د ښاغلی کرزی د اپلتو باطل دور

حکيم روان

په ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې ښاغلی کرزی د افغانستان د پخوانی ولسمشر او د ورکړل شوی لقب «ملی زعيم» وقار او قدر و نه ساته . کرزی د افغانستان د خلکو عمومی خير ته شا کړي ده او د جهادي چورګرو سره يې يو ځای د مسکو او اسلام آباد دريځ خپل کړی دی . هغه څه چې عمران خان او کابولوف وايي ، نن د کرزی د ژبې پر سر دي . د کرملين او اسلام آباد واکمن په ډاګه د افغان سولې په پروسه کې د هر چا برخه منی ، خو د افغان ولسمشر دوکتور اشرف غنی ګډون نه مني ؟؟؟ کابولوف د افغانانو په داخلی چارو کې د مداخلې په برخه کې دومره مخ ته ځی چې په ډاګه په راتلونکو ټاکنو کې د حنيف اتمر ملاتړ اعلانوي او عمران خان بيا وايي چې له دوکتور غنی پرته مونږ د هر چا سره جوړجاړی کولای شو ؟؟؟ دا ځکه چې مسکو او اسلام آباد د څلوېښتو کالو په موده کې افغانستان د خپلو لوبو ډګر ګرځولی وو او هر ډول نيلي يې په کې ځغلولای شو .  خو اشرف غنی د دوی د لوبو په وړاندې خنډ شو او په ميړانه سره يې د کرملين او اسلام آباد له شومو نيتونو او موخو پرده پورته کړه .

روسانو د دوکتور نجيب الله د واکمنۍ په مهال د شورای نظار د مشر احمدشاه مسعود سره د افغان وژنې او نجيب الله د نسکورولو پروتوکولونه لاسليک کړه او د طالبانو تر دړې وړې کيدو د برهان الدين ربانی ، مسعود ، دوستم ، محقق او نورو اجنټانو تر شا ولاړ وو . پر طالبانو د امريکا له  بريد وروسته يې ، علاوه پر دې چې د افغانستان شمال يې د خپلو ګټو سيمه اعلان کړه ، دا يې هم وويل چې د شمال وسله وال کيدو ته اړتيا نه شته ، مونږ پوره وسله او تجهيزات شمال ټلوالې ته ورکړي دي .

له طالبانو وروسته د لنډ مهالی حکومت د جوړيدو سره هم مسکو مخالفت وښود او ويل يې چې په کابل کې د ربانی په مشرئ «مشروع» حکومت شته ، د بل حکومت جوړولو ته اړتيا نه شته . هغه وخت چې هيڅ نظام موجود نه وو ، جهادی انارشی يې کافی وبلله ، خو نن چې يو د خلکو په رايو ولاړ سياسی نظام موجود دی ، د لنډ مهالی حکومت خبره کوي ؟

پرون يې د غلو د غائلې سره د طالبانو پر ضد مرسته کوله ، نن بيا د افغان وژنې له پاره د طالب تروريستانو تر شا ولاړ دي ؟؟؟ افغان وژنه يې موخه ده ، که نن ده او که پرون وه .

ښاغلی کرزی فکر کاوه چې هغسې چې امريکا په افغانستان کې ديسانت کړ ، تر پايه به يې پر افغانستان واکمن هم ساتي . خو دې ته يې فکر نه کاوه چې هغه هيواد چې هيڅ ولسمشر يې تر دوو دورو زيات په واک کې پاتې کيدای نه شی ، د تل تر تله واکمن کيدو سره مرسته نه شی کولای . نو ځکه ښاغلی کرزی قبله بدله کړه او د واشنګټن پر ځای يې مسکو ځکه غوره کړ چې په مسکو کې هم د کرزي همفکره  تل تر تله واکمن پوتين ناست دی او کوندې د کرزی سره هم ، واک ته دبيا رسيدو په برخه کې مرسته وکړي .

بيا واک ته د رسيدو په هلو ځلو کې چورسالار حامد کرزي د شرم او حيا کرښې له منځه وړي دي . د معلم عطا نور ، تورن اسماعيل خان ، محقق ، قانونی ، اتمر ، زاخيلوال او نورو منفورو چورواکو څېرو سره د ولسمشر اشرف غنی او د هغه د وطن پلوه پلانونو پر ضد پس پسيو ښاغلی کرزی له ورکړل شوی درناوی او اعزاز څخه بی برخې کړ .

