م.کوچی
افغانستان ولس دزمري د مياشتی په ۲۸ نېټه ۱۳۹۶کال د هېواد د خپلواکې د لمانځغونډو له پاره تېاری نيسي . ځکه پوره ۹۸کاله وړاندې همدې باتور ملت په تشو لاسونو د نړې د لوی ښکېلاکگر ځواک « بر تانېا » څخه د خپلو سرنو په بدل خپلواکي وگټله . د غازي امان الله خان په مشری یي د خپل هيواد د رغونۍ چاری پېل کړی .
خو غدار انگرېز او دده گوډاگېانو دافغان ولس دسوکالۍ او ښېرازۍ او تل پاته سولې پر وړاندې په توطيو او پروپاگندونو پېل وکړ او اړدوړ پېدا شو . مکار دښمن تل د نالوستي کسانو لکه حبيب الله د سقاو ځوي چې يو څرګند غل او لاری وهونکی وو ، د خپلو نورو اجينټانانو ، ملاډوله پرنگيانو