خداوند را شکر گذارم که در زندگی چانس های برایم پیدا شده است، تا واقعیت ها را بهتر درک کنم.
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ د خواشینۍ پيغام
کابل – افغانستان
د ۱۳۹۹ کال د جوزا ٧مه
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرتیا تر لاسه کړه چې د هېواد دمترقی نهضت لاروی اودافغانستان دملي ترقۍ ګوند دنهمې ګوندی ناحیه درهبری شورا فعال غړی اومبارز ملګری احمدشاه صافی د ورپيښې ناروغۍ له امله له فانې نړۍ سره وداع کړي ده.
انا لله و انا الیه راجعون
روح یي ښاد اوسه!
ارواښاد احمدشاه صافی د افغانستان دمترقی غورځنګ فعال غړی په خلکو اووطن معین اوملی ګټو ته ژمن شخصیت وو، دژوندزیاته برخه یې سیاسي مبارزی ،خلکواوهیواد ته په خدمت کې تیره کړی وه، اونه هیریدونکې خدمتونه یې هیواد اوخلکوته په میراث پریښودی دی۔ اروښاد احمد شاه صافی ګوندي یووالی ته ژمن اودسراسری ګوند غوښتونکې وو۔
ناځوانه مرګې له وخت څخه مخکې له موږ بیل کړو . روح یي ښاد اوسه.
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د مرحوم احمدشاه صافی مړینه د افغانستان د سیاست ډګرته ستره ضایعه بولي او ارواښاد ته له لوي خداي پاک څخه د جنت او د هغه درنې کورنۍ غړو ته د زړه صبر او عوض غوښتنه کوی!
عبدالحی مالک
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ د خواشینۍ پيغام
کابل – افغانستان
د ۱۳۹۹ کال د جوزا ٥ مه
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرتیا تر لاسه کړه چې د هېواد وتلي سیاسي څيره ډګروال عبدالغفوردملی دفاع وزارت دستردرستیزد٢٣٥قطعه پخوانې قوماندان اودافغانستان دسولۍ دغورځنګ فعال غړی د ورپيښې ناروغۍ له امله له فانې نړۍ سره وداع کړي ده.
انا لله و انا الیه راجعون
روح یي ښاد اوسه!
ارواښاد عبدالغفور د افغانستان دمترقی غورځنګ فعال غړی په خلکو اووطن معین اوملی ګټو ته ژمن شخصیت وو، دژوندزیاته برخه یې سیاسي مبارزی ، اونظامی ډګرکې دخلکواوهیواد ته په خدمت کې تیره کړی وه، اونه هیریدونکې خدمتونه یې هیواد اوخلکوته په میراث پریښودی دی۔
ناځوانه مرګې له وخت څخه مخکې له موږ بیل کړو . روح یي ښاد اوسه.
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د مرحوم ډګروال عبدالغفور مړینه د افغانستان د سیاسی ډګرته ستره ضایعه بولي او ارواښاد ته له لوي خداي پاک څخه د جنت او د هغه درنې کورنۍ غړو ته د زړه صبر او عوض غوښتنه کوی!
عبدالحی مالک
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ د مبارکۍ پيغام
کابل – افغانستان
د ۱۳۹۹م کال د جوزا ۲مه
د کوچنې اختر د بزګو ورځو شپو په مناسبت!
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د کوچنې اختر د بزرګو ورځو شپو د رارسېدو په ویاړ ، د هېواد او ټولي اسلامي نړۍ مسلمانانو ته د زړه له کومې تودي مبارکۍ او نیکې هیلي وړاندې کوي. له خداي ج څخه غواړي روژه او عبادتونه ښه تیر شوي وي او د هغې په فضیلت د هېواد او نړۍ مسلمانانو ته سوله او هوساینه ورکړي.
