موقت حکومت، که جمهوري نظام ته توطئه؟

16/06/2020                                              ليکوال محمدالله ساپی

تر یوکال زیاته  موده کیږي چې د موقت حکومت خبیثه ارواح،  د ارګ پر سرڅرخي، او د افغانستان  جمهوري نظام ته دیوڅرګند ګواښ په توګه، کله نا کله د سیاستوالو په خبرو کې ځان څرګندوي. داسې ښکاري، چه  د موقت حکومت، سرپرسته اداره او یا عبوري حکومت په نامه ، سیاسی او تبلیغاتي کمپاین د آی اس آی او سي آی اې د یوې ستراتیژي په توګه طرح شوی پلان دی او پلي کول يې قدم په قدم روان دي. نو ځکه، هره پلا چه د پاکستان او امریکې د استازو کتنه وشي او یاخو دوۍ کابل ته راشي،  نودا بحث په میډیا کې  تود شي. پر دې سربیره، د ډاکتر اشرف غني  داخلي او بهرني رقیبان په هر فرصت  کې د عامیانه اصطلاح  پکارولو سره،  ده ته «د سولې په خاطر ، د قربانۍ»  وړاندیز کوي،  چه  د برلاسوسیاسی لوبغاړو د  شطرنج حرکتونو ته ورته ده.  راځۍ چه دداسې « قربانۍ» او د موقت حکومت د وړاندیزونو  پایلو ته نظر واچوو:

په داخلي او خارجي میډ یا کې، چیرته چه د لویو زبرځواکونو اغیزمن لاس دی، د دوکتور اشرف غني پرضد زهرجن تبلیغ  کیږي، چې ګنې ولسمشر د سولې  پروسې ته خنډ دی او مانع ایجاد وي، بی ګټې انتخابات يې وکړل،  د طالب زندانیان يې سمدلاسه خوشې نه کړل، د متقابلو حملو امر يې ورکړ،  یا برعکس د قتلونو مخنیوی نشي کولی، انحصاري سیاست چلوي، چوکې ساتي، مخالفین يې نه مني، قرباني ته حاضر نه  دی او داسې نور…. نو که دی ګوښه شي  هر څه به سم شي، طالبان به سوله وکړي،   جمهوری نظام به ثابت پاتې شي، افغانستان به ګل او ګلزار شي.

 دا هغه  ریکاټ دی چه  ۲۸ کاله دمخه  د پاکستان د آی اس آی  او امریکې د سی آی اې  له خوا  په ډاکتر نجیب پسې غږول کیده ، هغه وخت  دا پلان ښه وچلیده او نن بیا هماغه پروپاګنده  پیل شوی ده، په دې توپیر سره چه  اوس  روس او چین هم د پاکستان او طالبانو په  خوا ولاړ دي.  یواځې هند، د ملګروملتونو سازمان او د اروپا د اتحاديې ځینې مشران د اشرف غني د سیاست په ملاتړ کې دي.

ـ تاریخي تجربه ښيي، چې هرکله د وسله والو  متخاصمو ډلو په شتون کې  جمهور رییس استعفاء وکړي، او نوی  ولسمشر ، تر هغه چه خپل نظم ټينګوي، زیات شمیر کورونه ، بازارونه او سرایونه به د چورګرو له خوا تالان شي. په زرګونو خلک به ووژل شی . د هر کوچني دولتي بدلون سره به مو د سرای شهزاده په وارو وارو لوټل  له یاده نه وي وتلی !  د کاغذ پر مخ به د موقت حکومت له خوا ډیری دستورونه ولیکل شي، خوهغوی چې د چور او تالان پخې تجربې لري ښې بهانې موندلی شي څو د نوو  چارواکو له فرمانونو څخه سرغړونه وکړي.

د دوکتور نجيب الله استعفاء ته مجبورکولو او د مجاهدينو د مؤقت حکومت خونړی او له جناياتو ډکه تجربه د هر افغان په ذهن کې حک ده . داخلی جګړې، ښکلی او تاريخی کابل د اور په جهنم بدل کړ . د اسلام په نوم مختلفو وسله والو تنظيمونو د شخصی او عامه شتمنيو د چور او تالان او د خلکو د قتل عام تر څنګ داسې بګنوونکی جنايتونه تر سره کړل چې د بشريت په تاريخ کې يې ساری کم ليدل کيږي .

