طالب له کومه شرمه ځان خلاص کړي ؟

حکيم روان

دا مطلب د مخه په فسبوک خپور شوی دی خو د کمو اضافاتو سره يې د خپلو نيمګړو ليکنو مينه والو ته د بيا لوستلو د پاره وړاندې کوم !

* دا چې د پاکستان د حقانيه مدرسې مشر مولانا سميع الحق ځان د طالبانو د تحريک مؤسس او د طالبانو معنوي پلار باله او د طالبانو د تحريک لوړپوړي کسان د دې تروريستی مدرسې طالبان ( چړيان ) وو له دې شرمه طالبان څنګه ځانونه خلاصولای شی ؟
* دا چې د ۱۹۹۴ کال د نومبر په ۴ نېټه کله چې جهادی چورګرو د پاکستان ۳۰ لارۍ مال التجاره چې منځنئ آسيا ته د سپين بولدک او قندهار له خوا په لار وې ، برمته کړې او ۲۰ کسان په دې ترڅ کې ووژل شول ، آيا طالبان د لومړي ځل له پاره ، ددې لاريو د خلاصون له پاره را ونه وتل ؟ له دغه تاريخی شرمه او په پاکستان پورې له تړلتوبه طالب جان څنګه ځان خلاصولای شی ؟
* طالبانو د خپلو همسنګرو مجاهدينو له قبضې څخه د پاکستانی لاريو د خلاصون له پاره د همدې کال د نومبر په پنځمه نېټه د مجاهدينو پر ضد بريد وکړ او د څلورو ورځو نښتو او ۵۰ کسانو د وژلو په پايله کې يې پاکستانۍ لارۍ خلاصې کړې او د کندهار په ښار يې هم قبضه وکړه . طالب جان دې شرم ته څه ځواب لري ؟
* د همدې کال د نوامبر په ۲۵ نېټه طالبان د کرنېل امام په مشری د هلمند د لشکرګاه ښار هم لاندې کوي . د کرنېل امام په فرمايش آی-اس-آی د ۱۹۹۵ کال د جنوری په لومړی نېټه ۳۰۰۰ طالبان له پښاوره د طالبانو د ليکو د تقويت له پاره را ليږي ، څو طالبان خپلو بريدونو او پرمختګ ته د کابل په لور دوام ورکړي . طالب جانه همداسې وه که نه ؟ نو بيا ته په کومو سترګو افغان حکومت ته مزدور وايي ؟
* ولې تاسو ته ګلبدين حکمتيار خپل نظامی او جنګی مرکز چارآسياب بيلې ټک او ټوکه تخليه کړ ؟ ځکه ګلبدين حکمتيار د آی-اس-آی سره تر تاسو هم پخوانۍ اړيکې درلودې ، د هغو اړيکو په پاس او د آی-اس-آی سره د مشترکو ګټو او پلانونو په خاطرسرزوري ګلبدين حکمتيار دوې پښې څلور کړې او تاسو ته يې د کابل پر خوا مخه خلاصه کړه داسې نه وه طاب جانه ؟ طالب جان فکر کوي چې آی-اس-آی ډېر ماهرانه کار کوي او د طالب نوکري نه افشاء کوي ، خو چړي نه پوهيږي چې لمر په دوو ګوتو نه پټيږي .
* عبدالعلی مزاری چې تاسو ته د سولې او مذاکراتو له پاره درغلی وو او تاسو د ۱۹۹۵ کال د مارچ په ۱۳ نيټه وواژه د کوم دين په حکم مو دا کار وکړ ؟ حتی که په جنګ کې مو نيولای وای ، تاسوله ديني لحاظه د هغه د وژلو حق درلود ؟ که تاسو د دين ، انسانی حقوقو او افغانی دود پر ځای د آی-اس-آی مجوز تر لاسه کړی وو ؟ دينی ، انسانی او افغانی ارزښتونو تاسو ته اهميت نه درلود ؟
* د همدې کال د اکتوبر په لسمه تاسو ۴۰۰ ټانکونه له کابله تاؤ کړل ، تاسو دومره ټانکونه او ټانکيستان له کومه کړل ؟ تاسو خو چړيان واست ، که ټانکيستان چړيان وو چيرې يې زده کړې کړي وې ؟ طالبه دا لمر څنګه پټوي ؟
