افغان حکومت په څو جبهو کې

حکيم روان

افغان دولت په وارو وارو په رسمی او غير رسمی څرګندونو کې د افغانستان پر ضد د نا اعلام شوي جګړې خبره کړيده . د افغانستان پر ضد نا اعلام شوي جګړه ځکه نيابتی جګړه هم بلل کيږی چې پاکستانی نظاميان يې د طالبانو پر مټ د پاکستانی موخو د پاره پر مخ وړي .
په خواشينۍ سره بايد ووايو چې نړيوالو زمونږ هيواد د هغه ځانګړی جيوپوليتيک او جيو ستراتژيک اهميت له امله ددې پر ځای چې د همکاری ، ګډ کار ، پوهاوي او هر اړخيز پرمختګ له پاره وکاروي ، د خپلو استخباراتو د ويجاړوونکو هڅو ، د مخامخ کيدو او خونړيو جګړو په مرکز واړاوه . د جګړو څلوېښت کلن ناورين افغانستان د جنرال ضياءالحق د توصيې سره سم د اور دوزخ ته ور وغورځاوه . هر څه يې لولپه شول او هيواد جهادی او طالبی جګړو کنډ کپر او ويجاړ کړ . تر ننه « جهادی مشران » او طالبان د هيواد ورانولو ته ژمن پاتې شوی دي .
د سپتامبر له ۱۱ وروسته چې امريکائيانو پر طالبانو يرغل وکړاو طالبان يې د جمعيت ، شورای نظار، جنبش او حزب وحدت په مرسته تس نس کړل او د طالبانو اسيران يې په کانتينرونو د ليلی دښته کې قتل عام کړل ، نن طالب او عبدالله عبدالله ، دوستم او محقق ځانونه د روغې جوړې اصلی اتلان بولی او اشرف غنی چې د باور د رامنځته کيدو له پاره يې په جوپو جوپو طالبان له زندانه خوشی کړل ، لومړنۍ اوربند يې اعلان کړ، د روغې جوړې له پاره يې د کابل پروسه پيل کړه او لسګونه معتبرې ملی او نړيوالی غونډې يې د سولې او پخلاينې له پاره وکړې ، د سولې مخالف بلل کيږي ؟؟؟؟؟
که د ولسمشر دوکتور اشرف غنی جوړوونکی هڅې نه وای ، خليلزاد به طالبانو سره د سولې موافقتنامه لاسليک کړی نه وای . که څه هم خليلزاد د ټاکلو امريکايي موخو د پاره دا کار وکړ ، خو د دوکتور غنی هڅې او هاند د هيواد يووالی او له جګړو څخه د وتلو موخو ته وقف دي .
طالبانو سره د خليلزاد د خبرو آترو په جريان کې د دوکتور غنی په ټاکنو ټينګار د دې له پاره وو چې طالبان د سولې د خبرو په مهال د يوه قانونی حکومت په وجود کې د سولې له پاره د افغان ولس د ټولنيزې ارادې سره مخامخ شی او د هغه په وړاندې تمکين وکړی او سولې ته غاړه کېږدي . ولسمشر د هېواد د آبادۍ او پرمختګ پلانونه لری او پرمختګ مساعد چاپېريال ته اړتيا لري . خو د اشرف غنی مخالفين عبدالله عبدالله ، ګلبدين حکمتيار ، نبيل او نور د هېواد د سولې او پرمختګ د پاره نه کومه طرحه لری او نه اراده ، له طالبانو خو دا توقع کيدای نه شی .
له نېکه مرغه افغان ولس د ټاکنو په جريان کې تاريخ جوړونکی پرېکړه وکړه، ځان غوښتونکو ته يې نه وويل او دوکتور اشرف غنی يې د خپل ولسمشر په توګه وټاکه .
خو بی شرمه ځان غوښتونکی په داسی حال کې چې د ټاکنو د مستقل کميسيون غړي يې په خپله وټاکل ، خو د هماغه خپل کميسيون پرېکړې په بی ساری بی شرمی سره نه منی . په داسې حال کې چې هېواد په برخليک ټاکونکو شيبو کې قرار لری ، ځان غوښتونکی غواړی خپلې ناروا غوښتنې پر ولس وتپي او هېواد د نا مالوم برخليک په لور سوق کړي . له دې هڅو داسی ښکاری چې د پردو لاسونه تر هغه اوږده او نيتونه تر هغه تور او دښمنانه دی چې مونږ يې فکر کاوه .
د هېواد دښمنان غواړي د منتخب ولسمشر د لوړې د مراسمو سره موازی د تش په نامه ټولشموله حکومت په نوم د دروغجنې لوړې «مراسم» پر ځای کړي . دا کار به خامخا د اسلام آباد او تهران ټاکلی کړۍ خوشاله کړی . د پاکستان – طالبانو او مجاهد عبدالله عبدالله او ورسره ملګرو ګډې هڅې د افغان نظام د له منځه وړلو او بی ثباتۍ له پاره لکه لمر روښانه دي .
ولسمشر په دې تورنوي چې د سولې د پاره د ملی اجماع په چاره کې پاتې راغلی دی ، نو بايد استعفاء ورکړي . خو آيا د وطن پلورونکو ، د مختلفو ګټو لرونکو ګاونډيانو د استخباراتی مامورينو اجماع ممکنه ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ولسمشر د چيلک اندازانو د مزاحمت سره سره د سولې د پاره د سيمه ايزې اجماع په چاره کې ټاکلی برياليتوبونه تر لاسه کړل ، همدارنګه يې د افغانستان د سياسی او ټولنيز نظام د ساتلو د پاره نړيوال ملاتړ خپل کړ . خو د طالبی ماجراغوښتونکو ، جهادی غلو او چورګرو او د هغوی د سيمه ايزو ملاتړو په وړاندې په درو جبهو کې بی آمانه مبارزه لا هم د ژوند اړتيا ده .
د وطن پالونکو افغانانو دنده ده چې په يووالی او پيوستون سره د خپل قانونی حکومت تر شا لکه د پولادو غرونه ودريږی او پر طالبانو فشار راوړی چې نور د خپلو وروڼو پر ضد له جنګه لاس واخلی . خپل هيواد ، خپلو ښارونو ، کليو ، بانډو او کورنيو ته را ستانه شی او په خپل مورنی هېواد کې د عزت ژوند پيل کړي .
تل دی وي افغانستان