  د خپل وطن ترخه  تجربه مو یاده کړه،  زمونږ د ګاونډي هېواد د هغه زمانې د شوروي اتحاد تاریخ ته  به هم یو نظر واچوو،  چې د ۷۰ کلن  سوپر پاور هیواد، د دویمې نړیوالې جګړې د ګټونکي نظام ،  دولتي اړيکي هغه وخت په آنی توګه وشليدل، کله چې ولسمشر ګرباچوف استعفاء ورکړه . او لوی شوروي هېواد  په څو ورځوکې په پنځلسو ټوټو وويشل شو.  شوروي دولت  په افغانستان کې ماتې سره مخامخ شو. داسې ماته ویتنام کې امریکې هم خوړلې وه، خو د امريکائيانو له وتلو وروسته د ويتنام برحال ولسمشر د خپل هيواد چارې داسې سمبال کړې چې د افغانستان د تراژيکو او ويرجنو پېښو په سرنوشت ګرفتار نه شول. اړین ده چې وویل شي، شوروي دولت د ګرباچوف او ک ج ب  ترمینخ د فکري اختلاف او د هغه د استعفاء له امله  ویجاړ شو.

نتیجه : په هر نامه  او بهانه  چې ولسمشراشرف غني استعفا او «قرباني» ته اړکړی شي، تاوان يې  افغاني ټولنې ته رسیږي. دی خو اکادیمیک او پیژندل شوی نړیوال شخصیت دی، په کومه نامتو موسسه کې به  ښه کار ومومي  او آرامه  ژوند به پیل کړي. خو د ولسمشر «قربانی»، طالب وسله والو ته د فاتحانه راتګ پیغام دی او په دې ډول به د سولې مذاکرات د خونړيو جګړو تر سیوري لاندې د رادیکال مذهبي فیصلو په لوري  حرکت ومومي. دلته سوال د  اشرف غني په فزیکي شتون او یا نه شتون کې نه دی، سوال د هغه سیستم په هکله دی، چې  د سولې په مذاکراتو کې زیږول کیږي. که د مخه  مالوم وي چه اشرف غني قربانی دی، نو سیستم  به  د شریعت د قوانینو د تقویت په لوري مینځته شي،  او هغه  مهال به د ولسمشراو څو تنو روښان اندو رهبري کونکي مقامونه،   جهادي یا طالبي رهبرانو ته  په لاس ورشي،  کوم چه په طبعي ډول  د سیاسی اسلام  او جهادي ارزښتونو  د ټینګولو او ترویج  پلویان دي. مانا دا چې دا  به يواځې د څو رهبری کوونکو مقامونو تغير او تبديل نه وي، بلکې د مدني سازمانونو او دموکرات پلوه ګوندونو فعالیتونه به کمزوري کړای شي،  د بیان آزادۍ، د هنر، موسیقي او تلویزیونونو پروګرامونه ، د ښځو او نجونو  کار او تعلیم به د شریعت په  قید او بند کې راشي. او دا  د  ډیر ښه  حالت تمثیل دی، چه د ډانګ، لښتو، کیبل کاري، لاس پریکولو او سنګسار نه پرته  فضا کې به دولس په برخه وي.

همسایګان، به د اشرف غني د  جنجالونو څخه، د اوبو د مهارولوپرسر، ایراني او پاکستاني فرهنګ د خپرولو د مخنیوی، د سرحدي کړکیچونو لانجه او داسې نورو مزاحمتونو د ختم سره د آرامۍ او خوښۍ احساس وکړي. پاکستان او ایران به د خپلو ملي پلانونو سره سم،  کرار کرار افراطي  ډلې ، داعش، لشکر طیبه، فاطمییون او نور تروریستان  مونږ ته استوي، چه اسلامي دولت د هغوسره په جنګ اخته وي او د یو غښتلي نظام د جوړولو فرصت  ترلاسه نه کړي.

د امریکا متحده ايالات،  چې د اشرف غني څخه دده د نافرمانیو، د امریکايي لومړيتوبونو په وړاندې د افغانی ګټو د طرح کولو ، د آی اس آی  افغان ضد ستراتیژیو سره د نه توافق له امله او د مستقلو اقتصادي پروژو د طرح کولو په دلیل خوابدی شو ، د يوه ځواکمن افغان دولت د جوړيدو، د نشه ای توکو او تروريسم سره د مبارزې د  رسمي ژمنو  څخه په شا شو.  پاکستان ته يې مخه کړه، دوتلو قرارداد  يې لاسلیک کړ، چه ګوندې انتخاباتو کې بری تر لاسه کړي او خپلې ماتې جبران کړي،  نو هرڅه يې پاکستان ته وسپارل، هلته د تروريسم د توليد او صدور له بربنډو مرکزونو او اردو ګاوو پرسريې سترګې پټې کړې او طالبانو ته يې د امریکې د ګټو دساتلو په بدل کې غوړې وعدې ورکړې.  اوس،  هسې چه پاکستان او ایران غواړي ، امریکې ته هم یو ضعیف، بیرته پاتې او اړافغاني نظام جوړول پکار دي، چه  پاکستان پورې به تړلی وي.  په راتلونکي کې د امریکې، روس، پاکستان او چین د  جوړجاړیو په نتیجه  کې به  د سیمې اقتصادي پروژې جوړیږي او  اسلامي دولت ته به  د تطبیق په موخه سپارل کیږي.

