Category Archives: اعلاميې
دافغانستان د ملي پرمختگ گوند ددارلانشا د ډاډ گېرنۍ پېغام
بسم الله الرحمن الرحیم
کابل – افغانستان د سلواغې ۱۱ مه ۱۳۹۷ م کال د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشا په ډير تأسف اطلاع تر لاسه کړه چې د ګوند د مرکزي شورا غړی مرحوم شیرمحمد کریاب د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات کړی . ارواښاد شیرمحمد کریاب ، فعال ګوندي کادر ، د لوړو زده کړو خاوند او د مسلکي دندو چارسمبالی ؤ . هغه د میتودیک ګوندي او مسلکي کار د وړاندي بیولو په زړه پوري تجربه لرله . لدي امله یې په نړیوالو موسسو لکه : اف ای او ، یو ان اچ سې ار ، د چاپيریال ساتنې په ملي اداره کې دندي سرته رسولي دي . مرحوم کریاب د دندو د اجرا په جریان کې د هېواد د زیاتو غریبو کورنیو سره مرستې کړي او د ستونزو په حل کې یې د هغو لاس نیوی کړی . مرحوم کریاب تګړه ګوندي ؤ ، د دموکراسۍ له پاره یې غښتلی کار کاوه ، ګوندي تشکیلاتې کارونو سرته رسولو کې یې غنې تجربه لرله . ځوان ؤ ، ارمانونه یې درلودل ، خو مرګې بې وخته هغه له موږ واخست . د ګوند دارالانشا د خداي بښلې کریاب مړینه د افغانستان خلکو او ګوند ته لویه ضایعه بولي ، خداي ته لاس لپه کوي چې هغه مرحوم وبښې . په داسې حال کې چې د مرحوم کریاب مړینې د دارالانشا او د ګوند غړي د غم په ټغر کینولي ، د مرحوم دردمنې او ویرجنې کورنۍ ته چې په لوي غم کې سختې شیبې تیروي ، عاجل تسلیت او د زړه صبر غواړي . انا لله و انا الیه راجعون د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس عبدالحی مالک
د سولی په اړونددافغانستان د ملي پر مختگ گوند ددارالنشا وړانديز
کابل افغانستان
- لیکونکی د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا
د ۱۳۹۷ کال د لیندی ۱۱ مه
15.1.2019
هېوادوال ، د ګوند د مشرتابه او شوراګانو غړي پوهېږي چې زموږ ولس د تپل شوو جګړو له امله ، په مقطعې توګه د لږې مودې له پاره په سوله کی ژوند کړیدی . زموږ زړور خلک ډیرئ وختونه د تیرې کوونکو او یرغلګرو په بیرته تمبولو او ماتولو اخته شوي چې په هېواد کې د ابادۍ او دموکراسۍ اوډموکراتیک نظام د راوستلو چارې ورڅخه نیمګړي پاتې شوي دي .
دغه فکټور افغانان وروسته پاتې او بې وزله ساتلې او په تاریخې حساسو شیبو کې یې د هېواد او خلکو د ملي لوړو ګټو د خوندیتوب دایري ته په پوره ځیرتیا ، له پاملرنې محروم کړي دي . موږ پوهېږو چیرې چې سوله اوډموکراتیک نظام موجود وی نو هرومرو سوله او دموکراسې خوا په خوا یو پر بل د ودي او پیاوړتیا لامل ګرزی .
په تیرو ۴۰ کلونو کې جګړو افغانستان او د هغې خلک زپلې ، د سولي او دموکراسۍ د ټینګښت او خوندیتوب موسسې یې له منځه وړي . که څه هم چې نړیوالي ټولني د افغانستان په اقتصادي ، فرهنګي ، ټولنیزو او پوځي سکټورونو کې مرستې جاري ساتلې ، خو د ښې حکومتولۍ د نه شتون ، فساد ، زورواکۍ ، مافیا او د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو په تیره بیا د پاکستان او ایران د لاسوهنو د لاملونو له وجې ، ولس په بې وزلۍ کې ژوند کوي ، د خلکو په منځ کې د جګړه مارو او ترهګرو ټولنیز تکیه ځاي کمزوري او یا له منځه تللې نه دي . په کلیو او ښارونو کې د پردیو په اشاره غلچکې بریدونه کیږي ، ټولګټو موسسو ، د ښوونې روزنې او روغتیا مرکزونو او نورو فرهنګي جوړښتونو ته ستر تاوانونه اړول شوي . د حکومت او وسله والو مخالفینو په جګړو کې د انساني تلفاتو په تیره بیا د ملکې خلکو ، ښځو او کوچنیانو کچه د ملګرو ملتونو ( یونما ) د احصایو له مخې زړه بوګنونکې ده .