د ګوند د دارالانشأ له نظره، دا اختر هم د تیرو اخترونو په څير داسې شیبو کې رسېدونکی دی چې افغانانو او د نړۍ یو شمیر خلکو د ترهګریزو بریدونو له امله ډير خواږه عزیزان له لاسه ورکړي، زیاتې میندي بورې شوي، کوچنیان – ښځې او بوډاګان په خورا وحشت شهېدان شوي. د خلکو میني، کروندي، د کسب او کار ځایونه، روغتونونه، ښوونځې، جوماتونه، تکیه خاني او نور سپيڅلې اماکن هدف نیول شوي، دیني عالمان، قومي مشران او کارپوهان په ترهګریز توګه مړه او شهېدان شوي. د دې په څنګ د کورونا وبا له کبله نږدې ۸۰۰۰ تنه په کوید – ۱۹ ویروس اخته شوي او د ۲۰۰ په شاوخوا کې هېوادوال له مینځه تللي. د قرنتین له وجې کاروبار په ټپه ودریدلی، د محتاجه خلکو شمیر ډير اوچت او د نرخ ناوي ګراف په بې ساري توګه لوړ شوی. طبي لارښوونې او اسانتیاوي زیاتې اغیزمنې نه دي، له دې درکه ویره ده چې په وبا به د اخته او تلف شوي هېوادوالو شمیر له رسمې احصائيو ډير وي. د دې ټولو مصیبتونو سربیره، د سولي له بهیر او د امریکا طالبانو له هوکړي، د بهرنیانو په اشاره سرغړونې کیږي، طالب داعش بهرنیان نه خو خپل هېوادوال په نښه کوي، په خپل مسلمان او افغان ورور جهاد او غزا روا بولې. افغان مشرانو په تیره بیا هغوي چې غواړي له دې وروسته د ټاکنو هر ډول پایله په واک کې د شریک کېدو په خاطر وننګوي، د سیاسي بحران په جوړولو سره افغانان د سخت روحي او بیلا بیلو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د ګوند دارالانشأ د پورتنیو ستونزو د فهرست کولو په ترځ کې غواړي، وښایي چې هېوادوالو په سختو شیبو کې روژه ونیوه، خو مخالفو وسله والو او د حکومت نومولي اپوزیسیون د افغانانو هیڅ ستونزې ته ونه کتل او په ډيره سپين سترګۍ یي خپلو وطني غیر موخو ته د رسیدو هڅه کوله او حکومت هم د یوه سم مدیریت له لارې د خلکو د مشکلاتو د حل لارې چارې ونه موندلې.
د ګوند دارالانشأ په داسې حال کې چې په هېوادوالو د راغلو ستونزو او هغې ته د حل لارو د نه موندلو او د حل مجال نه ورکولو په منفې پدیدو سخت تأسف کوي، له ټولو وطنوالو غواړي د کوچنې اختر د بزګو ورځو شپو په برکت په خپلو کې د ټينګ یووالي له لاري د ټولو هغو ډلو او اشخاصو په وړاندي کلک مقاومت پيل کړي، څوک چې د بهرنیانو په اشاره او د خپلو ناوړه موخو له پاره هېوادوال وژنې، ټولنه بحران ته بیایي، د افغانستان اوسېدونکې په ویره او تنګڅه کې اچوي!
د ګوند دارالانشأ د کوچنې اختر په ورځو شپو کې د ټولو هغو کورنیو سره چې خپل عزیزان یي له لاسه ورکړي، غمرازې کوي او خداي ج ته د دوعا لاس پورته کوي چې دا او راتلونکې اخترونه ورته د خوشالۍ، سولي او هوساینې شیبې وګرځوي، هغو ته سزا ورکړي چا چې وطنوال د غم په ټغر کینولي. د کورونا وبا څخه د طبي لارښوونو د کلک رعایت په ترځ کې خلک ژر تر ژره نجات پيدا کړي، او د ویري جوړه شوي فضا د ژوند، ارزو او باور په فضا واوړي.
یو ځلې بیا مو اختر مبارک شه.
کوچنۍ اختر مو نیکمرغه اوسه.
عبدالحی مالک
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس