رپوټ

په اروپا کې د افغانستا د ملي ترقۍ ګوند شورا

د ۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ ۳ مه

د ګوند د اروپا شورا مشر ( محمد اسماعیل غرني ) په نوښت د ګوند د بهرنیو یو شمیر شوراګانو استازو د ګوند د مشر  محترم عبدالحي مالک په ګډون سکایپي غونډه جوړه کړه . په سکایپي خبرو – اترو کې په لاندې موضوعاتو تود بحث وشو :

  • د ګوند د راجستریشن او ګوندي ژوند یو شمیر مهمو مسألو په هکله .
  • د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو او د سولې روان بهیر د څرنګوالي په باب .
  • د پښتون ژغورني یا پي ټي ایم مشر منظور پښتین د نیولو په وړاندې د نړیوال پراخ غبرګون د نتیجو په برخه کې .

غونډي ته محترم امیر محمد ګران چې پخوانی دیپلو مات او د سیمې د چارو وتلی څيړونکی دی ، د پاکستان د جوړېدو ، په نوموړي هېواد د پوځيانو د واک ټينګېدو ، له قومي لږکیو په تیره بیا پښتنو سره د مور او میري سلوک لرلو ، د پښتنو ،بلوڅو او سندیانو د حقوقو د وتلو مدافعانو د زورولو تري – تم کولو او وژلو ، له اسلام څخه د خپلو موخو په پار ناوړه ګټې کولو ، اسلامي بنسټپالنې او ترهګرۍ ته د ودې ورکولو او صادرولو ، د ترهګرۍ د تمویل په هدف د مخدره توکو تولیدولو او لیږدولو – د وسلو او انساني قاچاق د هڅونو ، په سیمه کې د خدایي خدمتګارو نه نیولي تر پښتون ژغورنې غورځنګ د جنبشونو د راټوکېدنې او ودې د اړتیا ، د عبدالصمد خان او نورو مشرانو شهیدانولو ، د غفارخان – ولې خان – محسن داوړ  – علي وزیر – منظور پښتین او نورو مشرانو زولانه او بندیانولو په څير مهمو مسألو په هکله ، غونډې ته ارزښتناک او  د پاملرنې وړ مالومات وړاندي کړل .

وروسته په نوبت د غونډې ټولو برخه والو په بحث کې فعال ګډون وکړ او هر یوه د ګوندي ژوندانه د لا ښه کولو ، د ولسمشرۍ د ټاکنو د نتجو د بې له ځنډه اعلانیدلو ، د سولې بهیر د کاواکه خواؤ د څېړلو او سمې سمت نیونې ته د هغې د راګرځولو ، د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټوکېدلو اړتیا اهمیت او د غورځنګ د مشر منظور پښتین د غیر قانوني نیولو او زورولو په اړوند لاندې څرګندونې وکړي :

د ګوندي راجستریشن بهیر مخته تللی ، ګوندي مشرتابه د بهیر زیاتې مسألې حل کړي ، وړاندیز کیږي چې د ګوند د راجستر پيل شوي پروسه دې لا نوره هم چټکه او بشپړه شي .

په اروپا کې د ناروي او جرمنې ګوندي شوراګانې د فعالېدو په حال کې دي . وړاندیز کیږي چې په نورو هغو هېوادونو کې چې ګوندي شوراګانې کمزوري يا فعالي نه دي د ګوند د مشرتابه او د اروپا د ګوندي کادرونو په مرسته فعالې شي ، سازمانونه او ګوندي کمیټې يي ورغول شي او ګوندي ونډه او بسپنه یي راټوله شي .

د ولسمشرۍ ټاکنو د نتیجو د اعلان بهیر ډير وخت ونیو . داسې بریښي، چې څرګندې  کړۍ هغه د بحران خواته ټيله کوي ، ټاکنې د سولې د روان بهیر سره داسې تړل چې د ډموکراسۍ مرۍ خفه ، غیر ډموکراټيکو ډلو او عناصرو ته د ننګینې سا ایستو مجال ورکړي ، د افغانستان د خلکو په انساني حقوقو ستر ګزار دی . وړاندیز کیږي چې ګوند د اعلامیو خپرولو ، ګردي ميزونو جوړولو ، د نورو ډموکراسۍ پلوه ګوندونو ،نهادونو ، شخصیتونو سره د اړیکو ټينګولو او د هغوئ د هڅولو له لارې د ټاکنو پایلو د تالا – ترغه کېدو د مخنیوي لارې چارې ولټوي .