اوږدې جګړي وښودله چې که سوله او ارامې هېواد ته رانه شي ، د هېوادوالو بدمرغي به نوره هم زیاته شي ، د یو واحد ملت په توګه زموږ شتون به له لوي ګواښ سره مخامخ وي ، سیمه او نړۍ به هم د هغې له ناوړه عواقبو بچ پاتې نه شي .
له دې کبله د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند تل د جګړي په مخالفت کې ودریدلی او هر وخت یې د خپلو ګوندي اعلامیو او مصوبو په ترځ کې د روانې جګړي په غاړو او د هغوي په ملاتړو غږ کړی چې بې درنګه جګړه بنده کړي ، د هېواد ورانۍ او افغان وژنې ته د پاي ټکی کیږدي . اوس چې د جګړي خواوي د هېوادوالو او زموږ د ګوند د غوښتنو پولو ته نږدي شوي ، په خپلو کې د لمړنیو تماسونو د نیولو په ترځ کې هڅه کوي روانې اوږدې جګړي ته د حل یوه لار بیامومې . زموږ ګوند چې په افغانستان کې د سولي د راوستلو له پاره په هر ډول عادلانه هڅه خوښیږي او له هغې ملاتړ کوي د خپلو ګوندي شوراګانو او غړو وړاندیزونه د یوې طرحې په څیرد ګوند د دارالانشا له ادرسه په لاندي ډول وړاندي کوي :
ــ لکه څرنګه چې په افغانستان ، اندونیزیا ، سعودي عربستان او یو شمیر نورو ځایونو کې د اسلام د سپیڅلې دین د وتلو عالمانو بحثونو او فتواګانو وښودله چې په افغانستان کې روانه جګړه یوه سپیڅلې جګړه نه ، بلکه د ورور ، افغان او مسلمان وژنې جګړه ده او د هغې هر ډول ادامه نوره حرامه بلل ګیږي او بې له ځنډه ودرول شي ، د ګوند له خوا پر ځاي پریکړه بلل کیږي او د هغې د پلې کېدو له پاره باید ، په هغو هېوادونو او حلقاتو کلک زور واچول شي چې نور د خپلو ګټو په پار د القاعدي ، مجاهد ، طالب ، داعش او نورو ترهګریزو پروژو له جوړولو ، روزلو ، تجهیزولو او افرازولو څخه چې ان په خپلو تاکتیکې فعالیتونو کې انسانیت او اسلامیت ته سپکاوی کوي ،د بشر حقوق تر پښو لاندي کوي ، لاس واخلې او د سرغړونې په صورت کېترهګر پالې ملکونه او کړۍڅنډي ته ټیل وهل شي او سخت بندیزونه پرې ولګول شي .
