لمريز۱۳۹۷ کال د پای شيبی

درنو خوږو دوستانو په تېر  ۱۳۹۷ ل کال کې يو شمېر پرمختگونه گڼم .

اولدا  چی تېر لمريز کال په گران هېواد افغانستان کې  د ولسي جرگ له پاره ټاکنۍ ،د سولی په هکله دامريکا او طالب مشرانو ناستی، د سولی کاروان له هلمنده تر ټول هيواده پېليدل اود ولسونو ملاتړ ، د پ ټ م خود جوشه غورځنگ خوخښت د ميلونونو افغانانو ملاتړ ،داقتصادي کوريدورونو جوړيدل د هيواد تجارتي اړيکي له نړې سره نښله ول  يوشمېر زوراکي له واکه لېری شول د فساد پر وړاندی مبارزه چټکه شوی د ځمکو له غاصبينو  څخه يوه اندازه ځمکه راگرځول شوی د بهرنيو هيواد سره گڼ شمېر تړونونه لاس ليک شوي .

 خو په تاسف چی جگړی د پخوا په شان زوروا کي دي نابکار دښمن دعامو خلکو، سربازانو په وژلو، ترور، اخطتاف د بشر حقوق تر پښو لاندی کول  ،د ښځو سره زور زياتي تاو تريخوالی د مخدره موادو کښت او استعمال کم شوی نه دی ، د هيواد زياتره کانونه دزورواکو له خوا په غېري قانوني توگه ايستل کيږي او قاچاق کيږي او طبعي ځنگلونه په پوره بی رحمې سره وهل او قاچاق کيږي .

د هيواد په کچه داوبو مديرت د لويو بندونو جوړولو پلانونه شته خو عملي کار نه دی پېل شوی زما په اند د اوس له پاره د چارواکو دنده ده چی د اوبو مهارول، دبندونو جوړول، د کانونو د غېری قانوني ايستلو مخونيوی وکړي  دولت لخوا دخپلو کانونو ايستل ، بازار موندنه د کرهڼې و ده،  دبزرگرانو سره مرسته ، د روغتيايي چاروسم مديرت،دوسلوال پوځ د چارو ښه سنمبالول، د بهرنيو هېوادو سرگ ښې اړيکې ساتل د مخدره مواد د کښت او استعمال مخنوی،د معتادينو تداوي کول، د ښځو سره د تاو تريخوالي کې جدي گامونه اخستل،دافغانستان د بشر د حقوقو کميسون چی هيڅ لاسوند نه لري کاملا نوی کول ،د سولی له پاره په کميسون کي دداسی کسانو گمارل چی بی پری وي اود سولی کاروان په سمه توگه مخته رهبري کړي د جهاد تر نامه لاندی يوشمير ډلو ټپلو ته د امتيازاتو ورکولو کلکه مخه ونيول شي، د ټاکنو په کار کې چی يوه ملي پروسه ده د شفافيت په اړه د مفسيدينو او متقليبينو ته سخت سزاورکول  دي .

 زما له نظره د اوس له پاره دا  اوليتونه دي اود ټولو ستونزو د حل کلي هم ده بايد ددی کار عملي کولو کې ددولتي چارواکي کوټلي گامونه پورته کړي د هغه ډلو ټپلو ،تنظيمونو پر وړاندی چی غېری  قانوني وسلی لري قوم پالنه ، ژبپالنه کوي د اساسي قانون د حاکميت په چوکاټ کې د قانون تابع وگر ځوي  قانون په ټولو يو شان عملي شي ستونزی ختميږي ،عدالت به تامين شي ملت به د ورونو په شان يودبل تر څنگ  د پخوا په شان ژوند وکړي.

 نوی لمريز ۱۳۹۸ ل کال مو مبارشه وطنوالو

ی لمريز ۱۳۹۸ګګرانو وطنوالو نوی کال مومبارک شه اوهیله مند یم چې نوي کال په هیواد کی داوسنیو ناخوالو څځه دافغان ولس دژغورنې دپیلامی کال شيm agha (2)

دوستانو د نوي  کال د راتگ او د تل پاته سولی له پاره لاسونه ورکړی او د وطن دشمنان که په هره بڼه او شکل وي د خپلو ليکو ورک کاندی .