د سولي روان بهیر د افغانستان د یو شمیر ګاونډيانو ، نړیوال ځبر ځواکونو او د هېواد د یو شمیر جګړه غوښتونکو تنظيمي ، زورواکو او مفسدو کړیو د ناروا ګټو د بیلانس په یوه افغاني ضد سیالۍ اوښتی . مالومیږي چې لوبغاړي د افغانستان او ولس د ګټو پر ځاي خپلو ګټو ته ژمن دي . دا ډول چلند سوله نه شي راوستلی خو جګړه اوږدولی شي . وړاندیز کیږي چې ګوند په بهر او د هېواد دننه د ټولو لارو – چارو په کارولو سره د افغانستان خلک او نړیوال وهڅوي څو د داسې سولې له پاره کار وشي چې د افغانستان خلک او حکومت د سولې بهیر مهمه برخه وي . هسې سوله راشي چې د جګړې ټغر ټول او د یاغي هر خیل ډلو د مخنيوي زمینه برابره کړي . ګوند باید د خپلو خپرونو او نورو وسیلو پر مټ هغه کړۍ افشا کړي څوک چې خپلو او د اجنبې ګټو له پاره د سولې بهیر ، له پيچلتیاؤ سره مخامخ کوي .

د پښتون ژغورنې غورځنګ په سیمه کې د بې تاوه ټولنیز سیاسي جنبش او انقلاب په توګه اهمیت او اعتبار پيدا کړی . منظور پښتین د نوموړي غورځنګ د کرازماتیک مشر په څير سیمه ایز او نړیوال شهرت موندلی دی . د هغه په نوښت او مشرتابه د پښتونخوا ، پښتنو او نورو قومونو د تاریخ ډيرې سترې غونډې جوړې کړي ، د پښتنو د ډله ایزې وژنې او زورونې زیاتې سترې پوښتنې په همدې غونډو کې مطرح شوي . د لمړي ځل له پاره د پاکستان د پوځ او استخباراتو څېره د دغو غونډو له لارې برسیره شوي . د پوځ او استخباراتو مجازي غرور د همدغه غونډو په برکت په ځمکه راپریوت . پې ټې ام یا پښتون ژغورنه اوس په ټوله نړۍ او د پاکستان دننه کې د عدالت او حق غوښتنې یو معاصر غورځنګ پيژندل کیږي . که تېروتنه ونه شي دا غورځنګ به په نوي بڼه د شلمې پيړۍ د انقلابي غورځنګ داسې بدیل وړاندې کړي چې وینه تویونه به په کې ځاي ونه لري .

منظور پښتین پښتنو ته د پيښو مسألو یو نوملړ وړاندې کړی چې په عمده ډول د پښتنو او ستم لاندې قومونو د حقونو د تروړلو د مخنيوي او عدالت د تأمین پيغام له ځانه سره لیږدوي . پښتین هغه کړۍ په ګوته کړي چې حقوق تر پښو لاندې کوي او د قومونو طبیعي زیرمې د ځان په ګټه لوټوي . هغه د پاکستان دننه او له هغې څخه بهر تر ستم لاندې ولسونه اګاهانه بې تاوه مبارزې ته رابولې . له دې کبله تر دې دمه زموږ ګوند د پښتین د روان جدو جهد ملاتړ کړی او په دې بهانه چې هغه د خپلو خلکو له پاره حقوق او عدالت غواړي ، زندان ته اچول کیږي او وزورول کیږي ، د ملي ترقۍ ګوند له پاره هیڅکله د منلو نه ده .

وړاندیز کیږي چې له یوه پلوه د هېواد دننه او بهر ګوندي شورا ګانې د ګوند له خوا و هڅول شي چې په سیمه او نړۍ کې بشرپالې ټولنې ، شخصیتونه ، پارلمانونه ، حکومتونه ، د ملګرو ملتونو سازمان د پاکستان له مظالمو خبر کړي او له هغوئ هیله وکړي، چې د بې تاوه مبارزې سرلاری منظور پښتین بې له ځنډه خوشي کړي . له بلې خوا د افغانستان په عدالت او حق غوښتونکو ټولنو ، نهادونو او اړوندو دولتي ادارو غږ وکړي چې په یوه پياوړي همغږۍ د پيښې شوي ستونزې د عاجل حل له پاره ګډ کوښښونه وکړي .

په پاي کې د افغانستان د ترقۍ ملي ګوند رئيس عبدالحې مالک د اروپا د ګوندي شوراګانو او ګوندي مشرتابه ګډه سکایپي غونډه یو غوره نوښت وباله او د یو لړ نظریاتو په وړاندي کولو سره یي د غونډې برخه وال ډاډه کړل چې مطرح شوي وړاندیزونه به د ګوند د دارالانشأ سره شریک کړي او د ګوندي توان او واک په دائره کې به د وړاندې شوي پيشنهادونو د عملي حل د را اېستلو هڅو ته دوام ورکوي .

