دويتنام د جگړی پاېلی

 

لیکونکی اکادېمیسین ګلداد خان

14.2.2019
لومړی برخه
یادونه: ما باید دغه لیکنه د تېر کال ډسمبر میاشتې تر شلمې نېتې خپره کړي وای. خو د ناروغتیا او ورپسې د لټۍ له امله، تر اوسه را څخه وځنډیده. خو هغه چې وايي، له نه رسیدلو څخه په ځنډ رسیدل ښه دي، ما هم دا جرأت وکړو چې اوس دا لیکنه درنو لوستونکو ته وړاندې کړم.

زه به د افغانستان دولت اشغال په اړوند لوستونکو ته له څه ویلو څخه د مخه، د شلمې پېړۍ دویمې نیمه یي وېتنام جګړې انځور وړاندې کړم او بیا به د افغانستان دولت اشغال خبرو ته راشم.

وېتنام جګړه

د فرانسويانو له خوا د وېتنام له اوږده اشغال وروسته، د وېتنام آزادۍ غوښتونکو ولسونو بلاخره فرانسویان اړ کړل چې د دوی له خاورې څخه په ۱۹۵۴ کال بشپړ ووځي. لکه چې تاسې نېټه ګورئ د وېتنامیانو له خوا څخه د فرانسوي اشغالګرو شړل، د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدلو څو کاله وروسته عملي شول. هغه ځکه چې دغه مهال د فرانسې اقتصاد سخت کمزوری او پوځي زور ناست وه. خو فرانسوي استعمارګرو هم، لکه انګلیس د هند لويې وچې کې د هند دولت ترڅنګ نوی دولت د پاکستان په نوم او هغه هم نیم پاکستان د هند خاورې په ختیځ او نیم په لویدیځ کې جوړ کړو، فرانسویانو هم یو وېتنام په دو وېتنام دولتونو واوېشلو. د انګلستان او نورو استعماري دولتونو په مستعمره دولتونو کې د دغو ډول کړنو بېلګې ډېرې دي.

د وېتنام په خاورې کې د فرانسوي اشغالګرو ځای ډېر زر د امریکا متحدو ایالتو پوځونو ډک او د وېتنام په سهېل کې ځای پرځای کړل شول. امریکایانو لومړی په ۱۹۵۵ کال خپل پوځي سلاکاران سهېلي وېتنام ته واستول. هغوی ډېر وخت له لاسه ورنکړو او په ۱۹۶۱ کال یې په لږې کچې (شپېته زره تنه) پوڅ هم سهېلي وېتنام ته داخل کړو. خو د شمالي وېتنام آزادي غوښتونکو چې د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې جنګیدل او د ټول وېتنام يوځای کیدل یې غوښتل، امریکایان اړ ایستل چې په سهېلي وېتنام کې په بیړې سره د خپلو پوځونو شمېرې زیاتې کړي. امریکایانو په ۱۹۶۵ او ۱۹۶۶ ـ مو کالونو کې، په سهېلي وېتنام کې د خپلو پوځونو شمېره تر پنځه سوه درې څلوېښت زرو (۵۴۳۰۰۰) تنو پورې زیاته کړه. د امریکا دفاع وزارت به خپل ستړي شوي پوځیان بېرته خپل هېواد ته ستانول او د هغوی پرځای باندې به یې نور تازه دمه پوځیان د جګړې ډګر ته لېږل. د هغوی د دغې تبادلې پربنسټ، د امریکا ټولټال دوه ملیونه اووه سوه زرو (۲۷۰۰۰۰۰) پوځیانو د وېتنام په جګړو کې دندې سرته کړي وې.

د الجزیرې د سږکال (۲۰۱۸) کال جنوري لسمې نېټې وېبسایټ کې راغلي وو؛ د امریکا وېتنام جګړې سړیو پوځیانو له ډلې څخه ۱۵،۲ سلنه او د ښځو پوځیانو له ډلې څخه ۵،۸ سلنه په نېښه يي توکو ږودي ښوي وو. د هغو نېشیانو څخه یو شمېر یې د بېرته تګ پرمهال د زړونو ودریدلو له امله پر لارې او یا خپل هېواد ته له رسیدلو لږ ځنډ وروسته مړه شول. د امریکا پوځیان خپل هېواد ته له ستنیدلو وروسته، د خپلو خلکو له سختو نفرتونو سره مخ وو او هغوی یې د ښځو او ماشومانو قاتلان بلل. امریکايي پوځیان په وېتنام کې د جګړې پرمهال او ځینې یې خپل هېواد ته ستنیدلو پرمهال، له ډول ډول روحي ناروغیو سره مخ شول او د هغوی له ډلې څخه شاوخوا اویا زرو (۷۰۰۰۰) تنو یې پخپله ځانونه ووژل.

