د مبارکۍ پېغام

دافغانستان ملي ترقي گوند د ښونکي د ورځی په وېاړ .

2019زکال داکتوبر ۵مه  د ۱۳۹۸ل کال د ميزان۱۳مه

د هېواد ټولو رښتينو خدمتگارانو د علم، پوهی مشعلدارانو ته د ښونکي دورځئ په مناسبت مبارکي وايم.دافغان ټولنۍ د پرمختگ او ترقی اصلي واريثان همد وېاړلي ښونکي دي ،ښونکي چی نن هېواد په خورا بد جنگي سياسي نظامي حالت کي ددی خاوری د تنکيو ماشومانو د ځو انانو په روزنه کې بوخت دي دوی تر بل هر دولتي  مامور په خورا کم امتياز کار کوي، د خپل هيواد کمکيو ماشومانو ته د وطن پالنې په روحيه زده کړې ور کوي د ښونکي مقام او منزلت تر هرچا لوړ دی ښونکې نن پرون د ۴۱ کلن جنگ جگړو په دوران  کې د شنه اسمان لاندی په دښتو ميرو کې په مسجد اوديرو کې د خپل وطن بچو ته زده کړه ورکوي که څه هم په تيرو ۱۹ کلونو کې د ښونکو او زده کونکو په نوم ميلياردونو افغاني  يا ډالر مرسته وشوه ولی په تاسف چی ددی مرسته شوو پيسی د څوتنو چارواکو له خوا غلا حيف ميل شوی نه منظم درسي مواد د زده کونکو په واکې ورکول شوه اونه ښوونځي جوړ يا ورغول شوه نه د ښونکو سره کړې ژمنې عملي شوی ، ښونکې د ټولنې اصلي معماران  او بنسټ ايښودونکې د نوروخلکو په شان زوريدلی کړېدلی پاته شوه .

دا چی په 2019 ز کال کې د ولسمشری له پاره ټاکنې وشوی اوهم د تل پاته سولی له پاره يو لړ گامونه اخستل شوي زموږ گوند هيله لري دا ځل د ټاکنو پروسه د ولس واکې ، جمهوريت ته په رښتني توگه داسی ملي شخصيت د هيواد ولسمشر په توگه وگمارل شي چی دټول ملت او په خاصه توگه د ښونکو، زده کونکو  ستونزو حل ته جدي پام لرنه وکړي .

 عبدلحی مالک د گوند مشر

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ م د وږې ( . ) مه

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د هېواد دسولي له هغه بهیر څخه چې نږدې ۹ میاشتې پيل شوی دی ملاتړ کړی او دسولي د وړاندیزونو یوه ټولګه یې هم چې د ګوند نظر څرګندوي ، هېوادوالو او نړیوالو ته وړاندي کړي . ګوند تل د نیابتې جګړي ، بهرنۍ مداخلې او د افغانانو په استازولۍ د ګاونډيو او نورو هېوادونو د رول لوبونې په برخه کې کلک مخالفت کړی .

د ملي ترقۍ ګوند له نظره څه د پاسه څلور لسیزې جګړه د افغانستان په ځمکه ادامه لري او اصلي قربانیان یې هم افغانان دي . له دې امله که د جګړي د بندیدو په موخه هر نوښت او خوځښت رامنځ ته کیږي جنګ زپلې هېوادوال یې باید کوربه توب وکړي ، نه کوم بل هېواد او یا نهاد !

د سولي روان بهیر چې د امریکایې مشرتابه په غوښتنه ځنډيدلی ، له لمړۍ ورځې ناسمه تګلاره خپله کړي وه ، يانې د افغانستان خلکو ، مدني سیاسي ټولنو او حکومت ته په کې ځاي نه ؤ ورکړل شوی ، د خلکو هغو نظریو ته درناوی ونه شو ، کوم چې د مشورتې لوي جرګې د معتبرې مرجع د سټيج څخه له حکومت او نړیوالو سره شریکې شوي وي .