* په يوولسم د اکتوبر مو د مجاهدينو په څېر کابل راکټباران کړ ، څه کابليان چې ستاسو له وروڼو جهادی جنايتکارانو پاتې وو هغه طالبی جنايتکارانو ووژل . په اوله ورځ مو ۳۵ کابليان ووژل او ۵۲ مو په وينو لت پت او زخميان کړل ، په بله ورځ مو ۳۹ د کابل مظلوم او مسلمان اوسيدونکی ووژل او ۱۴۰ مو ژوبل کړل . ووايه طالبه افغان ولس ته ستا قاتل او د مجاهد قاتل توپير څه دی ؟ ستا د اسلام او د مجاهد د اسلام تر منځ توپير څه دی ؟ تاسی مسلمانان نه ياست که مجاهدين ؟ چې د يوه او بل پر ضد مو جهاد وکړ او اوس دواړه د افغان حکومت پر ضد ( يو د ننه د غير مسؤل وسله وال ، مفسد او غاصب په څيره او بل له باندې د ملا او طالب په نوم ) د آی-اس-آی او سپاه پاسدارانو په لارښوونه او قومانده جهاد کوي ؟ تاسو چې هر څه ياست ، خو د افغانانو په نزد تاسو مسلمانان او افغانان نه ياست . ستاسو مسلمانی د وينو تويول دی ، د سرونو ريبل دی ، تاسو دواړه خونخواره او ساديستان ياست . تاسو دواړه د پردو او د افغانستان د خونی دښمنانو د آی-اس-آی او د ايران د سپاه قدس نوکران ياست ! داسې نه ده ؟ طالبه ! مونږ ستا د کوم شرم وژاړو ؟
* طالبانو ! تاسو چې له اولې ورځې دا ادعا کوله چې تاسو د حکومت کولو شوق نه لري او غواړی د کابل له نيولو وروسته واک د افغانستان پخوانی پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه ته وسپاري ولې مو په کندهار کې د ۱۹۹۶ کال د مارچ په شلمه د علماؤ شورا راوغوښته او په پټه مو د خپلو ادعاؤ پر خلاف ملا محمد عمر آخوند اميرالمؤمنين «وټاکه»؟
ولی مو اعليحضرت محمد ظاهرشاه د وعدې سره را ونه غوښت ؟ آيا خدای ( ج ) په خپل پاک قرآن کې نه دی ويلی چې : « مؤمنان بايد په خپلو وعدو وفا وکړي » ؟ که ستاسو خدای د مؤمنانو خدای نه دی ؟
او ولې مو د اميرالمؤمنين « ټاکنه » دوه اونۍ وځنډوله او د اپريل په ۴ نيټه مو اعلان کړه ؟ ولې مو د خدای او قرآن د امر خلاف وعده خلافی وکړه او ولی مو د خدای او قرآن د امر خلاف د خلکو سره درواغ وويل ؟ ستاسو د درواغو مسلمانی ، وعده خلافی ، درواغ او د آی-اس-آی سره تعلق خلکو ته مالوم شو، ځکه خو ستاسو د واکمنۍ د دړې وړې کيدو په موکه خلکو حتی امريکائيانو ته ښه راغلاست ووايه .
* طالبانو ! تاسو ته به جنت تر غيرته او ناموسه لوړ وي ، خو پښتون ته غيرت او ناموس له جنت نه زر چنده لوړ دی پښتون په جګه غاړه ، مرګ ، تاترې او دوزخ ته ځی ، خو په ټيټو سترګو ژوند او په بې غيرته پاچاهۍ باندې ميتيازې هم نه کوي . تاسو د افغانانو ښځې په عام محضر کې په کوتکو او کيبلونو ووهلې ، افغان ته ښځه او وطن ناموس دی او تاسو دواړو ته په سپکه سترګه وکتل . آيا تاسو افغانان او پښتانه ياست ؟ پوهيږي او کنه چې افغانان د پنجاب د داؤسۍ او بی غيرتۍ دين نه مني . پنجاب د دين سره کار نه شته ، خپله د هيرا مندوي دې بند کړي . تاسو بيا د افغانيت او پښتونوالی خبرې هم کوی ، شرم وکړئ ! که له خدايه نه شرميږی له خلکو او انسانانو وشرميږئ !
* د طالبانو مور بی نظير بهوټو په ډاګه وويل چې : « د طالبانو پروژه د انګريز طرحه وه ، سعودي يې مالی ملاتړ وکړ ، امريکا هم ورته سر وښوراوه او پاکستان يې اجرايې مسؤليت په غاړه واخيست . اوس لازمه نه ده چې امريکا د طالبانو په ګناه يواځې پاکستان ملامت کړي . » د شرم د پاسه شرم ! طالبانو ، که د حياء په نوم څه پيژنۍ خولې مو بندې کړئ ! او کله چې د مزدور نوم اخيستل کيږي تاسو بايد اور واخلئ ! خو افغان ملت پوهيږي چې له تاسو نه افغانی غيرت په پنجاب کې پاتې شوی دی ، خو اسلامی غيرت هم نه لرئ .