فغان سوله

د ژينوا ، دوحې د لوزنامې اوهوکړي پاېلې

 ژينوا لوزنامه ۱۴د اپريل ۱۹۸۸زکال

m agha (2)دوحه هوکړه لیک ۲۹ فبروري ۲۰۲۰زکال

درانه لوستونکو ته ددی توپير او لوزنامې او هوکړي پاېلو باندی ځغلنده نظر وړاندې کوم هېله ده قضاوت تاسو او سياسي شنونکي وکړي.

د ژنوا لوزنامه د افغانستان ، پاکستان او په دوحه کې هوکړه د امريکا او طالبانوترمينځ لاسليک شوه.

د ژنوا لوزنامه د افغانستان پاکستان، شوروي،امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو د ملگرو ملتونو د نماينده ( ديگوکوردويز» په مينځگړېتوب د بهرنيو چارو وزيرانو لاسليک کړولی د دوحی هوکړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت نمايده خليلزاد او د طالبانو استازي ملا عبد الغني برادر تر مينځ لاسليک شوه.

 د ژنیوا په لوزنامه کي ملگرو ملتونو گډون درلود او د شوروي اتحاد د لښکرو وتل او پر دواړو خواوو د مرستو بندول مطرح وه . سره له دی چی شوروي پر افغان حکومت مرستی بندی کړې خو امريکا پاکستان او متحدينو يې مخالفينو ته درنی وسلی ور کړی. د دوحی په هوکړه کې د امريکا او متحدينو د پوځونو وتل او د افغانستان دولت د استازي له موجوديت پرته چې کومه پروسه سرته ورسيدله د ژنیوا د لوزنامې د تیارولو له بهیر په کښته کچه ورته امادګې نیول شوي وه . هلته هم د ژينوا لوزنامه د امریکایي او پاکستاني لورو له خوا عملي نه شوه ، یوازې د شوروي لښکرو وتلو او د افغانانو تر منځ خپل مينځې جگړو پېلدلو ته یي زمینه برابره کړه چې په زرگونوافغانانو په کې خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړ ، ښارونه ، شخصي او دولتي شتمنی چور شوی او په سلگونو زره افغانان کډوالی ته اړ شول . د افغانستان  د وسلوال مجهز پوځ وسلی، او تجهيزات کباړ شول . د افغانستان وسلوال پوځ موجوديت ته د پاي ټکی کیښودل شو . په ملک کې مليشيي ځواکونه په ټولو ساحو کې جلا جلا واکمني کوله ، د قانون د نشتوالې له لاسه هر ډول ازادي او د بشر حقونه پايمال شوه ، په ټوله کې وحشت او بربريت حاکم شو.

