|
Category Archives: ارشیف
سوله که انتخابات ؟
حکيم روان
ځواب : دواړه !
څلوېښت کاله پر افغان ولس جګړه تحميل شوي ده . دا جګړه د پردو جګړه ده ، خو قربانی يې افغانان دي . جګړې د افغانانو ټولنه او هيواد د ژوند له عادي مسيره ايستلي دي . د ژوند په ټولو برخو کې د لعنتی نيابتي جګړې آثار له ورايه ښکاري .
سوله د افغانانو او ټولو انسانانو طبيعی حق دی . خو افغانان نورو له دې حقه بې برخې کړي دي . دا چې افغان سوله غواړي او کنه ؟ اصلا يوه بی اساسه او بی منطقه پوښتنه ده . سوله د هر انسان طبيعی حق دی . له طبيعی حقوقو او آزاديو پرته وړانسانی ژوند ممکن نه دی .
سوله د انتخاباتو او انتخابات د سولې متمم دي . بی له سولې به نيمګړي انتخابات ولرو او بیلې انتخاباتو به نيمګړي سوله ولرو .
طالبان ادعا کوي چې د دوی په واکمنۍ کې سوله وه . دا ادعا دوه وارې درواغ يانې ډبل درواغ دي .
– د پنجشير په شاوخوا او د افغانستان په شمال او شمال شرق کې د طالب سره مقاومت او جنګونو ادامه درلوده . طالبان او د هغو ملاتړي له دې حقيقت څخه په ډاګه او سپين سترګی سره انکار کوي .
– آیا د ښخو سنګسارول ، په کيبلونو او ډانګونو د انسانانو په ځانګړي توګه د ښځو وهل ټکول ، د انسانانو د لاسونو او پښو پرې کول او نندارې ته اېښودل ، د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل ، د خلکو د ږيرو متر کول ، پر موسيقی او ملی آتڼ بنديزونه ، د مخالفينو بی شرمانه ترور او وژل ، سوله ده ؟
د منځنيو پيړيو وروسته پاتې او منحط طالب د پوتين په درګاه مسکو کې وويل چې : « مونږ ښخې ځکه له تعليمه محرومې کړې چې عفت يې وساتل شي » . د طالب په شانې بل مسخره به د نړي پر مخ پيدا شی ؟
د طالبانو د سولې فضا د ګورستان د فضا سره ورته والی درلود . خو طالبان نه پوهيږي چې د حقوقو څخه د خلکو محروميت او مذهبی استبداد د يوه لوی او ياغی توپان زڼې جوړوي .
طالبان فکر کوي چې که امريکا پر طالبانو يرغل کړی نه وای دوی به تر آبده د خلکو پر اوږو سپاره پاتې وای ، خو دا فکر واهی او بی بنياده دی . د خلکو قهر او خشم به طالبان د تروريستی سازمانونو او دولتونو د ملاتړ سره سره ، په مناسب فرصت کې تر امريکا هم په ناوړه توګه راپرزولي وای .
د افغانستان نظام د رښتينې سولې د راتګ او تأمين د پاره تر ټولو ډاډمنه وسيله ده . که انتخابات په خپل وخت سرته و نه رسيږي ، نو يو غير انتخابی رژيم ( لکه د طالبانو رژيم ) به موجود وي . د داسی يوه رژيم موجوديت د قدرت د خلا سره کم توپير لري . د قدرت خلا د نوی تباه کوونکی جګړې د زيږيدو بستر دی . ځکه د ګاونډيانو لاسپوڅي د مؤقت حکومت ، او د موجود نظام د نابودۍ زمزمې کوي . دا واضحه ده ،څوک چې انتخابات نه غواړي ، جګړه او په دې وسيله د واک انحصار غواړي . څوک چې انتخابات غواړي ، جګړه او د جکړې له لارې د واک انحصار نه غواړي . هر څوک چې د جګړې له لارې واک ته رسيدلی دی ، مستبدالرای او د واک انحصارګر ثابت شوی دی . بناء انتخابات بايد هرو مرو سرته ورسيږي او د افغان ولسمشر ټينګار پر انتخاباتو د هغه د مسؤليت مننې ، ژور درک او سياسی درايت نښه ده . ولسمشر د افغانستان د بدنيتو ګاونډيانو په نيتونو پوهيږي . ګاونډيان د خپلو اجنټانو په مټ غواړي د خلکو او افغان حکومت تر منځ واټن را منځته کړي او حکومت په دې تورن کړي چې ګوندې سوله نه غواړي . د مختورو لاسپوڅو حافظه دومره کمزوری ده چې د ولسمشر په ابتکار د کابل د بې قيدو شرطه سولې دوه کنفرانسونه يې د ياده وتلی دی . دوی د ولسمشر په ابتکار په اندونيزيا کې د اسلامی علماؤ ، په جده کې د ټولو اسلامی هيوادونو او په کابل کې د بی شمېره اسلامی علماؤ د جنګ ضد بيساري فتوا ګانې نه يادوي . دوی د خپلو بادارانو په لارښوونه غواړي د افغان حکومت د سولې هلې خلې ناکامې او يو وار بيا د خپلو بادارانو له پاره اوبه خټې کړي ، څو هغوی خپل ماهيان ونيسی .