د وېتنامي آزادۍ غوښتونکو اوږدو او خونینو پارټیزني او مخامخ جګړو، د امریکا دولت اړ کړو چې د شمالي وېتنام له واکمنو سره د مذاکرې او خبرو اترو مېز ته کښېني او د خپلو پوځیانو ایستلو لپاره یوه نسبتأ آرامه فضا جوړه کړي. د امریکا او سهېلي وېتنام دولتونو او شمالي وېتنام دولت ترمنځ، د ۱۹۷۳کال جنوري میاشتې کې د اوربند او جوړې کولو تړون لاسلیک شو. د همغې کال مارچ میاشتې کې د امریکا اخېرني پوځیان له سهېلي وېتنام څخه ووتل. د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته، د دواړو وېتنامونو ترمنځ، هغه اوربند ډېر ژر مات شو. د دواړو وېتنامونو د پوځیانو ترمنځ بیا جګړې ونښتې. د شمالي وېتنام او سهېلي وېتنام په هغو جګړو کې، د سهېلي وېتنام پوځ په ۱۹۷۵ کال بشپړه ماتي وخوړله، خو د دواړو وېتنامونو یوځای کولو پروسې تر ۱۹۷۶ کال پورې دوام وکړو.

د وېتنام جګړو پایلې: ـ د وېتنام او امریکا په هغو جګړو کې، د شمالي وېتنام له دېرشو (۳۰) ولایتونو څخه نهه ویشت (۲۹) ولایتونه، د امریکا هوائي قواو له خوا څخه بېخي سخت بمباري شوي وو. د امریکا هوائي قواو په هغو بمباریو کې د شمالي وېتنام یو پر دریمه برخه آبادۍ، بشپړې له خاورو سره خاورې کړل شوي وې. د امریکايي قواو په هغو هوائي بمباریو کې د کر او کښت مځکو اوبو لګولو سیستمونه ړنګ کړل شوي وو. د امریکایانو د هوائي بمباریو په ذرېعه د وېتنام د کښت مځکو اوبیزو سیستمونو پر ړنګولو برسېره، د هغوی له لوریه د کر او کښت پر مځکو باندې داسې کیمیاوي توکي شیندل شوي وو چې هغو مځکو تر څو کلونو پورې فصلونه نه شنه کول. امریکايي پوځیانو د شمالي وېتنام جنګیالو پارټیزني جګړو مخنیوي کولو په موخې باندې، د سهېلي وېتنام په لارو، پټو او ټولو هغو ځایونو کې چې دوی فکر کولو د شمالي وېتنام جنګیالي به له هغو لارو دوی ته ورواړي، په زرونو ماینونه خښ کړي وو. د امریکا پوځونو هغو چارو، د دوی د پوځونو له وتلو وروسته هم، وېتنامیانو ته په کلونو کلونو درنې ستونزې جوړې کړي وې او له سترو مرګ ـ ژوبلو او غمونو سره یې مخ کړي وو. د وېتنام خلک به د کر – کیلو او ګرځیدو ـ راګرځیدو پرمهالونو، ډېری وختونه پرماینونو ختل، مړه کیدل او ژوبلیدل.

د وېتنامیانو او امریکایانو په هغې شاوخوا څوارلس کلنې (د پوځي سلاکارانو ورتګ څخه بیا د پوځونو بشپړو وتلو تر وخته پورې) جګړې کې، د وېتنام څه کم او زیات دوه ملیونه ملکي وکړي ووژل شول چې له نیمه يي څخه زیات یې د شمالي وېتنام خلک وو. د امریکا د ۱۹۹۵ کال خبرونو له مخې، د وېتنام په جګړې کې د سهېلي وېتنام له دوو سوو زرو (۲۰۰۰۰۰) څخه تر دوه سوه پنځوس زرو (۲۵۰۰۰۰) تنو پورې یوازې پوځیان وژل شوي وو. امریکایانو په ۱۹۸۲ کال ویلي وو چې د وېتنام په هغې جګړې کې د دوی ۵۷۹۳۹ پوځیان مړه او یا ورک شوي وو. خو دوی د خپلو مړو شویو پوځیانو شمېره وروسته وخت ۵۸۲۰۰ وښودله. امریکایانو ویلي دي چې د دوی پوځونو ترڅنګ د سهېلي کوریا څلور زره (۴۰۰۰) تنه پوځیان (ممکن د امریکایانو موخه د سهلېلي کوریا څلور زره پوځیانو څخه موخه، هغه پوځیان اوسي چې د دوی په قواو کې د ژباړونکو، لارو او درکونو ښوونکي وو)، د تایلنډ درې سوه پنځوس (۳۵۰) تنه پوځیان، د استرالیا پنځه سوه (۵۰۰) تنه پوځیان او د نوي ځلانډ درې درجنه (ممکن موخه دېرش تنه اوسي) پوځیال وژل شوي وو.