په درناوي

محمد اسماعیل غرنی

د ا م ت ګ د اروپا شورا رئيس

 

په جرمني کي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر ، منظور پښت‎

په جرمني کي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر ، منظور پښتين او نورو فعالينو د خوشي کولو لاريون :

ليکنه ــ اميرګران

په پيښور کي د PTM د مشرمنظورپښتين او د خوځښت د نورو فعالينو له غيرقانوني نيولو او بيا په زندان کي له بندي کولو وروسته په پاکستان ، افغانستان او د نړۍ په 23 هيوادو کي 730 لاريونونه شوي او د لاريونونو لړۍ به ترهغه وخته روانه وي ترڅو منظورپښتين او د غورځنګ ټول فعالين خوشي او هم د دوي قانوني ، حقوقي او انساني غوښتني ومنل شي ، د ديره اسماعيل خان له زندان څخه په ضمانت د منظورپښتين د خوشي کولو غوښتنه رد شوه ،

د پښتنو د مدني ــ سياسي خوځښت د رهبرانو او ډيرو نورو سياسي او ولسي فعالينو نيول د پاکستاني پوځي حاکم اشرافيت او استخباراتو ( ISI , IB , MI ) لخوا د ظلم ، زورزياتي او غيرانساني کړنو يو ښکاره مثال دي ، په پاکستان کي د پوځي ديکتاتورانو او د دوي د پراکسي کړيو لخوا په پښتنو ، بلوڅو او نورو قومونو باندي ظلمونه او د دوي د طبيعي حقونو غصبول به حالت نور هم خراب او کړکيچن کړي ، په پښتنو دا ډول فشارونه او زورزياتي به زيات شي ، وبه ځپل شي ولي تسليم به نه شي او هم د خپلو قانوني غوښتنو د لاس ته راوړلو او ژغورني لپاره به لا پياوړي ګامونه واخلي ، د پاکستان په لنډ 73 کلن تاريخ کي ياني د دغه هيواد له مصنوعي جوړښت 1947 م راپديخوا ، پاکستاني حاکم استبلشمنټ له پښتنو او نورو ليږکيو او مظلومو قومونو سره غيرانساني او ناوړه چلند کړي ، د دوي په طبيعي زيرمو ئي خيټه اچولي او له خپلو انساني حقونو ئي بي برخي ساتلي ، د پښتنو ستر او مبارز شخصيتونه او رهبران ئي زندانونو ته اچولي ، پښتانه لوټــل شوي ، وژل شوي او جـــبــرآ وطن پريښودو ته اړ شوي ، پر پښـــتــنو دا ناتار له 11/9 حادثي وروسته چي په 2001 م کي واقع شوه لا زيات او نوي بُعدونه ئي پيدا کړل ، په 80 ميلادي لسيزه کي په افغانستان کي د ” جـــهـــاد ” په نوم پروژه چي د تنظيمونو ، طالبانو او اوس مهال د داعش په نومونو رواني دي ، موخي ئي د ډيورند د تحميلي کرښي شاوخوا د پاکستان د سوق الجيشي استحکاماتو او ستراتيژيک عمق د پراختيا لپاره ده ، دا د ديکتاتور ضياء الحق او چارلي ويلسن د جهاد پروژي دي ،

چارلي ويلسن يوځل په 1980 م کال 30 مليونه امريکائي ډالر او بيا په 1986 م کي 630 مليونه امريکائي ډالر د مجاهدينو پروژي ته بودجه برابره کړه ، د عوامي نيشنل پارټي پياوړي او دروند مشر ارواشاد خان عبدالولي خان ماته په يوه ملاقات کي د ستر مشر پاچاخان خبره تکرار کړه چي ويلي ئي ول ” په افغانستان کي جګړه جهاد نه بلکه فساد ده ” د دغو پروژو د عملي کولو لپاره له امريکا سره د پاکستاني مزدور حاکم اشرافيت مرستي او د جيوپوليټکي اوږد مهاله اهدافو لپاره زمينه برابره ول د دي باعث شول چي د پاکستان فاشيستي پوځ په قبايلي سيمو کي خپل د يو لک په شاوخوا کي په سلګونو زره پښتانه ووژني ، کورونه او کلي ئي وران ويجاړ کړي ، بازارونه ئي وسوځوي ، د سيمي د خلکو د رپوټونو په اساس 80 زره ځوانان او بي ګناه خلک مړه شوي ، د 30 زرو په شاوخوا کي ورک دي ، د پوځ ، مليشو او د دوي د ګووډ طالبانو لخوا اوس هم Target Killings يا هدفي وژني په بي رحمۍ دوام لري ، جبري نيوني ، د خلکو بي درکه کيدل او د ماوراي عدالت Extra Judiciary قتلونه پاي ته نه دي رسيدلي ، که ووايو چي نژادي ، اقتصادي او کلتوري جينوسايد روان ده بي ځايه به نه وي ، د پاکستان پوځي جزوتامونه د امريکا په گرين سيگنال د ضرب عضب او اوس د ردالفساد عمليات شروع کړل او وتوانيدل چي قبايلي پټاره لاندي او خپل مورچلونه د خپلو جيوستراتيژيکو اهدافو لپاره مستحکم کړي او له دغو مورچلونو په افغانستان ، کشمير او سيمه کي خپلو تروريستي فعاليتونو ته دوام ورکړي ، او په لکونو د وزيريستان نارينه ، ښځينه ، ماشومان او سپين ږيري IDP يا غيرسکنه کړي ، له دوي سره ئي هرډول ظلم او وحشت وکړ او ادامه لري ،

