افغان سوله د جنگ جگړوکول

محمدآقا کوچی

تر 9مياشتو وروسته دامريکا او طالب مشرانو په ټپه دريدلې خبری بيا پېل شوی ۴ورځې وشوی خو پاېله نشته جنگونو بمي چاودنو ځان وژنوځور اخستی د بگرام پر هوايي ډگر کې د طالبانو بريد د ۹۰ تنو زيات عام خلک ټپيان يا ووژل شوي په کندز، ننگرهار، او جوزجان کې زړه بگنونکې پېښې وشوی.

د ټاکنو پاېلی هم د نا څرگند برخليک خواته درومي يو شمېر هغه کسان چی تير ۲۲ کلونو په اوږدو کې د ملت پر اوږو سپاره او خورا ستر پانگوال شول د خپلو پانگو د خوندي کولو د حساب نه ورکولو اود ملت پر وړاندې د ستر خنډ دسولی پر وړاندې ستر خنډونه جوړ کړي دا کسان د خپل راتلونکي له ويری دا ډول جنجالونه زيږوي، دا ټولی ستونزی بهرني او کورني اړخونه په گډه سره يودبل په مرسته پنځوي.

 سناتور لیندسي ګراهم په دې باور دی چې دافغانستان جګړه هغه وخت ختمیږي چې امریکا له پاکستان سره خبرې وکړي نه له طالبانو سره. ګراهم وویل: “دا چې له طالبانو سره مذاکرات روان دي، فکر کوم موږ غلطې کړې، باید له پاکستان سره مذاکرات پیل کړو، که پاکستان په خپله خاوره کې طالبانو ته ځای ور نه کړي په افغانستان کې به جګړه په څو اونیو کې پای ته ورسیږي.”

دواشنگټن پوست ورځپاڼې ددوشنبې په ورځ دسمبر ٩ هغه دولتي اسناد خپاره کړل چې ددې ورځپاڼې دریپوت پر بنسټ، لوړپوړو امریکایي مقاماتو دافغانستان د ١٨ کلنې جگړې په اړه په بې حده خوشبینانه ویناو خلک تیرایستلي دي. پنټګان هم دا ادعا رد کړې چې دافغانستان دجګړې په هکله خلک تیر ایستل شوی دي. دافغانستان په جګړه کې لږ تر لږه ۲۴۰۰ امریکايي سرتیري وژل شوي او پر دې جګړې شاوخوا یو ټریلیون ډالر لګیدلی دي.

زما په اند که ټوله نړې دافغان جگړې سره پرتله شي دومره اوږده ويرانونکی وژونکې جگړه د نړې په هيڅ گوټ کې نه ده شوی نړېوالو جگړ نه نيولی د ويتنام، امريکا، عربو، هند پاکستان ،پاکستان بنگلديش اونور دومره وژونکې جگړه کې ښکېل شوي نه وه او نه به وي، زه فکر کوم دافغانستان  نيابتي جگړه دنړې دسترو هېوادونو يانی امريکا روسيه، پاکستان ايران او نورو سيميزو هېوادو د خپلو مخو او گټو له پاره دا درنه وژونکې جگړه زموږ پر خوار ملت تپلی اود جنگ جگړو دوام ته نوری لاری چاری هم لټوي.

 د پوره تعجب او پوره دقت خبره خوداده چی ويل کېږې دامريکا او طالب مشران به ژر خپلو کې د سولی تړؤن لاسليک کاندي اوددوی تر مينځ به اوربند وشي ولی مري افغان سوزي افغان بیکوره درپدرگرځې افغان طالب هم ځان بولي افغان بيا نو دخپل افغان سره سوله نه کوي اوربند نه کوي دا سوله به دايمي وي ؟ پايداره به وي؟ زما په انه نه خير داسی هوکړې مخکې هم شوي ولی پاېله جنگ دربدري وژنه چور شوی .

 که سوله کيږې بايد په ډانگ پيلی توگه افغان حکومت، امريکا، طالبان او نړېوال ملگري ملتونه او گاونډيان د يوی رښتنی اجماع په جوړولو سره په سوله لاسليک اود جنگ ختم اعلان کړي کنه داهسی غلول تيروتل دي اوبس.

 ماقا شيرزاد20191212

شپېګل: د سولې تر خبرو یوازې څو ورځې مخکې جمهور رئیس ټرمپ د ټوېټر له لارې له طالبانو سره د سولې د خبرو ناڅاپي پای اعلان کړ. تاسو خپه شوئ که خوشحاله؟

جمهور رئیس غني: هېڅ یو. ما بیا بیا امریکا متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړی و چې له طالبانو سره د واشنګټن د خبرو کړنلاره په یوازې توګه بې‌پایلې ده، وروستی ځل مې د خبرو تر ماتېدو څلور ورځې وړاندې یادونه کړې وه. د سولې خبرې یوازې هغه مهال بريالۍ کېږي چې افغان حکومت نه یوازې پکې ګډون ولري، بلکې مشري يې وکړي. موږ باید دغه لاره خپله کړو. البته موږ د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړ یو، خو موږ باید چارې په خپل واک کې واخلو. موږ باید هېره نه کړو چې دا د کابل حکومت و چې له طالبانو سره یې لومړی ځل له نړیوالې مرستې پرته اوربند تنظیم کړ. موږ باید هغې لارې ته بېرته ستانه شو چې موږ غوره کړې وي، نه نورو.شپېګل: آیا جمهور رئیس ټرمپ نړۍ ته د خپل تصمیم تر اعلان وړاندې تاسو ته خبر درکړ؟
جمهور رئیس غني: نه. معمولاً د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېوو له ما سره خبرې کوي – دا د دغو ورځو تشریفات (رسمیات) دي. خو موږ تر هغه ټویټ وړاندې په تماس کې وو.شپېګل: د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په کېمپ ډېوېډ کې ناسته واقعاً تر کومه بريده نږدې شوې وه؟ او له دې ناستې ستاسو تمه څه وه؟