د امریکايي پوځیانو لپاره د وېتنام هوا ډېره توده او لمده وه. هغې تودې او لمدې هوا امریکايي پوځیان سخت په تکلیف کړي وو. دوی به څلورویشت ساعته له خولو ډک وو. په هغې هوا کې باید هر څوک د ورځې څو ځله لمبیدلی وای، خو پوځیانو به د جګړو پرمهال په شپه او ورځ کې د یو ځلي ځانو منځلو وخت هم نه درلود. هلته ناروغتیاوې هم ډېرې وې. د وېتنام جګړې له پای ته رسیدلو وروسته، امریکايي ډاکترانو په خپلو هغو پوځیانو کې چې وېتنام کې جنګیدلي وو، نهه (۹) ډوله ناروغۍ وموندلې. د امریکا له پوځیانو څخه شاوخوا دو کلونو وخت کې څلوېښت زره (۴۰۰۰۰) تنه یوازې د ملاریا په ناروغۍ اخته شوي وو او له هغو څخه څو اتیا تنه مړه شوي هم وو. په وېتنام کې د امریکا ټولټال نولس زره اووه سوه پنځه اتیا (۱۹۷۸۵) تنه پوځیان، د مختلفو ناروغیو له امله مړه شوي وو.

د وېتنام جګړې پای ته رسیدلو تر وختونو پورې او جګړې ختم په وختونو کې، د وېتنام لس ملیونه خلک ګډوال شوي وو. هغوی چې د جګړې پای وختونو کې ګاونډیو هېوادونو، اروپا او په تېره امریکا ته د بېړیو په ذریعو رسیدلو هڅې کړي وې، ډېری یې هوا خرابتیا، بېړیو خرابتیا او بېړیو درنو بارولو له امله، ډوب او غرق شوي وو او ګڼ شمېر نور د ناروغیو ورپېښیده او علاج نشتوالي له امله مړه شوي وو.

د کډوالو وېتنامیانو ترڅنګ، د امریکا پوځیانو ژوبل شوي کسان، په نېشه يي توکو روږدي کسان، په روحي ناروغتیو اخته کسان او نور ډول ډول ناروغان هم بېرته خپل هېواد ته ستنیده پرمهال، ګڼ شمېر پر لارو مړه شوي وو، کوم چې د پاس یادو شویو مړو پوځیانو په شمېرې کې نه راځي. د امریکا هغه په زرونو پوځیان کوم چې د خپلو لوړپوړو افسرانو له خوا څخه د بېباکه جګړو کولو په موخو، په نېشه يي توکو روږدي کړل شوي وو او په زرونو هغه پوځیان چې د هغې جګړې له امله په روحي ناروغیو باندې اخته شوي وو، خپل هېواد ته له ژوندي ستنیدلو وروسته، دوی پخپله او له دوی سره د دوی کورنۍ او خپلوان د دوی د ژوند ترپایه پورې له درنو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

د وېتنام جګړې له پای ته رسیدلو وروسته، د وېتنام دولت له ګڼ شمېر (شاوخوا ۳۶۰۰۰۰) معیوبینو، ګڼ شمېر په نېشه يي توکو اخته (شاوخوا ۲۵۰۰۰۰) کسانو، په ملیونونو بې سواده کسانو او شاوخوا یو ملیون کونډو، شاخوا اته سوه اتیا زره (۸۸۰۰۰۰) یتیمانو، په لکونو کچنیو (فاحشو)، شاوخوا درې ملیونه بېکارانو له ستونزو سره پنجې نرمول پیل کړل. د وېتنام دولت، کوم چې دغه مهال له یوې خوا څخه پر دغو پاس یادو شویو ستونزو برسېره، د شمالي او سهېلي برخو وګړو یوځای کولو له ګڼو ستونزو او سختو اقتصادي ستونزو سره هم لاس ګرېوان وه، امریکایانو او متحدینو یې د وېتنام له دولت سره هر ډول راکړه او ورکړه (سوداګري) بنده کړله.

د وېتنام دولت د خپلو دغو پاس یادو شویو ټولو کورنیو ستونزو سره، په ۱۹۷۸ کال خپل پوځونه ګاونډي هېواد کمبودیا ته په دې غرض ننه ایستل چې د کمبودیا خلک د سره خمر نومي پولپوت ډلې له عام وژنې څخه وژغوري. د چین دولت د شوروي اتحاد دولت ترڅنګ، د امریکا او وېتنام په جګړو کې، د شمالي وېتنام له پوځونو څخه ملاتړ کړی وه. خو دغه مهال چې د وېتنام دولت خپل پوځونه کمبودیا ته ننه ایستل، د چین دولت د پولپوت رژیم په ملاتړ، پر وېتنام برسېرن برید وکړو او له وېتنام سره یې هر ډول راکړه ورکړه بنده کړله.

د وېتنام دولت تر ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ کلونو پورې خپلو خلکو ته د میاشتې سړي سر، دوه کیلو ګرامه وریژې او دوه سوه ګرامه غوښه جیره (رشن) ورکوله. خو د وېتنام هېواد، د ښه دولتي دسېپلین لرلو، پوهو کادرونو او غني طبېعي شتمنیو لرلو په سبب، زر د پرمختللو دولتونو په قطار ځان ورګډ کړو.