کرزی دچورګرو په سر کې له ولسمشر اشرف غنی څه غواړي ؟

دې پوښتنې ته د ځواب له پاره د يوه پاکستانی ليکوال آمان اسلم ليکنه چې د پاکستان د ډان په ورځپاڼه ، اسلام آباد کې چاپ شوی، را نقلوم :

« اشرف غنی عادی سړی نه دی . هغه چې په افغانستان کې د آسيا د اقتصادی څلورلارې په جوړولو بوخت دی ، له يوې خوا په کابل کې  د پاکستان په لاس د نا امنيو او بی ثباتيو سره ډغرې وهي ، له بلې خوا ايران پر افغانستان چې لا په خپلو پښو دريدلی نه دی ، مستقيم او غير مستقيم فشارونه واردوي . روسيه هم بربنډه مداخله اوو تکرارا هغه ناکام رول لوبوي چې د داکتر نجيب الله د واکمنۍ په مهال يې لوبولی وو . له ټولو مهم يې دا چې هغه ويجاړوونکی جنګسالاران چې پرون يې افغانستان په خاورو او وينو لړلی وو ، لا هم د زياتو امتيازاتو د تر لاسه کولو د پاره ولسمشر غنی په اړودوړ او جنګونو ګواښي او د هغه وخت ضايع کوي او پلانونه يې بې ګټې بولي . خو غنی له توپ او ټانک او اتومی تأسيساتو پرته په هڅه کې دی چې دوه ګاونډي ايران او پاکستان چې څلوېښت کاله په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي ، په ګونډو کړي …….دادی مونږ افغانستان ته حق ورکوو ، ځکه ولسمشر غنی اول پاکستان په غيږه کې ونيو ، په داسی حال کې چې هند له پاکستان نه مخکې وو، خو پاکستان د ولسمشر غنی په غيږ کې لکه کوچنی ماشوم خپل کالی لانده کړل .»

کرزی د جهادي غائلې په سر کې د ولسمشر غنی د هر جوړونکی کار مخالفت کوي .

–   دوکتورغنی د طالبانو سره د سولی د مذاکراتو نوښتګر وو او دی ، خو د غلو او چورګرو ډلې يې د سولی د مانع په توګه معرفی کوي کرزی هم هڅه کوي تر څو دا ناروا تور پر ولسمشر ونښلوي . خو هېوادوال او نړيوال خو ړانده نه دی .  دا چې دوی يې تر اوسه محاکمه کړی نه دي دا د وخت خبره ده ، نه د خلکو د ړوندوالی او نه د جنايتکارانو د برأت .

–  روسان ، پاکستانيان ، طالبان او جهادی غله په ګډه سره هڅه کوی ، تر څو د سولې په مذاکراتو کې افغان دولت ايګنور او څنګ ته کړي . کرزی هم د دې هڅو په سر کې لکه د کلی د ملک په شان د چورګرو سره يو ځای د طالبانو د ارزو سره سم د دولت د منزوي کيدو هڅه کوي . کرزی او د غلو ډله چې هېڅ ډول حقوقی او اجرائيوی صلاحيت او واک نه لري ، د مسکو او اسلام آباد په اشاره د طالبانو پښو ته ورلويږي . د افغان دولت په شا کې نامردانه د خپل هيواد او ولس په زيان کله مسکو ته منډې وهی ، کله اسلام آباد ته . کله تهران ته او کله قطر ته .

  د کرزی په مشری د غلو ډلی د طالبانو د تروريستی ډلې سره ډير توپير نه لري . طالبان او کرزی غواړی د افغان دولت منزلت او مقام خپلې کچې ( د ډلې کچې ) ته راټيټ کړي . خو افغان دولت به د سولی د مذاکراتو محور جوړوي . همدا اوس د سولی د پاره د لارې نقشه او د عمل پلان يواځې او يواځې د افغان حکومت سره شته او د سولی له پاره د مذاکراتو د نوښت وياړ هم د ولسمشرغنی په حکومت پورې اړه لری . د غلو ډلی د کرزی په مشری حکومت نه پريږدي چې د سولی د مذاکراتو لپاره لازمه تابيا وکړي . ډلې غواړی د مذاکراتو له پاره د خپلو ډلو کسان تحميل کړی . لکه چې په ۲۵۰ کسيز ليست کې ۸۰ يې د کرزی کسان وو چې قطر او طالبانو رد کړ . حتی دې مسألې هم د کرزی او شريکانو ملی او افغانی غرور تحريک نه کړ ؟

–  د چا نه پټه ده چې طالبان د پاکستان د استخباراتو او نظاميانو لاسپوڅی دي ؟ د جنرال مشرف او بی نظيرې پر څرګندونو برسېره تازه دوه درې ورځې د مخه عمران خان بيا وويل چې د افغان تروريستی ډلو جوړول د پاکستان د نظاميانو کار دی . خو افغان دولت د ټولو کمزوريو سره سره د خلکو د رأيو او ټاکنو ( په ټاکنو کې د لاسوهنو سره سره ) پايله ده . څنګه کيدای شی چې د پنجاب مزدور طالب چې د آی-اس-آی تر حمايت لاندې ژوند کوي د افغان دولت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولی ؟  افغانستان په خپل پنخه زره کلن تاريخ کې هيڅکله د ټاکنو له لارې ( ولو ابتدايي او د تقلب سره مل ) دولت نه درلود . نن يوه مزدوره ډله ( طالب ) او د غلو جنايتکاره غدۍ د کرزی په مشرۍ افغان دولت ايګنور کوي او غواړي په خپلو ککړو لاسونو د افغانستان برخليک وټاکي .

