ددارالانشأ د ډاډګیرنې پیغام

دافغانستان دملي پرمختګ ګوند

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چى دهیواد ، خلکو ، سولې دښمنانو اوګوډاګیانو نن د دوشنبې په ورځ په کابل کى د یوه تروریستي  اوغلچکي برید په کولو سره زموږ یو شمېر بیګناه اوغریب هیوادوال ټپيان او  په شهادت ورسول  .

دا ډول تروریستي بریدونه د افغانانو روحیه ،ملي یووالې اودسولې هڅې نشي کمزوری کولای ۔

د افغانستان دملي پرمختګ ګوند  دارالانشأ دا برید  په کلکو الفاظو سره غندي  او د جنګ له ښکېلو غاړو غواړي چى د سولې  اومذاکرې مېز ته کښېني او له افغان وژنې لاس واخلي.

دافغانستان دملی پرمختګ گوند دارالانشأپه پېښه کى د شهیدانو لپاره د لوې خدای ج له درباره جنت الفردوس او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه او کورنیو ته ېى د تسلیت مراتب وړاندي کوي .

دافغانستان دملي پرمختګ ګوند دارلانشأ

د ‌‌‌‌افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې پيغام

received_1921988731167492کابل     افغانستان

 دعقرب ۲۱ نېټه ۱۳۹۷ ل کال

په ژور خفګان مو اطلاع واخسته  چی داکتر سيد محمد ټينگار  د کابلپوهنتون استاد دورپیښي ناروغی له امله  دالمان په فيدرارتيف جمهوريت کې  له دی فاني نړې  د تل له پاره رخصت شو.

انا لله و انا الیه راجعون

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا د مرحوم درنۍ کورنی سره په دی ستر غم کې ځانونه شریک ګڼی او لوي خداي ته د دوعا لاسونه پورته کوي چې ارواښاد ته مغفرت وکړي او د متوفا کورنۍ ته د زړه صبر او عاجل تسلیت وغواړي .
امین.

 درنو ملگرو  گران قدر من ملگری داکتر سيد محمد ټينگار دافغانستان ولس اود سياست د لاری اوسنگر ملگرو ته يوه لويه ضايعه ده ملگری ټينگار داقتساد په چارو کي ډاکتري درلوده د کابل پوهنتون استاد داقتصاد د پوهنځي ريس ووه ملگری ټينگار د وخت د سياست گرو د مثبت نظر اوفکر خاوند وو د افغان ولس سره يې پوره مېنه او عشق در لوده په دی ډگر کې ډير کلکه مبارزه کوله دده دويم نوم چی ټينگار وو دا سی په خپل وينا او عمل هم ټينگ ولاړ دسياسي قوي ارادی خاوند وو موږ دده ټول ملگري دده د لاری پلويان وو او يو موږ او زموږ گوند دده مړېنه د خپلو ملگرو او خلکو له پاره يوه لويه درنه نه جبرانوونکی ضايعه بولي .

دافغانستان د ملي پر مختگ گوند ته جنت فردوس غواړو.

عبدالحی مالک
د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ریس

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا اعلامیه

 

بسم الله الرحمن الرحیم

کابل — افغانستان

۷ / ۸ / ۱۳۹۷

دملی ، سراسری ، دموکراتیک اغیزمن واحد ګوند دجوړښت لپاره د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ، د یو شمیر خلکې ریښه لرونکې ګوندونو او غیرتنظیم شوو ملګرو د ۹ میاشتو شاوخوا دیالوګ او خبرو اترو د نتیجو په هکله 

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا په مینه او هر اړخیزه توګه د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ، د خلکې ریښه لرونکو یو شمیر ګوندونو او سازمانونو هغه تودي خبرې اترې ، کمینټونه او سپارښتنې چې د ګوندي یووالي او یو سرترسري ‌‌‌‌‌‌ډموکراتیک او وطنپالونکې ګوند د تشکیل په هکله کړي ، جوړونکې ، لاره ایستونکې او پلې کیدونکې بولي . له هغې بشپړ ملاتړ کوي او د شوي بحث د عمومې مضمون په روحیه د یو سرترسرې ګوند په را اوچتیدو کې فعاله برخه اخلي .