ګوند په خپلو څو اعلامیو کې د سولي بهیر ناسمیو ته ګوته نیغه کړه ، چې ګواکې ګاونډيان د افغانانو په سوله کې خپلې موخې لټوي او سوله ویشي ، طالب او امریکا د شخړي ټولې او عمده خواوي نه دي ، حکومت ، خلک او افغان روڼ اندي کنج ته ټيل وهل کیږي ، د انتخابې او مشروع واکمنۍ پر ځاي موقتې میکانیزمونو رامنځ ته کېدو ته ترجیح ورکول کیږي ، هیڅ خوا د جګړي د بیا نښلولو او تودولو د مخنیوي تضمین نه ورکوي او نور ! خو د سولي بهیر نامشروع مرکچیانو په دې ټولو ناسمیو رابرسیره کولو غوږونه کاڼه کړل .

د سولي بهیر کې هڅه وشوه د نړۍ د ډيرې بې نرخه او ورستې جګړي ، چې زیان لېدونکې یې بې دفاع هېوادوال دي ، بریدګر او مخته بیونکې یوه مهمه خوا ، سیاسي خوځښت او امارتې مالکان تعریف کړي او د افغانستان د خلکو په زړونو کې ورته د اوسنیو ستونزو څخه د نجات د یو ډاډمن بدیل تمه راوټوکوي . خو وروستیو پيښو ثابته کړه چې د بل په اشاره د لوبیدونکو جګړه مارو او د هغوي بهرنې ملاتړو څخه ،  د بریدونو د بندولو او سولي ته د صادق پاتې کېدلو غوښتنه ، د تړلو دروازو تر شا د شخړي د اصلي خواؤ د نه شتون په صورت کې معامله ، د یخ پر سر لیکل دي او بس .

افغانان اوس هغه سوله نه غواړي چې د تیر په څير یې په بدل کې ټول ارزښتونه ضایع شي ، واکمنان یې د معاصر نړۍ لید څخه بې برخې وي ، په ملي مقیاس او د نړیوالو اړیکو په ټينګولوکې د مدنې اړتیا پر ځاي په ناپيژانده ایدیولوژيکو چلندونو تکیه ولګوي او د خپل هېواد د ملي ګټو د خوندي ساتلو پر ځاي د اجنبې ګټو خوندي کولو ته ژمنتیا ولري .

له دې کبله د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ، يو وارې بیا د تیرو وړاندیزونو په تعقیب له نړیوالي ټولني ، د ملګرو ملتونو له سازمان ، له خیر غوښتونکې بشریت څخه په پوره درناوي کلکه غوښتنه کوي چې :

  • د امریکا په متحده ایالاتو ، اروپایې ټولني ، ګاونډيانو او نورو اغیز لرونکو هېوادونو زور واچوي چې له ټولو معقولو لارو چارو څخه په استفاده د افغانستان جګړي ته د پاي ټکی کیږدي .
  •  تپل شوي جګړه په افغانانو نښتې نو ځکه سوله به هم هېوادوال کوي . هغه سوله چې جګړه زپلې وطنوال ، د هغوي مدني سیاسي ټولني او حکومت په کې د یو عمده لورې په توګه شریک او ونه پوښتل شي با عزته سوله نه ده . وړاندیز کوو چې له دې وروسته د سولي په هره هڅه کې لمړی د افغانستان د خلکو ، مدني سیاسي ټولنو او حکومت رایه واخستل شي او بیا د وسله والو مخالفینو او د هغوي له ملاتړو سره د سولي بهیر پيل شي .
  • اجازه ورنه کړل شي چې ګاونډيان او ځينې زبر ځواکونه د افغانستان له سولي په سؤ استفادي ، افغانان په خپلو کې یو پر بل بې باوره کړي ، ملي يووالی لا نور زیانمن کاندي ، له زوره لویدلي زور واکان او جنګسالاران په واک کې د ورګډولو په موخه په شا وټپوي او د روان ناورین ابعاد تر دې زیات وغزوي .
  • د حکومت هغه برخه چې د مشورتې لوي جرګې مشورو پلې کولو ته ژمنه ده او هر وخت یې د باعزته سولي په تطبیق ټينګار کړی ، فرصت لري چې اوس د قطر خبرو د ځنډيدو نه وروسته ژر تر ژره د سولي بهیر په هغه نظریه او میکانیزم مشخص کار وکړي چې د هغې په پایله کې د افغانانو په قسمت کې د باعزته سولي د راتلو چانس زیاتیږي .
  • حکومت ، هېوادنیو مدني سیاسي ټولنو ، ځانګړیو شخصیتونو او خلکو ته په کار دي چې د بیلا بیلو لارو چارو د کارولو په ترځ کې د افغانستان د سولي د سالمي سمت نیونې په موخه ، د ټولو هغو ناوړه فعالیتونو ، پلانونو او هلو ځلو په وړاندې يو موټی ودریږي چې د سولي په نوم هېواد او خلکو ته د غلامۍ لومه ږدي ، په ډير مهارت د هېواد سلامت ریژوي ، سیمه د یو داسې تاریخې ملت څخه بې برخې کوي چې ټوله هستې یې د پردیو د جغ ایسته غورځولو په هدف په خپل ورغوي کې نیولي او د یو لړ جدي تیروتنو تر څنګ یې بې ساري تاریخي اتلولۍ کړي دي .