ګډ وېتنام په ۱۹۷۷ کال د ملګرو ملتونو په غړیتوب ومنل شو. وېتنامیانو په ۱۹۸۹ کال له کمبودیا څخه خپلې لښکرې وایستلې او په همدې کال د وېتنام دولت، د ای ام اف غړیتوب او همدا ډول د آسیان ډلې هېوادونو غړیتوب ترلاسه کړو. په ۱۹۹۰ ـ مو کلونو کې د امریکا او وېتنام دولتونو ترمنځ اړیکې په نسبي ډول ښې شولې. امریکایانو په ۱۹۹۴ کال له وېتنام سره سوداګري پیل کړه او په ۱۹۹۵ کال یې دېپلوماتیکې اړيکې ورسره جوړې کړې.

خپل ټټو د بل آس برابروي

حکيم روان

ګرانو هيوادوالو ته پته ده چې د امريکايي يرغل وروسته طالبان په منډو ستړي شول او په وار وار يې حامد کرزی ته سړي او پيغامونه راليږلی وو چې دوی غواړي د حکومت سره د سولې ، روغې او جوړې خبرې وکړي .

هغه وخت کرزی په دوو خرو سپور وو ، د شمالی ټلوالی د جهاد او مقاومت په خره او د امريکا په خره . کرزی هغه وخت د چا خبرې او عذرونه نه اوريدل .

د جهاد او مقاومت ټيکه دارانو په شمال کې  په ځانګړی توګه د بی وسلی شوو طالبانو پر ضد او په عامه توګه د پښتنو پر ضد بګنوونکی جنايتونه کول . پښتانه يې د خپلو کورونو ، ځمکو او جايدادونو په کتلوي توګه شړل ، په لکونو داخلی مهاجر پیدا شول . خو هغه وخت کرزی د واک په نيشه بی ځانه وو او د چا د چيغو ، ژړاګانو او فريادونو په کېسه کې نه وو . هغه وخت  کرزی د خپلو جهادي «وطن پالونکو!» سره د نړيوالو مرستو او ملياردونو په چور اخته وو . نور جهاديان يې چې ملياردونو ته يې مستقيم لاسرسۍ نه درلود ، د عامه شتمنيو او خلکو د کورونو او ځمکو په غصب او د ترياکو په کر او قاچاق اخته شول . طالب يې د دوهم ځل له پاره په لوی لاس پنجاب ته په ګير ورکړاو د کرزی د وحشی جهادی حاکمانو د ظلمونو له امله هيڅ طالب په لوی لښکر واوښت .

د کرزی په «طلايي» دوران کې ډیر ژر د چور له برکته په هيواد کې د چورګرو له خوا د عينو مينو په شان ښارګوټی را منځته شول ، په دوبۍ ، ترکيه ، لندن او نورو خارجی هيوادونو کې د ناڅاپی افغان ملياردرانو شرکتونو ، بانکونو او بلډينګونو سرونه را پورته کړل . خو افغان ملت ورو ، ورو د اور جهنم ته ښوئيده . نن کرزی خان ، معلم عطا چور ، بی حياء محقق ، ګوډ اتمر د چور او جنايت شريکان غواړي خپل ټټو د اشرف غنی د آس سره برابر کړي .

–  اشرف غنی د افغانستان په تاريخ کې لومړنۍ انسان دی چې د حکومتی چارواکو د شتمنيو د درج کولو وړانديز يې کړی دی .  هغه وخت کرزی خپل چورګر ولی په دې کار ملزم نه کړل ؟ آ ها ، ځکه چې بيا خو ټول د کرزی ياران په کې راتلل ؟

–  «سوله غوښتونکی» کرزی ولی د خپل واک په «طلايي» دوران کې طالبان سولی او اوربند ته نه رابلل ؟ چا د لومړي ځل له پاره او د دوهم او دريم ځل له پاره يو طرفه اوربند اعلان کړ؟ کرزي دا د سولی نوي پتنګ او که اشرف غنی ؟ آيا د کرزی ، محقق او عطا چور ټټو د اشرف غنی د آس سره د برابريدو دی ؟

–  چا د کابل د بی قيده او شرطه سولې کنفرانس داير کړ ؟ کرزی او که اشرف غني ؟ چيرې ټټو او چيرې آس ؟

–  چا پر غلو او نامسؤله وسله والو بريد وکړ او څوک د غلو او نامسؤله والو تر شا ولاړ دي ؟ جهادی غله او چورګر او له هغه جملی د دوی سردمدار کرزی او که اشرف غني ؟

–  چا د افغان سولې له پاره په اندونيزيا او جده کې د اسلامی علماؤ کنفرانسونه داير کړل ؟ چورګرو چې نن د طالبانو پښو ته په لويدو کې مسابقې لري او که اشرف غني ؟ په کومو سترګو او منطق جهادی چورګر او طالبي نوکران افغان سرلوړي ولسمشر اشرف غنی په بی حيايي سره په دې تورنوي چې ګوندې د سولې ضد دی ؟