–  کرزی استدلال کوي : دا چې طالبان حکومت په رسميت نه پيژنی ، غواړی له ما او چورګرو سره مذاکرات وکړي . خو هيروي چې افغان ولس تروريست طالبان ، د طالبانو ملګری ښاغلی کرزی او د غلو غدۍ په رسميت نه پيژنی . د افغان ولس د سولی مشورتی لويه جرګه  چې د خپل ولسمشر غنی په بلنه دايره شوه ، ددې امر بهترين ثبوت وړاندې کړ . ولس د اتمرخيلو او کرزی خيلو تحريم او د غلو د غديو اپلتې د هېڅ سره برابرې کړي . د نړۍ پر مخ کوم هيواد طالبان په رسميت پيژنی ؟  افغان حکومت د لسګونو هيوادو له خوا په رسميت پيژندل شوی . هغه تروريست پلوه حکومتونه چې د طالبانو سره خواخوږي لری ، افغان حکومت په رسميت پيژنی . د طالبانو د تروريستی ډلی له خوا په رسميت پيژندل حکومت ته ډېر اعتبار نه وربښي .

–  کرزی وايي چې ما په لويه جرګه کې ځکه ګډون ونه کړ ، چې لويي جرګې په اتفاق سره دايريږی ، خو ددې لويې جرګې سره عبدالله عبدالله مخالف وو . غل د غله په هکله د برأت شاهدي ورکوي !  د ګوتو په شمېر منافقين ( نفاق اچوونکی ) د مشورتی لويې جرګې مخالف وو . نفاق اچوونکی او د پردو اجنټان نه غواړی چې د افغان ولس اراده تبارز وکړي ، خو ولس په جرګه اتفاق وکړ ، ولس خپله اراده په ډاګه کړه او تش په نوم رهبرانو پسې يې پسخند وکړ.  د هېواد او ولسمشر تر شا ودريد . نفاق اچوونکو غوښتل د سولی له پاره د مشورتی لويې جرګې آغيز کم کړي . خو دوی هېروی چې دوی پخپله آغيز نه لری چې پر جرګه او د هغه په پايلو آغيز وکړي

–  وايي « سياسی رهبرانو » په جرګه کې ګډون ونه کړ ، خو د « سياسی رهبرانو » د تنظيمو غړو په ګڼ شمېر کې ګډون کړی وو . اوس نو « سياسی رهبران »  د بوسو سره وتلئ !  بله خبره داده چې د ايلجاريو مشرانو ګډون او نه ګډون دواړه بی مانا وو  مهمه دا وه چې د ولس منتخبو استازو په ګڼ شمېر کې۳۲۰۰  کسانو ګډون کړی وو . جرګه د کميت او کيفيت له لحاظه ، د نظم او نسق له پلوه په خپل ډول کې بی ساری وه او د سولی د پاره د ولس د ارادې واقعی مظهر وو .

–  کرزی او غدۍ د سولی د پرتمينی مشورتی لويې جرګې د آغيز د کمولو له پاره او په هغه کې د مختورو چورګرو د نه ګډون د توجيه له پاره بل دليل دا وايي چې مونږ پوهيدو چې جرګه بی وخته ده ، ځکه طالبانو هم هغه رد کړه .خو کرزی او ياران يې په دې اپلتو خلک نه شی غولولی ، ځانونه غولوي . د ولس خبره د تاريخ خبره ده . د ولس خبره هر وخت په وخت خبره ده . دا چې طالبانو جرګه رد کړه ، حيرانوونکی نه ده . طالبانو هم د کرزی ، اتمر، قانونی ، محقق او د جنايتونو د نورو شريکانو په څېر خدای رد کړی دی ، د خدای سپيڅلی کتاب يې رد کړی دی ، طالبانو الصلح والخير رد کړيده . طالبانو انماالمؤمنين اخوت فاصلحو بين اخويکم رد کړي ده ، او امرهم شوری بينهم يې رد کړی ده .

کاشکی ځان غوښتونکو، مفسدو چورګرو او وينې چښونکو جګړه مارانو د خلکو کرکه احساسولای او له خپل شوم برخليک نه خبر وای .  پای

 

 

افغانستان دترقۍ ملي ګوند دغمرازی پیغام

      انا لله و انا اليه راجعون

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبرترلاسه کړوچې د هيواد سپيڅلي او رښتيني خدمتگار مزدورزوی په وطن ، خلکو مين شاعر,اوبادسپلین افسر محمد يوسف مزدورزوي خدمتگار, له خپلو سپيڅلو ارمانونو سره له دې فاني نړۍ نه سترگې پټې کړې.