انتخابات :
تر وسه بايد د يوې مياشتې ، يوې اونۍ او حتي يوې ورځې له پاره بايد د افغانستان حکومت غير انتخابی نه وي . افغانستان ته تر يوه غښتلی خو مستبد حکومت څخه يو کمزوری خو انتخابی حکومت په ګټه دی . ځکه مسبتد او طالبی حکومتونه د پرمختګ لارې بندوي او انتخابی حکومت د مرګونی جهادی او طالبی وباء او وروسته پاتې والی پر ضد د پرمختګ او ترقی لارې ، د تيارو او جهالت پر ضد د لمر او رڼا افقونه خلاصوي .
د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشأ ، یو شمیر ولایتې او بهرنیو شوراګانو د کال کنفرانس رپوټ ؛
کابل – افغانستان
د ۱۳۹۷ م کال د کب ۲ مه
کال کنفرانس کې د ګوند د دارالانشأ ، ولایتې او بهرنیو ګوندي شوراګانو ځينو غړو او استازو اشتراک کړی ؤ .
ناسته ملګري محمد اسماعیل غرنې پرانستله او د مخته بیولو چارې یې ملګري محمد اقا کوچې ته وسپارلې . د ګوند ریس ملګري عبدالحې مالک وینا وکړه ، د ګوند د راجستر کېدو ، د ګوندي ژوند مهمو فعالیتونو په اړوند یې څرګندونې وکړي او له ملګرو یې وغوښتل په درې مسلو :
- په افغانستان کې د سولي د روان بهیر .
- د ولسمشرۍ ټاکنو له یوه ټاکنیز ټکټ څخه د ګوند ملاتړ .
- د ګوندي ژوندانه د لا بهبود په اړ .
خبري وکړي .
ملګرو هر یو محمدالله ساپې ، میرزمان وفادار ، معلم قیوم ، نوروهاب څپاند ، امیرمحمد ګران ، دستخط ، محمد اقا کوچې ، محمد جان ، محمد ولي او نورو خبري وکړي او دا ټکې یې برجسته کړل :
- د سولي مذاکراتو په جریان کې که په لیکنو او خبرو کې ملګري لږ نرمه ژبه او قلم وکاروي موږ به هغو ملګرو ته چې په محلاتو کې اوسي ډير تحفظ ورکړی وي .
- د افغانستان د سولي بهیر تر څنګ په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته پاملرنه او د هغې ورځنۍ مطالعه په یوه اړتیا اوښتې .
- د خلکو د کور خونو فعالیت خو به د کوم بل تشکیلاتې جوړښت ابتدا نه وي ؟ که وي څه کول په کار دي ؟
- ګوند دې په وحدتونو او جبهو کې د اشتراک مسایل تل د کار په اجندا کې ولري ، خو تر ټولو مهم د ګوند راجستر کول او د ولسمشرۍ د ټاکنیز مناسب ټکټ څخه د اعلامیي په ترځ کې ملاتړ وکړي .
- ګوندي شوراګاني رغول ، ګوندي دفتر فعالول ، محلاتو ته د مشرتابه د غړو سفرونه کول ، د مرګز او محلاتو د شوراګانو سره د دارالانشا د غړو فعاله رابطه جوړول هر وخت تعقیب شي .
