د مسکو د غونډې تر شا موخې

حکيم روان

ويل کيږي چې د روان کال د فبروری د مياشتې په پنځمه راتلونکی سه شنبې به په مسکو کې د «افغان سولې» په اړه غونډه وشي . روسی منابعو وويل چې ګوندې دا غونډه د افغان کډوالو په غوښتنه رابلل شوي ده ، په کومه کې چې د طالب چارواکو برسېره به يو شمېر د افغان ناورين مهم لوبغاړي لکه محمد محقق ، عطا نور ، تورن اسماعيل خان او شايد پخوانۍ افغان ولسمشر حامد کرزی هم برخه واخلي .

روسی منابعو همدارنګه ويلی دی چې افغان حکومت ته له دې امله د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوی، څو طالبان وکولای شي په ِغونډه کې ګډون وکړي . په دې ډول روسی واکمن غواړي په يوه غشی دوې افغان موخې په نښه کړي .

–  لومړی دا چې افغان کډوال د خپل حکومت دښمنان او د طالبی او پاکستانی موخو پلويان وبولي . – – دوهم دا چې پر خپل دوه مختوب او افغان ضد ماهيت په دې ډل پرده واچوي .

 په روسيه کې روسان د ديکتاتوری له اجازې پرته سا نشی ايستلای ، بيا يو مهاجر او کډوال دومره اختيارات له کومه کوي ، څو نړيوالې غونډې جوړې کړي ؟ د مسکو راتلونکی غونډه د جهادی چورګرو او طالبی ګمارل شوو تر منځ د آزاد افغانستان پر ضد د يوه نامقدس اتحاد د تشکيل د پاره په اسلام آباد کې د ضمير کابلوف د سفر په مهال پلان شوی ده . دروغ دروغجن شرموي . روسي واکمن تل په خبرو کې وايي چې دوی د افغانانو په ملکيت د جوړوونکو مذاکراتو پلويان دي ، خو په عمل کې د پاکستانی تروريستی محافلو سره په همکارۍ او تفاهم کې د افغان سولې پر ضد د بی شعوره طالبانو تروريستی ډلې جنګونو او وژنو ته لمسوي .

روسانو تل پر افغانانو له شا ګوزار کړی دی . راځئ ددې مطلب د روښانتيا له پاره لږ شاته ولاړ شو.

–  د افغانستان واکمن اميرعبدالرحمن خان به ويل چې : « افغانستان د دوو کاڼو تر منځ لکه د شيشې لوښۍ دی او په ډیر مهارت سره بايد وساتل شي » دوه کاڼې روسی استعمار او انګريزی استعمار وو. کله به چې افغانان د انګريزي استعمار سره لاس او ګريوان شول ، روسانو به د شا له خوا پر افغانانو بريد وکړ او د افغانستان ځينې سيمې به يې لاندې کړې .

–  د ګوډ ملا د شورش يوعلت دا وو چې آمانی حکومت د يوه مستقل دولت په توګه په کندهار او جلال آباد کې د شوروی اتحاد دوو کونسلګريو ته د پرانستلو اجازه ورکړه . له دې امله چې انګريزان د برطانوی هند سره نږدې د روسي کونسلګريو مخالف وو، نو ځکه يې خپلو جاسوسانو او تالی څټو ته امر وکړ چې د ګوډ ملا په مشرۍ د ځاځيو او منګلو قومونو په منځ کې آمانی ضد پاڅون ته لمن ووهی . په لږه موده کې دا لمسون نورو ولاياتو لکه کندهار ، غزنی ، لوګر او ميدان-وردګو ته هم پراختيا ومونده . آمانی دولت د لمسون د خنثی کولو په موخه خپل استازي د مذاکراتو له پاره ملا عبداله ګرديزی ( ګود ملا ) او د هغې نږدی ملګري ملا عبدالرشيد ته ور واستول ، خو هغوی د نن ورځې طالبانو په څېر د حکومت له استازو سره له خبرو کولو ډډه وکړه . هغه وو چې دولتی قواو د جنرال محمد وليخان په مشری انګريزی لمسون سرکوب کړ او د سيمی خيرغوښتونکو خلکو ګوډ ملا او ملا عبدالرشيد لاس تړلی دولت ته وسپارل او د يوې نظامي محاکمې په ترڅ کې انګريزانو ته د جاسوسۍ او مسلمان ملت ته د خيانت په تور د مرګ په جزا محکوم شول . انګريزی لمسون ادامه پیدا کړه تر هغو چې د آمانی دولت د سقوط زمينه يې برابره کړه او انګريزانو د خپلو نوکرانو په واسطه  يوغل او ډاکو حبيب الله کلکانی د افغانستان پر تخت کيناوه او انګريزانو د غازی آمان الله خان په نه شتون کې د آرامش سا وايستله . ټپی شوی کلکانی په انګريزی سفارت کې تداوی شو، خو انګريزانو د پاکستان په شان خپله مداخله نه منله . نن هم پاکستان له آزاد افغانستانه غواړی چې د هند کونسلګرۍ له کندهار او جلال آباد څخه وباسی ، خو د آزاد افغانستان په داخلی چارو کې خپله مداخله په سپین سترګی سره نه مني . کلکانی او پلويانو يې کابل چور کړ، د مکتبونو دروازې يې وتړلی او د خلکو پر نواميسو يې تيری وکړ ، عينا هغه څه چې په اويايمو کالونو کې جهادی چورګرو وکړل . هغه وخت انګريز د غلو د غديو تر شا ولاړ وو او نن يې ميراثخور پاکستان دجهادی غلو او بی شعوره طالبانو تر شا ولاړ دی .  روسانو څه وکړل ؟