د افغانستان د ترقۍ ملي ګوند د هېوادنې پياوړي موقف په درلودلو سره ، نه شي منلی چې د تیرې پيړۍ د نویمو کلونو په څير د سولي په نامه لاسته راغلې ارزښتونه یو ځلې بیا وبایلل شي . همدارنګه ګوند نه غواړي سوله د واک د ویش په موخه وشي . هغه سوله چې موږ یې غواړو باید د وینې بهېدل ودروي او د افغان زمین د سوځېدو داستان ته د تل له پاره د پاي ټکی کیږدي . د وسله والو مخالفینو په شمول ټول افغانان په کې ځانونه وګوري . په سوله کې زور واک ، جنګسالار او د سیمې حریصو کړیو ته د بیا امید بښلو فورمول زموږ د ګوند د نظریاتې اساس سره اړخ نه لګوي . له دې کبله ګوند او د هغې غړي به په ټول قوت د یوي داسې افغاني سولي د تامین له پاره مبارزه کوي چې د جګړي ټغر ټول ګړي او ملک د دایمې ثبات خاوند شي .

عبدالحی مالک    د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

دافغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ م کال د زمرې مه

د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو د ۱۰۰ مې کالیزې د لمانځلو په هکله :

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ ، د هېواد د استقلال د بیرته تر لاسه کولو د پرتمین جشن په ویاړ ، د هېواد دننه اوبهر افغانانو ته تودې مبارکۍ وړاندي کوي . له خداي ج غواړي چې وطنوال په پوره میړانه تر لاسه شوي ازادي په سیاسي او اقتصادي او فرهنګي برخو کې نوره هم پياوړي کړي چې د نیابتې جګړو اوسنی کرغیړن بستر د افغانستان له پاکې خاوري د تل له پاره ټول شي .
افغانستان لمړنی اسیایې هېوادؤ چې د بریتانیا د استعمار جغ یې له اوږو وغورځاوه او په سیمه او نړۍ کې یې دخپلواکۍ غوښتونکې غورځنګ په پيل او پياوړتیا کې خپله تاریخ جوړونکې ونډه واخسته .
تاریخ پوهان وایې چې د افغانستان ازادې په لنډمهالې توګه کله د ګواښ سره مخامخ او کله هم عصب شوي ، خو د افغانانو خپلواکې هیڅ کله هم له منځه نه ده تللې !
پورتنې حقیقت ته په کتلو ، یونانې ، عرب ، مغل ، چنګیز ، انګریزي ، روسې او پاکستاني یرغلګرو د افغانانو په خاوره غاښ ماتوونکې ماتې خوړلي او شرمېدلې تللې دي .
د امریکا متحده ایالات او ناټو هم ، چې د ځينو تړونونو پر بنسټ افغانستان ته د کمک تر عنوان راغلې او یو لړ مرستې یې کړي ، خداي مه کړه که په افغانانو د خپلي خوښې واکمنۍ وتپې ، لیرې نه ده چې د ماتې خوړلو تیرې کوونکو فهرست ته به د خپل نوم په اضافه کولو ، ستره تیروتنه وکړي او د معاصرې دموکراسۍ په تندې به یو بل داغ پریږدې .