جمهور رئیس غني: موږ له یوې سمبوليکې غونډې پرته د بل څه تمه نه لرله چې دواړو لورو به پکې په رسمي ډول یوې سياسي حل‌لارې ته د رسېدو او د ګډې موخې په خاطر د جنګ د پای ته رسولو ژمنه کوله؛ خو دا نوره بې‌ځایه ده چې په اړه یې نور بحث وشي. موږ د کومې تاریخي هوکړې تمه نه لرله. هغه اوربند چې جمهور رئیس ټرمپ د نورو خبرو لپاره د یوې مقدمې په توګه منلی و، طالبانو عملي نه‌کړ چې ښايي جوګه يې نه وو یا يې هم ښايي نه غوښتل.

شپېګل: تاسو يې پر دلیل پوهېږئ؟

جمهور رئیس غني: له طالبانو په هر ډګر کې حساب ګډوډ شوی. لومړی د دوی درک د افغانانو د مقاومت په اړه ناسم و، دوی غوښتل خپل دریځ په خبرو کې په پرله‌پسې چاودنو سره پیاوړی کړي. دوی جمهور رئیس ټرمپ هم نه و پېژندلی. دوی غوښتل خبرې د خپلې بریا په توګه وښيي او په ګڼو بریدونو سره د سولې تر وروستۍ هوکړې وړاندې په خبرو کې نورې موخې هم تر لاسه کړي. دوی داسې تصویر وړاندې کاوه چې پکې افغان حکومت او امنيتي ځواکونه مات شوي وو؛ خو افغانستان ويتنام نه دی – دلته په کابل کې څوک په چورلکو نه دي تړلي چې له هېواده وتښتي.

شپېګل: اوس باید څه وشي؟

جمهور رئیس غني: لومړی موږ ګډ چلند غوره کولو ته اړ یو. له “موږ” زما مطلب د افغانستان حکومت او امريکا متحد ایالتونه او نړیواله ټولنه ټول دي. له طالبانو تمې په وروستيو میاشتو کې ډېرې شوې، ځکه هر چا طالبانو ته د بیړنیو پایلو د تر لاسه کولو په موخه د سولې د خبرو په خاطر مراجعه کوله. اوس یو وار بیا ګډې تګلارې ته اړ یو، داسې تګلاره چې میاشتې ونه‌نيسي بلکې څو اونۍ وخت واخلي.

شپېګل: که تاسو د خبرو اړخ وای، کوم کار به مو متفاوت کړی وای؟

جمهور رئیس غني: زه ساده مرکچي نه یم [په آسانه نه قانع کېږم]، ټول پر دې پوهېږي. زه زموږ د ګټو سرسخت پلوی یم. که د سولې هوکړه‌لیک زموږ مهمې ستونزې حل نه‌کړي، ان که پایدار هم وي زه به یې ونه‌منم. دا ستونزې به وروسته بېرته سر راپورته کړي، هر افغان پر دې خبره له تاریخه پوهېږي.

شپېګل: تاسو کوم شیان د افغان حکومت لارښودونه یا هم حتا سرې کرښې بولئ؟

جمهور رئیس غني: له طالبانو سره هوکړه باید د افغانستان د اساسي قانون ارزښتونه، بشري حقونه، ډيموکراسي او د ښځو حقونه تضمین کړي. تر دې پرته خبرې بې‌ګټې دي. موږ به په حکومت کې او ان په افغان ټولنه کې د طالبانو ادغام له سختو تضمینونو پرته ونه‌منو.

شپېګل: د طالبانو استازي تر ډېره پېژندل شوي جنګي قوماندانان دي، هغوی چې د لوېدیځو ځواکونو خلاف خونړۍ جګړه پر مخ وړي. تاسو به د یوه امریکايي یا جرمني وژل شوي سرتېري کونډې ته څرنګه ځواب وایئ چې دا کسان اوس په حکومت کې په لوړو پوستونو مقررېږي؟

جمهور رئیس غني: زما غمرازي له ټولو هغو سره ده چې د دې جګړې قرباني شوي او لوړه بیه یې پرې کړې. زما هېواد او زه به د هغوی د قربانیو همېشني منندوی یو. داسې هېڅ کلمې نه‌شته چې د یوې کونډې درد دوا کړي، خو زه به هغې ته ووایم چې دغه نړیوال ماموریت زموږ هېواد په بنسټیز ډول بدل کړ. افغانستان به نور داسې هېواد نه وي چې ښځې پکې په کورونو کې د قفسونو په څېر بندي ساتل کېږي. پر دې سربېره، زه به دوی ته ووایم چې د سولې د هرې هوکړې موخه به دا وي چې د نړیوالو او ځايي سرتېرو خلاف د وینې تویولو لړۍ ودروي. زه خبر یم چې د دغسې هوکړې بیه په ډېر دردناک ډول لوړه ده، په تېره بیا د هغوی لپاره چې د خپل زړه ټوټې یې له لاسه ورکړې وي.

