه ایزي بلا څخه د خلاصون په هیله په ټول امکان د پې ټې ام ملاتړ وشي .

که غواړو چې له ترهګر او شریر پاکستان پرته خوندي سیمه ولرو ، افغانان ، بلوڅان او سندیان له نسل وژنې او ښکیلاک خلاص شي ، په بیلا بیلو ذریعو د پې ټې ام حمایت ته راودانګئ .

داسې بریښې چې پاکستان د خپلو ترهګریزو عملونو سزا ویني . د افغان ، بلوڅ ، سندي قامونو د جینوساید څخه نیولي بیا د هر بشري ضد جنایت د ارتکاب په جرم ، نړیوالي محکمي ته د پاکستان د مخ کولو او یا د نوموړي شریر هېواد د بیخې پاشل کېدو تر کچې ، خپلې هڅې توندي او جاري وساتئ .

که د اوس په شان د غورځنګ تودوخه وساتل شي لیري نه ده چې له پاکستان خلاصه نړۍ په خپلو سترګو وګورو .

د پې ټې ام د لا زیاتې بریا او ځواکمن کېدو په هیله .

 

روسيې او افغانستان اړيکې ثبات ته ضرورت لري!

  پرون د 2019 کال د مې 28 د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له خوا د روسيې او افغانستان د دپلوماتيکو اړيکو 100 کاليزه د يوې غونډې په ترڅ کې ونماځل شوه. غونډې ته له افغانستان څخه د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په ذایقه برابر سياسي کسان او له قطر څخه د طالبانو لوړ پوړی پلاوی راغلی و. خو دروسيې له خوا د بهرنيو چارو وزير په شمول له درې- څلورو دپلوماتانو پرته نور څوک تر سترګو نه شول. له بده مرغه د غونډې په ټول جريان کې هيچا د روسيې او افغانستان د اړيکو تاريخ ته يوه جزوي کتنه هم ونه کړه او داهم ونه ويل شول چې ددغو اړيکو د ښه کولو لپاره څه کول په کار دي؟

په افغانستان کې د امريکې او ناټو په لاس د طالبانو له سقوط څخه وروسته له معاصرې روسيې سره د افغان سياستوالو د اړيکو دروازې د يوري کروپنوف په هڅو پرانیستل شوې . هغه وخت چې په روسيه کې د طالبانو په باب خبرې او له هغوی سره اړيکې د هر چا لپاره ممنوع  او له خطره ډک کار و، ښاغلي کروپنوف د روسيې د نفوس پېژندني، مهاجرتونو او سيمه اييزې پرمختيا انستيتوت د رئيس  پتوګه د لومړي ځل لپاره له طالبانو سره د خبرو اجندا وړاندې کړه. هغه د 2008 کال په اکتوبر کې د ښاغلي محمد بشر بشردوست په ملتيا افغانستان ته سفر وکړ. هلته يې د طالبانو د ځينو پلويانو په شمول د افغانستان له دولتي، سياسي، اکاډميکو مقاماتو او ځانګړو سياسي، ټولنيزو او فرهنګي شخصيتونو سره وکتل. د سفر په پای کې يې «په افغانستان کې د سولې او پخلاينې لار» تحليلي راپور د روسيې سياسي نخبه ګانو ته وړاندې کړ او د افغانستان د حالاتو په باب يې د روسيې د نوي دريځ وړانديز وکړ.  دغه تحليلي راپورپه پښتو او دري هم ژباړل شوی او خپور شوی دی.  د 2009 کال د مې په 14 يې په مسکو کې «د روسيې او افغانستان د اړيکو ګډه جرګه» (فوروم) جوړ کړ چې د روسيې او افغانستان د اړيکو په تاريخ کې بېساری و. هغه وخت د جرګې برخوالو د يو پريکړه ليک په ترڅ کې د روسيې او افغانستان واکمنو کړيو ته د دواړو هيوادونو او ولسونو د ښو اړيکو لپاره هر اړخيز ګټورعملي وړانديزونه تصويب کړل. خو لکه د يخ پر مخ ليکل اوبه او د هر چا له ياده ووتل.

 د روسيې او افغانستان د اړيکو تاريخ اوږد او له لوړو ژورو ډک دی، خو د ښې راتلونکې لپاره ثبات ته ضرورت لري .  ثبات يوازې په تشريفاتي ټکو نه شي تر سره کيدی، عملي ګامونو ته ضرورت لري او د عملي ګامونو لپاره د ښاغلي کروپنوف په شمول د روسي افغانستان پوهانو او افغان روسیه پيژندونکو تحليل او نظريات د قدر وړ دي.