– روسانو انګريزی لمسون چې د دوی د کونسلګريو پرضد يې را پورته کړی وو، د بزګرانو پاڅون وباله او له هغه څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ . د شا له خوا ګوزار تور وی که سپين ؟

– روسانو د پنجشير په جنګ کې احمدشاه مسعود ته د دولتی ځواکونو له محاصرې نجات ورکړ او د محاصرې له کړۍ نه يې د خپلو هيليکوپترو په مرسته په مرکزی آسيا کې خپل نظامی مرکز ته يووړ احمدشاه مسعود د ک،ج،ب سره د همکاری پروتوکول لاسليک کړ او روسانود افغان دولت تر شا د خپلو راتلونکو لوبو د لوبغاړي په توګه انتخاب کړ.

–  روسانو پر افغانستان د بريد په مهال د افغان قومونو تر منځ نفاق ته لمن ووهله او غوښتل يې د افغانستان په شمال کې د کابل سره موازی حکومت جوړ کړي . دوی خپلواک افغانستان  ته په بی پروايي سره د افغانستان شمال تر ننه د خپلو ګټو ساحه بولي . ددې کار له پاره يې په حيله او تذوير سره د کابل د واکمنو توافق هم تر لاسه کړ او د نجيب الله مسير په مشری يې په مزارشريف کی حکومت جوړ کړ . دا حکومت د راتلونکی شمال ائتلاف د جوړښت او د افغانستان د شمال او جنوب تر منځ د توپير او ويش له پاره يو نادوده پیل وو

–  روسانو د احمد شاه مسعود راتګ ته د زمينې برابرولو په موخه د دفاع وزير شهنواز تڼي او جمهور رئیس شهيد دوکتور نجيب الله تر منځ دښمنيو ته لمن ووهله ، تر څو دوکتور نجيب الله د ګوند د يوې برخې له ملاتړه محروم او په ګوندی داخلی مسألو کې ښکېل کړي . او د دوکتور نجيب الله د دولت په شا کې يې د جبل السراج  توطئه را منځته کړه . د جبل السراج توطيې تر ننه د افغان د وينو تويولو ادامه يقينی کړه .

–  د جهادی چورګرو تر منځ د داخلی جګړې په موکه ، روسان ددې پر ځای چې د افغانستان داخلي جګړه او جګړه مارې ډلې محکومی کړي ، د جنګ د يوه اړخ په ملاتړکې ودريدل او په دې توګه يې د داخلی جګړې د دوام او لا زياتو وينو تويولو سره مرسته وکړه .

–  په ۲۰۰۱ کال کې د بن د کنفرانس په موکه روسانو د بن د توافق پر خلاف د خپل نفوذ لاندې جګړه مارانو د مشروعيت د پاره چيغې او نارې پورته کړې او يو ځل بيا يې د افغانستان شمال د خپل نفوذ ساحه وبلله .

–  اوس چې د جګړې چاړه زمونږ د خلکو هډوکو ته رسيدلی ده او نړيوالې هڅې د جګړې د پای ته رسيدو د پاره اوج ته رسيدلي دي ، روسي واکمنو د تروريستی پاکستان سره لاس يو کړی دی او طالبان جګړې ته هڅوي . په وار وار يې د افغانستان د دولت تر شا لمسونونو ته لمن وهلي ده . د طالبانو سره د افغان دولت له خبرتيا پرته پټ او ناروا اړيکي ساتي .

