کابل ـــ د ۱۳۹۷ م کال د غبرګولي
۱۱
د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند کنفرانس چې په هغې کې د افغانستان د ملي ګوند د مرکزي شورا قاطع اکثریت غړو ، د وطن د ترقۍ ګوند یو شمیر مشرانو ، د پوهنتونونو استادانو ، ځوانو محصلانو ، ښځو ، د افغانستان دننه او بهر د ګوندي شوراګانو مسؤلینو او ګوندي کادرونو په حضوري او یا تیلفوني توګه د کنفرانس له دایریدو او په هغې کې د ګوند د مرکزي شورا دریس ملګري عبدالحي مالک او یو شمیر نورو مشرانو له وینا ګانو او څرګندونو څخه غوڅ ملاتړ څرګند کړ او هغه یي د ګوند د راتلونکي پراختیا او جګړي ځپلي افغانستان ته د سولي او ارامۍ په راوستلو کې د اهمیت وړ وبللي او هغه یي د ګوند د عملي اجراتو د پروګرام په توګه وګڼلی .
د کنفرانس ګډون کوونکو چې د ګوند په نامه کې بدلون راوست او هغه یي ( د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند ) په نامه یاد کړ ، مرکزي شورا او ګوندي لوړ ارګانونه یي ورغول ، د ګوندي مهمو اسنادو لکه برنامي ، اساسنامي او ګوندي پالیسۍ د نوي کولو هدایت یي ورکړ ، د ګوندي کار او فعالیت د لا وړاندي تګ په موخه لاندي برخې په خپلو پریکړو کې برجسته کوي :
۱ ـ د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند هغې برخو چې تر اوسه د افغانستان د خلکو له ګوند سره د یووالي په یوه ناکام بهیر ، اخته وو په دي برخه کې یي د د دوه نیمو کلونو څخه زیاته موده په بي نتیجې هڅو تیره کړه د ګوند د ثورد۱۷ نیټې د اعلامیي او د اوسني کنفرانس له دایرولو سره سم له هغې سره پریکړون اعلانوي او د نوي یووالي او جبهو جوړولو له پاره چې هلته په کې د ریښتونې هېوادنې ِغورځنګ په موخه د کار اراده موجوده وي تازه هڅې پیل کوي او په دي لاره کې د هېواد ټولو وطنپالونکو او ډموکراتیکو ځواکونو ته بلنه ورکوي چې په ریښتونې توګه له شرط پرته په خپلو کې یو موټی شي . ګوند خپله هم د یوه داسي غورځنګ له راوتلو او پیاوړي کېدلو کلک ملاتړ کوي او ورته عملي کار پیلوي .
۲ ـ د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند د مرکزي شورا او د نورو لوړو ګوندي ارګانونو ( دارالانشا او اجرائیه شورا ) د غړو فهرست چې د کنفرانس د ګډون کوونکو له خوا تاييد شو سر له نن د اعتبار وړ بولي .
۳ ـ د ګوند دارالانشا ته دنده سپاري چې د ګوندي کار د پیاوړي پلي کولو په منظور ګوندي څانګي ورغوي او په دي اړوند له بدلونونو څخه د هېواد دننه او بهر ګوندي شوراګاني خبري کړي . همدارنګه ګوندي شورا ګاني و هڅوي چې د لاندنیو شوراګانو د رغولو ، د غونډو د جوړولو ، ګوند ته دنوي غړو په تیره بیا د ښځو او ځوانانو د ډیرو تکړه استازو جذبولو ته عملي تدبیرونه ونیسي ، د ګوندي ونډي او بسپني د سمي راغونډولو او د تبلیغاتي چارو د بهتره سازمان ورکولو کار ته کلکه پاملرنه وکړي .