* اوس بيا د طالبانو په نيتونو او ذهنونو کې خدای غائب دی . په زړونو يې د واک هوس او د دنيا تندې پنجې ښخې کړي دي . طالبان امريکائيانو او نړيوالو ته وايي چې دوی د پرون بی لکيو طالبان نه دي . دوی تغير کړی دی . آيا انتحاری بريدونو ته مو د مدينې د اسلامی فتوا ، د جاګارتا د اسلامی فتوا او د کابل د اسلامی فتوا مطابق ناروا وويل ؟ کله او چېرته ؟ ولې درواغ واياست؟ ولې ستاسو د بدمرغه واکمنۍ لاندې سيمو کې همدا نن او هره ورځ انسانی او اسلامی ضد جنايات ستاسو په ککړو لاسو ادامه لري ؟ هماغه صحرايي محاکمې ، هماغه دورې ، سنګسارونه هماغه کوتک او کيبلونه او هماغه طالبان ! تغير !؟ کوم تغير ؟
ولې درواغ واياست چې تاسو د امريکائيانو او خارجی عسکرو سره جنګيږئ ؟ په داسې حال کې چې د شمېرنو له مخې د څلورو کالو جګړو په جريان کې يواځې ۶۷ کسه خارجيان او ۴۵۰۰۰ کسه د افغانستان سربازان وژل شوي دي
چيرې دی ستاسو د افغان ضد او مسلمان ضد پليدې جګړې مشروعيت ؟
ولې مو خولې له اوبو ډکې وې کله چې بادار مو شاه محمود قريشی د هند د بريد په اړه د افغان د سولې بهير وګواښه ؟
ولې مو له تاريخی او سرلوړي افغانستانه د تروريستی پاکستان له پاره د هند پر ضد مورچل جوړ کړی دی ؟ ولې ؟ څنګه پاکستانی واکمن وايي چې طالبان مو د مذاکراتو ميز ته راکش کړل ؟ او ولې ستاسو د راکشولو مليونی او ملياردي باج پاکستان آخلی؟ او ولی ستاسو د راکشولو په خاطر بايد پاکستانی جلادان له امريکايي وحشی ترامپه د بلوچستان د مسلمان ملت د تباهی مجوز واخلی ؟ طالبه ستا جګړه ، ستا په لاس د افغان د وينو رودونه د کشمير په سودا کې ځي. نو دا ته څنګه افغان يې ؟ طالبه که ته افغان وي او د مذاکراتو ميز ته راتګ دې ملياردونه ارزش ولري ، نو دا ملياردونه ولی د افغانستان پر ځای پاکستان آخلی ؟
وايي خبرې ډيرې دی او سر يې يو دی . شرمونه مو ډير دی ، خو تر ټولو لوی شرم مو دادی چې طالبان ياست !
طالبانو ! تاسو واياست چې مرګ او ژوند د خدای په حکم او د تقدير پر بناء دی . نو بيا ولی د افغانانو د بلنو سره سره اسلام برباد ، مسکو او تهران ته منډې وهی او خپل سرلوړی هيواد افغانستان او خپل ښايسته کابل ته نه راځئ ؟ او د خپلو وروڼو سره جوړه نه کوې ؟ که مونږافغانان سره يو شو ، سوله تأمين شی په يوه خوله او يوه ځواکمن غږ به پر خارجی لښکرو غږ وکړو چې زمونږ هيواد پريږدي او خپلو هيوادونو ته ستون شئ ، بيلې ستونزو به زمونږ هيواد پرپږدي .
پوه شئ چې ستاسو او د آی-اس-آی شريک بريد پر مجاهدينو او د امريکا او مجاهدينو شريک بريد په طالبانو د داخلي نفاق پايله وه .
نور د خپل ملت تراژيدۍ او ماتم ته د پای ټکئ کيږدئ او له پردو لاس واخلئ ! افغانيت او اسلاميت ته راوګرځئ ! د خارجی دولتونو او حکومتونو سره يواځې او يواځې افغان دولت او افغان حکومت د خبرو آترو او اړيکو د جوړولو انحصاری حق لری ، نه ډلې ، ګوندونه او غير دولتی کړئ ! پای