ارواښاد یوسف خدمتګارمزدورزوی دهیواد یوسپيڅلی مبارز په وطن اوخلکومین ملی ګټو ته ژمن  بادسپلین مسلکی اوکادر افسر،سیاسي اوټولنیزملی شخصیت وو، اودعمر ډیره برخه یی هیواد اوخلکوته په مبارزه کې تیره کړی وه، دهیواد دترقۍ دخلکودسوکالۍ اودوطن دښیرازی غوښتونکې وطنپال وو ،او دسیاسی مبارزی محور یی هم دخلکو هوساینه، دهیواد پرمختګ، سوکالۍ قانون حاکمیت پلی کول وو،همداراز یوسف خدمتګار دهیواد په امنیتی ارګانونو کې په لوړو مقامونو کې په سختو اوپېچلو حالاتو کې دندی اجرأ کړی دی ،خلکو اوهیوادوالو ته مصدر دخدمت ګرځېدلی اوهمداشان دپښتو ژبه دعلم اوآدب په غښتلتیا اووده کې یي نه ستړی کېدونکې خدمتونه کړی دي۔

 دافغانستان ملي ترقۍګوند دارلانشأ دارواښاد یوسف خدمتګار مزدورزوی مړینه، دد درنی کورنۍ ،خپلو خپلوانو ، دوستانو او دسنګر دیارانو لپاره او د ټول وطن لپاره د یو بیساری دردونکی او نه جبرانیدونکی درنه له غمه ډکه  پبیښه او ضایعه ده !!

دافغانستان دملي ترقۍګوند خپل دغمرازی اوتسلیت مراتب دارواښاد غمزپلي کورنۍ اودناروي ګوندی سازمان رهبری اوغړو ته وړاندی کوی اوځانونه په دغه سترغم کې ورسره شریک ګڼې۔

دافغانستان دملي ترقۍ ګوند دارلانشأ يوځل بیا دارواښاد یوسف خدمتګارمزدورزوی مړینه دافغانستان ملي ترقۍ ګوند غړو دهیواد ملي اوترقۍ غوښتونکې نهضت لپاره ستره اونه جبرانېدونکې ضایعه بولی اوخپل دتسلیت مراتب وړاندی کوی۔

د خدمتگار اروا ښاده او يادونه يې تلپاتې!

په درنښت

دافغانستان دملي ترقۍ ګوند دارلانشأ

دافغان ولس يو لوی سالار محمديوسف خدمتگار مزدور ځوی له خلکو ملگرو رخصت شو.

په خواشنې سره موخبر تر لاسه کړو چی دافغان ولس يو بل ځليدونکی ستوری، ليکوال، شاعر، اديب اوداففانستان د ملي پرپرمختگ گوند د دروند مخکښ غړی خدمتگار له دې فاني نړې رخصت شو.
درنو ملگرو محمد يوسف خدمتگار مزدور ځوی د لوړو زده کړوخاونددافغانستان په وسلوال پوځ يو وتلی اتل، سياسي مبارزو، پر وطن خلکو مين په سپېڅلتوب کې ساری نه درلول، داسی يو وتلی انسان مو له لالاسه ورکړ ملگری خدمتگار دژوند په ټول وخت کې د ولس خلکو رښتنې خدمتگار وو اود ژوند تير ټول وخت يې د گران هېواد افغانستان کې د سولی، عدالت، ښېرازی ، پرمختگ له پاره نه ستړېکيدونکې بي امانه مبارزه کړی اود مرگ تر ورځی د خلکو د سوکالی له پاره دده ژبه، قلم معز کار کاوه.
درنو يارانو محمد يوسف خدمتگار د هېواد په وسلوال پوځ کې لوی دندی سرته رسولي په هره سيمه او ځای کې چی دنده درلوده دپاکوالي او خدمتگزاری اود ولسونو په زړنو کې په رښتيني توگه ځای درلوده .
درنو ملگرو زه اودی دواړه د ننگرهار هميشه بهار په ولايت کې ددندو اوږده سابقه لرو خدمتگار دافسرانو، سربازانو ولسونو اود ټول هيواد او په خاصه توگه ننگرهاريانو ته د يوه نژدی دوست ورور، ملگري او رښتني خدمتگار مقام لري اودرلوده،که د هر ننگرهاري يا د ختيځې سيمې اوسيدونکي څخه دده درښتين ولی سپېڅلتېا اتولی، دوطن سره مينه درلودل وپوښتی ټول به دده ښه سړيتوب ملگرتوب، سپېڅلتوب وطنپالنې شاهدي ور کړي . مو ږ نن واقعا يو پر وطن او خلکو مين شخصيت له لاسه ور کړو زه د خپلو ملگرو، کورنۍ په استاز ولی د مرحوم محمد يوسف خدمتگار کورنۍ بچيانو اودوستانو ته د زړه له کومي د خواخوږې او تسليت مراتب وړاندې کوم ده ته د لوی رب په دربار کې جنت فردوس او کورنۍ ته يې د زړه صبر او حوصله غواړم او ټينگ تغهد سپارم چی د خدمتگار لار او مبارزی او سپېڅلو ارمانونو د پوره کولو له پاره به دده لار تعقيبوم قالو اينا لله وايناليه راجعون .