–  چا د جنګ اصلی علت ( پاکستان ) د تروريسم د روزونکی او ملاتړي په توګه نړيوالی انزوا ته کش کړ؟ کرزی او که اشرف غنی ؟ جهادی غلو او چورګرو ؟ او که متفکر وطن پالونکی افغان ولسمشر اشرف غني ؟

چا افغانستان د پاکستانی تورمخو او تروريست روزونکو غلو له ترانزيتی استبداده خلاص کړ او د افغانستان پر مخ يې چابهار ، د لاجوردو لار او هوايي دهليزونه خلاص کړل ؟ مجاهد کرزی او که اشرف غنی ؟ حيا په کار ده ، له دې مظلوم ملته چې پاکستان او طالبانو په وينو لړلی دی او تاسو مفسدينو چور کړی دی ، وشرميږئ !

څوک د اشرف غنی برابر دی ؟ هغه سړی دی جرأت وکړی او خپل نوم دې واخلي ؟ غلو وشرميږئ؟

هغوی چې افغانستان او اشرف غنی د پاکستان په داخلی چارو کې په مداخله تورنوي ، د اشرف غنی سره ځان برابروي ؟

څنګه ټول غله او تورمخي د اشرف غنی په وړاندې په بی شرمی او بی حيايي سره يو شوی دي ؟

اې افغان ملته ! راويښ شه ! ستا په پاکه لمن را لوی شوی ناخلفه زامن ، ستا ريښې کاږي او ستا وياړلی هيواد خرڅوي او ستا انتخابی ولسمشر چې هيله لري ، تاسو له دې ظالمانو خلاص کړي غواړي نسکور کړي !

دا غله تش په نامه مجاهدين چې له باډيګارډانو او مرمی ضد موترو پرته دوه ګامه وړاندې د تګ جرأت او شهامت نه لري ، غواړي تاسو باتور افغان ملت د نورو او ځان اسير وساتي ! سوله ستاسو بنيادی حق دی چې داخلی غلو او د خارجی شبکو زنځيري سپيو له تاسو اخيستی دی .

افغان ولسمشر اشرف غنی د خپل ملت د اساسی او حياتی حق سولې په لاره کې تر هر چا رښتينی او غښتلي ګامونه آخلی . رښتينی سوله راتلونکی ده ، د خپل ولسمشر ملا وتړئ !

بريالی دې وی پوره ، ژر رارسيدونکی دايمی او عادلانه سوله !

تل پاته سوله اوافغانستان سياست

m agha (2)

40کلن جنگ جگړو دافغان ولس ټوله هستي، شتمني لوټ او بشري ځواک  بی حد او بی سرحده زيانمن کړ.دا جنگونه ولی دی حد اوسرحد ته ورسيدل افغانو ولی دومره زيانونه وگالل لاملونه څه وو؟

دغه فکټور افغانان وروسته پاتې او بې وزله ساتلې او په تاریخې حساسو شیبو کې یې د هېواد او خلکو د ملي لوړو ګټو د خوندیتوب دایري ته په پوره ځیرتیا ، له پاملرنې محروم کړي دي . موږ پوهېږو چیرې چې سوله او‌ډموکراتیک نظام موجود وی نو هرومرو   سوله او دموکراسې خوا په خوا یو پر بل د ودي او پیاوړتیا لامل ګرزی .
په تیرو ۴۰ کلونو کې جګړو افغانستان او د هغې خلک زپلې ، د سولي او دموکراسۍ د ټینګښت او خوندیتوب موسسې یې له منځه وړي . که څه هم چې نړیوالي ټولني د افغانستان په اقتصادي ، فرهنګي ، ټولنیزو او پوځي سکټورونو کې مرستې جاري ساتلې ، خو د ښې حکومتولۍ د نه شتون ، فساد ، زورواکۍ ، مافیا او د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو په تیره بیا د پاکستان او ایران د لاسوهنو د لاملونو له وجې ، ولس په بې وزلۍ کې ژوند کوي ، د خلکو په منځ کې د جګړه مارو او ترهګرو ټولنیز تکیه ځاي کمزوري او یا له منځه تللې نه دي . په کلیو او ښارونو کې د پردیو په اشاره غلچکې بریدونه کیږي ، ټولګټو موسسو ، د ښوونې روزنې او روغتیا مرکزونو او نورو فرهنګي جوړښتونو ته ستر تاوانونه اړول شوي . اوږدې جګړي وښودله چې که سوله او ارامې هېواد ته رانه شي ، د هېوادوالو بدمرغي به نوره هم زیاته شي ، د یو واحد ملت په توګه زموږ شتون به له لوي ګواښ سره مخامخ شي.

په دی ورستيو مياشتو کي دامريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ، د طالبانو استازو څوځله مخامخ خبرشوي په مسکو، چين، پاکستان ، قطر عماراتو، دوحه ، ازبکستان،خپله پلازمينه کابل کې د سولی په هکله ناستی وشوی ، خولاتر اوسه ددی هڅو او ناستو تر مينځ ستونزی او پوښتنې شته.