محمد اقا شيرزاد

مالمو سويډن

 

د تروريسم د سپيناوی لابيګران

حکيم روان

د حيرانتيا وړ خبره خو داده چې تروريسم خپل قربانيان نه يواځې قربانی کوي ، بلکې د خپلو جنايتونو د توجيه له پاره هغوی ملامتوي هم .

پاکستان د تروريسم مور ده ، تروريسم روزي ، تروريسم صادروي ، تروريسم د خپلو موخو له پاره کاروي .

آيا د پاکستان د خيبر پښتونخوا په بالاکوټ د هند بريد ، چيرې چې د جيش محمد د تروريستی ډلې د روزنې او بريدونو چارې تر سره کيدې ، کومه ناڅاپي پېښه وه ؟  ولې پاکستان د هند په کشمير کې د بريد پړه د کوم مسؤليت چې د جيش محمد ډلې په غاړه واخيست نه منله ؟  دوی په پاکستان کې د جيش محمد د ډلې له موجوديت نه داسی انکار وکړ لکه په کالونو ، کالونو يې چې په پاکستان کې د آی-اس-آی تر حمايت لاندې د اسامه بن لادن له موجوديت انکار کاوه . خو د هند د بريد او پرلپسې ګواښونو وروسته يې په پاکستان کې د جيش محمد ډلی د مشر مسعود اظهر ، زوی او ورور ونيول ؟ او په دې توګه پاکستان خپل درواغ په خپله رسوا کړل .

پاکستان ته د عربستان د شهزاده محمد بن سلمان د سفر په موکه آی-اس-آی د سعودی شهزاده د پاملرنې په خاطر د هغه د زړه تحفه برابره کړه ، آی-اس-آی پر ايران د سعودي عربستان پر حريف تروريستی بريد تنظيم کړ او طالبان يې د امريکا د خوشالۍ له پاره د مذاکراتو ميز ته کښېنول . په بدل کې يې د سعودی شهزاده د ۲۱ ملياردو ډالرو مرسته تر لاسه کړه .

تروريسم د پاکستان د پاره يوه سرشاره او پې پايه عايداتي سرچينه ده . تر ننه پاکستان له امريکا او لويديزوالو په دې نوم مرستې تر لاسه کوي چې په پاکستان کې ګنې ترهګرې او بنسټ پالې ډلې شته ، که لويديزوال د پاکستان د حکومت سره مرسته ونه کړي د کمزوری حکومت له امله د پاکستان اتومی وسلې د ترهګرو لاس ته لويدلای شی .

ددې تر څنګ غواړي د خپلو ترهګرو ډلو په مټ افغانستان او هند تر پرلپسې ګواښ لاندې وساتي . همدارنګه پاکستان خپل ترهګريز بريدونه په افغانستان او هند کې د افغانستان او هند داخلی ستونزې بولي . پاکستان د شيطان بل نوم دی . پاکستان او تروريسم ، پاکستان او شرارت مترادف مفاهيم دی .

پاکستان تر اوسه دا نه منی چې د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې شته . د طالبانو د کوېټې شورا ، د طالبانو د پيښور شورا اود طالبانو د ګراچۍ  شورا پاکستانی بی شرمه واکمنان د ټولو نړيوالو د سترګو وړاندې په بډه وهی .

په دې ورستيو کې بيا دا ډنډوره آی-اس-آی ، د هغه طالبی نوکرانو او د تروريسم د سپيناوي لابيګرانو په ځانګړی ساز او اواز سره پیل کړيده چې ګوندې د طالبانو ړوند مشر ملا عمر په افغانستان کې ومړ . مانا دا چې طالبان او رهبران يې په افغانستان کې مرکزونه لري ، د طالبانو د کوېټې شورا ، د پېښور شورا ، د کراچی شورا ګواګې هسی تش په نوم نومونه دی او خارجی واقعيت نه لري . طالبان دا منی چې دوی د کوېټې ، پېښور او کراچی شوراګانی لري ، خو پاکستانی سپين سترګی دا نه مني . طالبان که څه هم طالبان دی ، بيا هم له پاکستانی بی شرمو او بی حيا سپين سترګو ډېر توپير لری .