د دوحې په هوکړه کي هم طالبان په رسميت وپيژندل شول او د افغانستان قانوني حکومت څنډي ته ټېل وهل شو .

د ژنيوا په لوزنامه کې د مجاهيدينو نوم چا نه دی ياد کړی خو د شوروي لښکرو وتل يي پایله شوه .

 د ژنیوا تړون د ۱۹۸۸زکال د اپریل په ۱۴ مه د ۴۱ غونډو د جوړولو په پایله کې د افغانستان، پاکستان، شوروي او امريکا د استازو او د ملگرو ملتونو د نماينده کوردويز په مينځگړيتوب د ملگرو ملتو په اروپایي مقر کې لاس ليک شو ، دی مذاکراتو ۷ کاله وخت ونيوه .

د دوحی په موافقه کې داکتر خليل زاد د امريکا د استازي په توګه رول درلوده.

زما له انده د دوحی موافقه چی د ۲۰۲۰ زکال  د فبرورۍ په ۲۹ مه نیټه د امريکا ، طالبانو له خوا د قطر هېواد پلازمینه کې لاسليک شوه ارزو لرم چی د دی لوزنامې پاېلی په وحشت او بربريت تمامې نه شي ځکه افغان ولس په تير ۴۱ کلن خونړي جنگ کې خورا سخت زيانونه ليدلي او نور له جنگ جگړو ستومانه شوي ، سوله د هر افغان ارمان او هيله ده خو سوال دادی چې څه ډول سوله غواړو؟

زما په فکر داسی سوله چی د پاکستان لار نخشه او موخی په کې نه وي نغښتې ! هلته افغاني تل پاتې او باعزته سوله راتللی شي چی د بين الافغاني ناستو په پایله کې د افغان اوږدې غميزې ته د پای ټکې کېښودل شي ، اوربند وشي . افغاني ناستو کې هغه شخصيتونه د ګډون په موخه په گوته شي چی هيڅ ډول جرمي سابقه ونه لري ، د خپل هيواد ملي گټوته وفادار او هوډمن وي داسی کسان خورا ډېر دي ، خو نن هغه کسان چی د جرمونو، غلاوو ، قتلونو، فساد بی شميره دوسیي لري ولی د زورواکۍ ، پول واکۍ او پردې پالنې په زور یي ځانونه مطرح شخصيتونه جوړکړي  وايي په هره ملي مسله کې د ګډون ، نطر ورکولو او تصمیم نیولو استحقاق لري .

زما وړاندیز دادی چې د۴۱ کلن روان ناورين په ځانګړې توګه په تيرو ۱۹ کلونو کې کومې ناخوالې او بدبختۍ چې د یادو مشخصو څېروپه وجود کې رامنځته شوي ، د حکومت له خوا د وړاندې شوي  همدې شعار د عمل جامې د اغوستو له لارې چې ( حساب ورکوو حساب اخلو ) د سولي ملي پروسه د ملي سياسي شخصيتونو په واسطه مديرت شي او هغه چاته کلکه سزا ور کړي چی د سولي مخنیوی کوي ، د ملي يوالي ضد کړنو قومگرايي او ژبني تعصب ته لمن وهي .