د ظلم او وحشت پايله دا شوه چي ځپل شوي او سوځيدلي پښتانه په زخمي او دربدرۍ حالت کي د خپلو طبيعي او

قانوني حقوقو د اعادي ، سولي او باعزته ژوند کولو Live with dignity لپاره چــــــــــيــغــه پورته کړي ،

د دغه ستر او شريفانه نوښـــــــت مـــخــکښــــان بي له شکه منظورپښتين ، علي وزير ، محسن داوړ او نور دي ، منظور پښتين د حق او عدالت غوښتني چيغه لومړي د ” مسيد تحفظ موومنټ ” په نامه په 2014م کال له وزيريستانه را شروع کړه ، چي په پراخه کچه ئي ملاتړ وشو بيا ئي نوموړي خوځښت د پښتون تحفظ موومنټ PTM چي د پښتنو د تاريخي ـ ولسي حرکت ظهور او يو مدني ـ سياسي خوځښت دي په نوم ياد کړ ، بايد زياته شي چي د PTM غورځنګ په 2018 م کي د فبروري په مياشت کي د لومړي ځل لپاره په اسلام اباد کي د لسو ورځو لاريون وکړ له دغه لاريون څخه د پاکستان اکثريت سياسي او مذهبي ګوندونو ملاتړ وکړ او رهبرانو ئي د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورني د غورځنګ د حقوقي او قانوني مطالباتو کلک حمايت اعلان کړ او وروسته له لسو ورځو د مسلم ليګ ـ نواز ګوند حکومت د شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د دوي د غوښتنو د پوره کولو وعده ورکړه چي تر اوسه نه دي عملي شوي ، د توجه وړ ده چي د منظورپښتين په مشرۍ د پ ټ ام په مدني ـ سياسي خوځښت باندي

په بي ساري ډول لـــــــراو بـــــــر او په ټوله نړۍ کي افغانان / پښتانه را ټول او د دوي د حقوقو د احيا لپاره لاريونونه او مبارزه کوي ، له پښتنو سره د ظلم او زورزياتي دوام او د دوي د غوښتنو غږ نه اوريدل اوس پاکستاني فاشيستي پوځ او استبلشمنټ له واقعي ګواښ او چلنج سره مخامخ کړي دا ګواښ ساده او لنډمهاله نه دي دا د پاکستان بقا ګواښي او د دغه ميليوني خوځښت مخنيوي ستونزمن بريشي ، د پښتونخوا د سياسي شنونکو او تينک ټانک له نظره

له پښتنو سره د پوځ ښکيلتيا به پاکستان او پوځ منزوي کړي خو پښتنو زرګونه کلونه پر دي خاوره ژوند کړي ، انګريزي امپريل ښکيلاک او نورو زبرځواکونو سره ډغري وهلي چي ژوندي پاتي شي او همداسي به ژوندي او سرلوړي پاتي کيږي خو پاکستاني پوځي استبلشمنټ ، استخبارات او په مجموع کي پاکستان به د زوال په لور روان وي ، پاکستان نه وو او نه به وي خو افغانان / پښتانه وو او په همدي خاوره به پاتي وي ،

د PTM ځوان او سرورکونکي رهبر منظورپښتين ئي ولــــــــــــي ونيو :

۱ــ د پښتون ژغورني د غورځنګ لخوا په 12 د جنوري د مياشتي يوه پراخه او تاريخي جلسه جوړه شوي وه او منظورپښتين د پخوانيو غوښتنو ترڅنګ د پښتنو د يووالي او اتحاد ، د پښتنو په سيمو او افغانستان کي د جګړي د پاي ته رسيدو او د ژوند سخت او ستونزمن وضعيت په تړاو د پښتنو د لوئي جرګي د رابللو وړانديز کړي وو چي د پاکستان دولتي اداري له هغي جملي پوځ دا نه غواړي ،

۲ــ د وزيريستان د اتمانزيو د قبيلو پرلتونه چي د ړنګ شويو کورونو ، بازارونو او جايدادونو … د معاوضي لپاره ترتيب شوي او پوځ ئي نه مني ،

۳ــ پخوانۍ 5 غوښتني او د Truth and National Reconciliation Commission  د تشکيل چي تر اوسه نه دي عمل شوي ،

د پورتنيو غوښتنو خصوصآ د لوئي جرګي د رابللو د منظورپښتين د نيولو دلايل ياد شوي ،

دا هغه خبري وي چي ما د منظورپشتين په ملاتړ مظاهري کي چي په فرانکفورت کي د پاکستان د قونسلګرۍ په مخ کي ترتيب شوي وه کولي خو د زياتو ويناوالو د شتون له امله زما بيانيه هم لنډه وه ،

په پاي کي د پاکستان له پوځي ـ ملکي واکمنو څخه کلکه غوښتنه کوو چي منظورپښتين او د غورځنګ ټول فعالان ډير ژر خوشي او د دوي قانوني ـ حقوقي مطالبات ومنل شي .