که دا ومنو چې ړوند ملا عمر په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې وو ، حافظ سعيد چيرې دی ؟ عامر منصور چيرې دی ؟ مسعود اظهر ، کامران ګجړ ،  انصارالعلماء مشر فضل الرحمن خليل ، د لبيک يارسول الله مشر خادم حسين رضوی ، د جماعت الاحرار مشر احسان الله احسان ، د سپاه صحابه اوسنی جماعت السنه مشران محمد احمد لودهيانی ، معاويه اعظم طارق او علی شير حيدری د لشکر جنګهوي مشران  مسرور نوازاو مالک اسحاق، د لشکر اسلام مشر منګل باغ او په لسګونو تروريستي ډلې او د تروريستی ډلو دا پاکستانی مشران چيرې دی ؟

يو وخت کرزی د خپلی ولسمشری په موکه وويل چې زه طالبانو ته ورځم ، خو د طالبانو ادرس پاکستان پټوي . د امريکا په متحده ايالاتو کې د پاکستان د وخت سفير حسين حقانی وويل چې : « کرزی دې خپلې غوښتنې وليکی ، مونږ به يې د ملاعمر پر ميز ورته کيږدو » .

مانا دا چې پاکستانی واکمن پوهيدل چې ملا عمر او ميز يې چيرې ځای پر ځای کړی دی .

وروستی خبره داده چې نه يواځې پاکستان د تروريسم په اړه درواغ وايې ، بلکې نړيوال هم د تروريسم په اړه عمدا اغماض کوي

تر مونږ او تر پاکستانيانو هم امريکائيان ښه پوهيږۍ چې په پاکستان کې لږ تر لږه ۳۲ د تروريستی زده کړو مرکزونه فعال دي . خو په ډاګه پر هغو سترګې پټوي . ۸۵ د تروريستی ډلو مشران چې ډيرکی يې د ملګرو ملتو په تور نوملړ کې دی ، د آی-اس-آی تر مستقيمې لارښوونې لاندې په پاکستان کې آزاد فعاليت کوي .

 امريکا د کمونيزم سره د مقابلې په نوم د شنه کمربند د جوړولو په نيت ايران فاشيستو مذهبی آخوندانو ته په لاس ورکړ، پاکستان يې د تروريسم د روزلو په ځاله بدل کړ . امريکا او لويديزوالو افغانستان د جهادی او طالبی تروريستانو په منګولو کې هېر کړ ،  نور کمونيزم نه شته ، آيا اوس هم اسلامی بنسټ پالنه او تروريسم د امريکا د ګټو له پاره ستراتژيکه وسيله ده ؟  وختونه ، شرايط او ګټې بدلون مومی ، ددې سره متناسب سياستونه ، اجنداوې ، موخې او موخو ته د رسيدو وسائل او لارې چارې هم بدليږي .

مونږ افغانانو ته په يوه خبره پوهيدل په کار دی : که افغانان د چا د لاس آله نه شی او په خپلو کې يو موټۍ او متحد شي او د خپل منځي دښمنيو پر ځای خپله انرژی د هيواد د آبادي او شيرازۍ له پاره وکاروي ، تحمل او يو بل ته درناوی ولري ، افغان ملت به ډير ژر د نړۍ د ملتونو د نوملړ په سر کې ځای ونيسي .

پای

هغه غلط فهمی چې د بدګمانۍ لامل شوي ده

حکيم روان

د سولې د خبرو آترو له پاره د امريکا د متحده ايالاتو د استازی زلمی خليلزاد او طالبانو تر منځ د مذاکراتو په اړه يو سوء تفاهم ايجاد شوی دی ، چې د خلکو تر منځ د بد ګمانۍ لامل شوی دی .

سوء تفاهم يواځې د مفاهيمو د ارائه کولو ، جملو او عباراتو له ناسمې فورمولبندۍ څخه را منځته شوی دی . مثلا امريکائيان وايي چې طالبان به نور د سيمې د هيوادونو له پاره ګواښ نه جوړيږي او له نورو تروريستی ډلو سره به اړيکې پرې کوي . او په دې برخه کې پر طالبانو شرطونه ږدي .