 

امريکا او پاکستان اړيکي

 

27.6.2019Azimuldin Ilmi
څو کاله مخکې مې په يوه ليکنه کې د ا مريکا او پاکستان په اړيکو کې د ترينگلتيا خبره مکاري بللي وه او ليکلي مې و چې پاکستان د افغانستان په اشغال کې د انگلستان او امريکا قوي متحد دی. په ليکنه کې راغلی و, امريکا ځکه له پاکستان سره اړيکي ترينگلي ښيي چې غواړي د پاکستان د عام ولس باور د هغه هيواد پر حکومت او پوځي اداره کمزوری نه شي.
عام ولس نه غوښتل چې د پاکستان حکومت په افغانستان کې د امريکا د ظلمونو مرستندوي واوسي. امريکا, انگلستان او د پاکستان حکومت درېواړه په دې خبره پوهيدل, نو ځکه په شعوري توگه, په مصنوعي ډول, د پاکستان او امريکا د اړيکو غولوونکې ترينگلتيا رامنځته کېدله. انگلستان او امريکا غوښتل په فريب او مکارۍ سره د پاکستان پر پوځي اداره د خلکو باور وساتي او د اړيکو د ترينگلتيا شتون د خلکو د باور ساتنې لپاره اړين و.
په تېرو اتلس کالو کې, د افغانستان په جغرافيا کې پر مظلومو خلکو, د امريکا او انگلستان د اشغالگرو پوځونو د ظلمونو د نوملړ څرگندونه اسانه نه ده. پر ودونو او بې گناه ولسونو باندې له بمباريو نيولې د ښځو او ماشومانو تر وژنو او په شپنيو عملياتو کې د رنگارنگ بشري ضد جناياتو شمېر له کچې وتلی دی. د افغانستان په جغرافيا کې اشغالگرو د بمونو د مور تر بم پورې رنگارنگ نوې وسلې وازمايلې.
د پاکستان پوځ د امريکا د درې ديرش ملياردو ډالرو مرستې په مټ په پښتونخوا کې د ترهگرو ځالې او پټنځايونه جوړ کړل, ترهگر يې وروزل, له ترهگرو سره د جنگ په پلمه يې په پوځي عملياتو کې د پښتونخوا پښتانه وځپل او د ديورند پر مصنوعي کرښه يې د پښتنو د کورونو په منځ کې اغځن تارونه وغځول. د انگريزي ښکيلاک ځايناستي پنجابي ښکيلاکگر پوځ د مصنو عي انگريزۍ کرښې په دواړو غاړو کې د ورونو خلکو د کورنيو تر منځ د خپلوۍ اړيکي او د کرښې په دواړو خواوو کې د هغوي ملکيتونه په هيڅ وگڼل او خلک يې د تگ راتگ لپاره د ويزو درلودنې ته اړ ايستل. دارنگه د انسانيت ضد عمل د پنجابي پوځ بادارو انگريزي ښکيلاکگرو په خپل وخت کې نه کاوه.
امريکا به فکر کاوه افغانان په دې نپوهيږي چې په کوټه او پيښور کې د طالبانو د رهبرۍ شوراگانې د امريکا, انگلستان او پاکستان په خوښه فعاليت کوي. افغانان پوهيدل چې طالب مشران په پاکستان کې يرغمل دي او هر يو چې د پنجاب او د هغه د بادارانو د موخو په لار کې خنډ رامنځته کړي په فزيکي ډول له منځه وړل کېږي چې يوه څرگنده نمونه يې ملا منصور و. د امريکا او انگلستان سياسيونو په وار وار ويلي وو چې د افغانستان جگړه او همدارنگه په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو حضور به اوږدمهالی وي. په افغانستان کې د جنگ د اوږدونې په موخه په قصدي توگه رنگارنگ جنگي جنايات ترسره کېدل چې قهريدلي خلک د مخالفو جنگياليو په ليکو کې جنگ کولو ته اړ شي. دا چې وايو پر افغانانو جنگ بهرنيانو تپلی دی, دا تپنه له چا پټه نه ده, طالب مشران د جنگ لپاره د امريکا او انگلستان په کلک متحد هيواد پاکستان کې يرغمل وو او د افغانستان دولت د مالي ستونزې له امله د بهرنيانو شتون ته اړ و.
اوس داسې باور رامنځته شوی چې د امريکا جمهور رئيس, ښاغلی ډونالډ ټرمپ, د انتخاباتي مبارزې د وخت پر کړې ژمنه عمل کوي او له افغانستان څخه خپل پوځونه باسي, نو ځکه له طالبانو سره د سولې خبرې اترې د قطر په پلازمېنه, دوحی, کې روانې دي. افغان ولس په ډاگه ويني چې امريکا د افغانستان د سولې په بهير کې هم, د تپلي جنگ د بهير په شان, خپل متحد (پاکستان) ته کليدي نقش ورکوي. امريکا غواړي طالبان د پاکستان د نورو يارانو سره يوځاي چې له شک پرته ټول د انگلستان او امريکا ياران هم دي د واک پر څوکيو کښينوي. د افغانستان خلک له خونړي تپلي جنگه زيات ستړي دي او سوله غواړي. له جنگه ستړو خلکو ته دا مهمه نه ده چې د افغانانو له منځه څوک واک ته رسيږي, هغوي ته يوازې د ملي گټو خونديتوب, د وطن خپلواکي او تلپاتې سوله اهميت لري. خداي (ج) مکړه, که تر سولې او پخلاينې وروسته, د سولې تضمين ته د نه پاملرنې له امله, په افغانستان کې بيا کورنی جنگ پېښ شي, مسئوليت به يې د نړيوالې ټولنې او په تېره بيا د انگلستان او امريکا پر غاړه وي.
ع. عليمي

