د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ اعلامیه

کابل – افغانستان
دلړم دمیاشتی ٣٠نیټه ١٣٩٨کال
د افغانستان خلک نن سبا په ډيرو سختو شرایطو کې لاس او پښې وهي . د توکو بیې لوړي تللي ; د ژمې موسم ورځ تر بلې په هېوادوالو ژوند سختوي ; د دې په څنګ کې جګړه د پخوا په څير له افغانانو قربانې اخلي ; د ټاکنو پایلي پيچلي شوي ; په نامشروع ډول په واک کې د پاته کېدلو حریصي هڅې کیږي ; د سولي په بهیر کې يو شمیر ګاونډیان او زبر ځواکونه ناوړه سیالي – اغیز ښيندل او ښکاره لاسوهنه کوي او په لوي لاس د سالمي سمت نیونې څخه د بهیر د منحرفولو هڅې روانې دي ; له واک لرونکي حکومت ټاکلو او لرلو څخه د وطنوالو د بې برخې کولو له پاره د هېواد دننه او بهر ځينې څرګندې کړۍ په فعالیت بوختې دي .
د تعجب ځاي دادی چې یو شمیر هغه سیاسي څيري چې ځانونه د اوسنې دولتي جوړښټ بنسټګر بولي خو د خپلو ګټو په پار ډيرې زیاتې غیر مسؤلانه او آن افغاني ضد او ډموکراسۍ ضد څرګندونې ، دړکې او پاروني کوي . هغوئ په خبرو کې د افغانستان وسله والو امنیتي ځواکونو ته هم چې د وینو په بیه خلک او هېواد ساتې ، خوله ور اچوي !
ځينې بهرنیان هم کله – ناکله د خپل واک له دائري وځې ، داسې څرګندونې کوي چې له هغې بیا پورته ذکر شوي بې مسؤلیته کړۍ خپل د تخریب تبرونو ته لاستي اچوي او خلک په ډيرو اندیښنو کې ډوبوي .
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ له دا ډول ناڅرګند بهیر سره چې ډموکراسي د ډموکراسۍ په تشو اکتونو او سوله د سولې په تشو وعدو له خپل اصلي مسیر وباسې او د یو لړ ناتعریف شوي ګټو د تامین په هدف کاذب چاپيریال برابروي ; هیڅ ډول جوړ – جاړی نه شي کولی .

له دې کبله ګوند په لاندي ټکو کې خپل موقف اعلانوي :
• له ټولو هغو بهرنیو ادارو څخه چې د افغانستان په چارو کې بیلا – بیلي مرستي کوي او د تړونونو له مخې دندي تر سره کوي ; ټينګه هیله کیږي ، چې په افغانستان کې د جګړي د بندیدلو ، د سولې رامنځ ته کېدلو ، د دموکراسۍ او د هغه د بنیادونو د نهادینه کېدلو په برخه کې خپل نیت او نظر په واضح توګه روښانه کړي او اوسنې نا څرګند حالت ته چې د خلکو د ډيري اندیښنې سبب شوی ; جوت او د قناعت وړ ځواب ووایي .
• له ځينو افغان سیاستوالو ، په تیره بیا له هغو اشخاصو او کړیو څخه چې دولتي واک خپل میراث بولي ; په خپل اند ځانونه د خلکو او د هغې د قومونو ، ادیانو او مذاهبو مستحق استازې بولي ; دولتي بنسټونه او شتمنۍ د دولت د مال پر ځاي خپل مال او حق ګڼې ; کلکه غوښتنه کیږي چې پرته له خپلې خوا نور د هیچا د استازولۍ دړکه ونه کړي ; خپله ناوړه غوښتنې د خلکو او ملت د غوښتنو په نامه مطرح نه کړي . له غیر قانوني لارو د دولت د پرزولو ناوړه تبلیغاتو کولو ته د پاي ټکی کیږدي . ځکه اوس افغانان د واک اصلي مرجع او په خلکو د هغې له اغیزو څخه پوره خبرتیا لري .
• د ټاکنو او د ټاکنو د شکایتونو خپلواکو کمیسیونونو ته وړاندیز کیږي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون او نورو نافذو قوانینو پر بنسټ د خلکو د رایو د شمیرلو بهیر په بشپړه روڼتیا تکمیل کړي ; لمړنۍ او وروستۍ پایلي په پوره بې طرفۍ د ټاکلي مهالویش له مخې په زوړتیا اعلان کړي . اجازه ورنه کړي چې واک ته د رسېدو په پلمه د قدرت تږې لا نور هم د ټاکنو ملي پروسه تر پوښتنې لاندې راولي او خلک د ورکړل شوي رایو په اهمیت او ځواک شکمن کاندي .
• حکومت که څه هم خلکو ته د خدمت په یو شمیر ډګرونو کې پاتې راغلی ، فساد ، زورواکې ، قانون ماتونه او د خلکو وینه تویونه تر اوسه ادامه لري ، خو په ځينو عرصو کې ، لکه د سولې د روان بهیر د سمې سمت نیونې ، د ولسمشرۍ د ټاکنو ملي پروګرام د پلي کولو او ځينو نورو برخو کې د حکومت د مهم لوري چلند هیله بښونکی ښکاري . موږ ټينګار کوو چې د سولي بهیر د لا ډير افغاني کېدلو په موخه حکومت هغو غوښتنو ته ملا ټيټه نه کړي چې د حریصو ګاونډيانو او یا د نړۍ زبر ځواکونو له خوا زموږ د خلکو او هېواد د ملي ګټو د دایري څخه د باندي وړاندي کیږي او يا هم د یو شمیر واک وږو سیاستوالو د فردي او ګروپي منافعو د خوندي کولو له هڅو سره غوټه مومي .
• د افغانستان خلک ، سیاسي مدني ټولني ، مستقل ملي شخصیتونه ، ښځې او ځوانان له اوسنیو ستونزو څخه د هېواد بچ کولو په کار کې زیاته مرسته کولی شي . له دې امله په هغوئ غږ کیږي او په پوره درناوي بلنه ورکول کیږي چې د سولې بهیر د سالمي سمتګیرۍ او د ټاکنو د رڼو پایلو د ژر تر ژره اعلانولو په ملي وطني مبارزه کې یو بل ته لاس ورکړي او د ذکر شوي ; دوه ملي پروسو د وړاندي تګ په مقابل کې د راپورته کېدونکې خنډ او ځنډ پر خلاف هدفمندې هڅې وکړي . اجازه ورنه کړي د واک تر لاسه کولو له پاره د ډموکراسۍ ضد کړیو روان ګنګوسې ، پټ پټونکې او ګواښونه د ریښتیا جامه واغوندي .
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ باور لري چې د افغانستان میړنی ولس ، وطنپالونکي او ډموکراتیک ګوندونه ، مدني ټولني ملي خپلواک شخصیتونه د دې توان لري چې په خپل ټينګ یووالي او پيوستون د واک خپلونې اوسنۍ فاسد دستور چې د یو شمیر تنظيمي کړیو د کار کلچر ګرځيدلي ; بیخې له منځه یوسي او د ډموکراټيکو ټاکنو معاصر سیاسي فرهنګ ته چې په ولس سالارۍ ډډه لګوي د تل له پاره لار خلاصه کړي . هغه سوله راولي چې د افغانانو عزت په کې خوندي وي ، د روانې نیابتې جګړي ټغر ټول او افغانستان د بسیاینې او ترقۍ په لار رهي کړي .
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند له یوه داسې پيوستون او خوځښت سره د خپل تګ هوډ يو ځلې بیا تازه کوي .

عبدالحی مالک
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

د افغانستان د ملي ترقۍګوند

د دارالانشا د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې پيغام

کابل- افغانستان

دلړم دمیاشتی ٢٧نیټه ١٣٩٨کال

په ‌‌‌‌‌‌ډيره خواشینۍ سره مو خبرتیا ترلاسه کړه چې دهیوادمترقی نهضت فعال غړی اومبارز ملګری شورش ثبات له ددی فانی نړۍ نه سترګی پتی کړی اووفات شو .

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښادثبات صیب د هیواد دمترقی نهضت یو مسلکي ، تکړه لاسپاکۍ سیاستوال ،ښوونکې، په هیواد ،خلکو مین اوملی ګټو ته ژمن مبارزشخصیت وو . هغه خپل ټول ژوند یی د وطن او خلکو په خدمت کې تیر کړ اودخلکو دهوساینه اوهیواد لپاره یی نه هیریدونکې خدمتونه ترسره کړی دی.

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشا د ارواښاد مړینه  دهیواد مترقی نهضت اومعارف ته ستره ضایعه بولي ، دمرحوم ثبات صیب غمزپلي کورنۍ ملګرو ، اوخپلوانوته د زړه صبر او تسلیت وړاندی کوی . لوي خداي ته د دوعا لاس پورته کوي چې مرحوم ثبات ته مغفرت وکړي او د هغه فضیلتونه د ارواښاد د کورنۍ په غړو کیږدي روح یی ښاد اویاد یی تل پاتی .

امین

عبدالحی مالک

 د افغانستان د ملي ترقۍګوند ریس

 

دښاغلی هنرغیرت دقلم نوی انګازې

 

!ای زما ګرانه وطنه !!  ******************

ای زما ګرانه وطنه!!

 او ای زما زمرو خلکو !!

دښارونو اوسیدونکو!!

 اوای زماد کلیو خلکو!!

 دکنړ د درو خلکو !!

دمیوند د دښتو خلکو!!

 دامو د څنډو خلکو!!

اباسین د غاړو خلکو!!

    له تیارو نه کرکجنو!!

 پر سپوږمۍ باندی مینو!!

 لمر به درنګ ساعت ته راخیژی ای دلمرڅرک ارمان  جنو!!

 دادشپی وروستی کمین کی اهریمنو ته موپام وی !!

 هسی نه چی درته ایښی چا ددین په نامه دام وی!!

        دا ببوزی چجه ږیری دادنورو پروژی دی

 دابړیڅی د ISI د KGB او CIA  دی !!

دلته ډیر کونړ ډوب کړه ډیر مغول او اهریمن دی !!

  ګونډی دلته ماتی شوی میکناټن د برایډن دی !!

   او نن بیا دلته راغلی راخواره مو په وطن دی

 سوزونکی د ځنګلونو

دا نامرده میرڅمن دی !!

 جهادیان دی ،    طالبان دی ، القاعده او داغیشیان دی !!

لړمان کفچه ماران دی ، شوپرک دی شرمښان دی!!

بانډیتان دغلو غدۍ دی څه نامرده لوټماران دی !!

 دا پردیو پاڅولی د پردیو ایجنټان دی!!

اژدها توره بلا ده  واویلا ده او ژړا ده !!

 دا ممبر ، دا یی چړی دی مرګ او ژوبله یی فتوا ده !!

جګو جګو جینکیو!! جګو جګو شازلمیو!!        که راپانه څی ورکېږو ملالیو نومیالیو !!

 دشیر پور دسنګر ژڼو جنګیالو بریالیو !!

 له شمشاده تر هلمنده له خیبره تر میونده !!

له کابل تر پیښوره یو جرګه شي ستره غونډه !!  دمنظور پښتون لښکر شي دکفن سر سنګر شي!!

زما ولسه بهادره ، زورور وی زورور شی!!

 دکونړ هلمند چپی شي ، دامو اباسین شورشي!!          دمضبوطو مټو زور شی ، میوندی ټنګ او ټکور شی!!       ای زما ګرانه وطنه زه در جار زه دی قربان شم !!!    راپاڅیږه مه تمیږه در ټپه شم یاقربان شم !!!

 

افغانستاملي ترقي گوند

 اد دارالانشا د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې پيغ

کابل _ افغانستان

د لړم١٦-٨-١٣٩٨ کال

په ‌‌‌‌‌‌ډيره خواشینۍ مو خبرتیا تر لاسه کړه چې د افغانستان د ملی اردو متقاید افسراود افغانستان دملی ترقۍ ګوند غړی نورالرحمن خوګیانیوال ، د هغې اوږدي ناروغۍ له امله چې ورپيښه وه  وفات کړی دی.

انا لله و انا الیه راجعون

مرحوم نورالرحمن خوګیانیوال یووطنپرست  ،مسلکي ، تکړه، ملې ګټوته ژمن او لاسپاکۍ افسروو . هغه خپل ټول ژوند د وطن او خلکو په خدمت کې تیر کړاودملی اردو په چوکات کې یې مختلفی دندی ترسره کړی دی .

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشا د ارواښاد مړینه ستره ضایعه بولي ، دمرحوم غمزپلي کورنۍ ته د زړه صبر او عاجل تسلیت غواړي . لوي خداي ته د دوعا لاس پورته کوي چې مرحوم نورالرحمن خوګیانیوال ته مغفرت وکړي او د هغه فضیلتونه د ارواښاد د کورنۍ په غړو کیږدي .