Bilden kan innehålla: Mohammad Yousuf Khedmatgar Mozdoorzoy, hatt

مشورتی لويه جرګه او ماشوم لويان

حکيم روان

ډيره هېښوونکی خبره دا ده چې يو شمېر په خوی ماشومان ، ځانونه لويان ، سياسی مشران او رهبران بولی او ځينې غرضی کسان هم د مرض او غرض له مخې هغوی ته مشران وايي ، خو په رښتيا سره دا څوک دي ؟

 د هر وطن پالونکی افغان ملی او وطنی دنده ده چې د تاريخ په دې حساسو او ټاکونکو شيبو کې د خپل هيواد ، ولس او نظام ننګه وکړي . جنګ غوښتونکی او ملاتړي يې محکوم کړي او د خارجی او داخلی دښمنانو پر وړاندې د خپل هيواد ، د هيواد د مدافعينو او خپل حکومت مورچل ټينګ کړي . د هغو ورانوونکو لاسونو مخه ونيسی چې زمونږ هېواد ته را غزيدلی دي . تش په نوم مشران خو نه يواځې د را غزيدلو لاسونو مخه نه نيسی ، بلکې هغه ډول ته په نه ستړی کيدونکی توګه ګډا کوي ، چې عمران خان او کابلوف يې ډنګوي . داسې وی لويان ، رهبران او سياسی مشران ؟؟؟  پوښتنه پيدا کيږي چې دوی د چا لويان ، د چا مشران او سياسی رهبران دی ؟ هو رښتيا  ! دوی د چور مشران دی ! د لوټ مشران دی ! معامله ګر مشران دی ! د پردی پالنې مشران دی !  افغانستان عملا د خارجی هيوادونو له مداخلې او نا اعلام شوی تباه کوونکی جګړې  سره مخامخ دی ، دوی په داسی حساسه او ګواښونکی شيبه کې د حکومت له پښو تيږې باسی . داسی کسان بايد د هيواد دښمنان وبلل شی نه لويان او سياسی رهبران ! تاريخ به بې له شکه ددې جنايتکارانو مخونه ور تور کړي . د افغان ميندو ساندې او د هيواد د ځوانو مدافعينو جنازې د دې بی ضميره « مشرانو » ويده وجدانونه نه شی ويښولای .

افغان ولسمشر ګواښونکو حالاتو ته د ځواب له پاره د خپل ولس ارادې ته مراجعه کوي . پردی پالو ځان غوښتونکو انډوخر جوړ کړی دی ، کله په خپل سر د پوتين په درګاه کې سجدې کوی ، کله د طالب – پنجاب او کله د قطر . دا تش په نامه «مشران» د پنجاب د واکمنو په څېر دې ته خوشال دی چې طالبان د آی-اس-آی په امر د افغان حکومت سره مذاکرات نه منی . د افغان حکومت سپکاوئ د افغانستان سپکاوئ دی . خو لنډ فکره او سپک «مشران» د طالبانو په څېر د خپل هېواد ، ولس او ولسمشر د عزت او وقار پروا نه ساتي .

د ولسمشر له خوا را بلل شوی پرتمينه مشورتی لويه جرګه چې په هغې کې د هېواد د هر کونج نه په زرګونو انتخاب شوو استازو ګډون وکړ، «مشرانو» په جرګه کې ګډون تحريم کړ . خو ولسمشر خپل ولس ته درناوی ، خلوص او ارادت ثابت کړ . د حيرانتيا وړ نه ده « مشرانو »  تل افغان ولس تحريم کړی دی او ولس ته په هېڅ ډول حق او اعتبار قايل نه دی . افغان ولس څه، چې خپلو ايله جاريو ته هم درناوی نه لری او هغوی د خپلو شومو موخو له پاره يواځې د وسيلې په توګه کاروی . مونږ د لسيزو په جريان کې د دې «مشرانو» د ايله جاريو ( تنظيمونو ) د يوې انتخابی کنګری شاهدان نه شو . دا مشران خپلو غلو ډلو ته هم په حق او حقوقو قايل نه دی ، ددې ډلو مشر چې مړشی ، زوی يې مشر شی . د جمعيت ډله يې ښه مثال دی . د دوستم ، حکمتيار او محقق ډلې هم په همدې مسير کې روانی دي .  دوی هغسی چې د ولس شتمنی غصب کړی دی ، خپلې ايله جاری ډلې يې هم غصب کړی دی . د سولې په لويه مشورتی جرګه کې د تش په نوم مشرانو « سياسی معامله ګرو » نه ګډون د جرګې اعتبار د خلکو په وړاندې لوړ کړ . څومره ښه شوه چې حد اقل د څلورو پنځو ورځو له پاره افغان ولس د دې ځان غوښتونکو ، منفورې او بدمرغه څيرې ونه ليدې .

لنډغر مشران ولسمشر په ديکتاتوری ، د واک په  انحصار ملامتوي .  د خلکو ارادې ته مراجعه ديکتاتوری ده ؟ ديکتاتوران د خلکو دښمنان وي او له خلکو کرکه لري ، ديکتاتوران  داسی کسان وی لکه د ولس د مشورتی لويې جرګې تحريموونکی .  ځکه ديکتاتوران پوهيږی چې د خلکو له زوره په اوسپنيزو کلاګانو کې هم امن نه لري . خو ولسمشر غنی خپل ولس او خلکو ته د خپلو موخو او آرمانو د يوې مرجع په توګه قايل دی او ولس ته مراجعه کوي . لنډغر د دموکراسی او ديکتاتوری متضاد مفاهيم يو له بله نه شی سره بېلولای .