– روسان تر هر بل چا ښه پوهيږي چې پاکستان د تروريستانو د روزنې او صدور نړيوال مرکز دی ، خو د خپلو سيمه ايزو شووينيستی او پراختيا غوښتونکو موخو د پاره د تروريسم د مور ( پاکستان ) سره عاشقانه اړيکی پالي .

–  روسان لکه پنجابی واکمن په خوله وايي چې د افغان سولی مذاکرات بايد د افغانانو په مالکيت تر سره شي ، خو په عمل کې د افغانستان ټول دښمنان په سر کې پاکستان ورسره ايران او روس ، په يوه ليکه کې د افغانانو د خپلواکۍ ، استقلال ، مقتدر مرکزی دولت ، سولې ، پخلاينی ،  ترقی او پرمختګ سره دښمنی کوي . که څه هم افغان دولت د سيمې او نړۍ له ټولو هيوادونو په وار وار غوښتي دی چې افغانستان د هيچا سره د دښمنی نيت نه لری او هيچا ته به اجازه ور نه کړي ، څو افغانستان د دريم هيواد پر ضد وکاروي او له ټولو هيوادو دا هيله هم لري چې په جنګ ځپلی افغانستان کې د خپلمنځي رقابتونو څخه لاس واخلي . خو په ډيرې خواشينۍ سره چې پاکستانی مليتاريستان ، ايرانی آخوندان او روسی شووينيستان غواړي د افغانانو د وينو ، سرونو او جسدونو د پاسه خپلو ناروا موخو ته ځانونه ورسوي .

نړيوال په خطا سره فکر کوي چې د افغانستان ستونزه طالب دی ! د افغانستان ستونزه طالب نه بلکه مداخله ګر او تروريست پلوه ګاونډيان او د سيمې هيوادونه دی چې په افغانستان کې د لاسوهنو ، ناامنۍ او بی ثباتۍ لامل کيږي . طالب د افغانستان پر ضد د مداخلې له پاره د پاکستان ، ايران او روس د لاسونو آله ده . که مداخله ګر ګاونډيان له مداخلې لاس واخلي ، طالب به له کاره ولويږي . روسان د پاکستاني واکمنو سره په پټه د ګډو موخو د پاره د طالب پر استعمال جوړجاړی کوي ، له بلې خوا دا سې څرګندوی چې ګوندې طالب د خپل سر او واک خاوند دی .

که طالب د خپل سر او واک خاوند وي ، نو طالب د چا په امکاناتو د افغان دولت او نړيوال ائتلاف سره جنګيږي ؟ د طالب جنګياليو زخميان چيرې تداوي کيږي ؟ طالبان د دينی مدرسو شاګردان دی دوی ته نظامی تعليم او تربيه څوک ورکوي ؟ د طالبانو د کويټې ، د پښاور او د کراچی شوراګانې چيرې دي ؟ که طالبان خپلواک وي ، نو ولی د نوازشريف په شان د افغان وسله وال پوځ منحل کيدل غواړي ؟ طالبان که خپلواک وي ولی د نننی نظام چې د اساسی قانون دريمه ماده يې وايي چې :« په افغانستان کې هيڅ قانون نشی کولای چې د اسلام د مقدس دين د احکامو او معتقداتو مخالف وي» ړنګول غواړي ؟ د طالبانو اسلامی نظام د اسلام د مقدس دين د احکامو او معتقداتو مخالف نظام دي ؟

 د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماريا زاخارووا وايي چې : « مونږ له پاکستان سره د ويرې اچونې پر ضد جنګ کې همدارنګه د افغان سولې په اړه له نږدې همکاری لرو، مونږ د داعش له پراختيا څخه ګډه انديښنه لرو. »

که په رښتيا سره روسی واکمنو د ويرې اچونې پر ضد جنګ کولای ، نو د ويرې اچونې د مرکز (پاکستان) پر ځای به يې د ويرې اچونې له قربانی افغانستان سره ګډ کار کولای ! د پاکستان سره ګډ کار د ويرې اچونې سره مرسته ده . داعش د آی-اس-آی په خونړيو لاسو د پاکستاني طالبانو ، د پاکستان د لشکر جنګهوی ،د پاکستان د جماعت الاحرار او احرارالهند د بنسټ پالو تروريستی ډلو څخه جوړه شوی ګډوله ده . داعش له طالبانو وروسته د پاکستانی تروريسم بله پروژه ده . روسی ديکتاتور د خپلو خلکو په سترګو ور ننوځی ، خو د نړۍ د خلکو په سترګو ورننوتلی نه شي . د پاکستان سره همکاری د ترور د دوام سره مرسته ده .