 

روسيې چاپ «نېزاويسيمايا ګزېت

خبريال : اندرې سېرېنکه

ژباړونکی: شېرحسن حسن

په روسيه کې مېشتو پښتنو- افغانانو، اسلام آباد د تروريزم  په ملاتړ تورن کړ.

د فبروري دوهمه په روسيه او ټوله نړۍ کې د پښتنو – افغانانو د قهر ورځ وه.

پرون د فبروري دوهمه په روسیه کې مېشتو پښتنو- افغانانو په مسکو، سانکت پترزبورک، کراسنادار، رستوف-نا-دانو او د روسيې په نورو ښارونو کې د پراخو غونډو په ترڅ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پښتون تحفظ مومنټ) «PTM » ملاتړ وکړ ، چې مشران او فعالین یې دپاکستان د پوځې ادارې  تر ظلم او فشار لاندې يا وژل کېږي او یا نیول کیږي.

  د غونډو برخه والو غوښتنه وکړه چې د پاکستان نظامی اداره دې د پښتنو د مشرانو تهديد او تعقيب ودروي او په افغانستان کې دې د ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.  په روسيه کې مېشتو پښتنو په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په پاکستان کې د بشري حقونو پراخو او پرله پسې اوږدمهاله سرغړونو ته پاملرنه وکړي.

په مسکو کې د مېشتو پښتنو-افغانانو ټولنې زموږ خبريال ته وويل چې په غونډو کې د افغانانو او د ډيورند د کوزې خوا (د پاکستان تر تسلط لاندې) پښتونخوا پښتنو برخه اخيستې وه. هغوی وايي: «موږ د مشترکې وينې،مشترکې ژبې ،مشترک دين ،مشترک کلتور، مشترک تاريخ  او  په روانو حالاتو کې د مشترک درد او امنيتي ستونزو  په تنابونو کلک تړلی واحد ولس يو،  او د پاکستان واکمنه پوځې اداره  او استخبارات زموږ د ولس په وړاندې د جينوسايډ  (نسلوژني) سياست پرمخ بيايي».

د  پراخو غونډو په ترڅ کې د پي ټي ام د ملاتړ لپاره د فبروري د دوهمې نېټې غوره کول هم څه تصادفي خبره نه ده . يو کال مخکې په همدې ورځ د پي ټي ام د مشرتابه فعال غړی، وتلی پښتون شاعر او ليکوال د پښتو ادبياتو پروفیسر ابراهيم ارمان لوڼي  په بيرحمانه ډول ووژل شو. هغه د بلوچستان په لورلايي ښار کې د پاکستان پوليسو په مرګوني او بېرحمانه وهلو ځای پر ځای وواژه. د پروفیسر لوڼي د بېرحانه وژلو تراژيدۍ او غم د «ډيورند خط» په دواړو خواو اوسېدونکو پښتنو- افغانانو کې د ويښتیا لويه انګازه واچوله».

د روسيې په ښارونو کې د پې ټي ام په ملاتړ پرونۍ غونډې د مسلمانانو د مبارک  کتاب – قرآن شریف د اياتونو په لوستلو ، د ابراهيم ارمان لوڼي روح ته په دعا او درنښت د يوې شېبې په چوپتيا پيل شوې. د فبروري په دوهمه د شاعر او ليکوال پروفيسور لوڼي د شهادت د کليزې په درناوي د اروپايي ټولنې په لويو ښارونو ، سکانديناوي هيوادونو، امريکا متحده ايالاتو، کاناډا، استراليا ، هند، د افغانستان په ګڼ شمير ښارونو او د پاکستان په ښارونو کې  هم غټې غونډې، مظاهرې او لاريونونه وشول او په زرګونو افغانانو او پښتنو ګډون په کې کړی و.

د مسکو د غونډې برخه والو زموږ خبريال ته وويل «موږ د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ څرګند کړ ، چې مشران یې نن د پاکستان د پوځي ادارې او امنیتي ځواکونو لخوا په وحشیانه ډول تر تهديد او تعقيب  لاندې دي. موږ د پاکستان له واکمنې ادارې وغوښتل چې ژر تر ژره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين له زندانه آزاد کړي. منظور احمد پښتون د پاکستان امنيتي ځواګونو د جنوري په 27 په پېښور کې بندي کړ.  دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه  چې منظور پښتين  د جنوري په 12 د وزیرستان په بنو ښار کې یوې لویې غونډې ته وینا وکړه او  اراده یې څزګنده کړه چې غواړي د ټولو پښتنو سياسي مشرانو لويه جرګه راوبولي تر څو د پښتنو په راتلونکی برخليک فکر وکړي».