داکتر شيرحسن حسن

 

اتمر د طالبانو او آی-اس-آی په دريځ کې

حکيم روان

بی له شکه انسان د مځکې پر مخ تر ټولو لوړ او برتر موجود دی . انسان د پوهې له مخې د انسانانو د نېکمرغۍ له پاره حيرانوونکی کارونه کړی دي . روسی ليکوال ماکسيم ګورکی به ويل چې : « د انسان کلمه بايد په غټو ټکو وليکل شی » .

خو داسې انسانان هم شته چې د شکل او ظاهری بڼې له مخې له نورو انسانانو سره توپير نه لری ، حتی کله کله يې څېرې له عادی انسانانو ډېرې مهرابانې ، زړه سواندې او خير غوښتونکی هم ښکاري ، لاکن باطن يې له وحشی او داړونکو ځناورو هم کرغيړن وي .

ټولو ته پته ده چې د ولسمشريزو ټاکنو د کانديدانو ، « ملی زعيم » کرزی او د تنظيمونو د «رهبرانو» ، زورواکو او چورګرو دې چيغو او نارو آسمان او ځمکه ونيوه ، چې مونږ ته د ولسمشر غنی  له خوا د مذاکراتو له پاره ټاکلی حکومتی پلاوی د منلو وړ نه دی او حکومت بايد ملی اجماع را منځته کړی او د هغې پر بنسټ مذاکراتی پلاوی وټاکل شی . پاکستان ، روس او طالبانو افغان حکومت او د حکومت د پلاوي سره مذاکرات وار د مخه رد کړی وو. پاکستان ته خو په دی اړه د علنی دريځ اړتيا نه وه ، ځکه د طالبانو په خوله غږيږي ، خو په کابل کې د روسيې سفير او د روسيې د ولسمشر پوتين فوق العاده استازی کابولوف په ډاګه وويل چې د سولې خبرې د هر چا سره ، منفی افغان حکومت ممکنې دی .

ولسمشر دوکتور غنی د «سياسی رهبرانو» انديښنو ته د ځواب ويلو له پاره د ټاکنو له مخې د ټول هېواد نه لويې مشورتی جرګې ته د ولس استازی را وبلل ، تر څو د سولې په اړه د افغان ملت ملی دريځ روښانه کړي او د لويې مشورتی جرګې له خوا د ټاکل شوو کرښو له مخې د سولې مذاکرات پر مخ بوتلل شی . خدای مکړه ، راتلونکو احتمالی ولسمشرانو او د تنظيمونو «رهبرانو» د ملی اجماع پر ضد د ملت سره په جرګه کې ګډون تحريم کړ . د دوی له نظره ملی اجماع د ولس د استازو سره ګډو پايلو ته رسيدل نه ، بلکې د دولتی چوکيو او دولتی شتمنيو پر ويش جوړ جاړی ته ملی اجماع وايي . په داسی حال کې چې د هيواد د کونج کونج نه حتی د طالبانو د نفوذ لاندې سيمو نه هم استازو ګډون کړی وو او په يوه آواز سره يې د جګړې پر دواړو خواوو د سولی ، اوربند ، بنديانو د خلاصولو ، اساسی قانون د رعايت او سياسی نظام د ساتلو غږ وکړ، خو «سياسی رهبرانو» ته داسې غږونه د اوريدو وړ نه دي .

د خندا وړ دا ده چې د مختلفو تنظيمو غړو په جرګه کې ګډون وکړ ، خو د تنظيمو مشرانو ګډون تحريم کړ ؟؟؟؟

د جرګې د اوربند غوښتنه طالبانو سمدلاسه رد کړه . د حکومت له خوا د بنديانو خوشی کول يې تش خبرې وبللې او ويې ويل چې مونږ به د بنديانو خوشی کولو ته هيڅ اهميت ور نه کړو . د دې سره سره  روسان ، آی-اس-آی ، طالبان او اتمر طالبان د سولې په لار کې مانع نه بولی ، بلکې اشرف غنی د سولې په لار کې مانع بولی او غواړي چې په هره وسيله وی هغه له مخې ليرې کړي .