د لیکنې موخه دا ده، څو د مؤقت حکومت د جوړیدو او د اشرف غني د « قربانۍ»  د ګواښه ډک اړخونه وڅيړل شي. هغو شنونکو، مبصرينو او مبلغانو ته کوم چې د موقت حکومت جوړښت  او د اشرف غني مخکې له مخکې  استعفا،  د سولې له پاره اړين شرط بولي ، بايد څرګنده شي  چې  د دوی دا اشتباه به هیواد او خلکو ته  خورا غمجنې او جبران نه منونکی پایلې ولري. بايد په عقلانيت سره د خپلو ځان غوښتنو او عقدو له پنجو نه په خلاصو ماغزو، د تراژيدۍ تر پیښیدو د مخه ګواښونه وپيژنو او د موجوده سياسی نظام د ساتلو په هوډ سره يو لاس او متحد شو.  په همغږۍ کې کولای شو د دې خطرناکو ګواښونو مخه په ميړانه سره ډب کړو. مننه.  ۲۸/۳/۱۳۹۹

د کـــــــــــــــرونا نړيـــــــوال نـــــــــظـــم

:

لـــيــــکـــنــه : اميرګــــران

دويمه برخه 

امريکائي سياسي تحليلگر او پروفيسور نوام چامسکي خبرداري ورکړي چي د Covid-19 يا کرونا ويروس د بحران له پاي ته رسيدو به نړۍ احتمالآ له دوه غوراوي سره مخامخ شي ، يا به د مستبيدينو استثماري او ظالمانه نظامونو شمير زيات شي او يا به په بشري ټولنو کي د انساني شرايطو پر بنسټ تغيرات رامنځ ته شي او د ۸۰ ميلادي لسيزي يوطرفه ” نوي نړيوال نظم ” New World Order ته د پاي ټــــــــکي کيږدي ،