سياسی «مشران» وايي چې ولسمشر د دوی سره د مشورتی لويې جرګې د رابللو په اړه کافی مشورې نه دی کړی . د کافی مشورې مانا دا ده چې ولسمشر د دوی غوښتنه د جرګې د نه رابللو په اړه نه ده منلی . پوښتنه داده ، کله چې د خلکو سره د مشورې امکان وي ، تاسو څوک ياست ؟ د عامه او شخصی شتمنيو د چور او تالان څو د ګوتو په شمېر مليونران ؟  ولسمشر په خلکو باور لری، له دې امله د جګړې د پای او ستونزو د حل له پاره تر ټولو مشروع ځواک ته مراجعه کوي . که تاسو د خلکو له جملې وای ، د خلکو د استازو تر څنګ به مو د ګډون وياړ درلودلای وای . خو داسی نه ده .

 يوه منتخب ولسمشر د هيواد د ملی ګټو او ملی امنيت په خاطر ۵۰٪ واک د لنډغرو سره شريک کړ ، دا انحصار دی ؟ ولسمشر د خپل ټاکنيز ټيم د يو شمېر کسانو سره چې په واک کې د لنډغرو د شرکت سره نه پخلا کيدونکی وو ،  د هېواد د عالی ګټو په خاطر خدای پامانی وکړه . هغه ولسواکی ته د درناوی له پاره د خپلې کورنی غړي ولسمشری ماڼی ته نه پريږدي . انحصار دې ته وايي ؟ انحصارګر محقق دی چې په ګوند کې يې له هزاره ګانو پرته يو غير هزاره وطنوال نه شته او له پيله به تر مرګه د خپل «ګوند» رئيس وي . انحصارګر دوستم دی چې په ګوند کې يې له ازبکو پرته يو غير ازبک وطنوال نه شته ، همدارنګه انحصارګر شورای نظار دی چې په سازمان کې يې يواځې د يوې ولسوالی کسان راټول شوی دي . وطن پلورونکو   « مشرانو »، سياسيونو ( مجرمينو ) په خلکو د ړندو ګومان کړی دی .

افغان ولس به ددې « ګوندونو » او طالبانو د مشرانو څخه د خارجی استخباراتی شبکو سره د اړيکو حسابونه خامخا وپلټي . افغان ولسمشر هم دې ټکي ته په وار وار اشارې لرلي دي .

لنډغر مشران افغان ولسمشر د سولې مخالف بولی . آيا همدې لنډغرو مشرانو  د ۲۰۱۴ کې له انتخاباتو وروسته نه ويل چې مونږ ارګ په زور نيسو او کابل کې به د وينو ويالې وبهوو ؟ ولسمشر هغه وخت سوله و نه کړه او د هر ډول محتمل ناوړه خونړي امکان د واقع کيدو مخه يې ډب نه کړه ؟

هغه وخت لا د طالبانو سره  د مذاکراتو خبرې نه وې چې ولسمشر غنی د کابل د پروسې په نوم نړيوال کنفرانسونه را وبلل او د سولی د پاره پراخ پلان يې افغانانو او نړيوالو ته وړاندې کړ . آيا دا د سولی سره مخالفت دی او که د سولی په لار کې نوښت ؟

د طالبانو سره د دوو وارو  اوربند پريکړه د کرزی وه او که د ولسمشر اشرف غنی ؟ اوربند د سولی پر خوا ګام دی او که د سولې  پر ضد ؟ «مشران» غواړی د خلکو پر سترګو پردې وغوړوي .

د سولې په خاطر او جګړې د بنديدو په منظور د اندونيزيا – پاکستان او افغان دينی علماؤ ګډ کنفرانس د کابلوف – اتمر- عمران خان کار وو او که د ولسمشر اشرف غنی ؟

د طالبانو د ناروا جګړې پر ضد په جده کې د اسلامی هيوادونو د اسلامی علماؤ فتوا د ولسمشر ابتکار او نوښت وو که د کرزی؟

په ولسمشر تور پورې کوي چې ولسمشر سوله نه غواړی ، ټاکنې غواړي . خو د کانديدانو لست ته تر ولسمشر مخکې دوی منډې وهی . بې شرمه بايد له ځانه  وشرميږي . ټاکنې د افغانستان د اساسی قانون غوښتنه ده . ولسمشر خپل ولس او اساسی قانون ته تابع دی ، ولسمشر خو لنډغر نه دی چې قوانينو ته تمکين نه کوي . سوله يو قانونی او مشروع حکومت کولای شی ، نه د لنډغرو ډلې ټپلې .  او مشروع حکومت يواځې او يواځې د انتخاباتو له لارې رامنځته کيدای شی .

ولسمشر نږدې څلور کاله په يوه لاس کار وکړ . که څه هم له يوه لاسه ټک نه خيږي ، ولسمشر د خپلو پاکو او بی آلايشانه هيلو په مټ ناممکن ممکن نه کړل ؟  ولسمشر په يوه لاس پاکستان د انزوا ديوال ته کيناوه او د تروريسم خړ ليست ته يې ور ټيله کړ ، ولسمشرغنی خو هغه ولسمشر نه دی چې د امريکا پر ضد د افغانستان د خونی دښمن پاکستانملاتړ وکړي !