 محمداقا شيرزا

 

 

 

 

 

 

 

 

د جنګي ډلو او زورواکانو د موازي حکومت اخطارونه او د افغانستان د اساسي قانون ۳۳ ماده

ليکنه : اميرګران

د افغانستان اساسي قانون ( ۳۳ ) ماده صراحت لري چي ، د افغانستان وګړي ( اتباع ) د انتخاب کيدلو او انتخاب کولو د حـــــــق درلودونکي دي ، د دغه حق څرنګوالي او له هغه څخه ګټه اخيستنه د قانون په اساس تنظيميږي ،

تنظيمي ټوپک مارو هم د اساسي قانون د ۳۳ مادي له مخي ځانونه د جمهوري رياست څوکۍ ته کانديد کړل او په مخ ولاړل ، ولي د انتخاباتو د مستقل کميسيون او هم د انتخاباتو د شکايتونو د کميسيون چي وروسته له څو مياشتو تفتيش ، زياراو کارکولو ئي پايلي اعلان کړي ، او ولس دوي ته کمي رائي ورکړي وي او د دوي په ګټه نه دي ، هغه نــــه مني ، او د اساسي قانون د مندرجو موادو خلاف د موازي حکومت اعلان کوي چي دا ګواښ د هيواد د اساسي قانون ښکاره نقض ده ، حقوق پوهان وائي چي دا ډول کړني حقوقي بنسټ نه لري او هر هغه څوک چي د داسي اجراأتو مرتکب ګرځي بايد مجازات شي ، تنظيمي جګړه مار په حقيقت کي د خلکو رايو ته درناوي نه کوي ، په داسي بحراني شرايطو کي چي هيواد د ترهګرۍ ، انتحاري حملو او عدم امنيت له ګواښ سره مخامخ ده ، د ډاکتر عبدالله په مشرۍ انتخاباتي ټيم د خارجي استخباراتي شبکو سره په همغږۍ کي د ډاکتر اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټــــيــم د قانوني مرکزي حکومت په جوړولو کي ناکامه هلي ځلي کوي او هم د مرکزي حاکميت د کمزورتيا لپاره په مرکز او ولايتونو کي موازي اداري جوړوي او له خارجيانو کومکونه غواړي ، په پاکستان ـ اسلام اباد کي زما د ديپلوماتيک ژوند يوه خاطره دلته را نقلوم هغه داچي په ۱۹۸۹م کي هغه مهال چي د شوروي اتحاد سرو لښکرو د ژنـــيـو ( جينوا ) د توافقاتو له مخي په افغانستان کي خپل نيواک پاي ته ورساوه ، د پاکستان پوځي او ملکي استبلشمنټ د جهادي ارتجاع په وسيله د افغانستان د مرکزي حاکميت د چپه کولو په موخه لومړي د جلال اباد د ښار د نيولو تصميم ونيو د دغه هدف لپاره ئي د راولپنډۍ په ( مدينة الحجاج ) چي په خلکو کي په حاجي کيمپ شهرت لري له ميشتو افغاني تنظيمي ډلو د يو پراخ بنسټه ؟ جلاوطنه حکومت ( Interim Government ) جوړ کړ ، د نوموړي حکومت د جوړلو لپاره د بي نظير بوټو په مشرۍ د پاکستان د مرکزي حکومت

د کابيني وزيرانو په داسي حال کي چي د امريکا د سفارت سفير رابرت اوکلي Robert Oakley هم پکي موجود وو فوق العاده جلسه وکړه او د جلال اباد په ښار ئي په ۶ د مارچ ، ۱۹۸۹ دجګړي او نيولو پلان تصويب کړ ، د يادولو وړ ده چي په دي پراخ بنسټه حکومت کي له ايران څخه راغليو شيعه تنظيمي ډلو ته ځــــکه حق ورنه کړي شو چي دوي د ايران لخوا د جوړي کړي احصائيي له مخي په حکومت کي ۳۴٪ حق غوښت ، خو په پاکستان کي ســــنـي تنظيمونو دا فيصدي نه منله نو ځکه داسي مؤقت حکومت جوړ شو چي شيعه بنسټ ئي نه درلود ، جلال اباد ته  د مؤقت حکومت د انتقال لپاره د جلال اباد په ښار د ټولو تنظيمي ، جهادي ډلو ، د پاکستان او نورو هيوادو توندلارو مذهبي مليشو او استخباراتي کړيو څخه ترکيبي پوځ سخت او ظالمانه بريد وکړ ولي د افغانستان د قهرمان وسله وال پوځ ، د دموکراتيک خلق د حاکميت ګوندي سرتيرو او د جلال اباد زړه ورو خلکو خوله ماتوونکي ځواب ورکړ او د ډيرو ځاني تلفاتو په واردولو د جلال اباد ښار ته د مؤقت حکومت د انتقال ، بيا د کابل نيول او دافغانستان په جنوب او شمال د ويشلو خائنانه کانسيفټ ئي بيرته د راولپنډۍ حاجي کيمپ او GHQ ته وروليږو ،