امین

عبدالحی مالک

 د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

رپوټ

په بهرنيو هېوادو کې دافغانستان ملي ترقي گوند ملگرو سلامونه او ښې چاری.

زه په 2019زکال د جولای په نيمايي کې خپل گران هېواد افغانستان ته ولاړم غواړم تاسو ته پر دريوو اهمو مسلو رپوټ درکړم.

اول په هيواد کې د جمهوري رياست د ټاکنو.

دويم دسولی اړوند پروسه.

دريم دافغانستان ملي ترقي گوند کارفعاليت.

درنو ملگرو کله چی زه هلته ورسيدم د گوند له مشر تابه می هيله وکړه چی د رهبری غونډه راوبلي دا کار ژر تر سره شو.

همدا پورته دری واړه مهمې مسلی داجندا په توگه درايو په يوالي ومنل شوی،د ټاکنو په اړوند موږ د ټولو ټاکنيزو ټيمونو برنامې پرتله کړی په پاېل کې ټولو په يوه سلا ددولت ساز ټيم ملاتړ وکړ گوند ددالانشا يوه اعلاميه نشر او خپل عام تام ملاتړيې وکړ.

د گوند رهبری د دولت ساز ټيم د کمپاين له مشرانو سره خپلی موخی او پلانونه، وړانديزونه شريک کړل، مشرتابه  له خوا ددولت ساز ټيم د مشرتابه سره مستقيمی ليدنی وشوی د گد کار او همغږی مجلسونه وشول د کمپاين د ټيم لخوا زموږ  سره د هر ډول همکاريو وعدی وشی او عملي شوی د گوند لخوا  ملگری ميرزمان وفادار دسياسي کمېټی له پاره معرفي شو زموږ گوند د خپل هيواد ،ولسونو ته د يوه ښه راتلونکې له پاره ددی ټيم سره په ټول هېواد کې گډ کمپاينونه سرته ورسول او ملگري دوستان خواخوږي مو د رايو صندوقونو ته درايو ورکولو په خاطر وهڅول او مثبتی پاېلی درلودی لوی او کوچنی غونډې موجوړی کړی.

 دويم د سولی پروسه او ټاکنې دواړه همزمان پېل وی د سولی پروسه کې حکومت  چی اوسنی واکمني پلاس کې ده څڼډې ته وو او يو شمير په اصطلاح سياسي تنظيمونو ، کورناستو مخکنيو مشرانو ويل چی سوله اول دويم ټاکنې ولی د حکومت لوري خپله ريس جمهور ټينگار کولو چی سوله اوليت لري خو څه ډول سوله زموږ دگوند دريځ  همداسی وو چی ټول ولسونه سوله غواړي خو دايمي سوله تل پاته سوله چی داوربند نه وروسته د حکومت ، طالبانو، امريکا، ملگري ملتونه، گاونډي هيوادونه امنيت شورا او نور مهم هيوادونه د ضمانت په صورت کې مخامخ بين الافغاني ناستی او دايمي باعزته سوله کيدای شي ولی کورناستو چوکې پلوه شخصيتونه د طالبانو سره روسيي، پاکستان چين اونورو سره ناستی کولی امريکا هم د خليلزاد په مشری پټی معاملی کولی خپله دامريکا په دولت کې ددی هوکړی پر سر مخالفتونه وو همدا لامل شو چی دسولی پروسه يا د طالبانو سره ناستی دامريکا له خوا وځنډول شوی.

د گوند رهبري په گوندي چارو کې پوره جدي فعاليت کوي د مشرتابه غونډې دهيواد په  مهمو مسلو کې خپل دريځ د رهبري شورا له خوا د گوندي اعلاميو، تلويزونونو ، راديوگانو، فسبوک او گوندي نشراتو له لاری نشروي  د گوند دراجستر پکار کې خورا مصروف دي گوندي جلسات کيږي جلب جزب شته د نورو سياسي گوندونو او سياسي محافلو سره اړيکې نيول شوي .د گوند رهبري له ټولو گوندي ساز مانونو اوپه خاصه توگه له بهرنيو ساز مانو څخه په کله جدي غوښتنه کوي چی خپل گوندي ساز مانونه فعال او نوي جلب جزب ته توجو وشي.

په درنښت م اقا کوچی2019ز کال داکتوبر ۶مه