که افغان حکومت د سولی مخالف او طالب د سولی طرفدار وو ، نو ښاغلی اتمر د سولی د مخالف حکومت لوړپوړی چارواکی يو ملی خائن دی . کابولوف بی جهته نه وايي چې « مونږ په ټاکنو کې د اتمر ملاتړ کوو » . اتمر افغان ولس او د هغه جرګه نه منی .  افغان ولسمشر نه منی . طالب ، پاکستان او نور د سولی مانع نه ، بلکې افغان ولسمشر او افغان حکومت د سولی مانع بولي . اوس نو راشه د انسان په څيره کې ، د پستو او نرمو خبرو تر پردې لاندې ، دې شومې او داړونکی پديدې ته نوم وټاکه ! پای

 

 

د CIA پخواني د رئيس مرستيال د پاکستان په هکله په يوه مقاله کي ليکلي چي

:
په پاکستان کي به په لسو راتلونکو کلونو کي د عربو په سبک ( عربي سټايل ) جګړي پيل شي ، مايکل مورل Michael Morell چي په ۲۰۱۱ع کال کي د امريکا د جاسوسي سازمان CIA د رئيس مرستيال او د The Great War of Our Time : CIA’s Fight Against Terrorism د کتاب مؤلف هم دي ليکي چي په راتلونکو لسو کلونو کي به په پاکستان کي په ګليو او کوڅو کي عربي سټايل جګړي زور واخلي ، نوموړي زياتوي چي زيات شمير مذهبي توندلاري او تنګ نظره د پوځ په ليکو کي داخل شوي ، او د پاکستان په نظامي چارو کي د دوي موجوديت د پاکستان د اتومي وسلو حفاظت ته ستر خطر ده ، مايکل مورل ادامه ورکوي چي پاکستان د نړۍ يو له خطرناکو هيوادو څخه دي ، هلته زيات صلاحيت او قدرت د ملکي حکومتو په ځاي له عسکري او استخباراتي ادارو سره دي ، پوځي استبلشمنټ او څارګري اداري د هند په ضد د جهادي ډلو په تربيه کولو او ليږلو لګيا دي ، باالمقابل هند خپل فـــوکــس د پاکستان په ځاي دخپل هيواد پرمختګ او اقتصادي ودي ته اړولي ، همدارنګه پاکستان د افغانستان په چارو کي مداخلي کوي او هلته د خپلو اهدافو لپاره د اور لمبي بلي ساتي ، پاکستان خپله ډيره بودجه د تعليم په پرتله په دفاعي او د وسلو په کاروبار مصرفوي ،
مايکل مور زياتوي چي پاکستان په اوسنيو شرايطو کي له سخت نړيوال فشار سره مخامخ ده ، د دغه هيواد د جيش محمد د تروريستي ډلي مشر مسعود اظهر د ملګرو ملتو د امنيت شورا لخوا د ترهگرو په نړيوال تــورلست کي واچول شو ، د لشکرطيبه يا جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد پخوا په تورلست کي اچول شوي وو ،
په اوس وخت کي د CIA د پخواني مرستيال مايکل لخوا داسي څرګندوني چي په راتلونکي کلونو کي به په پاکستان کي په جادو او سړکو کي عربي سټايل جګړي وي په حقيقت کي د پاکستان مقتدر حاکم اشرافيت ته يو اخطار ده چي د امريکاسره ئي ډبل ګيم ته ادامه ورکړي .امير محمد گران

Bilden kan innehålla: 1 person, kostym

ښـــتون ژغورني د غورځنګ قانوني مبارزه او د پوځـــي مقتدر استبلشمنټ لخوا ” غـــــدارنـــامه “

لومړي : د پښتون تحفظ موومنټ [ پ ټ ام ]

فعاليتونو ته لنډه کتنه :