- د سولي بهیر په اړه دې د ګوند د دارالانشا د وړاندیزونو په لا تشریح کولو او په بهیر کې د د ګوند د وړاندیزونو د موادو محتوا ته د مرکچې پلاوي د پاملرنې را اړول اړین بریښې . څو خبري د افغانانو په اشتراک او مالکیت وڅرخیږي ، د هېواد د خلکو ریښتونې استازې د مرکچې پلاوي برخه وي .
- د سولي بهیر د خبرو په ترځ کې د هېواد او خلکو ملي ارزښتونه ، د بشر حقوق ، د ښځو حقوق ، د سیاسي مدني ټولنو ازادی او د تیري یوې نېمې لسیزي لاسته راوړنې په نظر کې نیول .
- او ځينې نور
په کال کنفرانس کې په ښه روحیه ملګرو په پورتنیو ټکو خبرې اترې وکړي ، په پاي کې ملګري مالک یو ځلې بیا ملګرو ته اطمینان ورکړو چې د ګوند د راجستر ، ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګوند د ټاکنیز ټکټ د انتخاب ، د سولي په روانو خبرو کې د ګوند د سولي وړاندیزونو ته د مرکچیانو د پاملرنې راګرځولو او د ګوندي ژوند نورو مهمو مسألو ته دحل لاري لټولو په برخه کې عملي ګامونه اخلي .
ملګړي مالک له ملګرو او د شوراګانو له مسولینو غوښتنه وکړه چې د ګوندي حق العضویت او اعاني په راټولولو ، ګوندي جلسو دایرولو او د غیر فعالو ملګرو او شوراګانو په فعالولو کې دې مرسته وکړي . ملګري مالک زیاته کړه د خلکو کور خونو سره په اړیکه کې دی او تر اوسه ورسره کومه جوته ستونزه نه لري . د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پښتونخوا له حالاتو د خبریدو او له هغوي څخه د ملاتړ موضوعات به تر کتنې لاندي وي . د ګوند په رسمې اسنادو او رسمې پالیسۍ کې به د نرمش او اعتدال ژبه کاریږي .
کال کنفرانس د فیصلو د تطبیق په هوډ پاي ته ورسید
په درناوي
محمد اقا کوچی شیرزاد
له پلمو پرته رښتيني سوله
حکيم روان
سوله د جګړه ځپلی افغان ولس طبيعی حق دی . ۴۰ کاله دا ولس له امن او سوله ايز ژوند څخه په مختلفو نومونو ، پلمو او بهانو محروم شوی دی .
په ډاګه بايد وويل شي چې ګاونډيو هيوادونو او نړيوالو د افغانی خائينانو په مرسته افغان ولس له سولې ، امن او ژونده محروم کړی دی .
– سرې لښکرې په افغانستان کې نه وې ، د شهيد محمد داؤدخان د واکمنۍ په مهال په پاکستان کې د ګوتو په شمېر افغانانو لکه ګلبدين حکمتيار ، برهان الدين ربانی ، احمدشاه مسعود د دين څخه د دفاع په نوم د پاکستان د آی-اس-آی سره په ګډه د افغانستان پر ضد جګړه « جهاد » پيل کړ.
– که مرحوم داؤدخان د سرطان له کودتا د مخه انتخابی حکومت، پارلمان او د هيواد د اساسی قانون دموکراتيکو ارزښتونو ته درناوی کړی واي او ذ سياسی ډلو له هغې جملې اخوانيانو د قانون په چوکاټ کې د فعاليت حق ساتل شوی وای او داؤدخان د حذف له سياست کار اخيستی نه وای او هر څه يې د يوې ديکتاتوری قربانی کړی نه وای ، د افغانستان د خلکو په برخليک به ددې ناوړه افغانی ضد او انسانی ضد لوبو شاهدان نه وای .
– کله چې د خلکو دموکراتيک ګوند د يوه نظامی پاڅون له لارې په غير قانونی توګه سياسی واک انحصار کړ، ټول دموکراتيک ارزښتونه يې له پامه وغورځول . پر سياسی ډلو ، ټپلو يې بنديزونه عملی کړل او ټول يې د خپلې برنامی د اصولو پر خلاف حذف کړل ، د افغانستان پر ضد جګړې ته يې چې ګاونډيانو او تالی څټو يې لا د مخه پيل کړي وه ، په لوی لاس نور هم زور ور وباښه .
