د مۍ اوله، د کارگرانو نړۍ واله ورځ

کار ګر د ټولنې د پرمختګ ،د ټولنی بنسټ ایښودونکې ، اود ټولنې اصلي معمار ته دا نړېواله
لمانځغونډه، پراخه ملاتړ مبارکي او خپل درناویوړاندې کوم، غواړم ددی ورځې په پسمنظرلږ رڼا واچوم
د کارګرانو شرطونه او غوښتنی:
دکار د اجرا دپاره ښه شرایط برابرول او (۱۴) ساعت کار څخه د ورځی کار (۸) ساعته ته ښکته کول وه. او داسی قرار وه چه د اول د می څخه د کار ساعت (۸) ساعتونو ته راټیت شی. خو دا کار د وخت حکومت و نه مانه. چه په نتیجه کی په امریکا کی 1886زکال400زره کارګرانو په ګوت ګوت کی کارګرانو په عمومی اعتصاب لاس پوری کړه. او تقریبأ (۱۲۰۰) کارخانی او فابریکو کی اعتصاب جریان پیدا کړه. په دی جمله کی د شیکاګو د ښار د کارګرانو تعداد او پلویان یی تقریبآ (400) زرو تنو ته رسیده. د اعتصاب په څلورمه ورځ کارګرانو او پلویان یی د (حی مارکېټ) په میدان کی سره راټول شوول او بیا یی په حرکت شروع وکړه. له لږ ځنډ وروسته پولیسو د مظاهره چیانو مخه ونیوله چی مظاهره چیان تیت او پرک کړي. په دی وخت کې یو انفجار صورت ونیوه. یو مامور د پولیس مړ شو، او پولیسانو پر کار ګرانو يرغل پېل کړ په پېله کې زيات کارګران ټپېان شول او دا پېښه ددی سبب شوه چی پولیسو په مظاهره چیانو ډزی او ټکان وکړي . Continue reading →