ــ د افغانستان له پاره سوله د یو بهیر په چوکاټ کې راوستل اړین بریښې . په دې بهیر کې باید ټولې هغه غاړي او خواوي ګډون ته وهڅول شي ، څوک چې جګړه مخته بیایې او څوک یې چې په ملاتړ کې ولاړ دي . خداي مه کړه که جګړه کوونکې ډلي وویشل شي ، یوه یا دوه خواوي د سولي د بهیر لار خپله کړي او ځینې خواوي د جګړي په مخته وړلو اصرار وکړي او د بیلا بیلو خواؤ ملاتړي هم ورته چلند وکړي ، پوره سوله نه راځې . همدا اوس د طالبانو په لیکو کې او د افغانستان دننه هغه سیاسي ډلې چې د سولي په راتلو کې خپل شرایط وړاندي کوي او یا هغه هېوادونه او کړۍ چې د افغانستان د سولي سره ځانونه په یو ډول تړاؤ کې وینې او هر یو د خپلې خوښې سولي له پاره کار کوي ، داسې چلندونه د سولي بهیر او د تازه پیل شوي دیالوګ په وړاندي یو ګواښ بلل کیږي . سوله باید د ټول افغانستان له پاره وشي ، نه د یو څو رقیبو ډلو د ګټو او موقعیتونو د خوندي کولو او یا د هغوي د نړیوالو ملاتړو د ګټو د تعین او ساتنې په موخه . ګوند د سولي بهیر په چوکاټ کې په جګړه کې د ښکېلو خواؤ او د هغوي د ملاتړو په ګډون چې سوله په کې ونه ویشل شي ، د سولي په کېدو ټینګار کوي .
ــ د جګړي دواړو غاړو ( حکومت او طالبانو ) ښایې یو بل ته تر اوسه درانه تلفات رسولې وي ، خو کوم زیانونه چې د افغان وژونکې روانې جګړي له امله ولس ته اوښتې له تخمین وتلې دي . خلک د جګړي په ډګر کې بې دفاع پاتې شوي او ان هیڅ لوري ورباندي خیال نه دی ساتلی . له بلې خوا که د سولي په دیالوک کې د جګړي خواوي او د هغوي ملاتړي په خپلو شرایطو وړاندي کولو او منلو ټینګار وکړي او سوله رانه شي ، د عادي خلکو حقوق به نور هم تر پښو لاندي شي . ګوند د جګړي له غاړو او سیاسي کړیو څخه غواړي چې د سولي په خبرو کې ضرور د خلکو ریښتینو استازو ته د ګډون زمینه برابره کړي ، د هغوي خبرې او وړاندیزونه واوري او هغه د سولي بهیر د بریالیتوب په موخه له نظر ونه غورځوي . بری د هغه چا دی ، چې خلک یې پر خوا وي .
ــ د افغانستان په جګړو کې چې چا ټوپک چلولی او د هېواد د یوي برخې کنترول یې په لاس کې دی ، نه شي کولی سوله یوازې د خپل ځان او یا خپلې ډلې میراث وګڼې . د سولي د راوستلو له پاره د هېواد د هغه سیاسي ګوندونو ، مدنې ټولنو ، ځوانانو ، ښځو او خپلواکو ملي شخصیتونو رول او ګډون ته زمینه برابرول اړین دی چې د جګړي په ټوله موده کې یې د هېوادنی سوليد راستنېدو او د دموکراسۍ د تامین له پاره هر اړخیز کار کړی دی . ګوند ټینګار کوي چې د پورته یاد شوي افغاني کتګوریو وړ استازي دې د سولي په بهیر کې شامل کړل شي او د هغوي نظریو او وړاندیزونو ته دې په اهمیت وکتل شي .
ــ څرنګه چې زموږ په خلکو تپل شوي جګړه نیابتې ده ، ښایې د هغې څخه د ځان ژغورنې واک هم دهېوادوالو په لاس کې نه وي . که چیرې جګړه په نوبت وي افغان ولس نږدې نیمه پیړۍ په جګړو کې ښکیل وساتل شو . نو ځکه د دې وخت راغلی چې د ملګرو ملتونو سازمان ، نړیواله ټولنه په تیره بیا غرب او د امریکا متحده ایالات د افغانستان په خاوره د نښلول شوي جګړيد ودریدو عملي هلې ځلې وکړي . موږ پوهیږو چې د نیابتې جګړي لوبغاړي غواړي چې د سولي بهیر په جریان کې هم په افغانانو خپله خاوره تنور وګرځوي او هم د هغوي نړیوال ملاتړې له ذهنې وارخطایۍ سره مخامخ کړي چې د سولي بهیر ټکنی وښېي . خو د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند په باور ، په يو وخت د وسله والو مخالفینو او نورو ترهګرو ډلو په لوژستیکې ، اوپراتیفې ، پلانګزارۍ او تبلیغاتې مرکزونو د زور راوړلو ، د هغوي بهرنې ملاتړې د مرسته کولو له ظرفیت څخه د غورځولو او د افغانستان د وسله والو ځواکونو د فعالیتونو دهمغږۍ او پیاوړتیا ، وړاندیزونو پلې کولو ته د حکومت او نړیوالي ټولني پاملرنه ورګرځول ، د سولي بهیر د وړاندي تګ په موخه اړین بلل کیږي .