– کله چې سرې لښکرې راغلې ، د افغانستان پرضد ناروا جګړه د « روا جګړې » مقام ته وخته .
– په دروغو به ويل کيده چې د سرو لښکرو د موجوديت سره جګړه تړلی ده ، د سرو لښکرو په وتلو سره به جګړه ختمه ، سوله او امن به راوګرځي . لکه نن چې طالبان وايي . خو سرې لښکرې ووتې ، جګړه نه يواځې ختمه نه شوه ، نور يې هم ځکه زور واخيست چې پاکستان ، ايران او روسيې د خپلو ګټو سيالی پيل کړه . روسان په دروازه ووتل ، خو په کړکی د يو شمېر خائنانو په ملګرتيا د احمدشاه مسعود-دوستم –محقق يا شمال ائتلاف په نوم بيرته داخل شول . د ګاونډيانو افغانی ضد موخې پاتې شوې . ځکه جګړې دوام وموند . مالومه شوه چې د جګړې اصلی او خوځوونکی علت د ګاونډيانو ناروا موخې وې او داخلی نانځکې يې د هغه موخو له پاره استعمالولې .
– د طالبانو واکمنی د منځنی آسيا د هيوادونو طبيعی زيرمو ، تيلو او ګازو ته د امريکا د لاسرسي پايله ده . امريکا غوښتل د ترکمنستان تيل او ګاز د افغانستان له لارې د ځان له پاره پاکستان ته ورسوي . ايران هم سترګې ورته سرې کړی وې . د بريداس او يونيکال د کمپنيو بزکشۍ به د هر چا په ياد وي امريکا سعودی د ايران پرضد د طالبی پروژې حمايت ته تشويق کړ. پاکستان خو لاس تړلی مريې وو
په دې توګه طالب د يوې خارجی پروژې په توګه رامنځته شو. طالب پوهيده چې هيڅ افغان ، طالب د واکمنۍ وړ نه بولي . ځکه يې د اعليحضرت محمد ظاهرشاه د راوستلو ډنډوره غږوله . طالب او مجاهد د پاکستان له خوا روزل شوی تروريستان وو او د ټولو نورو تروريستانو په څېر د نړۍ د تروريستانو وروڼه وو . طالب د مولوی نبی ډله ده . ځکه د مجاهد او طالب د واکمنيو په مهال افغانستان د عربو، ايغور، چيچن ، ازبک او تاجيکی تروريستانو ميلمستون وو . د سپتامبر د يولسمې بريد اصولا بايد په آی-اس-آی کی طرح او د القاعدې مشر بن لادن عملی کړی وي .
– طالب د افغانستان د خلکو او هيواد دومره غمخوار وو چې د يوه بن لادن د پاره يې امريکايي بريد ته اجازه ورکړه . طالب د تروريسم په تاريخ کې د بی مسؤليتی او بی رحمی ريکارډ ټينګ کړ. د امريکا په بريد او له هغه وروسته طالبانو د خپلو انتحاری بريدونو او جګړو په جريان کې په لکونو بی ګناه افغانان ووژل .
– د سولې خبرې : طالب پوهيږي چې : هغه جنګ چې دوی يې کوي د جنايتکارانو ، وژونکو او مافيايي کړيو په ګټه او د افغانستان د بی ګناه ولس په زيان دی . د دې جنګ له برکته د ګوتو په شمار کسان مليونران کيږی او مليونونه انسانان له يوې ورځې بلې ته هر څه حتی ژوند د لاسه ورکوي . خو طالب د دې سره سره جنګ ته اړم دی . کوم دين طالب ته ددې جنګ جواز ورکولای شی ؟
– طالب څه غواړي ؟ طالب امتياز غواړي . دا امتياز چې په هر قيمت تماميږي . دوی دوهم وار داخلی جنګ او د کابل تباهی ته تيار دي . ځکه اردو ، پوليس ، انتخابات ، پارلمان، حکومت او هر هغه څه چې د «اشغال» په سيوره کې منځته راغلی دی نه منی . مانا بل داخلی جنګ !!! دا هم شو د طالب اسلام ؟
– طالب پوهيږي چې د افغان حکومت حذف کول يانې څه ؟ د طالب حذفول يانې څه ؟ يانې د جنګ دوام ! مانا دا چې طالب په دې کار سره د جنګ او د امريکايي او ناټو د عسکرو د حضور دوام غواړي . افغان حکومت طالب نه حذف کوي . مانا دا چې حکومت سوله غواړي .