د ګوند د دارالانشا غړي په مجموع کې د ۹ میاشتو شاوخوا شوئ بحث د یوه دموکراتیک او وطنپالونکې ګوند د جوړیدو له پاره ګټور بولې او په شوو خبرو اترو ، نظر څرګندونو او کمینتونو کې د نظریاتو د توپير مطرح کیدل او یا مخالفت د دموکراسۍ غوره ځانګړتیا بولې او هغې ته درناوی کوي.

دارالانشا د یووالي او جبهو جوړولو په برخه کې د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ، چې یو وخت د ملي ګوند ، د وطن د ترقۍ ملي ګوند په نومونو هم یاد شوی ، تجربه ، عملي کار او صداقت ستایي او د مردم له ګوند څخه چې د فکري او تشکیلاتي انحراف لار یې خپله کړي وه ، په زړورتیا واټن نیول یو اصولي اقدام بولي .

سربیره پر دې چې ملي پرمختګ ګوند ، د زیاتو تشکیلاتي مخته پرتو ستونزو سره مخامخ ‌ؤ او د انشعاب په ټپونو يې د ګوندي بیا رغاونې پټۍ لا نه وي ایښې چې ، د ګوندي مکلفیت له مخې د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا او د یو شمیر ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو د یووالي د پيل شوي بهیر څخه د ننګې او ملاتړ په فعالیت بوخت شو .

په خواشینۍ باید ووایو چې د ګوندونو ، سازمانونو یو شمیر استازو او ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو زموږ د عینې ستونزو له درک کولو پرته په ګوند او ځينو کادرونو ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول ټاپې ولګولې او د هغوي په وړاندي یې تحریک کوونکې ژبه او قلم وکارولو . هڅه یې وکړه چې خپل ځانونه د یووالي اصلي مدافعین او موږ د یووالي مخنیونکې وښيي .

څرنګه چې د ملي پرمختګ ګوند مشرتابه او غړو د ګوندي یووالي په هکله عملي کاري تجربه لرله ، په پوره حوصله مندۍ یې دیووالي د پيل شوي بهیر ‌‌‌‌‌‌ډله ایزو او انفرادي غړو ته ثابته کړه ، چې د ملي پرمختګ ګوند د عالې ګوندي سیاسي فرهنګ په درلودلو سره ، د یووالي بهیر ټولو خوا‌ؤ ته درناوی کوي او په سړه سینه او مغزو ، د نظر اختلاف او بیلا بیلو لیدلورو ته د معاصرې دموکراسۍ په هنداره کې ګوري او د هیڅ یوي خوا د نفې کولو موخه نه لري او د مینه والو لورو په اشتراک د ګوندي یووالي پلو ته په زړورتیا مخته ځې .

اوس چې د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ، د خلکې ریښه لرونکو یو شمیر ګوندونو ، سازمانونو او ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو له منځ څخه یوه اجماع راوتلې او د ګوندي یووالي په لور د اشتراک په ‌‌‌‌‌‌ډيرو ټکو یې موافقه او لاسلیک کړی ، دادی موږ یو ځاي مخته ځو او هغوي چې د ګوند او یا شخص له نامه یې په نورو پړي اچولي ، بې له کوم څرګند دلیل زموږ د راټولې شوي اجماع څخه وتلې او یایې خپلې اړیکې ورسره سړې کړي دي .

په داسې حال کې چې د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا د یووالي له اجماع څخه د وتلو چلند خواشینونکی بولې ، د ګوندي یووالي د بهیر په ټولو خوا‌ؤ ، د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ، ګوندونو ، سازمانونو او ګوندي تړاو نه لرونکو ملګرو غږ کوي چې رامنځ ته شوي اجماع وساتې او د یوه دموکراتیک او وطنپالونکې ګوند د جوړیدو کار ژر پيل کړي .