معلومه ده چې د پښتنو مشرانو د لويې جرګې د دعوت لپاره د منظور پښتين نيت، اسلام آباد په جدی اندېښنه کې اچولی دی. د سيمې له حالاتو څخه د باخبره سرچينو په قول «د پښتنو د سياسي مشرانو د لويې جرګې تريبيون کېدای شول د پاکستان د پوځي ادارې او امنيتې ارګانونو د رسوايي ميدان شي»؛ « منظور پښتون څرګنده کړه چې د لويې جرګې برخه وال بايد د پاکستان له ادارې وغواړي چې په افغانستان او همدارنګه د پاکستان په پښتونخوا  ايالت (پښتون مېشتو سيمو ) کې د ترورستانو له ملاتړه لاس واخلي. د منظور پښتين په وينا په افغانستان کې د تروريستي بريدونو، جنګ او بې ثباتۍ «کنترول پينل» او د ادارې مرکز په اسلام آباد کې دی  او په سيمه کې د ترورستانو فعاليت له اسلام آباده اداره کيږي».  د فبرورۍ د 2 نېتې د پراخو  غونډو برخه والو د پاکستان له امنیتي ځواکونو څخه د پي ټي ام د مشرانو له غوښتنو ملاتړ څرګند کړ چې غواړي د پښتنو پر وړاندې د تښتونې او له محکمې پرته ځورولو او زنداني کولو   اعمال ودروي: « منظور پشتین د هغه د نیولو څخه لږ دمخه په ښکاره ډول وویل چې د ورکو شويو پښتنو اوږد لیست نه دی کم شوی ، اسلام آباد  د پي ټي ام د بشري حقونو هیڅ یوه غوښتنه هم نه ده پوره کړې ، د پښتنو د فعالینو قاتلين ازاد ګرځي او نه محاکمه کيږي، او د پښتنو پر وړاندې ترهګري، ترور او استبدا ادامه لري».

د پي ټي ام سرچينې (ن .ګ) ته یادونه کوي چې  د منظور پښتين له نیول کیدو یوه ورځ وروسته، د جنورۍ په 28 ، د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مشران محسن داوړ او علي وزیر په اسلام آباد کې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول. که څه هم هغوی ژر خوشې شول ، خو بیا هم ، پښتني فعالانو د پاکستان د استخباراتو دغه کړنې د ویرې اچونې او رواني تروريزم عمل وګاڼه: «موږ ټول يې په دې پوهه کړو چې که موږ د «ژوند د اساسي حق» په شمول د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه جاري وساتو او انکار ونه کړو ، نو څه به پیښ شي».

د فبوري د دوهمې نېټې غونډو ته په کتو چې نه يوازې د روسيې په ښارونو، بلکې د نړۍ په يو شمير مهو مرکزونو کې تر سره شوې، داسې ښکاري چې د پښتنو د ملي نهضت فعالين نه تسليميدونکي دي.  د پرونيو سیاسي غونډو ، مظاهرو او لاریونونو برخه والو، نه یوازې د پښتون  ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره خپل  پیوستون څرګند کړ ، بلکې  له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې «د پاکستاني چارواکو ریښتیني څېره وپېژني ، د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د تروریستانو د ملاتړ او په دغه هيواد کې د بشري او مدني حقوقو د د پايمال مخه ونيسي».

 

مالموسويډن کې لاريون وکړ

د بېرغونو او شعارونو سره د پښتون ژغورنې غورځنگ غړو د خپل بندي شوي مشر لپاره د مالمو ښار په تريانگل کې لاريون وکړ. دغه گروپ چې د پښتنو د حقوقو تر لاسه کولو لپاره کار کوي.

يوه لويه ډله خلک د سې شنبې په ورځ د مالمو ښار په تريانگل کې ددې لپاره په لاريون راوتلي وه چې ددوي مشر منظور پښتين د پاکستان د پوليسو لخوا په بې بنسټه تور بندي کړای شوی دی. منظور پښتين د پي ټي ايم (پښتون ژغورنې غورځنگ) مشر دی، يو غورځنگ چې د پاکستان رياست بد اعمال د پښتنو پر وړاندې راسپړي. پښتانه په پاکستان، افغانستان او هندوستان کې مېشت دي.

منصور ترين د مالمو د لاريون ترتيب کوونکی وو. مونږ يو غورځنگ يو چې د انساني حقوقو لپاره کار کوو. زمونږ مشر په بې ځايه دلایلو او تور پورې کولو سره بندي کړای شوی دی. منصور ترين وايي: زمونږ د مشر گناه يواځې داده چې د پښتنو سره د ظلم پر وړاندې يې خپل غږ پورته کړی، مونږ د همدې بې عدالتۍ پر وړاندې د خپل غږ پورته کولو لپاره دلته راټول شوي يو. تر څو دغه مالومات تر نړېوالو ورسو.