– طالب جنګ ګټلای نه شي ، کندوز او غزنی ښه درسونه وو . طالبانو زيانونه ورسول او بی رحمانه وژنې يې تر سره کړې ، خو د افغان وسله وال پوځ په وړاندې يې يوه ورځ هم ونه ساتلی شول او طالبان يې په منډه له دې ځايونو واايستل . طالبان او پلويان يې درواغ وايي چې پنځوس سلنه خاوره يې په لاس کې ده . دا درواغ د آی-اس-آی له خوا تنظيميږي . په علاقه داريو او کليو کې د بی وسلې خلکو برمته کول د څو کسو وسله والو په واسطه کومه معجزه نه ده !
– طالب افغان حکومت ګوډاکی بولی ، که څه هم انتخابی دی . طالب پروژه د افغانستان انتخابی حکومت ته د ګوډاکی خطاب کوي ، صرف نظر له خپل ګوډاګيتوبه ! که طالب فکر وکړی ، طالب د ګوډاکي ګوډاکۍ دی.
که نن امريکائيان د ډيرو نورو سپين سترګيو په شان ، دا سپين سترګی هم وکړي چې د طالب په شان د افغانستان د خلکو په لاس ته راوړنو پښې کيږدي او طالب ومنی ، طالب به د امريکا مستقيم ګوډاکۍ شي او د امريکا د پوځي هډو د شتون له پاره به سل شرعی فتواګانی صادرې کړي . هغسې لکه چې د طالب ملاتړو ، د قطر امير او د سعودی خادمينو شريفينو چې د امريکايي پوځي هډو د شرعی کيدو د پاره شرعي فتواګانې را ايستلی دي .
طالبانو ! د حذف کولو له تباه کوونکو پاليسيو او پلمو لاس واخلئ ، ژر تر ژره د افغان حکومت سره د اوربند او سولې د استقرار له پاره مذاکرات پيل کړئ او زمونږ په وينو لړلی ملت له څيرې ګريوانه لاسونه ايسته کړئ او له جګړو ډډه وکړئ !
مونږ په طالبانو ، د چور او شوکو په جهادی مليونرانو ، د مال او واک له پاره په ساختګی مسلمانانو او د دين په تجارانو غږ کوو چې له خدايه وويريږي او د افغان ولس له تباهی لاس واخلي !!!
اې طالبانو ! او اې جهادی چورګرو شوکمارانو که له خدايه نه ويريږئ ، له بشريت نه وشرميږئ او د خپل مسلمان او بی ګناه ولس له قتل عامه ، چور او تالان څخه لاس واخلئ !!!
د طالب درواغ
حکيم روان
طالب په پچه ناست کشمير ويني . دوی فکر کوي چې د خليلزاد سره چانې او اوتې بوتې به طالب بيا واک ته ورسوي . وار د مخه پنجاب واک ته رسولی وو ، دا وار غواړي پر امريکا ځان واک ته ورسوي .
طالب د افغان حکومت سره ځکه خبرې نه کوي چې ځان د افغانستان مشروع خو له واکه لويدلی واکمن بولي او غواړي بيا د توپک او کوتک زور خلکو ته ور وښيي . طالب جانه ! د توپک او کوتک دور تېر شو . د عقل زور د هغه خای نيولی دی .
طالب جان هيروي چې مشروع حکومت خپل مشروعيت د خلکو له ارادې آخلی ، نه د توپک او کوتک څخه ، نه د دين له تجارت او بزنس څخه .
طالبه ! ته د کومو انتخاباتو له لارې واک ته رسيدلی وې ؟ خو د انګريز له طرحې سره سم د سعودی په پيسو ، د پنجاب په ماموريت ، د مردار کرنېل امام په لارښونه او د درواغو په ډنډورو واک ته ورسيدې .