همدا ډول چامسکي ، د امريکا په جمهور رئيس دونالډ ټرمپ په امريکا او نړۍ کي د کرونا بحران د خپريدو له امله په خپل وخت اقدام نه کول سخت انتقاد وکړ او هغه ( ټرمپ ) ئي له ټولني او بشريت سره د يوه نفرت کوونکي او مسخره په توګه ياد کړ ، هغه زياته کړه چي لکه د پوليو په څير د کرونا واکسين هم جوړيداي شواي مـــګر نيوليبرل طاعون ئي مخه ونيوله نوموړي په پاي کي وائي چي د دواجوړولو کمپنيو لپاره د باډي کريم Body cream په عوض د واکسين جوړول ډير ګټور دي ) ، د کرونا پانډيمي په اړوند د امريکا د دوو ولسمشرانو نيکسن او جيرالډ فورډ د خارجه وزير هنري کيسنجر ، سپيني ماڼۍ ته د خطرزنګ ته هم توجه په کار ده ، هغه ويلي چي ( امريکا بايد د کرونا بحران له امله ويشه شي ځکه وروسته له بحرانه به په نړيوال نظم کي په بشپړه توګه بدلون را منځ ته شي ، کيسنجر وړانـــدويــنه کوي د خپري شوي وبا له امله به سياسي او اقتصادي کړکيچ دومره پراخ او اوږد شي چي تر راتلونکو نسلونو به وغزيږي او د ويروس له کبله به د ملتونو خپلمنځي اړيکي ، ټولنيز ، سيمه ايز او نړيوال پيوندونه کمزوري او د زوال په لور ولاړ شي ، کيسنجر د امريکا د Wall Street Journal په مجله کي يادونه کوي چي نوي نړيوال نظم د جوړښت په حال کي ده او امريکا بايد ورته تياري ولري ، د کرونا بحران به جهاني سيستم ته د تــــــــل لپاره تغير ورکړي ) ، د نړۍ د سياسي او اقتصادي شنونکو په باور د کرونا پانډيمي يواځي انسانانو ته خطر نه پيښوي بلکه په نړيوال نظم کي ئي د عدم اطمنان او بي باورۍ دوره هم را منځ ته کړه ، په ديپلوماتيکو اړيکو به هم بي تاثيره نه وي ، په نړيوال اقتصاد ئي ناوړه اغيز کړي ، د کرونا ويروس د خپراوي له کبله همدا څو مياشتي ياني له ډيسمبر ۲۰۱۹ م څخه تر دا مهاله په ميليونو خلکو کارونه له لاسه ورکړي ، په نيويارک او نورو هيوادو کي د ونـــډو بازارونه له کمښت او بحران سره مخامخ دي ، د ډالرو ، نفتو … نرخونه راولويدل ، داسي راپورونه هم شته چي چيني کرنسۍ به د ونډو په بازارونو کي د ډالرو سره برابره تبادله کيږي ، نړۍ د ۹۱ کاله وړاندي بحران په څير له وحشت سره لاس او ګريوان ده ياني  په ۱۹۲۹تر ۱۹۳۳چي د نيويارک د ونډو په بازار کي داسي کړکيچ را پيدا شو چي اقتصادي مؤسسي ئي له سقوط سره مخامخ کړي او په ۱۰۰ ګونو زره کارگران او خلک بي کاره شول او هم د امريکا ځني بانکونه له ډيوالي کيدو او ماتي سره مخامخ شول ، کرونا وبا د يوه نړيوال جنګ د بديل په حيث بڼه خپلوي ، اقتصادي اغيز ئي خوارا پراخ ده ، د تيلو مارکيټ د لا خرابيدو په حال کي ده ، د تيلو د توليد په سر د اوپک OPEC ياني د تيلو د توليد د صادرونکو هيوادو او روسيي په منځ کي اختلا فات شته او د بي باورۍ فضا ئي ايجاد کړي ، او د دوي په منځ کي د جګړي او اختلاف نظر له امله د نوموړو توکو تقاضا او غوښتنه له تاريخي کمښت سره مخ ده په دغه هکله ډونالډ ټرمپ وويل ( د تيلو د مارکيټ د لا ډير خرابيدو د مخنيوي لپاره حکومت پلان لري چي 75 ميليونه بشکي تيل په ډير ټيټ نرخ وپيري او په ملي ستراتيژيکو زيرمو کي ئي وساتي ) ، حقيقت دا دي چي د کروناويروس

دنړيوال کيدو يا پانډيمي Pandemic اثر له کبله د نړۍ اقتصادي وضعيت له مرګوني ضربي سره مخامخ ده او د نړۍ اقتصادي کارپوهان او متخصصين وړاندوينه کوي چي که په راتلونکو هفتو کي د کرونا ويروس د خپراوي مخه ونه نيول شي او بحران مـــهـــار نه شي جهاني اقتصاد به له نفسه ولويږي ( په کانادا کي د نړۍ د سياسي او اقتصادي علومو د پروفيسور ، شوسودوفسکي له نظره هغه امريکائي – انگليسي نفتي کمپنۍ چي د يـــورو اسيا د سترو نفتي کمپنيو نل ليکي او دالان کنټرولوي د کرونا بحران له وجي به کمزوري شي ، همدا ډول د ملګرو ملتو د خوړو د نړيوالي اداري ( WFP ) د خبرداري له مخي ، نړۍ د کرونا وبا له امله د ” پراخي او تاريخي لوږي ” له خطر سره مخامخ ده او له امکانه ليري نه ده چي د دغه بحران له کبله به په نړۍ کي بي ساري قحطي را منځ ته شي او په حکومتونو ئي غږ کړي چي د مخنيوي لپاره ئي اړين ګامونه پورته کړي ، د WFP مخکښ اقتصاد پوه عارف حسين وائي ( د وبــا اقتصادي اغيز د هغو ميليونونو خلکو لپاره خوارا بوږنوونکي دي چي لا د مخه له ستوني نيول شوي دي ) ياني د هغو خلکو لپاره چي يواځي هغه وخت خوراک کولي شي چي ورځني کار وکړي ،

د خوړو د نړيوال پروگرام له نظره ، د افغانستان په ګډون هغه لس هيوادونه چي له جګړي ، اقتصادي بحران او اقليمي بدلون څخه اغيزمن دي له خوارا ډير خطر سره مخ کيداي شي ، ځکه دا له دويمي نړيوالي جګړي تر ټولو بد انساني ناورين ده ،

په پاي کي تر ننۍ نيټي ۲۳ـ۴ـ۲۰۲۰ پوري په ټوله نړۍ کي : 2,697,316 خلک په کرونا وبا مصاب شوي ،188,857 مړه او 739,945 خلکو روغتيا موندلي ،

پــــــــــــــــــــــه ګران هيواد افغانستان او ټوله نړۍ کي د کرونا نړيوالي وبا او نورو ويروسونو د بشپړي نابودۍ په هيله .