د پاکستان لوبه ادامه لري

نور وهاب څپاند

42492224_1812862165503252_6497167933997842432_n

د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په بهیر کې پاکستان تر اوسه زیات فعالیت کړی چې د افغانستان اړوند پيل کړي لوبه په پوره مهارت د زیاتو امتیازاتو  د تر لاسه کولو په موخه مخته بوزې ، په سیمه او نړۍ کې خپل رقیبان د لوبې له ډګر وباسې او په منطقه کې د خپل اغیز ساحه زیاته او ماتېدونکی پاکستان بچ کړي . له دې کبله له طالب یې داسې وسیله جوړه کړي چې د هغې پر مټ د امریکا او د نړۍ له یو شمیر هېوادونو باج واخلي او د افغانستان حکومت د هېواد په دننه او بهر کې څنډې ته بوځې . طالب د سیمې او نړۍ په ذیعلاقه هېوادونو پلوري . همدارنګه د افغانستان د هغه سیاسي شخصیتونو او ورپوري تړلو سیاسي ډلګیو چې په فساد کې ښکیل دي او له هر ډول امتیاز  لرلو څخه محرومېدل نه غواړي ، په بیرولو پاکستان هڅه کوي د افغانستان د حکومت او د هغې د سیاسي مخالفینو تر منځ ، له طالب سره د جوړ جاړي او پخلا کېدو په بهانه ، زیات واټن رامنځ ته کړي . د دې په څنګ کې پاکستانې استخبارات او پوځ په افغانستان کې قومي ، ژبني ، مذهبي  احساساتو او اختلافاتو پارولو ته لمن وهي او تروریستې غلچکې بریدونه کوي .

پاکستان د روس او ایران سره په مفاهمت د مسکو او قطر غونډي داسې سمت دهې کړي چې د طالب په خوله یې په تر سره شوي غونډو کې د افغانانو د استازیتوب اساسي مرجع تر سوال لاندې راوستې . د جون په ۲۲ مه د مرې ناسته کې د حکومت د مخالفو سیاستوالو او د پاکستان د دولتي او سیاسي يو شمیر شخصیتونو ګډون او نظر څرګندونې په ګوته کوي چې ، پاکستان یو ځل بیا ولسمشر اشرف غنې او د هغه حکومت ته د جون د ۲۷ مې د اسلام اباد په غونډه کې لینګته ږدې ، چې هغه د بشپړ واک لرلو له موقفه ونه شي کولی د افغانستان د سولي د پيل شوي بهیر ، د دواړو هېوادونو تر منځ د باور فضا د پېدا کېدو او د اقتصادي فرهنګي اړیکو د ټينګېدو اړوند د خپلو طرحو او وړاندیزونو په دایره کې پاکستانی او طالب اړخ تر اغیزي لاندي راولي .