افغان ولس هيلمند دی چی ددی وخت رارسيدلی چی د ټولو خواو تر مينځ سوله کيدونکی ده خو

زما په اند تر څو چی دافغانانو خپل مينځي ناستی مخامخ خبری د ملگرو ملتونو د امنيت شوراپه نوښت  د گاونډيو هيواد مشرانو د ناستی اوتل پاته سولی پر ميکانيزم اوراتلونکي مرکزي قوي دولت پر جوړښت اود ټولو نامسوله وسلوالو ډلو ټپلو د خلع سلاکول اوټول افغان سياسون په يوگډ نظرد تل پاته سولی له پاره عملي گامونه وانخلي او هر څواکمن د خپلو گټو له پاره د سولی په بهانه چی خپل امتياز تر لاسه کړي داستونزی او تل پاته سوله به رانه شي .دسولی په اړوند داوروستی ناسته چی د ۱۳۹۷ ل کال ددلوی په ۱۷ مه په مسکو کې د طالب استازو او يو شمېر افغان کورناستو سياستوالو په گډون تر سره شوه يو پرېکړه ليک هم بيدون له لاسليک د لاسونو  په پورته کولو نشرکړ ولی دا ناسته او پرېکړه افغان حکومت تاييد نه کړه ځکه دی ناسته کې داوسني حکومت مخاليفين د اوسني حکومتي چارواکو گډون نه درلوده  ددی ناستی پرېکړی ددوی له پاره د منلو نه وی زه ما له انده ملگري ملتونه، دامريکا مشرتوب او طالب چارواکو ته اړينه ده چی داوسني حکومت سره دسولی په هکله د مخامخ خبرو زمينه برابره  شي تر څو اودواړه غاړې خپلی غوښتنی وړاندی او يوی بين الفغاني روغې جوړې ته ورسيږي د ولس غوښتنه د قوي مرکزي دولت ، د قوي ځواکمنې اوردولرل،  په تل پاته سوله کې د ټولو خواوو رښتنې ونډه اخستل، دولس رښتني استاز ولي کولای شي چی هيواد نور د ناورين ،وروژنۍ پر ځای بيا رغونه، ورورولي، ملت جوړونه  کار وکړي.

همدارنگه افغان ولس د ډيورنډ د نامنل شوی کرښې دواړه خواته پراته ولسونه چی د تيرو ۷۳ کلونو راديخوا د پاکستان د نظامي زورواکو لخوا وژل کيږي رټل کيږي، داوسني نوي پښتون

ژغورنۍ غورځنگ (P,T,M »ملاتړ وکړي ايجازه ورنکړي چی دا نظاميگر  ځواک پر دی مظولوم او بی دفاع ولسونو ظلمونو ته دوام ور کړي  د نړې ټول محوم خلک بايد خپل روا حقونو اوددوی سرنوشت په خپله وټاکي.

محمداقا شيرزاد سويډن 20190209

د افغانستان د ملي یووالي ، ملي ترقۍ

ګوندونو مشترکه اعلامیه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۷م کال د. سلواغې ۱۸ مه

په مسکو کې د طالبانو ، د افغانستان د یو شمیر ګوندونو ، تنظيمونو ، مدني نهادونو د استازو او خپلواکو شخصیتونو د اشتراک په هکله :

موږ د افغانستان د دموکراتیکو او وطنپالونکو یو شمیر ګوندونو د مشرتابه استازو ، په مسکو کې د بین الافغاني دیالوګ په نامه د طالبانو او د افغانستان د ځينو ګوندي ، سیاسي ، مدني استازو ، خپلواکو شخصیتونو راټولېدل په ‌‌‌‌‌‌ډير ځير وڅارل .

د مسکو د ناستې د رابلونکو موقعیت ، په ناسته کې د طالب استازو او د افغان لوري د ګوندي ، تنظيمي ، مدني ټولنو نمایندګانو او یو شمیر خپلواکو شخصیتونو ترکیب ، په ناسته کې د بیلابیلو څرګندونو او پر هغې د رسنیو د تبصرو څرنګوالی ، په ګوته کوي چې د مسکو راټوله شوي افغاني ټولګه که څه هم د افغانستان دننه او له هغې څخه بهر د افغان هغو مخالفینو یوه ناسته بلل کیږي چې یو شمیر یې د حکومت په وجود کې د حکومت مخالفین او بله برخه یې د حکومت په وړاندي د وسله والو مخالفینو ( طالبانو ) استازي ګڼل کیږي ، چې په پوره مهارت د افغانستان د مشروع حکومت کنج ته کولو یوه هڅه کوي .