خپلواکې د افغانانو د فطرت او روح غوره برخه جوړوي ، چې له دې سپيڅلې جوهر څخه د یو شمیر دوښمنانو د سؤ استفادي په اثر ، ځينې ساده زړې هېوادوال د وطنپالونکو او دموکراتیکو غورځنګونو او واکمنیو په وړاندې جګړو او ښورښونو ته هڅول شوي چې بیلګه یې د امانې نهضت او غازې امان الله خان په وړاندي ، د انګریزانو او د هغوي د تالې څټو پيرانو اړو دوړ اچونې یادولی شو .
غازې امان الله خان چې یو ازادې خوښوونکی او ترقې غوښتونکی افغان واکمن ؤ ، غوښتل چې د افغانستان سیاسي خپلواکې د اقتصادي فرهنګي مهمو بدلونونو په راوستلو سره پياوړي کړي او هېواد د پردیو له تړلتیا داسې راوباسې چې په خپل ځان بسیا او د ریښتونې ازادۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا خاوند پاتې شي .
د امانې نهضت له ناکامۍ وروسته ، د افغانستان د دموکراسۍ لسیزې څخه د راوتلې سیاسي وطنپالونکې دموکراتیک غورځنګ او د هغې له اغیزې د رامنځته شوي واکمنیو د یو لړ تیروتنو او بهرنۍ مداخلې له امله یو وارې بیا روسانو ته په افغانستان باندي د یرغل کولو ، امریکا ، سیمه ایز او نړیوال متحدینو ته یې د افغانستان په وړاندي د جهادي ښورښونو د سازمانولو او په ټوله کې د نړیوالو دوه سیاسي سیستمونو ، سوسیالیزم او کاپيتالیزم تر منځ د پوځي سیالۍ کولو له پاره زموږ د هېواد په مځکه د سیالۍ ډګر د پرانستل کېدو ، بهانه په لاس ورغله .
د دغې ناوړه سیالۍ په ترځ کې د مجاهد ، طالب ، داعش ، القاعده او نورې استخباراتې پروژي د افغانستان قلمرو او شاوخوا سیمو کې ازمایښت ته وړاندي شوي چې افغانانو ته یې ستر مادي او معنوي نه جبران کېدونکې تاوانونه واړول .
اوس چې د سیپتامبر د ۱۱ مې خونړۍ پيښې وروسته ، افغان روڼ اندو او د هېواد وطنپالونکې قشر یو ځلې بیا تومنه اخستې ، دموکراتیک وطنپالونکې ګوندونه او مدنې ټولني د سیاسي مدني تشکل د پخوالې پر خوا درومې ، د دې امکان پيدا شوی چې بیا به د امانې نهضت او د دموکراسۍ لسیزې د غورځنګ ماتې نه تکراریږي او افغانستان به د دموکراسۍ په داسې لور درومې چیرې چې هلته د امانې نهضت د چپتر پاتې برخې بشپړیږي .
د افغانستان د ملي ګوند دارالانشأ د ازادۍ تیر سل کلونه له خوښيو او غمونو ډک بولې . یانې که پنځوس کاله افغانانو په سوله کې تیر کړي ، خو نیمه پيړۍ یې په تپل شوي نیابتې جګړو کې ضایع کړي ده . هېوادوالو هیڅکله هم جګړه نه ده غوښتې ، اما د پاکستان په څير ګاونډيانو او ځينو نړیوالو زبرځواکونو دخپلو موخو په خاطر د جګړي اور ته ټيله کړي دي . افغانان چې له یوې خوا د خپلواکۍ سلمه کلیزه لمانځې ، له بلې خوا حق لري له خیر خوا بشریت تپوس وکړي چې ولي په اوږدو جګړو کې پر له پسې دوي بوخت ساتل کیږي او پړه بیرته د هېوادوالو په وروسته پاتیوالې اچول کیږي ؟