شپېګل: د خبرو په جریان کې مو طالبان وليدل چې یا يې نه غوښتل یا یې نه‌شولی کولای خپلې ژمنې پر ځای کړي – په تېره بیا د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې. پر دوی باور کېدای شي؟

جمهور رئیس غني: زه په خپل ژوند کې له سند پرته پر چا باور نه کوم. باور باید د پوره‌کړو ژمنو له لارې راشي. افغانستان او نړیواله ټولنه باید اوس خپلې غوښتنې تنظیم کړي او له طالبانو هم خپلې تمې راټيټې کړي. موږ باید ډېر روښانه ووایو چې موږ به دوی ته تسلیم نه‌شو. که طالبان فکر کوي چې کابل ته به راشي او هر هغه پرمختګ به له منځه یوسي چې تر اوسه په افغانستان کې شوی، په بشپړ ډول په غلطه دي. دوی بیا رول لوبولای شي، خو دوی به له ټاکنو سره مخ کېږي چې دوی به اړ وي تر څو په حکومت کې هر پوست ته د رسېدو لپاره د ولسونو ملاتړ ولري.

شپېګل: فکر کوئ چې طالبان به ټاکنې ومني؟

جمهور رئیس غني: دوی يې باید ومني. د ګلبدين حکمتیار مثال وګورئ. هغه د یوې اسلام‌پالې ګوريلا بې‌رحمه او پیاوړې ډلې مشر و چې د کلونو په اوږدو کې يې زموږ او د نړیوالې ټولنې پر ځواکونو بریدونه کول. موږ هغه تر خبرو وورسته قانع کړ چې کابل ته راشي او دلته په آزادۍ کې واوسېږي. موږ پر خپلو ژمنو عمل وکړ او هغه په اوسنيو ټاکنو کې نوماند و. د هغه پایلې به د دې ازموینه هم وي چې آیا طالبان هم د افغانستان د خلکو تر منځ پیاوړی ملاتړ لري که نه.

شپېګل: په سپینه ماڼۍ کې تر روان کشمکش هاخوا داسې ښکاري چې یوازې جمهور رئیس ټرمپ هم نه دی چې په افغانستان کې له روان ماموریته راضي نه دی. تاسو د هغه او د امریکا د خلکو ستړیا درک کولای شئ؟

جمهور رئیس غني: زه یې کاملاً درک کوم. نړیوال ځواکونه دلته د نږدې ۱۸ کلونو لپاره وو چې دا اوږده موده او سخت وخت و. زه پوهېږم چې افغانستان تر ابده ځان د نړیوالې ټولنې په غاړه کې نه‌شي ور اچولای. موږ باید هېره نه‌کړو چې امریکا تر اوسني ماموریته ډېر بېل ماموریت پیل کړی و. دوی غوښتل د سپټمبر د یوولسمې نېټې تر ناوړه پېښې وروسته القاعده له منځه یوسي. زه د واشنګټن اراده او دا چې یاده موخه بشپړه شوې، د دوی د ځواکونو د ایستلو په اړه د دوی تصمیم کاملاً درک کوم؛ ځکه نو موږ په سخته هڅه کوو چې باید په خپل سر د خپلو ټولو امنيتي ستونزو د حل جوګه واوسو.

شپېګل: حتی که طالبان هوکړې ته چمتو وای، پوښتنه دا ده چې تر کومه بریده د دوی مرکچيان د دغه غورځنګ پر ټولو غړو، حقاني شبکه او نورو ترهګرو ګروپونو واقعي نفوذ لري.

جمهور رئیس غني: ښکاره خبره ده چې دا تر ټولو ډېره مهمه پوښتنه ده. زه هم تر اوسه ورته روښانه ځواب یا تګلاره نه لرم؛ خو که موږ یوازې دومره وکولای شو چې طالبان له اسلامي دولت غوندې وسله‌والو ډلو بېل کړو هم موږ به دا ډلې په کافي اندازه کمزورې کړې وي. دا به زموږ او نړیوالې ټولنې تر منځ د یوې ګډې موخې په توګه پاتې شي.
Abdul Hadi Hadi

ټاکنۍ اوسوله

m agha (2)

گران هېواد افغانستان ولسونه په ۱۳۹۸ل کال  کي د ټاکنو او سولی پروسه پر مخ وړي، زه غواړم پر دی موهمو مسلو خپل ځغلنده نظر څرگند کړم.