دوکتورغنی که د سولی مخالف وای ، نو د عمران خان ، اتمر ، قانونی  ، محقق  ، کرزی او نورو په څېر به يې د مؤقت حکومت سوری نارې وهلای ! که ولسمشر غنی د سولی ضد وای ،  د پاکستان پر ضد به يې د اتمر په شان  خوله له اوبو ډکه وای او د پاکستان پر ضد به يې چا سپڼ نه وای اوريدلای ! خو مونږ وينو چې ولسمشر اشرف غنی په ميړانه سره د هر هغه چا په وړاندې ولاړ دی ، چې افغان او افغانستان ته زيان رسوي . اشرف غنی خپل وس وکړ چې د وطن په خاطر غله اجماع ته را وبولي خو ، لوټماران د چور د پاره پوره واک غواړي . ولسمشر سياسی واک د خلکو مال او ملکيت بولی او د کرزی په څېر يې په چورګرو ويشلای نه شی .

« مشران » په هغه صورت کې اجماع ته حاضريږی چې د دوی فرمايشات د دولتی او مالی امتيازاتو په هکله ومنل شي . په چور جوړ شوو شهرکونو يې وږي سترګی ماړې نه کړې ،  حيرانوونکو لوکسو کورونو او په مليونونو خارج ته وړل شوو غلا شوو ډالرو حريص ، د فی سبيل الله د لارې مجاهدين قانع نه  کړای شول . نور هم غواړی ، نور هم غواړی تر لا يتناهی يې غواړي !

هغه وو چې ولسمشر د سولی مشورتی لويه جرګه را وبلله ، کرزي او د غلو ډلو وار د واره دا اقدام وستايه ، خو کله چې اشرف غنی د جرګې د استازو د ټاکلو له پاره د انتخاباتو خبره وکړه ، بيرته په شا شول او په جرګه کې ګډون يې تحريم کړ . «رهبران» نه پوهيږی چې د ولس اعتبار د دوی په ګډون او نه ګډون  له منځه نه ځی . په مشورتی لويه جرګه کې د ولس استازو د ډوزمارانو د ډوزو سره سره د ولسمشر په واسطه د جرګې کار پیل کړ او په برياليتوب سره يې په جوړونکو پريکړو سره د جرګی کار پای ته ورساوه .

د سولی له پاره لويې مشورتی جرګې دا هم وښوده چې دا جرګه د «سياسی رهبرانو» د ډوزو پر خلاف ، د ولسمشريزو ټاکنو له پاره کمپائن نه بلکې  مختص د سولې په مذاکراتو پورې د تړلو موضوعاتو د څيړلو په موخه راغوښتل شوی وه . ولسمشر غنی خپله رښتينولی ، خلکو ته وفاداری او وطن دوستی ثابته کړيده او د غلو په وړاندې د رقابت له پاره د دوی په شان دسيسو او پټو معاملو ته اړتيا نه لری . ولسمشر پوهيږی او بايد پوه وی چې په ولسمشريزو ټاکنو کې سيال نه لري . د ولسمشر ټاکنيز سيالان هغو چنګښو ته ورته دی چې په اوبو کې غواړي ځانته د آس په څېر نعلونه ووهي .  د ولسمشر له خوا د را بلل شوی مشورتی لويې جرګې په کار کې د مصنوعی رهبرانو نه ګډون د دوی څيرې نورې هم ښې روښانه کړې . څومره ښه ده چې حد اقل د څلورو پنځو ورځو له پاره افغان ولس ددې ځان غوښتونکو ، منفورې او بدمرغه څيرې ونه ليدې .

دا بد مخي د افغان ولس له ارادې ويره لري . ځکه غواړي د ولس دښمنانو ته پناه ور وړي . له دې امله مختلفې پلمې کوي ، تر څو د ولسمشر په وړاندې خنډونه ايجاد کړي . دوی په لوی لاس په سختو ټاکونکو او له کړاوه په ډکو شيبو کې د دښمنانو په ژرنده اوبه ورسموي . داسی کسان لکه عطا محمد نور ، اسماعيل خان ، کرزی ، قانونی ، عبدالله عبدالله ، اتمر ، محقق ، خليلی ، احدی ، زاخيلوال او داسی نور چې په عمل او نظر کې يې د ټولو هڅو او هاند موخه د داخلی نفاق پراختيا ،  د افغان حکومت بی اعتباره کول او کمزوری کول ،  فساد ، انارشۍ او بی قانونۍ  ته لمن وهل دی ، غواړی د طالبانو سره يو ځای د آی-اس-آی ژرنده وچلوي .

طالب ملخي بايد نور د پردو په زور ټوپونه ونه وهي ، پردی اشرف غنی مجبور کړی دی چې نور له طالبانو لاس واخلی . پاکستان د تروريسم خړ ليست ته شامل شوی دی او د پاڼ په ژۍ ولاړ دی . د پاکستان او ايران ملاوې د نړيوالو فشارونو په پايله کې په ماتيدو دي . طالب بايد له ډير بد انجامه وويريږی او نور د خپل ولس پر ضد له جګړې لاس په سر شی .