پاکستاني پوځي استبلشمنټ او استخباراتو په کلونو کلونو او په تيره بيا په ۲۰۰۳ زيږديز کال په قبايلي سيمو ، سوات او وزيريستان کي د بهرني بادارانو او امريکا د خوښحالولو او رضايت لپاره ، د هغوي په گرين سيګنال ، د ضرب عضب ، راه راست ، ردالفساد ، راه نجات ، زلزله … په نومونو پوځي عمليات وکړل ، په دغو عملياتو کي د پاکستان هوائي ځواکونو هم ګډون درلود او په بي گناه خلکو به ئي بمونه غورځول ، بي پيلوټه ډرون طيارو به هم اهداف په نښه کول ، د پاکستان د پوځي ـ ملکي حاکم اشرافيت موخي په قبايلي پټاره کي خپل سوق الجيش تسلط ټينګول او د ډيورند د تحميلي کرښي په شاوخوا سيمو د کنټرول او لاندي کولو لپاره وو ، همدارنګه پوځي واکمنو هڅي کولي ترڅو د عملياتو او بمباريو په نتيجه کي د سيمي خلک د خپلو کورونو پريښولو ته مجبوره شي او د غيرسکنه کولو پاليسي عملي سي او بيا د پوځ پراکسي او ګـــووډ طالبان ځاي په ځاي شي ، څرګنده ده چي د پوځي او هوائي عملياتو په نتيجه کي بي ګناه خلکو تلفات وليدل ، په وزيريستان او نورو قبايلي سيمو کي د ظلمونو او مرګونو لړۍ پيل شوي ، داسي مرګونه چي د قتل شوو نارينه ، ښځينه او ماشومانو جسدونه به په ورځو ورځو پراته وو ، د ژوند او مرګ فرق ختم شو ، خلکو به په ډله ايزه توګه دعاګاني کولي چي يا خدايه قيامت راولي ، دغي ظالمانه وضعي په لکونو خلک خپلو کورونو پريښولو ته اړ ايستل ، ډير کورونه د بمونو غورځولو له امله وران شول ، په لکونو خلک افغانستان او يا په داخل د پاکستان کي ئي کډي وکړي ، له هغي جملي څخه د [ پ ټ ام ] د مشر منظور پښتين ، علي وزير او په لسګونو زره کورنۍ له وزيريستان څخه ديره اسمعيل خان او يا نورو سيمو ته ووتي ، کورونه ئي هم وران او هرڅه ئي له لاسه ورکړل ، په داسي کړکيچنو شرايطو کي په ۲۰۱۴ع کال کي د محسودو تحفظ موومنټ د منظور پښتين لخوا منځ ته راغي ، دوي به د پاکستان د پوځ او استخباراتو د عملياتو او ظالمانه پاليسيو په ضد مظاهري کولي ، منظوراحمد پښتين چي په ۲۵ اکتوبر ، ۱۹۹۲ع کال په جنوبي وزيريستان د عبدالودود محسود په کور کي پيدا او پلار ئي په کلي کي د ښوونکي وظيفه لرله ، هغه د ابتدائي تعليم وروسته د بنو په ارمي پبليک سکول کي ثانوي تعليم پاي ته ورساوه او په ديره اسمعيل خان ګــومل پوهنتون کي ئي د ويترينري په رشته کي ډاکتري ترلاسه کړه ،  نوموړي په ۲۰۱۰ع کي د قبايلي محصيلينو د اتحادئي مشر وو ، او په ۲۰۱۴ع کي د محسود تحفظ تحريک وروسته خصوصآ هغه وخت چي په کراچۍ کي د پوليسو د افسر راو انور په مشرۍ گستاپو پوليسو نقيب الله مسيد ( محسود ) او نور ملګري ئي په غيرقانوني او بي رحمانه ډول ووژل ، د پنجابي حاکم اشرافيت او استبداد په ضد د نوموړي غورځنګ مبارزي ګړندۍ او نوي بڼه ئي غوره کړه او محسود تحفظ غورځنګ په پښتون تحفظ موومنټ [ پ ټ ام ] يا پښتون ژغورني په غورځنګ ونومول شو ،

د پښتون مدني خوځښت مشر منظوراحمد پښتين او د رهبرۍ نور غړي ئي ، محسن داوړ ، ډاکتر سيدعلم محسود ، علي وزير ، ثناء اعجاز ، ګلالۍ اسمعيل ، اياز جوګيزي ، مرحوم پروفيسور ابراهيم ارمان لوڼي ، خان زمان کاکړ ، وړانګه لوڼۍ او … دي ، په کراچۍ کي د نقيب الله محسود او ملګرو قتل د [ پ ټ ام ] رهبري او غړي داسي تحريک کړل لکه چي په اور تيل واچوي او بي له ځنډه ئي د لانگ مارچ تصميم ونيو ، د پښتون ژغورني د غورځنګ لانگ مارچ په ۲۰ نفرو په ۲۶ جنوري ، ۲۰۱۸ع له ديره اسمعيل خان څخه پيل شو د لاري په اوږدو کي زيات خلک ورسره يوځاي او په ۲۸ د جنوري ، پيښور ته ورسيدل ، بيا له پيښوره د اسلام اباد په لور روان شول چي په اول د فبروري ۲۰۱۸ع اسلام اباد ته ورسيدل او هلته ئي د خپلو قانوني او روا غوښتنو لپاره ( پرلت ) پلتۍ ووهلي چي لس ورځي ئي دوام وکړ ،

د [ پ ټ ام ] پنځه مطالبات :

۱>> د نقيب الله مسيد قاتل ونيول شي او په عدالت کي دي محاکمه شي .