د شمالي ټلوالي تنظيمي ډلو او جګړه مارو څو ځله د خارجي استخباراتي شبکو په ديکته د نظام د ړنګولو او د زور له لاري د قدرت غصبولو ناکامه هڅي کړي ولي لکه چي وائي ( د تاريخ سبق دادي چي هيڅوک هم له تاريخ څخه د عبرت درس نه اخلي ) نوموړي فاسدي کړۍ بايد درک کړي چي په اوس وخت کي د سياسي قدرت د مشروعيت مسئله چي هغه د ولس رائي دي د پاملرني وړ ده او احترام ئي وشي ، د درغليو ، تقلب او زور له لياري خپل حاکميت او قدرت ټينګول مشروعيت نه لري ،

د بشري ټولني په لومړيو مرحلو کي زور حاکم وو او د زور او جبر په وسيله به حکومت کيده او خلک به ئي د توري او تبرګي په زور اطاعت کولو ته مجبورول ، په هغه ابتدائي مرحلو کي زور حق وو په انګريزي کي به ئي ويل ،

چي Might is Right  ياني زور حق ده ولي په معاصره نړۍ او ۲۱ پيړۍ کي د بشري ټولنو د سياسي نظم او ديسيپلين سرچينه د هغوي اساسي قانون ده او په نړۍ کي به داسي هيواد نه وي چي اساسي قانون ونه لري بغير له انگلستان څخه ځکه د هغوي اساسي قانون په ليکلي بڼه نه ده او په ۱۶۸۹م کال د Bill of Rights  په نامه تدوين او د هر انګريز په ذهن کي ځاي لري او د بل هرهيواد له قانون څخه باثباته او ځواکمن ده ،

په پاي کي بايد په هيواد کي د زور ، له قانون او مرکزيت څخه د تيښتي ذهنيت او فرهنگ ته د پاي ټکي کيښودل شي ، عبدالله ، خليلي ، دوستم ، ګلبدين او نور بايد د خلکو ووټ يا رايو ته په درنه سترګه وګوري او د انتخاباتي کميسيونونو لخوا اعلان شوي پايلي تسليم او ومني او که غيرقانوني او بي ځايه مقاومت کوي بايد تر قانوني پوښتنو لاندي راشي . 

دافغانستان ملي ترقي گوند دارالنشا اعلامېه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ م د سلواغې ۲۹ مه

 ◦ د افغانستان د  ملي ترقۍګوند په خوښۍ خبرتیا تر لاسه کړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو کې دولت ساز ټيم ، د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لورې د نهایي پایلو د اعلان له مخې  محمد اشرف غنې د دویم ځل له پاره د افغانستان د اسلامې جمهوریت د ولسمشر په توګه وټاکل شو .

زموږ ګوند چې د ګوندي غړو ، کادرونو او مشرتابه په شریکه پریکړه د دولت ساز ټيم ملاتړ کړی ویاړې چې د هېواد ستونزمنو حالاتو ته په کتو ، د سولي د روان بهیر د اړین مدیریت ، د دفاعې او امنیتې ځواکونو د پياوړي کولو ، په خپلو زیرمو د هېواد د متکې کېدو او په ټوله کې د افغان ولس په ګټه ، د ټاکنیزو ټيمونو له مینځه دولت ساز ټيم په سر کې محمد اشرف غنې د ملاتړ وړ  ګڼلی دی .