د پاکستانی تروريستانو سره د روسی واکمنو نامردانه اتحاد او پیوستون به د تروريسم د اصلی قربانی افغان ولس په حافظه کې د تل د پاره ثبت شی . پای

د عطاچور او اتمر بی حيايي او د سولې پس منظر

حکيم روان

ښاغلی حکمتيار ، پير سيد اسحاق ګيلانی او د طالبانو مشرانو او پنجابي واکمنو په وار وار د جنګ مسؤليت په کابل ور آچولی دی . هم کابل ورانوي ، هم کابل سوځی او هم يې وژني او هم يې ملامتوي . پارادوکس !

عطا چور او حنيف اتمر هم د کابل ضد جريان سره ملګري شول او د جنګ ملامتي پر کابل او اشرف غنی ور آچوي

کابل تل ملامت دی ، حتی هغه وخت هم کابل ملامت وو چې په کابل د جمعيت، دوستم ، حزب وحدت د پټکسالارانو واکمنی وه او طالبانو د کرنيل امام په مشرۍ « ملی قهرمان » «تاکتيکی منډې» ته مجبور کړ او د غلو غدۍ يې تر کولابه تېرې کړې او عطا چور تر ټولو د مخه منډې وهلې .

تاريخ تکراريږي ، مجاهدينو د دوکتور نجيب الله د سولې او مصالحې وړانديزونه بابيزه وبلل او د ټول نظام له منځه وړل يې موخه وه ، په دې کار بريالی شول ، د حکومت سالارۍ پر ځای يې پټک سالاري قايمه کړه او د پنجاب د هيلو سره سم يې ملی اردو او د هيواد وسله وال پوځ توک په توک کړ او وسلې يې څه پاکستان ته د خپلې وفادارۍ د اثبات د پاره ورکړې او څه يې کباړ کړې .

اوس طالبان د نظام  او افغان وسله وال پوځ د له منځه وړلو او پر ځای يې د اسلامی علماؤ د شورا د ايجاد د پنجابی نسخو وړانديز کوي او ټول راز راز مرتجعين ورته خوشاله دي .

اوس عطا چور وايي چې :« نبايد پريږدو چې يو شمېر کسان د خپلو شخصی او سياسی ګټو له پاره د افغانستان د خلکو د برخليک سره لوبی وکړي »

د جهادی چورګرو وجدانونه مړه دی او په سترګو کې يې د حياء په نوم هيڅ نه شته . د عطا چور په اړه د بی بی سی د نامدارې خبرلوڅې ليز دوسيت وروستی راپور ددې چورګر او وحشی قاتل ماهيت پوره افشاء کړی دی . عطا چورګر او  قاتل فکر کوي چې طالبان به ورته د دشت ليلی جنايات وبښي . که مزدور طالبان هغه وبښي ، خو افغان ملت به هغه بشری ضد جنايت هيڅکله دې قاتلينو ته ونه بښي . د افغانستان د خلکو د برخليک سره چې جهادی او طالبی جنايتکارانو څه کړی دی د هيرولو نه دي .

 فرض به يې کړو چې طالبان د پنجابی نسخو مطابق نه ، بلکې زمونږ د ارزو سره سم د افغانستان د سياسی پروسې جز شی آيا سوله به تأمين شی ؟ او پاکستان د افغانستان د پاره يواځې طالبي پروژه درلوده ؟ نه هيڅکه نه !

د پاکستان د امت ورځپاڼې په 2016 کال کې وليکل چې : « د پاکستان داعش له پاکستانی طالبانو ، لشکر جنګهوي ، جماعت الاحرار او احرارالهند له ډلو څخه تشکيل شوی دی . د داعش لوی قوماندان عامر منصور دی . ده د پاکستان په مهمو ښارونو کې داعش ته ځوانان جذب کړی دی او د داعش د پنجاب د څانګې مسؤليت هم د منصور په غاړه دی . داعش په شمال لويديز او د پاکستان په نورو برخو لکه کراچی او لاهور کې 12000 پلويان لري . په کراچی او لاهور کې ښځې او سړي د داعش سره يو ځای شوی دی . دا کسان افغانستان او سوريې ته ليږل کيږی . د داعش د استقرار مرکز د کراچی ښار پيژندل شوی دی .

امت زياتوي چې د کامران ګجر او ښځې نه يې د 120 ښځو لست تر لاسه شوی دی ، کومې چې ټولې د کراچې ښار اوسيدونکی دي او د داعش غړيتوب لري . ګجر اعتراف کړی دی چې ده او ښځې يې د داعش سره د پيوستون له پاره د ځوانانو او پيغلو د ماغزو د مينځلو مسؤليت درلود .