۲>> په لس ګونو زره هغه خلک چي د پوځ ، استخباراتو او د دوي د مليشو لخوا په غيرقانوني او جبرآ تښتول شوي او لادرکه دي د هغوي سرنوشت دي معلوم شي .

۳>> د ماوراي عدالت وژنو لپاره دي يو عدالتي کميسيون جوړ شي .

۴>> د خلکو په تګ راتګ دي کرفيو يا ګرځبنديز ليري شي .

۵>> د پوځ او د هغوي د پراکسي لخوا په وزيريستان او نورو قبايلي سيمو کي ماينونه نصب کړي ، دا ټول بايد پاک شي .

له پورته پنځو غوښتنو له جملي څخه يواځي په ۵ مي غوښتني ليږ کار سوي ، نوري ټولي غوښتني نه دي عملي سوي ، د يادولو وړ ده چي د اسلام اباد په لس ورځني پرلت کي په زرګونو خلکو ګډون کړي وو او د ځينو سياسي ګوندونو رهبرانو لکه ، محمود خان اڅکزي ، اسفنديار ولي ، مولانا فضل الرحمن ، عمران خان ، د پاکستان د بشري حقونو د کميسيون مشري ارواښادي عاصمه جهانګير او نورو په دغه پرلت کي د [ پ ټ ام ] د غوشتنو په پلوي ويناوي هم کړي وي ، پرلت وروسته له لسو ورځو ځکه پاي ته ورسيد چي د پښتون ژغورني غورځنګ استازو ته چي د پاکستان مسلم ليګ نواز د ګوند صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره ئي د مطالباتو په اړوند مذاکرات کول او هغوي د عملي کولو ژمنه وکړه .

د پښتون ژغورني غورځنګ د رهبرۍ او غړو لخوا په پيښور ، کوئټه ، لاهور ، کراچۍ ، باجوړ ، سوات ، شمالي وزيريستان کي لاريونونه او ولسي غونډي شوي چي په لس ګونو زرو نارينه وو ، ښځينه وو ، د بيلابيلو ګوندونو ، مدني او ادبي ټولنو غړو پکي ګډون کړي ، خو د افسوس ځاي دي چي د پاکستان ميډيا د پوځ په اشاره د [ پ ټ ام ] د فعاليتونو او لاريونونو په هکله نشرات نه کوي او د بليک اوټ پاليسي ئي اختيار کړي ، له نيکه مرغه د نوموړي غورځنګ فعاليتونو ته د ټولنيزو رسنيو او بهرنۍ ډله ايزي رسنۍ په پراخه اندازه نشر ته سپاري ،

د پاکستان حاکمه بيروکراسي ، پوځ او استخبارات د [ پ ټ ام ] په رهبرۍ اتهام لګوي چي دوي د افغانستان او هند د استخباراتو څخه د جلسو د دايرولو لپاره فنډ ( پيسي ) اخلي ، دا اتهام له پيل څخه تر اوسه په دوي د پوځ د وياند بريدجنرال اصف غفور ، او د ځمکنيو پوځونو د لوي درستيز جنرال قمرباجوه لخوا هم شوي او حتي دوي ته ئي د غدار خطاب کړي چي د منظور پښتين ، او نورو رهبرانو لخوا رد سوي او د سپيناوي غوښتنه ئي کړي ، د پښتون ژغورني د غورځنګ رهبرۍ ورته اعلان کړي چي موږ احتساب ته هروخت تيار يو ، ولي له تاسو هم د احتساب غوښتونکي يو .

 د پ ټ ام ، د عدم تشدد مبارزه ، د پوځي وياند بريدجنرال اصف غفور او جنرال باجوه پوچ اتهامات ، د پ ټ ام د رهبرۍ ځوابونه او په نوموړي نهضت پوري اړوند مطالب … دوام لري

امير محمد گران له المانه