د منظور پښتين نيولو سره د پاکستان هېواد په گڼو ښارونو کې لاريونونه وشول، په ځانگړې توگه د پاکستان په شمال لوېديځي برخه کې، هلته چې زياتره پښتانه مېشت دي. د افغانستان په زياتره ښارونو کې ددې کړنې پر وړاندې د لاريونونو سره سره د نوموړي هېواد اولسمشر هم پر خپل ټويټر خپل غبرگون ښکاره کړ.

 

My Östh Gustafsson

Sydsvenskan

MALMÖ28 januari 2020 16:48

کې نشر وه sydsvinskaدا پورته ليکنه په

د خداي بخښلي محمد يوسف خدمتگار مزدور ځوی په هکله

بسم الله الرحمنالرحيم

ما چی دده ۶ جلده کتابونه  چی نومونه  يې دادي (شړېدلې لمن او مريان ،دخدمتگارزببرگۍ،سره کوڅه، دزندان ناره،احوال ،دخدمتگار يون »ولوستل او پردی مې د گران صميم اورنگ د ننگرهار د اطلاعاتو کلتور مخکنی ريس چی خپله ډېر لوی ليکوال شاعردی او همدارنگه د گران محمدانور سلطاني چی د پوهنتون مخکنې استاد وو ليکنې ولوستلی دده ژوند ليک، کار نامو، مبارزو ،سپيڅلتېا وو ته اشاری شوی وی ما خپله ځانته دا حق ور نکړ چی دشعر اودده د ژوند په هکله نور څه ور زيات کړم دده شعرونه او ليکل شوي کتابونه د هيواد موجوده ستونزی، دهيوادنې مينه، يوالی، د پرديو لاس وهنې زور زياتي د شعر په ژبه خپلو خورو ورو ولسونو ته ډالۍ کړي زه دده د يوه همفکره ملگري دوست په حيث غواړم دده د کار نامو، د هيواد سره مينه عشق او علاقی دده د ليکل شوو کتابونو په هکله خپلو دوستانو ته د يوه وتلي اتل سپيڅلي ليکوال تاريخ پوه، شاعر سياستوال مرحوم محمد يوسف خدمتگار مزدور ځوی په اړوند خپل نظر وليکم. دده دشعر يوه نمونه

که د اغيـــــــــــــار په اذانه وي نو سبادې نه شي

که امامت د بيګــــــــــــــانه وي نو ادا دې نه شي

مونږه د هرې شپې ګهيـــــــــځ ته په اغزيو ورځو

که دې د سپين مخ رڼا نه وي نو رڼا دې نه شي

دا شعر د مرحوم خدمتگار صاحب دی که دقيق ورته وکتل شي له ورايه جوته يږي چی خدمتگار د پردي پالل د بل غلامي د بل جاسوي کول په کلکه ردوي نو له همد امله زما يار ملگری خدمتگار ددی هېواد سره تر بل هر چا ډېره مينه درلوده.

درنو دوستانو زه د خدای بخښلي خدمت گار مزدور ځوی په اړه چی دکنړ ملگرو ماته مخکې له دی چی زه اودی سره په مخامخ او فزيکي توگه ووينو داسی کېسې کولی ويل به یې موږ په کنړ ولايت کې يو کوچنی يوسف لرو چی د عمر په لحا ظ کمکی دی خو تر زياتو لويانو زيات د درسونو او سياست سره هېوادنۍ مېنه لري. سره له دی چی دی کمکې وو چی دده پلار له دی پاني نړې وفات شوی وو خو دغه ځلمي په خپل مټ او بازو وکولای شول هم درسونه تر ټولو ښه ووايي او هم په گران هېواد کې د مثبت بدلون په لور دسياست ملا وتړله.

کمکې يوسف خدمتگار داخلاقو نمونه وه د ځوانانو مينځ کې بېلگه نه پيدا کيدله  دوی کيسه کوي چی مرحوم د پوليسو د مسلک سره پوره مينه درلوده ده وکولای شول چی د په دی رشته کې د پوليسو اکادمي ولوستله د هيواد په يو شمېر ولاياتو کې دندی په پوره رښتين ولی سرته رسولی وی.زه چی کله په ۱۳۵۸ل کال د مرغومي په ۱۲ نېټه دافغانستان  دخلک دموکراتيک گوند د حاکميت په دوران کې د  يوی خاص گروپ له خوا زنداني وم او پاسنۍ نېټه له زندان څخه ازاد شوم دی د خپلی پوهی لياقت له مخې د ننگرهار ولايت د پوليسو د قومندانی سياسي امر وو زه څه مده وروسته دننگرهار هميشه بهار د هېواد دختيځ زون دروازه، دعلم فرهنگ اوسولی ټاټوبي کې د گوندي ولايتی دفتر کې پر دنده وگمارل شوم، کله چی ددی ولايت درهبری دمشرانو په ليکه کې وم لومړی مې د محمديوسف خدمتگار سره پېژندگلوي وشوه،ناستی ،ليدنې کتنې گډ کار موسر وکړ زه پوره مطمن شوم چی خدمتگار د ننگرهار ټولو شريفو خلکو او په کل کې د ختيځ زون ټولو ولسونو سربازانو، افسرانو، سياستگرانو اود قوم مخورو دده پر سپېڅل تېا وطن دوستی ،هېوادنی مينې ټينگ باور درلوده ما هم دده سره د يوه همفکره ملگري ، دوست حتی د يو وتلي سياستپوه په صفت دوستي کوله .