که څه هم چې د افغانستان خلکو په خورا پيچلو شرایطو کې د ولسمشرۍ د نوماندانو صندقونو ته د رایې اچونې زړه ښه کړ ، مرګ ژوبله یي په ځانونو منلې ، خو د یو شمیر کړیو او عناصرو د دموکراتیک ضد چلند ، د ټاکنیزو کمیسیونونو د یو لړ غیر مسلکې برخوردونو له وجې د ټاکنو پایلې په خپل وخت اعلان نه شوي ، په خلکو کې د شک او ویرې د پيداکولو هڅې وشوي ، بهرنیو څرګندو کړیو د یو شمیر عناصرو د تشویقولو په ترځ کې د افغانستان د خلکو د ملي يووالي او جغرافیې د کمزورې کولو او ماتولو ګواښونه وکړل ، خو د هېواد د خلکو ، سیاسي مدني وطنپالونکو ټولنو ، ملي وطنې شخصیتونو د زور اچونې په پایله کې د افغانستان د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو خپلواکو کمیسیونونو د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو نتایجو د اعلانولو پریکړه پلې کړه .

د ګوند د دارالانشأ له نظره ، اړتیا ده چې د پایلو د اعلان اخستل شوی ګام ملاتړ وشي ، ملت په تیره بیا وطنپالونکې روڼ اندې د افغاني تنکۍ دموکراسۍ د نهادینه کولو ، د هېواد بیا جوړولو ، قانون پلې کولو ، د ښاروندې په ځانګړي ډول د ښځو حقوقو د خوندې ساتلو د فساد د ټولو بڼو پر ضد مبارزې کولو او د سولي د روان بهیر د بریالې کولو له پاره مټې رابډ وهل شي .

همدارنګه نړیواله ټولنه ، د افغانانو د دموکراتیکو ارزښتونو د ساتلو اخلاقې مرستې او د هېواد د بیا جوړونې په کار کې مثمرو  همکاریو کولو ته هڅول کیږي .

د ګوند دارالانشأ هغه سیالو ټيمونو څخه چې په ټاکنیزو سیالیو کې  بریالي نه شول، غوښتنه کوي، چې د افغانستان د اساسي قانون ، د ټاکنیزو کمیسیونونو د لوایحو او پریکړو له مخې د وروستیو  پایلو منل ونه ځنډوي او له هغه حرکتونو او غبرګونونو څرګندولو ډډه وکړي چې هېواد د بحران په لور بیایي .

عبدالحی مالک

 د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

د ټــــرمپ د ” پــــيــړۍ مـــعامله ” د فلسطين او نړيوالو له سخت غبرګون سره مخامخ شوه :

ليکنه : امـــــيرګران 

وروسته له دريو کالو تبليغاتو او لابي گري د فلسطين او اسرائيلو د کړکيچ د حل لپاره د ټرمپ او بنيامين نتانياهو ترمنځ په سپينه ماڼۍ کي د ټرمپ د سولي طرح چي د ” پيړۍ معامله ” ئي نوم ورکړي اعلان شوه ، دا معامله د فلسطين د ځپل شوي ملت د برخليک لپاره يواځي د ټرمپ او نتانياهو په موجوديت او د بحران د اصلي لوري ياني فلسطينيانو په غياب کي سر ته ورسيده چي د فلسطين د خارجه چارو وزير د فلسطينيانو د ملي حاکميت نقض او د

” پيړۍ معامله ” ئي د پيړۍ توطــئـه وبلله ، ځني اروپائي  هيوادو ، عرب ليګ ، د اسلامي هيوادو کنفرانس ، په امريکا ، اروپا ، او په نوره نړۍ کي اکثريت مترقي او دموکراسۍ پلوه ګوندونو ، حقوقي او مدني بنسټونو او پارلماني غړو په کلکه رد او دا طرح ئي يوطرفه وبلله ، ځکه د بحران د اصلي اړخ چي هغه فلسطينيان دي په غياب کي اعلان شوي ، په تيرو لسيزو کي د فلسطين او اسرائيلو په منځ کي د سولي په توافقاتو کي به د امريکا جمهور رئيسان لکه جيمي کارتر د انورالسادات او ميناخيم بيگين ، بيل کلينټن د ياسرعرفات او اسحق رابين په منځ کي د منځــــګړي په حيث ولاړ ول ، ولي د ” پيړۍ معامله ” کي د کړکيچ اصلي لوري فلسطين په ځاي ډونالډ ټرمپ او بنيامين نتانياهو د بحران اصلي خواوي څرګنديدلي ، د ټرمپ د منځني ختيځ د سولي مکانيزم يا Deal of Century “پيړۍ معامله”