طالبه تا نه ويل چې مونږ واک نه غواړو ، بلکې چې سوله راولو ، واک به د افغانستان پخوانی پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه ته سپارو ؟ تا د خلکو سره خپله وعده پر ځای کړه ؟
آیا تا هغه وخت دا درواغ د دې د پاره نه ويل چې له دې پرته افغان ولس طالب نه مانه ؟
نو اوس چې افغانانو ته د طالبانو درواغ ، د لوبو په ميدانونو او عامو محضرونو کې اعدامونه ، د لاسونو او پښو پرې کول ، سنګسارونه ، د افغان او اسلام ضد ځان مرګی بريدونه ، په جوماتونو کې چاودنې او د وطن پالونکو ملايانو وحشيانه وژنې ، د ښونځيو سوځول ، د قير سرکونو په بل مخ اړول ، د اوبو د بندونو د نړولو هڅې او تر ټولو زياته د پنجاب سره نوکري ، د مکې پر خای مسکو ته سجده مالومه شوه ، څنګه طالبی واکمنی پر خلکو منلای شئ ؟
طالب اوس بيا درواغ وايي . کله چې طالبان وايي : « مونږ تغير کړی دی » درواغ وايي . طالب پرون هم طالب وو ، نن هم طالب دی . د پخوا په څېر د طالب د واکمنی په سيمو کې ښوونځی نه شته . ښځې سنګسار کيږي ، په کيبلونو، کوتکو او درو خلک وهل کيږي . پخوا مو هم پنجاب بادار وو اوس مو هم بادار پنجاب دی . پخوا هم د نورو د لاس آله واست او اوس هم د نورو د لاس آله ياست . پاکستان ، ايران ، او روس چې زمونږ د هيواد سره ښه نيت نه لري ، ستاسو ملاتړي او دوستان دی . پرون هم له درو تروريست پلوه هيوادو چا په رسميت نه پيژندلی ، نن هم هماغه هيوادونه ورسره د افغانستان دوه نور بدخواه ايران او روسيه ستاسو ملاتړي دي . کوم ښه او د افغان او افغانستان په ګټه تغير په تاسو کې راغلی دی ؟ طالب پرونۍ درواغجن ، نننۍ درواغجن دی .
طالب په خپلو خوبونو کې غرق درواغ وايي چې مونږ واک نه انحصاروو. خو د انتخاباتو او پارلمان پر ځای د علماؤ د شورا خبره کوي . د واک انحصار تور وي که سپين ؟
که تاسو درواغ نه واياست او که تاسو د افغانستان د خلکو ارادې ته درناوی لری ، راشئ د اشرف غنی سره انتخاباتو ته ودريږئ ! له نېکه مرغه نور د زور د حکومتونو وخت تېر دی . « په زور کلی نه شی » . زور او جهل پريږدئ !
مونږ پوهيږو چې تاسو ته ارګ له جوماته او چوکۍ تر ممبره زيات او له پرتلې پورته اهميت لري ، خو افغان ولس ارګ ته تګ په انتخاباتو پورې تړلی دی . نو څنګه طالب جانه بيا د خلکو اراده د پخوا په شان په هېڅ نيسۍ ؟ او که انتخابات منۍ ؟ که انتخابات منۍ نو راشئ کانديد شئ ! د افغانستان د دښمنانو لمنې پريږدئ !
تر تاسو د مخه دلته د دين سوداګر په شرمو شرميدلی دي . دلته اوس ملت بيدار شوی دی . د انترنت نسل ، د اړيکو، علم او عصري تکنالوژۍ نسل د منځنيو پيړيو متحجر، پمن او جاهل طالب نه مني . د زمانې له غوښتنو سره ځانونه عيار کړئ !
د پردو او دښمنانو لمسون مه منئ ! مسکو ، اسلام آباد او تهران ته منډې پريږدئ !
دا ټول زمونږ د خلکو او وياړلی هيواد دښمنان دي . د خپلو خلکو بې ځايه وژنې ودروئ ! د عقل غږ ته غوږ شئ ! له خدايه وويريږئ ! له وحشت او دهشته لاس واخلئ ! خپلو کليو ، کورونو او جوماتونو ته راستانه شئ ! د خپل هيواد د ننه د خپلو خلکو په منځ کې د نورو په څېر ژوند پيل کړئ ! نور خپل هيواد د پردو په لمسون مه ورانوئ !
فاعتبرو يا اولی الابصار