ياددونه : د پورتنۍ مقالي لپاره :

=> د دي ديپلوماتيک ويب پاڼه

=> د فرنټير اخبار ويب پاڼه

=> د لوموند ديپلوماتيک سايټ

=> د تاند ، VOA ، جنګ سايټونه ، مطالعه شوي دي .

 

افغانانو ته د جـــــــو بايدن له توهينـه ډکي څرګند‎

   افغانانو ته د جـــــــو بايدن  له توهينـه ډکي څرګندوني او د افغانستان د بيا ويشلو تــوطـئي :

   ليکنه : اميرګران 

د امريکا د متحده ايالاتو د جمهور رئيس اوباما پخواني مرستيال جو بايدن د ديپلوماتيکو نزاکتونو او خپل منځي سياسي اړيکو خلاف ويلي چي : ( افغانان به هيڅکله يو موټي او افغانستان به يو هيواد او واحد ملت نه شي ) ، د افغانستان سره د کرکي لرلو له کبله جو بايدن پخوا هم داسي غيرواقعي او غيرمسؤلانه اظهارات کړي د بيلګي په توګه نوموړي حامد کرزي ته په خپلو خبرو کي په عصبانيت ويلي چي ” افغانستان بايد خپله خارجي پاليسي د پاکستان د سياستونو تابع وګرزوي ” ،

د تاريخ پوهانو له قوله د افغانستان او امريکا لومړني ديپلوماتيک تماس د غازي امان الله خان د پاچاهۍ په وخت کي په ۱۹۲۲ م کال ونيول شو ، او په همدغه نيټه محمدولي خان دروازي امريکا ته د خپل سفر په ترڅ کي د اميرامان الله خان مکتوب د امريکا جمهور رئيس هارډينګ  ته وسپاره ، د افغانستان پاچا په خپل مکتوب کي له امريکا سره د دوه اړخيزو دوستانه مناسباتو او همکاري غوښتنه کړي وه ولي امريکا د خپلو ختيځ پيږندونکو له هغي جملي د ،

والاش سميت موراي ) د منفي نظر له مخي او هم په دي دليل چي افغانستان ئي د انــګريز د امپريل ښکيلاک د نفوذ سيمه پيږندله د همکارۍ لپاره دومره زړه ښه نکړ ، وروسته بيا د شاه محمود خان صدراعظم او ورپسي د سردار محمد داود خان د صدراعظمۍ په وخت کي له امريکا سره د ټينګو او دوامداره اړيکو د ايجاد هڅو کومه مثبته نتيجه ورنکړه ، امريکا هغه مهال پاکستان او ايران عملآ ترخپل نفوذ لاندي راوړل او د سياتو او سينتو په پکتونو کي ورګډ کړل ، او په ۱۹۵۴ م کال ئي د ډيورند تحميلي کرښه د افغانستان او پاکستان په منځ کي سرحد ومانه ،

همداډول د افغانستان د ورانولو جهادي او طالبي پروژي د دوي د کښت ميوه ده ، په دغه اړوند د شوروي اتحاد پخواني جمهور رئيس ميخائيل ګورباچف په ۲۰۰۹ م کال په خپله مصاحبه کي چي د فرانسي له مشهوري ورځپاڼي. ( فــيګارو ) سره ئي کړي ويلي ول چي ( د نړۍ په کچه موجود ترهګر د امريکا لخوا پيدا شوي ، روزل شوي او اوس امريکا د همدغو ترهګرو د کښت حاصل په افغانستان کي ټولوي ) ، همدا ډول دوي ول چي د بـــن د توافقاتو له مخي ئي د شمالي ټلوالي او ځينو جهادي کړيو د حکومت خام بنسټ کيښود چي تر اوسه په افغانستان کي خونړي تراژيدي دوام لري ، جــو بــايدن بايد پوه شي چي د افغانستان د وران ويجاړ حالت او جګړو لامل بهرنۍ مداخلي او تجاوز دي چي له څلورو لسيزو په زياته موده کي تر دا مهاله دوام لري ، پاکستاني حاکم اشرافيت او ځينو نورو هيوادو زموږ د هيواد په ضد نااعلان سوي جګړه جاري ساتلي او افغانان هره ورځ تلفات ورکوي ، د افغانستان د اکثريت روشنفکري بهير او حقيقت پالو له نظره په افغانستان کي د نيابتي جګړو دوام د بهرني او ګاونډي هيوادو د دولتونو او استخباراتي کړيو د بربنډو مداخلو پايلي دي ، له جو بايدن ، امريکا ، ناتو او جهاني ټولني څخه پوښتنه کوو چي ستاسو هغه وعدي تکميلي شوي يا خير ؟ ؟ چي ويلي مو ول په افغانستان کي به د ملت جوړوني او دولت جوړوني له پروسي سره مرسته کوي او افغانستان به په سيمه کي د دموکراسۍ بيلګه او ” ايشين ټايګر “