په حقيقت کي د اسرائيلو ترڅنګ  ، د فلسطين د يوه ازاد هيواد تشکيل ئي په يوه نه تعبيرسوي خوب بدل کړي د ټرمپ او نتانياهو په معامله او توطئه کي به فلسطين په څو جلا جلا برخو ويشل شوي وي او هغه به هم د اسرائيلو په کنټرول کي داسي پاتي وي چي هره برخه به ئي د اسرائيلو د هيواد او دولت لخوا محاصره شوي وي ، فلسطين به له اردن سره ګډه پوله نه لري او د اسرائيلو لخوا په جبر او زور ابادي شويو سيمو له لاري به اردن ته سفر کوي ، په دغه معامله کي هغه غيرقانوني ښارګوټي چي اسرائيلو د فلسطين په خاوره په زور او ظلم اباد کړي ، نه ړنګيږي ، فلسطين به نظامي ځواک او وســــــــله نه لري ، همداډول د ټرمپ په معامله کي د غــــزي تراړه چي د مديتراني د بحيري په څنګ کي موقعيت لري نه شي کولاي سمندري بندر ولري ، دوي کولاي شي د اسرائيلي بندرونو حيفا او اشدود څخه ګټه پورته کړي هغه هم د دوي تر څــار او نظارت لاندي ، د غزي تراړه به د فلسطين له ختيځ او د اردن د سيند له غربي څنډي ( west bank ) سره د يوه 36 کيلومتري تـــــونل له لاري چي له اسرائيلو به تيريږي وصل شي ، بيت المقدس ( يوروشليم ) به په متحدانه ډول د اسرائيلو پایتخت پاتي شي ، ټرمپ دوه کاله مخکي د امريکا سفارت هلته انتقال کړ ، د يادولو وړ ده چي د بحرين ، عمان او عربي متحده امارات استازو د ټرمپ ـ نتانياهو د (پيړۍ معامله) تائيد ولي توماس فريدمن امريکائي ژورناليست چي د اسرائيلو خواخوږي او طرفدار بلل کيږي په نيويارک ټايمز کي ليکلي چي دا طرح د دوو هغو منفورو شخصيتو يوه انحرافي طرحه ده چي پخپلو هيوادو کي مشکلات لري ، يو ئي د کانګريس او سنا د مجلس له استيضاح او بل ئي په اسرائيلو کي د مالي فساد له تحقيقاتو سره مخامخ دي ، د نوموړي طرحي پايله به دا شي چي په واقعي توګه به د فلسطين هيواد تشکيل ،

نه شي ، د فلسطين مظلوم ولس به د اوارګۍ او اشغال په شرايطو کي پاتي شي ، عربي وروڼه به ئي له اسرائيلو سره په عيش و نوش مصروف وي ، همدا ډول د اروپائي ټولني د بهرني سياست مسؤل جوزف بورل د اردن د خارجه چارو له وزير سره په يوه ملاقات کي وئيلي ( د منځني ختيځ په اړوند د ټرمپ د سولي طرحه ” د پيړۍ معامله ” له نړيوالو ستندردونو سره سر نه خوري او دا طرحه له نړيوالو اصولو سره په ټکر کي ده ، هغه زياتوي چي اروپائي ټولنه د اسرائيلو له لوري د فلسطين اشغال شوي سيمي په رسميت نه پيژني ، بورل زياتوي د منځني ختيځ لپاره د ټرمپ د سولي طرحه به ډيري هغه مؤلفي يا پاراميترونه چي د نړيوالو د توافق وړ ګرځيدلي له سخت ګواښ ــ

يا challenge سره مخامخ کړي ، د يادولو وړ ده چي که د منځني ختيځ لپاره د ټرمپ د 21 م پيړۍ د سولي طرحه د اسرائيلو تـشکيل ، د تيري ( 20 ) پيړۍ د بالفور له اعلاميي Balfour Declaration  سره مقايسه کړو په دواړو کي ياني د انګريز او امريکا لخوا د صهيونيستانو هژمونيستي پلان چي د پراخ او ستر اسرائيل Greater Israel