طالبانو داسې درک کړي ده چې ګوندې امريکائيان غواړي د افغانستان واګې طالبانو ته وسپاري او دوی د افغانستان د اسلامی امارت او راتلونکی طالبی دولت خوبونه ويني . بايد د سولې په خبرو آترو کې موضوعات تر ممکنه بريده پورې روښانه او د پوهای وړ وي .

بله مهمه خبره داده چې امريکايي لوری د ديپلوماسی په ژبه خبرې کوي او متقابلا  د طالبانو د پاره د معاصرې ديپلوماسی ژبه نا اشنا ده . خو دواړه خواوې بايد خبرې لوڅې او بربنډې وکړي ، څو د ابهام ، سوء تفاهم او سوء ظن مخه ونيول شی .

دا خبره لکه چې د سولی د مذاکراتو امريکايي لورې ته مالومه ده ، بايد طالبانو ته هم مالومه وي چې افغان ټولنه د طالبانو د ايله جاريو د وخت ټولنه نه ده . تورو ښامارانو له افغان ټولنې ډيرې زياتې قربانۍ اخيستی او ولس تر ډيره بريده بيدار شوی دی امريکائيان نشي کولای چې طالبان بيلې قانونی مجراؤ پر خلکو تحميل کړي .

د افغانستان د اساسی قانون څلورمه ماده داسې حکم کوي : « په افغانستان کې ملی واکمنی په ملت پورې اړه لري چې په مستقيمه توګه يې پخپله  يا يې د خپلو استازو له لارې عملی کوي . »

افغان ملت تر دې اساسی قانونه پورې د وينو او بی شمېره سرونو د ورکولو لاره وهلی ده . مونږ تر دې ځايه د بهرنيو تړاکونو ، ښکاره لاسوهنو او په هغو پورې د تړلو داخلی مرئيانو د ناکردو ، نادودو او نا ځوانيو په تيارو کې مزلونه کړی دي . زمونږ د ټولنې پر بدن د جهادی لوټمارانو د لوټ او تالان او د طالبی کيبلونو او کوتکو نښې له ورايه ښکاري . زمونږ هره کوڅه ، هر کنډو، ونې او بوټي زمونږ د صبور ولس د حماسو او اتلوليو او د پردو او په هغو پورې د تړلو کړيو د انسان دښمنه نامرديو کيسې کوي .

نور دلته د پردو او د هغو د ګوډاکيانو فرمان نه چليږي . افغان ملت د خپل اساسی قانون په لار ځي . طالبانو ته لنډ خطاب :

نور د افغان مسلمان ملت له وژنو لاس واخلئ ! د پاکستانيانو او امريکائيانو لمنې پريږدئ !  که په افغانستان کې کلی او کور لرۍ خپل کلی او کور ته راشئ . له جنګ او تباهی لاس واخلئ ! د ملګرو ملتو او د خپلو استازو تر نظارت لاندې په ټاکنو کې ګډون وکړئ ! که خلکو رايه درکړه ، خدای مو راوله !!!!!!! نور د امارت ، حل او عقد دوران تېر دی ، زاړه خوبونه او کنجاړې نه شته .

 

 

طالب له کومه شرمه ځان خلاص کړي ؟

حکيم روان

*  دا چې د پاکستان د حقانيه مدرسې مشر مولانا سميع الحق ځان د طالبانو د تحريک مؤسس او د طالبانو معنوي پلار باله او د طالبانو د تحريک لوړپوړي کسان د دې تروريستی مدرسې طالبان ( چړيان ) وو له دې شرمه طالبان څنګه ځانونه خلاصولای شی ؟

*  دا چې د ۱۹۹۴ کال د نومبر په ۴ نېټه کله چې جهادی چورګرو د پاکستان ۳۰ لارۍ مال التجاره چې منځنئ آسيا ته د سپين بولدک او قندهار له خوا په لار وې ، برمته کړې او ۲۰ کسان په دې ترڅ کې ووژل شول ، آيا طالبان د لومړي ځل له پاره ، ددې لاريو د خلاصون له پاره را ونه وتل ؟  له دغه تاريخی شرمه او په پاکستان پورې له تړلتوبه طالب جان څنګه ځان خلاصولای شی ؟

