اعلامېه

اعلامېه

نېټه ۱۳۹۷ل کال د زمري ۱۲مه

دخواخوږې پېغام

دافغانستان د ملي پرمختگ گوند دارلانشا د جلال اباد په همېشه بهار ښار کې  د پلورل شوو پر له پسی ترهگريزو ځانمرگيو حملو په کلکو ټکو غندنه کوو د پېښې شهيدانو ته جنت فردوس اود پېښې ټپېانو ته اجل روغتېا غواړو د قربانيانو درنو عزتمندو کورنېو ته دالله په در بار کې د صبر غوښتونکې يو .

زموږ وېاړللی ولس پلوه گوند تل د خپلو خلکو تر څنگ ولاړ اود مکار او هيلگر دشمن دداډول تروريسټي اعمالو کلکه غندنه کوو .

 عبدالحی مالک د افغانستان د ملي پرمختگ گوند مشر

دخواخوږې پېغام

دخواخوږې پېغام :

دافغانستان دملي پرمختگ گوند دارالنشا:

دافغانستان د ملي پر مختگ گوند د يو وتلي مبارز او سپېڅلي انسان غلام محمد غالبي چی کلونه کلونه ددی هېواد دښېرازی سولی او پرمختگ  له پاره نه ستړې کيدونکی مبارزی کړي خپل روح پاک رب ته وسپاره دافغانستان د ملي پر مختگ گوند دارلانشا دده مړينه گوند او خلکو ته لويه ضايعه بولي موږ دده له پاره درب په پاک در بار کې د مغفرت غوښتنه کوو اودرنۍ کورنۍ ته د جميل صبر غواړو

عبدالحی مالک دافغانستان د ملي پر مختگ گوند ريس

فغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې پيغام

افغانستان د ملي پرمختګ ګوند
د دارالانشا د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې پيغام

کابل _ افغانستان
د چنګاښ۲۴ مه ۱۳۹۷ م کال

په ‌‌‌‌‌‌ډيره خواشینۍ مو خبرتیا تر لاسه کړه چې د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د ریس مرستیال محترم جانان میرخیل ورور ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ستري محکمي پخوانی کارکوونکی مل پاسوال ګلان میرخیل ، د هغې اوږدي ناروغۍ له امله چې ورپيښه وه نن وفات وکړ .
انا لله و انا الیه راجعون
مرحوم ګلان میرخیل د هېواد د قضائيه قوي یو مسلکي ، تکړه او لاسپاکۍ مامور وو . هغه خپل ټول ژوند د وطن او خلکو په خدمت کې تیر کړ او زیاتو خلکو ته یي عدالت رسولی .
د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا د ارواښاد مړینه ستره ضایعه بولي ، محترم جانان میرخیل او د میرخیل غمزپلي کورنۍ ته د زړه صبر او عاجل تسلیت غواړي . لوي خداي ته د دوعا لاس پورته کوي چې مرحوم میرخیل ته مغفرت وکړي او د هغه فضیلتونه د ارواښاد د کورنۍ په غړو کیږدي .
امین

عبدالحی مالک د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ریس

د فاتحي خبرتیا

 

انا لله وانا الیه راجعون

جانان میرخیل ورور او د میرخیل کورنۍ ، د ارواښاد مل پاسوال ګلان میرخیل ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ستري محکمي د پخواني غړي د مړیني له امله دوستانو ته خبر ورکوي چې ، دمرحوم فاتحه سبا د سرطان د میاشتي په ۲۵ مه د ماسپښين د ۱:۳۰ څخه تر ۳:۳۰ بجو پوري ، په لاندي پته اخستل کیږي :

خوشال مینه
د سپين کلي څلور لاري
د امام اعظم جومات

جانان میرخیل او کورنې

د خواخوږې پېغام

 

دافغانستان د ملي پرمختگ گوند دارالانشا

په خواشنې سره مو خبر ترلاسه کړې  چی د فراه ولايت د گوندي  ولايتي شورا مشر دگروال شيراحمد  ځوی اکمل نورزی چی د ۲۵ کلنو په عمر وو ددی وطن د کرغېړنو. قسم خوړلو  دښمانو له خوا په شهادت رسيدلی دافغانستان د ملي پرمختگ گوند دده شهادت دده محترمې کورنۍ . دافغانستان ولس ددی گوند غړو ته لويه ضايعه  ده د گوند د مشرتابه لخوا د اکلمل نورزي اودده ويرجنې کورنۍ ته د رب العزت په دربار کي د مغفرت لاسونه پورته کوي دده کورنې ته د جميل صبر غوښتنه کوي اوشهيد ته د جنت فردوس غوښتونکي يو

عبدالحی مالک دافغانستان د ملي پر مختگ گوند ريس