د مشورتې لوي جرګې د دایریدو او د جرګې د ټاکل شوي استازو له سلا مشورو وروسته غوره دا وه چې ، د حکومت سیاسي مخالفینو ، طالبانو ، پاکستان او د نړۍ هغو هېوادونو چې د افغانستان په شخړه کې مشتقیم او غیر مستقیم لاس لري ، دا ریښتیا درک کړي وی چې د ولس او سیاسي مخالفینو غوښتنې راز راز دي . یانې د مشورتې لوي جرکې د مشورو له ادرسه ویلی شو چې پاکستان ته تللې سیاسي مخالف شخصیتونه د افغانستان د ولس استازولې نه شي کولی او کوم نظریات چې هغوي وړاندي کوي په ټوله کې د ولس ستونزي نه شي تعریفولی ، ځکه چې افغان ولس خپله استازولې او وړاندیزونه په لويه جرګه کې په خپلو سپارښتنو او مشورو کې حکومت ته په نښه کړي دي !

په ورته ناستو جوړونو سولي ته د رسېدو پر ځاي پاکستان هڅه کوي د افغانستان د سولي بهیر لا پيچلی کړي ، د افغانانو تر منځ نفاق زیات کړي ، د پاکستانې ولس له سختو ستونزو د نړیوالو پام بل لور ته واړوي ، د افغانستان او هند پر ضد د پاکستانې پوځ په تروریستې فعالیتونو پرده واچوي او په خلاص مټ د پښتون، بلوچ او سندې ژغورنې غورځنګونه له پښو وغورځوي .

که څه هم ډير کوچنی حرکت چې افغانانو ته سوله او ثبات راوړي ، د تائيد وړ دی ، خو چې له نیک نیت سرچینه ومومې ، اما د افغانستان په وړاندي د پاکستان نیت تل له دوښمنۍ سرچینه نیولي .

له دې کبله وړاندیز کیږي چې افغانان نور د پاکستان په مکر او فریب ونه غولیږي ، افغانان اړتیا لري چې په خپلو کې یو موټی شي او د طالب په نامه د پاکستانۍ روانې لوبې مخه ډب کړي .

په دې توګه د هېواد له ټولو دموکراتیکو او وطنپالونکو سیاسي نهادونو ، فرهنګي ټولنیزو انجمنونو څخه په درناوي غوښتنه کیږي چې د پاکستان له دوښمنۍ ډک نیتونو څخه پرده پورته کړي ، اجازه ورنه کړي پاکستانې پلوه سیاسي څيري یو ځلې بیا د افغان ولس د استازیتوب په جامه کې ځانونه پټ کړي او د پاکستان پيل کړي لوبې ته د ادامې مناسب بستر برابر کړي .

 

P,T,M د پښتنو د حق اخستلو غورځنگ څه وخت کله اود کومو مخو له پاره

m agha (2)؟

درنو دوستانو د ننې غونډی درنو برخوالو

پښتانه د نړېوالی شميرنې له مخی تر ۷۰ ميلونو زيات دي په خټه اريايي نژاده باغيرته ميله پال وطندوست په خپل هيواد مين او ننگيالي دي د تاريخ په اوږدو کې د هيچا غلامي بربريت ،زورواکي نده منلی همدا لامل دی چی د نړې زبر ځواکونو لکه انگريزان ، مغولو، روسانو، ايرانيانو اونورو  سره په تش لاس جنگيدلي اوخپله خپلواکي ساتلی دلته لازم بولم د يو څو بېلگو يادونه وکړم

 پير روښان په ۱۵۲۵ کال د سولي وزيرستان د کاڼې گورم اوسيدونکي وود مغولو پر وړاندې د مبارزی چيغه اوچته کړی وه اود مغولو له خوا په شهادت ورسيدلو.