ــ لکه چې پاس ورته اشاره شوي ، د سولي بهیر د وړاندي تګ او بریالې کولو د څرنګوالي په اړوند ښایې د عادي افغانانو تر منځ د نظرتفاوتونه وي او ځینې به د خپلې خوښې سوله غواړي . خو په یوه عام چلند غوره ګولو هېوادوال مکلف کیږي . کله چې په دې برخه کې د سیاسي ګوندونو د چلند بحث را وړاندې کیږي ، وطنپالونکو او ډموکراټیکو ګوندونو ته په کار دي د سولي بهیر په هکله د نظر په یوه ورته اجماع ، چې د سولي د راستنېدو عملي چاره په کې له ورایه څرګنده شۍ ، ګډ کار وکړي . د ملي پرمختګ ګوند د مشرتابه هیئت تیار دی د علاقه لرونکو ګوندونو سره د داسې یوي اجماع د جوړولو په نوښت کې په شریکه کار وکړي ، څو د سولي بهیر په باب د خلکو او ګوندونو د نظر د اشتراک ټکې لا ډیر او د اوسنې نظریاتې نوسان څخه د وتلو وړ لاره پېدا کړي .
ــ په مشخص ډول د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند له لېدلورې څخه ویلی شو چې سوله باید د ټولو افغانانو وي ، د سولي په نامه په هېواد کې د واک نوي جزیري جوړي نه شي ، سوله باید ښاغلی او داغلی ونه لري . هغه شرطونه د سولي د راتګ له پاره ومنل شي چې د هېواد خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا ، دموکراسۍ ، د خلکو په ګټه قوانینو او رامنځته شوي ارزښتونو ته تاوان پیښ نه کړي . همدارنګه د هغو وسله والو مخالفینو عزت ، حقوقو ، امنیت او اهمیت ته جدې پاملرنه اړینه ده چې د سولي بهیر منې او په هغه کې د ځان ځایولو هڅه کوي . ټول هغه کوښښونه چې د سولي بهیر د غاړو تر منځ ناوړه سیالې زیږوي ، د امتیاز اخستو په ناوړه اندیښنه کې یې اچوي ، د باور د له منځه وړلو لامل کیږي په پوره مهارت بې اغیزي شي .
ــ په ټوله کې زموږ کوند د افغانستان د سولي د پیل شوي بهیر څخه ملاتړ کوي ، د هغه په پلې کولو کې ټوله ګوندي پوهه او مهارت په کار اچوي ، وړاندیز کوي چې سوله باید د افغانانو مال وي او د هغوي په وسیله وشي . نړیواله ټولنه د هېواد د سولي د بیلا بیلو خواو په اماده کولو کې لاس وکړي ، اجازه ورنه کړي چې د سیمې او نړۍ یو شمیر مغرضې کړۍ او هېوادونه د سولي بهیر په بې مانا نړیوالو غونډو او په هغې کې د خپلې خوښې غاړي ته د لابې کولو په سیاسي نندارو ، وویشي . افغانان باید هوښیار وي چې د خپل ملک د سولي بهیر د نړیوالو او سیمه ایزو ناوړه رقابتونو له کرغیړنو منګولو راوباسې ، د سولي په خاطر لمړۍ افغانان د نظر اجماع پېدا کړي ، هغوي چې د سولي بهیر سپر کوي او په اثر یې ګروپیکې ګټې خوندي کوي سولي ته په ریښتونې کار کولو کې وهڅول شي ، له دې وروسته افغانان په نړیواله ټولنه زور واچوي چې د افغانستان د سولي بهیر اړوند بین المللي اجماع داسې پیاوړي شي چې د سیمې هېوادونو ته د سولي په بدل کې د افغانستان د اوبو ، حساس جغرافیوي موقعیت،دمځکی لاندی کولو ، طبیعي زیرمو ، فرهنګي ټولنیزو امکاناتو څخه د سؤ استفادي امکانات په لاس ورنه شي .