*  طالبانو د خپلو همسنګرو مجاهدينو له قبضې څخه د پاکستانی لاريو د خلاصون له پاره د همدې کال د نومبر په پنځمه نېټه د مجاهدينو پر ضد بريد وکړ او د څلورو ورځو نښتو او ۵۰ کسانو د وژلو په پايله کې يې پاکستانۍ لارۍ خلاصې کړې او د کندهار په ښار يې هم قبضه وکړه . طالب جان دې شرم ته څه ځواب لري ؟

*  د همدې کال  د نوامبر په ۲۵ نېټه طالبان د کرنېل امام په مشری د هلمند د لشکرګاه ښار هم لاندې کوي . د کرنېل امام په فرمايش آی-اس-آی د ۱۹۹۵ کال د جنوری په لومړی نېټه ۳۰۰۰ طالبان له پښاوره د طالبانو د ليکو د تقويت له پاره را ليږي ، څو طالبان خپلو بريدونو او پرمختګ ته د کابل په لور دوام ورکړي . طالب جانه همداسې وه که نه ؟  نو بيا ته په کومو سترګو افغان حکومت ته مزدور وايي ؟

*  ولې تاسو ته ګلبدين حکمتيار خپل نظامی او جنګی مرکز چارآسياب بيلې ټک او ټوکه تخليه کړ ؟ ځکه ګلبدين حکمتيار د آی-اس-آی سره تر تاسو هم پخوانۍ اړيکې درلودې ، د هغو اړيکو په پاس او د آی-اس-آی سره د مشترکو ګټو او پلانونو په خاطرسرزوري ګلبدين حکمتيار دوې پښې څلور کړې او تاسو ته يې د کابل پر خوا مخه خلاصه کړه داسې نه وه طاب جانه ؟ طالب جان فکر کوي چې آی-اس-آی ډېر ماهرانه کار کوي او د طالب نوکري نه افشاء کوي ، خو چړي نه پوهيږي چې لمر په دوو ګوتو نه پټيږي .

* عبدالعلی مزاری چې تاسو سره د مذاکراتو له پاره درغلی وو او تاسو د ۱۹۹۵ کال د مارچ په ۱۳ نيټه وواژه د کوم دين په حکم مو دا کار وکړ ؟ حتی که په جنګ کې مو نيولای وای ، تاسوله ديني لحاظه د هغه د وژلو حق درلود ؟ که تاسو د آی-اس-آی مجوز تر لاسه کړی وو ؟ دينی او افغانی ارزښتونو تاسو ته اهميت نه درلود ؟

*  د همدې کال د اکتوبر په لسمه تاسو ۴۰۰ ټانکونه له کابله تاؤ کړل ، تاسو دومره ټانکونه او ټانکيستان له کومه کړل ؟ تاسو خو چړيان واست ، که ټانکيستان چړيان وو چيرې يې زده کړې کړي وې ؟  طالبه دا لمر څنګه پټوي ؟

*  په يوولسم د اکتوبر مو د مجاهدينو په څېر کابل راکټباران کړ ، څه کابليان چې ستاسو له وروڼو جهادی جنايتکارانو پاتې وو هغه طالبی جنايتکارانو ووژل . په اوله ورځ مو ۳۵ کابليان ووژل او ۵۲ مو په وينو لت پت او زخميان کړل ، په بله ورځ مو ۳۹ د کابل مظلوم او مسلمان اوسيدونکی ووژل او ۱۴۰ مو ژوبل کړل .  ووايه طالبه افغان ولس ته ستا قاتل او د مجاهد قاتل توپير څه دی ؟ ستا د اسلام او د مجاهد د اسلام تر منځ توپير څه دی ؟ تاسې سره وروڼه ياست ، مسلمانی مو هم يو شی ده . ستاسو مسلمانی د وينو تويول دی ، د سرونو ريبل دی ، تاسو دواړه خونخواره او ساديستان ياست ، تاسو دواړه د پردو او د افغانستان د خونی دښمنانو د آی-اس-آی او د ايران د سپاه قدس نوکران ياست !  داسې نه ده ؟ طالبه ! مونږ ستا د کوم شرم وژاړو ؟