۴ ـ ګوندي شوراګاني ګمارل کیږي چې د ګوندي برنامي ، اساسنامي ، ګوندي پالیسۍ او نورو ګوندي اسنادو منځپانګې د ګوندي غړو او خلکو د خبرتیا په خاطر د ټولو ممکنو رسنیزو وسایلو له لاري خپري کړي او خلک په دي باوري کړي چې د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند یو ډموکراسۍ پلوه ګوند دی چې د نړیوالو سره د ښو اړیکو د لرلو پر بنسټ له جګړي ، بي وزلۍ او ټولنیزو نابرابریو څخه د خلاصي او ډموکراتیکي افغاني ټولني د جوړولو په موخه هڅه او هاند کوي .
۵ ـ د ګوند اجرائیه شورا ، دارالانشا دنده اخلي چې د ګوند نړیوالو اړیکو پیاوړي کولو او اغیزمن کولو ته زیاته پاملرنه وکړي . له دي لاري باید ګوندي غړي د معاصري ډموکراسۍ له مفکورو سره پوره بلدتیا ومومي او د ګوند له ډموکراسۍ پلوه مفکورو او پالیسۍ څخه د نړۍ ملي او ډموکراتیک ګوندونه خبر کړي . همدا رنګه هغوي وهڅوي چې په خپلو حکومتونو د اغیز اچولو له لاري په افغانستان کې د ترهګرۍ او جګړي د بندولو په انساني کار کې مرسته وکړي او ګوند په نړیوالو مسآلو کې تل روښانه دریځ ولري .
۶ ـ د افغانستان له ډموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو ، ګروپونو او خپلواکو شخصیتونو سره چې د جګړي ، ترهکرۍ ، فساد ، ټولنیزو نابرابریو ، مافیا او نورو منفي مظاهرو او اعمالو ضد دي او په ډموکراسۍ او اجتماعي عدالت باور لري په لمړي ګام کې د جبهو جوړولو او په یو بل د باوري کېدو څخه وروسته ، د یووالي په لور له هغوي سره د رهي کېدو پراخې او هر اړخیزي هڅې وشي .
۷ ـ د ګوند اجرائیه شورا او دارالانشا ته دنده سپارل کیږي چې په لمړي سر ګې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیي په وزارت کې په نوي نامه د ګوند د راجستر کېدو له پاره ټولي اړیني لاري چاري ولټوي . د هغې سره سم د کنفرانس د ګډون کوونکو وړاندیزونو ته په پام ، په برنامه ، اساسنامه او د ګوندي پالیسۍ په لیکو کې د اړینو بدلونونو د راوستلو طرحي جوړي او ژر تر ژره د ګوندي کنګري د جوړولو له پاره تیارئ بشپړي شي .
۹ ـ ګوند دنده اخلي چې د ګوندي اسنادو له مخې په هېواد کې د ډموکراسۍ د تامین په موخه ، د هېواد په ټولو ټاکنیزو فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي ، چیري چې امکان شته ګوندي وړ نوماندان په ګوته او هغوي د ولسوالیو ، ښاري ، ولایتي شوراګانو او د ملي شورا جرګو ته په ټاکنیزو سیالیو کې بریالي کړي . چیري چې دا امکان نشته د نورو وړ استازو له بریالي کولو ملاتړ وشي .
۱۰ ـ کنفرانس د ګوند ټولو څانګو ته چې د هېواد په دننه او بهر کې فعالیت کوي دنده سپاري چې د کنفرانس د پریکړو د پلي کولو له پاره اړین تدبیرونه ونیسې ، کاري پلانونه جوړ کړي او د هغوي د اجرا تو رپوټ د ګوند دارالانشا ته وړاندي کړي .
۱۱ ـ کنفرانس د هغه نیابتي جګړي کلکه غندنه کوي چې د افغانستان په مځکه نښتې او د افغانانو زیاتي ځاني ، مالي او معنوي هستئ یي له منځه وړي . په سیمه او نړۍ کې په ټولو ډموکراټیکو سازمانونو ، نهادونو او خپلواکو شخصیتونو غږ کوي چې د جګړي په مخنیوي کې له افغانانو سره مرسته وکړي . له نړیوالي ټولني په کلکه غواړي چې د افغانستان د سوځونکې جګړي په قابو کولو کې عملي مرسته وکړي او همدارنګه د افغانستان د ملي یووالي په حکومت غږ کوي چې په دي اړوند خپلو بي تفاوتیو ته د پاي ټکی کیږدي او د کړو وعدو سره سم خلکو ته امنیت ، هوساینه ، کار او روزګار تامین کړي .
