نورهاب څپاند
وتلې امریکایي افغانستان پيژندونکې بارنت روبین په دې وروستیو کې زموږ د هېواد سره د امریکایي مرستو دبندیدو وړاندوینه کړي ده . هغه یو شمیر دلایل او پرتلې وړاندي کړي چې له امله ښایي د افغانستان اوسنی دولت نسکور شي .
روبین وایي چې د چین او نورو هېوادونو په پرتله د کورونا ویروس په چټکۍ په امریکا کې خوریږي او اقتصادي ستر زیانونه ممکن واړوي . په دې صورت کې به شونې نه وي امریکا د افغانستان مرستو ته د تیر په څير ادامه ورکړي . نو دا خطر شته چې د افغانستان حکومت ړنګ او د وخت د شوروي اتحاد تجربه چې په افغان دولت یي مرستې بندې کړي يو وارې بیا تکرار شي . روبین له ستونزې څخه د وتلو لار په دې کې وینې چې که غنې او عبدالله په خپل منځ کې پیښه سیاسي لانجه هواره کړي او د حل د کیلۍ په توګه د امریکا او طالبانو د سیاسي هوکړه لیک د پلې کېدو له لارې سیاسي حل ته زور ورکړي ، اوربند رامنځته شي ، ښایي مرستې جارې وساتل شي او د دولت د نسکوریدو مخنیوی به وشي .
زما په نظر بارنت روبین چې پيژندل شوی سیاسي څيړونکی دی ، په پورته تحلیل کې په زیات مقدار د امریکا د متحده ایالاتو د رسمې سیاست په مدار کې څرخیږې ، هغه ټکې یي ټينګ کړي چې تر ډيره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دمسؤلینو او مامورینو په څرګندونو کې ورباندې ټينګار کیږي .
بلې ، د امان الله خان ، ډاکټر نجیب الله او اشرف غنې ستونزې لږ تر لږه یو ډول ښکارې ، یانې ” کله چې له یادو مشرانو هر یوه په خپلو زیرمو د متکې افغانستان د جوړولو هڅه او هوډ کړی ، د ډيرو بهرنیو فشارونو سره مخ شوي چې په پایله کې يا باید ورته تسلیم شوي وی ، یا یي وطن پریښی وی او یا یي مرګ منلی وی”
د غنې عبدالله تر منځ کشاله که هواره هم شي او د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک پر بنیاد سیاسي حل رامنځته شي ، له پخوا به ډير افغانستان په بهرنیو مرستو تکیه وکړي . ځکه عبدالله او طالبان دواړه په خپلو زیرمو د افغانستان د اتکا کوم پلان نه لري او نه غواړې چې د ایران او پاکستان لاس د هیواد د طبیعي زیرمو له لوټولو څخه لنډ شي او يا افغاني اصیل محصولات د یاد شوي ملکونو د بې کیفیته تولیداتو په مقابل کې تقویه شي .
که په تیرو څه د پاسه پنځو کلونو کې د هېواد د مشرتابه هغو طرحو ته چې عملې کېدل یي شروع شوي په ځيرتیا او جدیت وکتل شي ، تر کار لاندې طرحو د پلې کېدو د لارې خنډونه لیرې کړل شي افغانستان په خپلو امکاناتو د تکیه کېدو اساس مومې او زموږ د دولت د نسکوریدو خطر له مینځه ځې .
د افغانستان خلک او مشران يو وارې بیا د تاریخ د سخت ازمیښت سره مخامخ شوي . د جګړي د بیخي ودریدو چانس نه تر سترګو کیږي ، يوازې د جنګ د ورو کېدو یو لړ هڅې چې هېوادوالو ته په لوړه بیه د تمامېدو وړاندوینه یي کیږي رواني دي . زموږ هېوادوالو په تیره بیا روڼ اندې قشر ته ښایي چې د جګړي د ورو کېدو او د هغې د بیخي بندیدو د ټولو وریانتونو په بریالې کولو کې پوره برخه واخلې . ولس وهڅوي څو له خپلو مشرانو وغواړي چې په خپلو امکاناتو د بسیا شوي هېواد له لرلو پرته په بهرنیو مرستو پاییدل نیکمرغه او ویاړمنه راتلونکې نه لري او اجازه ورنه کړي چې یو ځلې بیا د ۱۹۹۲ کال ترخې تجربې تکرار شي