*  طالبانو ! تاسو چې له اولې ورځې دا ادعا کوله چې تاسو د حکومت کولو شوق نه لري او غواړی د کابل له نيولو وروسته واک د افغانستان پخوانی پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه ته وسپاري ولې مو په کندهار کې د ۱۹۹۶ کال د مارچ په شلمه د علماؤ شورا راوغوښته او په پټه مو د خپلو ادعاؤ پر خلاف ملا محمد عمر آخوند اميرالمؤمنين «وټاکه»؟

او ولې مو د اميرالمؤمنين « ټاکنه » دوه اونۍ وځنډوله او د اپريل په ۴ نيټه مو اعلان کړه ؟ ولې مو د خدای او قرآن د امر خلاف وعده خلافی وکړه او ولی مو د خدای او قرآن د امر خلاف د خلکو سره درواغ وويل ؟ ستاسو د درواغو  مسلمانی ، وعده خلافی ، درواغ او د آی-اس-آی سره تعلق خلکو ته مالوم شو، ځکه خو ستاسو د واکمنۍ د دړې وړې کيدو په موکه خلکو حتی امريکائيانو ته ښه راغلاست ووايه .

*  طالبانو ! تاسو ته به جنت تر غيرته او ناموسه لوړ وي ، خو پښتون ته غيرت او ناموس له جنت نه زر چنده لوړ دی  پښتون په جګه غاړه ، مرګ ، تاترې او دوزخ ته ځی ، خو په ټيټو سترګو ژوند او په بې غيرته  پاچاهۍ باندې ميتيازې هم نه کوي . تاسو د افغانانو ښځې په عام محضر کې په کوتکو او کيبلونو ووهلې ، افغان ته ښځه او وطن ناموس دی او تاسو دواړو ته په سپکه سترګه وکتل . آيا تاسو افغانان او پښتانه ياست ؟ پوهيږي او کنه چې  افغانان د پنجاب د داؤسۍ او بی غيرتۍ دين نه مني . تاسو بيا د افغانيت او پښتونوالی خبرې هم کوی ، شرم وکړئ ! که له خدايه نه شرميږی له خلکو او انسانانو وشرميږئ !

*  د طالبانو مور بی نظير بهوټو په ډاګه وويل چې : « د طالبانو پروژه د انګريز طرحه وه ، سعودي يې مالی ملاتړ وکړ ، امريکا هم ورته سر وښوراوه او پاکستان يې اجرايې مسؤليت په غاړه واخيست . اوس لازمه نه ده چې امريکا د طالبانو په ګناه يواځې پاکستان ملامت کړي . » د شرم د پاسه شرم ! طالبانو ، که د حياء په نوم څه پيژنۍ خولې مو بندې کړئ ! او کله چې د مزدور نوم اخيستل کيږي تاسو بايد اور واخلئ ! خو افغان ملت پوهيږي چې له تاسو نه افغانی غيرت په پنجاب کې پاتې شوی دی ، خو اسلامی غيرت هم نه لرئ .

  *  اوس بيا د طالبانو په نيتونو او ذهنونو کې خدای غائب دی . په  زړونو يې د واک هوس او د دنيا تندې پنجې ښخې کړي دي . طالبان امريکائيانو او نړيوالو ته وايي چې دوی د پرون بی لکيو طالبان نه دي . دوی تغير کړی دی . آيا انتحاری بريدونو ته مو د مدينې د اسلامی فتوا ، د جاګارتا د اسلامی فتوا او د کابل د اسلامی فتوا مطابق ناروا وويل ؟ کله او چېرته ؟ ولې درواغ واياست؟   ولې ستاسو د بدمرغه واکمنۍ لاندې سيمو کې همدا نن او هره ورځ انسانی او اسلامی ضد جنايات ستاسو په ککړو لاسو ادامه لري ؟ هماغه صحرايي محاکمې ، هماغه دورې ، سنګسارونه هماغه  کوتک او کيبلونه او هماغه طالبان ! تغير !؟ کوم تغير ؟

ولې درواغ واياست چې تاسو د امريکائيانو او خارجی عسکرو سره جنګيږئ ؟  په داسې حال کې چې د شمېرنو له مخې د څلورو کالو جګړو په جريان کې يواځې ۶۷ کسه خارجيان او ۴۵۰۰۰ کسه د افغانستان سربازان وژل شوي دي