۱۲ ـ د افغانانو د زیاتو وینو تویدني تر څنګ اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د خلکو ژوند په کلیو او ښارونو کې تریخ کړی . په دي اړوند په دولتي ادارو کې زیات فساد ، زورواکې او مافیا د یادو شوو ستونزو د شتون اساسي پشتیوانه ده . د ملي یووالي په حکومت غږ کیږي چې بي له ځنډه دغې خوړینونکي وضعي ته بدلون ورکړی ، د پیل شوي اقتصادي او ټولنیزو پروژو د بشپړولو او د نوي نوښتونو د کولو په ترځ کې د ولس ژوند ته نوي سا ورکړي
عبدالحی مالک
دافغانستان ملی پرمختګ ګوند رئیس ګوند رئیس


رئیس اجرایی کشور عبدالله عبدالله می گوید: اگر طالبان از خشونت دست بردارند و با گروه های دهشت افگن قطع رابطه کنند، افغانستان با آغوش باز از آنها استقبال خواهد کرد.
د افغانستان د حکومت له لوري طالبانو ته د اوربند له اعلانه وروسته امریکا وویل چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډون ته تیار دی.
مدیر ارشد امریکا برای آسیای مرکزی و جنوبی، لیزا کورتیس تاکید می ورزد که پاکستان بیش از یک و نیم دهه برای طالبان افغان و شبکه حقانی پناه گاه داده و از این رو اسلام آباد در روند صلح افغانستان نقش کلیدی دارد.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې ده، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني به د شانګهای د غړو هیوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره چین ته لاړ شي.
دناټو سرمنشي ویلي، دافغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او ناټو به له افغان دولته ملاتړ وکړي ترڅو په دغه هېواد کې سولې لپاره لاره هواره شي. په همدې حال کې دناټو دفاع وزیران به سبا په بروکسل کې له افغانستان سره دمالي او پوځي مرستو ددوام پر څرنګوالي خبرې وکړي. ینس سټولټنبرګ وايي کهڅه هم امارات دناټو تړون غړی نه دی، خو دغه او نور هېوادونه له ناټو سره همکاري کوي.
دافغانستان دانتخاباتو خپلواک کمېسیون تمه لري چې درأی ورکوونکو دنوم لېکنې په بهیر کې به اووه میلیونه کسان ګډون وکړي.
دانتخاباتو دخپلواک کمېسیون دمعلوماتو له مخې درأی ورکوونکو دنوملېکنې بهیربه په کلیو کې دجوزا له ۱۹مې نېټې نه دسرطان تر ۵ مې نېټې پورې روان وي. ددغه کمېسیون مسؤلین وايي، دچهارشنبې په ورځ يې ددغه کمېسیون د دارلانشا څوکۍ ته د پخوانیو نوماندانو دحقونو په خوندیتوب د ۱۳ نویو نوماندانو نوملړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلی دی. ښاغلی هاشمي هیله مندي ښيي، دولسمشرۍ ماڼۍ له لوري دې د يادو نوماندانو له ډلې يو تن دې دوی ته ژر تر ژره وپېژندل شي.
وویل چې که اووه میلیونه نوملېکنه وکړي، نو ښايي دانتخاباتو په ورځ څلور میلیونه يې ګډون وکړي چې دغه چاره به انتخاباتو ته لویه صدمه ورسوي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دا خبره ديونېسف يا دماشومانو لپاره دملګرو ملتونو ادارې ديوه راپور له قوله ليکلې چې وايي، ۴۳.۷ فيصده افغان ماشومان چې له اوو تر ۱۷ کلونو دي، ښوونځي ته نهشي تلی. ددغو ماشومانو شمېر ۳.۷ میليونه ويل شوی دی. جګړه، بېوزلي او د نجونو پر وړاندې توپيري چلند له اصلي لاملونو دي چې ماشومان له ښوونځيو پاتې کېږي.