د ګوند دارالانشأ د هېواد د ازادۍ سلمه کلیزه په دې هم مهمه بولې چې د یو شمیر نورو غوره پرمختګونو تر څنګ ، د کلیزې په درشل کې ، له روانې کرغیړنې جګړي څخه د خلکو د خلاصون په موخه وطن ته د سولي د راوستلو هلو ځلو زور اخستی . ځکه زموږ ګوند تل له هر هغه حرکت څخه ملاتړ کړی چې د سولي په راتګ کې له افغانانو سره مرسته وکړي ، په همدې موخه د سولي د وړاندیزونو یوه ټولګه د ګوند د دارالانشأ له خوا تصویب او رسنیو ته لیږل شوي او په کې څرګند شوي چې خلک د کوم ډول سولي غوښتونکې دي .
موږ چې د ازادۍ د سلمې کلیزې جشن لمانځو ، هېوادوالو ته د داسې سولي غوښتونکې یو چې وینه بهېدل بیخې بند ، سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي ازادې ټينګه او د افغاني اسلامي ارزښتونو جوهر خوندي کړي او د متمدن ژوندانه ټول هغه نورمونه چې له افغاني اصیلو دودونو سره اړخ لګوي وساتې . هر ډول ترهګرۍ ، مافیایې فعالیتونو ، د زورواکانو او جنګسالارانو زور زیاتیو ، قومي مذهبي او ژبنیو توپيرونو ته د پاي ټکی کیږدي .
هغه سوله چې د څه د پاسه یوي نیمې لسیزي مادي او معنوي تر لاسه شوي ارزښتونه ، په تیره بیا د خلکو مدني او ښارونډي حقوق ، د وسله والو او امنیتي ځواکونو لا پياوړتیا چې د هېواد د ازادۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ضامن دی ، خوندي کړي .
ګوند ، سولي ته د رسېدو په برخه کې د محمد اشرف غنې په مشرۍ د حکومت او همدارنګه ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند دولت ساز ټيم موقف تایدوي او دا یو وطنپالونکی موقف بولې . له دې کبله د افغانستان په مرکز او محلاتو کې د دولت ساز ټاکنیز ټيم په تبلیغاتې کمپاین او له هغې وروسته په ټاکنو کې د نوموړې ټيم په ګټه فعال ګډون کوي .
هېواد ، خلک ، ازادي او سوله یو له بل سره تړلي دي . ګوند هڅه کوي چې د تیرو سلو کلونو د سیاسي ازادې بښونکو مبارزو رسالت د هغې د بریاؤ او تیروتنو په برجسته کولو سره راتلونکې نسل ته په پوره امانت دارۍ ور انتقال کړي .
د ګوند دارالانشأ په داسې حال کې چې هېوادوالو ته د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو د جشن مبارکې وړاندي کوي ، په ټولو ګوندي شوراګانو او غړو غږ کوي چې د راز راز نوښتګره ګټورو فعالیتونو په پلانولو سره په مرکز او محلاتو کې د سلمي کلیزې د خوښيو په لا شانداره کولو کې برخه واخلې . همدارنګه د ګوندي غړو تر څنګ د هېواد د ټولو وطنپالونکو او دموکراتیکو سیاسي او مدني نهادونو څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان د خپلواکۍ په اهمیت د پوهیدلې نسل د روزنې او لویونې په برخه کې وطنې دندې سرته ورسوي .