ددرياخان افريدي قيام،د خوشحال خان با با قيام، له پيروښان وروسته د ۲۰ لمې پېړی نيمايي کې ملا پاونده مسيد د ټول وزيرستان د مبارزی سرلاری وو د انگريزانو خلاف د ازادی جنډه پورته کړه د امير عبدالرحمن سره ملا پونده د ډيورنډ د کرښې چی په ۱۸۹۳زکال لاسليک وله مخالفت وکړ اوله عبدالرحمن نه وغوښتل دا کار ونه کړي اود انگريزانو سره مغاهده لغوه کړي.ولسونه دا ډول توری کرښې نه مني. ۲۲ کاله وروسته د وزيرستان خلکو د ايپي فقير په نوم يو بل مبارز سرلاری وموند هغه د عدم تشدد د مبارزی سره مخالف وو ويلې د ظالم جابر نه په سوال حق نه تر لاسه کي کيږي بلکې د توری په تيغ به حق اخلو. دايپي فقير لښکرو تر بنو، کوهاټ او ټول وزيرستان کې خپل واک چلاوه  کله چی پاکستان جوړ شو بيا هم ايپي فقير په وزيرستان کې دازدی جنډې رپانده ساتلی د ميرويس نيکه قيام چی کامياب هم شولو،د لوی احمد شاه با با چی د لوی افغانستان ډبره کېښودله او ستره امپراتوري جوړه کړه،نن چی د ټول پښتنو پېغلو، بوډاگانو، ځوانانو پر سر د ،منظور پښتين خولی د حق اود عدالت سنبول گرځي اود عدالت او حق غوښتلو چيغه پورته کړی د اچېغه دولس اواز نه د نقيب مسيد اونه د ارمان لوڼې او نه د خړ کمره په دويمه بابړه اود لسگونو ازادی غوښتونکو په شهادت اونه ددی مبارزی دسرلارو په زنداني کولو چپ کيدای شي، د اچيغه نن لربر افغان ولسونو ټولې نړې ټولو ازاد غوښتونکو غور ځنگونوتاييد اود ملاتړ جنډې په ټوله نړې کې رپولي او هر ډول قربانی ته  ولا ړ دي ټول ته مالومه شوی چی دا غورځنگ په کم وخت کې د کويټی نه نيولی تر کراچی، باجوړ صوات، ټول وزيرستان، پښاور لاهور، اسلام ابات او ټول افغان ميشتو د نړی هر گوټ کې چی ژوند کوي ملاتړ او په ميلونونه انسانانو ددی روا حق پلوي کړی نن هم د سويډن هيواد د مالمو په تاريخي ښار کې د سويډن ميشتو افغانانو ، سويډنيانو لخوا دا لاريون رابلل شوی زه ددی غونډي له جوړونکو او گډونوالو مننه کوم چی نن د يو جابر ظالم رياست پر وړاندی د پشتنو قوم سره د خواخوږی پلوی کوي .

محمد اقا شيرزاد

 

ای د نړې خلکو

د هنر غېرت شعر

2019زکال ناروی

د منظور پښتين اوازه

د ژوند حق غاړي ممتازه

د علي د مور فرياده

کشمکش موکړه اغازه

دايپي د غرو شهبازه

اوای دنوي دور اغازه

افغان ولس درباندی نازه

د پښتون وطن سربازه

د بولان پر پروازه

دچترال شپېلي اوسازه

ستاوطن ستا ملاتړ کې

اوسويډن ستا ملاتړ کې

افغانان ستا ملاتړ کښې

زه هم ستا په ملاتړ کښې

مال مې ستادی  سر مې ستادی

دا ياران دبدو ورځو دي تر شا لکه پولاد دي

دامو دی دا کنږ دی دا شمشادی

د شهيد وطن بچيه

د علي د مور اوازه

د خيبر د ښار سانده

په لښکر ددرځو بينازه

د منظور پښتين اوازه

مال موستادی سر موستادی

ای د نړې خلکو

په غوږونو کڼواو په فکرونو او سترگو ړندو ملتونوتاسو په وينو د لړلي افغان پښتون ولس غږ اوريدلی شی کنه !ای زمکې اواسمانه تاسو په خپل غېږ کې د يوه مظلوم ولس افغان ملت چېغې ولی نه اوری!

څلوښت کاله !نه له دی هم زيات داژدهارعمر برابر افغان ملت د خپلو وينو په ډڼډ کې تر ستوني ډوب ولاړ دي ايا څلوېښت کاله ،ياد د ترور داژدها ر دعمر کمه موده ده چی تاسو نړېوال زموږ غږونه،چېغی ،فريادونه، کوکاری، ژړاگانۍ اوساندی نه اوری؟د ترور اژدهار د يو سرلوړي او تاريخي ملت نامداره او بی مرگه زامن هره ورځ تر خپل خونړې کومي تيروي»تاسو ړانده نړېوال دا نه ويني؟تاسو دلربر افغان داور د لمبو په څېر سوزيدلی چيغې نه اوری؟او تاسو ړانده لا د ترور اژدهاپه لباس غوليږې!