پاکستان د فغان ضد سياستونو د شطرنج څخه د يوه پياده په بايللو ( د طالب په تسليمولو ) د شطرنج له بازي نه وځي او خپلې بازۍ ته به ادامه ورکړي . سوله څه وخت راځي ؟

سوله هغه وخت ممکنه ده چې د دوامدارو نړيوالو بنديزونو په پايله کې پاکستان شل او فلج شی او د بنيادګرو تروريستانو له روزلو ، ګاونډيو هيوادو او نړۍ ته له صادرولو جبرا لاس په سر شي .

 

طالب : نه غواړو د سولې کريډټ اشرف غنی واخلی

حکيم روان

يوه پاکستانی تجار چې نوم او شهرت يې را سره نه شته ، ليکلی وو چې : « پاکستان بايد د اشرف غنی سره ډير احتياط وکړي ، افغانستان هيڅکله دومره هوښيار او دورانديشه رهبر نه درلود . که پاکستان له موجود فرصت څخه د اشرف غنی سره د مناسباتو د عادی کولود پاره ګټه پورته نه کړي داسی وخت به راشی چې پاکستان به په ګونډو له اشرف غنی بښنه غواړي او هغه به وخت نه لری چې د بښنې په اړه د پاکستان زارۍ واوري.»

اشرف غنی نهايي هڅه وکړه ، څو پاکستان له افغانی ضد سياستونو راوګرځوي . خو کله چې پوه شو پنجابی واکمن د افغانستان پر ضد له شرارته لاس نه آخلی ، نو د تروريست پاکستان نړيوالې انزوا ته يې بډي ووهلې . همدارنګه يې هڅه وکړه څو د افغانستان تجارت او اقتصاد د پنجابی واکمنو له پرلپسې ګواښونو خلاص کړي . د افغانستان د اقتصادی او تجارتی اړيکو له پاره يې د کراچی بندر متبادل ، د چابهار بندر خلاص کړ ، چې د لومړی ځل د پاره هندی کشتيو افغانی توکی هند ته وليږدول او په هره يوه يا دوو اونيو کی به دا کشتی د هندی او افغانی مالونو د وړو راوړو کار ته ادامه ورکړي . پاکستان زمونږ صادرات نه يواځې د ځمکې له لارې نه پريږدی ، بلکې د هوا له لارې يې هم ګواښونه کړی دی. اشرف غنی د افغانی توکو د پاره د هوايي دهليزونو بر سېره د لاجوردو تاريخی لاره هم خلاصه کړه ، چې له دې لارې زمونږ توکی آذربايجان ، ګرجستان ، ترکيې او د ترکيې له لارې اروپا ته لاره مومي .

افغانستان نور په اقتصادی ډګر کې د پاکستانی جنايت پيشه واکمنو له ګواښونو خلاص او آزاد شو .

همدارنګه افغان ولسمشر وکولای شوه چې په مستنده توګه پاکستان په نړيواله ټولنه کې د تروريسم د ملاتړی په توګه معرفي کړی . د همدې هڅو او هاند په پايله کې د امريکا ولسمشر ښاغلی ترمپ اعتراف وکړ چې پاکستان امريکايي رهبران د احمقانو په څېر تېر ايستلی دی او زمونږ د ملياردنو ډالرو په بدل کې يې مونږ ته دوه مختوب او دروغ وړاندې کړي دي . له دې امله د امريکا متحده ايالاتو پر پاکستان خپلې مرستې تر هغه بندې کړې ، څو پاکستان په عمل کې د طالبانو او حقانی د تروريستی شبکې پر ضد د افغان حکومت او امريکا ملاتړ نه وي کړی .

افغان ولسمشر اشرف غنی وو چې پاکستان يې د تروريسم د ملاتړ له امله په نړيواله کچه منزوي کړ. ځکه پاکستان خپلو طالبي تالی څټو ته دنده سپارلي ده چې د اشرف غنی او دده د حکومت سره به سوله نه کوي . د آی-اس-آی او د هغو د نوکرانو ( طالبانو ) له پاره د سياست له ډګره د پاکستان د نه پخلا کيدونکی دښمن افغان ولسمشر اشرف غنی ايستل د لومړۍ درجې لومړيتوبونو څخه دي .