جوړوي ، بياهم سوال کيږي چي ولي پورتني اهداف نه دي تکميل ، ولي جګړه تر اوسه دوام لري ؟ دا ځکه چي د تروريزم په ضد مبارزه کي د تروريستانو اصلي ځالي او پټ ځايونه چي هغه په پاکستان کي دي تر بريد نه دي راغلي او په ښکاره د ” سيوري جګړه ” له هغو قرارګاوو زموږ په هيواد کي جاري ده او په عوض کي د تاسو د جمهور رئيس ټرمپ په قول ۳۲ مليارده امريکائي ډالر کومکونه ئي  تر لاسه کړي ، د افسوس وړ خبره داده چي همدا اوس يوځل بيا د افغانستان د کړکيچ د حل لاري د پاکستان د پوځي استبلشمنټ د دوکتورينو په چوکاټ کي لټول کيږي د افغانستان سره خپل منځي تعهد او ستراتيژيک پارټنرشيپ له پامه غورځوئ ،

دلته يوځل بيا د تاريخ پاڼو ته ورګرځو هغه دا چي په ۱۳۴۰ هـ ش لسيزه کي د امريکا د جمهور رئيس ريچارد نيکسن مرستيال ، سپيرو اګنيو  کابل ته په رسمي سفر راغلي وو ، نوموړي افغانانو ته په خپلو خبرو کي داسي ويلي ول ( افغانستان يو لرغوني ملت دي او نه يواځي اوږد تاريخ لري بلکه د لويو ملي ارادو له وياړه ډکي خاطري هم لري ، اګنيو زياته کړه چي د امريکي بابا جورج واشنګټن لا ۱۵ کلن ځوان وو چي احمدشاه بابا په افغانستان کي د امريکا انقلاب ته ورته انقلاب راوستلي وو ) امريکايان پخپله خوله وائي چي ” افغانان د ملي انقلاب په راوستلو کي له امريکاڅخه وړاندي دي ” جو بايدن دي په غور سره د ۱۹۶۹ــ۱۹۷۳ کلونو د سپيرو اګنيو فايلونه وګوري او د افغانانو په هکله دي قضاوت وکړي ،

د جو بايدن له توهين اميزه څرګندونو چي تير شو پخوا هم د افغانستان د بيا ويشلو ياني په جنوب او شمال او يا په اتو زونونو او ياهم د ديکتاتور ضياء الحق د کنفدراسيون دوکتورين چي د تنظيمي ډلو په وساطت ئي عملي کاوه هغه توطئي دي چي د افغانستان په اړوند پلان شوي ولي له ناکامۍ سره مخامخ دي ، د يادولو وړ ده چي په ۲۰۱۰ م کال د برتانيا د نړيوالو ستراتيژيکو څيړنو مرکز ( IISS ) په خپله کلنۍ څيړنه کي د افغانستان په شمال او جنوب د ويشلو نظر ورکړي وو او بيا د همدغه هيواد د دفاع وزير ليام فاکس هم ، په اتــو ساحو يا زونونو د تقسيم وړانديز کړي ، په دغه اړوند د امريکا د بليک واټر د اجرائيوي مدير اريک پرينس او پخواني سفير رابرت بليک ويل ورته نظرونه هم د ډله ايزي ميډيا له لاري افشاء سوي ، هيره دي نه وي چي د افغانستان د تجزئي او د واحدملت د نه جوړولو توطئي او طرحي له ۱۷۰۹م هغه مهال چي ميرويس نيکه په قندهار او هرات کي د صفويانو ۱۵۰ کلنه اداره پاي ته ورسوله تر اوسه پوري ليدل کيږي ، خو افغانان به د پخوا په څير واحد او يو ملت پاتي شي او د ليري او نږدي توطئــه کوونکو پټي او لوڅي طرحي به ناکامه کړي .