درنو دوستانو اول سوله دامريکا د بهرنيو چارو د وزارت استازي زلمي خليل زاد ۹ ځله د طالب استازو سره په دوحه کې ناستی تر سره کړی خو پاېله نه درلوده، د روسی، چين ، پاکستان هيوادو هم د يو شمير کور ناستو افغان مخکنيو چارواکو سره د طالبانو په گډون بی پاېلی ليدنې وکړی ولی افغان اوسنی حکومت څنډې ته وو؟ اوس بيا چين، پاکستان، روسيه او ايران پر امريکا زور اچوي چی افغان سوله پېل شي راتلونکی اونې  دچين  په هيواد کې ناسته کيږي که خبره را ټوله کړو هغه دا چی تر هغه دا ناستی منډې ترړی پاېله نه ورکوي  تر څو چی ددی سولی اصلي خواوی يانې افغان منتخب حکومت، د ملگرو ملتونو امنيت شورا، امريکا، او نور زيدخلی خواوی دافغان سولی د باعزته تل پاته سولی له پاره د اوربند او مخامخ بين الافغاني خبرو زمېنه برابره نکړي دا يي سمه او دره نه لاره ده  که هر څوک دافغان با عزته سولی غوښتونکي وي نوبيا د خپلو شومو مخو د عملي کولو کوښښ نه کوي په تير ۴۱ کلن ناورين د هر هغه هېواد چی خپلی شومې موخې درلودی ټولې نړې ته بربنډې شوي که بشريت اود انستانيت موخی وي نو سوله هم اسانه او باعزته کيدای شي او که خپل شوم پلانونه عملي کول هدف وي بيانو تش ناستی کومه گټه نه لري يوازی دوخت تيرول دي او بس.

دويم ټاکنۍ ،ټاکنۍ دافغانانو خپل روا حق دی هر افغان کولای شي خپل د خوښې نومان ته رايه ور کړي زه هغه څه ليکم چی زما د سترگو ليدلی حال بيانوي زما په اند په دی نړې کې موږ ژوند کوو دافغان ټاکنو بهير تر هر هيواد په اوسني مودرن تخنيک ولاړ وو زه چی کله په احمد شاه بابا مېنه د احمدشا بابا د نجونو ليسی ته ورداخل شوم موخه مې د خپلی رايي استعمالول وو ځکه ما هلته خپل سټيکر وهلی وو هتله په څؤ خونو کې دالفبا د تورو په شکل خونی وی زما نوم يانی  م اول توری وو پر دوه خونو کې د م توری کسان وو په يوه خونه کې زما نوم لست کې پيدا نه شو بلی خونۍ ته رهنمايي شوم هلته زما نوم وو اول نو م ټيکمار شو بيا زما تذکره کي عکس، سټيکر او نور شيا عکس برداري شول، بيا می گوتی ولگولي بيا زما عکس بايومتريک شو وروسته د رايو په پاڼۀ سټيکر نصب او ماته وويل شول د الماری شاته رايه ټيکمار کړه ما دا کار وکړه تر دی شفافه پروسه په دی نړې کې نشته دی زه وايم که څوک په دموکراسی، ولسواکۍ باورمند وي نودا لار تر ټولو غوره او رڼه ده که څوک ولسواکي په زور او زرو تر لاسه کوي د بل په لمسون پروسه بلی خواته بيايي نودا بيا ښکاره دولس او خلکو سره دښمني اودبل د شومو موخو د عملي کولو اود هغوی غلامي ده  . داولسونه نور ويښ او بيدار شوي دوی ددوست او دشمن توپير کولای شي دوی نور د اسلام مقدس نوم څخه د جهاد او ناوړه استفاده کونکي پيژني اوس ددی وخت را غلی چی ټول ولسونه د ملي گټو د خونديتوب له پاره سوله وکړي اودا وران هيواد بيارغونه ترسره کړي.

م اقا شيرزاد

 

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ ل کال د میزان ٢٩ مه

دافغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ د رسنیو او د خپلو ګوندي شوراګانو د خبرتیا له لارې مالومات تر لاسه کړل چې د ننګرهار شینوارو د هسکې میني ولسوالۍ په جومات کې د جمعې ورځې دلمانځه په بهیر کې شوي ترهګریز برید له ۷۰ تنو زیات شهېدان او د ۳۰ تنو په شاوخوا کې ټپيان پر ځاي پریښودل . د دې په څنګ کې د خداي ج کور جومات ته ستر زیان واړول شو .

د ګوند دارالانشأ دا برید او نور ټول هغه ترهګر یز بریدونه چې د افغانانو په مقدسو ځایونو ، روغتونونو ، ښوونځيو ، علمي او ټولګټو موسسو شوي او افغانانو ته یې ستر مالي ځاني نه جبران کېدونکې تاوانونه اړولي د انسان ، افغان او مسلمان د دوښمنانو کرغیړن عمل بولې چې هیڅ ډول بله توجیه نه لري .

د ګوند دارالانشأ څرګندوي ، هغوي چې په هر ناروا هدف مسلمان ، افغان او په ټوله کې انسان د ژوند له حق محروموي ستر جرم کوي ، د خداي ، پيغمبر او بشریت په وړاندې د ودریدو ناکامه هڅه کوي . همدارنګه هغه نړیوال او سیمه ایز زبر ځواکونه چې د خپلو ناروا ګټو د خوندي ساتلو په پار د یو شمیر ادیانو او مذاهبو په پوښښ کې د سیالۍ او نیابتې جګړو ډيرې شومې بڼې ازمیښت ته راوباسې ، له یوي خوا د خداي او خلکو په وړاندي جنایت کوي او له بلې خوا د ادیانو او مذاهبو هغه انساني او معنوي روح او ارزښتونو ته د پاي ټکی ږدې چې د پيړیو مبارزو او هڅو په پایله کې یې ظهور کړی .