د دوحې په وروستيو خبرو کې د پاکستان غوښتنې طالبانو د ميز سر ته راوړي دی او امريکايان يې هڅولی دی چې د پاکستان غوښتنې د مذاکراتو د چوکاټ برخه وبولي . طالبان په مذاکراتو کې داسې رول بازی کوی چې د پاکستان رسمی مامورينو په دومره سپين سترګی سره نه شو بازی کولای .

طالبان له جنرال مشرفه ښه پاکستانيان دی ، يواځې د پاکستان د بيرغ لاندې نه ، بلکې د مولانا سميع الحق او کرنيل امام تر بيرغ لاندې د افغانستان پر ضد او له پاکستانه د دفاع دنده تر سره کوي .

جهاد طالبان –  دفاع پاکستان !

جهاد افغانستان، دفاع پاکستان

حکيم روان »«

(جنرال ضياءالحق )

د پاکستان مشهور ژورناليست علی احمد مهر د الجزيرې له عربی تلويزيون سره په مرکه کې وويل چې د هغو ملياردونو ډالرو له جملې څخه يو مليارد دالر نن پاکستان ته راورسيدل ، کوم چې د طالبانو په سر د عربی اماراتو او سعودي له خوا پاکستان ته منل شوی وو . اوس به طالب دې انجام ته څه وايي ؟ د افغانستان د آزادۍ د پاره جګړه د پاکستان له پاره په ملياردونو ډالرو واوښته ؟ طالب د چا د پاره جنګيږي ؟

له بله پلوه افغان ولسمشر دوکتور اشرف غنی د سويس په داووس ښار کې وويل چې يواځې د ده د ولسمشرۍ په دوره کې طالبانو ۴۵ زره افغان پوځيان وژلی دی او تر دې زيات معلول شوي دی . په دې موده کې د خارجی وسله والو تلفات ۷۴ کسان دی . او دا يې هم زياته کړه چې طالبان د جنايتکارو مافيايي ډلو سره اړيکی لري .

اوس مالومه شوه او کنه چې : « جهاد طالبان ، دفاع پاکستان ! »  ده ؟ نوم يې دی د افغانستان د آزادۍ له پاره مبارزه !!!  راشه که يې ګورې !

پاکستان په ډاګه پر تروريسم تجارت کوي . دادی طالبی تروريستانو ورته بيا ملياردونه وګټل .

سعودی او عربی اماراتو هر يوه د امريکا د راضی ساتلو له پاره پاکستان ته درې درې مليارده ډالر ومنل، څو طالبان د خبرو ميز ته کينوي . له دې شپږ ملياردو ډالرو څخه نن د ۲۰۱۹کال د جنوری په ۲۶ نيټه يو مليارد ډالر پاکستان ته ورسيدل . ددې ملياردونو ډالرو بيه د افغان وسله وال پوځ د ۴۵ زرو افغانو مسلمانو ځوانانو وينې او سرونه دی او د پنځو څلويښتو زرو کورنيو په کور ، کلی او کوڅه کې وير او ماتم دی . دا د هغو ملکی تلفاتو د پاسه دي کوم چې د پاکستانی مدرسو د ځان مرګو په بريدونو کې په وينو کې لمبول شوي دي . د خدای او شريعت د پاره د طالبانو جګړې پاکستان ته ملياردونه راوړل او په افغانستان کې يې د وينو حمام جوړ کړ ؟ دا څنګه چل دی ، طالب ځان افغان بولی ، خو ګټه يې د پاکستان او زيان يې د افغانستان دی ؟ جنرال ضياءالحق رښتيا ويلی وو چې : « جهاد افغانستان ، دفاع پاکستان ! »

طالبان لا هم چانې وهی تر څو علاوه پر نورو پنځو مليارد دالرو، خپل مولا او ملاتړي  ( پاکستان ) ته نور هم ګټه وکړي . لا هم خونړی بريدونه کوي ، څو ترهه واچوي ، ويره خوره کړي او نړۍ قانع کړي چې د ترهګرۍ زور ته سر ټيټ کړي . طالب د پاکستانی جلادانو سره کيني ، خو د افغان حکومت سره نه کيني . طالب چې د پنجاب ځنځيری سپی نه دی نو څوک دی ؟ طالب هر وخت د روس سره د ايران او چين سره کيناستو ته تيار دی ، خو افغان حکومت نه مني ! دا ځکه چې پاکستان هم غير له پاکستانی لاسپوڅي حکومت ( لکه د طالبانو حکومت ) بل افغان حکومت نه مني .