 

سوله او ټاکنيز کمپاينونه

m agha (2)

په دی شپو ورځو کې د افغانستان د ۴۱ کلن ناورين د ختميدو له پاره په نړېواله کچه ناستی سرته رسيږې د ولسونو خوښې او خوشبيني زياته شوی خو تراوسه پدی اړه ولس او افغان سياسيون دقيق  مالومات نه لري، دا په دی مانا چی د تل پاته سولی مهم لوري يانې افغانان چی د پريکړو واک لري يوه ميز ته ندي ناست او مخامخ يې د هيواد داوږدې لانجې پر حل خبری نه دي کړي فاروق اعظم چی ځان د طالب استازی يا کلک پلوي بولي دوی ته مشوره ور کوي چی له حکومت سره خبری ونه کړي زه نوموړي مخکښ ته وايم چی افغان حکومت او افغان سياسي شخصيتونه چی د وطن د ملي گټو او ددی هيواد په برخه ليک کې سره په گډه تصميم ونه نيسي نو بهرنيان به ددی هيواد برخه ليک ټاکې ؟د بلی خوا په ټاکنيزو منډو تړو کې د فدرام ويناوی چی که دا ښاغلی واکمن شي نو خراسان او فدرالي رژيم به رامينځ ته کوي. زه باور لرم چی د فاروق اعظم او فدرام نظرونه ددی کړيدلي هيواد په گټه نه دي .

زه باورمنديم چی په هيواد کې هله دايمي او تل پاته سوله را تلای شي چی ټول افغانان د هيواد د ملي گټو او ملي ارځښختونو د لاسته راوړلو په اړوند دی پاېلې ته ورسي چی جنگ جگړ افغان وژنه د حل لار نه ده د سولی له پاره ټول سياسيون افغان حکومت، نړېوال زبر ځواکونه، د ملگرو ملتونو دامنيت شورا  دا افغان سولی اساسي لوري سره په گډه واحد دريځ  په لرلو ددی هيواد ستونزه ته د پای ټکې کيږدي هغه لاس وهنې چی په ښکاره توگه تر نن ددی خوار ولس د وژلو او زورولو له پاره پکار اچول کيدلی د مخنوي له پاره په نړېواله کچه مخه ونيول شي دا هغه سوله نه وي يا هغه ته ورته پروتوکول نه وي لکه چی په ژينواکې د پاکستان افغانستان سره لاسليک دامريکا او شوروري اتحاد سترو هيوادونو د ضمانت کونکو په توگه لاسليک کړی وه ولی په حقيقت کې د پريکړی يوه ماده هم عملي نه شوه په پايله کې همدا د پاکستان د اي، ايس اي پلاس جوړه شوی نخسه په ۱۹۹۲ ز کال عملي اوددی هيواد ولس د هغې نېټې ترنن په سرو لمبو کې سوزي يوازی د کابل يشتو ۶۰ زره نه زيات عامو ولسونو خپل سرونه قرباني کړل، افغان ولس دی ورته پريکړو سره مخالف وو او دی ولی د هغه پريکړی او سولی سره موافق وو او دی چی د خلکو له پاره په رښتېا تل پاته سوله راشي او په رښتني توگه د لاس وهنو مخنيوی وشي.

محمد اقا شيرزاد

دافغانستان ملي پرمختک ګوند دهوکړه لیک متن

پيشنهادي طرحه:1

دافغانستان ملي پرمختک ګوند دهوکړه لیک متن

       زمونږ هیواد د لرغوني تاریخ، حساس سیاسي او اقتصادي ستراتيژیک موقعیت په لرلو سره تل د سیمې اونړۍ د زبرځواکونو د زیاتې پاملرنې وړګرځیدلی دی. له دې کبله د دې خاورې اوسیدونکي د بهرینو نظامي یرغلونو په وړاندې دخپل ټاټوبي کلکې دفاع ته اړ اېستل شوي دي او هرډول بهرنى پوځي حضور او تیری په کلکه غندل شوی او دفاع شوی دی. د بهرنۍ لاسوهنې، اوږدمهاله وروسته پاتېوالي د له منځه وړلو او خلکو ته د ډيموکراټیکو ازادیو د حاصلولو په موخه دا هېواد او د هغې تپانده زړه کابل، تل د ملي ازادي بخښونکو غورځنګونو لکه د ویښ زلمیانو، ډيموکراټیک خلق او نورو وطنپالو ،  ټولنیزو سیاسي خوځښتونو د زانګو په ټوګه څرګند شوی دی۔

    دپخوانۍ سړې جګړې او اوسنۍ نیابتي جګړې په را منځ ته کېدو سره ډېرئ دا غورځنګونه په تیره بیا د ډيموکراټیک خلق جنبش پلوي ړون اندي په ځانګړې توګه خلکیان پاشل کېدو، هېواد پرېښودو ته اړشول .