په افغانستان ، منځنې خټيځ او د افریقا شمال کې د اسلامي بنسټپالنې له خوا مخته بیونکې جګړه د پورتنۍ بیان شوي موخې هغه بهیر دی چې له یوه پلوه د سنې او شیعه په نامه سیالۍ او جګړي بې دفاع مسالمانان ووژل او له بل پلوه د سیمې او نړۍ د یو شمیر هېوادونو نا تعریف شوي ملي ګټو ډير مسلمانان او د اسلامي اصیل تمدن ډير ستر مادي او معنوي ارزښتونه د خاورو سره خاوري کړل . افغانستان او د هغې خلک د څلورو لسیزو څخه په زیاته موده کې د یو شمیر اسلامي هېوادونو ، ګاونډيانو او د نړۍ د ډيرو پرمختللو دموکراسیو له لاسه په اور کې ودریدلې پاتې دي .

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د هسکې مینې ترهګریز برید په ډيرو سختو ټکو غندې ، شهېدانو ته د الله له درباره د مغفرت دوعا کوي ، ټپيانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي او د شهېدانو او ټپيانو کورنیو ته د زړه صبر غواړي . د دې په څنګ کې د افغانستان له خلکو په تیره بیا د هغې له اګاه قشر ، دینې عالمانو او له ټولو وطن دوستو ټولنو ، بنسټونو او ځانګړو شخصیتونو غواړي چې د روانې افغان زپونکې جګړي د پاي ته رسولو په ملي وطني کار کې عملي ونډه واخلي او د ټولو هغو بهرنیو او کورنیو کړیو د افشا کولو او دیوال ته ودرولو په کار کې چې افغان او افغانیت ته ، اسلام او اسلامیت ته ګواښ پيښوي پریکړونې هڅه او هاند وکړي .

په درناوي

عبدالحی مالک

   د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

ملګرو ملتونو په ۷۴ مه عمومي مجمع کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د وینا متن