طالبان وايي چې افغان حکومت لاسپوڅی دی ، خو افغان حکومت تر ننه هيچا ته ملياردونه نه دی ګټلی . همدارنګه افغان حکومت د طالبانو په شان پاکستان د مذاکراتو ميز ته نه دی راکش کړی . که طالب لاسپوڅی نه وي ، بيا څنګه پاکستان علنی وايي چې هغه دی د امريکا په خاطر مو طالبان د خبرو ميز ته راکش کړل ، اوس نو امريکا بايد د پاکستان سره اړيکی د پخوا په شان عادي کړي . اوږد غوږي طالبان لا خبر هم نه دی چې د پاکستان – امريکا د اړيکو جوړولو د پاره د وسيلې په توګه استعمال شول . تر ډيره حده دا خبره طبيعی هم ده ، ځکه پاکستان د طالبانو خاوند دی او طالبان د پاکستان مخلوق او ملکيت .

که طالب لاسپوڅی نه وی ، بيا څنګه د طالب د مذاکراتو په سر پاکستان ملياردونه آخلی ؟ که طالب لاسپوڅی نه وی ، ولی دا ۱۷ کاله د سولی مذاکراتو ته نه حاضريده او تر ننه يې يواځې د افغانانو وينی تويولې . « دا ځکه چې د طالبانو پيغامبر کرنيل امام ويلی وو چې بايد د افغانانو چټلی وينی تويې شي » .

که طالب لاسپوڅی نه وي نو ولی نړۍ ته نه اعلانوی چې دوی په خپل سر او خپله اراده مذاکرات پيل کړي دي ، بايد څوک د طالبانو په سر چا ته ملياردونه ور نه کړي ؟ او که څوک د طالبانو پر سر ملياردونه ورکوي ، بايد افغانانو ته يې ورکړي .

که طالب لاسپوڅی نه وي ، څنګه د نړی سلګونه هيوادونه افغان دولت په رسميت پيژنی ، خو طالب تالی څټی يې نه پيژنی ؟

افغان دولت د بين المللی مناسباتو په چوکاټ کې د خپلو وسله والو ځواکونو د پاره تر وسه هر څه تياروي ، بيا هم زمونږ وسله وال پوځ اکمالاتی اړتياوې لري او د جنګ بار د افغان دولت ملا کږه کړی ده ، طالب که د چا مزدور نه وي، د يوې تروريستی ډلې په توګه اکمالات له کومه کوي ؟ او د کومو مناسباتو په چوکات کې خپلې جنګی ليکې اکمالوي ؟

وايي قرون وسطايي طالبانو تغير کړی دی . روسان وايي چې : « کوپ ګور اصلاح کوي » . پښتانه وايي چې : « مکې ته په تګ خر نه حاجی کيږي » . طالبان تر اوسه صحرايي محاکمی کوي ، په درو خلک وهي ، ښځې سنګساروی ، لاسونه پرې کوی او تر نفوذ لاندې سيمو کې مکتبونه نه پريږدي . دا د طالبانو کار نه بلکې د آی-اس-آی ستراتيژی ده چې افغانی ټولنه بايد د انسانی ژوند له محوره وباسی .

طالبان افغانان وژني ، خو د سولې خبرې د امريکا سره کوي . دا څنګه چپه دنيا ده ؟ طالبانو د ملکی افغانانو د وژنو برسېره يواځې د افغان وسله وال پوځ ۴۵ زره کسان د کم او زياتو څلورو کالو په موده کې وژلي دي ، خو سورې نارې د امريکا سره د جنګ کوي ، په همدې موده کې د امريکائيانو په شمول ټول ټال۷۴ کسه خارجيان وژل کيږي . مونږ د افغانستان د مدافعينو په مرګ په ځانګړی توګه او د خارجيانو او طالبانو په مرګ ژوبله هم خواشيني کيږو ، خو پوښتنه داده چې آیا طالبان ځانونه د خدای (ج) او د هغه د مسلمان مخلوق په وړاندې د ځواب په ويلو ملزم بولي او کنه ؟ داسې ښکاري چې نه .

پاکستان په ډاګه اسلامی سخت دريځي او تروريستان روزي ، او د تروريسم په سر ملياردونه ډالر سودا کوي ، خو نړۍ رډ رډ ورته ګوري . نه تر اوسه پاکستان چا د شرارت مرکز وباله او نه چا د تروريسم د ملاتړ او حمايت په تور ليست کې شامل کړ. پاکستان په ډاګه د تروريسم د روزونکی او ملاتړي په توګه سرې سترګې ګرځي ، په ګاونډي افغانستان او هند کې درګرد خونړي تروريستی بريدونه کوي او د بريدونو تنظيموونکی د آی-اس-آی په دهليزونو کې د آی-اس-آی د اتلانو په توګه کښته او پورته کيږي ، تر ننه چا له پاکستانه د لسګونو او سلګونو زرو بی ګناه افغانانو د وينو او سرونو پوښتنه ونه کړه . دا ولې ؟ دا ځکه چې پاکستان او ايران په افغانستان کې طالبان ، حزب اسلامی حکمتيار، حزب وحدت اسلامی ، جمعيت اسلامی او د ګوډاګيانو سلګونه غدۍ لري . وايي : « ونې ژړل چې د تبر لاستی زما له تنې دی » .