     له نیکه مرغه د پورته یاد شوو روڼ اندو د پرله پسي هلوځلو له امله دهېواد د ډیموکراټیک او وطنپالونکي غورځنګ د خوندي ساتلو په موخه په بېلابېلو نومونو د یوشمېر هېوادنیو سیاسی ګوندونو او سازمانونو د بیا تشکل لړۍ پیل شوه او په افغانستان کې د اوسني دولت د رامنځ ته کېدو په موخه ، په یوه ډيموکراټیک او وطنپالونکي سیاسي سراسري ګوند او یا جبهه کې د دغو روڼ اندو د را منځته شويو جوړښتونو، سیاسی بنسټونو، ګروپونو او خپلواکو شخصیتونو د را ټولېدلو له پاره عملي هڅو سرعت وموند . دغه حالت په ټوله کې په تیره بیا د خلکي پرګنو په ټولو سیاسي نهادونو، ګروپونو او خپلواکو شخصیتونو دا اغیز وښیندلو چی د یوه سراسري، پراخ بنسټه، دموکراتیک او وطنپالونکي ګوند له شتون پرته نه شي کیدلی د افغانستان روان ناورین ته چې د بهرنيو لاسوهنو او استخباراتي لوبو مستقیمه پایله ده، د حل سیخه او عادلانه لار پیداشي، هېواد ته سوله راستنه شي، د بیا ابادۍ بهیر پیل شي، د فساد او مافیایی کړیو په قابو کولو کې برلاسي حاصله شي او دهېواد وسله وال ځواکونه تردي کچې پیاوړي شي چې د هیواد د خلکو ډاډمن امنیت او هوساینه تامین کړي۔

        موږ په هېواد کې د بهرنیانو له هرډول نظامي حضورسره مخالف یو، خو په افغانستان کې د روانې نباتي جګړې د پای ته رسولو، د سراسري سولې د رامنځته کېدو؛ د وطن د سیاسي، اقتصادي او پوځي بنیادونو تر پیاوړي کېدلو چی دهېواد خپلواکي تضمین کړی شي، د نړېوالي ټولنې بې قید او شرطه مرستو ته اړتیا لرو. له دې کبله موږ خلکي مخینه لرونکي ډيموکراسی پلوو سیاسي ګوندونو او سازمانونو عزم کړی چې دپورتنیو او ځینې نورو ملي وطنپالونکو موخو د پلی کولو په خاطر په خپلوکې بریالى، سیاسي او سازماني یووالى پیل کړو او د ملي فکټور په ټوګه، پراخ ډيموکراټیک او وطنپالونکی ګوند چې د ډیموکراټیکې برنامې، اساسنامې، د تشکیلاتی وحدت میکانیزم او د ګوند دسیاسي پالیسۍ درلودونکې وي جوړ کړو.

        موږ له ټولو ګوندیانو څخه چې د داسې یوې سترې موخې پلوي دي غواړو، څو د تېرو ترخو او زړه بوږنوونکو حوادثو له یادولو تېرشي، په یو بل باندې د باورکولو له لارې مطرح هدف، پراخ سراسري ګوند جوړولوته چې خلکي ډيموکراټې پرګنې سره یوځاى کړي،ځانونه ورسوي. د وحدت پلوه سیاسي ګوندونو او سازمانونو او د کابل د بې پرې شورا استازي په مقدماتي ډول د راتلونکي واحد ګوند د اسنادو په مسؤده لکه: مرامنامه، اساسنامه، د ګوند پالیسۍ ،اساسي کرښو او د تشکیلاتي یووالي پر میکانیزم موافقې ته رسېدلي وو، چې نهایي کېدل یې د راتلونکي ګوند د کنګرې او یا سراسري کنفرانس دنده ده. یواځې د وحدت د اعلامیې د متن په اړوند ځینې ملاحظات شته چې هغه هم د ټولو وحدت پلوو ګوندونو په مسؤلانه دریځ نیولو سره حل لاره مومي . د یووالي د بهیر د پیل اعلامیه او د یووالي د بهیر د وړاندې بیولو کار د موقت لارښوونکي ارګان (د وحدت سیاسی کمیته) بشپړوي.

        په درناوي

            دافغانستان د ملي پرمختګ ګوند

                          دارالانشأ