د ګوند دارالانشا په داسې حال کې چې د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا او د ګوند د غړو له پلې شوي کار او فعالیت څخه مننه کوي ، د ملي پرمختګ ګونددارالا نشا خپلو شوراګانو او ګوندي غړو ته دنده سپاری چی دلاندی مواردو په عملی کولو کی چټک ګامونه پورته کړی او پورته یاد شوو ، دیووالی اجماع ټولو شاملو ګوندونو او خوځښتونو ته وړاندیز کیږی چی په دی هکله زمو ږدګوند سره همغږی شی 

  • د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند لارښوونکې ارګانونو ، شوراګانو ، غړو دنده سپارل کیږي چې د تیر په څير د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ،‌ خلکې ریښه لرونکو سازمانونو او ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو سره د ګوندي یووالي بهیر په چټکتیا او بریالیتوب کې لا نوره مرسته وکړي او د یوه سرترسري دموکراتیک او وطنپالونکې ګوند جوړیدل په حقیقت بدل کړي .
  • د خلکو کور له خونو ، د کابل بې پري شورا ، د یووالي بهیر کې د شاملو سازمانونو او ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو څخه په درناوي هیله کیږي چې د رامنځ ته شوي اجماع د هغو موافقو پر بنست چې د یووالي خوا‌ؤ پرې لاسلیک کړی ، د یوه دموکراتيک او وطنپالونکې ګوند د جوړیدو کار چټک کاندي او اجازه ورنه کړي تشکیل شوي اجماع د پاشل کېدو په لور رهې شي .
  • د دې له پاره چې د ګوندي یووالي کار او د ګوند جوړیدل یقینې شي ، وړاندیز کیږي چې د ګوندونو او سازمانونو له اوسنیو نومونو څخه ماسیوا ، په جلا نوم نوی ګوند جوړ کړل شي او د ګوندونو او سازمانونو هیڅ اوسنی مشر دې د موقتې ګوندي دوري مشرتوب په غاړه نه اخلي .
  • څرنګه چې په هیواد کې څلور لسیزي افغان وژونکې جګړه ادامه لري ، ټولنه د نفاق په اور کې سوځې ، د ګوندي یووالي لورو ته وړاندیز کیږي چې ګوندي اسناد د پخلاینې او منځلارېتوب پر اصل جوړ کړل شي چې ګوند د ټولني په بیلا بیلو قشرونو کې د ننوتلو او اعتبار واک او اغیز تر لاسه کړي .
  • خلکې مخینې او تیر ته په پوره درناوي ، د هغې دورې د کار او فعالیت مثبتو ټکو ته په راتلونکو فعالیتونو کې د ځاي ورکولو تر څنګ ، وړاندیز کیږي ګوند د معاصرې دموکراسۍ په نوي بنسټ جوړ او د خلکو رایه د افغاني ټولني په ټولو کچو کې د واک د لیږد وسیله شي او په هر ‌‌‌‌‌‌ډول اصلاحاتو راوستلو کې خلک وپوښتل شي .
  • راتلونکی ګوند باید د هر ‌‌‌‌‌‌ډول افراط څخه خلاص ګوند وي ، د جګړې زپلې افغانستان د هر هیوادوال د غږ د اوریدو مرکز او د خلکو د هرې کتګورۍ د ستونزي د اوریدو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمنه مرجع وي . ګوند کې باید د کیڼ او ښې افراط له پاره د ودي یوانچ ځاي نه وي ، هر څوک باید ‌‌‌‌‌‌باور وکړي چې د جګړي د هر مصیبت په هکله خبرې زموږ د ګوند له خوا ښې اوریدل کیږي او هلته یې د حل لارو اړوند ښه مشوره ورکول کیږي .
  • ګوندي یووالی اوجوړښت ، باید د دموکراسۍ اصولو پر بنسټ وشي . له لاندې څخه پورته ته د ګوندي ټولو شوراګانو ، ارګانونو او د هغې د مسولینو انتخابې کیدل ، دود وګرځې او د هغوي په وړاندي تل مقاومت وهڅيږي څوک چې د ټاکنو اصل معاملې ته ږدي .
  • افغانستان او د هغې خلک د ښې او چپ افراط ، د بې سارې چلندونو قربانې ګرځید لی ، خلک له دې غبرګو چلندونو سخت ستړې شوي . خو افراطيون لا تر اوسه خپلې ناکامې نسخې له جګړي څخه د افغاني ټولني د ژغورنې په موخه مشورې ته وړاندې کوي . اما زموږ ګوند د حالاتو د ژورې څيړنې په پایله کې ، د خلاصون او د جګړي د ټپونو رغولو امکان دښی او چپو افراطی کړنو پرته په یو دموکراتیک وطنپالونکې ګوندي چلند کې ګورې او له ټولو سوله خوښوونکو او ترقې غوښتونکو ځواکونو څخه د ورته چلند د غوره کولو ارزو کوي .
  • د ګوند دارالانشا ، د پورتنیو ټکو په نظر کې نیولو سره ، د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ، خلکې ریښه لرونکو ګوندونو ، سازمانونو او ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو څخه چې د ملي فکتور په توګه د یوه سرترسرې دموکراتیک او وطنپالونکې ګوند ، د جوړیدو غوښتونکې دي غواړي په خپلو کې یو موټی شي او د منځ ته راغلې اجماع له بطنه ، پياوړی ګوند راوباسې .

عبدالحی مالک

دافغانستان دملی پرمختګ ګوند ریس

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند

د دارالانشا د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې پيغام

کابل _ افغانستان

د سنبله۲٢مه ١٣٩٧ م کال

په ‌‌‌‌‌‌ډيره خواشینۍ مو خبرتیا تر لاسه کړه چې دهیواد دمترقی اودیموکراتیک نهضت غړی ډاکتریعقوب وزیری ، د هغې اوږدي ناروغۍ له امله چې ورپيښه وه وفات وکړ .

انا لله و انا الیه راجعون

مرحوم یعقوب وزیری د هیواد دمترقی نهضت یو مسلکي ، تکړه او لاسپاکۍ مامور وو . هغه خپل ټول ژوند د وطن او خلکو په خدمت کې تیر کړ او زیاتو خلکو سره یی مرستی کړی په هیواد اوخلکو مین اوملی ګټو ته ژمن شخصیت وو.

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا د ارواښاد مړینه ستره ضایعه بولي ، دمرحوم یعقوب وزیری غمزپلي کورنۍ او خپلوانو  ته یی د زړه صبر او تسلیت وړاندی کوی . لوي خداي ته د دوعا لاس پورته کوي چې مرحوم وزیری ته مغفرت وکړي او د هغه فضیلتونه د ارواښاد د کورنۍ په غړو کیږدي روح یی ښاد اویاد یی تل پاتی.

امین

عبدالحی مالک   د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ریس

دافغانستان دملی پرمختګ ګوند ددارالانشأ اعلامیه

 

٢٠-٦-١٣٩٧

په ډیری خواشینی سره موخبرترلاسه کړوچی دهیواد اوخلکو قسم خوړلو دښمنانو اواجنبی ګوډاګیانو دشینوارو اومومندری ولسونو اودننګرهارولایت داناثو په ښونځیو باندی دځانمرګۍ بریدونه کړی او بی ګناه انسانان یی په شهادت رسولی دی اوډیری کورنۍ یی دغم په ټغر کيښنولۍ.

دافغانستان دملی پرمختګ ګوند دهیواد ددښمنانو دغه بزدلانه برید اودبشریت ضد عمل په کلکو ټکوغندی اودادبشراوانسانیت خلاف  یو غیری انسانی مل ګڼی۔

 او دننګرهار ولسونو خصتأ دننی برید غمځپلو خلکو اوولسونو سره په غم کی ځان شریک بولو .

دافغانستان دملی پرمختګ ګوند دموجوده حکومت نه غوښتنه کوی چې دولسونو اودهیوادوالوامنیت چې خورا اساسی اوحیاتی مسله ده ،او دهیوادوالو دسراومال ساتنه دحکومت اساسی دنده تشکیله وی، اوحکومت باید دهیوادوالو تخفظ اوساتنه ته جدی پاملرنه وکړی ، اوعاملین باید مجازات شی او دقانون منګولو ته وسپارل شی اوهیوادوالو ته دسولیز ژوند زمینه برابره کړی ۔ ترڅو هیوادوالو په سولیز چاپیریال کې ژوندوکړی.

په درنښنت

عبدالحی مالک د گوند ريس

دافغانستان دملی پرمختګ ګوند دارالانشأ