چيرې دی ستاسو د افغان ضد او مسلمان ضد پليدې جګړې مشروعيت ؟

ولې مو خولې له اوبو ډکې وې کله چې بادار مو شاه محمود قريشی د هند د بريد په اړه د افغان د سولې بهير وګواښه ؟

ولې مو له تاريخی او سرلوړي افغانستانه د تروريستی پاکستان له پاره د هند پر ضد مورچل جوړ کړی دی ؟ ولې ؟ څنګه پاکستانی واکمن وايي چې طالبان مو د مذاکراتو ميز ته راکش کړل ؟ او ولې ستاسو د راکشولو مليونی او ملياردي  باج  پاکستان آخلی؟ که طالب افغان وي او د مذاکراتو ميز ته راتګ يې ملياردونه ارزش ولري ، نو دا ملياردونه ولی د افغانستان پر ځای پاکستان ته ولاړ شي ؟

وايي خبرې ډيرې دی او سر يې يو دی . شرمونه مو ډير دی ، خو تر ټولو لوی شرم مو دادی چې طالبان ياست !

 طالبانو ! تاسو واياست چې مرګ او ژوند د خدای په حکم او د تقدير پر بناء دی . نو بيا ولی د افغانانو د بلنو سره سره  اسلام برباد ، مسکو او تهران ته منډې وهی او خپل سرلوړی هيواد افغانستان او خپل ښايسته کابل ته نه راځئ ؟ او د خپلو وروڼو سره جوړه نه کوې ؟ که  مونږافغانان سره يو شو ، سوله تأمين شی په يوه خوله او يوه ځواکمن غږ به پر خارجی لښکرو غږ وکړو چې زمونږ هيواد پريږدي او خپلو هيوادونو ته ستون شی ، بيلې ستونزو به زمونږ هيواد پرپږدي .

 پوه شئ چې ستاسو او د آی-اس-آی شريک بريد پر مجاهدينو او د امريکا او مجاهدينو شريک بريد په طالبانو د داخلي نفاق پايله وه .

 نور د خپل ملت تراژيدۍ او ماتم ته د پای ټکئ کيږدئ او له پردو لاس واخلئ ! د خارجی دولتونو او حکومتونو سره يواځې او يواځې افغان دولت او افغان حکومت د خبرو آترو او اړيکو د جوړولو انحصاری حق لری ، نه ډلې ، ګوندونه او غير دولتی کړئ ! پای

 

طالب د پردو ګټو استازی

حکيم روان

طالب د منځنيو پيړيو د وروسته پاتې والی روښانه نمونه ده . طالبی واکمنۍ د منځنيو پيړيو د پېر ټولې استبدادي نښې را ژوندی کړې . د طالبانو امربالمعروف ، نهی عن المنکر د منځنيو پيړيو د عقايدو تفتيش ( انګيزيسيون ) نندارې ته کښېښود . طالبان د ټولو انسانی حقوقو او آزاديو دښمنان دي . له دې امله د هيواد د ټولو آزادی غوښتونکو او مترقی انسانانو د غبرګون سره مخامخ دي .

طالبان د اوسنۍ زمانې د غوښتنو پر خلاف د چارواکو د ټاکنو پر اصل باور نه لري . دموکراسی يوه غربي پديده بولی او د دوی په ګمان چارواکی بايد د حل و عقد يا د ملايانو د يوې شورا له لارې وټاکل شی . طالبان د مذهبی نوو تقسيماتو له مخې سلفيان دي . دوی غواړي ټولنه د ۱۴۰۰ کاله مخکې پېر عاداتو ، اخلاقو ، تفکر ، رواجونو او رسومو ته ور وګرځوي . دوی د مدنی قوانينو پر ځای د هماغه وخت له جزايي کودونو ګټه پورته کوي . د خلکو د سترګو په وړاندې د سرونو پرې کول ، د لاسونو او پښو پرې کول ، سنګسار او په درو وهل په ټولنه کې بی رحمی ، ويره او وحشت پراخوي .