د هېواد د خپلواکۍ جشن ۱۰۰ مه کلیزه مبارک !

عبدالحی مالک د افغانستان د ملي ترقی ګوند ریس

سوله او ټاکنيز کمپاينونه

m agha (2)

په دی شپو ورځو کې د افغانستان د ۴۱ کلن ناورين د ختميدو له پاره په نړېواله کچه ناستی سرته رسيږې د ولسونو خوښې او خوشبيني زياته شوی خو تراوسه پدی اړه ولس او افغان سياسيون دقيق  مالومات نه لري، دا په دی مانا چی د تل پاته سولی مهم لوري يانې افغانان چی د پريکړو واک لري يوه ميز ته ندي ناست او مخامخ يې د هيواد داوږدې لانجې پر حل خبری نه دي کړي فاروق اعظم چی ځان د طالب استازی يا کلک پلوي بولي دوی ته مشوره ور کوي چی له حکومت سره خبری ونه کړي زه نوموړي مخکښ ته وايم چی افغان حکومت او افغان سياسي شخصيتونه چی د وطن د ملي گټو او ددی هيواد په برخه ليک کې سره په گډه تصميم ونه نيسي نو بهرنيان به ددی هيواد برخه ليک ټاکې ؟د بلی خوا په ټاکنيزو منډو تړو کې د فدرام ويناوی چی که دا ښاغلی واکمن شي نو خراسان او فدرالي رژيم به رامينځ ته کوي. زه باور لرم چی د فاروق اعظم او فدرام نظرونه ددی کړيدلي هيواد په گټه نه دي .

زه باورمنديم چی په هيواد کې هله دايمي او تل پاته سوله را تلای شي چی ټول افغانان د هيواد د ملي گټو او ملي ارځښختونو د لاسته راوړلو په اړوند دی پاېلې ته ورسي چی جنگ جگړ افغان وژنه د حل لار نه ده د سولی له پاره ټول سياسيون افغان حکومت، نړېوال زبر ځواکونه، د ملگرو ملتونو دامنيت شورا  دا افغان سولی اساسي لوري سره په گډه واحد دريځ  په لرلو ددی هيواد ستونزه ته د پای ټکې کيږدي هغه لاس وهنې چی په ښکاره توگه تر نن ددی خوار ولس د وژلو او زورولو له پاره پکار اچول کيدلی د مخنوي له پاره په نړېواله کچه مخه ونيول شي دا هغه سوله نه وي يا هغه ته ورته پروتوکول نه وي لکه چی په ژينواکې د پاکستان افغانستان سره لاسليک دامريکا او شوروري اتحاد سترو هيوادونو د ضمانت کونکو په توگه لاسليک کړی وه ولی په حقيقت کې د پريکړی يوه ماده هم عملي نه شوه په پايله کې همدا د پاکستان د اي، ايس اي پلاس جوړه شوی نخسه په ۱۹۹۲ ز کال عملي اوددی هيواد ولس د هغې نېټې ترنن په سرو لمبو کې سوزي يوازی د کابل يشتو ۶۰ زره نه زيات عامو ولسونو خپل سرونه قرباني کړل، افغان ولس دی ورته پريکړو سره مخالف وو او دی ولی د هغه پريکړی او سولی سره موافق وو او دی چی د خلکو له پاره په رښتېا تل پاته سوله راشي او په رښتني توگه د لاس وهنو مخنيوی وشي.

محمد اقا شيرزاد

دډاډګېرنۍ پیغام

په ډیرې خواشینی سره موخبرتیا ترلاسه کړه چې قدرمن مشر اومبارز ملګری هنر غېرت صاحب ځوان وراره دوطن ددښمنانو لخوا شهید شوی دی۔
دافغانستان دملی ترقۍ ګوند دارلانشأ دمحترم غیرت صیب سره د ځوان وراره په غم کی ځانونه شريک ګڼي ، دغیرت صیب کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندی کوی اودخدای نه ورته د زړه صبر غواړی او شهيد باتور ځلمي ته دی الله جنت الفردوس نصیب کړی۔
قالو انا لله اوناليه راجعون
دتبلیغ اوفرهنګ څانګه