افغان وطن پالونکو ته ښايي  چې په هيواد کې د ډاډمنې سولې او امن د ټينګيدو او کړکېچ څخه د وتلو په خاطر په ټول توان او ځواک سره د ولمسشر اشرف غنی تر شا ودريږي .

 ړانده  به د ولسمشريزو ټاکنو په اوږده ليست کې د نورو په نسبت د دوکتور اشرف غنی بی کچې او روښانه وړتياوې او لوړتياوې نه ويني .

د عادلانه او د افغان ولس وړ سولې د ټينګيدو، د افغان ولس او ولسمشر اشرف غنی د برياؤ په هيله !

پای

 

د ثور يا غويي مياشت په اړوند

m agha (2)

د ثور مياشت ته ځغلنده نظر او اړينې پېښې .

 په دريم د ثور د ځمکې د پاک ساتلو او استفادې نړېواله ورځ ده،په نړې کې د ا لويه ستونزه ده چی ټول انسانان چارواکي د ځمکې  د پاک ساتلو او استفادی کول منل شوي نورمونه پر ځانونو عملي کړي .

 ۱۱ د ثور (يا غويي ۱۱ مه» د کارگرانو نړېواله ورځ ده دا ورځ هم د ټول بشريت د زحمتکښانو د يوالي د اثتثمارگرانو، ښکېلاک گرانو ، پانگوالو د ظلم او ناروا کړنو د مخنيوي اود نړې کارگرانو د ازاديو او يوالي جشن په ټوله نړې کې په شاندارو مراسمو سرته رسيږي.

۳ د ثور د کتاب نړېواله ورځ ده د ټول بشريت انسانيت خلاصون ورځ ده .

۱۳ د ثور. بيان  د ازادی ، متبوعاتو ورځ ده که د بيان ازادي وي د مطبوعاتو ازادي وي ما نا داچی دموکراسي شته هر انسان کولای شي خپل روا غوښتنې د قلم په ژبه د ويانا او نورپه ازاده توگه وغواړي.

۷ د ثور يا غويي اومه ۱۳۵۷مه زموږ په گران هېواد کې لويه او مهمه تاريخي پېښه يا اوښتون وو دا په دی ما نا چی کله هم سردار محمد داودخان د خپل اکا پر ځوی محمد اهر خان په ۱۳۵۲ل کال د چنگاه ۲۶ مه کودتاه وکړه ټول سياسي گوندونو د سياسي فعاليت منع شوه مخکنې اساسي قانون لغوه ادلون بدلون را منځ ته شو دده پر واکمې ک يوازی دده گوند(( ملي غورځنگ» د فعاليت اجازه درلوده، څو متواتری کودتاوی اود اسلامي ډلو بغاوتونه سرته ورسيدل، يو شمېر اسلامپاله مخاليفين پاکستان ته ولاړل هلته د پاکستاني اسخباراتو په لارښونه هيواد ته د تخريب له پاره تربيه او روزل کيدل.بيکاري اود اتم ټولگي د کانکورازموينی  له مله په زرگونو ځوانان بيکاره شول د سردار صاحب بهرني سياست هم نه د لويديځ اونه د ختيځ په مزاج برابر وو د ساړه جنگ تاثېرات هم ددی لامل شوه چی داوت خان رژيم بنسټونه ټينگ نه شي دافغانستان د خلق دموکراتيک گوند چی زيات شمېر پلويان يې په ملي اوردو يا وسلوال پوځ کې در لودل کله چی د سردار داودخان له خوا پر نوموړي گوند بريد وشو دوی د واکمنې د پرځولو له پاره گام پورته کړ او رژيم يې چپه کړدا گوندواکمن شول . دی گوند  دمثبتو کارنامو تر څنگ لوی تيروتنې کړي او شورويانو راتگ په گران هيواد د تيري په ما نا اود ولسونو د نه منلو وړ وو.

۸ د ثور(۱۳۷۰ »د پاکستان  او متحيدينو په مرسته  په لاهور کې د ملگرو ملتو د پروگرام په مخالفت سره د تنظيمي حکومت واکنی ته ورسيدلو اود هېواد په تاريخ کې د ټول هيواد او په خاصه توگه د کابل ميشتو له پاره توره او ټولو ناورينونو او غملړلو ورځو په حساب کې را ځی.

۱۶ د ثور (۱۳۶۵»ل کال ببرک کار مل له گوندي او دولتي چار استعفا وکړه .

۱۶ د ثور (د می ۶ ۱۹۱۹ زکال دافغانستان او انگليس دريمه جگړه پېل شوه.

۱۶ د ثور ۱۳۹۸ل کال  دروژی مبارک ورځ سره سمون لري

۱۸ د ثور دمی ۸ د سری مياشتې نړېواله ور ځ ده.

په ۹ د ثور۱۳۹۸ د مشورتي لويه جرگه جوړېږي، په ۱۷ د ثور۱۳۹۸ دافغانستان د ملي شورا اولسمه دروره رسما پرانستل کيږي.

دافغان سولی له پاره دامريکا او طالبانو ناستی کيږي

دا مياشت د نورو په پرته  يوه مهمه مياشت شمېرل کېږي .

محمد اقا شيرزاد

20190424