دوکتور حبیب منگل
دا دی وسله والو طالبانو د خپلو تروریستی او افغان وژنی حملوپه ادامه بیا په کابل کی د یوه شمیر وطنوال شهیدان او زخمی کړل او په ماتم کینول .د طالبانو دا تروریستی حملی چی د پاکستان د کویټې په ښارکی پلان کیږی د افغانستان سره د پاکستان د حکومتونواو جنرالانو د دشمنئ او نه اعلان شوئ ۴۰ کلنی جګړی د دوام او د طالبانو د جنایتونو او افغان وژنې یوه بله بیلګه ده چی د جهاد ترنامه لاندی ترسره کیږی .
وړاندی له هرڅه زه هم د تولو وطنوالو سره یو ځای د دی جنایت په ترسره کوونکو او سازمان ورکونکو لعنت وایم او د شهیدانو روح ښاد او زخمیانو ته یی عاجله شفا غواړم او د کورنیو په غم کی یی ځان شریک بولم .
په افغانستان کی د وسله والو طالبانو تروریستی حملی په داسې حالاتو کی دوام لری او شدت مومی چې د افغانستان ؛ امریکا ؛ چین او پاکستان په څلوراړخیزو غونډو کی د تروریزم پر ضد د ګدی جګړی او په افغانستان کې د سولې او مصالحې په اړوند هوکړې شوي دي او دهغی له مخی پاکستان هوډ کړی دي چې طالبان به د فغان حکومت سره دمستقیمو خبرو میز ته را ولي اوکه طالبان خبرو ته حاضر نه شی او تروریستی حملو ته دوام ورکړی ؛ تحریم او مجازات او د پاکستان څخه به وایستل شي. Continue reading