1.10.2019Moheb i FN
بسم الله الرحمن الرحیم
د ناستې ښاغلی رئیس، د ملګرو ملتونود سازمان محترم سرمنشي، درنو استازو، سفیر صاحبانو، ښاغلو او آغلو! ویاړم، چې نن په دې مهمه ناسته (پلټ فارم) کې ستاسو درنو همکارانو او شریکانو پر وړاندې ولاړ یم او د خپلو هیوادوالو استازیتوب کوم.
بله د ویاړ خبره داده، چې یوازې دوه ورځې وړاندې شاوخوا درې میلیونه افغانانو د ترهګرۍ له ګواښونو سره خپل ژوند په خطر کې واچاوه او د افغان ځوانې ډیموکراسې په څلورمه دوره ولسمشریزو ټاکنو کې یې رایه ورکړه.
د هغو کسانو په منځ کې، چې رایه یې ورکړه نارینه، مېرمنې او آن لا داسې سپین ږیري شامل و، چې ښايي دا یې د ژوند وروستۍ رای اچونه وه. همدارنګه داسې ځوانان هم په کې و، چې نوي د رای اچونې سن ته رسيدلي او دا یې د ولسمشر ټاکلو لومړۍ تجربه وه. په ټاکنو کې داسې کسانو هم رایه واچوله، چې معلولان و او د رای اچونې تر مرکزه تګ ورته آسانه نه و.
زموږ په ولسمشریزو ټاکنو کې داسې کسانو هم برخه واخیسته، چې د لاس ګوتې یې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د طالبانو لخوا پرې شوې وې، خو دوی بیا هم راووتل او رایه یې ورکړه.
مونږ یوازې د ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه ورنکړه، بلکې ډیموکراسۍ ته مو رایه ورکړه، اساسي قانون ته مو رایه ورکړه، سولې ته مو رایه ورکړه، آزادۍ او ملي حاکمیت ته مو رایه ورکړه، هوساینې او وصل ته مو رایه ورکړه او د افغانستان اسلامي جمهوریت ته مو رایه ورکړه.
ګرانو هیوادوالو! زه تاسو ته د رایې کارونې له حقه د استفادې له امله مبارکي وایم او له ټولو مسلکي او زړورو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه کوم، چې ددې حق د ساتلو لپاره یې هڅې وکړې. زمونږ ۷۰ زره زړورو ځواکونو ددې تاریخي بهیر په لړ کې د خپلو هیوادوالو ساتنه وکړه. د افغان ځواکونو د مسلکیتوب له امله د د ښمن ډېری او آن لا ټول هغه بریدونه، چې په دې ورځ یې زموږ د ملکي هیوادوالو د په نښه کولو لپاره پلان کړي و، دفع کړل.
زه ددې لاسته راوړنې له امله د نړۍ وګړو ته هم مبارکي وايم او له تاسو هر یوه مننه کوم. نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د ناټو غړي هېوادونه په تېرو دوو لسیزو کې زموږ ترڅنګ ولاړ و او موږ ته یې ددې زمینه برابره کړه، چې هیواد مو له جګړې راووځي، بیا ورغول شي او د یوه نوي افغانستان په اړه فکر وکړو، داسې افغانستان، چې په اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو ولاړ او د تل لپاره له خونړۍ ماضي ژغورل شوی وي.
تاسو هغه مهال د یوې افغان ډیموکراسۍ په اړه زموږ د لیدلوري د عملي کېدو په برخه کې ستره او ارزښتناکه پانګونه وکړه او آن مو خپل نارینه او ښځینه د مرګ له خطر سره مخامخ کړل، چې ډیموکراسي زموږ په هیواد کې یوازې یوه مفکوره وه، خو اوس تاسو د هغې سرمایه ګذارۍ مثبتې پایلې ګورئ، چې د پالیسیو، اقداماتو، بنسټونو، اصولو او آن لا خلکو په بڼه را څرګندې شوې دي. مونږ، د افغانستان نننيو ځوانو رهبرانو د ولسواکۍ هغو اصولو او ارزښتونو ته غېږ پرانېستې، چې د ملګرو ملتونو سازمان یې پر بنسټ تاسیس شوی دی.
ښاغلی تیجاني محمد باندي! اجازه راکړئ، چې د ملګرو ملتونو د ۷۴ مې عمومي ناستې د ریاست پر څوکۍ ستاسو د ټاکنې له امله مبارکي ووایم. مونږ د هغو موخو د پراخې دایرې ملاتړ کوو، چې ددې عمومي غونډې په اجنډا کې تعقیبېږي او د سولې او امنیت له پرمختګ، د زده کړو د کیفیت له ښه والي، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او اقلیمي بدلونونو ته له رسیده ګي څخه عبارت دي. مونږ همدا ډول د عمومي مجمع د پخوانۍ مشرې ماریا فرنیندا اسپینوسا له هڅو او مشرتابه هم مننه کوو.
ښاغلی رییس،
زموږ ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني دوه کاله وړاندې د ملګرو ملتونو په ۷۲ مه غونډه کې پر همدې ځای د هغو ابهاماتو په اړه پوښتنې را پورته او خبرې وکړې، چې نړیواله ټولنه ننګوي او اړتیا لیدل کېږي، چې د حل لپاره یې ټول په ګډه پر وړاندې ودرېږو. له هغې مودې را پدېخوا افغانانو په خپل هېواد کې یو څه ډېر ډاډ رامنځته کړی دی.
موږ افغانان د ولسواکۍ او سولې لپاره پر خپله ژمنه ولاړ یو. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوه مسلکي او استوار بنسټ په توګه دا ثابته کړې، چې زمونږ له ډیموکراتیک بهیره ساتنه کولای شي او نړیواله ټولنه هم له دې بهیره د ملاتړ په برخه کې له افغان ولس او دولت سره په خواکې ولاړ دي، خو لاهم د هغو کسانو د موجودیت له امله، چې د سولې پر وړاندې ولاړ دي ابهامات موجود دي.
طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته له همدې ځایه د افغان ولس یو پیغام لرم: له موږ سره د سولې په بهیر کې یو ځای شئ، کنه پر وړاندې به مو جګړه جاري وساتو. لکه څنګه، چې زما همکارې او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادله راز تېره اوونۍ په همدې ځای کې وویل زه هم وایم، چې په دې جګړه کې بریا زموږ ده.
ښاغلی رییس،
زه دلته یوازې له وظیفوي لحاظه د خپل ولس استازولي نه کوم؛ بلکې زه د هیواد له هغه مطلق اکثریت څخه یو یم، چې شاوخوا ۶۰ سلنه وګړي جوړوي او د خپل ژوند شاوخوا درې نیمې لسیزې مې په جګړه کې تېرې کړې دي. زمونږ همکارانې سفیر صاحب عادله راز او سفیره رویا رحماني هم د هغه نسل یوه برخه ده، چې په جګړه کې زېږېدلي او لوی شوي دي.
مونږ نوی افغانستان یوو!
افغانستان دا مهال تر بل هر وخته ډېر د ځوانانو د هیلو پر اساس اداره او مخته ځي. د وروستیو شلو کلونو لاسته راوړنو مونږ ته دا فرصت راکړی، چې خپلې هیلې پر یوه قوي باور بدلې کړو. مونږ د هغې سولې د راوستو لپاره پر خپلو وړتیاوو باور لرو، چې ټول عمر مو یې هیله درلوده. مونږ په دې اړه له وړاندې زیات ګامونه پورته کړي، خو لا هم اوږده لار په مخکې لرو. راتلونکي ګامونه په موږ افغانانو پورې اړه لري.
د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې، چې هر څه وي، خو یو شی واضح دی، چې سوله د دولت لومړیتوب دی او وي به، چې اوس حکومت ته د خلکو د یو ځل بیا رایې ورکولو له امله به نوره هم تقویه شي.
سولې ته د رسېدو لپاره راتلونکی ګام به هم د لومړي هغه په څېر د افغانانو لخوا پورته شي. د ۲۰۱۸ کال په فبروري کې جمهو رییس محمد اشرف غني طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د مذاکراتو وړاندیز وکړ، چې تر اوسه هم پر خپل ځای دی. د همغه کال په جون میاشت کې، چې افغانانو د اختر ورځې نمانځلې درې ورځنی سرتاسري اوربند وشو، چې هېچا یې فکر نه کاوه. دې کار افغانانو ته یو نه ماتېدونکی ډاډ ورکړ، چې سوله ممکنه ده او په ډاګه شوه، چې حکومت له خپلو وسله والو مخالفانو سره د مخامخ خبرو اترو وړتیا لري.
ولسمشر محمد اشرف غني په نوامبر میاشت کې د سولې لار نقشه وړاندې کړه او یو مذاکراتي ټیم یې اعلان کړ. افغانستان د ۲۰۱۹ کال له پیل سره له افغانانو سره د سراسري مشورې له لارې د سولې لارې ته دوام ورکړ.
په دې اړه افغان مېرمنې تر بل هر چا د ډېر امتیاز مستحقې دي، ځکه تر بل هر چا وړاندې د هیواد په کچه د سولې د اجنډا پر محوریت را ټولې شوې. په فبرورۍ کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۵۰۰۰ مېرمنو د سولې د توافقنامې پر شرایطو بحث وکړ او د هغوی له ډلې ۳۰۰۰ تنو یې په کابل ښار کې له دې اجنډا د ملاتړد اعلان لپاره ناسته وکړه.
حکومت په اپریل کې د سولې تاریخي ملي مشورتي لویه جرګه را وغوښته، چې د سولې په هوکړه لیک کې یې د خلکو پر غوښتنو بحث او مشورې وکړې.
پورته یاد شوی هر نوښت داسې یو ستر ګام دی، چې مشري یې افغانان کوي او یوې ټول شمولې، پایداره او با عزته سولې ته زمینه برابروي او لا ډېر خوځښت رامنځته کوي.
موږ په داسې حال کې، چې په دې اړه د یوه بل ګام پورته کېدو ته تیار یو، ژمن یو، چې سوله باید پایداره، همه شموله او باعزته وي. افغانان د لانورې وینې بهېدنې د مخنیوي په موخه په بېړني ډول د اوربند غوښتونکي دي، هغوی غواړي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وشي او غواړي، چې اسلامي جمهوریت د ملت او دولت د بنسټ په توګه باقي پاتې شي. مونږ نه یوازې د خپلو لاسته راوړنو د خوندیتوب غوښتونکي یو، بلکې د هغه اساس د ساتلو غوښتنه هم کوو، چې د موجودو لاسته راوړنو د لا ډېرېدو او غوړېدو امکانات برابروي.
مونږ په دې اړه د هغو نړیوالو شرکاو له همکارۍ مننه کړې او ښه راغلاست مو ورته ویلی، چې د سولې د تامین په برخه کې زموږ له اصولو سره مطابقت لري او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې له پروسې ملاتړ کړی. سوله زمونږ مشترک هدف او ترهګري زمونږ ګډ دښمن دی او نباید د سولې په یوه غیر واقعي استعجالیت کې ترهګر پیاوړي کړو.
زه غواړم له نړیوالو شریکانو او ملګرو مننه وکړم، چې زمونږ د سولې د هڅو ملاتړ یې کړی دی د هغو له جملې د امریکا متحده ایالات، اروپايي ټولنه، جرمني، ناروې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، اندونیزیا، ازبکستان او نور هیوادونه.
دا مهال افغانان د نړیوالې ترهګرۍ پر لومړۍ کرښه جنګېږي، چې د نورو هیوادونو خلک په سوله کې ژوند وکړي، خو دا باید له یاده ونه باسو، چې سوله یو دایمي وضعیت نه دی، بلکې دوامدره ارزیابۍ او پاملرنې ته اړتیا لري، چې شریک اړخونه یې په ګډه پر غاړه اخلي او ارزښتونه سره شریکوي. هغه ترهګر، چې افغان ځواکونه ورسره جګړه کوي، مونږ او ټولې نړۍ ته ګواښ دي.
