داوسني حکومت د عدليي وزرات د راپور له مخې د ۶۳ سياسي گوندونه ددوی سره ثبت او رسمي فعاليت کوي،
سياسي ګوندونه ټولنيز سازمانونه
دسياسي گوندونواو ټولنيزو سازمانودځيړني،ثبت اوسمون (انسجام) رياست د5/8/1381نيټي د(125) گڼي فرمان په اساس دعدليي وزات په چوکات کي جوړا و رامنځ ته شو دسياسي گوندونو ټولنيزو سازمانو قانون چه دوزيرانو دعالي غونډي د 25/6/1381 نيټي د24/12 گڼي مصوبي پرښت په (4) فصلواو (25) مادوکي تصويب اود 5/8/1381 نيټي دافغانستان دانتقالي اسلامي دولت درئيس په منظوري اوتوشيح اوله مرغومي مياشتي په 22نيټه 1381کال درسمي جريدي په(804)گنه کي نشرشوي دي .
ددي رياست دفعاليدونه تر25/11/1384نيټي پوري ټول(436)ټولنيزسازمانونودفعاليت قانوني جوازونه اخستيي دي.،که په يوه امن درلودونکي او پرمختللي هېواد اود يوه جنگ ځپلي هېواد لکه افغانستان کې سياسي فعاليت او سياسي گوندونه سره پر تله کړی ډېر لوی توپير لري،زموږ په شان جنگ ځپلي او کړيدلي ولس لپاره په اوسنيو بدو نظامي او جنگي حالت کې يو سياسي گوند څنگه پرمخ تگ او پېاوړې کيدای شي؟
زما له نظره زموږ هېواد چی د لويديز او ختيځ د جنگونو ډگر گرځېدلې زموږ ولسونه تل دوير او نادارې سره لاس په گريوان ژوند کوي . Continue reading