په ناسته کې را ټول شوي کسان یو تعداد شریکې موخې لري :

  • ‌‌‌‌‌‌ډيری له دغو کسانو غواړي د افغانستان حکومت پرته له طالبانو سره د خپلو ګټو او راتلونکې موقعیت د خوندي کولو په موخه د سولي دیالوګ مخته بوزي .
  • ‌‌‌‌‌‌ډيری له دوي ښکاري چې د افغانستان د ملي ګټو پر ځاي د ګوندي ، تنظيمي او انفرادي ګټو د تامین په لټه کې سوله سپر کړي .
  • د راټولي شوي مجموعي اکثریت نه غواړي د افغانستان اوسنی حکومت له طالبانو سره په خبرو کې د ټولو افغانانو په پته استازیتوب وکړي .
  • طالبان او په ناسته کې یو شمیر بلل شوي په مهارت د افغانستان په اساسي قانون له سره داسې غور کول غواړي چې په هغې کې د دموکراتیکو ارزښتونو ځاي هغه تعبېرونه ونیسې چې د اسلام تر پردې لاندي ، خپلو موخو ته د رسېدو روایت ومومي .
  • د یوشمیر استازو له خولي خو بیا د منځمهالي حکومت د جوړیدو بوي راځې او په دې تمه دغې ناستې ته تللي که د يو داسې حکومت د جوړیدو له پاره ملاتړ ومومې او خپله د هغې احتمالې برخه وګرځې .

پورتنیو او داسې نورو ټکو ته په کتو ، د دموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو د مشرتابه استازي څرګندوي چې د مسکو ناستې افغانستان ته د سولي د راوستلو بشپړه او هر اړخیزه اجندا نه لرله یوازې د افغانستان د حکومت د مخالفو وسله والو استازو او د حکومت د اپوزیسیون یو شمیر غړو ، خپلې هغه څرګندونې لږې نرمې کړلې چې په تیر کې د افغانستان د خلکو له کلک غبرګون سره مخ شوي وي . مخالفو وسله والو د افغانستان د ملي شورا ، وسله والو ځواکونو او د دولتي اداري د ځينو برخو د بدلون یا بیخې له منځه وړلو دړکې کړي وي . همدارنګه اپوزیسیون د غیر متمرکز نظام رامنځته کولو او د افغانستان د اساسي قانون د تعدیلولو هڅې توندي کړي وي .

د مسکو په ناسته کې مخالفو وسله والو د اساسي قانون د تعدیل تونده لهجه خپله کړه او د اپوزیسیون د یو شمیر غړو له خوا د موقت حکومت وړاندیز هم وشو .

د افغانستان د یو شمیر دموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو او نهادونو د مشرتابه استازو ، په څرګند ‌‌‌‌‌‌ډول او لفافه کې د مسکو د ناستې د برخه والو وړاندي کړي نظریي په ځير څارلې او تر هر اړخیزي شننې وروسته لاندي مواد اعلاموي :

  • موږ د افغانستان د حکومت ، وسله والو مخالفینو ( طالبانو ) تر منځ د سولي د پيل شوي بهیر هرکلی کوو او د سولي د تامین په موخه د سولي هر حرکت ستایو او په کې اشتراک کوو . خو سوله باید ابرومندانه وي چې د افغانستان استقلال ، ځمکنۍ بشپړتیا ملي حاکمیت او د تیرو ۱۸ کلونو لاسته راغلي دموکراتیک او افغاني ارزښتونه وساتې .
  • سوله باید د افغانستان د حکومت او مخالفو وسله والو تر منځ وشي چې جګړه بنده شي . موږ ټولې هغه هلي ځلي چې د جګړي هره خوا نظر انداز کیږي او له رول لوبونې څخه اچول کیږي په کلکه ردوو ځکه چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول چلند د سولي غاړي سره لیري کوي او سوله نه پلې کیږي .
  • موږ د امریکا د متحده ایالاتو ، ناټو ، سیمې او نړۍ د اغیزلرنکو هېوادونو څخه په کلکه غواړو چې په خپلو کې د سیالۍ کولو له وجې د افغانستان د سولي بهیر په بیلابیلو کوڅو او دروازو ونه ویشي ، چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول سوله افغانستان ، سیمې او نړۍ ته له خطر پرته نوره هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول ګټه نه شي رسولی .
  • په نړیواله ټولنه غږ کوو چې د خپل نفوذ څخه په استفادي د افغانستان د هغه همسایه ګانو کلک مخنیوی وکړي چې د دې هېواد په جګړو کې مستقیم او غیر مستقیم ښکیل دي او خپلي ګټې پالې ، د خپلې خوښي سوله په افغانانو تپې او د سولي په نامه د جګړي ذهنیت په بیلابیلو بڼو هېواد ته راننه باسې . دا ‌‌‌‌‌‌ډول کړنې په سوله باور لږوي .
  • یو ځلي بیا د افغانستان حکومت ته یادونه کوو چې د سولي په بهیر کې د خلکو ریښتونې استازي ور شریک کړي ، د سولي په کار کې ځوانان او ښخې شاملي کړي ، د سولي اړوند د هغوي وړاندیزونو ته پاملرنه واړول شي ، تر څو د سولي کار د سیاسي سوداګرو له لاسه وایستل شي .
  • د افغانستان د ‌‌‌‌‌‌ډموکراتیکو او وطنپالونکو یو شمیر ګوندونو او نهادونو د مشرتابه استازي اړتیا ویني چې په سمه لاره د سولي د پيل شوي بهیر له پاره په خپلو کې د یو لړ تشکیلاتي تبلیغاتي همکاریو د زیاتیدو او همغږه کولو له پاره په خپلو کې د هماهنګۍ په یوه میکانیزم سره سلا شي .