په محور راڅرخي گرين سيګنال ښودل شوي يواځي فرق ئي داده چي په منځني ختيځ کي د يهودو د دولت تأسيس يا د بالفـــور اعلاميه په 1917 م کي په 8 جملو چي 67 کليمي کيدي اعلان کړي ولي د ټرمپ د ” پيړۍ معامله ” له نقشو سره د 80 صفحو په شاوخوا کي توضيح شوه ، په دواړو ميکانيزمونو کي د ستراسرائيل د پراختيا ، د فلسطينيانو او نورو عربي هيوادو د ځمکو غصب او ترکنټرول لاندي راوستل ، د فلسطين د خلکو محکوميت او له خپلو روا او انساني حقوقو څخه ليري ساتل او هم اپارتايد شامل دي ، د سپيني ماڼي لخوا نوموړي طرحه په داسي مهال وړاندي کيږي چي د روان کال د مارچ په مياشت کي د اسرائيلو او د نوامبر په مياشت کي د امريکا د جمهوري رياست لپاره ټاکني ترسره کيږي چي احتمالآ له بنيامين نتانياهو او ډونالډ ټرمپ سره به مرسته وکړي ، د ټرمپ په طرحه کي په فلسطيني سيمو کي کومي يهودي ښارګوټي او مېني چي ابادي شوي دي هغه په رسميت پيږندل کيږي ولي د نړيوالو پريکړو او قانون له مخي دا ښارګوټي غيرقانوني دي که څه هم چي اسرائيل پري دعوا لري ، د ملګرو ملتو د امنيت شورا د خپلو مصوبو او پريکړو په رڼــــــا کي په کلکه غوښتنه کړي او تاکيدآ وائي چي هغه سيمي ، ښارګوټي لکه د ګولان لوړي څوکي ، د اردن د سيند غربي څنډه west bank ، بيت المقدس ( يوروشليم ) چي د اسرائيلو لخوا د 1967 او 1973 کلونو دجګړو په مهال ئي له عربو نيولي او هم اوس په وچ زور او جبر ښارګوټي جوړوي هغه د ټول تـــــخــلــيــه او له فلسطينيانو او ذيدخله اړخونو سره دي د مذاکراتو له لاري حل کړي ، د يادو جګړو په اړوند ځني محرم اسناد چي افشاء ( declassified ) شوي ، ( دمصر او اسرائيلو په 1973 جګړه کي چي د ” يوم کفر جګړه ” ئي بلله د جمال عبدالناصر زوم اشرف مروان د اسرائيلو استخباراتي سازمان موساد ته

د جګړي او نور ستراتيژيک راپورونه برابرول او نوموړي د ډبل ايجنټ په نوم پيږندل شوي ، هغه په 2007 م کال په لندن کي د اپارتمان د پنځم پــــوړ له تيراس څخه را لويدلي او په مرموز ډول مړ شوي ) ،

د منځني ختيځ لپاره د ” ګريټراسرائيل ” صهيونيستي پلان په هکله په کاناډا کي د اتاوا د پوهنتون د نړيوالو اقتصادي امورو او ګلوبلايزيشن پروفيسور او تحليل کوونکي ، پروفيسور ميشل شوسودوفسکي په خپل ليکچر کي ليکلي چي ( د ټرمپ د سولي طرحه ” Deal of Century ” د پراخ او ستر اسرائيل د نقشي مطابق ده ، دا طرحه د فلسطينيانو ټول انساني او طبيعي حقوق په خپلو سيمو ردوي او هم د اردن د سيند غربي څنډه ټوله له اسرائيلو سره ملحق او په دغه دره کي د غيرقانوني اباد شويو ميشتو يهوديانو او د ګولان د لوړو څوکو په رسميت پيږندل دي . ) د ګريټر اسرائيل نقشه لاندي ښودل کيږي ،

په پاي کي د يادولو وړ ده چي منځني ختيځ امريکا او نورو زبر ځواکونو ته ډير اهميت لري له ځکه هم په 2006 م کال د امريکا د خارجه چارو وزيري کوندوليزا رايس په تل ابيب کي دغي سيمي ته د New Middle East يا

نوي منځني ختيځ اصطلاح وکاروله چي د ګريټر ميډل ايست په پرتله د غرب لخوا وستايل شوه .