دا د منلنگ په لباس کې د ترور پلنگ دی نو ځکه يې د بياد پاره پښتون ولس ، د منظور پښتون ولس د علي وزيرمحسن داوړ ولس دارمان لوڼې اود خړکمره د شهيدانو د سرو وينو تر څڅېدو وروسته دا لړزيدلي او را پاڅېدلي پښتون غورځنگ تر لا سختو مرگونو گذارونولاندې راغلي دي.

هو نړېوالو ستاسو په مرسته او ملاتړ د ترور اژدها خبيث او ايبليس پاکستان زموږ وروڼه او خويندی  ،سپين ږيري بوډاگان او  ځوانان له ژونده محروموي او تري تم کوي!

او ای د نړی خلکو موږ تاسو ته د عدالت پوښتنه کوو چی تاسود عدالت او انسانيت په نوم څه پېژنی او کنه؟تاسو وانه اوريدل چی څو ورځی د مخه دافسانوي ملالۍ د خور وړانگۍ لونې مېړنې او غېرتي ورور د هندوکش د غره په څېر دنگ د سولی او جنگ د ډگر اتل ارمان لوڼې په رڼا ور ځ د مېړنو د ليکو ويست او ژوند يې پاکستاني دهشتگر پوځ خپل دوزخي نس ته ورواچاوه !

ايا تاسو د نجيبه تر نقيبه چيغئ وانه اوريدلی ؟يو ځل  تاسو ورشی د پښتون وطن کاڼي بوټي وپوښتی ؟يو ځل ورشی کنه زموږ له غرونو څپانده سيدونو د کنړ، هلمند ،آمو ،اباسين دافغان پښتون په وينو له سرو موجونو وپوښتی چی هلته څه تيريږي ؟هو د ترور اژدها غواړی يو ژوندی او تاريخي ملت ژوندی وخوری!بيانو ستاسو وار رازي.

ولی تاسو زموږ د با با فخر افغان باچاخان چيغی وانه اوريدلی؟تاسو د پښتنون د کربلا د بابړی د خونړۍ تراژدۍ خبر ياست؟که دا وار مو زموږ د ځوان مسيحا زموږ د ځوان مشر د خوشحال خان د پښتون قوم د نوي مير ويس خان منظور پښتين غږ وانه اوريدلو !نو بيا را ټيټ  کړی خپل ددموکراسی او ټولنيز عدالت په نوم پورته شوي بيرغونه را وغورزوی دا درواغو د شرم او ننگ بيرغونه!

او همدا ډول لدغه معتبر تريبيون پر افغان پښتون ټبر غږ کوم حی ولی القاعده، داعيشي او طاليبي بنسټپالنۍ تر تور بيرغ لاندی د پاکستاني پوځ داستخباراتو د(اي ايس اي» د جهنمي سازمان چجه گيرو ته په خپله سيمه او وطن کې د پښې دايښودلو ځای ور کوی؟څه شول او چيرته دي د شيرشا زمري دميړنو لوديانو لمسيان، څه شول د ميرويس خان تدبير او مېړانه اود لوی احمد شاه د پانی پت حماسی؟

څه شوی د خپلواکۍ د باني او اتل شاه امانالله خان تر مشری لاندی په ټل واڼه او ارناوه کې پر انگريزي اشغالگرو باندی د زمري ميرزمان خان بريدونه او تاړاکونه !

هو پښتنو زلمو ځوانانو د منظور پښتين تر قيادت لاندی د راپاڅېدلي غورځنگ ليکي ټينگی کړي يو موټی او متحد د علي وزير زخمي وزيرد مور ساندی بيځوابه مه پيرږدی د بلوڅو د خپلواکې غوښتونکو وطنپرستانو سره له گډ سنگره د پاکستاني پوځي نظام د ملا تير ور مات کړی ،

 ژوندی او بريالی دی وي د پښتون ژغورنۍ غور ځنگ

پاکستاني پوځيان د پښتون ژغورنۍ غورځنگ مشران او پلويان هر څومره ژر له زندانه ازد کړي

هنرغېرت  مالمو سويډن

2019زکال