ترهګري په همغې کچې، چې یوه مفکوره ده، د تاوتریخوالي یو ډول هم دی. مونږ باید د ترهګرو د ملاتړو افکارو د تفکیک لپاره، هغه که هر ځای وي، په ګډه کار وکړو. د صفر زغم تګلاره، چې هر ځل یې یادونه شوې، نه باید نوره د بحث موضوع وي، بلکې باید په داسې یوه کار بدل شي، چې اقدام ته ضرورت لري. مونږ په سیمه کې غوڅو اقداماتو او ژورې همکارۍ ته اړتیا لرو.
له ترهګرۍ سره مبارزه کې اړتیا ده، چې د ټولیز امنیت د پیاوړي کولو داسې چاره رامنځته شي، چې د ترهګرو جرمي فعالیتونو ته پراخه پاملرنه وکړي او د هیوادونو ترمنځ د هغوی د تګ راتګ، سرباز ګیرۍ او د هغوی د تمویل د هغو سرچینو په اړه، چې ددوی جرمي او وژونکې بقا ته لار پرانیزي پام ونیسي.
له ترهګرۍ سره مبارزه د امریکا له متحدو ایالتونو او ناټو شریکانو سره زموږ د ګډ کار بنسټ جوړوي، چې افغانستان هغه ته په بشپړ قوت سره ژمن دی. زه ټولو پوځیانو او د هغوی کورنیو، نه یوازې افغان ملي امنیتی او دفاعي ځواکونو بلکې، د مختلفو هیوادونو سرتېرو ته، چې زموږ له ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېدلي او خپل سرونه یې قربان کړي همدردي وړاندې کوم. موږ افغانان به کله هم ستاسو قربانۍ هېرې نکړو او منندوی مو یو.
ښاغلی رئیس!
لکه څنګه، چې د عمومي غونډې له بحثونو څرګنده شوه، ترهګري او منازعه نړۍ ته د متوجه نننیو ګواښونو یوازنۍ بېلګې نه دي؛ بلکې د اقلیمي بدلونونو اغېزې او انساني بحران هم هغه لومړیتوبونه دي، چې افغانستان هره ورځ ترې متضررېږي. دغه ننګونې کولای شو یوازې د نړیوالو همکاریو د یوه نوي میزان او هستې په مرسته له منځه یوسو. که چېرې ددې ننګونو د له منځه وړلو غوښتونکي یو او هیله لرو چې د تل پاتې ودې اهداف تر لاسه کړو، باید له شخصي ګټو ور هاخوا لیدلوری ولرو.
افغانستان ددې ژمنو په عملي کولو کې د ملي پراختیا د اجنډا له اصولو او د پایدارې ودې له موخو سره په تطابق کې پانګونه کړې ده. دا اهداف د افغانستان د سولې او انکشاف په ملي اډانه او د ملي لومړیتوبونو په پروګرامونو کې ځای لري.
له هغه ځایه، چې د افغانستان اقتصاد اوس هم اکثرا پر کرنه ولاړ دی، ځکه يې د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر زیانونه زغملي. اوږده وچکالي زمونږ خلکو ته د ژوند او مرګ موضوع جوړه شوې ده. یو زیات شمېر خلکو مو خپل کورونه پرېښي دي او په شدیده بې وزلۍ کې ژوند کوي. دا هغه مسله ده، چې مونږ اوس هم ورته د اوږدمهاله حل لارې موندلو په لټه کې یو او په ورته وخت کې زیانمنو شویو کسانو ته بېړنۍ بشرپاله مرستې هم رسوو.
د تېرې اوونۍ په سرمشریزه کې د نړۍ مشرانو د اقلیمي بدلونونو په اړه پر داسې استعجالیت ټینګار وکړ، چې ددې خطر د زیانونو د کمولو لپاره نویو اقداماتو ته اړتیا پېښوي. موږ به دا مهم بحثونه د اقلیمي بدلون په راتلونکي کنفرانس کې، چې راتلونکی ډسمبر په چیلي هیواد کې جوړېږي دوام ورکړو.
ښاغلی رئیس،
غواړم خپلې خبرې د ملګرو ملتونو د تعهد په محور څرخیدونکي یوه پیغام باندې، چې راتلونکي ته ګوري راونغاړم. له کنډوالو د افغانستان د راوتلو سفر او دوامدار پرمختګ د ملګرو ملتونو او څو اړخیزو همکاریو د اهمیت شاهد دی.
افغانستان سږ کال د خپلې خپلواکۍ سلمه کلیزه ونمانځله. ددې پېړۍ په وروستیو دوو لسیزو کې تاسو له موږ سره مرسته وکړه، چې ولسواکۍ رامنځته کړو، چې اوس یې مونږ پر قوي بسټ په ډاډ سره ولاړ یو او د پر ځان بساینې، هوساینې او سولې پر لور حرکت کوو.
نوی افغانستان په سیمه کې د همکاریو، وصل او انکشاف په مرکز د اوښتو په حال کې دی. د استانبول پروسې په شمول، د آسیا زړه او د افغانستان په اړه د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس د افغانانو هغه نوښتونه دي، چې له وړاندې یې اقتصادي ګټې رامنځته کړي او د سوداګرۍ، د توکو تحرک، او په ټوله سویلي او منځنۍ آسیا کې يې د خلکو او فکرونو لپاره نوې پولې پرانېستې دي.
مونږ اوس ویلی شو، چې د افغانستان ولسواکي یو بریالی داستان و، چې نه یوازې په افغانانو، بلکې موږ او تاسو ټولو پورې تړاو لري.
ښاغلی رئیس،
هو! وخت زموږ د پرمختګ شاهد دی، خو وخت لاهم موږ ته درد راکوي. افغانان د خپل هر هېوادوال په مرګ ځورېږي، زمونږ لپاره هره هغه شېبه د غم ده، چې یو افغان خپل ژوند په کې له لاسه ورکوي.
زموږ ماموریت د داسې یوې سولې رامنځته کول دي، چې د ټولو افغانانو درد ته د پای ټکی کېږدي. یوازې په سوله کې هر افغان کولای شي د هغې ډیموکراسۍ آزادي او او فرصتونه تجربه کړي، چې موږ یې د راوستو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي. هېڅ افغان تر هغې سوله ییز او ازاد ژوند نه شي لرلای، چې ټول افغانان دسولې شاهدان ونه اوسي. دا هغه ورځ ده، چې موږ ژوند او کار ورته کوو او پوهېږو، چې داسې یوې ورځې ته د خپلو نړیوالو دوستانو او همکارانو په مرسته رسېدلای شو.
دا هغه ورځ ده، چې مونږ یې یوازې هیله نه لرو، بلکې باور پې لرو.