د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د پورتنیو او دې ته ورته پیشنهادونو په وړاندي کولو سره غواړي یو وارې بیا د سولي د پیل شوي بهیر اړوند د خپل ګوندي موقف څرګندونه وکړي ، په داسې حال کې چې خپله هغې ته د کار کولو ډاډ وړاندي کوي ، له نورو سیاسي ، مدني ټولنو او د هېواد د بیلابیلوکتګوریو څخه هیله کوي چې د پورتنیو او دې ته ورته نورو وړاندیزونو په بډاینه او پلې کولو کې خپل فکر څرګند او د سولي په بهیر کې د فعال ورګډیدو ، د بهیر په هر موړ کې هغه له ناسمو کګلیچونو څخه د بچولو په وطنې کار کې ګړندۍ ونډه واخلي .
په درناوي
د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا
یام تسلیت دارالانشای حزب ملی ترقی افغانستان
با تاسف اطلاع حاصل نمودیم که عبدالمجید جبارخیل عضوی حزب ملی ترقی افغانستان وماما جنرال صیب شریف جبارخیل معاون شورای حزب ترقی ملی افغانستان درامریکا داعیه اجل رالبیک وجهانی فانی را وداع ګفت۔
انا لله و انا الیه راجعون
عبدالمجیدجبارخیل یک سیاستمدار جوان و
شخصیت ملی و متعهد به منافع ملی بوده برای شګوفایی وطن ، خوشبختی و سعادت خلقهای افغانستان و رفاء مردم خویش تلاش های خسته گی ناپذیر نموده و درفش مبارزه را بلند نگهداشته اند و مصدر خدمت به مردم خویش گردیده.
دارالانشای حزب ملی ترقی افغانستان به نماینده گی اعضای حزب نبود عبدالمجید جبارخیل را یک ضایعه جبران ناپذیر با جنبش چپ کشور دانسته ، تاثرات عمیق خود را توام با تسلیت برای جنبش مترقی کشور و راه رفیق متوفی را پُر رهرو و به استمرار پایدارش تلاش و مبارزه می کنیم . در اخیر یکبار دیگر دارالانشای حزب ملی ترقی افغانستان برایش از بارگاه خداوند متعال بهشت برین و برای جنرال صیب شریف جبارخیل ، خانواده و همقطاران اش صبر جمیل استدعا ء مینما ئیم.
با احترام
عبدالحی مالک
رئیس حزب ملی ترقی افغانستان
د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا د ډاډګیرنې پيغام
کابل – د جدي ۱۱ مه ۱۳۹۷ م کال
د ګوند د دارالانشا غړو په ډيره خواشینۍ خبرتیا تر لاسه کړي چې د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د مرکزي شورا غړي ملګري حکیم روان ورور د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فانې نړې سترګې پټې کړي دي .
د حاجې عبدالورق مړینه څومره چې د روان صاحب غمزپلې کورنۍ ته دردونکې ده ، هومره یې د ګوند دارالانشا او ټول ګوندي غړي ویرجن کړي دي . مرحوم حاجې صاحب چې د ښو او لوړو صفاتو خاوند مشر او سپين ګیری ؤ ، په وطن او له هغې د باندې افغان اروپایي ټولنه کې یې زیات خواخوږي او مینه وال لرل . د هغه تشه اوس کلي کور او د هغه د اوسیدو ټولنه کې زیاته محسوسه ده .
د ګوند دارالانشا په عین حال کې چې د قدرمن حکیم روان سره د غم په ټغر یو ځاي ناسته ده ، هغه ته ډاډګیرنه ورکوي او لوي خداي ج ته د دوعا لاس پورته کوي ، چې مرحوم حاجې صاحب ته مغفرت وکړي او جنتونه یې نصیب کړي ، له پاک پروردګار غواړي د اروا ښاد فضیلتونه د هغه د غمزپلې کورنۍ په غړو کیږدي .
انا لله و انا الیه راجعون
عبدالحی مالک د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ریس