 

 

 

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشا د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې پيغام

کابل – افغانستان د ۱۳۹۷م کال د مرغومې ۶ مه
په ‌‌‌‌‌‌ډيره خواشینۍ مو خبرتیا تر لاسه کړه چې د افعانستان د ملي ترقۍ ګوند د مرکزي شورا غړی ، د پکتیا د ولایتي ګوندي شورا ریس ، پخوانی د کابل د پلیتخنیک پوهنتون استاذ ، د پکتیا پوهنتون علمي مرستیال ، په مسکو کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سکرتر ، د هېواد د دموکراتیک او وطنپالونکې جنبش یو وتلی سالار او د وطن یو ذهیر خدمتګار ارواښاد فدامحمد فدا ، د ورپيښې ناروغۍ له امله نن له دې فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړي او د ابدیت سره یو ځاي شو . مرحوم فدا یوه علمي ، فرهنګي ، سیاسي او دیپلوماتیکه وتلی څيره وه . د ژوند زیاته موده یې په زده کړه ، د وطن د ځوان نسل په روزلو او د هېوادنې غورځنګ تاند ساتلو په خدمت کې تیره کړه . خداي بښلی یو ارام ، خلکو سره مرسته کوونکی ، خاکسار او اوریدونکی شخصیت ‌ؤ . هغه له انسان او افغان سره نیکې کوله او له بدۍ بیزاره ‌ؤ خداي بښلی فدا د افغانستان ولس په منځ کې اوسېدلو ، ان په ‌‌‌‌‌‌ډيرو ستونزمنو شرایطو کې د خپل ټاټوبې له کلې او انګړ بل خوا استوګن نه شو او د ژوند تر وروستیو شیبو یې د خپلو خلکو ، ملګرو او دوستانو تر څنګ د افغانستان د ابادۍ په ارمان سترګې غړولي او هم یې سا ایستله . هغه د افغانستان له څلویښت کلنې تپل شوي جګړي کرکه درلوده . د خپلو هېوادوالو په سرساموونکې مرګ او میر زوریده او تل یې د مرحوم په روح او روان منفې اغیزه کوله . هغه د جګړي د بیخې ودریدو ، د بې درنګه سولي د راتلو ټينګ پلوي ‌ؤ . هغه به ویل چې جګړي او مداخلې زموږ د خلکو په ژوند ژور منفې اغیز کړی او ان عمر یې ور لږ کړی دی . هغه په ګوندي ناستو او د خلکو سره په جرګو کې افغانان وطنپالنې ته رابلل ، ویل به یې چې د نیابتې روانې جګړي تمولونکې او جګړه ماري مفرزي د هېوادوالو وطندوستۍ ته کلک زیان رسوي ، په ملک کې لاسوهني ته زمینه برابروي او په دې توګه افغانستان ورانوي . د هغه تشه د جبران کېدو نه ده . د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند مرکزي شورا ، د هغې اجرائيه شورا ، دارالانشا ، سیمه ایزي او ګوندي شوراګانې او په ټوله کې ګوندي غړي د ارواښاد فدا ناببره مړینې سخت خواشینې کړي دي . په داسې شیبو کې چې د ارواښاد فدا غم موږ هر یو زوروي ، د پوره درک وړ ده چې د هغه ویرجنه کورنۍ به هم د غم په تغر د کیناستو عذابونکې لحظې تیروي . له دې کبله ټول ګوند د اروښاد د غمزپلې کورنۍ تر شا ودریږي او د هغوي سره په دې ستر غم کې څنګ په څنګ د دردمنې کورنۍ د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې په موخه له هر راز مرستې کولو څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه نه کوي . د ګوند دارالانشا له لوي خدایه غواړي متوفا ته مغفرت وکړي او ویرجنې کورنۍ ته یې عاجل تسلیت او د زړه صبر ورکړي . انا لله و انا الیه راجعون عبدالحی مالک د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

Visat av Abdulrahim

Chattkonversationen är avslutad
Skriv ett meddelande, @name …