طالب په دې ناوړه څيرې سره د هيچا د منلو وړ نه دی . خو له دې امله چې د واک خوند يې ليدلی دی ، غواړي يو ځل بيا د واک پر ګډۍ کښېني . د هيواد د ننه د خلکو د نه پخلاکيدونکی غبرګون سره مخامخ کيږي ، د دې له پاره چې واک ته ورسيږي يا په واک کې پاتې شی ، مجبور دی چې پر پردو تکيه وکړي .

په خواشينۍ سره چې يو وروسته پاتې او محتاج افغانستان د ګاونډيانو په ګټه دی . د دې کار له پاره طالب تر ټولو مساعده وسيله ده . طالب د اوسنی ولسمشر اشرف غنی پر خلاف د اوبو د مهارولو پلانونه نه لري ، برعکس جوړ بندونه هم ورانوي . د ښوونځيو سوځول ، د پلونو او پلچکونو الوزول ، د قير شوو سرکونو اړول ، په عامو لارو کې د ماينونو ايښودل ، په عامه او د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې لکه دولتی ادارې ، روغتونونو ، جوماتونو ، جنازو ، وادونو او …..نورو کې انتحاری بريدونه د طالبانو اصلی مشغولتياوې دي .

د پردو د پاره تر طالبانو مساعد او وړ څوک د واکمنۍ له پاره نه شته . د طالبانو له برکته او د پاکستان په واسطه د مذاکراتو ميز ته د طالبانو د راکشولو له امله همدا اوس پاکستان نږدې ۶ مليارده ډالر تر ستونی تېر کړل . پاکستان پر هند د فشار له پاره هم طالبان استعمالوي او نړيوال ګواښي چې که هند آرام نه کړي ، سوله او د سولې مذاکرات به له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي . پر دې سر بېره مذاکرات څاري او د پاکستان له ګټو پرته  د طالبانو مزی د هغوی په لاس کې دی . همدارنګه طالبان تهران او مسکو ته منډې وهی ، خو کابل ته د راتلو زړه نه کوي ؟ طالبان د تهران او مسکو ګټې مني ، خو د کابل ګټه يانې سوله او امن نه مني . طالبان له روس ، چين ، پاکستان او ايران پوښتنه نه کوي چې ولې تاسو د امريکا د يرغل ملاتړ وکړ ؟ ولی د پاکستان له اډو امريکائيانو پر طالبانو بريدونه کول ؟ ولې پاکستان د امريکا او ناټو د ځواکونو اکمالاتو ته لارې خلاصې کړې ؟ دا ځکه چې بادار تل پر حق دی . طالبان په بی شرمی سره د آی-اس-آی د برنامې مطابق افغان دولت نه مني . ځکه هغه پوهيږي چې په دې صورت کې د پاکستان د چانو وهلو بازار تړل کيږي . طالبان هيروی چې دوی خپله يو تروريستی ګروپ پيژندل شوی دی او افغان دولت د نړئ ۱۹۰ هيوادونه په رسميت پيژني . بناء طالبان د افغان حکومت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راوستلای نه شی

دا افغان دولت دی چې طالبان يې د ملګرو ملتونو تور لست ته شامل کړی دی او د افغان دولت په وړانديز به له توره لسته وځي .

څوک مشروعيت نه لري ، افغان دولت که طالبان ؟  افغان دولت پر طالبانو نړيوال بنديزونه لګوي او که طالبان پر افغان دولت ؟

طالبان له خپلو خولو غټې خبرې کوي ، خو هر څوک پوهيږي چې دوی د امريکا سره خبرې ددې د پاره کوي چې ګوندې امريکا طالبان واک ته ورسوي . خو طالبان تر اوسه نه دی پوهيدلی چې په ګران هيواد افغانستان کې واک نور په خلکو پورې اړه لري او واک د افغانستان د خلکو ملکيت دی ، هيڅوک پر هغه د تېري حق نه لري .

طالب جانه نور سپينه خبره وکړه او د آی-اس-آی زنځيرونه وغورځوه ، نور د بل د پاره د خپل ورور او وطندار وينه مه تويوه

راځه خپل هيواد ، کلی او کور ته . د خپلو وروڼو سره پخلا شه او د پردو سره خدای پامانی وکړه .