د افغانستان د دموکراتیکو او وطنپالونکو یو شمیر ګوندونو د مشرتابه استازو له خوا

  • د افغانستان د ملي یووالي ګوند
  • د افغانستان د ملي ترقۍ ګون

 

Sent from my iPhone

دافغانستان د ترقیملی گوند ددارالانشا اعلاميه

د ۲۰۱۹کال د فبروری ۴ نيته
کابل – افغانستان
د پاکستان اوياکلن مليتاريستی استبداد د خپلو بې شمېره جنايتونو په لړ کې پرون د آزادۍ او انسانی حقوقود لارې يو بل اتل مبارز د پښتون ژغورنې د غورځنګ نامداره او وتلی غړی ابراهیم آرمان لوڼي د خپلو نا ځوانمردانه بريدونو بلهاري کړ .
د اتل آرمان لوڼي شهادت لر او بر افغان ملت د ترور او دهشتګردۍ د پاکستانی مناديانو پرضد را پارولی دی . په خيبر پښتونخوا او د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د اتل شهيد آرمان لوڼي د شهادت او د پاکستان د تروريستی او جنايتکار دولت پرضد اعتراضی غورځنګونه را اوچت شوی دی . د ترور او وحشت پاکستانی سوداګر ناوړه سوچونه کوي چې د دوی تر ستم لاندې ولسونه به د تل د پاره د وژنو ، جنايتونو او بشری ضد کړنو په لړ کې مرئيتوب ته تابع کړي . پاکستانی نظاميګرانو د خپلو دوزخي استخباراتی شبکو او سلګونو تروريستی ډلو په مرسته د پښتون قوم پر ضد په بی ساری بې رحمۍ سره خونړۍ قومی تصفيه ( جنوسايد ) پيل کړی دی .
د افغانستان د ترقی ملی ګوند په داسې حال کې چې د پاکستان د وژونکو او وينې چښونکو جنايتکارانو له خوا د اتل شهيد آرمان لوڼي بی رحمانه وژنه په سختو ټکو غندي او يو ځل بيا د پښتون ژغورنې له غورځنګ څخه خپل بی دريغه ملاتړ اعلانوي ، د سيمی او نړي پر حقوقي اوقضايي ارګانونو غږ کوي چې د پښتون قوم له سره د پاکستانی نظاميګرانو تور او په وينو لړلی لاسونه ايسته کړي او پاکستانی خونخواره واکمن د بشر د حقوقو څخه د سرغړاوي د نړيوالې محکمې ميز ته راکش کړي .
د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پاکستانی واکمنو د انسانی ضد کردار اصولی او قانونمند غبرګون دی ، د آی-اس-آی د دوزخی سازمان د شيطانی تبليغاتو او ناروا تورونو سره سره ،  د يوه کال په بهير کې د لکونو ځوانانو او پيغلو زړونه او عقلونه تسخير کړل .
 تاريخ د پښتون ولس په  منځ کې د زرګونو څراغ په لاس ځوانانو ، پيغلو ، پوهانو او روڼ آندو د بيداروونکو هڅو او هاند شاهد دی . پښتون ولس د خپل بلال ، د پښتون ژغورنی د غورځنګ د ځوان او زړه وړونکی ( کاريزماتيک ) خو متواضع ، زيرک او زړه ور مشر منظور پښتین غږ ته چمتو او تيار په ليکه ولاړ دی . پاکستانی نظاميګران غواړي د پښتون ولس د آزادی ، استقلال او نېکمرغۍ
لمر د وژنو ، ترور ، ويرې اچونې ، دروغو ، تورونو ، مکر او چل ول په وريځو وپوښي ، خو هغه ورځ ليرې نه ده چې د آرمان لوڼي ، طاهر داوړ ، نقيب مسيد او د آزادی او خپلواکۍ د لارې د نورو اتلانو د سپيڅلو آرمانونو غوټۍ به وغوړيږي . سرلوړی او وياړ به د حماسه جوړوونکو او قربانۍ د لارې د لارويانو او تاريخی بدنامی او رسوايي  به د پاکستاني سړيخورو په ټنډو حک شي .
تل او ځلانده دې وي د اتل آرمان لوڼي د شهادت خاطره!
بريالی دې وي د پښتون ژغورنې غورځنګ !
عبدالحی مالک
   د افغانستان دترقی ملی ګوند ریس