ارمــان

څـوک چې ســـبا تــه انــتـظار اوبــاسي

اړ دي چـې نـن لـه کلـي یــــاراوبـاسـي

چې پـه تـورتـم کې د تګ لارې ګـوري

لکــه اوبــه غــرونــو کـې لار اوبـاسي

رقــیـب پـــه ښـارکې لــیـونـي لــټـــوي

یـویـو لــه کــور کلي هـوښــیار اوباسي

د مــلالۍ پــړونـی ورورڅـــیري کــړو

نتکۍ يي وړې اوس تـرې هــاراوباسي

مـرئـیان دې بـل سـپرتاکـوس پـیداکـړي

څـوک چې غاښـونــه د ښامــار اوباسي

کارګربزګردې زیاراستونکي ټول کړي

کـه پـانـــګــوال ظالـــم بــــادار اوباسي

یو لارښوونکی یو سازمان  په کار دی

بــیا بــه ارمــان د خـدمـتــګار اوباسي

 مرحوم خدمتگار پرنسيف دا وو چی سهار ۶ بجی دفترته تلو د ننگرهار ولايت کې   د خپل پرسونل څخه رپوټ اخستل د يوشمېر محلونو څخه ليدنه ، د نيمگړتېاوو مخنيوی د  مسولينو سره د گډ کار، همکاري کول دستونزو په حل کې اجل اجارت کول وو، د مجللوشيانو، تشريفاتي برخورد سره جوړ نه وو د فساد، چاپلوسی، واسطو کول، په دنده کې د غفلتگرو،جاسوسانو، سرسخت مخالف وو.

سهار ۶ بجی نه تر يوی بجی دشپی په خپل دفتر کې دنده سرته رسوله بی ځايه مصروفيت، دوخت ضايع بلله، همدا لامل وو چی مرحوم خدمتگار د خپل سياسي کار پاېله داوه چی فرارنه وه، د افسرانو سربازانو مورال خورا قوي وو تقريبا د ټول ولايت پراته سرکونه پرانستي وود ننگرهار ۲۲ اداري واحدونه اود جلال اباد شهر پوره امنيت کې وو،ښونځې، پوهتونونه، کارخانی او نور فعال وو.

زه وايم مرحوم خدای بخښلی محمديوسف خدمتگار مزدور ځوی دگران افغانستان د د امونه تر اباسيند، دهرات نه تر ششمشاد او خيبره اود اود ټول هيواد له پاره او په ټوله کې ددی باتور ځلمي کارنامی شعر ليکنو پاکدلی وطن دوستی سرحدونه ونړول او په نړېواله بڼه وځليدو کله چی په گران هېواد افغانستان کې د ترورسټانو داعش، طالب تر نامه لاندی د گاونډيانو داستخباراتو گوډاگيان د واکمنې پر گدی واکمن شول د کابل په گډون زيات ښارونه په کنډوالو بدل شوه يوازی کابل کې تر اويازرو زيات بی دفاع کابل ميشتي شهيدان شول او هر څه دولتي او شخصي مالونه چور شوی د محمد يوسف په شان سياست پوهو شخصيتو ژوند تريخ او په لکونو خلک اواره کډوالی ته اړ شول له دی جملی څخه يو خدمتگار هم وو مرحوم خدمتگار د کډوالی په دوران کې ارام نه وو د هيواد خلکو دردونه ورسره مل وو نو د خپلو ماعزو او قلم په ژبه يې د ولسونو دردونه په شعري ژبه د مقالو او کتابونو پر ليکلو ټولنی ته وړاندی کول ده به تل د هيواد ملي  يوالی ، سياست کوونکو د يوالی ځولی اچولی خو په پوره افسوس چی ژوند ملگرتېا ونه کړه  اود ناروي په شاهي هيواد کې د ورپښې ناروغې له امله د 2019زکال د می پر لسمه له دی فاني نړې خدای پامني واخستله کورنۍ ، ملگري ولسونه او دوستانی پرېښودل زه په زغرده وايم چی دده تشه څوک نشي پوره کولای خودموره وايم چی ده ته جنت فردوس غواړم درنۍ کورنۍ ته صبر جميل.

 محمد اقا شيرزاد دده همفکره خواخوږی

2019 ز کال دنويمبر ۱۱سمه مالمو سويډن